حکيم روان

د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ

د امنيتی تړون په هکله

 

په دې ورځو کې د افغانستان او امريکا د متحده ايالتونو تر منځ د امنيتی تړون ، د نړيوالو ځواکونو د تدريجی وتلو او افغان ځواکونو ته د امنيتی مسؤليتونو د تدريجی سپارلو ، د افغان امنيتی ځواکونو د وړتياؤ ، همدارنګه د سؤلې د مذاکراتو په اړه تاوده بحثونه روان دی .

په داسې حال کې چې زمونږ هيواد د شرارت مرکزونو را چاپير کړی دی ، نړيوال غواړی چې خپل ځواکونه پر شا کړی او امنيتی مسؤليتونه افغان ځواکونو ته انتقال کړی . د بهرنيو ځواکونو د تدريجی په شا کيدو او افغان ځواکونو ته د مسؤليتونو د انتقال د پروسې سره موازی د شرارت ، بنسټ پالنې او ترهګرۍ مرکزونه هم فعال شوی او د افغانستان د بيا ايل کيدو او لس کاله وړاندې دوران ته دبيرته ګرځيدو شوم پلانونه جوړوی .

د نړيوالو ځواکونو بېرته ګرځيدل له ډېرو اړخونو ښه کار دی ، خو په ډېره خواشينۍ سره چې د امريکا متحده ايالاتو او د هغو متحدينو د ژمنو سره سم د بنيادګرايي او تروريسم په اصلی مرکزونو پرېکنده بريدونه ونه کړل . د جنګ ابعاد او شکلونه د پخوا په څېر د پراخيدو په حال کې دی . د امريکا د متحده ايالتونو مشرانو او سياستوالو په وارو وارو څرګنده کړي وه چې دوی به بنيادګر او تروريستان ، هر چېرې چې وي ، تعقيب کړي او پرې به نږدی چې هغوی په ډاډه زړه پر افغانی او نړيوالو موخو بريدونه وکړي او په امن کې خپلو پټنځايونو ته ستانه شی . اوس د رنګارنګه سياسی او نظامی ملحوظاتو سره سره د امريکا د متحده ايالاتو جګ پوړی چارواکی ، په ځانګړي توګه د پنتاګون او سناء غوره څېرې په دې باور دی چې د تروريستانو د مرکزونو په هکله د افغانانو ټولې چېغې او نارې په حقه وې . دوی وليدل چې د پاکستانی واکمنانو د اوتو بوتو پر خلاف د القاعدې اصلی مشران په ډاډ سره د پاکستان د نظامی مرکزونو په ګاونډتوب او دهغه په سيوره کې ژوند کوي . دوی وليدل چې پاکستانی واکمنانو داکتر شکيل اپريدی د اسامه بن لادن د افشاءکولو په تور ځنځير او زولانه کړ او تر ننه د نامالوم برخليک سره مخامخ دی . د افغانی طالبانو په منځ کې د سؤلې پر خوا متمايل کسان په پاکستانی زندانونو کې وژل کيږی . ددې او سلګونو نورو انکارنه منونکو واقعيتونو سره سره بيا هم پاکستان ځان په سيمه کې د امريکا د متحده ايالتونو او لويديځ يواځينۍ او تعويض نه منونکی دوست او متحد بولي ، خو نور د پاکستان دوه ګوني لوبه او دوه مختوب ، د بنسټ پالنې او ترهګرۍ سره د سيمې او نړيوالې سؤلې پر ضد د هغه اړيکی کوم پټ راز نه دی .

له بلې خوا په سيمه کې د چين د ولسی جمهوريت ، هند او روسيې زياتيدونکی نفوذ او د اتمی کيدو له پاره ايرانی هڅې ، په دې سيمه کې د امريکا او لويديځ د حياتی ګټو د خونديتوب له پاره د هغو د دايمی حضور ايجاب کوي . له دی امله د امريکا متحده ايالات او د هغوی لويديز انډيوالان په دې هڅه کې دی تر څو پاکستان د بنسټ پالنې او ترهګرۍ له محوره خارج کړي او هغه په سيمه کې د خپل پخوانی متحد په څېر د ځان سره ولري . همدارنګه د پاکستان اتومی ارسينال چې تروريستان يې په څو کيلومترۍ کې ګرځی او راګرځی امريکا او متحدين يې د يوه سخت انتخاب سره مخامخ کړی دي .

