افغانان د بهرنیو او کورنیو تو طیؤ په خونړي ګرداب کې

  ابو دانیال

په افغانستان کې د ناټوقوماندان وایي چې موږ په افغانستان کې د ننه د عملیاتو اجازه لرو ، خو له افغانستان څخه د باندې موږ ته د عملیاتو کولو اجازه نه شته .

ناټوقوماندان په داسې حال کې دا خبره کړې چې له یوې خوا امریکایان له یادو سیمو را ووتل ، او ویل یې چې نور په دغو سیمو کې زموږ د پوځونو شتون اړین نه دﺉ . بل لور ته پاکستان لا پخوا ویلي وو چې القاعده او طالب مشران په افغانستان کې دي ، او د اسامه بن لادن په اړه یې ویل چې په کونړ او نورستان کې دﺉ . خو هغه داسې نه وه . د امریکې شک پرې زیات شو ، چې آخر یې د خپل استخباراتي څراغ پر مټ اسلام آباد ته نږدې په اېبټ آباد سیمه کې پوځي چاوڼۍ ته نږدې وموند ، مړ یې کړ ، او مړی یې له ځانه سره وېوړ .  ویل کېږي چې کېدی شي ملا فضل الله د امریکې او انګرېز په پټه قومانده د ډېورنډ کرښې ته نږدې را وړل شوی وي تر څو د امریکې د بې پیلوټه الوتکو مخ په دې تور سره له پاکستان څخه بېرته افغان سیمو ته ور واړوي . پاکستان پر وزیرستان باندې د بریدونو په اړه له امریکې سره پټ قرار داد ځکه لاسلیک کړی ؤ چې آزادو قبایْلو ته بهانې پرې ولټوي ، ترڅو په راتلونکې کې د پنجابي ادارې په وړاندې د مقابلې جوګه نه شي . همدا یې د آزادو قبایْلو د مهارولو ښه پلمه ځانته پرې جوړه کړې . خو په دې پلمه له شانه د تېر یوه کال را په دېخوا د پاکستاني پوځ له خوا پرافغان خاوره ښکاره پوځي بریدونه روان دي ، چې د کونړاونورستان سرحدي خلک یې شهیدان ، ژوبل اوکډه کېدو ته اړکړل ، او تر نن پورې یې خپل عملیات پرې جاري ساتلي . د افغان سرحدي قواوو پخواني قو ماندان جنرال امرخېل څوڅو ځلې له مرکزي حکومت څخه د ځوابي قوماندې او مرستې غوښتنه وکړه ، خو د وخت مخکیني داخله او دفاع وزیران هم د ځینو ملي ، سیمه ییزو او نړیوالو نزاکتونو له مخې چوپه خوله وو ، او هېڅ یې نه ویل . آیساف ځواکونوهم خپله بې خبري ښووله . ؤلسي جرګې امنیتي مشران ګرم بلل . خوګاونډي پاکستان د ننګرهارد ځینو سیمو اوسېدونکو ته د وتلو اوسیمې پرې ښودو ګواښونه وکړل . د زابل ، پکتیکا او خوست سرحدي سیمې خو یې لا له وړاندې د جهاد پر مهال لاندې کړې او (۵۰) کیلو متره د افغانستان په خاوره کې د ننه یې خپلې تاڼې په کې جوړې کړې دي . په ځاځي میدان سیمه کې یې هم د افغانستان په خاوره کې د ننه تاڼې جوړې کړې دي . د کرښې دې غاړې ته یې ځینې افغانان پاکستانۍ تذ کرې اخیستو ته هم اړ کړي دي . ځانمرګي هم تراوسه پورې پاکستانيو استخباراتوافغانستان ته رالېږلي چې په مکتبونو او مدرسو کې یې ښوونکي او زده کوونکي پرې شهیدان کړل . په جوماتونو کې یې ملا امامان او لمونځ کوونکي په شهادت ورسول ، په کلیو او بانډو کې یې بې ګناه سپین ږیري ، بوډاګان ، ښځې او ماشومان شهیدان کړل ، په دفترونو او د کار روزګار په ځایونو کې یې ډاکټران ، انجنیران مأ مورین او غریبکاران په شهادت ورسول . خو پاکستاني ملایان او سیاستوال اوس هم په کمپونو کې مهاجرو افغان ځلمیانو ته پېغورونه ورکوي او جهاد ته یې هڅوي چې ولې لکه جینکۍ په کورونو کې ناست یاست ؟ او په ډېره سپین سترګۍ په مېډیاوو کې وایي چې همدا اوس ( ۳۵۰۰ ) ځلمیان د ځانمرګي بریدونو له پاره را جستر په لمبر ولاړ دي . خو دا نه ورته وایي چې جهاد لومړې په پاکستان کې فرض عین دﺉ ، ځکه چې د پاکستان سیاسي نظام او ټولنه له داسې انګرېزي کفر او اسلام ضد عقایْدو او بد اخلاقیو څخه ډکه د ه چې د اسلام له یوه اصل سره هم سر نه خوري . او دا هم نه ور ته وایي چې د پاکستان په څلورو صوبو کې اکثره سترې دیني مدرسې د (سي آی اې ) له خوا اکمالېږي . غټ مهتممین یې له بهرنیو استخباراتو لوړ معاشونه اخلي . دا خبرې دوه کاله وړاندې د (سي آی اې ) ریْس خپله افشأ کړې ، او ویل یې چې موږ له تېرو پنځوسو کالو را هیسې د پاکستان سترې دیني  مدرسې اکمال کړې دي .

