عبدالرووف ليوال حسين خيل
اې خلکو ! ستره بلا راروانه ده
د افغانستان حالت دا ښئي چې څو مياشتې وروسته به په افغان مظلوم ملت بيا هم ستره بلا را نازله شي. ددې بلا د راتګ د عواملو وړاندوينه په لاندې ډول کيداي شي.
١. په قبايلي سيمو سوات او ملاکنډ ډيوژن کې د نفاذ شريعت په نوم القاعده او طالبانو ته واک سپارل په ډاګه په يوه دولت کې ديوه بل بنسټپالي دولت جوړول دي ځکه په دې کار سره د اتحاد المجاهدين په نوم د شمالي او سويلي وزيرستان د بيت الله محسود ، حافظ ګل بهادر او ملا نذير ډلې د القاعده تر مشرۍ لاندې سره يو ځاى شول، چې په راتلونکي پسرلي کې به د افغانستان په سرحدي سيمو کې لوي ناتار جوړوي ا و دوي سره به ديرش زره نوي وسلوال هم يو ځاي کيږي.
٢. دپاکستان ددولت لخوا په دو ورځو کې ديرش زره نوي طالبان د وسلو په ورکولو سره په قبايلي سيمو کې وزيږيدل، امريکا خو د عراق تجربې دلته لابراتواروي خو هغه خلک چې هلته وسلوال کيدل هغوي مترقي او روڼ اندي و، مګر دلته دا خلک بنسټپالي دي.
٣:دناټو او ائيتلاف هغه په زرګونه ميله وسلې او دپرسونل ضد برتانوي بمونه چې وروسته له غلا کيدودطالبانولاس ته غور ځيدلي ،په راتلونکي پسرلي کې پر افغانانو استعمال او آزمويل کيږي .
٤: د حکومت په واکداره کړي کې دومره ناهيلي او مکار کسان شتون لري چې فکر يې هم نه شي کيداې، آن تر دې چې د ولسمشر لمړي مرستيال هم په حکومت تور لګوي چې له فساد او درغلۍ ډک حکومت پر افغانانو مسلط دي. خو دومره څوک نشته چې له دې ښاغلى نه پوښتنه وکړي چې ښاغليه! ته څوک يې ؟ ځان ته دې پام شته که نه ! څوک چې لاړې پورته تو کړي په خپل مخ يې راغورځي. د افغانستان ټول خلک تا ته هيښ پاتي دي چې ياره ! ډير ناځوانه خبر دې له خولې راوتې ده، له همدې دسترخوانه يې خورې بيا په همدې دستر خوان کې .......کوې ، نو تاسو فکر وکړي چې دا ناهيلۍ حکومتي چارواکي به څومره،د خطر په وخت کې ځان ټينګ کړي، واللهُ اعلم.
٥. د انتخاباتو کميسيون – کاي ايده- اوباما- يوناما او نړيوالې ټولنۍ د ټاکنو نيټۀ دراتلونکي کال د زمري ٢٩ مه وټاکله خو دې ته يې فکر نه د ه چې همدا اوس د کرزي شاوخوا خالي شوې ده او په حکومتي کړيو کې څوک د چا امر او خبر نه مني.
بهرنيو جاسوسي کړيوته په ژمنتوب سره يو بل ته د شک په سترګه ګوري. او يو پر بل ناګمانه دي. نو په دې توګه له همدا اوس نه دواک تشه په محسوسيدو ده . دا چې په هغه درې مياشتو راتلونکې تشه کې به څه پيښ شي يوازې خداې ته معلومه ده خو هر څه چې پيښيږي د افغانو په خير نه ده.
٦: هغه ټکنى وحدت چې د افغانانو ترمينځ د لنډ مهالۍ حکومت په راتګ سره مينځ ته راغلي و اوس بيرته له مينځه تلونکي دي. ځکه شمال ټلواله او جبهه يې يوې خواته کشوي. جمهور ي ګوند چې پخوا د کرزي ګوند ګڼل کيده او نيمايي غړي يې د حکومت چارواکي و بله خوا يې ډنګوي،ضمناًناراضيان بيا نورې ببو لالۍ غږوي او هغو کسانو چې ځان يې راتلونکي ټول ټاکنو ته کانديد کړي ، خلک يې په مختلفو ډلو او ګروپونو ويشلي.
٧. د هيواد امنيتي کړيو کړنې او فعاليتونه خپلو جلا جلا بادارانو ته په وفادارۍ سره، هرې خواته متوجه او يو ( سنترال مرکزيت) نه لري، حتي په دې امنيتي ځواکونو کې، ځينې ځواکونه ډير ستر وحشتناک او اختطاف ګر ګروپ لکه د چيف خدا داد ګروپ ته کار کوي چې حتى بهرنيان يې د کنترول توان نه لري، دا ګروپ دومره ځواک او په امنيتي ځواکونو کې نفوذ لري چې د چا پلار يې د نوم اخستلو توان نه لري، دا خو پر ځاې پريږده چې څوک ورته څه ووايي.
٨. که چيرې په راتلونکي پسرلۍ کې د واک د تشې غم ونه خوړل شي او حکومتي لوړو چارو، او په ځانګړې توګه امنيتي ځواکونو رهبري ته صادق، وطنپرست او خپلو دندو ته ليواله کسان ونه ګمارل شي او همدا کړۍ چې نا هيلي شوي او واڼي يې تښتيدلي پاتې شي چې هغه د چيف له ګروپ سره اړيکې هم ولري، نو دا شونې ده چې په افغانستان کې به داسې يوه بلا او ناورين راشي، چې هيڅ څوک به ورته پښې ټينګې نه شي کړاي، نو هيله داده چې ټول افغان ولس ،چارواکي او نړيواله ټولنه دې ټکوته پام وکړي اوسر لا له اوسه يې غم وخوري.
عبدالرووف لېوال حسين خيل