معلم عبدالقيوم

 

 

 

بیا هم له "استبداد" کتاب څخه.

زما درېیم ځل بندي کېده. یا لویه میلمستیا

د څرخي پله زندان اول بلاک:

اتمه برخه

 زموږ اتهام  نامه " صورت د عوه":

  د تحقیق(پښتنو)  له یوې اوږدې، له جنجالونو، وهلو، بې خوبیو، د برقونو را کولو او زغملو، پاواز نه را پرېښودلو  وروسته چي مدېر صاحب شېر محمد خان هم راسره یو ځای سویدئ دا دی یوه ورځ  د اول بلاک د قوماندان مرستيال حسين د کوټی دروازه راخلاصه کړل حسين کاغذونه له ځانه سره راوړي وه. ما او مدير صاحب شېرمحمد خان ته يې کاغذونه  راکړه  پر ليکل سوي وه "صورت د عوه".

  زما او مدیر صاحب دواړو دا لمړی ځل وو، چي  د صورت دعوې په نوم یو څه گورو، او حتا نوم مو یې هم نه وو اوریدلۍ. که څه هم ما د محمد ظاهر خان په پاچهي کي محبس لیدلی او بند مي تیر کړی وه، د محمد ظاهر خان په وختونوکي  د څارنوالۍ په نوم د فترونه به وه، خو ولس ته دا نه وه معلومه چي څارنوالي څه وظیفه لري.  په 1348 او 1349 کلونو کي چي زه د کندهار په لوی محبس کي  بندي وم نژدې زر(1000) تنه دکلونو کلونه سابقه لرونکي قیدي بندیان کلابند وه، یو شمیر به اعدامیده، مړه کیده او یو څه خلاصیده خو هیڅ یوه یې د صورت دعوې نوم نه پېژندئ. ښه کله چي یې ما او مدیر صاحب شېر محمد خان ته صورت دعوه او څه سپين کاغذ  د قلم سره  راکړه. حسین راته وويل چي درې  ورځي وخت لری د فاعيه مو وليکۍ.  موږ ته هغه د هندي فلمونو محکمه او دفاعیه یوه نیمه صحنه را یاد وه.کله چي مواتهام نامه ولوستل زما، مدير شير محمد خان او امير صاحب شهزاده خان  دروسرونومونه پکښي ليکلي سوي دي. موږ درې  واړه يې مجرمين، قاتلان او په جرم کي سره شريکان بللي وو.

دا چي اتهام نامه راسره نسته دا خبره د لته داسي لنډوم. زه بندي وم  په زندان کي په هفته کي يو ځل تلاښي کیدم. قلم او کاغذ په محبس کي درلودل، د ثقيله سلاح سره پرتله کیدل. یعنی په زندان کي کاغذ او قلم لرل جرم ووهغه پوهیږي چي محبس يې ليدلی وي.

ما او مديرصاحب شير محمد چي تر د غه وخته په اتهام نامه او د فاعيه نه پوهیدو. د جزا د قانون په هغو موادو چي  څارنوال یې په اتهام نامه ذکر کړی وو د هغو (مادو) له متنه هم خبر نه وو. چي کومه ماده څه حکم کوي یا څه دي او څه پکښي قيد سوي دي.

     د جزا قانون موږ نه وو لوستی، نه دا چي موږ په خبر نه وو او نه مو وو لوستی بلکي باور وکی چي دهيواد په سطحه به لږ شمیر،حتا د گوتو په شمار خلک د جزا په قانون او دهغه په موادو خبر او پوهید ل.

   نو ما او مدير صاحب شيرمحمد په گډه سره يو څو جملې د ځان د د فاع په برخه کي وليکلې په اتهام نامه کي اصلاً څه نه وه ليکل سوي چي موږ دي دې ته مجبور کړي څو ډېر څه وليکو او دهغه د رد لپاره د لايل راوړو.

 چي د اتهام نامي هغه د سر څو جملې یا مقدمه او ښکنځلوڅخه  راتیر سوو چي څارنوال موږ ته په يوه نيمه صفحه کي لیکلې داسي الفاظ: د شوروي ضد، د محبوب رهبر ضد،د حزب د وحد ت ضد، ورهبرۍ ته په نه اطاعت سره متهم کړي وو.  تر هغه وروسته یې  څلور مشخص الزامونه(تورونه) راباندي لگولي وه.

۱ -عبدالقيوم د کندهار د ښار منشي د ځان لپاره يو معين گروپ درلودی چي دهغو په مرسته يې د حزب غړي همیشه تهدېدول. د باندي ترحزب يې د د غه گروپ پر لاس له اشرارو سره ارتباط درلودی.  دهغو  راپوروله مخي. .. .. ..  چي زموږ  ادارې ته را رسیدل، ده غوښتل کندهار د سقوط سره مخامخ کړي.

 شيرمحمد او شهزاده د ده د بانډ فعال غړي وه. د قضايي هيأت څخه غوښتنه کیږي چي د جزا د قانون د. .. .. .. .  ما دوه په نظر کي نيولو سره ورته اشد مجازات (اعدام ) ورکړي.

۲- د منشي قيوم په امر او هدايت شهزاده او شير محمد د ښاغلي راز محمد خان چي د کندهار د سپين ږيرو څخه دئ. د نوموړي زوی مجبوب الله د شپې د کور څخه وړی د مړه او ژوندي درک يې نسته. شواهد ښيي چي وژلی يې دئ.

 د جزا د قانون د ....... موادو په نظر کي نیولو سره  له قضائي هیئت څخه غوښتنه کیږي . .. . چي  په اشد مجازات (اعدام ) کړل سي.

۳- کله چي امنيتي اورگانونو تصميم ونيوی چي منشي عبدالقیوم تر مخه تر دې چي عمل وکړي بايد تر نظارت لاندي ونيول سي. نه دا چي حکومت ته يې ځا ن و نه سپاری بلکي عکسل العمل يې وښودی. 

 امنيتي مسئولين يې ووهل، بې عزته کړي د کندهار په ښار کي يې د حزب او حکومت حيثيت ته  سخته صد مه ورسول. په مسلحانه عمل يې لاس پوري کړ د ده جوړ کړی گروپ ورسره همکار وو لکه شهزاده او شير محمد .

نو د ولتي او عامه امنيت ته په صدمې رسولو سره بايد د جزايي قانون.. .. .. .. . مواد و په نظر کي نيولو سره ورته اشد مجازات(اعدام) ورکړل شي.

۴-په دې وروستيو کي منشي عبدالقيوم غوښتل چي د وطن څخه فرار وکړي د حج په نوم بيت الله شريفي ته د مور سره ولاړ سي. د داسي اشخاصو تیښته د وطن څخه په جرمو کي د لاس لرلو په معنْی دي نو د جزايي قانون. .. .. . مواد و په نظر کي نيولو پر اساس د قضايي هيأت څخه غوښتنه کیږي چي په اشد و مجازاتو محکوم سي.

زموږد روسرو ملگرو د غه يو ډول جرمونه او اتهامات وه. کله چي ما او مدير صاحب اتهام نامه ولوستل. اتهام نامه نه وه بلکي چټي خبري وې نومو اتهام نامې ته او دهغې په مقابل کي يوه صفحه او لنډي څو جملې وليکلې. مد یرصاحب شیرمحمد خان او امیرصاحب شهزاده خان بیچاره گان یې زما سړی او د جرم شریکان بللی وه. نور بیا

 

 

++++++++++

د څرخي پله زندان اول بلاک:

د تحقيق پروسه:

 اوومه برخه:

دهر متهم د خوارۍ، سرگردانۍ، تهديد، وهلو، بې خوبۍ او برق ورکولو ورځي هم د غه د تحقيق ورځي وې. د افغانستان په تحقیقی اداروکی د غه يوه عنعنه له پخوا څخه په میراث پاته وه، چي متهم شخص  که به هغه په قلمداد، اشتباه، او راپور یا مستند جرم باندي نیول کیدی، دا ټول تر نظارت لاندي نيول کېده.

 د د غه متهمينو د جرم، اشتباه معلومولو  او په جرم کي د لاس لرلو کوم اسناد د تحقيق کوونکو اورگانو پلاس ورغلي وي یا نه وي. نو تحقیق کوونکي د مجرم او  نه مجرم د  پیژندلو یا مجرم ثابتولو لپاره هغه يوه لاره په کار وړل چي ناروا وه.  البته د جنائي او په سياسي جرمونو باندي د متهمیو څخه د تحقیق کولو شیوه یوه وه. په داسي يوه بد بخت هيواد کي لکه افغانستان بل اساسي مشکل د تحقيق لپاره د په کار پوهو مسلکي خلکو نه موجوديت، سره له دې چي د خاد اداره داکترنجيب الله  د ومره پړسولې وه چي دهيواد له هرگوټه ډېر د شمالي او پکتیا څخه  یوه کوټه  بیکاره خلگ پکښی راټول کړی وه.

    نو د غسي اشخاصو ته د متهم څخه پوښتني کول او د متهمينو زورول يوه تفريح اوساتیری غوندي وه. هغه روسان چي په د غو ادارو کي يې دهمکار او مشاورينو وظيفه پر غاړه درلوده. هغه هم د دغو فاسدو او بازاري هلکانو په شان وه دوی هم  مسلکي خلگ نه وه او نه پوهیده. ټوله ورځ په عياشي او میلمستياوو به  مصروف وه.

هر پوښتنه کوونکی(مستنطیق) معمولأً په داسي(روحیه) او فکر روزل سوی وه چي متهم باید خپل د پلار قاتل و گڼۍ،او واقعاً هر متهم ته دوی په  دغه سترگه کتل. بیا خبري رالنډوم په دغه شان او ناوړه شرایطو کي مي اتلس مياشتي په پوښتنو، وهلو، ټکولو او بې خوبۍ  په یوه جوړه کالو کي په اول بلاک کي تیري کړې. لږ وخت په غربي کوټو کي، ډېر وخت مي د شرقي لوري په کوټو کي ساتل کېدم. شرقي لوري دوهم پوړ کي یم، دا دی يوه ورځ د لسو بجو په شاوخوا کي د کوټې دروازه راخلاصه سول. يو بل مریض بندي،چي د لیوني په شان وو تر ما هم په بد حالت کي وکوټی ته راوستۍ. بیرته دروازه قلف سول عسکر ولاړۍ.

راوستل سوی او راسره يو ځای سوی پر مځکه پرېوتی خبري یې نه کولی او زه هم پر خپل ځای يعني د محبس پر نيالي پرېوتم. په زړه کي خوشحاله يم چي ځه پسله تقريباً څه کم دوه کاله دا  دی د خبرو یو څوک خو پيدا سو.

 په دغه فکر کي یم چي د غرمې د ډوډۍ وخت را ورسېدی. عسکر دروازه خلاصه کړل يو بل بندي چي ډوډۍ او کره وانه يې وېشل هم ولاړ وو عسکر ته مي وويل چي زما نوی د کوټې انډېوال خو د خوړو اخیستلو دپاره  کاسه نه لري. کاسه او غاب ورته راوړئ او بستره هم راوړئ.

 په هر صورت کاسه يې عاجل پيدا کړه. د سيلو ډوډۍ او په کاسو کي مو ښوروا ځني واخيستل. کله چي دروازه وتړل سول مريض او خيرن نوی انډيوال مي له ځايه را ولاړ سو. او په غاړه کي يې لاسونه راواچل که گورم چي زما  نژدې ملگری مدير صاحب شير محمد خان دئ.

 څه وخت چي ما د عسکر سره خبری کولې مدیر صاحب واورېدې او زه يې پر ږغ پیژند لی وم. رنگونه ږيري، نوکان، خيرو، د پوښتنو"تحقیق"اوږدې د ورې داسي حالت ته رسولي وو چي يو بل مو نه سره پیژندل.

 په هر ډول چي وو، خود واړه ډېر خوشحاله سوو او مدير صاحب څو څو ځله را ته تکرار کړل چي ما ته يې د تحقيق په لومړی مياشتو کي ويلي وه چي قيوم ډېر خيانتونه کړي وه. پرخپلو جناياتو يې اعتراف  وکړی، انقلابي محکمې په اعدام محکوم کي او داعدام  فيصله پرتطبيق سول. شکر دی چي په ژوند سره وينو.

رښتیادهغی ورځي د سيلو د توري ډوډۍ او سړې ښوروا خوند مي بيا په خوړو کي نه  دی ليدلی. هغه یوگړی د غمونو په لوی بحر کي يوه څاڅکی د خوشحالۍ وه.

ياد ونه:- د لته لازم بولم چي يوه ياد ونه دهغوخلگو وکړم چي زما سره يې د پوښتنو او تحقيق په شپوکي د خپل توان په اندازه همکاري کړېده، دوی ته کور ودانی و وايم.

لومړی: عبدالقهار: نوموړی په ۱۳۵۹هـ  کلو کي د څرخی پله په محبس او بيا په اول بلاک کي  عسکر وو. د بلخ د ولايت وو، مورنۍ ژبه يې فارسي وه په سرهم معذور وو.

د وهم: عبدالصمد د کندهار د ولايت د ډنډ د ولسوالۍ مربوط  د رورباط  د کلي چي په ۱۳۵۹هـ کال کي په اول بلاک کي عسکرؤ.

د ريم: عبدالله چي نورو عسکرو به ملا عبدالله باله  نوموړی هم په دغه وخت کي په اول بلاک کي عسکر وو. د کندهار د ميوند د ولسوالۍ اوسیدونکی وو.

نوموړو درو واړوعسکرو زما سره د تحقیق په ټول جريان کي مرستي کړي دي. د حکومت او ادارې د ميل خلاف يې دخپلي پیرې پروخت د شپې  په هغه ساړه  دهليز کي خوب ته پرېښولم د خپلي پيرې پر وخت يې په پټه ډوډۍ راکول. کله نا کله يې پټه يو ښه گيلاس چای را ته راوړلې چي دغه په هغسي حالاتو کي چي ما  قرار درلو دی خورا لويه مرسته وه او بل دهغسي ادارې په موجوديت کي چي پر ظلم ولاړه وه.

  نو بيرته خپلي خبري ته راگرځم دا د غمونو په لوی بحر کي د خوشحالۍ يوه لحظه وه، فکر پکار  دی اتلس مياشتي تحقيق. تهديد. وهل. بې خوبي او برق ورکول.د کور، ښځي اولاد و او د وستانو جلاوالی او دهغوی د حال او احوال څخه بې خبري. په يوه جوړه کالو کي د سر، ږيره او نوکانو نه اصلاح، خيري او چټل بدن د مرگ په انتظارکي.

 او په د غسي غم کښـي یو کس اخته وي يو بل ستاسي دوست او ملگری ستاسي سره يو ځای سي او ته په دې عقيده هم سوی يې چي ملگری مي وژل سوی دی بيا يې هم ژوندی وينې. د ملگري ژوندی ليدل ټولي خوارۍ او بد بختۍ د سړي څخه د څو د قيقو لپاره هیروي. د خوابدۍ ځای خوشحالي ونيسي.

اوس نو زه او شيرمحمد خان مديرصاحب په همد غه يوه کوټه کي يو. خبري او کيسې کوو. ډوډۍ خورو او خوب کوو. اما کم خوب ؟ نور بیا

 

 

+++++

د څرخي پله زندان اول بلاک:

شپږمه برخه:

 دادی د څرخي پله زندان ته یې راوړم ما مخکي د څرخي پله زندان کله هم نه وو ليدلی. په دې هم طبعي ده نه پوهيدم چي څو بلاکونه لري. خو دا دی زه اوس د څرخی پله په اول بلاک کي هغه هم په غربي خوا کي په اول منزل کي بندي سوم.

 په د غه کوټه کي چي زه يې اچولی وم ښه لويه خونه وه. د عسکرو په شپږو زړو کمپلو فرش سوې وه. نور څه پکښي نه وه. هوا ډېره سړه وه. ما د شپې دغه کمپلي راټولولې او پر ځان مي اچولې څو لږ تود سم. سره له دې چي کمپلي ډېري زړې، خيرني او د خاورو ډکي وې خو کله چي به مي پرځان واچولې. او د صدارت هغه وړه تشناب ډوله کوټه او بې خوبي به مي را ياد سول. د غه د خاورو ډکو کمپلو هم ښه خوند راکاوه. یو کوټه لويه بل روښانه وه د ورځي او شپې په فرق وه پوهید م. ډوډۍ، میوه او چای هم را رسیدلې. يوه هفته په د غه کوټه کي بیله دې چي څوک پوښتنه راباندي وکړي پاته سوم.

 وروسته تر یوې هفتې يې يو شپه وبلي کوټې ته چي دهمد غي کوټې په څنگ کي وه ور وغوښتلم هلته يو تور رنگ د ميانه قد خاوند ځوان چي په کند وزۍ لهجه يې پښتو خبري کولې ځان را وپیژندئ راته ویی ویل ستا د وسيه ما ته سپارل سوې ده. زه ستا سي څخه پوښتني (تحقيق) کوم. زه به هم کوښښ وکړم چي ژر ژر راسم او تحقيق پرمخ يوسم تاسي به هم همکاري وکړئ ټولي خبري به راته وليکئ مگر رښتيا به راته لیکې چي ستا د وسيه ژر فيصله سي. په اوله شپه يې هغه لومړۍ پوښتني چي پوره شهرت او د بندي گرۍ څرگند والی پکښي غوښتل سوي وو. په ښه ډول او په پښتو ليکني سره وکړې، ما ورته جوابونه ولیکل په دغه شيه یې زما سره بده رويه و نه کړل او دی ولاړی.

     زه عسکر بيرته خپلي کوټې ته راوستلم. اوس نو هره شپه پوښتني را څخه شروع سوې. ما واقعاً د حزب او د ولت په مخالفت کي کوم حرکت يا عمل نه ووکړی. مگر تر څو چي وم د خيانت پر ضد مي مبارزه کول. هغه څه چي دوی زما څخه غوښتل ما هغه نه سوای ليکلای. ځکه د دوی(تحیقیق) کونکي غوښتنه تل دا وي کوم تورونه چي در باندي لگول سوی دئ هغه باید ومنې، بیانو دی خوښ او تحقیق ښه مخته ځي.

کله چي تحقیق کونکی پوهه سو چي خپل مقصد ته نسي رسیدلاي، د لته وو چي خبره خرابه سوه اول د بد ويلو څخه را شروع سوه، ورپسې د تهديد پروسه د بې خوبۍ سره را شروع سوه. دوې درې  شپې وروسته په لغتو او بوکسونو وهل هم پر زیات سوه. خو ب ته به یې نه پرېښوول او په دهليز کي به یې ټوله شپه درولم. زه ډېر درېدای   نسوای نو کښې به نستم څو شپې دوی زما پر درېدو  دوی ټينگار کاوه خو زه نه درېد م. بیا نو ښه ډیری لغتي او سوکونه به مي و منل. وروسته یې بطرۍ لرونکي ټليفون راوړۍ  د تلیفون سیمونه به یې د پښو په گوتو پوري را وتړل او برقی شوکونه به يې راکول. د غه د برق را کول ځکه سخت وه چي د انسان تر اراد ې خبره وتل. بیله ارادې تر خولې په لوړ اواز ږغ کیدی. خو دغه حالت  یا د تلیفون د تاوولو ضربه به لنډه لنډه څو څوځله تکرارېده درې  مياشتي تحقیق په دغه بڼه  وو. په اولو شپو کي په هفته کي څلور شپې  پوښتني( تحیق ) را څخه کېدئ وروسته په هفته کي د وې شپې سو څو اتلس میاشتی یې په برکی ونیولې. د تحقیق پره پروسه به په بله برخه کي و لولی.  نور بیا...

 

++++++++++

 

څلرمه برخه:

 زه په شفاخانه کي:

کله چي یې زه شفاخانې ته ورسولم د شفاخانې ډاکټرانو په خاص ډول ښاغلی ډاکتر شهید قاسم غرنی چي جراحي ډاکټر وو زما ډېر خد مت او مراقبت وکړ. زه د دولت لخوا په هغه اوله ورځ په شفاخانه کي تر جدی امنيتي مراقبت لاندي وم.

 په شفاخانه کي ما ته ډیر ځل ملگري او  د کندهار خلک راغلل  غوښتنه یې لرل چي راسۍ ټول د حکومت د حمايې او ملاتړه  څخه لاس واخلو. خو بيرته به داسي سوالونه پيدا سول چي چيري ځو او چاته ورسوو؟

موږ پوهیدو پدې او داراته څرگنده وه چي هغه وخت او وروسته  هم ډيرو د تنظيمو قوماندانانو د حکومت او خاد سره پټي اړيکي درلود ې. موږ ته داهم څرگنده وه چي زموږ په شان ښوونځی لوستي کسان پاکستان ژوندي نه پرېږدي. څنگه چي زموږ دروس مزد ورۍ نسوای منلای او بده مو گڼله تر هغه زيات مو د پاکستان د( I S I )څخه هم بد راتلل. په هيڅ ډول د( I S I ) نوکري تر روسي نوکرۍ ښه نه وه.

 موږ مجبور وو تقدير ته مو ځانونه وسپارل، روسان او پرچم زموږ په دغه مجبوریت دواړه پوهیدل چي موږ ته دتیښتي لاره نسته، وطن پر ېښولو ته مو زړه نه ښه کاوه. زه هلته په شفاخانه کي بستر يم چي يو ملگری راغلی او داسي يې راته وويل: منشي صاحب"سربلند د خاد پرلاس اوس ستا د محکوميت لپاره اسناد ټولوي خلک ورغواړي او ورته وايي چي پر منشي قيوم باندي عاريض سئ زه موشاته ولاړیم"

د مثال په ډول يې د يوه سړي نوم را ته ووايه. چي  هغه کس د پاشمول د کلي اوسید ونکی حاجي راز محمد(اڅکزی) وو. حاجي رازمحمد تیره ورځ  عبدالمجید سربلند ځانته ورغوښتۍ وو، ورته ویلی یې وه چي پرمنشی قیوم  یوه عریضه وکړه. ما و خپل ملگري ته وويل چي حاجي راز محمد خو زه پیژنم هغه د خاد پخوانی همکار  دی مگر زما په وړاندي به دا کار و نه کړي.

 ملگري مي وويل چي هغه ماته راغلی وو او کيسه يې را ته وکړل چي مجبوروي مي. بايد عريضه پر قيوم وکړم. زما د ملگري نوم عطا محمد" سکنی" وو چي ماته یې دا کیسه کول، سکنی صاحب وروسته لوی سړی د مرکزی کمیټی غړی سو یاد دي یې په خیر وي.

 ما والی شهنواز" شیواني" ته ټليفون وکړ او د يوه واړه ټايپ چي ثبت وکولای سی غوښتنه مي ځني وکړه. ډېر ژر  والي صاحب ټايپ را ته را واستوی. ما ټایپ و سکني صاحب ته ورکړه چي  حاجی رازمحمد خو ستا د وست  دی،

ورسه داچی سربلند  يې و دې ته مجبوروي چي پر قيوم عريضه وکړي د غه خبري ټايپ کړه او ما ته يې راوړه. سکنی صاحب د ټايپ سره ولاړی. بله ورځ  سکنی د حاجي راز محمد اڅکزي کورته ورغلی وو خبري ټولي ثبت کړي وې اوماته یې راوړی.

