

نور محمد غفوری
سیستم څه ته وایي؟
د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه
سریزه
په تېره لیکنه کې مو د سیستم له مفهوم سره اشنايي ومونده او دا مو روښانه کړه چې سیستم د بېلابېلو برخو، عناصرو او د هغوی ترمنځ د اړیکو یوه منظمه ټولګه ده. اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې یو سیستم په عملي توګه څنګه کار کوي؟ د هغه بېلابېلې برخې څنګه خپلې دندې ترسره کوي، څنګه له یو بل سره اړیکې نیسي او په ګډه څنګه یوه پایله رامنځته کوي؟
د دې پوښتنې د ځواب له پاره باید سیستم یوازې د برخو د یوې میخانیکي ټولګې په توګه ونه پېژنو، بلکې د هغه جوړښت، د برخو دندې، د اړیکو څرنګوالی، د فعالیت بهیر او د پایلو د ارزونې طریقه هم وڅېړو. په حقیقت کې، د سیستم فعالیت یوازې د هغه د برخو په شتون پورې نه، بلکې د دغو برخو د تنظیم، متقابل تعامل او همغږۍ په څرنګوالي پورې هم تړلی دی.
۱. د سیستم جوړښت او د هغه د برخو (اجزاوو) دندې
هر سیستم له بېلابېلو عناصرو او برخو جوړ وي. په یوه سیستم کې هره برخه د هغه د ماهیت او جوړښت له مخې ځانګړی رول یا دنده لري. د دغو دندو تنظیم، د مسؤلیتونو وېش او د برخو ترمنځ د اړیکو څرنګوالی د سیستم د جوړښت مهم عناصر دي.
د بېلګې په توګه، د انسان په بدن کې زړه د وینې د پمپ کولو، سږي د ګازونو د تبادلې او مغز د ګڼو بدني فعالیتونو د تنظیم دنده لري. دا غړي بېلابېلې دندې ترسره کوي، خو د هغوی فعالیتونه له یو بل سره تړلي دي. د دغو غړو ترمنځ همغږي د بدن د عادي فعالیت او د ژوند د دوام لپاره اړینه ده.
همدا اصل په ښوونیزو ادارو، شرکتونو او سیاسي نظامونو کې هم لیدل کېږي. په یوه ښوونځي کې اداره، ښوونکي، زدهکوونکي او درسي مواد هر یو ځانګړی رول لري. که دندې او مسؤلیتونه روښانه وي او د فعالیتونو ترمنځ همغږي موجوده وي، د ښوونیزو موخو د ترلاسه کولو زمینه برابریږي. برعکس، که دندې مبهمې وي، مسؤلیتونه له یو بل سره ټکر ولري یا د برخو ترمنځ همغږي نه وي، د سیستم فعالیت له ستونزو سره مخ کېدای شي.
له همدې امله، د سیستم د جوړښت د پېژندلو پر مهال باید یوازې دا ونه ګورو چې له کومو برخو جوړ دی؛ بلکې دا هم وڅېړو چې هره برخه څه دنده لري او د ټول سیستم په فعالیت کې څه رول لوبوي.
۲. د برخو ترمنځ اړیکې او متقابل اغېز
د سیستم فعالیت یوازې د هغه د برخو په شتون پورې نه دی تړلی، بلکې د دغو برخو ترمنځ اړیکې او متقابل اغېز هم اساسي اهمیت لري. د سیستم ځانګړې برخې په ډېرو مواردو کې په خپلواکه توګه نه، بلکې د یو بل په تعامل کې خپلې دندې ترسره کوي. له همدې امله، د یوې برخې بدلون یا ستونزه د نورو برخو او په پایله کې د ټول سیستم پر فعالیت اغېز کولای شي.
د بېلګې په توګه، که په یوه ښوونځي کې د ښوونکو شمېر کافي نه وي، درسي مواد له اړتیاوو سره برابر نه وي یا د ادارې او ښوونکو ترمنځ همغږي کمزورې وي، دا ستونزې د زدهکړې پر بهیر اغېز کولای شي. په دې حالت کې، د زدهکوونکو د کمزورو پایلو لامل ښایي یوازې د هغوی وړتیا یا هڅه نه وي، بلکې د سیستم په نورو برخو کې هم ستونزې موجودې وي.
