بکتاش د تنکۍ ځوانۍ په پیل کې ، پوره هماغه وخت چې په هیواد کې د زاړه نظام تابوت د یاغي شویو بادونو تر شګو او پوټي لاندې خښېده ، د پاڅون فریاد واورېده او د توفان ستایونکو سندربولو سره یو ځای شو او ژبه یې د راختونکي لمر په ستاینه او هرکلي پرانیسته.

ما دی لمړی ځل په ۱۳۵۵ لمریز کال ، په خپل کورکې هغه مهال ولید چې لا  تنکی ځوان و . ده هغه وخت د هیواد په یوه ادبي کانکورکې د پښتو شعر جایزه ګټلې وه او ماته د ادبیاتو او شعر د یوه شوقمن زده کوونکي په ډول ، د مسلکي لارښوونې او مرستې د تر لاسه کولو په مقصد راغلی و. خو د کیڼ پلوه سیاسي افکارو دغه زلمی شاعر بیا ډېره زمانه ما ونه لید. وروسته په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د ده د شعرونو لومړنۍ ټولګه چې « د ځنګله سترګوکې» نومول شوې وه خپره شوه. په دې ټولګه کې د زلمیتوب پر عاشقانه رمانس برسیره ، د قربانۍ لپاره لیوالتیا ، د مبارزې د ډګرونو پر لور بیړې او انقلابي آیدیالونو ته د رسیدو تلوسو ، څپې وهلې .

بکتاش لا  هماغه وخت پخپل لومړني اثر کې د دودیز شعر له انقیاد څخه چې ده د خپل پرمختګ لپاره هیله نشوه ورته کولای ، غاړه وایسته او د نویو خیالونو ، نویو فکري میدانونو او نویو قالبونو د پیدا کولو پر لور یې مخه وکړه.

انقلاب په مخه خوځیده ، ټولنه ، فرهنګ او هر څه یې له ځان سره بدلول. په دې لړ کې شعر هم خپل ډیر څه بدل کړل : فکري زېرمه ، فرهنګي سکښتونه ، د خیال انځورونه ، او په بڼه کې د نویو سمبولونو ، نویو هنري مقولو ، نا دودیزو وزنونو او د آزاد شعر نویو ډولونو لار پیدا کړه. په دې توفاني بهیر کې و چې د شعر داسې یوه نوښتګر ښوونځي سر را اوچت کړ او د پښتو ژبو شاعرانو یو داسې ارمانجن نسل را منځ ته شو چې شعر ته یې د لفظ او معنا نوی سکښت ورکړ.

زلمی بکتاش د وطن په همدې ستونځمنو او خونړیو پېښوکې په دې معتقد شو « چې کله انسان آزادي نه لري د هنر لاره داده چې ځان د آزادۍ خدمت ته وسپاري .»

ده په هغه کلونوکې چې وطن یې د جګړه ایزو هڅو ، لویدو ، پاڅیدو د بریو او ماتو میدان و د شعر په اوښتګر ښوونځي کې د نوښتګر شعر تمرین بشپړ کړ او دیوه ځانګړي سبک خاوند شو. ادبي او فکري ښوونځیوته د وګړو انتساب دا معنا نلري چې ښوونځي ته ټول منسوب کسان د یوه واحد سبک ، یوې سویې او په ټولو هنري یا فکري سیمو کې سره ورته وي.

ښوونځی School په لویدیځ کې د لیکوالو یوې داسې ډلې ته وایي چې د اغیز د یوه ګروپ په ډول رامنځ ته شوی او پر یو لړ اصولو یې موافقه سره کړې وي . همداراز د یوې ځانګریې فلسفې یا هنري نظر یې یوې ډلې ته هم ښوونځی وایي . کله د یوه منفرد عالم یا استاد خواره شوي نظریات او معتقدات هم چې په یوه ډله یې اغیز کړې وي ښوونځی بلل کیږي او نور . خو د شاعرانو د ښوونځي یووالی د دوی تر منځ د سبک د یو والي په معنا نه دی. د هر چا سبک خپل دی او هر شاعر دخپل پیغام لپاره د خپل سبک په مرسته د حس وړ ځانګړي انځورونه رامنځ ته کوي.

