وليد

 

انګرېز یو ځل بیا په افغانستان کې نوې خونړۍ لوبه پیل کړې ده

دا لوبه کټ مټ د انګرېز د هغې پخواني استعماري تفکر تسلسل دﺉ چې له مخې یې پخوا هم دری ځلې پر افغانستان باندې یرغلونه کړي دي .

ترخپلمنځي اړدوړ اوجګړو وروسته په افغانستان کې له تېرو (۱۱) کالو را هیسې د نېکتایي او یاغي پکول ، درېشي او کږولینګوټو ترمینځ ځکه خونړۍ جګړې روانې دي . یاغي پکول وایي : موږ شوروي اتحاد مات کړی او ایستلی دﺉ . نو په افغانستان کې حکومت کول هم زموږ خپل حق دﺉ . اوکږې لینګوټې وايي : موږ د شراو فساد د تنظیمي ډلو او کمونېستانو او خادستانو ګډ حکومت را پرځولی او پینځه کاله مو په وچ زور خپل امارت په کې چلولی دﺉ .

خو نېکتایي او درېشي بیا وایي : چې موږ خو د یوه قرارداد له مخې د ترورېزم ضد جګړې سرغندویان یو . زموږ نړیوالو دوستانو د (B_52 ) په زور د طالبانو امارت را ته ړنګ کړی . ناټوځواکونو په زور مټ تر ننه پورې د واک پر ګدۍ کېنول شوي یو . له شمکالي اتلانتیک ( ناټو ) سره موږ قرار داد کړی چې وارداتي غربي دیموکراسۍ ، اداري فساد او ټول مافیایي سیستمونه به په خپله خاوره ، خپل نظام او خپلو خلکو باندې عملي کوو . خپل اصیل افغاني او اسلامي کلچر، قانون ، ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي هویت ، خپلواکۍ او ټول ملي ارځښتونه به د پردو په خوښه د څو ډالرو او مزدورې قرار دادي څوکۍ په بدل کې مسخ او له مینځه وړو . قانون ، قضأ او اجرأ یه او ټول حکومتي سیستمونه تر ټاکنو او نورو مستقلو کمېسیونونو پورې زموږ بهرنیو دوستانو را ته جوړ کړي . نور موږ په کورنۍ او بهرنۍ تګلاره ، ځمکني او فضأ یي حریم کې هېڅ واک اختیار نه لرو . ځکه د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ پالېسۍ جوړول او د افغاني جغرافیې او فضأ واک اختیار زموږ د بهرنیو ذي صلاح دوستانوکار دﺉ . او هغه زموږ له صلاحیته پورته خبره ده .

دوی وایي : (۱۱) کاله موږ د لا لا تر پردیو وزرو لاندې پردغه خاوره واک چلولی .

 

 

 


بالا
 
بازگشت