 د سکنی صاحب د یوې پوښتنی په جواب کي حاجي راز محمد ويلي وه:

" زه څه وکړم زه د قيوم سره څه لرم، سربلند  او قيوم به خلقي توب او پرچمي توب سره کوي اوس ما مجبوروي چي قيوم د زوی په قتل متهم کړم. خو چاره نه لرم کوم به يې. ما ته وايي چي تا ته څوک څه ويلای نه سي. زه هم تصميم لرم چي سبا کابل ته ولاړ سم او پر قيوم عارض سم او سر بلند دا هم را ته وويل چي مرکزي کمیټې ته ورسه ملگری نور احمد "نور" خو ته ښه پیژنې مازي ځان ور ورسوه "

د پاشمول د کلي د حاجي راز محمد په د غه ډول ثبت سوي خبري زما لاس ته راغلې. دا  دی څو ورځي وروسته عبدالمجید سربلند  يو حزبي هيأت تعين کړی ا وهیأت  ته یې ليکلي دي تاسي تحقيق وکړئ چي د قيوم او خاد درئيس تر منځ څه خبره ده او معلومات راکړئ.

 دهيأت غړي چي سربلند  ټاکلي وه د ولايتي کمیټې دنظارت او کنترول مسئول عنايت الله کارگر رئيس دهيئت جان محمد د ښاري کېمټې غړی عضوه احمد شاه خان وه.

څه وخت چي هيأت شفاخانې ته راغلی او د غه جريان يې ما ته ووايه او د سربلند ليکلی هدايت يې را ښکاره کړي. نو يې وپوښتل چي دا څه پیښه سول او ولي پیښه سول. ما ور ته وليکل چي د سربلند  څخه معلومات په لاس راوړئ چي ولي او څه خبره ده. زه ويشتل سوی يم زخمي يم او تروريستان مي نيولي دي ده خوشي کړي او نازولي دي. لطفاً هلته ورسئ اوخپل معلومات تکمیل کړی.

هيأت ولاړی بيا د تحيقيق په نوم په کندهار کي ماته څوک نه  دی راغلی. ما هغه د حاجی رازمحمد د خولی ثبت سوې خبري د ټايپ فيته و يو شمیر ملگرو ته واورول. څلور شپی وروسته د حاجي راز محمد عريضه هم را ورسیدل. حاجي راز محمد عارض  دی پر ما چي ما د نوموړي زوی وژلی  دی او په عاریضه کي یې د زوی نوم محبوب الله ښوولی دئ.

چي هغه زوی یې  اوس هم چي وروسته له نژدي (۱۵) کالو دغه څو جملي لیکم  ژوندی  دی.

     د ټايپ فيته عنايت الله کارگر، عبدالله حامي، چي مدير معارف وو هغه وخت، جان محمد د ښاري کمیټي غړی ، د ولايتي کمیټې منشي احسام الدين اخندازاده،چي د ولایتي کمټي منشي وو، د کندهار والي شهنوازشيواني، دوی ټول شفاخانې ته زما ليدو ته راغلي وه. ما د غه کيسټ ور ته چالان کړی ټولو دحاجي راز محمد خبري واورېد ې.

 د  دوی ټولو په مشوره مي د غه سند يا کيسټ و عنايت الله کارگر ته وسپاری  ځکه چي  دی زموږ ملگری او د ولايتي کمیټې دنظارت او کنترول مسئول وو.

ما په دې نيت د غه پیته ده ته ورکړل چي که ضرورت سي نو هغه دي اصلي ځای ته چي د حزب محکمه ده فیته  وسپارل سول. خو پر عنايت الله دي آفرين وي. دا به وروسته معلومه سي.

 شل ورځي په شفاخانه کي بستر وم یو مخ لا جوړ هم نه وم چي ترسختو امنيتي قيوداتو لاندي يې د کندهاربين المللي هوایی ډگر ته په يوه ټانک يا زيری پوښ کي يووړم په دې چي کابل ته مي واستوي.

دا  دی کابل ته راوړل سوم د کابل په هوایی ډگر کي دهغه وخت يوه ډله خاد ستانو زما انتظار کوی کله چي د طیارې څخه کښته سوم په موټر کي يې واچولم د شش درک په نوم د خاد رياست ته يې يو وړم.

 هلته يې د د وساعتو لپاره په يوه زېرزميني کي واچولم او تر د وو ساعتو وروسته يې بيرته را وايستم صدارت ته يې راوړم. د صدارت د ماڼۍ شمال ته يو کښته يعني ټيټ تعمير ته يې ور وستم. پوه سوم چي د غه د خاد رياست د ډاکټر نجيب الله د فتر دئ. ډېر منتظر پا ته سوم هيڅ چا را سره د کتلو جرأت ونه کړه، وروسته يو سړی راغلی او راسره خاد يستانو ته يې وويل چي منشي صاحب زموږ څو ورځي میلمه دئ. میلمستون ته يې بوزئ اوهلته ور ته وواياست چي يعقوبي صاحب را استولۍ دئ. يعقوبي  نو هغه وخت د ډاکټر نجيب الله مرستيال وو.  نور بیا

 

پنځمه برخه:

 له دغه ( د ډاکتر نجیب الله) دفتر  څخه چي د صدارت ماڼۍ شمالي لوري ته د ماڼۍ و جنوبي لوري ته راوستم په يو زاړه او جگ د ېوال کي يوه  د محکومي لرګو څخه جوړه پخوانۍ دروازه وه هغه يې وټکول څه وخت وروسته دروازه خلاصه سول. يو ځوان چي ملکي دريشي يې په ځان کي وه هغه د غه دروازه خلاصه کړه. راسره خاديستانو  له کس سره یې جلا خبري وکړې او زه يې ور ته تسليم کړم. هغه ځوان ته چي زه تسليم سوم په دروازه د ننوتلو امر یې راته وکړ د سرای په منځ کي يو دوه منزله  زوړتعمير وو، د تعمېر په اول منزل کي يوه غټه کوټه وه. داسي معلومیدل چي د ډوډۍ خوړو کوټه به وه. په د غه کوټه کي يې زه تلاښي کړم يوازي کميس او پرتوگ يې را ته پرېښوول نور  یې هر څه را څخه واخيستل.  چي بیا مي هغه څو پیسې، قلم کورتۍ او نور څه بیا ونه لیده.د د غه تعمير څخه يې را و ايستم د  تعمير جنوب ته يو بل نوی او کانگريټي دوه منزله تعمير ته يې ور وستم.

 د نوموړي تعمير دهلیز  ډېر تنگ وو او يوې خوا ته یې څنگ پر څنگ آهني دروازې وې يوه دروازه يې خلاصه کړل. د قبر په اندازه کوچنۍ کوټه وه چي په وروستۍ برخه کي يې د اوبو نل او کموډ هم درلودی. هلته یې  د ننه کړم اود روازه یې قلف کړل دروازې يو کوچنی سوری درلودی.  مگر د د باندي لخوا يې اوسپنیزه تخته پر ځوړند کړی وو ما نه سوای کولای چي د باندي وگورم.  پدې کوټه کي دونه تیاره وه چي شپه او ورځ پکښي يو شان وه.

 په دهلیز کي پيره داران روسي عسکر وه. په د غه دهلیز کي کوم چي زه ساتل کیدم اته کوټې وې. ټولي د بندیانو ډکي وې. يوازي د ډوډۍ ورکولو پروخت يو نفر افغان عسکر و د غو بندیانو ته ډوډۍ راوړل او توزيع کول. افغان عسکر هم خبري نه کولې روسي عسکرو هم د بندیانو سره خبري نه کولې د پیره دارانو(روسانو) تلوېزيون او ټايپ به  شپه او ورځ په ډېر لوړ اواز سره اورېده کېدئ. هغه هم روسي تلوېزيون او ورسي سندري.

 زه هيڅ نه پوهیدم چي په نورو کوټوکي څوک دي. او د باندي و دهلیز ته څوک راغله او څوک ولاړه. يوازي د ډوډۍ پر وخت به کله چي هغه ووړ سوری خلاص سو. ډوډۍ توزيع کوونکي او روسي عسکر چي مسلح به وه معلوم سول.

 روسي عسکرو زما سره تماس نه دی نيولۍ. او دهيڅ بندي دروازه يې هم نه خلاصول. يوازي خپله پيره يې کول. د وې هفتې مي په د غه ډول تیري کړې. په درېيمه هفته کي یو ځل دروازه را خلاصه سول. او را ته ويې ويل چي راووزه. د دروازې څخه دراوتلو سره سم يې په سر یې يوه تور رنگه خېرنه او چټله  کڅوڼه را واغوستل.

 يوه نفر تر لاس ونيولم د ړانده په ډول ورسره تلم. دهغه تعمير څخه يې را و ايستم بل تعمير ته يې بوتلم او په څو ځينو کي يې پورته کړم.  هلته په یوه کوټه کي یې سترگي را لڅي کړې، و پوهیدم چي شپه ده.

 دوه نفره د خاد کارکوونکي هلته ناست وه. ما ته يې هم پر یوه چوکۍ باندي د ناستي بلنه راکړل. ورسره سم يې دوې پاڼي کاغذ (استعلامونه) راکړه چي درې  پوښتني پر ليکلي وې. البته سوالونه يا پوښتني په فارسي ژبه ليکل سوي وې.

لومړی: خپل ځان هر اړخيزه پیژندنه وکړئ؟

د وهم: پر څه باندي بندي سوی يې او څومره وخت کیږي؟

د رېيم: د چا سره دي ارتباط وو د حزب په رهبري کي څوک له نژد ې پیژنې؟

ما د دوی پوښتني ژر او لنډي ور جواب کړې او کاغذونه مي بيرته ورکړل. کله چي د غو ځوانانو زما لنډ جوابونه او بيا پښتو ليکل وليدل. د غه په دوی کي د پاخه عمر لرونکی چي د شمالی ولايتو وو. هغه پښتن پاڼي او زما جوابونه څيري کړه.

په ډېره بې ادبي يې په دری ژبه را ته وويل:"د گه د وران فاشیت ها تیرشد "نور د فاشيستانو د وران تیر سوی دئ. د سوالو جوابونه په فارسي وليکه. يعني پښتو د فاشيستانو ژبه ده. او دپښتنو دوران تیر سوو. هغه کشر يې وويل: دمکتب از پشتو بدم مي آمد. د لته وو چي خبره خرابه سوه. دوی د خپلو سوالو جوابونه په فارسي غواړي. ما خبري په فارسي هم پرېښوولې.

 نورخبري هم په پښتو کوم، جوابونه په پښتو ليکم.  زیاتی تحقيق پاته سو، له دی ځایه  مي د وهلو او ښکنځلو مرحله را شروع سوه. خیروهل خو د دوی د پلار حق وو پر ما باندي.

مگر دبد وويلو جواب مي په هغه ډول ورکاوه چي دوی راته څه ويل. شپه پخه سول. دوی ولاړل او عسکر ته يې وويل چي  دی دي تر سهاره په د غه کوټه کي وي خوب ته يې مه پرېږده.

د پوښتنو د غه لمړۍ  شپه خو د وهلو او بې خوبه  تیره سول سهار يې بيرته خپلي کوټې ته په هغه ډول چي را  وړی یې وم  راوستم. په د غه شان مو يوه هفته سره تیره کړه د شپې تهديد بد ويل د څپیړو او لغتو سره  بې خوبه ورځ په خوب باندي تېره کړه.

 يوه هفته وروسته دغه دوه تنه پوښتونکي ورک سول تحقيق پاته سو. ترد وو مياشتو زيات هلته پاته سوم. دا دی یوه ورځ  بيا  د کوټې دروازه  راخلاصه سول را ويې ايستم پر سر يې کوم څه را وا نه چول. کله چي ترسوپ دهلیز را ووتم روڼا ته مي هیڅ شی په سترگو نه لیده.

ځکه دوه نيمي مياشتي مي په کوټه کي برق ته تیري کړي وې. خیر يوه  ډ به موټرته یې د ننه کړم. کله چي موټر ته د ننه سوم موټر د نورو بندیانو څخه ډک وو. ډېر ژر يې دروازه وتړل نور نو په موټر کي بندیانو يو بله نه سره ليدل.

يوه بندي د بل بندي سره خبري نه کولې. يوازي هغو خبري سره کولې چي سره پیژندل يې موټر حرکت وکړ څه کم يو ساعت وروسته موټر ودرې دی او دروازه خلاصه سول. زه او دوه نفره نور يې دا لته د څرخی پله د زندان د ننه د اول بلاک په مخکی د موټر څخه راکښته کړو.

 نوربند یان یې بل بلاک ته یوړل، ما وليدل د لويو، لويو ډبرینود ېوالو په منځ کي د يوې غټي اوسپنيزي د ورازې  مخته ولاړ وم. هلته پر يوه تخته ليکلي وه لومړی بلاک د غه بلاک يا سرای ته يې د ننه  کړم تلاښي يې کړم اوبیا عسکر بوتلم  داول بلاک غربی لوری ته  په اول منزل کي یې ديوې کوټې دروازه راته خلاصه کړل اوزه یې ور د ننه کړم دروازه  يې وتړل اوقلف کړل.  نور بیا

 

 

 

+++++++++

د ببرک کارمل واک ته رسونه.

دریمه برخه.

کندهار ته زما بيرته راتگ:

 په ۱۳۵۸هـ ش کال د حوت د میاشتی په وروستیو پنځو ورځو کي کندهار ته راغلم  دوې میاشتي مي پر خپل کور بیله کومي رسمي وظيفې تیري کړې. د ثور د میاشتي آخیر وه چي خبر یې راکړ زه يې د کندهار د ښار حزبي منشي ټاکلی وم. په د ولت کي مي وظيفه نه وه. يوازي په حزبي کارونو مشغول سوم.  زما تر ټاکنی  لږ وروسته کندهار ته عبدالمجيد سربلند راغلی.  سربلند د کندهار د حوزې رئيس تنظیمه سو. د سربلند په راتلو په کندهار کي د بلخ د ولايت په شان د د سيسو جوړولو بازار گرم سو.

 په د سيسو جوړولو کي عبدالمجید سربلند او احمد نبي  تصمیم نیونکي وه، د خاد رئيس گل خان  یې پلی کونکی وو.له کابل څخه  ببرک کارمل، نور احمد نور او ډاکټر نجيب الله او  روسان  هم  د دوی سره په هر ه د سیسه خبر او شريک وه.

دوی په  شریکه  په خپل ټول قوت او سپین سترگی  سره خلقیان ترورول او له وظیفو لیري کول. په کندهار او جنوبي غرب ولايتو کي  ټول پرچميان د گوتو د شمار تر انذازې ډیر نه وه ، پدې چی سربلند د یوه فیودال زوی په مفته ډوډۍ لوی سوی وو ټول عمر يې په ..... بې پروايي سره ژوند کړی وو.

 پر چمیانو (سربلند) د شوروی سفارت ته د کندهار په باب درواغجن راپورونه ورکول چي ده په جنوب غرب ولایتونو کي ډیر ځوانان پرچم ته جذب کړیدي. د شپږم ترجدي وروسته یې يو شمیر داسي چوکۍ پرستان، پخواني رشوت خواره د کوڅې او بازار لوچک لغړيان سره راجمعه کړل او پر حکومتي چوکيو او حزبي مقامو يې مقرره کړل.

روس او پرچم  د واړو فکر کاوه چي خلقیان د دوی داهدافو د تطبیق په لاره یو سترخنډ دي او په رښتیا هم داسي وه. پرچم خلقیان د خپلو ناوړو اهدافو د پیاد کولو په مخکي خلقیان لوی خنډ بلل چي  اول باید دغه خنډ  له منځ لیری کړل سی. پرجمیانو روسان تیر ایستلی وه روسانو ته یې ویلی وه چي زیاته برخه خلقیان کلیوالي پښتانه او د اشرارو  سره اړیکی لری. په رښتیا د پرچم زیات مشران د خانانو او په سلطنتي حکومتو کي  لوړه رتبه لرونکو زامن وه، دوی د نورو خانانو ، پخوانیو جاسوسانو او رشوت خورو سره نژدې کورنۍ تماسونه لرل نه له اولس سره.

 نو هغه وو چي تر شپږم له جدی وروسته زیات له هغوی څخه د خاد دستگاه ته جذب کړل سول. د خاد د بې حسابه مرستي، د حکومتي مقام او چوکۍ څخه گټه اوپه حکومتي زور يې د خلقيانو د منځه وړلو لپاره د سيسې جوړولې او عملي کولې. روسان د دوی حمایه کول او د دوی تر شا ولاړ وه.

 دوی روسانوته داسي د عوتونه، تحفې، سوغاتونه او مجلسونه جوړول، په ډېر افسوس سره بايد ووايم چي پرچمي رهبران ډېر د مقام ساتلو، چوکۍ لرلوعلاقمند وه، چي افغانيت، انسانيت او اخلافي غرور ټول تر پښو لاندي کول خو چوکۍ يې ساتل.

هر څو نه خلقيان چي دوی د وظيفو ليری کړل، ترور يې کړل، بند یان يې کړل او د د ولت ټولي چوکۍ دوی ونيولې. په حزب کي واکداران وه. دوی د شورويانو غلامان او شورويان د دوی باداران وه. خو بیا هم له خلقيانو څخه بیرېد ه.

 د د ولت او حکومت ضد مخالفينو او حتا روسانو، سره يې يو ځای د خلقيانو پر ضد مبارزه کول. عبدالمجید سربلند   په کندهار کي د ځان او کارمل په گټه دوې اساسي وظيفې په بري پرمخ وړلې.

لومړی: په کندهار او شاوخوا ولايتو کي يې د مخ د اړولو خلقيان ترورو یا بند یان کړل. يوازي يې هغه پرې ښوول چي يا دوی ته تسليم وه او يا يې پخوا هم په حزب کي کوم مثبت او فعال رول نه درلودی.  يوازي خالي ځايونه په ډک وه.

د وهم: په کندهار کي يې د خاد او هغو فیوډالانو پر لاس  چي کلونه مخکي ( دمحمد ظاهر شاه او سردار محمد) پروخت د هغوی د استخباراتو غړي وه اوبل  د يو شمیر جهادي ډلو سره اړيکي پيدا کړې، پيسې يې ورکړې، سلاح وي يې ورکړې څو په ښار او ولسوالیو کي  خپل د نظر مخالف اشخاص د هغوی په توسط  له منځه يوسي. دغه غیري حزبي لنډغرو او یو شمیر فیوډالو به د خپلو سلاو او سړو په زور خلگ زورول،  په نوم جهادیانو به د مخالفينو د جبهو راپورونه ور ته راوړل. دنظر مخالف خو يې په ترورکړل. په مخالفينو کي يې هغه ډلي په پيسو او صلاح حمايه کړې څو دنورو ډلو په مقابل کي غښتلي سي.

بل کار چي عبدالمجید سربلند  وکړ هغه د عبدالرحيم هاتف  په دام کي اچول وه. سربلند  غوښتل چي هاتف صاحب خپل ولاری ته جذب کړی څو د حکومت همکار سي. په اول سر کي  هاتف صاحب   اماد گي نه ښود ل.

سربلند  او گروپ يې  داسي فيصله وکړل چي هاتف صاحب یو شانته  و ډاروي. خاد ته یې وظيفه ورکړل چي دهاتف صاحب هغه زوی کوم چي  تر ۶دجدي وروسته د يو شمیر هغو هلکانو سره چي احمدنبي وروسته دپرچميانو په ليست کي حزب ته پیژندنه کړي وه.

 هغه ورته زخمي کړي، څو دهاتف صاحب احساسات را وپاروي اومجبور سي چي د حکومت همکار سي. همداسي يې وکړل زوی يې زخمي څه چي ورته مړ کی.  په رښتیا هاتف  صاحب و بې رېدی، دوی ورسره تماسونه ډېر کړل څو په وروسته  کي هاتف صاحب څو ځله د کارمل په لیدو مشرف او جوړ باغونه یې ور وښول څو  په دولت کي مقرر سو.  ارواښاد اکاد ميسن نوميالی، ارواښاد بینوا، ارواښاد محمد ابراهيم عطايي، محمد نبی خان د احمدنبی پلار  دا ټول د هاتف صاحب سره  دیوه مجلس خلگ وه.  دا د سربلند مناسبات وه چي وروسته تر شپږم د جدي  دوی حزب او د ولت ته مراجعه وکړه. بل يې د عبدالکريم صحرايي په نوم يو بل دروزگان خان هم د ځان ملگری کړ. چوکي، منصب، موټر او پیسې ډیر بد څه دي.

 په هر صورت سربلند د خلقيانو سره سخت د ښمن، دروسانو نوکروو. و کندهاريانو ته تر هر بل چا سربلند  ډېر تاوانونه ورسول. ما ورسره ډېر لږ حتی هیڅ نه ليدل. په مخامخ خبرو کي زما او د سربلند  تر منځ هيڅ مشکل نه  دی راغلی.

دا دی يوه ورځ زما يو د وست او ملگری چي په خاد کي يې وظيفه وه راغلی او ما ته يې خبر راکړ چي د ځان سره احتياط کوه. کیسه یې داسي  را پیل کړه، نن زه د خاد درئيس سره په يوه موټر کي درئيس د امنيت په خاطر د سربلند  د فتر ته تللی وم.

رئيس د خاد ، احمدنبي اوسربلند  سره په د فتر کي ډېر وخت تیر کړي. کله چي بيرته رئیس د خاد موټر ته راغی او د خاد رياست پرلور راتلو. و يو بل نفر ته چي د خاد درئيس سره له کابله راغلئ وو هغه ته په فارسي وويل چي نوبتش رسید.  اما این بار کارسخت است دوی په دې چي زه په فارسي نه پوهیږم او همد غه خبره يې وکړل. نو ما فکر وکړی چي حتمي تا ياد وي. په هرصورت خبري به رالنډي کړم که د سربلند  پر خيانتو، جناياتو او شخصي ژوند څه ليکم بيا نو په هر صورت بايد دوه سوه صفحې پر وليکم.  ځکه تر رسیمي ژوند یې شخصي ژوند ډیر چټل وو.

 دا  دی په۲۰۰۷م کال کي مي يوه ورځ په ټليفون کي د نور احمد نور سره خبري کولې. بیله کومي خبري چي ياده سوې نوراحمد نور را ته وويل "ملگرې قيومه ستاسره ډېر ظلم وسو. داټولسربلند وو. ما نور د سربلند سره د کارمل په مخکي ستاسي پر سر مناقشه وکړه او د ده اعمال مي وغندل چي ستاسي سره يې کول او وکړل".

 راځم خپلي خبري ته، زما  د دوست تر خبر تیا وروسته  بل خبر راورسیدئ. چي څو نفره مؤظف سوي دي د دې لپاره څو تا ترور کړي. په هرصورت ما له احتياط څخه کار اخيستۍ که به کومي خوا ته تلم بیله دې چي څوک خبروي تلم، سلاح مي د ځان د ساتلو لپاره گرځول.

 خلقيان او سربازان مي شا ته ولاړ وه. بيا هم تر څو به د پاچا ، رئيس د خاد،  د زون د مشر سره په د غه ډول ژوند کوې. نو مي تصميم ونيوی چي  یو ځل کابل ته ولاړ سم د حزب او حکومت لويان له دې جریانه خبر کړم. وگوری زما ساده توب ته، خو بله لاره هم نه وه. په رښتیا تر دغه وخته لا په سلو کي سل پدې نه پوهیدم چي روس او پر چم د ټولو خلقیانو د له منځه وړلو پلان لري.

دا  دی کابل ته راغلم شپه مي تیره کړل په سبا د مرکزي کمیټې د فتر ته چي دا ځل د جمهوري ماڼۍ يا ارگ شاهي څخه د باندي د شرق خواته د وزارت د فاع په تعمير کي وو هلته ورغلم د نوراحمدنوراو ډاکترصالح محمد زيری سره چي په یوه دفتر کي اوسیدل گډ وليد ل.