د هنرمن سبک ځانګړی او د ده په ذات پورې تړلی وي . زما خپل نظر دا دی چې په شاعرانو کې د سبکونو توپیر کټ مټ هغسې دی لکه چې د دوی په بڼو ، آوازونو اود ژوند په ځانګړیو تګ توګو کې لیدل کیږي . د «لون ګیزس» دغه وجیزه د سبک په پیژندنه کې ډېره ژوره ده چې وایي : « د هر چا سبک پخپله هغه شخص دی.»

همداراز د بکتاش سبک یواځې په ده پورې ځانګړی دی کوم چې په دې سریځه کې په بشپړ ډول معرفی شوی دی.

خو اوس چې شاعر بکتاش د یوه خبیر ، کوټلي او د لوړې کچې د شاعر په مقام کې خپلې شاته ګوري لکه د روسیې په جګړه کې مات شوی ناپلیون ، سترګې یې د بایللي جنګ په میدان کې په مړو شویو سرتېرو ، ماتو شویو جنګي ګاډیو ، بې سېکه شویو زخمي افسرانو ، سویو کلیو او هغه لېوانو او داړونکو ځناورو باندې لوېږي چې د واورې په توفان کې د اوږدې لارې پر څنډو د وژل شویو قهرمانانو او د تباه شویو آسونو پر لاشونو بوخت دي . دی په همداسې یوه احساسی حالت کې د راپریوتي توفان د نا اټکل شویواو نا منتظره پېښو او د هغوی د پایلو به باره کې د هغو پوښتنو د ځوابولو په لټه کې دی چې کیدی شي دی او د ده مات شوی پوځ د قطعي نا هیلۍ د خپکۍ له منګولو څخه وژغوري . د همدې احساس تر اغیز لاندې داسې فکري ـ هنري سبک ته وده ورکوي چې هغو ټولو پوښتنوته ځواب پیدا کړي کوم چې شاعر پخپل اوږده او ستونځمن اوښتګر تمرین کې ورسر مخامخ شوی دی.

د هغو پوښتنو ځینې بېلګې دا دي:

۱ـ               موږ

په ړندو سترګو

خونړۍ لارې نغاړو

موږ ،

پر کڼو غوږونو

د مینې غږ اورو

موږ ،

خپل پرون پیل کړ

په کرایي فکرونو

او خپله سبا مو

د خپل تاریخ ،

د قاتلانو پښوته پرېویستله

نن مې ،

د روح پر پردې

نغښتي دي ډیر سوالونه

خو ،

زموږ معلم ورته ځواب نه لري

کرایي فکرونه مخ ۶۳

۲ـ               زه د کوڅې له تښتېدلې څېرې ستړی یمه

له دریڅې ستړی یم

چې په دروغجنه ژبه

د سپېدې ژمنه کوي

یوه بې دروغو ورځ به کله راشي ؟

بې تقدیره شېبې مخ  ۳۰

 

۳ـ               له تا پوښتنه کوم

آیا ته

د دغو پوښتنو،

په ځواب پوهېږې ؟

له ما یې مه پټوه

که پرې پوهېږې راته نقل راکړه

چې څه نا څه

په دې مضمون کې هم

ناکامه نه شم

د ستورو هدیره مخ ۹۱

 

۴ـ               لاره کې وینمه چې سیوري خوځي

له لرې ، لرې

تورې وریځې غواړي

سپوږمۍ مېلمه کړي

او پر سیورو باندې وخاندي

سیوري به ونه ژاړي ؟

ستوري به شرم نه

قبرونوته پناه یونسي ؟

او څراغ به ښکته نه شي

د تورې شپې

پښوته ؟!

