ابو دانیال  

 

د ایران سفیر د افغانستان ملي شورا ته د سترا تېژیک سند پر سر اخطار ورکړ

                                                 

د روان لمریزکال د غوایي په (۱۲مه ) نېټه د سې شنبې په شپه د امریکا ؤلسمشر بارک اوباما ناڅاپه کابل ته راغۍ ، او په پلازمېنه ( ارګ ) کې یې له افغان ؤلسمشرحامد کرزي سره د اوږد مهاله سترا تیژیک تړون ګډه مسوده لاسلیک کړه . د یاد تړون د مسودې له لاسلیک څخه پنځه ورځې وروسته  د یکشنبې په ورځ د غوایي په (۱۷مه)  نېټه په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د مشرانو جرګې مشر (مسلمیار ) ته اخطار ورکړی . د ایران سفیر ویلي :

(( اګر سند پیمان از سوی شورای ملی امضأ شود ، ایران واکنش نشان می  دهد  . ))

خو د ایران د سفیر ددې خبرې په وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر ښاغلي  ( مسلمیار ) یې په وړاندې داسې غبرګون ښود لی :

((  ظهارات سفیر ایران مداخلهْ آشکار در امور داخلی ماست . ))

له دېنه لږ مخکې د افغانستان د مخابراتو وزارت له یوه ایراني شرکت سره داسې ایرانۍ دستګاه وې په کابل کې وموندلې چې په لسګونو سیم کارتونه په کې ځای پرځای او د افغانستان د مخابراتي سیستم د ګډوډ ولو له پاره یې داسې غلط فعالیتونه ترسره کول چې کود به د بل ځای په کې را څر ګند شو. خو بیا هغه کشف او وتړل شو .

تر دې وړاندې ایران د افغانستان د بند ونوو کلینیکونو او سړکونو جوړول ، او پر پوله سرحدي تاڼې نه پرېشودلې .   کله به یې انجینیران تښتول ، او کله به یې پرد یو اجاره دارانو ته رشوتونه ورکول چې دا پروژې خوشې کړي ، کله به یې د تېلو ډک ټانکرونه ایسار کړل ، او کله به یې پرایران ساختو وسلو او مهماتو سمبال د افغان حکومت مخالفین د سړکونو ، پلونو ، ښوونځیو او کلینیکونو د تخریب له پاره را لېږل ، تر څو افغان حکومت او افغانان د تل له پاره له ښېرازۍ ، زده کړې او صحت څخه بې برخې ،او ګاونډیانو ته اړ وي . په تېرو کلونو کې خو ایران په افغانستان کې د ملي تر مینالوژۍ د له منځه وړو هڅې پیل کړې وې ، دري ژبي یې له ملي ارځښتونو په پام کې ساتلو پرته د و سلې په څېراستعمال کړل ، چې له کبله یې په بلخ ، هرات او کابل پوهنتونونو کې د افغان محصلینو ترمنځ د پوهنتون د نومونو بدلولو پرسر لفظي او فزیکي شخړې هم منځته راغلې .

ایران د میلیاردونوډالرو په ارځښت د خپلو توکو سوداګري په افغانستان کې پیل کړې ، خو خپله افغانان په خپله خاوره کې د خپلې خود کفایۍ له پاره نه پرېږدي اوپه هرات ولایت کې یې په سلګونو افغاني فابریکې د خپلو اېجنټانو په وسیله پارچا و کړې دي .  موخه یې داده چې دغه ړنګ افغانستان ددوی د توکو پلورلو له پاره ترټولو ښه مارکېټ وي ، او باید همداسې وران ویجاړ او د پرد یو توکو پورلو یو مصرفوونکی  کمزوری هېواد په سیمه کې پاتې شي .

ایران د افغانستان په وروستیو ؤلسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې  په ښکاره او خلاص مټ  کټ مټ داسې ګوتې ووهلې ، لکه څومره چې نورو هېوادونو په کې ګوتې وهلې وې .

ایران په ټولټاکنو کې خپلې ټولې هڅې پردې سره را ټولې کړې وې چې ګني له دې لارې به تل پرافغان حکومت برلاسی ، او ټولې پرېکړې به د ایران په ګټه په حکومت کې د ننه تر سره کېږي . او په دې اړوند یې خپلو ایجنټانو ته دندې سپارلې وې .

تېره اوونۍ رسنیو دا خبره هم کړې وه چې په افغان پارلمان کې (۸۰) تنه  پارلماني غړي له ایران څخه مُستمر معاشونه اخلي ، او په پارلمان کې خاص د ایران د اهدافو له پاره کار کوي . 

