ؤلس د لس کلونو مرستو شفاف حساب کتاب غواړي

    مُبصر

د مالیې وزارت دې ژر تر ژره له پېله تر ننه پورې د خپلو ټولوعایداتي او مرسته شوو بودجو آمار او ارقام ځکه اعلان او ملت ته وښیي چې دولت او بهرنیانودواړو د خپلمینځي جوړ جاړي اوشخصي  معاملو له مخې د افغانستان د بیا رغونې او جوړېدو په پلمه وروسته له هرنړیوال کنفرانس څخه د ترلاسه شوو ژمنو بهرنۍ مرستې یا خو په خپلو کې سره وېشلې او یا یې هم له یو بل څخه غلاکړې دي . خو ترڅنګ یې دولتي چارواکو په ځانګړي ډول د کورنیو عایداتو په خورجینو کې خولې ښخې کړې ، او ترننه پورې یې په یوه او بله پلمه خوړلي دي .

کومې بهرنۍ مرستې چې د نړیوالو کنفرانسونو اوسترو استثماري کمپنیواو دونرانو څخه ترلاسه شوې او د ( ان جي او ) ګانو ، ( پي آر ټي ) ګانو ، بهرنیو پوځیانو او افغان حکومت له خوا په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ جوړولو ، بیارغونې ، پرمختګ او ښه امنیت راوستو په پلمه لګېد لې دي ، هغه هم رڼې نه دي . ځکه ژمنه شوې مرستې په افغانستان کې د سم سمکي او ټیکاو را وستو په پلمه د یادو آدرسونو ترمینځ ورکې او افغانستان ترننه پورې همداسې وران ویجاړ پاتې شو .

اې په کور د ننه ، او له کوره دباندې خورو ورو افغانانو !

تاسو خپله د امریکایي او انګرېزي چارواکو دغه ډول کارونو ته وګورۍ غرب کله ناکله داسې را پورونه هم خپاره کړل چې ګواکي امریکې په افغانستان کې څه د پاسه (۵۹۰) میلیارده ډالرلګولي ، چې په هغو کې تر (۸۰) میلیارده ډالرو زیاتې پیسې افغان حکومت ته ورکړشوې دي . په حکومتي دستګاه کې د ننه اداري فساد موجود دﺉ . ځکه چې کاري ظرفیتونه اوپوتنشیل په کې نه شته اوکاراهل کارته نه دﺉ سپارل شوی . خو افغان حکومت بیا تل د هغوی دا ادعأ رد کړې او ویلي یې دي چې نړیوالې ټولنې موږ ته یواځې (۲۲) میلیارده ډالر را کړي چې په هېڅ ډول زموږ د حکومت اړتیاوې نه دي ورباندې پوره شوې . آن تر دې چې د افغانستان په اړه د لومړي او دوهم بن ، توکیو ، برلین ، لندن ، پاریس ، کابل  او امریکې د غونډو ژمنه شوې پیسې هم غربیانو په خپلو جیبونو او بانکونو کې واچولې ، او افغان حکومت ته یې هېڅ نه دي ترې ورکړي . حکومت  څو څو ځلې ادعأ کړې چې زموږ ترڅنګ نړیوالو د ( ان جي او ) ګانو او ( پي آرټي ) ګانو په نوم یو بل داسې موازي حکومت جوړ کړی چې له یوې خوا یې بې وزله افغانان پرخپل حکومت باندې بې باوره کړل  او ورته ویل به یې چې موږ د خپلو ( پي آر ټي ) ګانو او ( ان جي او ) ګانو په لاس ستاسو سره مرستې کوو ، بیا رغونې درته کوو . خو پیسې به یې پرداسې کارونو لګولې چې پخوا به افغانانو هغه کارونه په حشر باندې ترسره کول . داسې بنسټیزې پروژې یې افغانانو ته نه دي پرې جوړې کړې چې په افغانستان کې تولید ورباندې وشي ، افغانستان خود کفا شي ، او د بې کیفیته ګاونډي تورید مخه پرې ونیول شي . ( یوولس ) کاله یې افغانانو او افغان حکومت ته بازي ورکړه . ځکه (ان جي او ) ګانو او ( پي آر ټي ) ګانو ایله خپلو ځانونو ته د لوړو کرأیو لکس کورونه ، لکس موټران ، لکس دفترونه او لوړمعاشونه په خپله خوښه ټاکلي . د کرېسمېس رخصتۍ په بالي غوندې تفریحي ځایو نوکې تېروي . دونرانو هم پیسې همدغه ډول خلکو ته ورکړي . د بېلګې په ډول یوعادي امریکایي عسکر په افغانستان کې د میاشتې (۴۰۰۰۰ ) ډالرمعاش لري ، د کال یومېلیون ډالره اخلي ، که زخمي شي (یو مېلیون ډالره ) او که مړ شي (دوه مېلیون ډالره) د هغوی کورنیو ته د افغانستان له مرستو خونبهاْ ورکول کېږي . دا خبرې خپله غربي رسنیو افشأ کړې دي .      