ستوري او سیوري مخ ۱۶۹

 

۵ـ               سبا به کله راشي ؟

او دا اوږده شپه به بیا کله

له دې باغه

شړل شوې وږمه

او د خزان په تاو کې   ښکېله

زیندۍ شوې غوټۍ

سپېدې ته وسپاري؟

زیندۍ شوې غوټۍ مخ۱۰۳

۶ـ               «ځمکه درنه ده

او وخت تېرېږي »

کلونه ژاړي ، کلونه خاندي

سپېده چاودلې

خو رڼا نشته

نامرده وخت

پر ما ،

څه کاندي ؟

وخت مخ ۱۱۰

 

د دې احتمال شته دی چې د شاعر له دې استفهامي سبک څخه ځینې داسې کسان چې د شاعر د کار له فنی خصوصیاتو سره بلد نه وي داسې اټکل وکړي چې دغه د اوښتګر ښوونځي ارماني شاعر د کوم ایتوپیایي جنت په لټه کې ، د خیال په کوڅو کې سرګردان شوی دی.

زما په خیال د ده دغه استفهامي سبک ، دی د خپلو همځولو او هم تولو شاعرانو په کتار کې ممتاز کړی دی. ده د همدې تګ  توګې به غوره کولو کې ډېر بې ژبې تصورونه ژبور کړي او د پیغام د لېږدولو لنډه او بې ابهامه لار یې پیدا کړې ده . خو دی یواځې د پوښتنو ځوابونه نه پلټي بلکې توضیحي تګ ټوګې ، د حقیقت د موندلو لپاره د اصولي شکونو طرح کول او کله کله فلسفي ژبه او د خیالونو د اظهار نورې شېوې هم کاروي.

لکه په لاندنیو بېلګو کې:

۱ـ               ښکلا ، ځواني او مسکا

د زړه په کورکې مساپر پراته دي

نن که سبا وي

دوی ،

له دغه ځایه

کډه کوي .

د هیلو باغ کې مخ ۷۷

۲ـ                        ستوری ړانده وه

سپېده له دریڅې شرمېده

او شمال د یوه کنګل فصل

د رسېدو شګون لاره

شرمېدلې سپېده مخ۱۱۲

۳ـ               موږ له لمره تښتو

او د خپلو سیورو شاته

سرګردانه یو

د همدې لپاره

زموږ مخې ته

همېشه تیاره ده.

سرګردانه سفر مخ۱۵۵

 

۴ـ               موږ ،

د شېبو پر اوږو خپلې جنازې بار کړي

کله چې شاته ګورو

وینو چې موږ

په زرهاوو ځله ،

خښ شوي یو .

کله چې لمر د خدای آیتونه لولي مخ ۱۲۳

 

د بکتاش د دغې ټولګې زیاتره شعرونه ښکلاییزو ځانګړونو، انساني مفکورو او د وطن مینې ته ځانګړي شوي دي. او د ده لوی کمال دا دی چې دی په خپلو هستونو کې تغزلي ښکلا او رزمي هیجان داسې سره اوبي چې د یوه پاخه شاعر پر زېږېدو شاهدي وایي.

بکتاش په شعر کې د تجد د او نوښت یو جدي پلوی دی. د شعر په دې دفتر کې د دودیزو شعرونو په نسبت نوي شعرونه هم د کیفیت او هم د کمیت له نظره ارجحیت لري.

دی حتی په دودیزو تغزلي  هستونوکې لکه غزل ، څلوریځې او د هغوی په نورو ډولونو کې د کلاسیکانو له منل شویو شعري کلمو څخه لکه : د وروځو توره ، د بڼو غشي ، د مخ سپوږمۍ ، زاهد ، ناصح ، محتسب ، خرابات ، رند ، او نورو نه کار نه اخلي او حتی هغه ترکیبونه ، مصطلحات او مقولې نه کاروي چې د دودیز شعر د خیالونو د انځورونو په جوړولو کې پېړۍ ، پېړۍ د ښکلا د نندارېینې لپاره کارول شوي دي لکه : د زلفو ماران ، مړې سترګې ، د نقطې غوندې تنګه خوله او د ویښته غوندې نرې ملا د ښځې لپاره هم هغه منفی صفات چې په دودیز شعر کې یې نمونې کمې نه دي لکه لولۍ ، هرجایي ، بیوفا، دروغجنه ، مکاره ، کوډګره او غولونکې پخپل کلام کې نه کاروي. حتی په هغو هستونوکې چې په دودیزو قالبونو کې یې وړاندې کوي نوي او له زمان سره وړ اصطلاحات اختراع کوي ، شعري روح ور بخښي او په دې توګه دودیز شعرته نوي تصویرونه ور ننه باسي او نوښت ورکوي:

