دامریکااوافغانستان ترمنځ ستراتیژیکه مسوده لاسلیک شوه

 ابو دانیال

دری نیمې لسیزې وشوې چې په افغانستان کې د نړیوالو او سیمه ییزو ښکېلو هېوادونو د پردیو ورباندې تپل شویو جګړو له لاسه په نا حقه د افغانانو وینې اواوښکې بهېږي . په تېرو دوو نیمو لسیزو کې خو د افغانانو د جګړې لوری اودښمن مالوم ؤ، اوهغه خپله روسان او د هغوی پلویان وو چې د افغانانو پر خلاف توطیْیواوخپلمنځي جګړو ته یې زور ورکړی ؤ . خو دا تېر وروستي لس کلونه بیا له تېرو هغو سره توپیرلري . ځکه چې په وروستیو تېرو لسو کلونو کې امریکې هم د خپل حضور پیاوړي کېدو له پاره کټ کټ د همغو روسي پلوه عناصرو په خوله وکړل څوک چې تراوسه پورې د امریکې ضد د اوسنۍ روسیې پوځي ، سیاسي او اقتصادي ملاتړ له ځانه سره لري .

د پخوانی شوروي اتحاد ځواکونه خو خپله له خپلو (۳۴) کمونېستي هېوادونو سره یو ځای تودو اوبو ته د رسېدو په موخه افغانستان ته  را غلي وو . خو امریکا بیا له (۴۴) هېوادو سره یوځای افغانستان ته ددوو لاملونو له امله راغلې ، چې یو لامل یې د امریکا پرحکومت باندې د یهودي الاصله با نفوذه امریکایانو فشار، او بل لامل یې د امریکایانو له خوا د خلیجي او منځنۍ آسیا د هېوادونو پرځمکنیو زېرمو باندې د تسلط او کنټرول ترلاسه کول دي.

په همدې تړاو یوه امریکایي تکړه څېړونکي ډاکټر ټامس په (فارن پالېسۍ ) مجله کې یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ، چې په کې لیکلي یې دي :

(( امریکا به تر (۲۰۲۰ ) میلادي کال پورې په افغانستان کې وي . امریکا د یهودي الاصله امریکایانو  له خوښې پرته له افغانستان څخه ځکه نه ځي چې اسرایْیل په منځني ختیځ کې د یوې سترې جګړې او سترې زلزلې پروګرام لري . ځکه اسرایْیلو هوډ کړی چې په منځني ختیځ کې به ستره جګړه پیلوي . او امریکا باید ترهغو په افغانستان کې پاته وي ترڅو اسراْییل په منځني ختیځ کې ستره جګړه پیل کړې . خو که امریکا له افغانستانه ووځي د اسراْییلو پر دغې جګړې باندې ناوړه اغېز پرې باسي .    

ټامس زیاته کړې : امریکایي الاصله یهودانو امریکې ته دستور ورکړی چې پټ په پټه دې د هند او پاکستان ترمنځ اختلافات را کم کړي ، ترڅو په دغه استخباراتي جګړه کې (نیابتي ) جګړې داسې زور واخلي چې افغانستان د پاکستان اوهند تر منځ د ( نیابتي جګړې ) ډګر جوړ نه شي ، او پاکستان دې د افراطیت پر ضد استعمال شي .

د پارن پالېسۍ په دغه لیکنه کې را غلي : د امریکا اقتصاد لا دمخه خراب شوی ، په افغانستان کې د ترورېزم پرضد جګړه د امریکا یي الاصله یهودانو له خوا د امریکا پرحکومت باندې ورتپل شوې . ټامس په خپله لیکنه کې ویلي چې د القاعده مشراسامه بن لادن څوکاله وړاندې په پاکستان کې په خپل مرګ مړدﺉ ، اوامریکې د جورج ډبلیو بوش پرځای اوباما د امریکایایي مالیه ورکوونکو د غولولو، او د هغوی سترګو ته د خاورې ور شیند لو له پاره چېنج کړ . ټامس په خپله لیکنه کې زیاته کړې چې امریکایي پوځونه تر (۲۰۱۴ ) میلادي کال وروسته هم ترهغو پورې له افغانستان څخه  نه شي وتلی ترڅو چې په سیمه کې یهودي پروژه تکمیل شوې نه وي .