افغان څېړونکو بیا د افغان حکومت دا ادعأ پرځای بللې اوزیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د ټولو بهرنیو مرستندویه مؤسسو سرچارواکو له نړیوالو دونرانو سره لاس درلود چې د مرستو ډېره برخه یې د خپلو اعتمادي کسانو په نوم هغوی ته ورکړې . خوغربي څېړونکو او شنونکو بیا ویلي چې د غرب دغو باوري پوځي او نا پوځي کړیو د افغانستان د بیا رغونې په نوم ټولې پیسې پرخپلو پوځیانو ، لکسو موټرونو ، تفرېحي سفرونو او نورو استخباراتي کارونو ترسره کولو باندې ولګولې او یایې هم غلا کړې او شخصي جیبونو او بانکونو ته لوېدلې دي . ځکه کله چې د نړیوالو سیالو خواوو تر مینځ د سیمه ییزو ګټو پر سر څه فکري تاو تریخوالی سره را غلی ، نو بیا یې په خپلو کې خبره مېډیاوو ته ایستلې ، یو بل یې سره افشأ کړي ، او د پیسو هغه آمار او ارقام او خپلمنځي پټې خبرې یې افغانانو او نړۍ ته ور په ګوته کړي چې هډو به څوک ترې خبر هم نه وو .

د بېلګې په توګه : کله چې نړیوالو ځواکونو افغانستان اشغال کړ . افغانستان یې پر ( ۸) سترا تیژیکو پوځي زونونو په خپلو کې سره ووېشه . انګرېزي پوځیانو خپل ځانته هلمند ولایت په کې خوښ کړ. ځکه هلته د هېرویْینو قافلې او خامو یو رانیمو زېرمې دوی په کې ترسترګوکړې وې . خو د ( سي ای اې ) مأمورینو ته د انګرېزانو دغه پټه غلا ورمعلومه وه ، چې بیا یې افشأ کړه . دغو مأ مورینو ویلي چې د دوو میاشتو په موده کې انګرېزي ځواکونو د (۲۵) میلیاردو ډالرو په ارځښت خام یورانیم د هلمند له دیشو ؤلسوالۍ څخه د هوا له لارې وړي دي . له همدې امله یې امریکا مخه ډپ او خپل مخالفت یې ورسره وښود . خپل لس زره پوځیان یې په هلمند کې ځای پر ځای کړل . او انګرېزانو ته یې له هلمند څخه د وتو امر وکړ . خو دا مخالفت یې د افغانستان د ګټې په خاطر نه ، بلکي د خپلې ګټي په خاطر ؤ . ځکه انګرېزي پوځیانو به په شین رنګو ښېښه یي باډیو لرونکو هلیکوپټرو کې په ټنونو هېروْیین او خام یو رانیم خپل هېواد ته د سمندر له لارې ترې وړل . چې پېرنګي شاهزاده ګان هم د همدغې پروژې د دوام په خاطر هلته ورغلي دي ، او دا بیا انګرېزانوافغان دولت او ملت ته یوه بله پټه ضربه ور رسولې ده . ځکه دوی چې په دوو میاشتو کې د (۲۵) میلیاردو ډالرو په ارځښت خام یو رانیم وړي ، نو په تېرو (۱۱) کالو کې به یې څومره یورانیم او هېروْیین له افغانستان څخه وړي وي ؟ ولې انګرېزي استخباراتو بیا د (سي آی اې ) ددې افشأ ګیرۍ په ټس کې نړۍ او افغانانو ته د امریکایي پوځیانو له هغو لګښتونو پلو پورته کړی چې په کې ویلي یې دي : په افغانستان کې یو امریکایي عادي عسکر د کال ( یو مېلیون ) ډالره معاش له افغانستان سره د مرسته شوو پیسو څخه اخلي ، د هر وژل شوي عسکرخپلوانو ته له همدغو پیسو څخه دوه مېلیون ډالره خونبهأ ورکوي . همدا رنګه امریکې او نورو غربي هېوادونو د خپلو موخو له پاره پر افغان دولت خپل خپل کسان ور تپلي ، هغوی چې په افغان ادارو کې هر ډول مالي ، امنیتي او اخلاقي فساد جوړ کړي ، هغوی ته د نوبل جایزې ورکوي او بیا یې د ژوبلو پړه پر افغان دولت ورغورځوي .