پرایران باندې د ځینو رسنیو له خوا دا تور هم دﺉ چې د ښځوچارو ، اطلاعات او فرهنګ او لوړو زده کړو په وزارتونو کې سرچارواکي  د دوی خپل جاسوسان، او ددې له پاره یې په کې ځای پرځای کړي چې په ظاهره د افغانانو په نماینده ګې د ټول افغانستان پر ناموس ، زده کړو او کلتور باندې ملنډې ووهي . او موږ یې ښکاره بېلګې د ښځو چارو د وزارت یوه معینه چې ایران ته ډېره وفاداره او په ایران کې یې تعلیم کړی ، په ټولو ځایو کې د افغان ښځو په نماینده ګې فعالیتونه کوي ، او په یاد وزارت  کې یوه پښتنه مېرمن هم نه پرېږدي . د اطلاعاتواو فرهنګ وزیر اوددې وزارت  د ځوانانو معین چې په را د یو تلوېزیون کې یې خپلو عیاشیوته بستره غوړولې . او په دې وزارت کې یې یو پښتون چارواکی هم نه دﺉ پرې اېښی . او د لوړو چارو وزارت خو له پېله د ایران او هزاره ګانو په پچه رسېدلی ، چې کله یې یو وزیر د سر تر وېښتانو په ملي خیانت کې ډوب شي ، نو بیا بل ایران پلوه ور باندې کښېنوي . دلته خو یاد وزارت د پښتون بچیان له څو کالو را په ایسته په قصدي توګه له لوړو زده کړو ایسار کړل ، اوپر ځای یې یواځې له جاغوریو ؤلسوالۍ او دایکنډیو څخه له الف تر یا پورې ټول بې سویې شاګردان راوستل . په دولتي ادارو کې یې هم داسې  بې تعلیمه او بې سویې کسان د ونډو له لارې پرد ندو ګومارلي  چې هېڅ تعلیمي سند نه لري ، کله چې پوښتنه ترې وشي ، د مکتب دروازه یې  هم نه ده لیدلې . جعلي اسناد له قم مدرسې څخه راوړي ، او بیا یې د پوهو ، تعلیم یافته او لایقو وطن پرستو افغان بچیانو پرسر لکه شپږ انچه مېخ ور ټکوهي . شک دﺉ چې کېدی شي په دې اجرأیي ګېم کې خپله نمبر ( ون ) او ور سره ټیم یې هم شریک وي . ځکه په لوی لاس یې ټولې دولتي ادارې همدغه ډول خلکو ته ورسپارلې ، چې د    ذ يد خلو چارواکو دا کار له یوې خوا تعلیم یافته پښتنو ته توهین ، او له بل پلوه د افغانستان ټولو ادارو ته  له همدې لارې  د اداري فساد مافیا ور ننوتې ، او په لوی لاس یې د حکومت مشروعیت له سوال سره مخ کړی دﺉ . چې په دې کې هم ښایي د ایران لاس وي . ځکه شیعه مذهبه مشران خپلو پیروانو ته  په خطاب کې د توصییې په څېر داسې شعارونه زمزمه کوي : (( ستاسو یوه لحظه غفلت = په سل کاله جوالیتوب دﺉ . له هرې لارې ، او له هرې وسیلې چې کولی شۍ ، له پیاده ګرۍ نیولې ، تر ټول واکمنۍ پورې تش ځایونه  ډک کړﺉ ! نفوس او نفوذ ډېر کړۍ ! ))  

تېر کال د ایران ؤلسمشراحمدي نژاد کابل ته راغۍ ، او په ارګ کې یې افغان چارواکو ته په خطاب کې داسې وویل :

(( امریکایي پوځونه دلته په افغانستان کې څه کوي ؟ بهرنیوځواکونو ته ځواب ورکړۍ چې له افغانستانه ووځي . ))

له تېرو دوو لسیزو را په ایسته ایران له ترکمنستان څخه هند او چین ته د افغانستان له خاورې د غازو د نل لیکې له غځېد و سره مخالفت ښکاره کړ ، چې د ایران د مخالفتونو دا لړۍ تر ننه پورې روانه ده .

ایران په خپل ذات کې دومره بخیل دﺉ چې پرافغانانو یې د پردۍ  نل لیکې مالیه او ټکس اخیستل هم  نه لورېږي . غواړي چې افغانستان تل د نا امنیو له امله د ګاونډیانو د لوبو میدان وي . افغان چارواکو ته په ډېره سپین سترګېۍ او دوه مخۍ په آمرانه شکل وایي چې له نړیوالو سره سترا تيژیک تړونونه مه کوۍ ، او خپله لګیا دﺉ له ظاهري مخالفتونو ښکاره کولو سره سره له اسرا یْیلو سره پټ تجارتونه لري ، د نړیوال قانون پرخلاف خپل اتومي پروګرامونه پرمخ وړي . خو افغانستان ته وایي چې له امریکې سره به سترا تېژیک تړون نه لاسلیک کوې !!!

خو موږ ته  پو ښتنه دا را پیدا شوې چې آیا افغانستان د ایران کوم ایالت دﺉ  که څه ؟ آیا احمدي نژاد یواځې د ایران جمهور ریْس دﺉ ، او که د افغانستان جمهور ریْس هم دﺉ چې افغان پارلمان ته د ولایتي شورا ، او ؤلسمشر کرزي ته د خپل یوه والي په سترګه ګوري ، ا و دا ډول آمرانه امرونه ورباندې کوي ؟ !!! افغانانو خو د ایران له خورا پیاوړي سترا تیژیک ملاتړي ( پخواني شوروي اتحاد ) څخه هم آزادي واخیسته . په داسې حال کې چې ایرانیانو ته د فرانسې په منځګړتوب آزادي ورکړی شوه . د ایرانیانو آزادي کټ ةټ داسې وه ، لکه د پاکستان آزادي د علي جناح په څېره کې . د افغانانو آزادي له اېرانیانو سره غټ توپیر لري . اېراني چارواکي باید پردې خبره ځانونه پوه کړي . افغانان او افغان خاوره باید وپېژني . ایراني چارواکي په خپلو تکراري او درواغجنو شعارونو کې د فارس د پخوانۍ امپراتورۍ  جوړولوخوبونه ویني ، او ځانونه ورته د کسری شاهزاد ګان ښکاري . خو پردې یې ځان ناخبره اچولی چې د کسری د واکمنو په وړاندې تر اوسه پورې همغه ابراهیمي مقاومت لا هم په افغانستان کې ژوندی دﺉ چې د محمدي امت لړۍ یې ترمیرویس او احمد خان را وروسته هم د پخوا په څېرهمداسې غځېدلې ساتلې د ه .

 

 

 


بالا
 
بازگشت