بیا یې لیکلي چې : امریکا په اسلام آباد کې خپل سفارت ددې له پاره پراخ کړی چې امریکا هم د چین اوهم د پاکستان له پاره تیاری نیسي .

ټامس زیاته کړې چې امریکا د (۲۱ ) بېلیون ډالرو په ارځښت هغه دری په پرمختللې تېکنالوجۍ سمبالې جنګي اوبتلې د چین د سمندري پرمختګ د مخنیوي له پاره تیارې اوځای پرځای کړې دي ، خو د روسیې په وړاندې یې بیا په پولنډ اوآذربایجان کې پرمختللي بالستیکي توغندي ځای پرځای کړي . اواسرایْیل ځکه د همدغه روان کال ترپایه پردغه ډول جګړه لاس پورې کوي چې په تونس ، مصر، لېبیا او یمن کې اسلامي خوځښتونو زوراخیستی . (له دېنه داسې مالومېږي چې دغه خوځښتونه هغه مهال په عربي نړۍ کې را ویښ شول ، کله چې امریکې د دغوهېوادونو سیاسي حساس ځایونه و تخڼول ، خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې هېلړي کلېنټن یې داسې هرکلی وکړچې د دومره څه کېدو تمه یې هم نه ترې لرله . خواسرايْیلوته یې د دغوخوځښتونود ژوندي احساس زېګنال ورکړ. د سیمې مسلمانان یې استعمال کړل ، خو مسلمانانو اوس هم خپله غلطي په رسمي بڼه نه ده منلې . )

ټامس په خپله لیکنه کې زیاته کړې چې اسرايْيل په خپل دغه پلان سره په نړیواله کچه د ( HAARB ) په نامه ځواکونه ، ځمکنۍ تبد یلیانې ( نوې جغرافیې ) ، بحري سترې زلزلې او تو پانونه جوړوي . چې یوه یې هم په بیت المقدس کې د ه ، او د اقصی جومات به خدای مه کړه شهید کړي . ا و اسراْییل به ووایي چې د اقصی د جومات په شهید ولو کې زموږ لاس نه ؤ . خو بیا رغونې ته به یې هم نه پرېږدي . ولې د لرغونتوب او قدامت سند به یې د کوم نړیوال یهودي آدرس څخه دوی ته ورکړل شي . لنډه داچې یهودان به ټولې دنیا ته غټ خطرونه متوجه کړي . اولومړی به پرمصربرید وکړي ، د نیل تر سیند پورې به ټوله سیمه ونیسي . بیا به خلیجي هېوادونه یو پربل پسې ونیسي . د تېلو ټولې ذخیرې به د ځان کړي ، اسرا ْییل به د جالي حکومت جوړ کړي . چین او روسیه به یې په وړاندې سترعکس العملو نه وښیي . خو په (۲۰۲۰ ) میلادي کال کې به د ویکي لیکس له خوا د هغوجاسوسانو نومونه هم افشا شي چې په تېرو لسو کالو کې یې له امریکې سره د افغانستان په اشغال او دوام  کې همکاري کړې د ه . ))

څېړونکي وایي چې په دغسې حالت کې پاکستان هم روغ نه شي پاته کېدی ، ځکه پاکستان د بنسټ پالنې په پلمه په سیمه کې نړیوال اورته لمن وهي ، او خپله به په کې ړنګېږي .خو کله چې پاکستان ړنګ شي ، بیابه زموږ ترمشرانو پورې ټول پوه شي چې دوی په ګډه د یوه د جالي پرو ګرام له پاره وسیله جوړشوي دي .

بل پلو تېره ورځ یوه امریکایي سناتور( رورا بکر) مخامخ پاکستان ته په خطاب کې وویل چې پاکستان به یا بلوڅانو ته خپل حق ورکوي ، او یا آزادي ، ځکه پاکستان یوناکام دولت دﺉ ، او باید تجزیه شي . بلخوا په اېبټ آباد کې د اسامه بن لادن په کور کې په موندل شوو اسنادو کې را غلي چې ملاعمربه هم په پاکستان کې له اسامه بن لادن څخه پروګرامونه اخیستل . چې ډېرافغانان او بهرني عسکریې په افغانستان کې ورباندې ووژل . مکتبونه او کلینیکونه یې پرې وتړل او ویې نړول ،  تر څو تل پاکستان ته اړوي ، او د بیا رغونې مخه یې پرې  ډ پ کړې وه .