 

زه د تیارې او د سپېدې تر منځه

د نښت پر ټکي لکه سات پاتې یم

پر شاو خوامې دي د غم لښکرې

لکه بې وسه باچا مات پاتې یم

هره خوا ګورم دیوالونه ښکاري

لکه چې ګور کې کرایي ناست یمه

روح رانه تښتي ، زړه یاري نه کوي

آسمان ته لاس په ګدایي ناست یمه

د نښت پر ټکي مخ ۲۶

 

دی په خپل فطرت کې نوښتګر کرکتر دی او پر مضمون او فورم برسېره حتی د کلماتو په شاعرانه کولوکې ابتکار کوي ، نویې مقولې ، نوي ترکیبونه او نوي اصطلاحات اختراع کوي لکه په همدې ټولګه کې لاند یني مقولې او ترکیبونه : زخمي باغ ، د هوس تبر ، نړېدلي موجونه ،ستړې شېبې ، د غرونو ایمان ، کرایي فکرونه ، شړلې مسکا ، د زړه هستوګن ، کوډګرې شېبې ، ستومانه ښار ، د یادونو هدیره ، اسیر فکرونه ، کرایی ګور ، د کیسو مانجه ، د چنارونو شملې ، د سندرو ویاله ، د ځنګله سترګې ، له غصو ډکې کوڅې ، د ورکو ترانو غږ ، د باغ د  بې وسۍ آواز او نور په لسهاوو شاعرانه ژبني ترکیبونه چې شعرته ښکلا او بډاینه وربخشي ، د خیال د انځورونو لمنه پراخوي او د پیغام رسول آسانوي.

شاعر هیڅکله دا له یاده نه باسي چې دود د شعر لومړنۍ او اصلي زمینه ده او نوښت د دود په سیمه کې یو بې توقفه بهیر دی. کله چې په ټولنه کې اقتصادي ـ ټولنیز بهیر ګړندی شي او نویې سیاسي غوښتنې رامنځ ته کړي ، انقلابي خوځښت پیدا کوي او د نویو طریقو او تګ توګو پراخېدوته مخه ورکوي.

د افغانستان د اوښتګر شعر د ښوونځي د لارویانو تر منځ یوه مشترکه ځانګړنه دا ده چې د نوښت د ډګر د پراخولو پر لوري زیاته لېوالتیا ښیي ، خو دودونه نه تحریموي حتی پالي یې. دا ځکه چې په دودکې د پېړیو ، پېړیو د هنري تمرین بډای تجارب زېرمه شوي دي او دا شونې نه ده چې پر هغو باندې دې د بطلان کرښه راکش شي.

دود زوړدی خو د شعر اصلي زمینه او بنیاد دی ، نوښت یو قانونمن ، اړین او ښکلی بهیر دی خو بنیاد او بنسټ ته محتاج دی ، بې له دوده پېژند پاڼه نشي پیدا کولای او د ټولنې د تایید وړ نه ګرزي . د نوي او زاړه تر منځ تړاو د یوه طبیعي تسلسل د بهیر په څېر دی ، په دې معنا چې هر زوړ یو وخت نوی و ، او هر نوی په راتلونکې سبا کې زوړ دی او بلااستثناء د خپلو زړو نسلونو په نسبت پر مختللی او متکامل دی.

د آلماني فیلسوف «هیګل» د نظر مطابق د زوړ او نوي تر منځ د «تېز» او «انتي تېز» رابطه بر قراره ده. زما خپل نظر د شعر د پرله پسې نسلونو په موردکې دا دی چې نوی شعر د دودیز شعر بې څراغه سمي ته لار نشي ایستلای او د دې په عکس په دود کې توقف کول او پر زړو زېرمو باندې څملاستل ، د سریښو په ډنډکې لامبو وهل دي. نوښتګرو شاعرانوته زما مشوره دا ده چې د دود او نوښت تر منځ د هنري اعتدال ضرورت له پامه ونه غورځوي . یعنې د نووښت د هر کلي په مهال دې د ټولنې آمادګي (د قبول ظرفیت) له نظره ونه غورځوي.