دغو انګرېزي استخباراتو د بلک واټر له هغو امنیتي قراردادي کمپنیو څخه هم د پاکستان له لارې پرده پورته کړه چې له امریکایي پوځي چارواکوسره یې لومړی په افغانستان کې په (۴،۵) مېلیون ډالرو ، او په عراق کې په (۲۷) مېلیون ډالرو پټې معاملې کړې وې او موږ یې ښکاره بېلګې په کابل کې د (ایدیما) خپلسری زندان ، او د لویو لارو غلاوې ، وژنې او سړي تښتونې . په پاکستان کې په خاصو عملیاتو اوعلمي مرکزونو کې د هغوی پټ فعالیتونه . او اوس په افغانستان کې د (۲۰۱۴ ) میلادي کال په رارسېدو سره د ځوانو رهبرانو په نوم فعالیتونه چې د ( افغانستان ـ ۱۴۰۰)  په نوم یې څو ورځې وړاندې ګوند هم د ؤلسمشر کرزي د شړل شوي ویاند ( وحید عمر) په خوله اعلان شو ، او بلک واټر اوس د کابل د هوایي ډګرترڅنګ له خلکو ځمکې را نیولې او لویې لویې ودانۍ یې په کې جوړې کړې دي ، غواړي له (۲۰۱۴) وروسته که چېرې ؤلسمشر کرزی پرامنیت ساتلو ونه توانېږي . دوی به را وړاندې او پښتانه ځوانان به په ظاهره د طالب ضد ګړېو په نوم را وټوکوي او امنیتي واک به په لاس کې واخلي . خو اې بیدو ، بې سره ، بې مشره ، خورو ورو او در په دره افغانانو ! پام چې د امریکا اصلي موخه په افغانستان کې د بلک واټراوځوانې رهبرۍ له لارې د کورنۍ جګړې زیاتول او تودول دي . ځکه همدا اوس په نورستان کې تر (۸۰۰۰) زیاتو نا پېژندل شویو کسانو ته داسې خطر ناکې وسلې ورکړشوې چې په سیمه کې له بل چا سره نه شته . چې پر دې سره کېدی شي په بدخشان کې د اسماعیلیه فرقې د مشرآغاخان پروژه او په منځنۍ آسیا کې د امریکایي اقتصادي کمپنیو پروژې پیل شي . خو قربانیان به یې افغانان او افغاني خاوره وي . د بلک واټر کارکوونکو اوس کلیو او پوهنتونونو ته لاره موندلې ده . ترڅود خپلې دې پروژې د پر مخ بېولو له پاره د پښتنو ځوانانوذهنیتونه ور واړوي .  