خو که امريکا د افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو تر څنګ ، امنيتی تړون هم لاسليک کړی ، د پاکستان په اړه به د امريکا او متحدينو د موجودې اړتيا عمده برخه رفع شی او د پاکستان د آی اس آی د جنګی ماشين ماتولو ته به کوم چې په سيمه او نړۍ کې ، بنسټ پالنه ، ترهګری او ترينګلتيا خپروی ، زړه ښه کړی . خو که امريکا او لويديځ په سيمه کې داسې يو متحد چې دوه مخی پاکستان ور باندې عوض کړی ونه لری ، د لويديځ محافظه کارانه سياستونه به د پاکستان په هکله دوام ولری . طبيعی ده چې د پاکستان امريکا او لويديځ د اړيکو دوام، په پخوانۍ بڼه په سيمه کې د ناامنۍ او جنګ د دوام په مانا دی . البته د امريکاد متحده ايالاتو او لويديځ له مرستو څخه پاکستان د خپلې بقاء له پاره استفاده کوي او پاکستان خپله بقاء او برخليک د بنسټ پالنې او ترهګری سره تړلی دی .

ټوله نړۍ بايدپوه شی چې د يوې له هره اړخه پراخې ، سنجول شوی او ژورې ستراتيژۍ پرته د شرارت موخې په مختلفو کچو عملی کيدای شی . د شرارت مرکزونه غواړی افغانستان بيا د په خوا په نسبت د لا سختو او وحشيانه کورنيو نښتو او نړيوال تروريسم په مرکز واړوی . اوس چې د بنسټ پالنې او ترهګرۍ ښامار ژوبل شوی دی خو لا ژوندی دی ، لازمه ده تر څو له ټولو امکاناتو او وسايلو څخه ددې مصيبت د ختمولو او د افغان د ربړيدلی او کړيدونکی ملت د تراژيدۍ د پای ته رسولو د پاره ګټه پورته شی .

دمداخله ګرو ګاونډيانو اوږدو لاسونو ، زمونږ د هيواد د امنيتی ځواکونو کمزورتيا، په هېواد کې د يوې ناکاره او فاسدې ادارې موجوديت او د يوه دموکراتيک الترناتيف نشتوالی ته په کتو سره ، داسې انديښنې را پورته کيږی چې د امريکا په شان د يوه ځواکمن متحد له حضوره پرته ، مبادا زمونږ د هيواد څخه د نړيوالو ځواکونو تدريجی وتل د افغانستان د بيا تدريجی غرقيدو لامل نه شی .

له دې امله افغانان بايد له احساساتی او عاطفی قضاوتونو ډډه وکړی او د خپل هيواد د برخليک په هکله مسؤلانه او ژور فکر وکړی . افغانان دېرش کاله د جنګ په اور کې سوځی ، هېواد مو وران او خلک مو برباد شول . طالبانو د پاکستان په مرسته زمونږ هېواد په هديره واړاوه . افغان مېرمنې ژوندی په ګور وې . هېواد مو د تيږو د توږلو دوران ته ولېږدول شو . د هېڅ ډول راتلونکی په اړه فکر کېدای نه شو . زمونږ ماشومان له نېکمرغه راتلونکی بې برخې شوی وو .

دا د لمر په شان څرګنده ده چې افغانان په يواځې توګه د مداخله ګرو ګاونډيانو « زمونږ د مسلمانو ګاونډيانو » د پراختيا غوښتونکو سياستونو او تباهکارانه مداخلو مخه نيولای نه شی . همدارنګه زمونږ ولس په يواځې توګه د داخلی وسله والو ډلو ټپلو او په پردو پورې د تړليو کړيو د ورانوونکو هڅو او مافيايي جوړښتونو د تيريو د مخنيوی وس نه لری .

د نويمو کلونو د تنظيمی خونړيو نښتو او د « مسلمانو ګاونډيانو » د تباه کوونکو مداخلو د مخنيوی ، د سولې او امن د استقرار او د هېواد د پرمختيا او بيا جوړونې د پاره افغانان ځواکمنو متحدينو ته اړتيا لري . زمونږ په کړکېچ کې يواځې افغانانو نه بلکې نړيوالې ټولنې نقش درلود ، او د افغانانو او نړيوالې ټولنې د هر اړخيزو بې آلايشانه مرستو او ګډو هڅو په مټ دا کړکېچ حل موندلای شی . د امريکا په متحده ايالاتو د ترهګريزو بريدونو وروسته په دې لاره کې لومړنۍ هڅې پيل شوی دی . افغانستان د سياسی ، ټولنيز او اقتصادي ثبات پروسه پيل کړی ده او په دې برخو کې نسبي پرمختګونه نصيب شوی دی ، ددې لاس ته راوړنو د ټينګښت او دوام ، تعميم او پراختيا چارې د افغان ملت او زمونږ د باوري متحدينو په وړاندې ګډ او لوی چلنج بلل کيږي .