 ټولي خبري مي دوی ته وکړې، نه دا چي گټه يې را ته و نه کړل بلکي سربلند یې را خبرکړی چي زه د دوی په پروگرام خبر يم. رشتيا  نوراحمدنور را ته وويل چي سربلند  به داسي بد نه کوي. چي ستا د ترور پلان به يې جوړ کړی وي. مگر د د نور احمدنورد غه د ۲۰۰۷م کال ټليفوني خبرو دا ثابته کړل چي د غه پلان دوی په گډه جوړ کړی وو.

نوراحمد نور او ډاکترصالح محمد زيري دواړو ماته وويل چي کابل ته به دي را تبديل کړو. خو دا چي چيري، کله څنگه دا خبره معلومه نه وه. زه بيرته کندهار ته ځم او غواړم چي د کورنۍ سره کابل ته ولاړسم. کله چي کندهار ته راغلم حالات نور هم خراب سوي وه. سر پر سر خبرونه کور ته را ته رسیږي چي عبدالمجید سربلند  او خاد په خپل ټول قوت تلاښ کوي چي تا له منځه يو سي.

په درېيمه شپه چي د سنبلې د مياشتي(۲۰) شلم تاريخ وو البته چي د ۱۳۵۹هـ ش کال وو. د شپې پر اتو بجو باندي مي د کور دروازه وټکول سول. زه چي سلاح راسره وه دروازې ته راغلم کور مي په دوهم منزل کي وو.

 کله چي مي د دوهم منزل دروازه خلاصه کړل. د سترگو په رپ کي اضافه تریوسلو اتیا مرميو زما پر لور حواله سوې. د اول منزل څخه تر دوهم منزل پوري دوی شپږ نفره په ځينو کي ولاړ وه. ټولو سترگي  پټي  او دکلاشنکوفونو شاجورونه یې را باندي خالي کړه.

 زه په اول ځل د مخ نفر يوه مرمۍ وويشتلم. ما د کور خوا ته ځان واچوی دهلیز ته ولوېد م. دوی له بیري پيرونه کول. دهليز تنگ او اوږد وو ډېري د وړي، گچ او خاوري سره باد سوې.

 زه يوې خوني ته راغلم او برنډې ته را ووتلم. اوس نو زه لوړ او دوی لاندي. دوی کوښښ کوی چي نور زما له کوره وتښتي.  ومی لیدل چي دوه د خاد موټرونه څه ليري ولاړ دي. دوی ځانونه موټرونو ته رسوي. زما څخه صلاح ده پيرونه مي پر وکړل چي موټرو ته ولاړ نه سي او فرار و نه کړي. ټول لاندي په د وکانو کي پټ سول هيڅوک جرأت نه کوي چي د موټرو پر خوا ورسي.

 ما ټليفونونه والي شهنواز شيواني ته، قوماندان د قول ارد و عبدالکبير کارواني ته، حزبي د فتر ته، قوماندان د پوليس يا څارند وی فضل الرحمْن طوطاخیل ته وکړل، دوی ټول ډېر ژر زما همکارۍ ته را ورسیده.

 ټوله ساحه محاصره سول زه چي زخمي وم د کوره راتا سوم. د خاد رئيس(گلخان  منگل) په گډون چي زما د ترور د پاره راغلی وه په همد غه ساحه کي ژوندي ونيول.

 وگورئ بيا هم والي، حزب، سربازانو، قول ارد و، څارند وی او حتا د کندهار ټول خلک زما شا ته وو. ما ور ته وويل چي نيولي کسان ورولئ سربلند  ته يې وسپارئ. چي د بې غيرته او بې همته ملگري همد غسي بې غيرته وي. په لسو نفرو يو نفر نه سي وژلای. زه شفاخانې ته ولاړم. چي خدای نه وم وژلی دوی نه سوای مړ کولای. نوربیا

 

 

 

+++++++++++++++++++++

دوهمه برخه:

په کابل کي مي څه وليدل؟

 ۱۳۵۸ هـ کال  دحوت د میاشتی( ۱۴ ) نیټه وه هوا ډیره سړه ده،  زه کابل ته راغلم په کابل کي تازه د حوت د میاشتی د دریمی نیټی خونړۍ پیښه تیره سویده . خیر زه کابل ته را ورسیدم په سبا يې د صدارت ماڼۍ ته ورغلم. تر د غه وخته پوري د حزب درهبرۍ غړي د صدارت په ماڼۍ کي کښینستل تر لږ انتظار وروسته اجازه راکړل سول او ماڼۍ ته دننه سوم.

 د ماڼۍ په لومړي پوړ کي يې ويوې کوټې ته د ننوتلو اجازه راکړل. ما مخکي د غه ماڼۍ نه وه ليد لې. کله چي و کوټې ته دننه سوم کوټه ډېره لويه وه. نژدې د يوه  ټیټ میز شاوخوا پنځه نفره  هر یو(نوراحمد نور، ډاکټر نجيب الله، محمود بريالی، ډاکټر صالح محمد زيری او غلام د ستگيرپنجشیری ) ناست دي.

 زه څلورو تنو پیژند م يوازي مي د ډاکټر نجيب الله سره دا اول ځل وه چي مخامخ سوم. هر یوه  ښه گرم روغبړ راسره وکړی ما ته يې هم دناستي بلنه په خپل څنگ کي راکړل.

د نوراحمدنور او داکترنجیب الله تر منځ کښننستم نوراحمد نور او محمود بريالی و ډاکترصالح محمد زیری او غلام د ستگیرپنجشری ته معلومات ورکول. فکر کوم چي د ډاکتر صالح محمد زيری او غلام دستگېر پنجشیري سره به هم تر شپږم تر جدي وروسته د غه د دوی اولنۍ ليد نه وه. ځکه چي زيری او پنجشیری پر شپږم د جدي بند یان او په څرخی پله  زندان کي وه.

 ولي داسي فکر کوم چي د دوی به اولنی ملاقات وو. په دي چي په دغه ناسته کي محمود بريالی، ډاکټر نجيب الله اونور احمد نور وزيري اوپنجشیري ته د خپلو فعالیتونو، برياليتوبونو، ليدونو،تماسونو، په باب دوی ته معلوماتونه ورکول او دوی ورته چوپ ناست وه.

 ډاکټر نجيب الله د خطونو پاکټونه له خپل بکس څخه را و ايستل چي پوستي ټکټونه ورباندي وهل سوي او ويې ويل چي موږ په بد لو نومونو د خپل ملگرو او دوستانو سره داسي تماسونه ساتل او دامين ضد مبارزه مو کول. هر يوه ډېري خبري وکړې زه تر پايه پوري له دوی سره ناست وم. نو وايم چي د غه به تر شپږم د جدي وروسته د دوی اولنۍ ليدنه وه. کله چي غرمه سوه سلطان علي کشتمندهم په د غه کوټه کي څه ليري د لوی میز شا ته ناست وو نفر ورته تلل او راتلل.

 کشمندهم راغلی سلام او روغبړ يې وکړی او وې ويل چي د ډوډۍ وخت نژدې دئ.  د لته  خبري زما سره شروع سوې. دوی پوښتنه کول چي ولی  دی استعفأ وکړل؟

 ما د بلخ په ولايت کي پر د سيسو او د سيسه بازۍ خبري وکړې او ور ته ومي ويل زه غواړم خپله وظيفه چي معلمي ده مخته يو سم. نور د غسي کار نه سم کولای. زما ترخبرو ورووسته هر يوه لنډي، لنډي خبري  یا نصیتونه را ته وکړل او په آخر کي نور احمد نور راته وویل چي ښه ته اوس ولاړ سه څو ورځي استراحت وکړه. او ډېر وخت کندهار ته نه يې تللی. موږ به ستا د کار او ماموريت په باب تصميم ونيسو او تا به خبر کړو. زه  د د فتره را ووتم. بله ورځ کندهار ته راغلم. هغه کندهار ته چي  واکدارو  د خپل کلي او کور څخه فرار کړی وم. او په مکتوب کي يې راته ليکلي وه (عبدالقیومه ) ته  نور کندهار ته راتلای نه سې. دوام لري نوربیا

 

 

 

+++++++++++

     اوله برخه:

    کله چي  شوروي باز د ببرک کارمل پر سر کښېنو ست زه د بلخ ولایت په مرکز مزار ښار کي اوسېدم د شپې په کور کي وم چي يوه آشنای، ملگري او په اداره (د مخکو د اصلاحاتو په مدیریت کي) راسره مامورصاحب شاولی خان دروازه را وټکول. چي د کوره ور ووتم په وارختائي  یې راته وويل راديو ونيسه څه خبره سته. ما راديو ونيول چي د تاجکستان  څخه مي د ببرک کارمل ږغ واورې دئ، چی د حفظ الله امين او امينيانو په ادرس  یې ښکنځلی کول او د قدرت نيولو اعلان يې وکړ.

 واقعاً چي کارمل د خپلو پخوانيو اړيکو څخه چي د شورويانو سره يې درلودې، د ځان او پرچمي حلقې په گټه استفاده وکړل. هغو چي نه یې د ثور د میاشتي د(۷) نیټې په نظامي پاڅون کي برخه لرل او نه یې د خلقي حکومت د لاسته راوړنو ( اتو فرمانونو) په پلي کیدوکي برخه لرل، ببرک کارمل د شوروي په مټو حکومت کاوه،د خلقي حکومت ټولي لاسته را وړني یې له منځه یو وړې، فرمانونه یې لوغوه کړه. ولس په خاصه توگه خلقيان يې د روس په مرسته چي څونه وسه رسیده هغونه یې و وژل( ترور) کړه. په هغه وخت کي لا د سترجنرال الکساندر مایوروف " په افغانستان کي رښتیا څه تیر سول" کتاب چاپ سوی نه وو، مگر ماته هغه وخت  داخبره ژر روښانه سول چي پرچم په ولس کي هیڅ ځای نه لري.

 د شپږم د جدي سره جفت د بلخ  په ولایت کي د حزبي رهبرۍ کمیټی مخکني غړي پټ سول. څو ورځي ولايت والي، حزب منشي او مرستیال نه لرل، د ولايت چاري د دهداي د فرقي قوماندان سيد خان ته سپارل سوي وې. ستر جنرال مایوروف، یوه پخه خبره لیکلې ده:"په ژوند کي مي احمقان، لټان او شرابیان نه خوښیدل او دلته داټول صفتونه په یوه کس کي راټول سوې وو. او دا سړی بیا گوندي لارښود او د دولت مشر وو."ص ۱۲۶

 يوه هفته همداسي تیره سول په بله هفته کي د بلخ د ولايت مربوط روسي مشاورينو (روسانو) چي د ټولو حزبي او د ولتي مامورينو ليستونه یې له ځان سره لره له.  دوی یو شمیر گوندي  کدرونو ته خبر ورکړی وو چي د جدي د مياشتي پر۱۵ تاريخ د سهار پر۹ بجو بايد د حزب د فتر يا د ولايتي کمیټې د فتر ته حاضر سي.

  په وربلل سو کسانو کي یو زه هم وم، پر ټاکلي وخت ټول د ولايتي کمیټې د تعمير په صالون کي نژدې څو څلوېښت (40)نفره سره را جمعه سوو..  دادی روسانو له ځان سره درې تنه پرچمیان راوستل لکه: یاسین  صادیقي، کارگر او دبل نوم مي هیر دئ او ترجمان راغله غونډه جوړه سول.

 روسانو د شپږم د جدي پر ضرورت  په ډېر تفصل سره خبري وکړې. د خوښی خبره داوه چي د دوی (روسانو) ترخبرو وروسته هيڅ افغان تائيدي خبري ونه کړې. بیا روس په بلخ ولايت کي  د گوندي رهبرۍ پر نه شتون او ضرورت خبري وکړې، پيشنهاد يې وکړ چي د غه دلته ناست تاسو ټول د دې ولايت غټان او مشران ياست، ښه داده چي تاسي د دې ولایت درهبرۍ يوه شورا و بولو. مگر لازمه  ده چي د غه شورا رئيس او معاون  ولري څو د لته په د فتر کي یو څوک  موجود وي او د ورځي کارو ته رسيد گي وکړي.

 روسانو د پرچمیانو سره په گډه وختي اماده گي درلودل. يو ډول واړه کاغذونه يې موږ ټولو ته راکړه. وې ويل چي دموکراسي ده هر څوک خپل ځان ته رايه ورکولای سي او هم بل د خپلي خوښي ملگري ته، څو د شورا رئيس او مرستیال انتخاب سي. کله چي پر کاغذ نو ليکل سوي نومونه را ټول سول، و کتل سول او راي وشمیرل سوې پنځه رايي ياسين صادقي ته وي پاته ټولي راي زما وې زه رئيس صاد قي زما مرستيال انتخاب سوو. په هر صورت  اوس نو زه د بلخ د ولايت حزبي مشر سوم که رشتيا ووايم تر دغه کړیه لا په دې فکر او عقيده وم چي روسان په جهان کي يوازني خلک دي چي د مظلومانو مرسته کوي د امپرياليزم ضد د سولي او د موکراسۍ طرفداران او مدافعان دي.

 پداسی حال کي  مي  د داسی چا سره کار شروع کړی  چي مخکی مو یو بل نه سره پیژندل څه وخت وروسته نوی والي مزار ته راواستول سو د خليل احمد"ابوي" په نوم باندي،گورم  چي هغه  يومکاراو کهنه کاره پخواني حکومتي مامور د چوکي پرچمی وو. حالات گورم چي ورځ تربلي په حزب کي د خرابتيا  پرخوا روان دي. د شورویانو په مستیقمه مرسته والي ابوي له  یاسین صاد قي سره په گډه په دې مصروف سول چي څنگه خلقيانو ته د سيسې جوړي  او هغوی له کارونو گوښه کړي.

  دوی دهر ډول نارواوو څخه کار اخلي خلقيان بد ناموي. ددې پر ځای چي د حاکمیت د ټینگښت، د وطن دآبادۍ، د حزب د وحد ت او همکارۍ  لپاره کار وکړي دوی شپه او ورځ په د سيسو جوړولو اخته دي.

  پرچمیان چي په ټول هیواد یې شمیر لږ وو، تر ۶ دجدي وروسته یې دروس په مرسته ډیر تلاښ وکي چي کس ناکس، مار اوملخ  تطمع او د چوکی زامن را ټول کړل په ټول هیواد کي یې شمیره تر زر (۱۰۰۰) تنه جگه نسوای کړلای. ځکه په افغانستان کي دټول شوروي فوځ قوماندان "مایوروف"   و " اندروپوف" ته  داسي راپور ورکاوه: " د پرچم د غړو شمیر اوس یونیم زرو تنو ته رسیدلی دئ، دا د سر سر کسان ممتاز وگړي دي او په عمومي توگه په پلازمینه کابل، وزارتونو،مرکزي کمیټه، ادارو او ولایتيمرکزونو کي واک د همدوی په منگولو کي دی. ..... خو اوس باید د پرچم پراختیا چټکه شي". ص ۶۶. بیلشکه چي روسان هم د دوی سره د خلقيانو پر ضد په توطيو کي شامل وه، ترڅه وخت وروسته د ماتم ورځ هم تیره سول، چي د کابل څخه يو دری نفری حزبي هيأت  مزارته راغلی.

 د غه هيأت د حزب د تشکيلاتو د جوړېد و لپاره راغلی وو. په هيأت کي شامل درې  نفره هر یو: سيد طاهر شاه پيکارگر، سيد احمد شاه د ولتي او محمد ظاهرمؤفق وه.

د حزب او حزبي تشکيلاتو جوړید نه نه وه يوه ډرامه وه. لياقت، پوهه، صداقت د کار سابقه له نظره غورځول سوي وه. يوازي گروپي اوترټولویی لا بده داچی ژبنی مسئله  پرچمیانو په نظر کي نيوله.

 هغه خلقيان چي ما پیژندل او يا نور ملگرو يې په هکله معلومات راکړي وه چي د غه لايق، پوه، سابقه لرونکي او د کار خلک دي. د غه بايد د حزب په برخه کي پکار وگومارل سي.

 دهغو د تعين او مقررۍ په هکله به پرچمي ډلي لکه، پيکارگر،صاد قي ډېر ژرمنفی عکس العمل وښود چي دا خو ښه سابقه نه لري، داامينی دئ او دا پلانی دئ روسي مشاورین سم د دوی ملاتړي وه،ځکه هغوی ته همداسي هدایت وه چي پرچم حاکم کي. پرچميان چي د نور ولایاتو په شان په بلخ ولایت کي هم نه وه د کوڅې ، بازار څخه یې، چوکی پرست غوړمالان  راجمعه کول خپل شمیر یې زیات ښوی.  چي ما او هيڅ سابقه لرونکو د گوند غړوبه هغه د گوندي په صیفت  نه پیژندل . د نورو څخه به مي وپوښتل چي دا څوک دي هغو هم نه پیژندل او يا به يې په بدنوم پیژندل چي د بازار او کوڅې څخه يې د خلکو نومان ليکلي وه.

سيد احمد شاه دولتي اومؤفق چي ځانو ته يې خلقيان ويل. يوه ورځ هم دا جرأت و نه کړ چي زما سره جلا وگوري. د واړه د ومره ډارن او بې زړه خلک وه چي فکر کوئ.

 په هر صورت چټل او ناقص تشکليلات جوړ سول يوازي دا نه معلومیږي چي ووايي څوک د ولايت منشي او څوک بايد معاون وي زه اوصاد قي سره پاته يو. څو ورځي دغسي تیري سوې نه هيأت جرأت کوي چي زما سره د غه خبره طرحه کړي او نه هم روسان.  خو زه پوهیدم چي خبره څه ده. د شورویانو پر صداقت مي خپل باور دلاسه ور کړی وو. بله ورځ روسانو د مزار د تخنيکوم د ښوونکو په یوه کورو کي میلمستا وکړل چي راغلي هيأت زه اوصاد قي میلمانه يو هلته روسانو ما ته وويل: ته خپه نه سې ضرورت داسي  دی او لوړ هم داسي غواړي چي بايد صاد قي منشي سي او تاسي يې مرستيال.

 زه چي په گوند کي په هیڅ گروپ پوری تړلۍ نه وم ومي ويل سمه ده. ځکه چي بیله هغه هم هر څه د دوی وه. څه کم يوه مياشت نور هم په بلخ ولایت کي  د منشي د مرستیال په حيث پاته وم. کله چي د سيسه بازۍ ډېري سوې سر مي خلاصو چي خبره بله ده  نو په ليکلي ډول مي د د غه معاونيت څخه خپله استعفا ورکړه.

 پرچمیان زما په استعفا خوښ سوه ، خو روسانو ډېر ټينگار وکړ چي کار وکړه ما نورهلته کار نه سوای کولای. څو دوی کابل ته خبر ورکړ. زه د گوند مرکزی کمیټې وکابل ته ور وغوښتلم دا دی د بلخ له ولايته هم ژوندی را ووتم او کابل ته راغلم.  نور بیا

 

 

+++++++++++++

 

کتاب پیژند نه:

    د کتاب نوم                استبداد

ليکونکی               معلم عبدالقيوم

کمپوزر                    محمدنسيم افغان

خپروونکی                   په خپله ليکونکی

د چاپ شمیر                          “۱۰۰۰” زر ټوکه

د چاپ کال                             ۱۳۸۸ل لومړی چاپ

له استبداد کتاب څخه

شپږم ځل بندي گيري او فرار.

اسلامي امارت

په ۱۳۷٦ هـ د حوت میاشت وه چي ۱۹۹۸م کال د مارچ میاشت وه  په کابل کي اوسیدم  د کورنیو چارو په وزارت کي  د ډگروال په رتبه  د احتیاطو تو افسروم.

د ډاکتر نجیب الله د حکومت څخه را شروع  د مجاهد و “ربانی”د حکومت پروخت دافغانی ارزښت  دونه را ټیټ سوی وو چي  د یوه د ولتی مامور د یوی میاشتی په تنخوا یوه بوجی اوړه نه کید ل.

 د طالبانو د امارت پروخت  دافغانی ارزښت نور هم را ټیټ سوو. د تیرو حکومتونو زیات د ولتی مامورین  ترور، د وظیفو لیری کړل سوه نور  هر یود ځان ژوندی پاته کیدو په تمه دهیواد څخه وتل. په واقعیت سره  د ولتی نظم او  د ولتی اداری د برهان رباني تر حکومت هم کمزوري او کوچنی سوې ډیري ادارې له منځه تللی وي.

خود تیر رژیم څخه پاته ناوسه مامورین  یوازی پدې امید د پوشالی  بی تر تیبه ادارو سره خپله اړیکه نه شلول چي بل د ژوند او پنا ځای ته یې لاس نه رسیدئ.

 نور هرچا په خپل ابتکار د دولت په اداروکی  د امضا تر څنگ شخصی تلاښ کاوه خپل د کور خرڅ برابر کړي. ما هم د امضا کولو تر څنگ شخصی کارونه  کول  کورنۍ ته مي ډوډۍ پيدا کول.

دا دی يوه ورځ د کندهار د موټرانو په پلورنځی کي ناست يم. څو مسلح هلکان چي ږيري لري. توري او سپيني لنگوټې يې تړلي دي په يو موټر کي پلورنځی ته راغلل.  یو یې په موټر کي له ډریور سرناست او  دري نور یې له موټره  را ووتل تر ما را تاو سول  د توپکو خولی یې راباندي ونیولی زه یې په موټر کي  له ځانو سره  د کابل  ښار د حاجي يعقوب څلور لاري او هلته  يوه تعمير ته د ننه کړم.

 د غه تعمير يا په تعمیرکی د فتر چي زه يې پکښي بندي کړم د د فاع په وزارت پوري تړلی د کشف رياست وو، .

د غه هلکان چي زه يې ونيولم، د کشف رئيس او د د فاع د وزير ملا عبیدالله سړي او قومیان وه دوی ټول د کندهار او په کندهار کی بیا د پنجوايي د ولسوالۍ اوسیدونکي وو. ځکه د کشف رئیس، د دفاع وزیر دا ټول د پنجوایې ولسوالی وه.

د غه ټول چي زما په نيولو کي يې لاس درلو دی دوی زه  په رنگ نه پیژندلم او ما دوی، ځکه دوی کشران وه،مگر  د دوی مشران مي ښه پیژنم. دوی زما نوم اورېد لی وو په رنگ يې نه پیژند م. اما زما کورنۍ دوی ښه پیژند ل.

دا چي ولي يې زه ونيولم؟ د دې سوال جواب ښکاره دی هغه دا چي ښوونځی لوستونکي وم، د تیر حکومت کار کوونکی او خلقی وم، د ای، اس، ای لخوا چي کم پلان خپلو گمارل سوو ته ورکول سوی وو هغه داو چي په حکومت کي کارکونکی اوپه خاصه ښوونځی لوستی ټول  باید  له وظیفو لیري او ووژل سی.

  د پنجوايي په ولسوالۍ کي همدا زه د دغو جاهلو او (i,s,i د میل خلاف ژوندی پاته وم. دا ځکه زما ټول همزولي، همصنفیان ترور سوي وه.

د دغه تعمير په شاه کي د سرای شمال خوا ته دوه کانتينرونه پراته وه. زه یې هلته وروستلم د يوه کانتينر د دروازې قلف يې خلاص کړي. په کانتينر کي د ننه څلور نفره نور بندیان ناست وه.