بلخوا په دې تېرو څو ورځو کې د امریکا په دستور د شفافیت نړیوال سازمان یو را پور خپورکړی چې په هغه کې یې افغانستان د سومالیې او شمالي کوریا ترڅنګ پر فساد ککړدرېیم هېواد بللی . امریکایانو افغانستان ځکه د نړۍ له درېیو یو ترټولو لوی پرفساد اخته هېواد یاد کړی چې افغان ؤلسمشرحامد کرزي له امریکایانو او ناټو نه د خپل هېواد امنیت ، د ملي اردواوملي پولیسوتعلیم اوپرعصري وسلو تجهیز، بیا رغونه او له بګرام او نورو امریکایي اډو څخه د امریکایي زندانونو تړل او بندیان یې افغان دولت ته سپارل اوخپلسري عملیات بندول غوښتي او زیاته کړې یې ده چې زموږ په هېواد کې د پردیو زندانونو شتون د افغانستان ملي حاکمیت ته ستر ګواښ بلل کېږي . خو امریکا پرخپلو ژمنو نه ده ولاړه او وایي چې موږ به خپلسري عملیات هم کوو ، خلک به هم نیسو ، ځکه دا زموږ د جګړی یو مهم اصل دﺉ ، او بندیان هم افغان دولت ته نه تسلیموو . همدا اوس د بګرام په پوځي اډه کې تر (۲۰۰) تنو پورې د تنکي عمر لرونکي داسې افغان ماشومان بندیان دي چې عمرونه یې تر (۱۱) او (۱۲ ) کالوپورې دي . دوی ته په دغه بدنام امریکایي زندان کې ډول ډول زړه بوګنووونکې شکنجې هم ورکړ شوې دي . چې خپله غربیانو د امریکایي جنایت پېشه پوځیانو څخه دغه توره کرغېړنه پرده پورته کړې ده . د افغانانو په ترور او ځانمرګي بریدونو کې هم امریکې ، انګرېز او پاکستان په ګډه لاسونه سره ورکړي . پرکلیو باندې چاپې او داړې اچوي . بېګنا او بې دفاع افغانان او هغه چارواکي وژني چې ملي فکرلري ، او له غربیانو سره ددوی د مافیایي جوال خولې نه نیسي . چې ښکاره بېلګې یې په وردګوکې د سپېشل فورس په نوم د ګډو اومریکایي او بې هویته ملېشو شپني عملیات دي چې په یوه شپه یې د (اتو) کورونو در وازې پر بمونو الوزولې او د کلي خلک یې بندیان کړي دي .     

خو امریکا په افغانستان او سیمه کې تل د سیاسي سیکې دوه مخه کارولي . چې له یوې خوا د خپل سترا تیژیک امنیتي سند د لاسلیک کولو له پاره دغه ډول تورونه پرافغان دولت باندې لګوي ، اوله بله اړخه پاکستان ته دستور ورکوي چې افغان حکومت ته دې د ډول ډول امنیتي کړکېچونو او ستونځو پیدا کولو بهیر ور زیات کړي ، او انګرېز ته بیا وایي چې د پاکستان دوه مخی سیاست د څټه ور پسې بدرقه او تایید کړي .

اداري فساد او امنیتي ستونځې د فشارهغه دوه فکتورونه دي چې امریکا یې چارواکي یې تل د انګرېزانو په څنګ کې د خپلو سیمه ییزو اهدافو ترلاسه کولوله پاره پرافغانستان باندې د فشار د آلې په شکل استعمالوي . خو خبر نه دي چې آن د افغانستان نالوستي خلک هم د امریکې او انګرېزپردغه بازي کلوخک لوبه پوه دي . ځکه چېرته چې امریکايي او انګرېزي ځواکونه کومې سیمې ته ورغلي ، که هغه افغانستان دﺉ ، یا کوم بل هېواد ، ور سره جوخت نړیواله او سیمه ییزه مافیا له سنګره تردفتره پورې په کې ځای پرځای شوې . د ښې حکومتدارۍ ، ښه امنیت او بیا رغونې په پلمه یې قانوني هېوادونه د آزادۍ په نامه اشغال کړي . ملي حاکمیت او د خاورې تمامیت ته یې په سپکه سترګه کتلي . ملي شتمنۍ یې لوټ شوې . حکومتونه یې د کورني او بهرني فساد په تبه نیولي . خپل لاسپوڅي یې د اداري ، امنیتي ، رغونیز او اخلاقي فساد خورولو او د قانون د نقض له پاره په کې ځای پرځای کړي . د ترپ او خرپ جګړې یې په کې پیل کړې . خپلې وسلې یې په کې آزمویلې . ؤلسي خلک یې ژوبل کړي ، بندي کړي ، وژلي او خپله سترګه یې پرې پخه کړې ده .