په کورنیو او بهرنیو استخباراتو پورې تړلي پاکستاني ملایان او انګرېز جوړکړی د توپ ډنډې پخوانی کفتان عمران خان خو د انګرېزي آرشیف د دسایْسو له پلان شوي جلد څخه په افغانستان کې جهاد روا بللی ، خو دا یې نه دي ویلي چې پاکستاني حکومت او مذهبي ګوندونو ټولو هغه وخت چې روسانو پر افغانستان باندې پوځي یرغل وکړ ، پاکستاني حکومت او رعیت دواړو د همدغه امریکې اوانګرېز پرمټ چې همدا اوس په افغانستان او پاکستان کې ددوی له برکته حضورلري ، پردېوالونو باندې دا شعارونه  لیکلي وو چې : (( جهاد افغانستان ـ دفاع پاکستان )) . نو اوس ولې بیا جهاد په افغانستان کې فرض ، او خپل هېواد بالاتشبه ترحرمینو شریفینو هم پاک او بریءالّذمه بولي؟ په داسې حال کې چې د پاکستان دواړه ملاتړي ( امریکه او انګرېز ) په افغانستان او پاکستان دواړو کې پراته او پوځي اډې لري . او امریکه ، انګرېز او ملاتړي یې د پاکستان له خوا افغانستان ته راغلل . ځمکنۍ او هوایي لاره یې ورکړه . د طالبانو همغه حکومت یې پرې ړنګ کړ چې دوی خپله د انګرېز او امریکې په دستورجوړکړی ؤ . او له تېرو (۱۱) کالو یې ځینې افغان ملي دفاعي شتمنۍ  په خپله ، څه یې پرناټو ځواکونو او پاتې یې له افغان دولت سره په جګړه کې له منځه یوړې . د طالب رژیم ځینې افغانان یې خپله مړه او بندیان کړل ، اوځینې یې امریکایي زندانونو ته ورحواله کړل . څه چې پاتې شول ، هغوی یې په خپلو کې پرڅو امریکایي ، انګرېزي او پاکستاني کته ګوریو سره ووېشل ، چې هره ډله یې د اړوندو دولتونو د جاسوسي شبکو له خوا تر اوسه پورې د افغان دولت د بې ثباته کېدو او سقوط په خاطرتمویل او اکمالېږي .