د کانتينر په منځ کي د پخو خښتو د ېوال وهل سوی وو چي کانتينر يې پر د وو برخو وېشلی وو. په د ېوال کي  يوه بله د لرگي وړه دروازه وه. مسئول نفر دهغی دروازې قلف په کلي خلاص کړي.

 دروازه خلاصه سول او ما ته يې وويل چي  دلته ورد ننه سه. زه په مشکل ورننوتم ملا طالب دروازه  راپسي قلف کړل بيا يې هغه د کانتينرلو دروازه هم قلف کړل ډېره تياره وه. څه مي نه ليدل خو يو بل سړی چي هلته زما مخکي لا بندي وو په دری ژبه خبري کولې سلام راسره وکړی.

تقريباً يو ساعت وروسته مي څه ليدل.

هغه ځوان چي زما مخکي هلته وو، هغه د پنجشیر يو ځوان هلک وو، نوم مې هیر دئ. او د کانتينر په مخکنی برخه کي څلور نفره چي بند یان وه. يو يې ښوونکی او نور عادي خلک وه ټول په دې تور بندیان وه چي دوی په کورونو کی صلاحوي لري او مسعود ته راپورونه ورکوي.

اصلي خبره د پيسو وه، درشوت اخیستو وه پيسې يې د دوی له کورنيو څخه غوښتې او وروسته يې خوشي کول. ما په د غه کانتينر کي يو هفته په دهغه ډول سره تیره کړه.

په دغه یوه هفته کي بیله هغه يوه معين  لنډ غر دروازه وان ما د طالبانو بل کس نه دي ليد لي. تحقيق او پوښتنه نه زما څخه چا و نه کړل او نه د د غه نورو څخه چي زما سره په کانتينر کي پراته وه چا تحقیق کړی وو.

 د غو نفرو وخت ډېر تیر کړی وو، کورنۍ يې خبري وې چي دوی د لته بند یان دي. د جمعې په ورځ به يې         دوستانو پايوازي کول. يو او نيم له دوی څخه په دې هم خوشحاله وو چي د د غه رياست طالبانو پيسې په دوه درې  کښته هم غوښتې او پررشوت چنې هم وهل کیدې.

چا چي به لږ پيسې ورکړې دهغو ځای بيا بل کانتينرو، چي هلته د ننه په کانتينر کي دوه منزله سيمي چپرکټونه. زاړه تلتکونه او کمپلي وې وتشناب  ته د تللووخت يې زيات وو، پيره دار د بازاره څخه  د پيسو په مقابل کي څه  خواړه او د اړتیا سامان را وی.

او د غه کانتينر چي زه پکښې وم د جزايانو هغه هم د وې طبقې اوله او د وهمه زه او هغه پنجشېری ځوان لومړۍ درجه جزايان وو. موږ نه فرش درلو دی او نه بسترې د اوسپني کانتينرو، په کابل کي د حوت مياشت فکر وکړي چي څونه به هوا سړه  وو.

موږ يې په څليرويشت(۲۴) ساعتو کي څلور ځله تشناب او  اودسه  تازه کولو ته را ايستو. يوه غټه ډوډۍ د يوه بندي لپاره په “۲۴” ساعتو کي بندي ته ور کول کېده چي اصلاً يو وخت يې کفايت نه کوی.

 د ډوډۍ سره عسکري کره وانه لکه، شلغم، پټاټې، گلپي يوازي به لږ تودې او به وې او رنگ به يې هم خړ مالگه به يې درلود ل.

يوه هفته وروسته يوه ورځ د سهار لخوا دروازه را خلاصه سول او ما ته يې وويل چي راووزه. ما او راسره دا نورو فکر کوی چي څه پوښتنه موښتنه”تحقیق” به کوي. کله چي له کانتینر څخه را ووتم بيا يې هغې خوا ته ور پرې نه ښوولم. لږ چي له کانتینرو نو څخه را تیرسوم دلته یې غټي  درنی زولنې يا بیړۍ پښو ته راواچولې.

زه بيا د زولنو سره او زولنې زما له پښوسره ملگري سوې.  وروسته یې يوه ډاډسن موټر ته پورته کړم يو نفر مي يوه اړخ او بل مي بل اړخ ته کښینستل، يو نفر د موټروان سره د مخ په سيټ کي ناست وو، موټر حرکت وکړی.

 لاره وينم پوهیږم چي چيري پرکمه موتر روان دئ. څو د کابل هوايي ډگر ته ورسید و. د میدان هوایي په دروازه کي تر ډیر انتظار وروسته يې و موټر ته اجازه ورکړل چي ميدان ته ننوزي.

 هلته ليري يوه غټه عسکري څلور ماشینه طياره ولاړه وه. نژدې و طيارې ته يې د موټر څخه راتا کړم. او طيارې ته  د زولنو سره په مشکل طیاري ته  د د وو ساتونکو طالبانو سره  پورته سوم.

طيارې د کندهار پر لور پرواز وکړۍ، په طياره کي ټول راسره سپاره طالبان دي. طيارې چي ښه پورته سول  څه لاره ولاړو عسکري لويه طياره وه چوکۍ نسته د ټولو فشارونه کله کښته او کله پورته کیدلو د ټولو حالات خراب سول. په د غه وخت کي دهغو د وو نفرو ساتونکو څخه چي زما د ساتنی او رسونی  د پاره راسره وه يوه نفر یې راته  په کراره وويل چي قيوم خانه زه تا پیژنم. څه خد مت کولای سم؟ما ته يې خپل پیژندگلوي وکړه چي د فراه د ولايت اوسیدونکی یم، نوم مې ..... دئ.

هلته دنوموړي سره بل امکان نه و چي زما سره یې مرسته کړی وای. ما ورته وويل چي قلم او کاغذ راکړه. نوموړي قلم او کاغذ راکړی. ما يو خط پیلوټ محمد کامل ته وليکی : "زه طالبانو بندي کړی او دا  دی کندهار ته يې راوستم". قلم او کاغذ مي بيرته  ساتونکي ته ورکړل.

څه وخت چي طياره د کندهار په هوایی ډگر کي راکښته سوه  نو زه  او ټول خلک د طيارې څخه را کښته کیږي خو زه د ساتونکوسره  تر نورو خلگو وروسته راکښته سوم. خلک او طالبان يو ډول او بل ډول راته گوري چي ساتونکی، بیړۍ په پښو کي را رون وم. پرمځکه پيلوټ او د طیارې عمله ولاړه وه ، داسی معلومیده چي دوی هم  زه پیژند لم ځکه ټولو د لاس روغبړ  راسره وکړی.

 ما هغه ليکلی خط  د مشرپیلوټ په لاس کي کښیښود. که څه هم پیلوټ مي نه پیژند ی. ور ته ومي ويل چي محمد کامل پیلوټ ته مي سلام ورسوه بس ځینی تیر سوم.

نوموړي پېلوټ په ډېره مړانه خط واخيستی او په هغه ورځ يې محمد کامل پیلوټ ته رسولی وو، کور دې آباد وي.

يو بل خط مي خپله هغه امنيتي ساتونکي ته چي زه يې د کابل څخه کندهار ته راوستم. قلم او کاغذ يې راکړی ووسپاری چي زما نورو د وستانو ته چي په کندهار ښار کي اوسیدل ورسوي.

 د غه ځوان هم میړنی سړی وو زما خط يې زما د وستانو ته په هغه ورځ رسولی وو، هر چيري چي وي ژوندی دي وي.

زه طالبانو په خپل موټر کي د کندهار دهوایی ډگرڅخه د کندهار قول اردو ته چي د وزيرد فاع اطاق يا مرکز وو، هلته يو وړم.

 ماځيگر يې د اميرالمؤمنين “ملا محمد عمر” د فتر ته ور وستم په موټر کي ناست وم. د موټر څخه يې راکښته نه کړم. چا راسره و نه ليدل تقريباً يو ساعت  د ملا عمر د د فتر مخته په موټر کي منتظر پاته سوم.

 څو يو ملا صاحب راغلی او موټر ته راسره وختی. حرکت مو وکړی د استخباراتو رياست ته يې ورسولم. هلته يې ملا خاد ته تسليم کړم. ملا خاد د پيره دارانو مشر قوماندان ته وسپارلم.

 بیایی په استخباراتو پوري تړلی او درياست تر څنگه محبس ته دننه کړم او په سرای کي د ننه يوې زير زمينۍ ته واچولم.

د کندهار د استخباراتو رياست د تعمير څنگ ته يو سرای هم درلو دی چي په هغه سرای کي دوی هغه شمير بند یان ساتلي وه چي دوی نسبت نورو بندیانو ته د غه بند یان غټان او مهم بلل.

او هم په د غه سرای کي يې د څو شپو لپاره هغه نوي نيول سوي خلک ساتل چي څه پوښتني به يې ځني کولې.  پښتني او گر ویږني په مسلکي شکل یا د تحریري تحقیق پاڼو په ډول نه بلکي د لنډغرو په شکل. ځکه دوي حکومت جوړول نه غوښتل، اومسکي سړې یې نه لرل.لنډه يې دا چي د استخباراتو لخوا چي به هر څوک په هر جرم او تور تهمتي کې دی اول د غه سرای ته راوستل کې دی څه وخت وروسته به يې لوی محبس ته استوی. او يا به يې آخرت ته لیږل.

کم شمیر خلک ايله (خوشي) کیدل چي کور ته به تلل. زه ترپايه پوري په د غه سرای کي وساتل سوم. په نوموړي سرای کي څلور خوني او دوې زيرخانې راسته خوا ته په اساسي تعمير کي موجودي وې. و دوهم  منزل ته د ختلو لاري او د دوهم منزل د خونو کړکۍ په خټو او خښتو باندي تړل سوي وې. زه يې په هغه د وو زيرخانو(تاکاوي، زېززمني) کي يوې زيرخانې ته ننه ايستم.

 د استخباراتو  ددفتر څنګ ته په د غه سرای(نظارت خانه) کي و شرقي لوري ته هم پنځه کوټې جوړي سوي وې او په وروستۍ برخه کي مکانونه “بيت الخلا” وه.

په اساسي تعمير کي د غرب لخوا په اوله کوټه کي “تورن” اسماعيل خان چي په اوسني حکومت کي د “کرزي” وزير دئ. او تر بندي گیري مخکي د مجاهیلینو د حکومت پروخت دهرات والي وو.

په د وهمه کوټه کي پنځه نفره اچول سوي وه. لکه د جلال آباد د پخواني والي حاجي عبدالقدير زوی، حاجي عبدالظاهر، محمد قسيم خان، عبدالصبور، نصرت مير او عبدالجبار. پاته دي نه وي چي د غه عبدالجبار چي د حاجي عبدالظاهر سره د دوسيې شريک وو، هلته په زندان کي  و طالبانوته په جاسوسی متهم وو. هره ورځ يې طالب ادارې ته د بندیانو په هکله راپورونه وړل او دا خبره يې دهيچا څخه پټه نه وه. دوهم شخص حاجي محمد “غرزی” په دې مرض اخته وو.

په اوله زيرخانه کي حاجي محمد “غرزی” او دوه نفره نور نومان مې هیر دي. په د وهمه زيرخانه کي فريد،        محمد صديق چي اصلاً د عربستان طبعه وو او زه عبدالقيوم يې هم پر ور اضافه کړم.

په درېيمه کوټه کي تور احمدالله د ارغنداب، شير محمد “عرب” د کند وز او عطاءالله اوسید ل.

او په څلورمه کوټه کي به همیشه هغه خلک ساتل کیدل چي د څو ورځو لپاره به بند یانېدل د پېسو په ورکړي به خلاصیده او يا به لوی محبس ته استول کیدل.

 د غه پورته شمیر موږ هغه بند یان وو چي زما تر فرار پوري د لته پاته وه. او دوه نفره پاکستانيان هم د لته ساتل سوي وه. دا هغه  پنجابي پاکستانيان وه چي په کابل کي يې خارجيان وژلي وه طالبانو د جهان څخه په د غه ځای کي پټ ساتلي وه اصلا ً بند یان نه وه او بیا خوشي سول.

په د غه کوچني سرای کي چي اصلاُ د استخباراتو توقيف خانه وه ما څلور شپې تیري کړي وې چي ورياست ته يې وغوښتلم. کله چي يې يو د فتر ته ور وستم ومي ليدل چي ښاغلی محمد کامل پېلوټ دنورو پيلوټانو سره يو ځای زما ليد و ته راغلي وه.

 هلته د استخباراتو درياست معاون او څه نور طالبان هم ناست وه. ما د محمد کامل او نورو پېلوټانو سره خبري وکړې. ټولو اطمنان راکړی چي موږ ستا د خلاصیدو پکار پسې يو.

ما هم دوی ته اطمنان ورکړی چي په ډېر جرأت خبري کوئ. هيڅوک هيڅ هم نه راباندي لري او هيڅ ډول بده رويه مي د چا سره نه ده کړې. او کولای سئ چي غوښتنه وکړئ چي د خلکو په حضور کي محکمه راسره وکړي.

 دا يوه خبره به د لته وليکم کله چي پېلوټانو زما خبري واورېدې. نو دوی زما د خلاصیدو په هلوځلو کي نور هم غښتلي سول. ځکه تر څو چي يې زه نه وم ليد لی. څه تشويش يې درلو دی چي ممکن څه خبري به راباندي وي.

 خو کله چي يې د طالبانو د استخباراتو د مرستيال او نورو په مخکي زما خبري واورېدې په دې باوري سول چي زما بندي گیري یوه د سيسه ده. نو دوی ټول دهوايي چارو وزير ته ورغلي وه او د غه خبري يې ورسره کړي وې.

 دهوايي چارو وزير مولوي منصور هم غيرت کړی وو، په دې چي ټول پېلوټان ورغلي دي او زما د خلاصون غوښتنه يې کړې وه.

 نو مولوي منصور يو خط د ملا عمر په نوم ليکلی وو، چي قيوم خان که کوم جرم کړی وي او څوک ورباندي عارض وي د خلکو په منځ کي يې ورسره فيصله کړئ. شريعت ورسره وکړئ او که څه نه وي نو خوشي يې کړئ.

 زه ملا عمر زما د د وستانو پر لاس ښه پیژند لم. اصلي خبره دا وه چي طالبانو دنيولو، وژلو، تهديد ښکنځلو او وهلو واک پوره درلودی.  خو د ښه رويې او خلاصون واک يې نه وو ورکړی. نو همدا علت وو، چي زه بندي پاته وم.

وروسته بيا دهوايي قواوو پېلوټان د ملا عمر سره د خبرو لپاره د ملا عمر د فتر ته ورغله. ملا عمر نه غوښتل چي د پېلوټانو سره وگوري نو يې هدايت کړی وو، چي د وکيل احمد “متوکل” سره ووينئ.

 پېلوټان و “متوکل” ته ورغله او ورسره يې وليده زما د خلاصون او د سيسې خبري يې ورسره وکړې اوځیني ويې غوښتل چي څه جرم يې کړي. “متوکل” د غه يوه خبره کول چي د خلاصولو لپاره يې يوه هفته وخت راکړی.      

“متوکل” هم د خلاصیدو صلاحيت نه درلو دی څنگه چي مي مخکي ليکلي دي د خلاصون فيصله يوازي د “I S I” کار وو.

لنډه يې دا چي د وې مياشتي مي په کندهار کي تیري سوې. چي يوه شپه يې راڅخه زما د شهرت او په د غه څو کاله کي دي چيري ژوند کوی پوښتنه وسوه.

په کندهار کي د استخباراتو رئيس “قاري” حميد گل مرستيال يې يو سړی چي د وولسم يې لوستی نه وو، خو فارغ سوی وو، طالبانو ورته حاجي معلم ويل. د تحقيق رئيس يو موټروان چي دوی استاد قاهر بلی. او يو بل ملا چي خلکو ملا خاد بلی. دا ټول نه ملايان وه، نه طالبان او نه هم د پوهي او سواد خاوندان بیچاره خلک يې سره راټول کړي وه.

زه په هغه زيرخانه کي شپې ورځي تیروم.

    يوه نه باورکوونکې خبره، مگر واقعيت او حقیقي پیښه. د کابل څخه زما د بنديگرۍ په د وهمه هفته کي يو ځل د ټولو کوټو دروازې خلاصي پرې ښوول سوې د ټولو بندیانو زولنې خلاصي سوې يوازي د حاجي محمد “غرزي” او د سعودي عربستان د تبعي صدیق په پښو کي زولنې  پاته سوې.

 موږ بندیان ترکوټو د باندي هم راوتلای سوای، بندیانو يوله بله خبري سره کولای سوای. دا په دې چي په د غو ورځو کي درباني او مسعود لخوا يو هيأت کندهار ته راتلی څو خپل بندیان وگوري او د طالبانو هيأت و پنجشیر ته  د خپلو طالب بندیانو لیدو ته تللۍ وو.

 د د غه توقيف خانې”نظارت خانې” امنيتي خلک يا ساتونکي ټول د غورد ولايت اوسیدونکي وه. دوی ډېر غريب اوښه خلک وه، نژدې ټولو يې زده کړی نه درلودی. 

د مسلمانی په پنځه رکنونو لکه( کلمه، لمونځ، روژه، ذکات اوحج) داسي  د یوه عادت په شان بلد وه لکه زموږ نور غریب ولس. ډیروختونه به بندیانو د دوی سره څه اقتصادي مرستی کول. دوی په ورین تندي منلې، پايوازانو چي به د خوړو څه خپلو بندیانو ته راوړل د غو پیره دارانو ته به یې یوڅه دراوړو خوراکی مواد وڅخه ورکول دوی به خوښ وه.

پد غه سبب پیره دارانو هم زموږ متهمینو(بندیانو) سره ښه تعلقات ساتل. موږ متهمینوته به د غو پيره دارانوله بازار څخه  زموږ په پیسو سودا لکه، وريجي، غوړي، تېل، غوښي، پياز او نور د اړتیا وړ شیان راوړل. کله چي زه  د غی توقیف خانې ته ور وستل سوم د غه پيره دارانو د ټولو بندیانو څخه دورځي یو ځل د سودا ليستونه راټولول ما ته به يې راوړل چي د غه خو سم را ته وليکه چي بل څوک يې ولوستلای سي.

 مابه هغه لست ور ته جوړ کړي. بيا چي به يې سودا د بازارڅخه راوړل زموږ د کوټې مخته به يې کښیښودل ما به دهري کوټې  سودا دهغه ليست له رویه ورجلا کړل دوی به توزيع کول.

د غو پيره دارانو زموږ ټولو متهمینو سره ښه رويه کول.

 د غور خلک چي ما د لته وليدل نرم او د ښو اخلاقو خاوندان وه. په د غه شپو او ورځوکی دا دی يوه ورځ چي د کوټو دروازي خلاصي سوې تور احمدالله  د چایو د ترموز سره زموږ زیرخاني ته راغی.

 په موږ ټولو بندیانو کي و احمدالله ته طلبانوپه ښه سترگه کتل ځکه خپله احمدالله تر بندی توب مخکی  د مستري شامحمد سره طالب وو، او  يو ورور د طالبانو سره  اوس هم ولاړ وو.

 احمدالله د پايوازه سره هم ليدلای سوای. کله چي تور احمدالله زموږ زیرخاني ته راکښته سوو، تر سلام او ستړې مسي کولو وروسته چای سره چیښو احمد الله ښه ځواني لري، ښه صورت او صحت لري په عمر تر ما کشر دئ.

  په دغه ورځو کي زما سره په زیرخانه  کي انډیوالان یوعرب(صدیق)  دی په پښتو نه پوهیږي او فريد بيا د موټرو مستري  دی  ټوله ورځ ادارې غوښتی خپل موټر په جوړوي. احمدالله تر لږ خبرو وروسته را ته وايي چي" قيوم جان کاکا زه خو تا پیژنم" ما فکر وکړی چي  دی ممکن داسي فکر وکړي چي زه ځان پټوم. ما ور ته وويل زه قيوم يم، حزبي او خلقي، او ځيني راته د پنجوايي قيوم هم وايي. دی زما په خبره پوه سو، ژریی راته وويل چي زه تا تردې خبرو ډیر پخوا پیژنم هغه خبري چي ته حزبي وې يا خلقي هغه اوس زړې خبري دي.

 زه تا د يوه کندهاري په صفت پیژنم ما ډېري پوښتني کړي ستا په باب مي خپل معلومات پوره کړل  او دا يم تا ته راغلی يم، يوه خبره درته کوم. دا خبره د مرگ او ژوند خبره ده هر چا ته يې نه کوم. خير وروسته يې د خپل زړه خبره داسي راسره شريکه کړل.

 "قيوم جان کاکود ډېرو نا ځوانانو (طالبانو) په لاس کي را گير سوي “بنديان يو. چي خپل ځانونه د دې بلا خلاص نه کړو دا د ناځوانه زامن مو نه خوشي کوي" .

نو ما ورته وويل چي زه او ته څنگه ځانونه خلاص کړو؟ځکه ماته یوه ورځ مخکی  د تور احمد الله په باب حاجی محمد خواخوږی”غرزي” د اود س تازه کولو پر وخت وويل چي د تور احمد الله سره ډېر تماس ښه نه  دی ځکه  هغه و طالبانو ته جاسوسي کوي.

   د احمدالله پر خبرو زه شکمن سوم چي شايد زما تر خولې به خبري ايستل غواړي. رشتيا به هم طالبانو وظيفه ورکړې وي. ځکه طالبان به غواړي په دې ډول را ته د مرگ یوه بهانه جوړه کړي. نور څه خو نه را باندي لري.

اما د بلي خوا څخه تور احمدالله يو وطني ځوان دئ، په خبرو کي را ته ډېر پاک سړی معلومیږي او دا چي زما په باب يې د خپل ورور پرلاس له د باندي څخه معلومات کړی  دی او چا ښه ور پیژند لی يم او ډېر احترام مي کوی او د مشر په سترگه را ته گوري، کندهاري توب هم کوي او اوس يې دا خبره هم را ته وکړل.  ځکه ځوان یا غښتلي هر څه به وکړي خو جاسوسي به ونه کړي.

 بيا هم د غور او فکر  کولو خبره خو په دې وه چي په بد ځای يعني محبس کي يم. په اصلي خبري لا ښه نه پوهیږم چي مطلب به یې څه وی؟. په د غه ورځ موږ نوري خبري و نه کړې ځکه زما د کوټې بل ملگری فريد راغلی.

 تر چايو وروسته احمدالله رخصت او خپلي کوټې ته ولاړی. د احمد الله تر تللو یا له زیرخاني څخه تر وتلو وروسته فريد هم را ته وويل چي قيوم جان کاکا د احمدالله سره ډېر احتياط کوه. چي ورور يې طالب دئ.

 زه د بندیانو خبري اورم او هم د احمدالله سره سلام ساتم. داسي فکر به هم را ته پيدا سو چي احمد الله چي د طالبانو سړی دئ. نو شايد چا وظيفه ورکړې وي څو زما سره خبري وکړي ممکن درشوت اوپيسو له لاري د خلاصون لاره به ورسره وي.  ځکه د طلبانو وړو قوماندانانو پیسی اخیستلی.

دا دی درې، څلور ورځي وروسته بيا احمدالله و لمر ته د وتلو پر وخت ځان را سره یوازي کی. دا ځل يو څه مخته ولاړی چي قيوم جان کاکود لته بله چاره نسته بیله تیښتي، ته فکر پر وکړه او لاره  یې پيدا کړه. پلان جوړ کړه، ما ته خو  په زړه کي د احمد الله خبري ډیر خوند راکړی. ځکه که ده ماته یوازی زما د خلاصون د پاره وطالب چارواکوته د پیسو د ورکړی وړاندیز کړی وایی دا به ډیره سخته وای، ما او زماک ورنۍ خو پیسې نه لری. مگر اوس چي ده د تیښتي وړاند یز وکړی نویی ماته خوند راکۍ.

