حبيب الله غمخور

 

 

دمطبوعاتو نړيواله ورځ مو مبارک !

روزجهانی مطبوعات به تمام کارکنان مطبوعات ازصميم قلب تبريک ميگويم .

دافغانستان دژورناليزم دپلارمحمود طرزی ياد دې تل ژوندي اوابدي وي .

دملګرو ملتونو سازمان لخوا په ۱۹۹۳ کال د می دریمه د رسنیو د ازادۍ نړیوالي ورځې په نوم ونومول سو ل .

زه دمطبوعاتودجونگړی ديوه غړي په توگه دمطبوعاتودنړيوالی ورځي په مناسبت دهيواد اونړۍ ټولو مطبوعات چيانو ،قلموالو، ليکوالو، پوهانو،ژوناليستانو،،دمجلو ،اونېزو اومهلني خپرونو او ويب پاڼو مسولينو،د ډله ايزورسنيواوټولوهغوته چي په شکل دشکلونودمطبوعاتوسره تړا و او اړېکه لري دزړه له کومي مبارکي وايم  .

ددې درنې مطبوعاتی کورنۍ ټولوباشهامتو اوپرانسانيت مينو ته خوښ ژوند ،له انسانيت او انسانی حقوقوڅخه ددوي ددفاع په لارکي دعلمی اومسلکي هڅودزياتوبريا وهيله کوم .

زه ددې مسلک ديو مينوال په توگه ژونديو ژورناليستانو اودمطبوعاتوکارکونکوته دروغتيا دخوښيواومسلکی برياو سره مل اوږد ژوندغواړم . په افغانستان اونړيواله کچه رانه تللو دمطبوعاتو دانسانی چوپړ خدمتگذارانو او شهیدانو روح ته دعاکوم اوپه غم یې غمجن يم . روح دې ښاد اوياد دې تل پاتی او ابدي وي.

نن په ټوله نړۍکي دمطبوعاتونړيواله ورځ په مختليفو بڼولماځل کېږي ،خو متاسفانه زموږ په هيوادکې د مطبوعاتو پرآزدۍ پر افغانستان دتپل سوو  چارواکو لخوا دټولو نړيوالو اوصولو خلاف په مختلفو بهانو داسي بنديزونه لگېدلی اوپه سلگونه ډله ايزي اومطبوعاتي رسنۍ تړل سوی دي چې بشري تاريخ یې ثاری نلري ،هغه رسنۍ چې خوښه سوې نده هغه یې تړلې اوځينی ژورنالستان یې زندان ته ليږلۍ اويا فرار ته مجبورکړی دی   .

زما له نظره انسانيت اوخپل مسلک ته ديوه متعهد او وفادار ژورناليست او مطبوعاتی دنده د يوه ډاکترله دندې سره برابره ده. که ډاکتر دمسلکي اړتياو له امله سپينه چپنه اوکالی اغوندي،خو ژورناليست بيا دلبا س کوم معين فورم نلري، ولي که ډاکتر له ناروغانو سره مرسته کوي اودهغوي ژوندساتي، نو يوژورناليست اومطبوعاتي هم انسانانو ته هغه څه چې ددوي په ،سياسي، ټولنيز،اقتصادي اوفرهنگی چاپېريال کي څه  تېرېږي رسوی او له اورېدونکو سره رواني اومعلوماتي مرسته کوي .

بلې دوستانو !

سږکال يوځل بيا  دمطبوعاتو نړيوا له ورځ  پداسې شرايطوکي لمانځل کېږي چې ګڼ شمېر هېوادونو دهغه جملې افغانستان کي دخبریالانو ژوند له زور زیاتي او مختليفوګواښونو سره مخامخ دی ،هرشېبه دهغه ژورناليست ژوند له گواښ سره مخامخ دی کوم چې غواړي خپلو اورېدونکو اومينوالوته رښتيانی معلومات ورسوی  .

د رسنیو ازادي دترنامه لاندي په يوه خبر کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په خپل  دغه راپور کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو او افغان خبریالانو د وضعیت په اړه ویلي چې خبریالان او رسنۍ د مختلفو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي

د آزادو رسنیو مدافع بنسټونه وایي چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ تر دوو کلونو په ډیر وخت کې د رسنیو د فعالیتونو په اړه ۱۷ محدودونکي لارښوونې یا تګلارې صادر کړي دي.

" د دغو فرمانونو له لارې دوی غواړي خپلې کړنې پټې کړي او نه غواړي دنیاوال پرې خبر شي. د هرې ورځې په تېرېدو سره رسنۍ د کمېدو په حالت کې دي، خبریالان نه شي کولای چې د زړه حال ووایي، نه شي کولای پر طالبانو نیوکې وکړي، هغه خبرچې لیکلي، د دوی په خوښه یې لیکي. فکر وکړی چې رسنۍ په داسې وضعیت کې وي، هغه به څه د بیان ازادي وي؟."

" ټول فرمانونه چې د خلکو پرژوند د محدودیت په هدف د طالبانو له خوا صادریږي، موخه یې دا وي چې د خلکو اعتراض او د حق غوښتنې غږ چوپ کړي. د هغه چا په ضد غږ چې لومړني حقونه یې ترې اخیستي."

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو د رسنیو ملاتړي بنسټونه وایي، کورنۍ رسنۍ یوازې هغه څه راپور کولای شي چې د حکومت په خوښه وي.

هغه خبریالان چې له آزادو رسنیو سره د کار تجربه لري، وایي چې اطلاعاتو ته لاسرسی په شدید ډول محدود او په ځنو مواردو کې ناممکن شوی دی .

ډېر خبریالان چې په افغانستان کې دننه د آزادو رسنیو له پاره په پټه کار کوي، رسنیز تولیدات بې د خبریال د نوم او هویت له ذکر کولو څخه خپریږي چې دا د خبریالانو له پاره زورونکې ده .

پدې هيله چې يوه ورځ ژورناليست وکولاي شي هغه رښتيانی معلومات ترخلکو ورسوی کوم چې تېرسوی وي اوددوي ژوند دمسلکي سپېڅلتيا له امله دگواښونو له خطره په امان اوسي .

دمطبوعاتودې ټولوباشهامتواوپرانسانيت مينوته خوښ ژوند اوله انسانيت اوانسانی حقوقوڅخه ددوي دعلمی اومسلکي هڅو ددفاع په لارکي دزياتو بريا وهيله کوم . دښمن مو خوار اوزبون اوسۀ .

 

 

 

 


بالا
 
بازگش