استعمارچیانو یو ځل افغانان د خپل تسخیر په خاطرپه دهري او اسلامي کته ګوریو سره بېل کړل ، چې هره برخه یې له بېلو خواوو بېله بېله تمویولوله. بیا یې جهادیان په خپلو کې سره وجنګول ، د افغانستان ملي اردو او ټولې جنګي سپکې او درنې وسبلې یې ور باندې له منځه یوړې . ترڅو طالبانو ته یې لاره پرې خلاصه کړه ، پر طالبانو یې یواځې پښتون قام بې وسلې کړ .  وروسته یې خپل اشغال ته پلمه پرې جوړه کړه ، چې ترننه پورې یې یرغمل ، بې وسلې او بې واکه له ځانه سره داسې ساتلي چې په سرحدي سیمو ، غرونو ، کلیو او بانډو کې یې د بلک واټر طالبان ور ته کېنولي ، او د هېواد په شمال او حکومت کې یې اپوزیسیون ورته ځای پرځای کړی ، مالي سرچینې اوملاتړ هم ور سره نه شته . او د افغانستان او سیمې په تړاو انګرېز ، امریکې او پاکستان د خپلې پټې در واغجنې سترا تیژۍ په اړه تراوسه پورې درواغ ویلي . ځکه چې القاعده ، طالب او ترورېزم له پېله ترننه پورې په پاکستان کې شتون لري . پاکستان لومړی له همدغې القاعدې څخه خپل مالي ملاتړ له عربي شېخانو ترلاسه کاوه . د افغانستان ملي زعامت یې ور ړنګ ، طالبان یې پرې جوړ، افغانستان یې د طالبانو پرمټ پرې بې وسلې او اشغال کړ. پښتون او ټوله پښتونخوا یې د طالبانو په سیاسي ، مذهبي او پوځي کردار بدنامه کړه . پاکستان د شمال د ملېشو ننګه  د پښتون قام د ځپلو په خاطر وکړه ، ځکه چې د ټلوالې مشرانو د ډېورنډ د کرښې په رسمیت پېژندل ورسره منلي دي . په همدې خاطر امریکې د خپلې سترا تیژۍ له مخې د پاکستان په خوښه  طالبان له شمال څخه د افغانستان جنوبي سیمو ته ور ټېل وهل ، بېرته یې له سره پرې جوړ کړل ، د وسلې پرځای یې انتحاري واسکټونه ور واغوستل ، او د افغان نظام او ؤلس دوه کلنه د آرام سا یې بېرته ترې واخیسته . په با امنه سیمو کې یې نا امنۍ جوړې کړې .انګرېز او پاکستان د خپلو نیکونو کسات او بدلې ترې واخیستلې . همدا سږ کال کله چې د پاکستان لومړی وزیر راجه پروېزاشرف ، د کورنیو چارو وزیره حنا رباني کهر او د استخباراتو ریْس ظهیرالاسلام افغانستان ته سفرونه وکړل ، د شمالي تلوالې له ځینو مشرانولکه ډبل عبدالله ، امرالله صالح ، ضیأ مسعود ، احمد ولي مسعود ، یو نس قانوني او ځینو نورو سره یې وکتل ، او پاکستان ته د ورتلو بلنه یې ورکړه ، علت یې دا ؤ چې پاکستان له دوی سره د استاد برهان الدین رباني په څېر ژمنه کړې وه چې دوی به په کابل کې قدرت ته رسوي . د فدرالي کېدو ننګه به کوي ، پښتانه به ورته وهي . او دوی یې په بدل کې ژمنه ور سره کړې د ه  چې د ډېورنډ کرښه به په رسمیت پېژني . چې پاکستان لا دمخه پرخپله دې سترا تېژۍ باندې کار کړی دﺉ . خو امریکې هسې په پردۍ دُښمنۍ کې ځان ورسره لتاړکړی . په پاکستان کې د انګرېز پخواني سفیر د مجاهدینو په صفوفو کې د نفاق درزونه واچول . د پېښور د څمکنیو سیمې په عمر فاروق لېسه کې یې د جهادي مشرانو وحدت سره دړې وړې کړ، چې زمرک یاسر د انګرېز د سفیر دغه منافقانه کردار په پبي جومات کې د ماښام د لمانځه پرمهال افشأ کړ. او د امریکې سفیر( پیترټامسن ) بیا له خیبر پښتونخواه تربلوچستان صوبې پورې د مجاهدینو ترمنځ د پاکستان د حکومت په پټ ملاتړ د قیامونو خپلې پټې استخباراتي لوبې پرمخ وړلې . چې ښکاره بېلګې یې موږ د طالبانو ناڅاپي تحریک او په افغانستان کې د افغان جهاد نما خادستانو په لاس د جهادي لاسته را وړنو بدنامول او مسخ کول په ګوته کولی شو.