مگر ده ته مي وخندل او ور ته ومي ويل چي احمد الله جانه خدای مهربان دئ. ما و تا څه کړي دي طالبان هم مسلمانان دي. څو ورځي به مو و ساتي نور به مو خوشي کړي څه مو کوي. احمدالله په ډېرو بد و نومونو طلبان ياد کړل. د طالبانو د وژلو او ظلمو کيسې يې را ته وکړې ځکه  دی هم څه وخت د طالبانو سره وو، ما چي  د طالبانو د کړنو  کېسې د احمد الله له خولې واورېد ې و پوهیدم چي ټولي خبري رشتيا دي او پر ما يې باور دئ.

 بيا مي هم نه دهو جواب ورکړی او نه د يا. په دې ډول زما او احمد الله خبرو اضافه تر يوې مياشتي د وام وکړی. او زما گرځیدل د احمد الله سره نور بند یان ويني، بندیان را ته وايي چي د احمدالله سره په خبرو کي احتياط کوه.

 ځکه دوی ويني چي احمد الله ما ته په ډېره علاقه سره هره ورځ کيسې کوي او زه يې هم په ډېره مينه اورم او يوه يوه خبره هم ورته کوم زما د غه تماس ډېر بند یان په دې عقيده کړي وه چي ځان مي غرق کړی هر څه احمد الله را څخه واورېدل او ټولي به يې  د طلبانو ادارې ته رسولي وي.

زه نور دهمد غي ورځي  څخه جسماً بندي يم مگر شپه او ورځ مي په تیښته کي فکر دی. او د فرار د لاري په باب سوچونه وهم.

   ما د زړه مريضي هم درلودل په هغه زير زميني کي چي اوسیدم  مریضی نور زور راباندي وکړ.

 دا دی خبر سوم چي سبا يو ډاکټر راځي څوک چي مريض وي ډاکټر يې گوري او نسخه ورکوي. ما هم پيره دار ته وويل چي مريض يم غواړم چي د غه ډاکټر ما هم معاينه کړي.

په دا بله ورځ يې تورن اسماعيل خان و ډاکټر ته ور وایستی وروسته يې زما نوم ياد کړي. زه هم ورغلم ډاکټر معاينه کړم نسخه يې را ته وليکل.  داکتر هدايت را ته وکړی چي په زينو کي پورته او کښته نه سې. ما و ډاکټر ته وويل صاحبه زه په زېرزميني کي اوسیږم چي پنځه زينې کښته ده. هره ورځ مجبور يم څو ځلي پورته او کښته سم.

 ډاکټر د بندیانو د ساتلو د مسئول شخص سره خبري وکړې او زما د مريضۍ په باب يې ور ته وويل چي قيوم  د زړه مریضی لری بايد په زېرزميني کي ونه ساتل سي.

 دا دی څو ورځي وروسته يې زه له هغه زېرزمينۍ څخه را و ايستلم، د تور احمد الله، شيرمحمد عرب بچه، او عطاءالله سره يې په کوټه کي يو ځای کړم.

په اوله ورځ چي د دوی سره په کوټه کي یوځای سوم د شپې په رارسید و سره د چايو چښلو پر وخت دا ځل د تیښتي او فرار خبره توراحمدالله د شيرمحمد عرب بچه، او عطاءالله په مخکي بيا را تازه کړه.

 د لته شير محمد “عرب بچه” راته وويل چي موږ ټول ستا په راتلو دې کوټې ته ډېر خوشحاله سوو. موږ احمد الله ته  دا وظيفه ورکړې وه چي ستا سره خبري وکړي. په دې خبرو آمرصاحب “تورن اسماعيل” حاجي عبدالظاهر قدیر. قسيم خان، صبور او نصرت ميرخان ټول خبر دي.

يوازي “غرزی”د اعتماد وړ سړی نه  دی هغه د طالبانو لپاره جاسوسي کوي په د غو شپو کي د حاجي عبدالظاهر د د وسيې  یوشريک عبدالجبار طالبانو کابل ته يووړې وو، دوی به ویل چي د بندیانو څخه د خبرو ټولو د پاره یې وړی  دی والله علم.

 البته په محبس کي زموږ د تیښتي په پلان او پروگرام ټول بندیان خبر وه يوازينی څوک چي خبر نه و همد غه “غرزی” وو. تر دې وروسته نو کله حاجي عبدالظاهر خبري راسره کوي، کله شيرمحمد “عرب بچه” ، وخت ناوخته اسماعيل خان راسره تبصرې کوي، قسيم، نصرت مير او عبدالصبورمی هم څو ځله خو له بوی کړه.

مالا  د دوی سره  پر تېښته باندي موافقه نه ده کړې، زما د کوټې ملگری تور احمدالله چي پخوانی د حزب اسلامي بيا د جمعيت د تنظيم غړی د طالبانو په وخت کي  دی او وروڼه يې د مستري شاه محمد په نامه د طالبانو لوړ پوړی و، دهغه سره طالبان وه.

شيرمحمد “عرب” مشهور په شير بچه د کند وز د ولايت د جمعيت او شورا نظار قوماندان و، عطاءالله يو ځوان هلک چي مشر ورور يې طالب وو او عطاءالله يې د لته ساتلی وو په دې چي د عطاءالله څخه به چرس څکول پاته سي.

اوس نو بايد لږ فکر وکړو، بيا و گورو څه ترکيب، د تنظيمو په لحاظ، د ژبو په لحاظ د ولاياتو په لحاظ ترد ې علاوه، تورن اسماعيل خان دهرات او د جمعيت د تنظيم حاجي عبدالظاهر د جلال آباد د يونس “خالص” د تنظيم، محمد قسيم چي اصلاً نظامي افسر وو خو د جلال آباد د شورا غړی د حاجي عبدالقدير خان سړی.

 نصرت مير او عبدالصبور پنجشیريان د مسعود ملگري، عطا الله ځوان د یوه لوی طالب ورور او زه خلقی په داسي يو تر کيب سره په هغو شرايطو کي و داسي يوه د خطر ډک کار ته لاس اچول، اعتماد يو پر بل کول او دا خبري يا راز پټ ساتل، تر برياليتوب پوري دا یو ستر کمال وو، چي بل به یې په مشکله مني.

 په هغه ورځ چي ما د دوی سره  دا و منل، چي ښه دی د غه کار به پر مخ وړو. تر ماښام پوري ټول سره خبر سوو. ټول په دې خوښ او خوشحال سول چي د دوی سره مي هوکړه وکړه.نور نو پر موافقه خبري نسته.

اوس  نو باید د پلان پر جوړولو خبری وکړو څه ډول، پر کومه لاره  او په څه شان د تیښتي امکان سته که نه،په مخکي  کوم خطرونه او له محبسه څخه تر وتلو وروسته چيري ځو، څنگه ځو او څه شي ته اړتیا سته؟ دا ټولي هغه سختي پوښتني دي چي جواب موندل  ورته آسانه نه وو. د لته وو چي دوې ټول یې له جوابه لرلو څخه عاجز وه، نور هر څه زما پر غاړه را واچول سول. دوی را ته وويل چي يوازي موږ ته وايه چي څه وکړو. نور ستا کار دئ.

اوس نو موږ گورو چي په د غه محبس کي کمزورې نقطه پيدا کړو. ډېر ځايونه مو په نښه کړل، پر پيره دارانو د حملې خبره، د ډېرو ځايو د سوري کید و خبره، د محبس څلور خواوي د د ېوالو جگوالی او پلنوالی، سختوالی دا هغه څه دي چي هر يو خپل معلوماتونه او نظرونه سره شریکوو.

زما سره يوازي د محبس څخه د وتلو فکر نه وو، بلکي  له زندانه تر تیشتي  وروسته د باندي د دې نفرو د پټید و ځای، بيا د کندهار د ښار څخه د دوی د سلامت ايستلو، د افغانستان څخه د ايستلو په فکر کي يم.

  د کندهار په کليو او کورو کي ټول طالبان بر لاسي دي. نو مي د مخه تر دې چي د ننه  په زندان کي په عملي کار پيل وکړو يو ځل مي د يوه  ليک په واسطه د خپل پايواز ښاغلي محمد کامل پیلوټ سره خبره شريکه کړل او دهغه نظر مي وغوښتۍ.

 په دوه مفهومه اول دا چي زما د غه عمل چي په محبس کي يې کوم د برياليتوب يا ناکامۍ په صورت کي خو به یې د باندي ده تاوان نه رسوي؟ بل مي د ځينو د وستانو د کورونو اد رسونه وغوښتل او هم مي ځني وپوښتل چي څه فکر کوئ د وستان به د دې  درنه  بار د پورته کولو حوصله ولري چي زه د څو نورو زندانیانو  سره د طالبانو څخه د تیښتي او يا په بل هر ډول لکه جنگ زخمي کید و سره  له دې ځایه ور ووزو او دوی ته ورسو مرسته به وکړي که به نا خوښه سي.

په بله پايوازي کي محمد کامل په ډېره مړانه را ته ليکلي وه چي ته خپل کار کوه زما په فکر کي مه کیږه.

او بل يې را ته دوه ځايونه ښودلي وه ،چي د فرار څخه وروسته د غه ځايو ته ځان ورسوئ هر څه به سم سي هغه دوه ځايونه زما د دو اشنايانو کورونه وه.

 تر دې اطمنان را کولو وروسته مو په شریکه فکر کاوه، هلته ډېري لاري وې چي موږ کولای سوای فرار وکړو." نصمیم د بری لمړی شرط دئ" مگر تر ټولو ښه ځای او لاره زموږ خپله کوټه وه. د سرای د بام او خپلي کوټې څلورخواوي مو ښه وڅیړلې.

زما دهغه پخوانۍ کوټې يا زېرزمينۍ انډيوال چي فريدنومیدی. اونسبت و ټولو بندیانو ته آزاد وو، ځکه د طالبانو ادارې ته يې ډېر کار کاوه. مستري وو، موټران يې ترميمول او هر بل کار چي به په د غه رياست کي پيدا سو  هغه کار به دوی په فريد باندي  کوی.

 فريد زما سره د ومره د وست سو چي ما ته يې هر ډول معلومات راکول. ما هم دنوموړي د معلوماتو څخه ډېره استفاده وکړه.

فريد ما ته وويل چي زموږ د کوټې شا ته څه سته، د د ېوالو د بره يا پنډوالي په باب يې معلومات راکړل. پر بام باندي د اضافي جگو تیغو او د ېوالو جگوالی او مقاومت او بيا د سرای شا ته لاره.

 د طالبانو د خوب او استراحت ځايونه او خوني. لنډه يې دا چي فريد په پوره رښتينولۍ. ما ته ټول معلومات راکړل. او ما د کوټې د انډيوالانو سره  هغه شريک کړل. بيا هم ډېرو به کله ناکله  را ته وويل چي د فريد سره احتياط پکار دئ.

 خو ما فريد پیژند لی وو او زما د باور وړ گرځید لی وو. او ما هم فريد ته داسي نه ويل چي زه د تیښتي پلان لرم.  او که مي هغه اوبل چاته ویلي هم وایې بیله یوې خندا څخه بل څه به یې په فکر کي نه وایې ور گرځیدلي. ځکه هر چاته دا یو له امکانه لیري او مسخره خبره برېښیدل، دطالبانو له زندانه ،بیا له دغه سرایه تیښته، یوه افسانه غوندي ښکاریدل.خو  ما به د فرید څخه په خبرو کي خپل معلومات پلاسته راوړل.  

 فرید ځوان هلک وو، لږ ښوونځی يې لوستی و، اصلاً د ورد گو د ولايت وو، خو  دی په کندهار کي  پیدا سوې او لوی سوې وو. د فريد پلار کلونه مخکي په دې کندهار ته راغلی وو،هغه يو نظامي افسر وو، نو په کندهار کي پاته سوی وو.

وروسته تر معلوماتو موږ د کوټې انډيوالانو لکه عبدالقيوم يعني ليکونکی شيرمحمد “عرب بچه”، تور احمدالله او عطاءالله  پر دې خبره فيصله وکړه چي زموږ د اوسیدو د کوټې څخه بله ښه د تښتي لاره نسته. خپله د غه فيصله مو د حاجي ظاهر  قدیراو تورن اسماعيل خان سره چي زموږ سره په کوټه کي نه وه شريکه کړل. دوی هم ومنل.

د لته دا خبره لازمه بولم چي وليکم: څه وخت چي ما د کوټې د انډيوالانو او نورو سره د تیښتي پر پلان موافقه کول ما  هم له دوی څخه یوه غوښتنه لرل.چي دوی ټولو مي غوښتنه په ښه ډول راسره قبول کړی وو.

 

زما غوښتنه څه وو؟

زما غوښتنه او پشنهاد د تیښتي په پلان کي راسره شریکو ټولو ته دا وو چي  موږ او تاسو د غسي يوه د خطره ډک کار ته لاس اچو، هغه هم په داسي ناوړه شرايطو او ځای کي او زما ډېر کمزوری موقف ستاسي په برابر. ځکه تاسي هر يو تر شا يو جنگي ډله لری چي د مسعود ملاټر هم ورسره دئ. نو زه  وايم چي که زموږ د غه د تیښتي پلان د مخه تردې چي برياليتوب ته ورسیږي، یا ونه رسیږي، رسوا يا افشا سي نتيجه به يې څه وي؟

 يعني طالبان به زموږ او ستاسي سره څه وکړي؟ او په خاص ډول زما سره په دې چي کمزوری يم. تنظيم او ډله تر شا نه لرم. خلقی وم او تر ټولو مهمه لا دا چي دوی ټول يعني طالب اداره په دې فکر کي لوېږي چي د غه پلان خو بیله د لاري له بلد سړي څخه تطبق کیدای نه سي، حتمي خبره ما ته درېږي وهل خو خير د مرگ خبره يعني زما د وژلو سند پلا س ورځي او وژني مي.

نو زه په دې شرط ستاسي سره ملگرتيا ته درېږم چي تا سو دا  راسره و منی چي  د پلان درسوايۍ او طالبانو د خبرتيا پر وخت به موږ ځانونه نه تسلمووکه مړه هم سو. دوی موافقه راسره وکړه.  تر دې وروسته مو په عملي کار يعني د وسايلو د پيدا کیدو په تلاښ سوو.

 

له کومو وسايلو څخه مو کار واخیست؟

اوڅنگه مو د اړتیا وړ  شيان پيدا کړل؟

 

تر ټولو خبرو مخکي چي زه لا نه وم بندي سوی. تور احمدالله او شير “عرب بچه” يو کُلنگ او يوه د بنايانو پڅه تیشه په لاس راوړې وه. د سرای په منځ کي چي د اوبو لښتی تیر سوی وو هلته يې د لښتي په منځ کي تر خټو لاندي پټ کړي وه.

خو ډېرو نورو شيانو ته لا ضرورت وو، چي بايد پلاس را وړل سي. د سرای شرقي لوری ته چي زموږ د اوسیدو د کوټو څخه د جنوب پرخوا وتشنابو ته د تللو لاره وه په د غه لاره کي رېگ پراته وه.

طالب ادارې رېگ د شرقي طرف کوټو د ترميم لپاره راوړي وه. موږ دهر ځل تشناب تلو پر وخت يوه يوه د کليم شيد و خالي قطعۍ ځني را ډکول او خپلي کوټې ته مو راوړل.

 پيره دار ته مو ويلي وه چي تور احمدالله نسوار کوي. د د غه قطۍ څخه د توکدانۍ کار اخلي نو بايد چي په قطعۍ کي رېگ وي، دا په دې چي کوم وخت  په کوټه کي چپه نه سي. په دې ډول مو درېگو ذخيره ونيول.

 څه وخت وروسته مو د پيره دارانو مشر ته وويل چي زموږ په کوټه کي موږکان پيدا سوي دي. او په د غه ځای کي موږ څه خوراکي شيان هم لرو.

 نو که تاسي مرسته وکړئ او پيره دا رته وواياست چي څه سيمنټ راته پيدا کړي، که د لته نه وي  مانا که یې تاسي نه لری خير  دی موږ به پيسې  پیره دار ته ورکړو د بازار څخه دي یې راته راوړي.

 د پیره دا رانو مشر اجازه ورکړل او پيره دار د بازار څخه  موږ ته سمينت راوړل. څو ورځي وروسته مو  بیا يوه  بل پيردار ته پيسې ورکړې چي د بازار څخه دنصوارو جوړه ولو دپاره څه تنباکو راوړي.

 پيره دار هم د کندهار په وزن نيم من تمباکو راوړل. د تمبکو د راوړلو ضرورت موداسي وښو د چي احمد الله د ډېرو کلو عملي  دی د غه د بازار نصوار خراب دي. دی غواړي خپله خپل ځان ته لاسي نصوار جوړ کړي. هغه تمباکو مو  پر يوه ټوکره د خپلي کوټې مخته، و لمر ته هوار کړل چي لمر يې ښه وچ کړي.

 د وې درې  ورځي وروسته مو يو بل پيره دار ته وويل چي تنباکو خو وچ سول بايد ميده سي. لاکن اهاک “چونه” نسته څه اهاک د بازاره راته راوړه.

پيره دار ځان يوې خوا او بلي خوا ته کړی چي اهاک چيري پيدا کړم. د لته نژدې خو ما نه دي ليد لي. نو ما يې ځای ور وښوې.

 پيسې مو ښه زياتي ورکړې چي په رکشه کي ولاړسه او بيرته په رکشه کي راسه. سړي چي پيسې وليد ې خوشحاله سو پيسې يې واخيستې ما ور ته وويل چي مړه سوي اهاک مه راوړه هغه د وړي کوي په تکليفوي دي. ژوندي اهاک يومن واخله يوه ډبره يا د وې ډبري به وي، راوړل يې هم اسانه دي. دا  دی بله ورځ يې يو من ژوندي اهاک راوړل چي زموږ تر ضرورت لس چنده هم زيات دی. اهاک مو هم وساتل.    

څه وخت وروسته مو د خپلي کوټې د برق سويچ خراب کړی . پيره دار ته مو وويل چي د بازار څخه يو سويچ راته راوړه. د سویچ تر بیي  دوه برابره پیسې مو ورکړي د پيسو په بدل کي يې سويچ هم راوړی. نو ما و پیره دار ته  وويل چي د د غه سويچ د جوړېد و لپاره يو پیچکش ته ضرورت سته پيره دار ولاړی له رياست څخه يې يو پیچکش راوړی.

پېچکش داسي قوی او محکمه شی وو چي فکرکوئ موږ ته چي دا پېچکش پلاس راغلی د برق تر جوړېد ووروسته ما هغه پېچکش و تشناب ته د تللو پر وخت په مکان “خاک انداز” کي پټ کړي. څو بل وخت گټه ځني واخلم. د شپې پيره دار راغلی چي پېچکش راکړه ما ور ته وويل چي ما خو پېچکش غرمه لا چي کار مو خلاص سو. يو پيردارراغۍ پېچکش مي ورکړی.

 اوس نو غم جوړ سو پيره داران يو په بل پسې راځي چي پېچکش راکړه او زه ور ته وايم در کړی مي دئ. لنډه يې دا چي د غه د پېچکش شخړه يوه هفته اوږده سول. تلاښي وسول زه يې تاوان ورکوم خو دوی پېچکش غواړي. خبره زموږ د کوټې او پيره دارانو په منځ کي ده، اداره خبره نه ده. آخر خبره سړه سول. داسي پېچکش په لاس باندي راغلی چي ټول کار همد غه پېچکش کاوه او ويې کړي.

کُلنگ چي د باندي تر کوټې په خټو کي پټ  دی بايد د خټو څخه را و ايستل سي او کوټې ته راوړل سي. مگر څنگه؟

 له يوې خوا کُلنگ ډېر غټ  دی و بلي خوا ته پيره داران همیشه ولاړ وي او گوري. بيا مو تور احمدالله مخته کړی په دې چي د احمدالله يو ورور د طالبانو سره ولاړ دئ.

د سرای په منځ کي څه مځکه سته چي د پسرلي په موسم کي ترکاري او گلان پکښي کرل کیدل. نو احمدالله يوه ورځ چي هوا ښه وه د پيره دارانو مشر ته يې وويل د غه مځکه که وا نه ړول سي بيا په نوي کال کي حاصل نه ورکوي.

 په خپلو خبرو يې د پيره دارانو مشر قانع کړي. د پيره دارانو مشرو احمد الله ته وويل چي دا نو ستا کار  دی زه نه پوهیږم هرډول چي يې کوې.

 و تا ته اجازه ده هر وخت چي کار ورباندي کوې. د پيره دارانو مشر هم د غور د ولايت و، لکه چي مخکي مي ويلي او ليکلي دي د غور خلک ښه نرم خويه او غريب خلک وه.

 موږ په د غه سرای کي اوسیدونکو بندیانو همیشه د پيره دارانوسره اقتصادي مرستې کولې. حاجي عبدالظاهر او شير “عرب بچه” زياتي. دا  دی بله ورځ احمدالله د کوټې څخه ووتی او د مځکي اړول يې شروع کړل.

 د پيره دارانو سره او نور بندیانو سره چي تشناب ته ځي ډېري خبري کوي او لږ کار يوه ورځ وروسته احمدالله و پيره دار ته وويل چي دا کار ډېر  دی يوازي نه کیږي کومکي ته ضرورت سته.

 زموږ د کوټې یوبل انډيوال عطاءالله چي د يو طالب ورور  دی د ده نوم یې ورپه گوته کړی چي  دی بايد مرسته په د غه کار کي راسره وکړي. پيره دار ومنل احمدالله او عطاءالله پر مځکه کار کوي.

 زه او شيرمحمد عرب بچه په کوټه کي يو احمدالله او عطاءالله ته وخت پلاس ورغلی کُلنگ يې د خټو څخه را و ايستی او په مځکه کي يې تر خاورو لاندي پټ کړي. نور خپله مځکه اړوي.

زموږ د کوټې دروازه پيره دار نه قلفوي ځکه احمدالله او عطاءالله د باندي کار کوي د وې درې  ورځي وروسته بيا احمدالله غوښتنه کوي چي د د غي اړول سوي مځکي هرزه واښه او دهغو بيخونه بايد ليري سي پيره دارانو ما او شير ته هم اجازه راکړل چي د ورځي يو ياد و ساعته د احمدالله سره مرسته وکړو.

 موږ په اوله ورځ کله چي د پيره دار د پیری وخت پوره سو او خپله پيره او صلاح يې بل پيره دار ته تسليمول ما په د غه وخت کي کُلنگ د خاورو څخه را و ايستی او خپلي کوټې ته مي يو وړی.

کله چي مو سامان او د اړتیا شیان پوره سول  بايد عملي کار شروع کړو.

زموږ د اوسیدو کوټه چي د د وو برخو څخه جوړه وه. په دې ترتيب د دروازې له خوا څخه يوه برخه چي د وې کړکۍ او يوه دروازه پکښي راخلاصېدل زه عبدالقيوم، شيرمحمد “عرب بچه”  او احمد الله او سېد و او بيد ېد و.