خو سره له دې شنونکي وایي چې افغان حکومت هم پرخپل پوست پاک نه دﺉ . ځکه حکومت خو په ملت کې لکه په وجود کې د زړه ، ماغزو او باډۍ  په څېر یوه داسې دری ګونې ذمه واره مرجع ده چې هم د ملت په وړاندې د سر ، مال او ناموس د امنیت ساتلو دفاعي مسؤلیت پرغاړه لري ، اوهم د خپل هېواد خپلواکه پر قانون برابره سمسورتیا ، له اوسنۍ نړۍ او ملي اړتیاوو سره سم متوازن هراړخیزه مشروع ، روغ او دوامداره پرمختګ په کې خود جوشه وده وکړي . خو داسې نه لکه د اوس په څېرچې بهرني ناولي مافیایي جرا ثیم په کوردننه اوله کوره د باندې افغانان او افغان نظام د مرګ خواته ورټېل وهي . د افغانانو جسد یې اشغال کړی او خپل ځانته یې د خپلو سیمه ییزو اهدافو اوناوړه تغذیې ترلاسه کولو له پاره سنګرونه  په کې جوړکړی دي . داسې نظام او داسې ټیم یې په کې جوړکړی چې تر افغانانو یې بهرنیان ، او تراصلي افغان دوستانو یې د خپل ځان اوخپل هېواد دښمنان خوښ دي . له افغان او افغانیت ، اسلام او مسلمان ، پښتون او پښتونولي سره یې ذا تي د ښمني ده . خپل دوستان یې ځپلي او رټلي ، او خپلو دښمنانو ته یې په خپل څنګ کې د دوستانو په نامه ځای ورکړی . چې همدغه د نړیوالو دښمنانو د ناولې سترا تیژۍ د عملي کېدو یو ستراو اساسي اصل دﺉ .  

افغانستان هم څو څو ځلې د همدې موخې قرباني شوی  چې وروسته له هرو سلو کالو د پردو په لاس د خپلوافغان ملګرو په ملاتړ اشغال شوی ، لوټ شوی ، رژیمونه اواداري واحدونه په یوه او بل نامه داسې په کې جوړشوي چې خود جوشه ملي قیادتونه یې د استعماري او استکباري نړیوالو کړیو په ملاتړ د اشغالګرو په ګټه په نطفه کې پرې خنثی کړي ، خو خپل مظلوم او بې دفاع ملت ته یې له مرګ ، ژوبلو ، فقر او در په دریو پرته بل هېخ شی په میراث نه دي په کې پرې اېښي .

که موږد افغان حکومت همدغې اوسنۍ کابینې ، پارلمان او قضأ ته وګورو ، ددوی په دغه مشکوکوڅېرو، ګفتار او کردار کې سړي ته سوال پیدا کېږي چې دوی څوک دي ؟ چا راوستي چې د افغانستان د نظام دغه اوسنی کالبوت یې ترې جوړ کړی اوټول افغانان او ټوله نړۍ یې پرې نا آرامه کړې ده ؟ !!!....

ښکاره خبره ده چې د افغان حکومت د کابینې غړي له بهره د متخصص افغان په نامه پرافغان نظام باندې ورتپل شوي . او پارلمان یې د ښارونو په کوڅو او ښوونیزو اداروکې د ملت کورته لاره موندلې چې له ملت پرته یواځې د خپل ځان اوخپلوغرب مېشتو کورنیو د خرڅ پیداکولوغم اخیستي . دوی وایي چې د کورګټه د لاهورګټه ده . په کاناډا او امریکا کې خو ددوی کورنۍ د هوټلونو دغابونو پرېوللو او د سپو دغاښونو بورس کولو په مزدورۍ باندې نه چلېږي . ځکه خو یې چې هغوی ته په افغانستان کې دهراداري واحد اوهرې مرکزي ادارې واک ورسپارلی ، ایله په ایله یې د خپل غربي مشربه فامیل د نایټ کلپونواوعیاشیوخرڅ اوخراجات په کې پوره کړی ، پیسې یې غلا کړې ، له بهرنیو دونرانو سره یې د خپلو ناروا معاملو لارې په کې موندلي ، چې ډېره برخه یې بهرنیانو خپله خوړلې ، او لږې پیسې یې همدغه افغان ډوله چارواکو ته ورکړې ، ځکه خو له دونره تردفتره پورې هم دا ډول مرستې نه دي رسېدلې . همدغه وجه ده چې د افغانستان ټول کورني او بهرني عایدات په بډه وهل شوي ، او د حکومتي تأسیساتو بیا رغونه تراوسه پورې درک نه لري . کوم څه چې رغېدلي ، هغه یا ( ان جي او ) ګانو په بې کیفیته شکل رغولي ، او یا هم خپله د هېواد نادولتي خلکو ، چې حکومت بیا همغه نادولتي تأسیسات بهرنیانو ته د نمونې په ډول ورښیي او ورته وایي چې دادي افغانستان دومره ترًقي کړې ده . ترڅو نورې پیسې پرې ترلاسه کړي .