خواوس چې څو ورځې وړاندې د امریکا اوافغانستان د ؤلسمشرانو ترمنځ د اوږد مهال سترا تیژیک سند مسوده د سه شنبې شپې په (۱۲) بجو د کابل په ارګ کې یواځې د ؤلسمشر بارک اوباما او ؤلسمشرحامد کرزي ترمنځ لاسلیک شوه ، او امریکا ته یې د (۲۰۲۴) میلادي کال ترپایه په افغانستان کې د شتون اجازه ورکړی شوه ، اوتېره شپه بیا طالبانواوحزب اسلامي حکمتیار دواړو له امریکې سره د افغانستان د دغه سترا تیژیک تړون مسوده  رد او دا یې په افغانستان کې د جنګ ادامه وبلله . له دېنه داسې برېښي چې په دې سند کې د مخالفینو هغه غوښتنې هم په پام کې نه دي نیول شوې ، کومې چې پرنسبي سوله سره را ټولېږي . ځکه په سند کې داسې مادې د امریکایانو له خوا ځای پرځای شوې چې په افغانستان او سیمه کې د امریکې هغه اوږد مهاله پوځي شتون ته قانوني بڼه ورکوي ، خو ور سره جوخت د سیمې ځینې هېوادو نه اوهغه افغان کړۍ یې  په اند ېښنه کې اچولې چې له پاکستان ، ایران ، چین ، روسیې او د سیمې له  نورو ‌ذ يدخلو هېوادونو سره نږدې استخباراتي اړیکې لري . بل دا چې که دا سند له پاکستان سره امریکې لاسلیک کړی وای ، هېڅ خبره نه وه . او هر څه روا وو . خو اوس چې دا سند له افغانستان سره لاسلیک کېږي ، نو بیا ددې تړون لاسلیک کول افغانستان ته ناروا ګڼي ؟   

خو زه خپله پردې باور یم چې دا مسوده که له یوې خوا د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو پر سر د یو ټکوهل شوي مېخ حیثیت لري ، ځکه کینه کښ ګاونډیان به د امریکایانو په حضور کې پرکاواکه افغانستان باندې د تېر په څېر ښکاره  تېری او برید نه شي کولی . ځکه خو یې مخالف هم دي . که مخالفت وکړي نو بیا امریکه د همدې سند پر بنسټ مجبوره ده چې د افغانستان له ځمکني او هوایي حریم  څخه  د فاع وکړي . ځکه امریکایي چارواکو په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې موږ د افغانستان له خاورې پر چا باندې لومړی ټک نه کوو ، خو که پر موږ باندې د چا له خوا ټک وشو بیا دوهم ټک زموږ خپل حق دﺉ . له دېنه داجوتېږي چې امریکا د افغانستان له خاورې څخه پرامریکا ضد خواوو هم برید کولی شي .

د افغانستان ګاونډي پاکستان لومړی په ډېر بد نیت د همدغو امریکایانو ملاتړ وکړ . خپله خاوره یې د پټو تړونونو له مخې په واک کې ورکړې وه . پاکستان غوښتل چې پر دې سره به هم ځان له بډایې امریکې څخه اکمال کړي  ، او هم به افغانستان ور باندې وځپي . امریکا به ووځي ، او دوی به بیا په ډېره آسانه یو ځل بیا پر افغانستان ور وخېژي . څو د دوی ددې خوب مانا غلطه وختله ، او خپله د خپل منافقت په تلک کې بند شو . هغه متل دﺉ چې وایي : ( لوخې د قام کمه غوښته ، خو سر یې خپله په دریاب کې ولاړ . )