 تر د غه وروسته بله دروازه راخلاصېده ښه مناسبه کوټه وه چي درې  متره په څلور کي وه. هلته عطاءالله اوسې دی او موږ خپل د ضرورت وړ څه هم هلته ايښي وه. اشپزي مو هم هلته کول د ېگ، کاسه، اشټوپ او هر څه هلته پراته وه.

د غي کوټې په اساسي نقشه کي يو تشناب هم درلودی.  مگر کلونه مخکي د د غه تشناب دروازه په سمينټو او پخو خښتو بنده سوې وه. خو سړی پوهیدی چي د لته يو وخت لاره يا دروازه وه.

 څنگه چي ما ته فريد جان ښه معلومات راکړي وه چي شا ته څه سته. نو موږ هم پر هغه ځای چي د دروازې فکر مو کاوه. پکار پيل وکړی.

 د شپې تر د و بجو وروسته مو د د ېوال د سوري کولو کار شروع کاوه په دې چي ټول بند یان بيده دي. د ډېر احتياط څخه مو کار اخيستی چي څوک و نه پوهیږي لږ کار مو کاوه، په ډېر مهارت په د وو شپو کي مو د غه ځای سوری کی.

 کله چي زه سوري ته ورننوتم ومي لي دی چي رښتيا هغه پخوا د ځان مينځلو ښه غټ تشناب وو، زموږ پر دې خبره نور هم عقيده ټينگه سول چي د غه د کاميابۍ لاره ده. بیرته را ووتم خپلي کوټې ته. خاوري سمينت، کُلنگ، رېگ، اهاک او هر څه مو په تشناب کي کښیښوول.

 سوری مو بيرته په خاص مهارت داسي وتړۍ چي څوک نه پوهیدل  چي د غه ځای دي سوری سوی وي په ډاډه زړه  ټول بيده سوو،ځانونه بريالي بولو.

 اوس نو هره شپه هغه سوری  په ډیر احتیاط خلاصوو په خپل وار سره  په هغه تشناب کي کار کوو څو د غرب لوري ته يې سوری کړو. دا د ېوال تر يوه متره پوري لوړ د پخو خښتو او گچو څخه جوړ  دی او د د ېوال مخ په سيمنټو باندي پوښل سوی دئ.

 موږ تر پخو خښتو لوړ خپل  کار شروع کی، بيا هم د ېوال ډېر پخوانی او سخت و، د د ېوال سوری کول په کُلنگ نه سو کولای ځکه ډب، ډب “آواز” کوي. دنورو کوټو بند یان خبرېږي پيره داران خبرېږي او په آخر کي په يوه خبر اسلامي امارت خبرېږي. نو يوازي دهغه پېچکش څخه کار اخلو چي ما د طالبانو څخه پټ کړی وو.

 په د ېوال کي به مو داسي ځای جوړ کړی چي يو يا دوه گيلاسه اوبه پکښي ځای سي. باور وکي چي په درې ساعتو سخت کار کولو دغه کوچنی ځای جوړوی. په هغه جوړ سوي ځای کي به مو اوبه واچولې. کار به مو بلي شپې ته پرېښود . بيا به مو هغه سوری چي په کوټه کي  دی هغه جوړ او وتړی.

 په دې ډول هره شپه زموږ د غه کار سو. پيشرفت سته خو ډېر په مشکل اوبو گټه رسول ځای يې نرم کاوه. حاجي ظاهر او نور هر ورځ معلومات غواړي چي څنگه سو او څنگه؟

خو په لسو شپو کي مو هغه د ېوال هم دهغه کوچني سرای چي همیشه تړلی وو دهغه سرای اشپزخانې ته سوری کړي.

څه وخت چي سوری برابر سو زه، احمد الله، شيرمحمد “عرب بچه” او عطاءالله تر سوري ور تیر سوو او هغه کوچني ځای يا سرای ته، د شپې درې  بجې وې. چي و مو کتل موږ د څلورو داسي د ېوالو په منځ کي يو چي لس متره جگوالی لري او ټول د غه سرای هم څلور متره په څلور متره کي دئ.

 په اول منزل کي بند یان او پورته منزل کي د پيره دارانو د خوب خوني، بام ته د پورته ختلو توان موږ په ځانو کي نه ليد ی. بيرته کوټې ته راغلو اوسوري مو وتړل.

په دې فکر کي سوو چي دا پروسه په د غسي شکل نه سي بريالی کیدای. پر نوو لارو بايد فکر وکړو. موږ په سبا په خپلو فکرو کي غرق يو.

 دا  دی طالب ادارې تصميم نيولی  دی چي د بندیانو په کوټو کي بايد تغير راوستل سي. ماپښين طالبان راغلل زه او شيرمحمد “عرب بچه”  دواړه يې د خپلي کوټې څخه را و ايستو هغي زېرخانې ته يې واچولو چي زه اول پکښي اوسیدم.

 حاجي عبدالظاهر او قسيم خان يې هغه زموږ کوټې ته راوستل د تور احمدالله سره يې يو ځای کړل. تورن اسماعيل خان د سرای د شرقي اولي کوټې څخه غربي اولي کوټې ته بو تلی. نصرت مير، صبور او يو هغه بل دهرات ځوان يې  د اسماعيل خان چي اوسیدی هغي کوټې راوستل خبري گډي وډي سوې.  

زه بيا زېر خانې ته واچول سوم

  زما ملگري او د کوټې انډيوالان شير محمد او فريد سول. زه او شيرمحمد عرب بچه(دکندوز) په زېر خانه کي سو چونه وهو، احمدالله، عطاءالله چي حاجي عبدالظاهر او قسيم خان هم ورسره يو ځای سول هلته په فکرو کي غرق سول.

يوه هفته وروسته يې څه نوي بند یان راوستل دوه نفره يې زموږ سره يو ځای کړل فريد يې زموږ د کوټې څخه و ايستی. د غه دوه نوي بندیان يې د پلخمري څخه راوستي وه. د واړو شير “عرب بچه” پیژندی.

 د يوه نوم محمد حکيم مشهور په “حکيم ضربه” او د بل نوم مي هیر دئ. د دوی سره مو هم پسله څو ورځو د “شير” په اعتماد څه څه خبري د تیښتي کولې. دوی به زموږ خبري اورېدې خو د عملي اقدام څخه بیرېد . ما او “عرب بچه” داسي فيصله وکړل که د غه د کوټې دوه ملگري زموږ سره ملاتړ وکړي.

 نو د شپې ناوخته به پر پيره دار حمله کوو. صلاح به ځني اخلو. دنورو کوټو د دروازو د قلفو کلۍ به اخلو د خپلي خوښي ياران به ټول رابا سو. او دهغي صلاح په مرسته به دهغه بل سرای د پيره دار صلاح هم اخلو او فرار به کوو.

 خو دې ډول عمل ته راسره د کوټې ملگرو زړه نه ښه کاوه. په د غه وخت کي بيا طالبانو زموږ د کوټې يو نفر حکيم “ضربه” د احمد الله دوی کوټې ته بوتی او عطاءالله خوشي سو.

 ما شير او پاته راسره سړي غوښتل چي دهغه پېچکش په مرسته د زېر خانې هوا کښ و دوهم منزل ته سوری کړو. ځکه موږ خبر وو چي زموږ د کوټې پرسرد وهم منزل کي څوک نه اوسیږي.

 څو شپې مو پرهواکښ کار وکړی په دوه لحاظه د غه کار مشکل وو. يوې خواته د خپل همسايه څخه بیرېد و چي خبر نه سي. دوهم د خاورو د ساتلو ځای نه وو، هره ورځ پيره داران د ننه زېرخانې ته راځي.

هلته په هغه بله کوټه کي احمدالله، حاجي ظاهر، قسيم خان او حکيم “ضربه” هم آرام نه دي ناست هره شپه تر هغه سوري چي موږ جوړ کړی وو، تیرېږي او کار کوي چي لوی د ېوال سوری کړي. څو د باندي کوڅې ته ووزي.

هره ورځ سهار دوی هم ډېر ستړي او خسته وي او موږ هم، خوب نسته ټوله شپه کار دئ. زموږ کار هم نتيجه نه ورکوي. د غه ډول احمدالله او حاجي ظاهر  دی هم ډېر ستړي سول بريالي نه سول بيرته يې سوري بند کړل.

 لاکن نا اميده نه يو خبري کوو. لاري سنجوو او ارام ناست نه يو. ما بيا د طالب ادارې څخه و غوښتل چي زه مريض يم په دې زېر خانه کي ژوند راته گران  دی او تاسي ته ډاکټر هم ويلي وه.

 دا خبري مي د پيره دارانو دوهم مشر ته وکړې هغه لوړ ورسولې،او په رښتیا مريض هم وم. درې  ورځي وروسته يې زه له زېرخانې څخه را و ايستم و يوې بلي کوټې ته يې بوتلم چي هلته صبور، نصرت مير او هغه هراتی ځوان اوسیدل .

د وی درو واړو سگرېت څکول او زه د زړه ناروغي لرم يوه شپه مي هلته تیره کړل کله چي د سهار اوداسه او تشناب ته د تلو پر وخت پيره دار دروازه خلاصه کړل زه د خپلي بسترې سره يوځای  ترکوټې د باندي را ووتم.

 پيره دار نارې وهي چي بستره دي ولي را و ايستل ما ورته وويل چي نور په دې کوټه کي نه پاته کیږم، زه بيرته هغې زېرخانې ته ځم. پيره دار ډېر ټينگار وکړی خو ما نه منل. پيره دار ولاړی خود به يې د کوم چا سره خبري کړي وې.

 زه يې بيرته هغې زېر خانې ته د شیر سره يو ځای کړم. يوه ورځ وروسته چي هغه د پيردارانو مشر راغلی ما ور ته وويل چي بله کوټه نسته بیله هغه کوټې هلته ټوله سگرېټ څکوي او زه مريض يم.

 دا  دی امر يې وکړی چي ما د احمد الله کوټه ورکړی. زه او شیر “عرب بچه”  دلته سره جلا سوو. د شیر په جلاوالي خپه سوم اوداچي د احمدالله او حاجي عبدالظاهر سره يو ځای کیږم خوشحاله يم .

 زما په ورتگ د دوی کوټې ته  تر ما زيات حاجي ظاهر او احمد الله ډیر خوشحال سول. اوس نو موږ په د غه کوټه کي پنځه نفره سوو په دې ډول حاجي عبدالظاهر، قسيم خان چي دوی د واړه د جلال آباد دي. حکم “ضربه” د پلخمري. احمدالله او زه د کندهار څه وخت وروسته بيا خبري شروع سوې.

 خو دا ځل نور مشکلات پيدا سوي دي. په دوه علته.

لومړی: دوی په د غه کوټه کي څو ځله هغه سوری خلاص کړي. او هغه بل سرای ته وتلي دي خو بيرته نا اميده کوټې ته راغلي دي. او ډېر نور سوري يې کړي دي. ځانونه يې په شپو شپو ستړي کړي بې نتيجې نور اميدنه لري.

د وهم: احمدالله ته د کورنۍ لخوا احوال راغلی  دی چي مستري شامحمد ستا په کار پسې  دی اميد سته ژر دي خلاص کړي. د احمد الله هغه پخوانۍ علاقه او تلاښ چي کاوه يې اوس نسته.

 د حکيم “ضربه” او احمدالله تر منځ جنجال سوی  دی “ضربه” هم بیرېږي بهانې کوي، قسيم هم زړه نازړه  دی مگر قسيم د حاجي ظاهر د خبري څه نه اوړي.

نو زه په ډېره بده وضعه کي راگير وم. دهر يوه سره مي جلا کار کوی. روحيه مي ورکول، د غيرت خبري چي انسان خو يو وخت مري بيا نارينه. نو دا چي طالبان مو وژني په بې غيرتۍ تر هغه خو دا ښه نه ده چي د دوی سره په جنگ کي مړه سو.

 په خبرو خبرو کي دوی اميد وار کوم چي که ټوله سره يوه خوله سو بريالي کیږو. او هم دوی بیروم چي معلومات لرم په د غه پسرلي کي زيات بند یان وژني. نو موږ او تاسي خو په اول قطار کي راځو.

د وی په دې پوهیدل چي زه خطي رابطه لرم د خپل پايواز سره. نو زما پر خبرو د دوی ښه باور وو.

د حاجي عبدالظاهر په مرسته مي حکيم “ضربه” او احمدالله سره آشتي کړل.

د غه د کوټې د انډيوالانو بيا تيارول، ټول په يوه خوله کول، بيا د يوه داسي عمل لپاره چي وهل خو څه کوې حتا مرگ ته  سره مخامخ کول، څه اسانه کار نه وو.

 خو د د وومياشتو په جريان کي مي وکولای سوای د ټولو څخه قول واخلم چي د غه پروسه پر مخ وړو. ښه مي په ياد دي چي احمدالله را ته وويل “قيوم جان کاکو ته مشر سړی يې هر څه چي راته وايي زه يې منم” .

نو ما بيا د دوی خبري او د سترگو ليد ني تر نظر تیري کړې دوی راته وويل چي موږ يوه شپه په هغه کوچني سرای کي د اشپزخانې بام ته هم پورته سوو.

 درې  نفره يو د بل پر اوږو ود رېد وو. مگر بيا هم تقريباً دوه متره لا نور هم د ېوال جگ وو، کله چي زه و پوهیدم چي خبره د د وو مترو لوړي فاصلې ده. نو مي داسي پلان ورته جوړ کړي.

پلان:  پيره داران او طالبان خبر وو چي زه مریض یم. پدې شپو کي طالبانو د کوم ځنگل وني قطعه کړي وې دايې راوړې او د سرای په آخرنۍ برخه کي يې کښیښوولې هره ورځ څه څه په تبرو او تېشه ميده کولي. په اشپز خانه کي کار ځني اخیستۍ.

 ما د يوه لرگي غوښتنه وکړل چي د لکړي کار ځني اخلم طالبانو اجازه راکړل. ما هم يو ښه اوږد لرگی چي تر دوه متره يې اوږد والی څه اضافه وو. د لکړي په نوم واخيستی او هر وخت چي اوداسه ته ځم او يا لمر ته را وزم لکړه لگوم. د کوټې نورو انډيوالانو ته مي وظيفه ورکړل چي هره ورځ کله چي تشناب ته ځی دهغو لرگيو څخه يو يادوه داسي لرگي چي اوږد والی يې تر يوه لوېشت کم نه وي او مقاومت ولري له ځانه سره کوټې ته راوړی.

او د يو بل لرگي يا لکړي د پیداکید ووظيفه حاجي عبدالظاهر پر غاړه واخيسته. دا دی بله ورځ حاجي عبدالظاهر"قد یر" خپله پښه وتړل چي درد کوي و تشناب ته د تگ پر وخت کت سوه لکري ته ضرورت لري اوس نوپه یوه کوټه کي  زه او حاجي عبداظاهر "قد یر" د واړه پرلکړه سوو.

پدې شپوکی د کندهار د ښار برق خراب سو. عمومی برق به د شپې نه وو، استخباراتي ادارې کوم غټ د برق توليد کوونکی جرنيټر راوړی. د غه دروند جرنيټر يې د يوې قوي رسۍ په واسطه د سرای هغه ليري کونج ته کش کړي.

 پيره داران ډېر ستړي سول ماشين دروند وو، ما شين يې درسۍ سره پرېښووی دوی ولاړل زموږ د اوداسه  تازه کولو پروخت د غه رسۍ  موږتر خپلي کوټې را ورسول او پټه مو کړل.

دې خبرو هم ډېر وخت ونيوی هره ورځ زه او حاجي عبداظاهر"قد یر"و لمر ته او تشناب ته د تلو پر وخت لکړي لگوو. ډېربنديان پوهیږي لږ چي نه پوهیږی دراسره مخامخ کید و پر وخت ويش او واخ کوي.

 موږ خپل کار کوو، څه وخت چي زموږ وسايل پوره سول نو موږ د شپې بيا تصميم ونيوی چي هغه سوري بايد خلاص کړو. خو سوري احمدالله داسي بند کړي دي چي تر پخوا لا سخت او کلک سوي وه.

 دا ځل زموږ د کوټې اړخ ته چي پخوا اسماعيل خان وو، اوس په هغه کوټه کي نصرت مير او صبور چي د واړه د پنجشېر دي اوسیږي. هغه وخت چي د دوی کوټه ليري وه. دوی خبر وه او خوشحاله وه چي موږ د تیښتي پلان عملي کوو او دوی هم له ځانه سره وړو.

 دا چي څو ځله زموږ خواريو نتيجه ور نه کړل. او بل دا چي دوی زموږ د کوتې څنگ ته راغله که خبره رسوايي ته ورسیږي طالبان خبر سي حتمي به د دوی څخه پوښتنه وکړي چي تاسي د غه د د ېوال د سوري کید و ږغ اورې دی ولي مو پيره دارته څه نه ويل؟

صبور او نصرت مير څه ډارن خلک هم وه. کله چي يوه شپه موږ کار شروع کړی دوی د ېوال ډېر سخت را و ټکوی مانا يې دا وه چي موږ مخالفت کوو، د غه کار مه کوی. موږ هم خپل کارپرهغه ځای ود روۍ.

سبا سهار صبور پنجشېری څه وخت چي تشناب ته تلۍ او موږ د تشناب څخه د کوټې پر خوا راځو په ډېر قهرجنه ژبه سره وويل "فکر تان بگير اگر ما چيزی را شنيد م به اداره ميگم".

رشتيا هم د دوی ترخبری وروسته موږ هم ټولوته داسي وويل چي کارپاته سوو. نور د تیښتي په پلان پسې نه گرځو. څوورځي مو خبره پرېښوول.

تريوی هفتی وروسته مو د ورځي لخوا بیا دهغه ځای د سوري کید و کار په داسي وخت کي لږ لږ کاوه چي د اړخ د کوټې بندیان  به ولمر ته را وتلي وه، صبور او نصرت به لمر ته گرځیدل دوی به مو تعقيبول او کاربه کاوه. کله چي به دوی د کوټې پر خوا ولاړل موږ بيا خپل کار پرېښووی. په د غه ډول مو په څو ورځو هغه سوري بيا خلاص او وتړل.

يوه ورځ په داسي حال کي چي موږ هغه دوهم سوری هم خلاص کړی او د غه د کوټې سوری مو هم داسي بند کړی  دی چي په سترگو نه معلومیږي مگر که څوک هغه معين ځای ته لاس ور وړي هغه به ډېر ژر چپه سي.

موږ ټول په کوټه کي يو چي هغه پخواني پيره داران کوم چي د غور د ولايت وه او مشر طالب يا قوماندان يې هم د غور د ولايت وو، هغه تبديل او په عوض کي يې يو بل نفر دروزگان د ولايت طالب قوماندان مقرر سوی وو، زوړ قوماندان و نوي قوماندان ته بند یان ور تسليموي.

 نوی او زوړ قوماندان زموږ په بی خبری کي  د واړه غبرگ کوټې ته راغلل په داسي وخت کي چي زما لاسونه په سمينټو او اهاکو لړلي دي تازه مي هغه سوری بند کړی دئ.

 لاسونه مي شا ته ونيول دوی موږ حساب کړو او له کوټې و وتل، دا خبره هم په خیر تیر سول. بيا مو څو ورځی وکتل چي وگورو او معلومات د فريد څخه واخلم چي د غه نوي طالبان چيري بيد ېږي، څو نفره دي اودوی د شپې وختي که ناوخته بدیږي؟

 موږ په د غه معلوماتو پیدا کولو کي یو، چي د نوو پیر دارانو لاڅو ورځی تیري نه دي دادی  نوی قوماندان د يو بل طالب په ملگر تیا سرای ته راغلل، ولاړ پیردار زموږ د گوټې د دروازي قلف خلاص او دوي  زموږ کوټې ته راغلل، سمد ستي هغه کوټې ته د ننه سول چي موږ سوری پکښي جوړکړی وو.

 دوی د کوټې د ېوالونه پلاس کښې کاږي يو بل ته وايي چي د لته خو  دا  دی څه نه معلومیږي. زموږ سره هم خبري نه کوي بيرته  دواړه ووتل او ولاړه.

 موږ و پوهیدو چي کوم چا راپور ورکړی دئ، اداره  خبره سوېده، موږ د غه خبري سره  کولی چي راپور به چا ورکړی وي؟ چي بیا دروازه را خلاصه سول داځل درې  نفره راغلل. ترموږ تیر سول بیا هغې خوني ته  ننوتل.

 نژدې هغه سوری ته يې بیا ټول ځايونه وکتل لاکن خدای فضل وکړی چي هغه اساسي ځای ته يې لاس ور نه وړی. په سترگو خو څوک نه ورباندي پوهیږي د دوی سره د لاس څراغ هم سته. بيرته نا اميده را ووتل او ولاړه.

  د کوټې څخه د وتلو پروخت قوماندان و د غه نورو طالبانو ته وايي چي ما وويل د لته څه نسته هر چا چي ويلي دي غلط يې ويلي دي.

 دوی ولاړه زموږ پر حال نو تاسي خپله فکر وکړئ. په زندان کي، کوټه قلف او زولنې په پښو کي. کوټه مو هم څو ځایه سورۍ سورۍ کړې ده. خير ښه چای مو جوړي کړې پيره دار ته مو وويل چي يو ځل ملا خيرالله صاحب ته ووايه چي راسي زموږ کوټې ته. ملأ خیر الله د پیره دا رانو مشر(قوماندان) دئ.

دا دی ملا خيرالله چي په رنگ ملا په باطن کي یوه ببره بلا راغلی. ښه چای مو ورکړې خبري مو ورته وکړې. احمدالله ځان وروپیژند ۍ خپل د ورور او نورو طالبانو نومونه يې ور واخيستل چي زه خپله طالب يم څو چي زه د لته يم ته د دې کوټې څخه زړه بېغمه کړه.

 بيا مو ورته دهغه وخت يو لک افغانی نقدي ورکړې په دې چي نورو انډيوالانو ته دي څه شی مي په واخله. او حاجي ظاهر مو ورته معرفي کړی چي  دی پيسې لري همیشه د پيره دارانو سره مرسته کوي.

 ملا خيرالله پيسې ډېر ژر د سد رۍ و جیب ته واچولې او ځنځيريې ښه پسي را ټينگ کړ. نور نو ملا خير الله موږ ته لوړ نه گوري.

موږ چي وپوهېد ووضعه عادي سوه. نو بیر ته مو خپل کار شروع کی دا دی د فرار شپه راورسیده.

 

له زندانه د فرارشپه

نوټ: چېري چي عدالت کمزوۍ وي هلته اسلامیت کمزورۍ وي.

له زندان څخه د فرار د شپې نور ټول ملګري بیله احمدالله څخه  ژوندي دي. موږته هم عجایبي را پېښېدې.

کله چي ملأخاد او نور پلنډر ولاړه، یو ساعت وروسته زموږ د کوټي دروازه را خلاص سوه، پیره دار او یو بل ملاطالب زموږ د کوټې مخته پنځه د خوب زړې او خېرني بسترې، کور بچې(توشکي) پر مځکه غورځولي دي. موږ ته یې امر وکړه چي هر یو له تاسو څخه به ددې پنځو توشکو پنبه وشنی. ماته دا کار یو توهین غوندي وو، پېردارته مي وویل زه د توشکو د شنلو له پاره نه یم بندي، زه یې نه شنم، خیر پیره دار راته وویل دا دبالا څخه هدایت دئ، ما ورته وویل ولاړسه بالاته هم ووایه چي قیوم توشکه نه شي.کله چي پیردار ولاړۍ، د کوتې ملګري مي راته زارئ کوي، قیوم جان کاکو! ډېر نازک وخت دئ، هلته د تېښتي پلان لرو، کوټه مو څوځایه سوری کړیده، ما ورته وویل چي نه غواړم ددوی خیرني توشکي وشنم، خېر کله چي پېره دار بېرته راتلئ دوی د توشکو په شنلو شروع کړې وه،  پېردارته یې وویل قیوم جان کاکو مریض دئ، دده برخه هم موږ شنو. همداسي وسول.  