د افغانۍ ارځښت په هره اوونۍ کې یوځل د پولي تورُم په له مینځه وړلو سره په مصنوعي ډول ساتل کېږي . د ګمرکاتواو نوروعایداتي منابعوبهرنی پولي مرستې خوټولې قانوناً د مالیې وزارت له لارې مرکزي بانک ته روانې دي . د مرکزي بانک ترڅنګ نورنادولتي بانکونه هم جوړشوي . خوڅرنګه چې ترور ، سړي تښتونه ، غلا ، اختلاس او اداري فساد په افغانستان کې یوعادي ورځنۍ بېزنېس ګرځېدلی . نو که بانکونه لوټ شي ، پیسې ترې یووړل شي . که د خلیجي هېوادو چارواکي یې له ایستل شویو پیسو سره یوځای ونیسي هم یوه عادي پېښه ده . په جرمني کې د پخوانیو افغان چارواکو بانکي حسابونه افشاْ کېدل هم یوه عادي پېښه ده . ځکه هره ورځ دا ډول پېښې ډېرې کېږي . خلک ورسره عادت او څوک یې په قصه کې هم نه دي .

یوه ورځ مې د رسنیو له لارې واورېدل چې له کابل بانک څخه په سوونو مېلیون ډالره پیسې ایستل شوې . بله ورځ مې واورېدل چې له پښتني بانک څخه پیسې غلا شوې ، بله ورځ مې په اخبار کې ولوستل چې باختر بانک وهل شوی ، او ما یې ماتې ښېښې په خپلو ستر ګو ولیدلې ، بله ورځ مې واورېدل چې د ؤلسمشر پخوانی لومړی مرستیال له (۵۲) میلیون ډالرو سره په دوبۍ کې نیول شوی ، بله ورځ مې واورېدل چې د کابل د هوایي ډګر له لارې څه باندې دری میلیارده ډالر بهرته قاچاق شوي ، بله ورځ مې واورېدل چې د ایران له لارې ناچل ډالر راوړل کېږي او پرځای یې اصلي ډالرله سرای شهزاده څخه ټولېږي او ایستل کېږي ، چې له دې سره د ډالربیه یو په یو آن (۵۶) افغانیو ته جګه شوه ، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ . د مالیې وزارت هم داسې چاته نه دﺉ سپارل شوی چې د افغانستان ملت ته خپله ټوله مالي او انکشافي پانګه او د بودجې قانوني کسر ور وښیي . ځکه کله نا کله داسې راپورونه هم خپاره شول چې د مالیې اوسنی وزیر په اداري فساد کې ککړ دﺉ . ؤلسي جرګې هم ورد سپیناوي له پاره غوښتی ؤ ، خو د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال یو بل سیاسي کمال هم لري ، او هغه دا چې کله په کومه دوسیه کې ځان ګرم احساس کړي ، په ډېره مکارۍ د مېرمنو په څېرلپې لپې اوښکې تویوي . چې نوموړي همدا کاروکړ، او ځان یې له حساب کتابه پرې خلاص کړ .

اوس بیا رسنیو لیکلي چې نوی کابلبانک هم پلورل کېږي . د زاړه کابلبانک د پخوانيوغلوچارواکو جایدادونه لیلام کېږي . خود مالیې وزارت کلنۍ مالي او انکشافي بودجه لا تر اوسه پورې رڼه نه شوه چې ربع یې چېرې ولاړه ، او افغانستان د اوس له پاره څومره مالي پانګه لري ؟ هسې خو وخت پر وخت اعداد او ارقام اعلانېږي ، خو په مسلکي توګه چا ور سره حساب کتاب نه دﺉ کړی چې درک او مدرک یې معلوم کړي .