افغانانو تل ټولو ته د دوستۍ لاس اوږد کړی دی ، خو د مختلفو عواملو له امله زمونږ لاس چا نه دی نيولی . که زمونږ د هيواد د برخليک د پاره په دې حساسو او ټاکونکو شيبو کې افغانان وکولای شی چې د خپل هيواد د امنيتی او اقتصادی بسياتوب او خودکفايي له پاره يو ډاډمن او ځواکمن متحد پيداکړی او د يوه داسې جامع امنيتی تړون په چوکاټ کې چې زمونږ د ملی واکمنی د ټينګښت ، د ټولنيزې دايمی سولې او امن ، دوامداره ټيکاؤ ، اقتصادی زيربناؤ د چټکې ودې او دموکراتيکو بنسټونو د پراختيا سره مرسته وکړی ، په حقيقت کې به مو د وطن د مور په وړاندې خپله فريضه اداء کړی وی .

د افغانستان سياسی ګوندونه بايد د احساساتی او غير مسؤلانه پروپاګنډو د مخنيوی په موخه د ( ۲۵ ) مليونو څخه د زياتو بې ګناه افغانانو د برخليک سره برسېرن او سطحی برخورد ونه کړی . افغانی سياسی ګوندونو ، دولتی او سياسی شخصيتونو ته لازمه ده چې په لومړی ګام کې د وطنی مسألو په هکله نه ماتيدونکی يووالی او اتحاد نندارې ته کېږدي او په دوهم ګام کې د هېواد د سياسی استقلال ، ملی واکمنۍ ، ځمکنی بشپړتيا او ورته مسألو ته د تېرو وختونو د ۱۷ او ۱۸ پيړيو په عينکو کې و نه ګوري . د وختونو او واقعيتونو بدلون زمونږ د قضاوتونو او نتيجه ګيريو ، ارزونو او په ټوله کې د افکارو د بدلون غوښتنه کوي . آرمانی خبرې ښې او ښايسته ښکاری ، خو دردونه نه شی دوا کولای . مونږ د آزاديو لاپې وهو خو بېلې موقتي او تېريدونکو شيبو مونږ تل د لوږو ، بېکاريو ، محتاجيو ، قحطيو ، مرضونو ، جهالت، بې سوادۍ او خونړيو جګړو اسيران يو ! مونږ آزادی ګټلی شو ، خو ساتلی يې نه شو مونږ د پرمختګ د پاره اراده درلوده ، خو په دايمی توقف کې بندپاتې شوی يو ! آيا زمونږ ګران هېواد او همتی اولس کله د تاريخ په اوږدو کې د جاپان ، جرمنی ، جنوبی کوريا په څېر آزاد ؤو ؟

د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ امنيتی تړون بېلې شکه د متضادو دريځونو لامل کيږي . دا کاملا طبيعی ده . هغوی چې نن په واک کې دي له يوې خوا ، او هغوی چې غواړي واکمن شی له بلې خوا . خو د هېواد ښيو او کيڼو ، همدارنګه معتدلو ( سنتريست ) ځواکونو ته ښايی چې د سليم عقل لاره غوره کړي . هغه لاره په کومه کې چې ټولو ته د ګران هېواد افغانستان خير، د ربړيدلی افغان ولس نېکمرغی، د پيل شوی پروسې دوام او وده ، د لاس ته راغلو برياليتوبونو حفظ او سلامتيا، د سؤلې د ټينګښت ، قانون د واکمنۍ ، دموکراسۍ د تحکيم او تعميم او ټولنيز عدالت د تأمين چارې شوني وي . هر څوک پوهيږي چې په اوسنيو شرايطو کې نوموړو موخو ته رسيدل او همدارنګه د هيواد د امنيتی ځواکونو پر ځان بسياکيدل او د اقتصادی زيربناؤ د چټکې ودې او پراختيا ملی موخو ته رسيدل ، د يوه ځواکمن او ډاډمن متحد او مرسته کوونکی څخه غير، امکان نه لری .