زما په آند به ښه داوای چې  زموږ ګاونډیان له بېځایه کینې څخه تېر شوي وای ، د افغانستان او سیمې د ثبات او ښېرازۍ له پاره یې مټې را نغښتې وای . ځکه د افغانستان ګټه او زیان  د دوی له ګټې او تا وان سره تړلی دﺉ . د با امنه او باثباته افغانستان ترڅنګ ددوی ګټه هم شته . ددې د پاره چې د بهرنیانو پلمه ورکه ، او له افغانستانه خپلې پوځي پښې سپکې کړي ، او د افغانستان ځینې ګاونډیان په تېره پاکستان او ایران په ریښتیا په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم په نامه جګړه ختمول غواړي ، نو له خپلو خاورو څخه دې افغانستان ته شر نه را اړوي ، د جګړه مارو مخه دې ونیسي . کله چې په افغانستان کې د ګاونډیانو په صادقانه ملاتړ امن او ثبات ټینګ  او بیا رغونه پیل شي ، بیا له امریکې او نورو غربي هېوادنو سره پوځي سترا تیژیکو سندونو لاسلیک کولو ته هم اړتیا نه لیدل کېږي . او کله چې افغانستان د ګاونډیانو له نه مداخلو څخه ډاډمن شي ، له نړیوالو سره د پوځي سترا تیژیکو سندونو لاسلیک کولو پر ځای به  د خپلې هر اړخیزې بیا رغونې سترا تیژیک سندونه له مرسته کوونکو هېوادونو سره لاسلیک کړي . چې دا بیا د افغانستان ، سیمې او ټولې نړۍ په ګټه د ه .

خو ددې سند د مسودې بل اړخ ته چې ګورو نړیوال مشروعیت یې په لاندې دلایلو سره مشکوک دﺉ : لومړی ؛ امریکایانو هڅه وکړه ترڅو د افغانستان د وخت د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو هر یوه  یو نس قانوني او ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا له آیساف ځواکونو سره په  (۲۰۰۳او (۲۰۰۵ ) کلونو کې په خپل سر کړي تړونونه  له سره له افغان دولت سره تمدید کړي ، خو افغان دولت هغه ونه منل . او امریکا له پېله د همدې تړونونو پر سر پر افغان مشر تابه بې باوره وه ، ځکه خوځینو امریکایي سناتورانو د ؤلسمشرۍ په وروستیو ټول ټاکنو کې د درغلیو خنډونه را منځته کړل ، خو زور یې ونه رسېد ، او په لاسوهنو متهم او افشا شول . آخر یې ځینو خود غرضه عناصرو ته د فدرالېزم مفکوره ور پېچکاري کړه ، چې په افغانسنان کې یې د عملي کېدو امکان خپله ونه موند .

 دوهم ؛  دولت د ټول هېواد په کچه (۲۰۰۰ ) استازي د پولیتخنیک سترې کېږدۍ ته را وغوښتل ، هغوی د خپلو وطنوالو لیکلی پرېکړه لیک ؤلسمشر کرزي ته ورکړ ، په پرېکړه لیک کې یې زیاته کړې د ه چې که امریکا زموږ د غه غوښتنې مني ، بیا دې له امریکا سره دغه سترا تېژیک تړون لاسلیک شي ، که نه ملت یې نه مني . خو په دې وروستیو کې چې د افغانستان امنیتي سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د امریکې له سفیر سره په کابل کې د سترا تیژیک تړون د مسودې مواد تبادله او لاسلیک کړل ، دواړو لورو وویل چې دا مواد به د امریکې کانګرس او افغان پارلمان ته  د تصویب له پاره وړاندې کېږي ، او ترتصویب وروسته به بیا د ؤلسمشر حامد کرزي او ؤلسمشر اوباما له خوا لاسلیک شي . اوباما په ناڅاپي توګه افغانستان ته راغۍ ، او ددې سند مسوده د شپې په (۱۲) بجو دوه په دوه لاسلیک شوه . له دې وروسته به دغه مسوده د امریکې کانګرس او د افغانستان پارلمان ته د تصویب له پاره وړاندې کېږي ترڅو قانوني مشروعیت خپل کړي . ځکه د ؤلسونود ریښتینو استازو له تا یید څخه پرته هېڅ پرېکړه هم قانوني بڼه نه لري .

خو په رسنیو کې اوس دا خبرې لوڅه شوه چې د افغان پارلمان لسګونو استازيو ته ایران پیسې ورکوي . پردوی شک دﺉ چې په پټه  د ایران له استخباراتي کړیو سره لاس لري ، د هغوی په مالي ملاتړ د دولت په مقننه قوه کې د ملي مصالحو د تخریب له پاره ګومارل شوي دي ، خو په فزیکي ډول د نورو افغان استازیو په څېر په پارلمان کې ناست دي  ، نو بیا خو داسې وکیلان هېڅکله هم دا تړون نه تاییدوي ، او خپل اصلي باداران یې دستور ورکوي چې دا تړون زموږ پر زیان دﺉ  ، او باید مخه یې ونیسۍ .

 

 

 


بالا
 
بازگشت