اوس چې په (۲۰۰۱) میلادي کال کې په افغانستان کې د طالبانو شیعه ضد حکومت ړنګ شو . له تېرو یوولسو کالو را هیسې د ایران او پاکستان پټو او ښکاره لاسوهنو ته لاره خلاصه د ه . او په دوستۍ کې یې افغانانو او افغان حکومت ته خنجر تر شا نیولی ، او له شانه ور باندې بېرحانه پرله پسې سیاسي ، نظامي ، کلتوري او اقتصادي مرګوني ګوزارونه کوي . چې په دغه سیمه ییزه لوبه کې د امریکې ، انګرېزاو پاکستان  سترا تیژي ټوله سره یوه ده . ترورېزم یې پلمه ده ، هدف یې آسیا میانه ده . چې د سیمه ییزو پټو سیالیو پر سر د ایران ، روسیې او چین هم ور سره لانجه ده . او موږ ته په کې جوړه کیسه ده . خو په امریکه کې د سمندري ناڅاپي توپان پېښې د اوباما د انتخاباتي کمپاین مخه په سلو کې (۸۰٪) داسې ډپ کړې  چې اوس هغه په دغه یوه دوو ورځو کې نه شي کولی په آسانۍ سره د یو ناما له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې ګوتې ووهي ، د افغان حاکمیت مشروعیت ترسوال لاندې راولي ، او د افغانستان ملي ګټې د خپلې استفادې په خاطر پاکستان یا روسیې ته ور ډالۍ کړي ، او خپل تو پان ځپلي خلک پردې قانع کړي چې زما حکومت په افغانستان کې د ترورېزم په نامه جګړې کې دغه یا هغه لاسته راوړنې لرلې ، او تاسې بیا ماته رأیې را کړۍ . ځکه توپان ځپلیو امریکایانو خپلې ټولې اقتصادي زېربناوې او شتمنۍ له لاسه ورکړې . هغوی بېرته خپل عادي ژوند غواړي ، چې د اوباما حکومت یې هېڅکله هم نه شي ورته برابرولی . اوس امریکایي چارواکي دداسې دوه لارې پر سر ولاړ دي چې نه د توپان ځپليو امریکایانو رأیه ترلاسه کولی شي ، که یې تر لاسه هم کړي ، نو نیمګړې به وي . او نه په سیمه کې د افغانانو ملاتړ پرې خپلولی شي . ځکه اوباما د امریکایانو مالیې او د افغانانو باور دواړه په بډ ه وهلي دي . او انتخاباتي سیال یې بیا پښتانه ترورېستان وبلل . پر مرګ ژوبله یې ټینګار وکړ . او له پاکستان او اپوزیسیون څخه  یې خپل ملاتړ څر ګند کړ . او دا خپله د (۷۰ ) مېلیونه لر او بر پښتنو سره لویه دښمني ده چې د امریکایانو شوم له کرکې او دښمنۍ څخه ډک نیت په ګوته کوي . بل دا چې که چېرې جمهوري خواه رامني بر یالی شي . نو پر ایران باندې به حمله وکړي ، او افغانستان به هم داسې ور سره خراب شي لکه امریکې چې پرعراق باندې حمله وکړه ، اوافغانستان ته یې شا ور واړوله ، او افغانستان خراب شو . نو که پر ایران باندې هم حمله وکړي افغانستان به هېر کړي ، اوتر دې به هم بد تره حالات په کې را څرګند شي . خو که اوباما بر یالی شي ، نو پر پاکستان باندې به خپلې حملې جاري وساتي . ولې بیا به هم د افغانستان په اړه د امریکې بهرنۍ پالېسي رڼه او شفافه نه وي . په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې به معاملې ، جګړې او تجزیې ور سره روانې وي . ځکه د امریکې ملي سترا تیژي د نیواک په سیمو کې همدغه ده .

خو اوس چې انګلیس په دوبۍ کې خپله پوځي اډه جوړوي ، او پر مختللې جنګي الوتکې په کې ځای پر ځای کوي ، امریکې بیا سعودي عربستان ته (F-22) او نورې امریکایي پرمختللې جنګي الوتکې پر ایران باندې د اسرا اْیلو له خوا د احتمالي هوایي برید په خاطر ورکړې . له بل پلوه امریکې تصمیم نیولی چې په پنځلسو دقیقو کې د ایران ټول اتومي او اقتصادي تأ سیسات له منځه یوسي ، ځکه امریکه پرخپلو ( B-2 ) پرمختللوهغو (۲۰) جنګي الوتکوچې هره یوه یې خپله امریکې ته په (دوه نیم میلیارده ) ډالرو تمامه شوې ، د هوایي او ځمکنیو اتومي بریدونو سیستمونه لري ، او پرته له امریکې بل څوک دا ډول الوتکې نه لري ، او پرخپلوهغو (۸۰) جنګي لویواوبتلیزو بېړیو نازېږي چې هره یوه یې ( ۱۱۰ ) الوتکې لري . خو په عین وخت کې امریکه ښايي پر ایران ناڅاپي برید وکړي ، اود اسرا ایْلو له حملې سره مخالفه ځکه ده چې ایران به ټول منځنی ختیځ د ایران په متقابلو بریدونو کې وسوځوي ، جګړه به دوام وکړي . او امریکه به خپل اهداف په کې له لاسه ور کړي .  روسیه ، چین او د سیمې نور هېوادونه به په کې ښکېل شي ، چې د ایران هدف هم همدغه دﺉ . ولې که امریکا پر ایران باندې حمله وکړي ، نو ددوی په آند به جګړه په څو دقیقو کې ژر ختمه شي . خو داسې هم نه ده . افغانستان او سیمه به ور سره خرابه شي . ځکه امریکه او ملګري یې په افغانستان کې پوځي حضور لري . ښایي د افغانستان خاوره په زور سره وکاروي . او ایران به د روسیې او شمالي کوریا سکاټ توغندي پرناټو پلوه سیمو ور و توغوي ، درېیمه نړیواله جګړه به ونښلي ، اودا سیمه به د پر مختللي اتوم په لمبو ، لوګیو ، تاو او بوی کې  توره ایره شي . ځکه په دوهمه نړیواله جګړه کې هم امریکې د آسیا پرختیځو سیمو خپل اتومي مأموریتونه ترسره کړي ، خو دا پلا یې د آسیا سویْل لوېدیځې او منځنۍ برخې ته په زړه کې دي .