افغانانو د ( ۳۵ ) کالو په جريان کې د « مسلمانو ګاونډيانو » پا کستان او ايران دريځونه د افغانستان د مختلفو مسألو په باب ښه تجربه کړی دی . اوس چې د امريکا د متحده ايالاتو او افغانسان تر منځ د ستراتيژيک امنيتي اتحاد پوښتنه را پورته شوی ده ، دواړه « مسلمان ګاونډيان » او په هغو پورې تړلی کړۍ په دوو څپيړو مخونه وهی او هڅې کوی ، تر څو د خپلو شؤوينيستی موخو لپاره د افغانستان سره د يوه ځواکمن هيواد د ستراتيژيک امنيتی تړون د لاسليک کيدو مخه ونيسی . دوی پوهيږی چې ددوی پراختيا غوښتونکی موخې د يواځې او بې دفاع افغانستان په وجود کې حاصليدلای شی .

افغان امنيتی تړون پر هيچا د بريد او ګواښ په منظور نه ، بلکې د افغانانو لخوا د خپلو ملی مصالحو په حکم د دفاعی موخو لپاره لاسليک کيږي .

هر څوک پوهيږی چې جنګ د ستونزو د حل لاره نه بلکې ستونزې نورې هم پيچلی کوی او دهغو حل لا زيات ستونزمن کوی .د طالبانو د واکمنۍ له تس نس کيدو وروسته ځينو کړيو

په عمدی ډول د بې ګناه خلکو په تورولو او آزارولو لاس پورې کړ ، تر څو د طالبانو په واسطه د واک له ګدۍ نه تر طالبانو د مخه واکمنۍ د پرزولو انتقام واخلی .

. ايران پلوه کړيو هم د طالبانو د ايرانی ضد دريځ او سعودی سره د دوستانه اړيکو له امله د طالبانو پر ضد د افراطی اقداماتو سره علاقه درلوده .دا او دې ورته نور عوامل ددې سبب شول چې د آی-اس آی او طالبانو پر ژرنده اوبه ورخوشی شی .

همدارنګه خلکو ته د جهادی ملوک الطوايفۍ پته لګيدلی وه چې په خواشينۍ سره دوهمه جهادی واکمنی د نړيوالو ځواکونو په سيوره کې پر خلکو وتپل شوه . دې او دې ته ورته چارو د طالبانو او د هغو د ملاتړو سره مرسته وکړه ، تر څو په د ننه او بهر کې د جهادی تالان څخه د متنفرو خلکو په منځ کې ، ځواکونه د مقاومت له پاره سره راټول کړی .

اوس چې نړيوالو د جګړې کرغيړنې پايلې وليدې او غواړی چې په تدريجی ډول خپل ځواکونه وباسی او امنيتی مسؤليتونه افغان ځواکونو ته انتقال کړی . مونږ بايد ددې پروسې ملاتړ وکړو ، خو داسې چې :

لومړی ـ د افغان د امنيتی ځواکونو ښوونه او روزنه ، دفاعی وړتياوې او قابليت د ځواکونو تر وتو د مخه بايد خپل تکاملی پړاوونه ووهي ، تر څو په خلکو کې د افغان امنيتی ځواکونو په اړه ډاډ او اطمينان پيدا شی .

دوهم ـ د ملی اردو ټولې تشکيلوونکی برخې لکه هوايی او د هوايي دفاع ځواکونه ، زغره وال او پياده ځواکونه ، توپچی ، راکتی قطعات او نور بايد ايجاد سمبال او وروزل شی .

دريم ـ افغان امنيتی ځواکونه بايد په لازمو سپکو او درنو عصري وسلو سمبال شی . پاکستان او طالبان ، همدارنګه ايرانی اخوندی رژيم د نړيوالو ځواکونو داسې وتل چې شا ته يو ځواکمن افغانی دفاعی سنګر پرې نږدي ، د بنسټ پالنې او ترهګری په وړاندې د نړيوالی ټولنې ماته بولی .

په داسې شرايطو کې د سولې د پاره خبرې آترې هم بې ګټې دی او د نړيوالو او افغان دولت له اغفاله غير بله مانا نه لری . خو که مونږ ځواکمن او ډاډمن متحد د افغان امنيتی ځواکونو تر څنګ ولرو او پر آی-اس-آی او ايران هم دوامدار ديپلوماتيک او اقتصادی فشارونه او همدارنګه ددې سره موازی نظامی فشار جاری وساتل شی ، تر څو پوه شی چې د مداخلو دوام د مداخله ګرانو لپاره په بې ساري بيه تماميږی ، بيا نو د سولې د پاره مذاکرات او خبرې آترې عملی پايلې لرلای شی .