په شعر کې بله مسأله د هنر په باره کې له یوې جدي ، متنازع پوښتنې څخه راولاړیږي او هغه دا ده چې : «آیا هنر د ژوند لپاره ؟ که هنر د هنر لپاره ؟» دي ته د شاعرانو او شعر دوستانو له لوري ځانګړي او راز راز ځوابونه ویل شوي دي. د افغانستان د شعر اوښتګر ښوونځی په دې مورد کې روښانه دریځ لري ، خو ځینې وتلي شاعران او په تېره بکتاش وایي چې « شعر د ژوند انځور دی او داسې یو هنر وجود نلري چې په کې د ژوند انځور نه وي نغښتی.»

زما خپل نظر دا دی چې شعر د خپل لومړني اصالت په اعتبار له عشقي کشش څخه را پیدا شوی دی. او عشق پخپله د انسان د ژوند لومړنۍ ډبره ده. دا څنګه کیدی شي چې عشق له شعره او شعر له ژوند څخه جلا شي. ما پخپله هیڅکله داسې شعر نه دی لیدلی چې د ژوند له سرچینو څخه نه وي اوبه شوی او یو پیغام ونه لري.

د بکتاش په ټولو آثاروکې ، که هغه ړومبني دي که وروستني ، زه داسې یو څه نه وینم چې له مجرد شعر سره (شعر د شعر لپاره) د ده فکري اړیکه وښیي.

د ده د شعر دغه دفتر او ټول نور سره او ناسره آثار د ژوند او انسان په باره کې لیکل شوي او په مینې ، مبارزې ، هوډونو او ارمانونو ډک شوي دي:

 

۱ـ               دا زما د کلي د بزګر لاسونه چا تړلي ؟

پر دې ویالې کومه داړه راغلې ؟

چې په لښتیوکې مسکا نه خوځي

او په پټیو کې ،

د مینې پر ځای

فصل اغزي زیږوي !

زمانه ولې داسې شنډه ښکاري ؟

مینې کې ولې اعتماد مړ شوی ؟

هنداره ولې تصویرنه شي ښودی ؟

سبا کې ولې رڼا نه بهیږي

آسمانه ړوند یې ،

ولې نه نړیږې ؟ !

شړلې مسکا مخ ۲۱

 

 

۲ـ               د مازدیګر لمنه سره په وینو

دا زموږ د لمر جنازه چېرې وړې ؟

منګي مات شوي د ګودر پر غاړه

د دې ګودر جنازه چېرې وړې؟

باغ مو زخمي شو د هوس پر تبر

د شنو فصلونو هدیره چېرې ده ؟

مینه له زړونو تښتېدلې چیرته ؟

زموږ د یادونو هدیره چېرې ده ؟

زخمي باغ مخ  ۶۹

 

۳ـ               یې نجلۍ ، یې نجلۍ !

سترګې دې پرانیزه ، د ناز په وږمو

سر دې کړه پورته

د آسمان لوري ته

چې په آسمان کې ، دریڅه پرانیستې

څه ښایسته ، په جنتي رنګونو

که موږ له دغې دریڅې نه تېر شوو

زموږ د ایمان ،

او د ښکلا ، د باغ ګلونه به بیا

وغوړېږي

ګوره چې دغه ، شېبه تېره نه شي

ګوره چې تېره نه شي !

د نرګس پاڼې مخ  ۹۹

 

زما باور دا دی چې د بکتاش په شعر کې به د ده خپل ځانګړی استفهامي سبک نور هم پراخ او پوخ شي او دا به د پښتو په شعر کې یوه نوي هنري سکښت ته وده ورکړي او د مضموني بلاغت په برخه کې به نوې پراختیاته لاره پرانیزي.

زه د ډاکتر بکتاش دې هنري هڅې ته چې بې ویرې او تشویشه د ابتکار میدانونه پراخوي مبارکي وایم او د شعر مینانو په تېره د نوی شعر لارویانوته د بکتاش له هنري تجربې سره د آشنا کېدو بلنه ورکوم.

 

اکادمیسین سلیمان لایق

کابل د سپتمبر اتمه 2009 کا ل

 

 



بالا

صفحة دری * بازگشت