عبدالرووف  ليوال

 

هاتیان هم پوهیدل ،چې دایوه کمیډی ده

کله چې د۱۸۴۲م کال په سپتمبر کې دافغان او انګریز په لمړۍ جګړې کې پرنګی ماتې وخوړه ، اوله افغانستان څخه په تیښته و، جنرال نات په درواغو له قندهاره ترقلاته اوبیا له مقره ترغزنی نارې ،سورې وهلې چې، دانګریز دولت له امیر دوست محمد خان سره ددوستۍ تړون لاسلیک کړی ، او دغه ده چې موږ به له جګړې پرته دکابل له لارې هندوستان ته ځو، په همدې چل په ۲۸ م داګست له جګړې پرته غزنی ښار ته راورسید،کله چې دغزنی ښار یې له ساتونکو تش وموند ،نو نامتو انګلیسی ختیځ پیژندونکی ((راولنسن)) او جنرال نات دسیاسی دوکې په موخه یوه ډیره زړه اوسولیدلې دلرګیودروازه یې دسلطان محمود غزنوی له مزار نه راونړوله ،داوښ پر شا یې وتړله اوپه تلواردکابل په لور روان شول، چې داګست په دیرشمه میدان ښار ته راورسیدل ،داچې دادروازه یې څه کوله ،لاندې کومیډی ته به ځیرشو .

دفیروز پور کمیډی : لاردایلنبردانګریز دراستنیدونکی لښکر دهرکلی لپاره ،له مزو چړچونه ډک ،ګواکې یو پرتمین جشن په فیروز پور کې جوړ کړ، په دې جشن کې دهندوستان سازیان او ډمان له ډولونو اونغاروسره راغلی وو،۲۵۰هاتیان چې سینګار شوی ول دجنرال پالک دلښکر دهرکلی لپاره راووتل ، داسې پتیل شوې وه چې هندی فیلوانان به چې کله جنرال پالک راښکاره شی،نو هاتیان به د خپل خړتم په واسطه د هغه رسم تعظیم ته هڅوی،چې هاتیانو داامر ونه مانه، لاردایلنبردهنددشهزادګانو اوخلکولپاره یوه له باټوډکه ویناخپره کړه اوویې ویل ((زموږبریالی اوسوبمن لښکروروسته له څوسوو کلونودسومنات دروازه ،چې دهندوستان دبې پتی نښه اودافغانانولاس ته لویدلې وه ،بیرته هند ته راوړه اوداده هغه موږتاسوته  سپارو ، باید زموږاوستاسې یووالی دتل لپاره وی ،خوداننداره دهندوستان د خلکوله ملنډوسره مخامخ شوه ،  ځکه هغوی پوهیدل چې نه دالښکر بریمن اوسوبمن دی او نه هم دا دروازه دسومنات دروازه ده.

کله چې خبررسواشوه نوهغه دروازه په خپله دانګریز لخوا له منځه لاړه ،اووروسته یې خبرخپورکړچې هغه دروازه خو ورکه شوه ، خلک پوهیدل چې ، دانګریزدولت دڅلویښت زره سرتیروپه وینې تویولواو اومیلیونوروپیولګښت سره خپل څلور کاله وخت په افغانستان کې هسې خوسې اوبې ګټې تیر کړ اولکه ملانصرالدین چې له صفرنه یئ پیل کړی ؤ بیرته صفرته راوګرځید،

اوس امریکه هم په همهاغه دریځ کې ده اوداسامه وژل هماغه دسومنات دروازه ده،کاشکې امریکې دا کمیډی مخکې لوستلې وای.

عبدالرووف لیوال حسین خیل.

ماخذ :دغبارتاریخ.

 

 


بالا
 
بازگشت