د شپي پر یوولسو بجو موږ د کوټې وتشناب ته د تللو وار وو موږ ټول تشناب ته ولاړو اوپیره دار دروازه راپسی قلف کړه. معمولاً تر سهار پوری بیا څوک تشناب ته نه تلل. نو تر د ولسوبجو وروسته ما په هغه کوټه  خپل کار شروع کی.

اول مو  هغه کوچنی لرگي چي دوولس(۱۲) دانې وې هغه راواخیسته . څلور روجايي گاني مو هره يوه پر منځ دوه ځايه کړه او د غه د وولس لرگي مو دهغو څلورو روجایي گانو په مرسته داسي سره وتړل چي د وولس پټۍ زينه مي ځني جوړه کړه.

 او هغه درې  متره رسۍ چي مو د برق جرنيټر څخه را پټه کړې وه دوه ځايه کړل  د روجایگانو څخه د جوړي زينې په لوړ سر پوري مي وتړل.

 د د وو بالښتو مخونه مو وايستل په هر يوه پوښ کي  مو د د وو کيلوگرامه په وزن خاوري واچولې. بيا مو دهغې رسۍ په پور ته سر کي ټينگ وتړل.

 زما او د حاجي ظاهر لکړي چي په د غه نيت موجوړي کړي وې راسره واخيستې په ډېر احتياط مو سوري خلاص کړل. اوس نو د سوريو خلاصول مشکل کار نه  دی ځکه په لاس خښتي ايسته کوو. همسايگان يې په خلاصیدو نه خبرېږي.

 حاجي عبدالظاهر مو په کوټه کي پرېښود چي د دروازې ترکوچني سوري پيره دار تعقيبوي. موږ څلور نفره سره د خپل ضروري شيانو لکه زينه، خاوري او لکړی هغه بل سرای کوټې ته ووتو،  دهغي اشپزخانې چي کلونه چا کار نه  دی ځني اخيستی دهغې بام ته وختو.

 هلته د شمال غرب په کونج کي زه او حکيم “ضربه” کښینستو. احمدالله زموږ پر ا وږو کښینستی او قسيم چي نسبت موږ ته ډنگر او د جگ قد خاوند وو، د احمدالله پر اوږو پورته سو. اول زه او “ضربه” ولاړ سوو، بيا احمدالله چي زموږ پر اوږو ناست وو، ولاړ سو او وروسته قسيم خان چي د احمدالله پر اوږو سپور وو هغه ولاړ سو.

 کله چي موږ درې  سره يا په بل ډول څلور سره ودرېد و. زما سره هغه لکړي. د بالښت په مخونو کي خاوري چي په زينه پوري تړلي وې په کرار کرار  د د غو لکړو په مرسته او د د ېوال په همکاري اول تر احمدالله پوري ورسولې په د غه ډول احمد الله تر قسيم خان پوري.

 قسيم خان د غه د زينې په سر پوري تړلی خاوري د لکړو په زور د بام تر تېغې واړولې. نو مو قسيم ته وويل چي نور نو پر زينه پورته سه. قسيم پر زينه پور ته سو، احمدالله هم پورته سو.

 حکيم “ضربه” ته مي وخت ورکړی  دی هم بام ته پورته سو. زه بيرته ترسوريو راتېر سوم کوټې ته راغلم حاجي عبدالظاهر مي خبر کړی چي راځه کار وسو په خير.

 د واړو بيا تر سوريو را ووتو د کوټې سره مو د خدای په اماني وکړل. په هغه ډول موږ هم پر هغه زينه په ډیره اسانۍ بام ته پورته سوو. اوس نو ټول د دوهم منزل  پر بام يو.

د شپې درې  نيمي يا پاوکم څلور بجې دي بام چي ډېر لوړ  دی بيا هم څلورخواوو ته یې د د وو مترو په جگوالي تيغي لري. موږ هري خوا ته  پربام و گرځید و چي  د کښته کید ومناسب ځای پيدا کړو.

 بام ډیر جگ وو بيا راسره حکيم “ضربه” او قسيم خان دې خبري ته ود رېدل چي  د دې  لوړبام څخه تاکیدل امکان نه لري راځئ چي بيرته خپلي کوټې ته ننوزو. بیرته کوټی تلل هم د ونه سخت و او د مرگ قبول وه.

نومو د حکم او قسم خبره ونه منل، موږ د ځانو سره د خپلي کوټې څخه يو اليکين څراغ هم را اخستی دئ. په دې چي په ښار کي د شپې پر گرځید و طالبانو بنديز لگولی وو، خو د چا څخه چي لگېد لی څراغ وي. نو حکومتی سړي فکر کوي چي خطرناک څوک نه  دی ځکه څراغ ورسره  دی حتمي به کوم مشکل لري. دلته بيا زه تېغو ته د ختلو پر وخت مخته سوم هغه دروجايي گانوجوړه زينه مي را واخيستل د احمد الله لنگوټه مي د زينې په وروستي  برخه پوري وتړل.

 د خاورو غوټي مي يې پربام لورته او نوره زينه او لنگوته مي د کوڅې خوا ته واچول. کله چي د غي جگي تیغې ته ور پورته سوم او پر زينه لاندي تاکیږم بام او بيا تیغه د ومره جگ او لوړ دي فکر کوئ لکه چي زه پورته سوم نو د ټولو کورنو سپو وليد م او  ټول راته په غپا سول.

 په هر صورت زه کوڅې ته تا سوم دوی ټول يو په بل پسې راتا سول. مگر غلطي چي و سول هغه دا چي څراغ پر بام پاته سو. د بندي خانې راووتو مگر هري خوا ته د طالبانو پوستې، برق روښانه  دی پيره داران معلومیږي. موږ غوښتل د کام ديش هوټل پر خوا د سينما سړک ته راووزو د لاري پر سر د صلحي د واخاني په مخته د طالبانو پوسته ده. د شپې پر گرځید و بنديز  دی څراغ نه لرو. و مو غوښتل چي بيرته د غرب پر خوا ولاړ سو، او د استخباراتود رياست مخته تیر سو. کله چي بیرته د بندي خانې د شا کوڅې ته راغلو زه مخته يم ومي ليدل چي هغه زموږ زينه چي بايد ځړېد لای هغه نه وه.

 و پوهیدم چي طالبان خبر سوي دي کوڅه ډېره تنگه ده. د کوڅې برتر يوه متر هم زيات نه وو، مخته طالبان راغلل ما و احمد الله چي وروستي وو وويل چي بيرته شا ته در وگرځه.

طالبان خبر سوي دي.  دې خواته لاره نسته، هغه خوا يعني د شرق طرف ته مځکه یوڅه پراخي ده. احمدالله وگرځی دی طالبان شاوخوا او د بام له پاسه او کښته پر موږ راتاو سول د لاس څراغونه، نارې، پيرونه راباندي شروع سول. لاسونه پورته کړی تسليم سئ. احمدالله پر طالبانو ورغلی لاره يې پيدا کړل تر محاصرې تیر سو حکيم “ضربه” هم تر محاصرې تیر سو. پيرونه ډېر سول د محاصرې کړۍ را ټينگه سول قسيم خان او حاجي ظاهر نه سوای کولای چي پر طالبانو ورسي  بیرته شا ته راغلل.

 زه چي تر ټولو وروستی وم ور د مخه سوم. نارې سوې تسليم سه لاسونه پورته کړه پيرونه سول. زه و نه درېد م پر ور ومي ځغستل دوی “طالبانو” دوه ځايه د کلاشنکوف په مرميو وويشتلم نژد ې وو چي طالب ته ځان ور ورسوم طالب پر شا ولاړی او وبې رېدئ.

 زه هم تر محاصرې تیر سوم، په خټو، خولو او وينو رنگ يم،کله چي پر هغه بله پوسته د طالبانو ورغلم. هغو ته مي بد او رد ويل چي تاسي ولاړ ياست سيل کوی.

 دا طالبان د استخباراتو اړوند نه دي په  اصل د موضوع  خبرنه دي چي خبره څه ده. ما ته چي يې وکتل، ږيره مي غټه، لنگوټه تور، کالي او خبري مي د کندهاري،په وينو رنگ، په خټولړلی او په خولو کي غرق دوی زما څخه وبیرېدل په خپله کوټه  ننوتل او زه  د دوی تر پوسته تیر سوم.

کله چي پا خه سړک ته ورسید م يو گروپ طالبان  دشهیدانو د چوک لخواپه موټر کي سپاره را ورسید ل. زه په د غه وخت چي طالبانو وليد م. و هغو کينل سوو تا دابو ته ولوېد م چي طالبانو د سينما پر مځکه جوړ کړي وه.

  دوی پر ډبرو باندي پیرونه کول زه په د غه تادابو کي د کرشک د اډې خوا ته ولاړم. هلته د مخکني آریانا هوټل سره د گرشک آډې سړک ته ووتلم او د جنوب پر خوا ولاړم  تر هغه سړک هم تیر سوم، مځکو ته ورسید م هلته  په یوه لښتي کي کښینستم دخپلي لنگوټي څخه  ټوکرونه څیرې کړل خپل زخمونه ټينگ وتړل. څه وخت هلته منظر سوم طلبانو له موټرونو پیاده نسول څه بې هدفه پیرونه یې وکړل او ولاړه.

  لکه چي ملایانو د سهار په اذانو پیل وکړی ،زه هم دنورزو د شا برج پر لوري ولاړم. په کلافصيل کي بيرته دهرات بازار پر لوري راغلم. په همد غه کلا فصيل کي تر توپ خانې هم لوړ مخ پرشمال ولاړم. د خپل يو د وست کور ته ورغلم. هغه په خټو او وينو لړلي کالي مي بدل کړل زخمونه مي په الکهولو ومينځل وروسته  بيا د خپل بل د وست کور ته ورغلم.  

 

افغانيت او پښتونولي له دې کورنۍ څخه باید زده کړو

په پښتو ژبه خو زیات خلگ خبروی کوی،  پښتو لکه د نړۍ هربله ژبه د خبرو ژبه ده. خو"ښتونولي" د پښتنو یوه ځانگړتیا ده. د غه ځانگړ تیا د پښني کورنیو په منځ کي ځینی خاصی کورنۍ لری. هغه داسي د چي د میلمه پالنه به کوی او د پنا غوښتونکی ساتنه به کوی، ولو که یې د خپل سرپه بیه هم تمامیږی دا خپل فرض او د پناوروړنکی حق بولی.

زه چي د طالبانو له زندانه زخمی په وینو سور او لړلۍ را وتښیدم. په ډیره بده بڼه  ديوه آشنای کور ته سهار د ملا پر آذان ورځم. د طالبانو محبس مي مات کړي. ټول ښار پيرونه واورېد ل. دوه ځايه زخمي هم يم.

 يعني د پښتو خبره  د بلا په لعنت لړلی یم. د حکومت تور د یوه افغان د کور دروازه ټکوم چي د دروازې د شاه څخه د ښځي آواز راغلی، څوک يې ؟ چي په دې شنه سهار دروازه ټکوې؟ ما ورته  په کراري وويل قيوم یم. چيري  دي لعل محمد خان او محمد عيسْی خان. ښځي راته وويل چي پوه سوم يوه د قيقه صبر وکړه. ښځي ډېر ژر د محمد عيسْی خان زوی احمد عيسْی چي ديارلس، څوارلس کلن هلک وو هغه راوستۍ د سرای دروازه يې را ته خلاصه کړل.

 د ننه کور ته يې بوتلم په سراچه کي يې هم پرې نه ښوولم. په خپله خونه کي يې کښینولم او دروازه يې راپسې بنده کړه. احمد عيسْی جان چي زما حالت ولیدی ولاړی ډېر ژر يې له خپلې د واخانې څخه الکهول، پېچکارۍ او ضروري سامان راوړۍ.  زخمونه يې سم راوتړل چي وینه بنده سي او د دې لپاره چي د تيتانوس په مرض اخته نه سم. پېچکاري يې راولگول. احمد عيسْی په د واخانه کي کار کاوه په دې خبرو(لمړي ارتیاو) پوهیدی چي څه کول پکار دي.

  احمد عیسی وروسته را ته وويل چي زه به ولاړسم خپل مشر کاکا “سر ښوونکی صاحب” جان محمد خان به خبر کړم. ځکه پلار او کاکا  خو مي وطن ته تللې دي، کورکي نسته. د بل کاکا کور څه ليري وو. يوه ساعت وروسته احمد عيسْی بيرته راغلی، راته ويې ويل چي سر ښوونکی صاحب مي خبر کړي. اوس راځي دا دی سر ښوونکی صاحب جان محمد خان راغلی. د کندهار ټول خلک سرمعلم صاحب جان محمد ښه پیژني.

 هغه په ډېرو نو مونو مشهورسړی دئ. جان محمد، سرمعلم صاحب جان محمد، بيټل جان محمد،اخوانی جان محمد، د سنگسار جان محمد او کوترباز جان محمد. کله چي جان محمد خان راغلی سلام مو سره وکړی. را ته ويل يې چي احمد عيسْی ته مي وويل ورسه طالبان خبر کړه. چي په لاس يې ورکړو. نور نو زما د پټيدو مسئوليت جان محمد خان پر غاړه واخيستۍ. دهغه کور څخه يې پر موټرسيکل د خپل بل ورور کور ته يووړلم.

 هلته يې هم په کور کي د ننه دهغوی د اوسيدو په یوه  کوټه کي ځای پر ځای کړم. نور وروڼه لکه لعل محمد خان او محمد عيسْی خان هم را ورسید ل. احوال اخيستلو ته مي راغلل په د غه کور کي د دوی وريرو نه هر یو میراحمد او علي احمد زما خد مت کوی.

کله چي مي زخمونه څه ښه سول. جان محمد خان په خپل موټر کي د وريرو په همکارۍ او ملگرتيا د کندهار د ښار څخه و ايستم. د کندهار دهوايي ډگر شمال خوا ته هلته د جان محمد خان څه اشنايان اوسیدل زه يې هلته ور وستم. ماښام جان محمد خان بيرته ښار ته ولاړی او ما ته يې وويل چي زه سبا سهار راځم حالات گورم که وضعه ښه وه په خير سره به حرکت وکړو مخ د پاکستان پر لور. البته د غه زما غوښتنه وه. ولي چي زما اولاد ونه هم په هغه شپه د کور څخه تښتید لي وه او پاکستان ته تللي وه.

بله ورځ جان محمد خان د خپلو د وو ورېرو سره يو ځای راغلی يو يې خپل موټر او يو يې موټرسيکل راوستل. درې  ميله صلاح يې هم راوړې وه. يو نفر يې د خپلو د غو اشنايانو څخه هم رارهي کړي. علي احمد او هغه بل ځوان پر موټرسيکل د موټر څخه په ښه ډېره فاصله مخته ولاړل موږ يعني جان محمد خان موټروان. زه او میراحمد د صلاح سره په موټر کي ورسره ناست حرکت مو وکړی.

 موټر سيکل والو ته مو ويلي دي چي که پر لاري کومه خبره وه بيرته به راگرځئ. څو موږ وپوهیږو او لاره بد له کړو. د ميدان هوايي څخه مخ پرشرق د ارغسان پر لاره ولاړو.

 په لاره کي د څه مشکل سره مخامخ نه سو، يوه کلي ته ورسیدو، ومو غوښتل چي نور د ارغستان تر رود پريوزو په کلي کي مو تراکتور کرايه کړي. ځکه درود اوبه ډېري وې موټر نه سوای تر تیرېد لای.

 تراکتوروال مو موټر تر رود راسره تیر کړي. بيا نو د بالا ژړي په نوم يو کلي ته ورسید و لار مو ووهل د اصلي لاري څخه چپ ولاړو د شپې ناوخته د کڅۍ په نوم زيارت ته ورسید و.

د کڅۍ زيارت ته هر وخت خلک ورځي. هلته د اوسیدو لپاره ځايونه سته. دربار دی څو وروڼه دي هر يو ځان د د غه پيرنژد ې ميراث خور او وارث معرفي کوي.

 هر يوه د میلمنو لپاره سرايونه او میلمستونونه جوړ کړي دي. د خلکو په ور رسید و هره ډله کوښښ کوي چي خپل میلمستون ته دي رهنمايي کړي. ډوډۍ درکړي، چای درکړي د شپې د تیر ځای درکړي او خد مت دي وکړي. او په آخر کي تاويزونه او خورد ې هم درکړي د ځان صفت وکړي. د کڅۍ بابا اصلي وارث ځان وبولي. څو ته هم ور ته څه ورکړې.

موږ هم د يوه د د غو وارثينو سره شپه تیره کړل. چي سهار مو د وېش “سرحد ” پر لوري حرکت وکړی. کله چي وېش ته ورسید و. د موټر څخه را ووتو زه د جان محمد په ملگري دنورو څخه جلا سوم. دهغه د ورور څخه مي د خدای په اماني واخيستل. زه په داسي حال کي چي پر موټرسيکل د جان محمد شا ته سپور سوم چي پر کچه لاره غواړو تر خط تیر سو.  د بلوچستان علاقې ته واوړو. واوښتو او د چمن بازار ته ورسید و زه د کويټې موټر ته وختم. او جان محمد را څخه رخصت واخيستی بيرته مخ د افغانستان پر لور.

 داوو د ښاغلي جان محمد خان او د دوی د کورنۍ پښتونوالی. مړانه، غيرت، د پاک خدای څخه غوښتنه کوم چي ما ته همدا توان او موقع پلاس راکړي څو د د غسي غيرتمني  اوپتمني کورنۍ خد مت وکړم.

ځکه چي دوی  هغه اسلامي او پښتني د ود چي يو بې گناه ته پناه ورکړي او مرسته ورسره وکړي پر ځای کړل.

ما د لته د طالبانو د محبس څخه د تیښتي جريان ليکلی دئ. مگر هغه جريان او حالات چي پر موږ د طالبانو په زندان کي تیرسول او هغه څه چي موږ سرته ورسول څو، څو چنده تر د غه ليکل سوو خبرو سخت وه.

 په غور بايد وکتل سي او فکر وسي. چي بندي زولنې په پښو کي کوټه قلف د دروازې مخته مسلح پيره داران، د کوټې يو اړخ او بل اړخ ته په کوټو کي نور بند یان چي ستا د تیښتي د پلان او عمل مخالف وي. د يوې کوچنۍ غلطۍ کولو په واسطه يعني هره لحظه د مرگ سره مخامخ  کیده حتمي وه او تقريباً شپږ مياشتي هره ورځ او هره شپه د تیښتي پر پلان کار کول. کله لږ کله زيات په پورته شکل سره څه اسانه کار نه وو.  د تېښتي کېسه دلته ختمه سول له افغانستانه ووتم.

چېري چي عدالت نه وي، مانا هلته انسانیت او اسلامیت دواړه مړ دی.

د طالبانو د تحقيق شکل:

تحقيق د طالبانو په حکومت او بيا خاصتاً په کندهار کي چي د دوی مرکز بلل کیدی که ووايم چي هيڅ هم نه وو غلطي به مي نه وي کړې. ځکه چي ما اصلاً څوک و نه ليدی چي سواد دي ولري. د غه لوی او واړه چي د استخباراتو په رياست کي سره پورته او کښته کیدل پوره باور لرم چي په خپل عمر به يې يوه پوښتن پاڼه تر مخه له دې چي د غه رياست ته راسي ليکلې او جواب کړې بيخي نه وي حتا ليدلې به يې هم نه وه.

د ملا صاحب او طالب جان خو وظيفه تحقيق نه وو، هغو د و درو نفرو چي په د غه رياست کي کار کوی او ځانونه يې داسي ښوول چي  دوی ښوونځی ته تللي دي او خط يې زده دئ. هغو هم د خپل وخت داسي شاگردان وه چي هيڅ وخت يې د خپل ځان په باب د ښوونځی ادارې ته يو رقعه نه سوای ليکلای رقعه به بل چا ورته لیکل. نو په داسي ساده خلکو باندي د يوه سياسي مخالف څخه پوښتني اومعلومات کول اوهغوی ته د وسيه تړل  د خندان وړموضوع وه.

 ډېر خلک ونيول سول، ووهل سول مړه سول، په دار سول، په عام محضر کي “سنگسار” په ډبرو وويشتل سول،  لاسونه پرې سول او دا لړۍ يوه ورځ يوه هفته او يا يو کال نه وه.

 څو کاله په د غه ډول سره پر د غه بیچاره ولس تیرېده. خو چيري وې ميډياگاني، چيري وه د بشري حقوقو ساتونکي  ادارې تر څو چي د امريکا پاليسي د طالبانو د ادارې په اړه د مثبت په عوض منفي خوا ته را و گرځید ل.

 ميډياگاني، د بشري حقوقو ساتونکي ډلي او حتا که ووايم ډېرو د قلم خاوندانو هم د طالبانو د حکومت او ادارې د توصيف په عوض په تخريب لاس پوري کړ. که څه هم هغه توصيفي ليکني يې هم ټولي سته. نو بيرته به راسو د طالبانو په واکداری کي د تحقيق کولو شکل ته. يوازي هغو ته چي څه خط به يې ليکلای سوای او دوی ته به زیات مهم  سړی ښکارې دی د ادارې لخوا به څه کاغذ ورکول سو او ورته وبه ويل سول چي خپل دنيولو او بندي گرۍ جريان وليکئ.

 وروسته به دوی درې  پوښتني په هغه مورد کي چي دوی به  شخص په متهم  کاوه وکړې. اسناد، اعتراف، شواهد او نوري خبري نه وې خو شاهدان او عارض ډېر اهميت درلودی. 

دا چي عارض به څوک وو، او شاهدان به څوک وه او په څه منظور پرحق او که پرناحقه به وو، د غو خبرو ته چا فکر نه کوی. اصلي او عمده خبره هغه يوه وه. چي نيول سوی کس څوک دئ، يو هغه خلک وه چي په تلاښيوکي اشتباهی نيول کیدل. پر ږيره کمولو او خريلو به بند یان وه. پر غلاوو به بند یان وه،او یانورو فرعي خبرو حتا پر لواطت چي به نيول سوي وه  هغوی هم استخباراتو ساتل او وژل، چی داستخباراتو وظیفه نه وه په داسي قضيو کي “I S I” مداخله نه کول مگر په سياسي مسئلوکي په سیاسي بندیانو کي طالبانو هيڅ ډول له ځانه تصميم نه سوای نيولای.

 طالبانو ټول وخت خلگ او متهمین په کیبلونوبان دی وهل. ډېر مي وليدل چي تر وهلو وروسته به څو مياشتي پر پښو تلای نه سوای پر لاره تللای پر څلورو(ځنګنونو او څنګلو) به تلل، فکر وکړي چي یو انسان د دوی د وهلو دلاسه څو میاشتي وروسته هم پر خپلو پښو باندي تر تشنابه نسوای تلای، پر څنگلو او ځنگنونو(څلور) به تر تشنابه تلل. د مثال په توگه د بولد ک محمد رحيم د وکاندار.