همدا ډول، په یوه سازمان یا سیاسي نظام کې د مسؤلیتونو ناسم وېش، د معلوماتو د لېږد ستونزې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی کولای شي د پرېکړو پلي کېدل له خنډونو سره مخ کړي.
له دې څخه څرګندېږي چې د یوه سیستم د فعالیت د سم درک له پاره باید د هغه برخې جلا جلا وڅېړو، خو تحلیل باید همدلته پای ته ونه رسوو. اړینه ده چې د برخو ترمنځ اړیکې، د هغوی متقابل اغېز او د ټول سیستم پر فعالیت د دغو اړیکو پایلې هم وڅېړو.
۳. د سیستم د فعالیت بهیر
سیستمونه د خپل ماهیت او جوړښت له مخې په بېلابېلو طریقو فعالیت کوي، خو د ډېرو سیستمونو د فعالیت په بهیر کې درې مهم عناصر پېژندلای شو: سرچینې یا معلومات، فعالیتونه او پایلې.
سرچینې هغه امکانات، مواد، انرژي یا معلومات دي چې سیستم یې د فعالیت له پاره ترلاسه کوي. فعالیتونه هغه بهیرونه دي چې د سرچینو د کارولو، تنظیم یا بدلون له لارې ترسره کېږي. پایلې بیا هغه محصولات، خدمتونه، بدلونونه یا اغېزې دي چې د سیستم د فعالیت په پایله کې رامنځته کېږي.
د بېلګې په توګه، یو ښوونځی ښوونکي، زدهکوونکي، درسي مواد، وخت او مالي امکانات د خپلو فعالیتونو له پاره کاروي. د تدریس، تمرین او ارزونې له لارې د زدهکوونکو پوهه او مهارتونه وده کوي. په دې مثال کې سرچینې د سیستم د فعالیت لومړني امکانات دي، تدریس او زدهکړه د فعالیت بهیر جوړوي او ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه یې له مهمو پایلو څخه دي.
البته، د یوه سیستم پایلې تل د هغه له لومړنیو موخو سره سمون نه لري. کله ناکله سیستم خپلې موخې ترلاسه کوي، خو ځینې نااټکل شوې پایلې هم رامنځته کوي. له همدې امله، د سیستم د فعالیت ارزونه باید یوازې د ترسره شویو فعالیتونو پر شمېر ونه شي، بلکې د هغو پر پایلو او اغېزو هم ولاړه وي.
سیستمونه همدارنګه له خپل چاپېریال سره په بېلابېلو کچو اړیکې لري. ځینې له چاپېریال څخه سرچینې او معلومات ترلاسه کوي او په بدل کې محصولات، خدمتونه یا نورې پایلې وړاندې کوي. د انساني او سازماني سیستمونو فعالیت هم د اقتصادي شرایطو، ټولنیزو اړتیاوو، قوانینو او نورو بهرنیو عواملو تر اغېز لاندې راتلای شي.
له همدې امله، د سیستم د فعالیت د درک له پاره باید سرچینې، فعالیتونه او پایلې یې وڅېړو او دا هم په پام کې ونیسو چې د هغه چاپېریال څنګه پر فعالیت اغېز کوي.
۴. د پایلو ارزونه او بیرته غبرګون
د یوه سیستم د اغېزمنتیا د ارزونې له پاره یوازې دا کتل بسنه نه کوي چې کوم فعالیتونه ترسره شوي دي؛ بلکې دا هم باید وڅېړل شي چې دغو فعالیتونو څه پایلې لرلې، تر کومه بریده یې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړې دي، له کومو ستونزو سره مخ شوي دي او د فعالیت د ښه والي له پاره کومو بدلونونو ته اړتیا ده.
په انګلیسي کې دې بهیر ته Feedbackویل کېږي. په پښتو کې د «بېرتهغبرګون» اصطلاح هم ورته کارول کېدای شي، خو دلته یې معنا یوازې د یوه شخص د خبرې یا کړنې په وړاندې د بل شخص عکسالعمل نه دی. په سیسټمي مفهوم کې بېرتهغبرګون هغو معلوماتو او پایلو ته ویل کېږي چې د سیستم د فعالیت په اړه بېرته ترلاسه کېږي او د سیستم د ارزونې، تنظیم او اصلاح له پاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
د بېلګې په توګه، که د یوه ښوونځي د ازموینو پایلې وښيي چې د زدهکوونکو یوه لویه برخه په یوه مضمون کې کمزورې ده، دا پایلې د ښوونیز سیستم د فعالیت په اړه معلومات برابروي. اداره او ښوونکي کولای شي د تدریس طریقه، درسي مواد، د ښوونکو د تدریس شرایط او د زدهکوونکو د زدهکړې ستونزې وارزوي. که ارزونه څرګنده کړي چې د تدریس په طریقه کې نیمګړتیاوې شته، د هغې د اصلاح له لارې د زدهکړې پایلې ښې کېدای شي.