له افغانستان سره پردۍ مرستې هم هسې وړیا نه دي . ځکه پردۍ ډوډۍ تر زر منه تیږه لاندې ده . له افغانستان سره شوې مرستې هم غاښ لري . چېرې نه چې بله ورځ راتلونکي نسلونه  ترسوونو کلونو پورې د اوسنیو مافیایي کړیو د ناولو اهدافو قرباني او په بدل کې به یې هېڅ هم نه ورته لري . ځکه چې د ځمکنیو زېرمو قرار دادونه هم اوسنیو چارواکو له غټو نړیوالو کمپنیو سره کړي دي او نور به هم وکړي . او ددې اوږد مهاله قراردادونو قربانیان به هم تر هغو پورې هغه افغانان وي چې ددې کمپنیو د ځبېښاک هغو بېرحمانه نېشونو ته ګوته نیسي ، کوم چې د ملي زېرمو په شارګونوکې یې ښخ کړي دي . چې دغه د ترېلیونو او کادر لیونو ډالرو په ارځښت افغاني ملي زېرمې ښایي سوونه کلونه وخت واخلي .

خو په افغاني جغرافیه کې به د اوس په څېرد نړیوالو اقتصادي ، استخباراتي او سیمه ییزو سیالو کړیوتورغوبل تر هغو پورې جوړ وي . رژیمونه او سیاسي څېرې به د سطرنج ددانو او نانځکو په څېر بې واکه او بې هویته په کې بدلېږي را بدلېږي . خاوره به یې د تمدنونو په نوبتي څپو کې د پردیو موخو له پاره کارول کېږي . د افغاني خاورې د وېشلو ډول ډول دمخه ور ته جوړ شوي پلانونه به ورباندې عملي کېږي . نوي فدرالي دولتونه ، ریاستونه او ملوک الطوایْفۍ به په کې مینځ ته را ځي . زبر ځوا کونه به په کې خپلې سترا تیژیکې پوځي پوستې او مرکزونه جوړوي . تر څو د افغانستان او سیمې ټولې زېرمې یوسي . خو که خبره یې تر مینځ د افغانستان او منځنۍ آسیا د اقتصادي زېرمو لوټولو پر سر اتومي وسلو کارولو ته سره ورسېږي ، نو ددوی د پرمختللو وسلو کارولو آزمون ځای به هم د افغانستان خاوره وي ، چې قربانیا ن به یې هم خپله بې دفاع افغانان وي . ځکه د انګرېز پخواني ددفاع وزیر همدا اوس ویلي چې د پښتنو پر قبایلي سیمودې نایتروجني بمونه استعمال شي . ځکه دا سیمې رسمي مشر نه لري چې پوښتنه یې وکړي .

 که سر له اوسه افغانان د خپل ملي یو والي پرمټ په خپلو کې سره یولاس نه شي ، په حکومت کې له شاملو مافیایي کړیو سره حساب کتاب ونه کړي ، نو په دې کې به لومړی پښتون ټبراو ورپسې نورلږه کي د نړیوالو توطیؤ ښکارشي . او که چېرې لږه کیو ته د استعمارله خوا دا پګړۍ ورتړل شوې وي چې ګني په خپلمنځي اختلافاتو کې به تاسوهم ترپاکستان وروسته درېیم اسرا اِْیل په سیمه کې وپېژندل شۍ ، نو دا بیا ناشونې ځکه ده چې انګلیس او امریکې همدا اوس د څلورم آغاخان تر ریاست لاندې د داسې لوی بدخشان جوړولو ته ملا تړلې چې د تاجیکستان بدخشان ، د افغانستان بدخشان ، د سوات ، چترال ، باجوړ او د چین د سینګ یانګ سیمې یې هم په کې را نغاړلې دي . دا چې په منځني ختیځ کې د اسرا أِیلو لومړی دولت د امریکایانو ، او په سویلي آسیا کې دوهم اسرا أیل ( پاکستان ) د انګرېزانو ، په لاس جوړشو ، نو که دا پلا درېیم اسرا اِْیل د انګرېزاو امریکې په لاس جوړېږي همدغه لوی بدخشان به وي . خو که چېرې دغه پردۍ نړیواله پېچلې لوبه زموږ په هېواد کې نور دوام وکړي ، خدای مه کړه افغانان به په ډېره بېوسۍ کې خپلې ملي زېرمې ، ملي هویت ، خاوره اوخپلواکي له لاسه په کې ورکړي ، چې ؤلس نور په خپل هېواد کې له دغې پردۍ لوبې ډېر ستړی شوی ، او له چارواکو د خپلې ښې راتلونکې په تمه د لس کلنو مرستو شفاف حساب کتاب غواړي .

 

 


بالا
 
بازگشت