امریکې او انګرېز په افغانستان کې خپلو دغو موخو ته د ور لنډېدو په خاطر یوه بله نخره هم په لاره اچولې ، او هغه دا چې په دې یوه میاشت کې ترشلو ډېرو افغان جهادي قوماندانانو او نوروغرضي عناصرو د امریکې له سفارت او ځینو نورو بهرنیو استخباراتي او دیپلو ماتیکو کړیو سره کتلي ، او خاص هدایتونه یې ترې اخیستي ، ترڅو تر (۲۰۱۴ ) میلادي کال پورې ددې جوګه شي چې له افغان حکومت څخه یا قدرت ترلاسه کړي ، او یا هم لږ تر لږه په اتو ټاکل شویو سیمو کې د فدرالي کېدو بنسټونه ور باندې کېږدي . او کېدی شي اسماعیل خان د همدې له پاره په هرات او اړوندو سیمو کې په خپل نظامي حضور ښکاره کولو او سر تاسري جهادي شورا جوړولولاس پورې کړی وي . ځکه چې امریکایي او انګرېزي چارواکي اوسني افغان حکومت ته د شک په سترګه ګوري .

د اوتاوا غونډې ته د ډبل عبدالله او امرالله صالح په ور بلل کېدو کې هم ښایي د لندن او اسلام آباد لاس وي . ځکه کاناډا تراوسه پورې د مستعمرې په توګه د انګرېز خبرو ته غوږ ږدي . خو دا وړۍ به هېڅکله هم شړۍ نه شي . ځکه چې امریکه او ملګري یې په افغانستان او سیمه کې بې ثباتي ، نا امني ، د سیمه ییزو زېرمو لوټول او د افغان خاورې کارول غواړي ، او افغانان بیا ملي یو والی ، امنیتي ثبات ، ښه نظام ، بیا رغونه ، ښې انساني دیپلوماتیکې اړیکې ، ښېرازه ژوند ، هوسا ینه ، بسیا کېدل ، ښه راتلونکې اوخپلواک برخلیک غواړي .

لنډه دا چې د ټولوافغانانوپه استازیتوب زه پرامریکې او متحد ینو یې غږ کوم چې تاسو به په سیمه کې د خپلو موخو ترلاسه کولو له پاره افغانستان اشغال کړی وي . موږ ستاسو د نړیوالو اهدافو مخالفت نه کوو  . خو شرط په کې دادﺉ چې د خپلو اهدافو له پاره افغانستان او د افغانانو روا ملي حقوق او ګټې مه قرباني کوۍ . افغانستان ړنګ کړي هم تاسو دﺉ . اوس یې بیا رغونه او د خاورې تمامیت هم ستاسو پرغاړه دﺉ . ځکه هغه مهال چې په تېرو دری نیمو لسیزو کې د افغانانو او افغانستان د هراړخیز تخریب او ړنګولو چلونه درتلل ، نو اوس یې د ښې راتلونکې او روغ ملي برخلیک د جوړولو چل ولې نه درځي ؟!!!.....نړیوال او د سیمې مداخله ګرحکومتونه دې ځانونه ناګاره نه اچوي ، او افغانانو ته دې د داسې ناپوهانو اټکل هم نه کوي چې ګني دوی به د اشغالګرو په پټو توطیؤ نه پوهېږي . افغانانو له پېله د استعماري نړیوالو او سیمه ییزو کړیو ټول حرکتونه څارلي ، او ګام په ګام یې ددوی د ناوړه تغذیو دقیقې څېړنې او محاسبې تر سره کړې دي . یو وخت راتلونکی دﺉ  چې افغانان به د خپلو ټولو مرګ ژوبلو او وراړول شویو مالي او ځاني تاوانونو او منقولو او غیر منقولو ملي شتمنیو ټینګه پوښتنه د سیمې او نړۍ په کچه را پورته کړي .

 

 


بالا
 
بازگشت