همدا ډول، په سیاسي او اداري سیستمونو کې د خلکو غوښتنې او نیوکې، د دولتي ادارو راپورونه، د قوانینو د پلي کېدو پایلې او د عامه خدمتونو ارزونه د سیستم د فعالیت په اړه مهم معلومات برابروي. د دغو معلوماتو له لارې معلومېدای شي چې کومې چارې په سمه توګه ترسره کېږي، کومې ستونزې موجودې دي او د خلکو کومې اړتیاوې لا نه دي پوره شوې.
د بېلګې په توګه، که د خلکو شکایتونه وښيي چې په یوه دولتي اداره کې د اسنادو د ترلاسه کولو بهیر ډېر وخت نیسي، اړوندې ادارې کولای شي د دې ځنډ لاملونه وڅېړي. ښایي د کارکوونکو شمېر کم وي، اداري کړنلارې پېچلې وي، د ادارو ترمنځ همغږي کمه وي یا د کار بهیر مناسب تنظیم شوی نه وي. د ستونزې د لامل له پېژندلو وروسته، د کړنلارو ساده کول، د مسؤلیتونو روښانه کول یا د کار د بهیر ښه تنظیمول د حل له ممکنه لارو څخه کېدای شي.
خو د سیستم د فعالیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کول په خپله د اصلاح معنا نه لري. د دې له پاره اړینه ده چې معلومات په دقت وارزول شي، د ستونزو اصلي لاملونه وپېژندل شي، د اصلاح اړتیا ومنل شي او د حل مناسبه لاره عملي شي. که معلومات موجود وي، خو د پرېکړې مسؤل کسان یې له پامه وغورځوي، ستونزې په سمه توګه ونه ارزوي یا د حل له پاره اقدام ونه کړي، د سیستم په فعالیت کې ښایي هېڅ مثبت بدلون رامنځته نه شي.
له همدې امله، د یوه سیستم د اغېزمن فعالیت له پاره یوازې د معلوماتو ترلاسه کول بسنه نه کوي؛ بلکې د هغو سمه ارزونه، د پایلو پر بنسټ پرېکړه او د اړینو اقداماتو عملي کول هم مهم دي. کله چې د اصلاحاتو له پلي کېدو وروسته پایلې بیا وارزول شي، سیستم کولای شي معلومه کړي چې بدلونونه یې څومره اغېزمن وو او ایا نورو اقداماتو ته اړتیا شته که نه. په دې توګه، د ارزونې او اصلاح بهیر بیا بیا تکرارېدای شي.
پایله
د یوه سیستم فعالیت د هغه د برخو، دندو، اړیکو او د فعالیتونو د بهیر پر متقابل تړاو ولاړ وي. د سیستم د سمې پېژندنې له پاره یوازې د هغه د جوړښت مطالعه بسنه نه کوي؛ بلکې باید وڅېړو چې برخې یې څنګه خپلې دندې ترسره کوي، څنګه پر یو بل اغېز کوي، سرچینې څنګه په فعالیتونو بدلېږي او د دې فعالیتونو پایلې څنګه ارزول کېږي.
همدارنګه، د سیستم د فعالیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کول او د هغو پر بنسټ د اړتیا وړ اصلاحاتو ترسره کول د سیستم د تنظیم او ښه والي مهم عناصر دي. خو د اصلاح بریالیتوب د معلوماتو پر شتون سربېره، د ارزونې پر دقت، د پرېکړو پر کیفیت او د اقداماتو پر عملي کېدو هم تړلی دی.