د سولې او امن تأمين له دې مسألې څخه پيل کيږی چې د ژوند په ټولنيزو ، اقتصادی ، سياسی او فرهنګی ډګرونو کې بدلونونه منل کيږی او کنه ؟ که د بدلونونو سره دښمنی او نه پخلاتوب دوام ولری ، جنګ ممکن په اوسنی شکل کې ودريږی ، خو مرموز او خاموش داسې جنګ په طبيعی توګه دوام پيدا کوی چې پايلی به يې تر نننی جنګ هم خطرناکی او بګنوونکی وی . د سولې سرنوشت د بدلونونو د برخليک سره تړلی دی . نننی جنګ د بدلونونو په وړاندې د نږدې دوه سوو کالو را په دې خوا د دښمنی او مقاومت نتيجه ده . په اوسنيو شرايطو کې د ملی واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا ، د افغان وروڼو قومونو د يووالی ، د افغانستان د اساسی قانون د دموکراتيکو ارزښتونو څخه دفاع ، د افغان مېرمنو حقوقو او انسانی مقام ته درناوی ، د فکر او بيان آزادی ، د ښوونې او روزنې ، همدارنګه په اقتصادی ، اجتماعی او کلتوری برخو کې د بيا جوړونې له پروسې او موجودو لاس ته راوړنو څخه ملاتړ او ساتنه د افغان امنيتی ځواکونو او ټول ولس لپاره لوی چلنج بلل کيږي . له دې امله په افغانستان کې د افغان امنيتی ځواکونو تر څنګ د داسې يوه مرستندوی امنيتی ځواک موجوديت اړين ښکاري چې په فوق العاده حالاتو کې د افغان ځواکونو مرستې ته ور ودانګي .

بله مهمه خبره داده چې د سولې خبرې بايد د جنګ له اصلی ادرس سره وشی . پاکستان دا جنګ پيل کړی او تود کړی دی . پاکستان په ډاګه وايې چې د سولې مذاکرات د پاکستان له حضور نه پرته بريالی کيدای نه شی . الحق ! ځکه پاکستان د جنګ طرف دی . د جنګ د پای ته رسيدو له پاره مذاکرات د جنګ د يوه طرف په غياب کې اصلا مذاکرات نشی بلل کيدای . که پاکستان له جنګ او مداخلې نه لاس واخلی ، طالبان د پاکستان له ملاتړ نه غير جنګ ته ادامه ورکولای نه شی .

د امريکايی سناتور کارک کريک څرګندونې چې د نوموړی دفتر خپرې کړی وې او له هغه جملې نه د فرانس پرس اژانس ويلی وو چې (( سناتور د پاکستان د چارواکو ټولې خبرې دروغ بولی . دده په وينا د افغان دولت مخالفين د آی-اس-آی ادارې له خوا ملاتړ او جګړې ته هڅول کيږی .ده پاکستان افغانستان ته اصلی ګواښ بللی دی او ويلی يې دی چې د ۱۶۴۵ تنو امريکايی پوځيانو د مرګ مسؤليت هم د پاکستان د استخباراتی ادارې په غاړه دی . دی وايي چې ما پخوا فکر کاوه چې د پاکستان سره ستونزې بايد له ديپلوماتيکو لارو حل او فصل شی ، خو اوس زما باور تغير کړی دی .)) تر دې نور څه روښانتيا ؟

پاکستانی او ايرانی واکمنان يواځې د جنګ په ژبه پوهيږی . له دې امله يواځې د نړيوالې ټولنې دوامدار او زياتيدونکی هراړخيز فشارکولای شی چې پاکستان روغې او جوړې ته اړ باسی .

لنډه دا چې روغه او جوړه هغه وخت رښتينی روغه او جوړه ده چې د بدلون د پاره د پيل شوی پروسې ادامه تضمين شی . دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې پيل شوی او روان بهير له هره پلوه د يوه ځواکمن سياسی او نظامی حمايت او په سؤله د معتقد او باورمن اولس د ملاتړ څخه برخمن شی .

 

پای

 

 


بالا
 
بازگشت