په اصل کي د د طلبانو د واکمنی پروخت د ولت ددولت په مفهوم او مانا نه وو. ځکه د ولت د دروقواو”مقننه، اجرائیه اوقضایه” څخه جوړوی. طلب واکداری اود مجاهدوپه واکداریوو کي په شکلی شکل سره هم دادری واړه جوزونه د دولت نه وه. هر مجاهد او هر طالب خپله دولت وو، له متهم سره یې هرڅه چي زړه وو هغسي کول.

تحقیق، د وسیه، څارنوالی، اتهام نامه، د فاعیه، وکیل مدافع، دری کونی محکمی، د حکم دابلاغ پارچی هیڅ هم نه وه، دوی خپله هم نه پیژندل.

څارنوالي او طالبان:

د طالبانو د اقتدار په وخت او زمانه کي په کندهار کي د سياسي متهمینو لپاره یوه  شکلي او نمايشي څارنوالي هم نه وه. لکه څنگه چي تحقيق او د وسيه نه وه په د غه ډول اتهام او اتهامنامه هم نه وه. د جنای جرمنو لپاره هم په منظمه توگه کوم څه نه وه.

 د طالبانومحکمه:

د لته هم د ډېرو خبرو ضرورت نه وينم.  د تبلغ له مخي ئې نوم ډیر غټ، خو منځ یې  خالي او پوچ وو. ځکه زه د لته د سياسي بندیانو په باب خبري کوم. چي تحقيق، د وسيه او اتهامنامه نه وي نو طبيعي خبره ده چي محکمه به هم نه وي. ځکه څوک نه سي راښوولای او یا د يو نفر نوم ياد کړي چي د غه سړي د طالبانو په حکمراني کي په يوه يا شلو کلو بند د محکمې لخوا محکوم سوی وو. او يا دي د طالبانو د حکومت په ټول د وران کي څوک را پيدا کړي چي د محکمې لخوا دي د حکم د ابلاغ پارچه دي ولري.

نو د وکيل، يا د مدافعې د وکيل خبري او ذکر ته به څه اړتیاوي. هغه چي طالبانو ووژل يا د طالبانو په حکمراني کي ووژل سول او وځړول سول دا کار د پاکستاني “I S I” کارونه، د دوی ساده توب او شخصي خصومتونه وه.

 د یوشمیرخاریجی هیواد ونوپه خوښه او ملاتړ زموږ د یوشمیر منافقانو افغانانو په همکارۍ زموږ د ټولني ښه  شخصیتونه دوب  په قلم او په توپک سره ووژل.

د جنگ، جگړو، رشوت، دمځکو پرسر دعوو یا تجارتي مسايلو په هکله جنجالو دپاره یوه ساده مولوي (پاسني ) له خپلي خیټي فيصلې کولې او بس.  دامي ځکه ولیکل چي ما مولوي (پاسنی) تر دې خبرو مخکي پیژندئ، هغه وخت زما سره جوړ وو، زموږ په مسجد کي ملا وو، بیا د پنجوایې په مرکز کي  د ارماړې کلي ته ولاړۍ هلته ملأ سوو.سم سواد او زیاته پوهه یې نه لرل.

ما د طالبانو په محبس کي ديارلس “۱۳” مياشتي تیري کړې. رښتیا خبره داده چي زه چا وهلی نه يم تحيقيق نه  دی راڅخه سوی، څوک را باندي عارض هم نه و، ډېر طالبان مي هم پیژندل د کندهار هم وم.

 بندي وم د خلاصولو په لاره مي څوک نه پوهیدل ولي دا د طالبانوکارنه و، زما په محبس کي تقريباً لس مياشتي تیري وې. يوه ورځ يو ملا د ملا خاد په نامه هغه سرای ته راغلی چيري چي زه بندي وم.

 زموږ د کوټې مخته ود رې دئ، د تور احمدالله او حاجي عبدالظاهر قدیر سره يې خبري کولې زه هم  وم. ځکه موږ ټول د یوې کاسې او کوټې انډیولان وو. د خبرو په پای ما د ملا صاحب څخه وپوښتل چي ملا صاحب زما سره څه کوئ؟ دا  دی تر لس مياشتي مي ډیري درسره تیري سوې ملا خاد زه ښه پیژند لم.

ملاخاد داسي جواب راکړی: “عبدالقيوم خانه ټول مشران خبر دي چي ته بندي يې موږ له خپلي خوا “استخباراتو” کار کړی دئ. په هغه اوله مياشت چي ته يې راوستې موږ ټول ښار او ولسواليو ته مکتوبي خبر ورکړی. چي عبدالقيوم خان زموږ سره بندي دئ. که څوک شکايت او ادعا ورباندي لري حاضر دي سي، خو تر دا اوسه  څوک نه دي راغلي” .

 هو د دې خبري وروسته يې يوه خبره وکړل. ويې ويل: “حاجي آغا لالي و قاري صاحب ته يو خبره  شخصي کړې ده مگر عارض سوی نه د ی”.

 ما ځني وپوښتل ملا صاحب خبره دي واضح نه کړل چي  اغالالي کومه خبره يې کړېده. ملا خاد بيا وويل”د خپل پلار په باب چي دی  وايي زما د پلار په مرگ کي د عبدالقيوم خان لاس و”.

نو ما ملاصاحب ته وويل ملا صاحب د غه تاسي  ولچي ښه لاره پيدا کړې ده حتمي به نو پر شريعت برابر هم وي. ده  راته وويل دا څنگه! ما ورته وويل چي يو ځل تاسي يو سړی نيسي بندي کوی يې. زولنې ور اچوی، يو کال يې په محبس کي ساتی بيا وروسته دهغه د جرم او نه جرم په باب معلومات کوی.

 هغه کافرانو به اول اسناد پيدا کول بيا به يې سړی بندي کاوه. اما دا ستاسي لار مي خو ښه سول چي سړی اول نيسي بندي کوی يې. زولنې ور اچوی، يو کال يې په محبس کي ساتی بيا وروسته دهغه د جرم او نه جرم په باب معلومات کوی.

 د لته ملا صاحب  په ځان پوه سو، په قهر سو چي دا زما کار نه  دی په تا مشران خبر دي دا دهغو کار دئ. د لته نو تورن اسماعيل، محمد قسيم خان، حاجي عبدالظاهر تور احمدالله او نور ټول بند یان ولاړوه.

 په د غه ورځو کي زموږ د کوټو دروازې خلاصي وې. موږ د باندي لمر ته راوتلای سوای. هغه په دې چي د شمالي ټلوالو هيأت راغلی و، د طالبانو او شمالي ټلوالو خبري د بندیانو د تباد لې پر سر وې.

 زولنې خلاصي سوي وې، د کوټو دروازې خلاصي وې، خو د لږ وخت لپاره.

په د غه ورځو کي يې يو شمیر نوي بندیان هم دغه سرای ته راوستلي وه. چي په هغو کي د حاجي عبدالرؤف “کابلي” زوی، ډگروال عبدالبصيرخان چي د ظاهر شاه لپاره يې فعاليت کاوه. طالبانو په جلال آباد کي نيولي او کندهار ته راوستلي وو.

 زه د حاجي اغا لالي د پلار غلام د ستگير په نيولو او مرگ سم خبر نه وم. ځکه زه په کندهار کي نه وم نو یوه ورځ په دغه محبس کي  ډگروال عبدالبصير د پک غلا دستگیر د نیولو ټوله کيسه داسي راته وکړل.

 "غلام د ستگير د خدای نظر زوی چي په پک غلام دستگیر کلیوالو پیژندئ په ۱۳۵۷هـ کال کي کله چي د ثور انقلابي تحول بریالی سوې وو تر هغه لږ وروسته غلام د ستگير د حاجي غلام رسول خان  زوی چي شپاړس يا اوولس کلن  ښایسته هلک و، له باغ پُل څځه پر موټرسيکل ښار ته راتلی. غلام د ستگير د نورو لو چگانو په ملگر تیا هلک وتښتوی. دهلک پلار او خپلوان ټول ولايت ته عارض سول، په دغه وخت کي والي او قوماندان د قول ارد و يو نفر مير طما س “رؤف” و، دا چي نوی حکومت راغلی و، نظامي سړي ټول اجراآت کول.

امر يې وکړی چي غلام د ستگير ونيسئ او هلک خپلي کورنۍ ته تسليم کړئ. د پنجوايي ولسوالۍ ته يې دوه زير پوش واستول غلام د ستگير له کوره وتښتې دی هلک يې پرېښووی.  هلک چي حکومتی سړو راوستۍ دهلک سره ظلم “. . . . ”سوی وو.

دهلک کورنۍ عارضه وه، نو ميرطماس “رؤف”  له قول اوردو څخه څو نفره افسران چي يو خپله زه  ډگروال عبدالبصیر هم پکښی ووم،  بل د پنجوايي دناخوني د کلي ډگروال سيد محمد او د يو بل نوم يې زما اوس هیر دئ.

موږته وظیفه راکړل چي موږ ولاړ سوغلام د ستگیر را ولوو.  دی وايي موږ ورغلو غلام د ستگير مو قانع کړی چي والي څه نه درته وايي دهغه هلک د کورنۍ سره به هم خبري وکړو. خبره به خلاصه کړو.

 لنډه يې دا چي غلام د ستگير مو مير طماس روف ته راوستۍ. مقابل طرف روغه نه کول حتا والي ته يې وويل چي که اوس هم ته زموږ عرض په د غه نوي انقلابي حکومت کي نه اوري. نو موږ کابل ته ځو او هلته خپل عرض کوو.

ميرتماس روف چي حزبي سړی نه و او ډېر اعتماد ور باندي سوی و، والي او قوماندان د قول ارد وو،  د حاجي غلارسول دغو گواښونو وبیروی. غلام د ستگير يې د ډنډ ولسوال ته پلاس ورکړی چي د غه هلته درسره وساته. د ډنډ ولسوال عبدالغني غلام د ستگير تر نظارت لاندي د خپل د فتر اړخ ته په خيمه کي وساتی. خپلوان او د وستان يې ليد و ته ورتلل څو د حاجي غلام رسول سره د جوړي خبري تر سره شي.

 هغه جوړي ته نه حاضري دی ورځي تیري سوې. خبره اصلاً د بد اخلاقۍ او لواطت وه.

خلک په جرأت په جوړه کي په جرأت سره برخه نه سي اخيستلای. دا  دی  په دې منځ کي نوی  انقلابي والي انجنيرظريف کندهار ته د ټول صلاحيت سره راځي. څه وخت وروسته خبره نوي والي ته ورسیده. نوي والي چي په ژوند يې د غه لومړی ځل و چي پر د غسي لوړه چوکۍ مقررېږي خلک ټول ور ته پورته او کښته کیږي ځوان او احساتي دئ.

  په لیواطت متهم غلام د ستگير خان ته ورغواړي چي خبري يې واوري. غلام د ستگيرچی نه ښوونځی لوستۍ و اونه یې د ژوند کمه سمه تجریبه درلود ل، یوازي د پلاره په ورپاته مځکه او باغ مغرور  د نوی حکومت اوزاړه حکومت په فرق نه پوهی دی د پخوانيو حکومتو په فکر او خيال کي دئ.

 چي هر خان به حکومت ته  يو څه ويل، نو دې جاهله خان او انجنير “ظريف” ځوان او بې تجربې سرزوره والي سره ښکر په ښکر سول تر څو خبرو وروسته “ظريف” خبره لنډوي او امر کوي چي د غه نور را څخه ورک کړئ او  هغه و، چي ورک يې کړي.

که څه هم غلام د ستگيرخان زما همزولی، ترڅلرم ټولگی پوری ښوونځی ته راتلی همصنفي مي و، او راسره ښه اړيکي يې درلودې پلار مي د  هغه د پلار او کورنۍ سره ښه د وستان وو.

 نه پوهیږم چي آغا لالی  یې بيا چاته سوی دئ. دا کيسې خپله د حاجي عبدالرؤف “کابلي” زوی  د گروال عبدالبصیرد طالبانو په محبس کي راته تر د غه هم په  ښه تفصيل کړي دي.

رشتيا کله چي ما د ملا خاد خبري واورېد ې. نو مي د خپلو د وستانو په خاص ډول و محمد کامل ته جريان وليکی. وروسته بيا محمد کامل ما ته ليکلي وه چي زه د يو بل د وست سره پنجوايي ته ولاړم او د حاجي آغالالي کورته ورغلم.

 خبر مي  ورسره وکړی ورته ومی ویل موږ خبر سوي يو تا داسي خبري کړي دي. نو اوس راځه د عوه وکړه او که دي نه دي کړي ووايه چي نه مي دي کړي اد عا نه لرم.

 آغا لالي يوه خوا هم نه کول نه يې عريضه کول او نه يې انکار حتا ویې ويل چي د ډېر وختي څخه موږ پلان درلو دی چي قيوم مړ کړو. يعني د دې خبري مانا دا ده چي دوی ته وختي هم د دوی بادارانو زما د وژلو امر ور کړی و.

طالبانو بندیانو ته د خوړو څه ورکول؟:

گرانو لوستونکو څه ووايم د طالبانو په حکمراني کي زياتو افغانانو د دوی پاچهي وليدل. ډېر پکښي بندي سول، ډېرو سرونه پکښي وخوړل. د ډوډۍ او خوړو په برخه کي د طالب د حکومت او د ظاهر د حکومت تر منځ هيڅ ډول توپیر نه وو.

ظاهر شاه او حکومت يې هم بندیانو ته د انسانانو په سترگه نه کتل، طالبانو هم بلکل په دې هلکه د ظاهرشاه سره برابر وو.  هم د ظاهر شاه د حکومت په شان په انساني او بشري کرامت خبر نه وه، ځکه نه پکښي مراعت کیدل. ترکومه ځايه چي زه خبر يم او يا هغو بندیانو چي د کار يعني خټو لپاره به يې د څه وخت لپاره د لوی محبس څخه و هغه سرای ته چي زه پکښې بندي وم را وستل  هغوی به دلته ډېر خوښ وه.

 ځکه تر کار کولو وروسته به يې ورته ډوډۍ ورکول.  دقیق خبر یم چي  په هر محبس په خاصه د کندهار په لوی محبس کي ډېر خلک له لوږي مړه سول. په وروستيو کي د ملگرو ملتو اړوند ود فترونو د طالبانو څخه د بندیانو د شمیر غوښتنه وکړل.

په دې  وژنو ټول خلک خبر سول چي هره ورځ يو شمیر بند یان په زندان کي د لوږي مري. د طالب ادارې ته “I S I” وويل چي د بندیانو شمیر کم و ښياست، نو یې  د بندیانو شمیره  په سلو کي تر (۷۰٪)  لا کمه د ملگرومیلتونو د فتروته ورکړل.

 داسي کم چي بند یان یې تر سم نيمايي هم لږ ور وښوول د ملگرو ملتو اړوند وو هغه لږ شمیر بندیانو ته وچه ډوډۍ حواله کړل. مگر د توزيع او تقسيم کار يې خپله طالبانو ته وسپاری.

 " ویش چي په لیوه سي هیڅوک به ماړه نه سي" طالبانو چي د بندیانو شمیر يې زيات وو ډوډۍ لږ د يوه نفر په استحقاق دوه  درې نفره شريک کړل. بس په څليرويشتو “۲۴” ساعتو کي يوه جوړه يې ډوډۍ چي وزن يې “۴ خورده” يا يو پاو وه یوه بندی ته ورگول نورهیڅ هم  نه وه.

نوستانو لږ فکر پکار دي، یوه ورځ، یو هغته انسان د لوږي سره گزاره کولای سي، مگر کال او کلونو په لوږه تیرول خورامشکل کاردئ.

مگرڅه وخت چي به د طالبانو او مسعود يا رباني د گروپو تر منځ خبري وسوې. د دوی نماینده گان سره ولاړل او راغلل، درباني لوري خپلو بندیانو ته وخت ناوخته څه نقدي پيسې راوړلې. خواري بيا هم دهغو بندیانو وه چي په چا پوري تړلي نه وه او يا درباني لخوا په راوړو ليستو کي يې نومونه نه وو.

 چي شمیر يې هم په محبس کي  د بندیانو تر نيمايي زيات وو. دهغو نو يوازينی اُميد د خدای دربار ته او د ملگرو ملتو يوې ډوډۍ ته وو.

موږ څو نفره چي په د غه کوچني سرای کي وو ښه وو. پايوازان مو درلودل او هغه نور لکه اسماعيل خان، حاجي عبدالظاهر، شير محمد “عرب” نصرت مير، عبدالصبور دا درباني په حکومت پوري تړلي او د دوی غټان وه هر وخت ور ته ښه پيسې راتلې.

ډاکټر او د وا، د طلبانو په زندان کي:

په لوی محبس کي وروسته تر څو کلونو يوه کوټه د کلنيک په نوم جوړه سول چي هلته به يو نرس هره ورځ ورتلی او ډاکټر په هفته کي د وې ورځي. د واوي هم د طالب ادارې نه درلودې څه د واوي د “”R I C له لوري تهيه کید ې.

 په هغه کوټه کي چي ډاکټر او نرس به کښینستل د واوي هم هلته پرتې وې. المارۍ او يا د د واوو د ساتلو لپاره کوم ترتيب نه وو، پر مځکه په هغه کاغذي صند وقونو کي گرمي او سړې هوا ته. خو تر ډاکټر او د وا غذا ډېر اهميت درلو دی د غذا لپاره څه نه وو.

 په همد ې علت اکثريت بندیانو د يوه ضعيف مکروب په مقابل کي مقاومت نه سوای کولای.

مگر په هغه کوچني محبس کي چي زه بندي وم څوک داسي  مريض نه وو چي بستر دي سي.

که چيري به هم کوم مشکل پيدا سو. ادارې ته يې د پيره دار پر لاس خبر ورکوی. دا چي څو ورځي وروسته به کوم ډاکټر راتلی دا نو معلومه نه وو،لکه هفته وروسته او کله پنځلس ورځي وروسته. ډاکټر يوازي نسخه ليکل د وا رانيول او راغوښتل خپله د بندي کار وو، چي په خپلو پيسو به يې له بازاره رانيول.

تشناب:

د تشناب مسئله مهمه خبره ده هرچيري او هر ځای. زه چي د طالبانو سره بندي وم. موږ بندیان په څلورو کوټو او دوو تاکاویو کي وو،تعداد مو کم وو،  و تشناب ته واری ژر، ژر رسیدی. که چيري به خاص ضرورت پيدا سو د دروازې په ټکولو به يې دروازه خلاصول او اجازه به يې راکول. و تشناب ته د تلو مشکل حل وو.

داچی د تشنابونو جوړښت،  نظافت څه ډول وو، د احمد شا بابا د زمانی څخه بیا تر اوسه کوم تغیر نه ووپکښی راغلۍ هغه مچان، بوی، لوټی وی.

تفريح او لمر ته  د بندیانو ايستل:

هغو چي محبس ليد لی وي هغه خلگ د دې خبري  په ارزښت پوهیږي چي تفريح او لمر ته وتل څومره  ضروري خبره ده. هغو چي محبس نه  دی ليد لی يوازي يې خبري اورېد لي او يا يې داستانونه لوستي هغه څنگه پوه کړم.

څه فکر پکار  دی يو انسان د بل انسان پلاس کي د ژوند له ټولو ښیگڼو څخه بې برخي کیږي. داسي حالت یو خوب نه وي، ويښ به يې، اورې به، لاسونه او پښې به لرې، سترگي به رغړوي او غوږونه به دي روغ وي. مگر ستا په شان د يوه بل انسان په واسطه به په کوټه کي قلف په لاسو کي ولچکونه، په پښوکي زولنې، د مور، پلار، ښځي اولاد و، ورور، خور او ټولو د وستانو د ليد و څخه بې برخي پروت وي او هر څه به تیروي.

 هره ورځ  به په مرگ تهديد او دا خبره هم  درته معلومه نه وي چي تر څو به د غه حالت وي.

نو په داسي وضعه کي چي انسان راگيروي هغه ته يوه لحظه  د کوټې دروازه خلاصه پرېښوول غټه خبره ده. او چيري چي بيا سړی د څو د قيقو لپاره د کوټې څخه د باندي را و ايستل سي.

 مرگ خو حق  دی او يوه ورځ وي. نو په د غه سرای کي چي موږ اوسیدو موږ ته تفريح يا لمر ته ايستل هم د طالبانو دنورو کارو په شان وو نظم يې نه درلودی. 

 کله به يې لمر ته را و ايستو او کله به بيا په هفتو چا نه را ايستو. د خبرو او شکايت يو خو سوال نه پیدا کیدی ځکه د شکایت د اوریدو ځای نه و، بله خبره داوه چي د چا له لاسه و چا ته دي شکايت کاوه.

څه وخت چي به د د غوطالبانوکوم شناخته څوک دهیوادپه کومه برخه کي داشرارو سره په جگړه کي وژل سوي وه، دلته به  زموږ بندیانو هر څه گډ وډ سول.

کوم وخت چي به درباني او مسعود له لوري هيأت راتلی زولنې به د پښو څخه را خلاصي سوې، د کوټو دروازې به خلاصي سوې. موږ کولای سوای د باندي ازادي هوا ته راووزو.

هيأت چي به ولاړی بيا به زولنې پښو ته ولوېدی دروازې به قلف سوې. تر څو چي خپله مو زولنې ماتي کړې او ځني ولاړو.

پايوازي:

د پايوازۍ په باب مي مخکي ډېري خبري کړي دي. يو د ظاهر د پاچهۍ پايوازي چي هلته سياسي بند یان د گوتو په شمار وه. او نور عادي د کلي او وطن خلک چي پر غلاوو او قتلو به متهم سوي او یا د دسیسو ښکار سوي  او بند یان سوي وه. دهغو بندیانو د پایوازو سره حکومت ډیر سر نه گرځاوه. ځکه جنائي بندیان د حکومت سیاسي مخالف نه وه.
د خپلوانو او د وستانو سره د دوی ملاقات  او ليدل حکومت ته تاوان نه رساوه. نو همد غه علت وو چي هر چا خپل بندي لیدی او خبري يې ورسره کولې. مگر وروسته تر ۱۳۵۲هـ کال د سردار محمد داود خان د جمهوریت پروخت چي حکومت خپل سیاسي مخالفین زندانو ته واچول، وئې وژل نو په زندانو کي پر سیاسي بندیانو باید د حکومت فشارونه ډیر سول، دهیواد حالات بدل سول.

 نوري خبري سياسي سوې، جنگ او جگړې سوې، حزب، حزب بازۍ سوې، تنظيم بازۍ سوې هره خبره حکومتو ته متوجه سول. تر همد غه نن پوري چي د امريکا په ملاټر د “کرزي” حکومت دا  دی چلیږي د سياسي بندیانو سره هغه يو ډول چلند کیږي.

که څه هم حکومتونه جوړ سول، ونړېدل د سوسيالستي حکومتو طرفداران، د اسلامي د ولت مخکښان په دوه شکله او بڼو د غربي د موکراسي پلوي حکومتونه هر يو  پر افغانستان  حاکم سول بيا مگر د پايوازۍ، د بندیانو سره د ليد و شکل هغه يو  دی چي وو. نه  دسیاسي  زندانیانو په پايوازي کي کوم تغير راغلی او نه په ملاقاتي کي. هر حکومت د خپل ميل او ذوق سره سم هرڅه وکړل او لا يې کوي.

 هر چا هغه څوک ژر ووهل چي د دوی کړه يې انتقاد ول. او يا يې په آينده کي خطر ځني احساساوه چي ميدان ځیني و نه گټي همدا نن هم هغه لړۍ روانه ده. پاي.

 

 

 


 
بالا

صفحة دری * بازگشت