په لنډه توګه، د یوه سیستم د فعالیت د درک له پاره باید څلور اساسي پوښتنې ځواب کړو: سیستم له کومو برخو جوړ دی؟ دا برخې څنګه له یو بل سره اړیکې لري؟ د دوی د ګډ فعالیت په پایله کې څه رامنځته کېږي؟ او د پایلو د ارزونې له مخې د سیستم فعالیت څنګه تنظیم یا اصلاح کېدای شي؟
ما په تیره لیکنه کې ویلی و چې د سیستم د توضیح په دوهمه برخه کې به د هغه ډولونه څیړو، خو لازمه مې وبلله چې د مقالې په دې برخه کې د سیستم د فعالیت څرنګوالی د هغو د ډولنو له توضیح څخه را مخکې کړم. په راتلونکې لیکنه کې به د سیستمونو بېلابېل ډولونه وڅېړو او د اصلي سیستمونو او فرعي سیستمونو ترمنځ به توپیر روښانه کړو.
۲۳/۱۰/۲۰۲۶م
++++++++++
سریزه
سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې، اقتصاد او سیاست یوه مهمه اصطلاح ده. موږ په ورځني ژوند کې له بېلابېلو سیستمونو سره مخ کېږو، خو ښایي تل دې ته پام ونه کړو چې سیستم څه شی دی، له کومو برخو جوړ دی او څنګه فعالیت کوي.
په ساده ژبه، سیستم د څو عناصرو، برخو یا ادارو هغه منظمه ټولګه ده چې له یو بل سره اړیکې لري او د یوه ګډ فعالیت، اړتیا یا موخې د ترسره کولو لپاره په ګډه کار کوي. د سیستم برخې یوازې جلا جلا موجودات نه دي، بلکې د هغوی ترمنځ اړیکې، د فعالیت څرنګوالی او د هرې برخې دنده هم د سیستم په جوړښت او فعالیت کې اساسي رول لري.
د سیستم مفهوم
سیستم یوازې د څو برخو میخانیکي یوځای کېدو ته نه ویل کېږي، بلکې د دغو برخو ترمنځ منظمې او متقابلې اړیکې هم پکې اساسي اهمیت لري. د سیستم بېلابېلې برخې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال پر یو بل اغېز کوي او په ګډه د یوه ټولیز جوړښت په توګه فعالیت کوي. که د یوې ټولګې ځانګړې برخې له یو بل سره هېڅ اړیکه ونه لري، یوازې د هغوی څنګ پر څنګ شتون د یوه منظم او فعال سیستم د رامنځته کېدو لپاره بسنه نه کوي.
د بېلګې په توګه، د انسان بدن یو سیستم دی. زړه، سږي، مغز، ځیګر او نور غړي هر یو ځانګړې دنده لري، خو د دغو غړو همغږی فعالیت د انسان د ژوند دوام ممکنوي. که د بدن د یوه مهم غړي فعالیت له جدي ستونزې سره مخ شي، د ټول بدن پر فعالیت اغېز کولای شي.
له همدې امله، د یوه سیستم د پېژندلو له پاره باید درې مهم ټکي په پام کې ونیسو: د هغه برخې او عناصر، د دغو برخو ترمنځ اړیکې او د هغو ګډ فعالیت، اړتیا یا موخه چې سیستم یې د ترسره کولو لپاره فعالیت کوي.
د سیستم اساسي ځانګړنې
سیستمونه د خپل ډول او جوړښت له مخې توپیر لري، خو په ډېرو سیستمونو کې لاندې ګډې ځانګړنې (خواص) موندل کېږي:
۱. برخې او عناصر:هر سیستم له څو برخو یا عناصرو جوړ وي. دا برخې کېدای شي انسانان، ادارې، قوانین، وسایل یا طبیعي عناصر وي. د دغو برخو مجموعه د سیستم بنسټیز جوړښت رامنځته کوي.
۲. اړیکې او همغږي:د سیستم مختلفې برخې له یو بل سره اړیکې لري او د خپلو دندو په ترسره کولو کې پر یو بل اغېز کوي. د دغو اړیکو او همغږۍ کیفیت ټاکي چې سیستم به څومره منظم او اغېزمن فعالیت وکړي.
۳. جوړښت او نظم:په یوه سیستم کې د بېلابېلو برخو د فعالیت، مسئولیتونو او اړیکو له پاره یو ځانګړی جوړښت موجود وي. دا جوړښت د مختلفو برخو د دندو د تنظیم او د ټول سیستم د فعالیت په همغږۍ کې مرسته کوي.
۴. موخه یا پایله:ډېر انساني او تخنیکي سیستمونه د یوې ټاکلې موخې د ترلاسه کولو له پاره جوړېږي؛ لکه ښوونیز سیستم چې د پوهې او مهارتونو د لېږد لپاره فعالیت کوي. خو طبیعي سیستمونه، لکه د لمریز نظام او ایکولوژیکي سیستم، د انسان له خوا د یوې ټاکل شوې موخې لپاره نه دي جوړ شوي، بلکې د طبیعي قوانینو او بهیرونو له مخې فعالیت کوي.
۵. د معلوماتو او سرچینو تبادله:ډېر سیستمونه له خپل چاپېریال سره په متقابل تعامل کې فعالیت کوي. هغوی له چاپېریال څخه معلومات، انرژي یا نورې سرچینې ترلاسه کوي، په خپلو داخلي بهیرونو کې یې کاروي او په پایله کې توکي، خدمتونه یا نور بدلونونه رامنځته کوي.
د بېلګې په توګه، یو ښوونځی ښوونکي، زدهکوونکي، درسي مواد او نورې سرچینې په یوه منظم ښوونیز بهیر کې سره یوځای کوي، څو زدهکوونکو ته پوهه او مهارتونه ورزده کړي. البته، ټول سیستمونه له چاپېریال سره په یوه اندازه اړیکه نه لري. ځینې سیستمونه نسبتاً پرانیستي وي او له چاپېریال سره مواد، انرژي یا معلومات تبادله کوي، په داسې حال کې چې ځینې نور تر یوه حده تړلي وي.
۶. د بدلون او اصلاح وړتیا:سیستمونه تل په یوه ثابت حالت کې نه پاتې کېږي، بلکې د داخلي ستونزو، بهرنیو شرایطو او نوو اړتیاوو له امله بدلون مومي. د بېلګې په توګه، د سرچینو کمښت، د برخو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، اقتصادي بدلونونه، د ټولنې نوې اړتیاوې او د ټکنالوژۍ پرمختګ کولای شي د یوه سیستم پر جوړښت او فعالیت اغېز وکړي.
اغېزمن سیستمونه د خپلو ستونزو د پېژندلو، د لاملونو د ارزولو او د مناسبو اصلاحاتو د ترسره کولو وړتیا لري. د معلوماتو راټولول، د پایلو ارزونه، له تېروتنو زده کړه او د اړتیا پر مهال د فعالیتونو بدلول د دې بهیر مهمې برخې دي.
د بېلګې په توګه، که په یوه ښوونیز سیستم کې د زدهکوونکو د زدهکړې کچه ټیټه شي، باید د تدریس طریقه، درسي مواد، د ښوونکو وړتیا او د زدهکړې شرایط وڅېړل شي. که د ارزونې پایلې ستونزې څرګندې کړي، د مناسبو اصلاحاتو له لارې د ښوونیز سیستم فعالیت ښه کېدای شي.
همدا اصل په سیاسي او اقتصادي سیستمونو کې هم د تطبیق وړ دی. هغه سیستمونه چې خپلې نیمګړتیاوې ارزوي، د خلکو اړتیاوو ته پام کوي او د اغېزمنو اصلاحاتو له لارې له بدلېدونکو شرایطو سره ځان عیاروي، د اغېزمنتیا او دوام لپاره غوره فرصتونه لري.
پایله
سیستم د برخو، عناصرو او د هغوی ترمنځ د اړیکو یو منظم جوړښت دی چې په ګډه فعالیت کوي. د یوه سیستم د سمې پېژندنې لپاره باید یوازې د هغه برخو ته ونه ګورو، بلکې د برخو ترمنځ اړیکې، د فعالیت څرنګوالی او له چاپېریال سره تعامل یې هم وڅېړو.
د یوه سیستم پیاوړتیا یوازې په منظم جوړښت کې نه ده، بلکې د ستونزو د پېژندلو، له تجربو څخه د زدهکړې او د اړتیا پر مهال د اصلاح او بدلون په وړتیا کې هم ده.
په راتلونکې لیکنه کې به د سیستمونو تنوع وڅېړو او دا به روښانه کړو چې اصلي سیستمونه او فرعي سیستمونه څه ته وایي او د یوه سیستم مختلفې برخې څنګه د یوه پراخ جوړښت په دننه کې فعالیت کوي.