سويډن مالمو

د۲۰۱۴ م کا ل دمارچ  اومه

دښځو دنړيوالې ورځې په مناسب دمبارکی پيغام

 نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون جشن  

فرخنده وخسته باد۸ مارچ روزجهاني زن

 

موږ پدې باوريوې حې دښځوله فعال گډون اوله نارينه ووسره اوږه پراوږه برابرکاراوفعاليت نه پرته ديوې ټولنې جوړېدل ناشونی کاردي .

تر هر څه وړاندي تاسوافغاني ميندواو خوندواوپه نړۍ کښي  تر ستم لاندي اوزوريدلو ښځو ته دمارچ اتمې  داښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځې درارسېدوله امله  دزړه له کومي مباره کی اونيکي هېلي  وړاندې کوو.

ستاسو اودنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو،جنسې  ستم ، تبعيض اوتعصب ،تېری اوظلم دپاي ته رسېدولپاره په عادلانه او انسانی مبارزکې دزياتو برياوغوښتنه کوو.

متاسفانه ديوېشتمې پېړۍ ددوهمې  لسيزي په پيل کښي لاهم چې په يوشمېرهيوادونوکشي دکيهان دمهاراوله هغه نه داستفادې لپاره هڅی کوي ،په افغانستان  اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي  لمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقونړيوال سازمانونه اوخيراندېشه ټولنې د ښځو سره د زورزياتي اوټولنيزتاوتريخوالي  له کبله دژورو اندېښنو ډک خبرونه  خپروي . متاسفانه هر اونۍ زموږ دمډياله لاري ن زموږ دبېدفاع خويندو سره دغير انساني کړنوداډول دردونکی خبرونونو اورېدل  نه يوازي افغانان بلکي دنړۍ زيات شمير انسانان زوروی .

په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې دنړی پوره نيمايي اوياتر هغه زيات  شځېنه وگړی دډيرو اقتصادي ،سياسي ،ټولنيزواوفرهنگی ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا کښي  اوس چي دادی يويشتم پيړۍ دوهمه لسيزه پيل سوېده ښځه  لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری کي راځی . داچي هر ورځ په نړی کي ښځې داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي  مرستودنشتوالي له امله خپله  اويايې ماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې تر يوميليون  اوړی . په نړيواله کچه  په سلوکې تر ۶۰  زياتي ښځې دسواد له نعمته محرومي اود توروديوالوشاته  په زړه بوږنوونکې حالت کې  شپې او ورځي سباکوی .

متاسفانه  پدې ورستيو کښي په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي داوج خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي .

په افغانستان کي پر جگړ ه سربېره يوشمير ښځی دمنځنيو پيړيو دود اودستور هره ورځ په خپلو وحشی منگلو کي رانغاړی  . زموږ  په هيوادکي دقدرت دخاوندانو اوټوپکسالارولخوا په زور  ودونه ،په بدو کي ورکول ، خرڅېدل،دښځو وهل ټکول،دغوړو ،پزی اوشونډانوپرېکول  اوياوژل  يوه معمولي خبره ده  داخولاپرېږده ښونځيو اوکار ته نه پريښودل  ډيري لوړي کچي ته رسېدلیدي ،همدا اوس زموږ دمعلوماتوله مخې دافغانستان ديوشمير ولايتونه انجونې دتعليم او تحصيل نه داسلام اودعنعنې په نوم محرومې ساتل کيږي . دټولو انساني او اسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجونې  ېو(( ۷۰ ))   کلن  سړي ته ودېږي اوياپه محلاتو کي دزوراو زر خاوندان له هغو ي نه ناروا استفادې کوي .

موږ ددې ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پر ديني عالمانو،دقومونوپر مشرانو،پوهانو سياسي گوندونو، فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو،جرگو،کنفرانسونو اوهمدا ډول  دډله ايزو رسنيو له لاري خلکو ته تبليغ وکړئ ترڅوخپلې لوڼې په کم عمر کې دچاپه نکاح نکړي اونه ئې په بديوکښي ورکړی .پرېږدي چي زموږ پېغلي اوانجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي . دهيوادپه سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه برابره اوفعاله  ونډه واخلي . ددلوتی اړونده ادارو اونړيوالو سازمانوڅخه په کلکه  غوښتنه کوو چي دښځوسره  ناروااوله انصاف نه ليري کړنوکړنو ته دپاي ټکی کښېښودل  سي . ښځې ته بايد لکه نارينه انسان ټول مدنی ،قانونی او انساني حقوق ورکړه سي اوديوه برابرحق اوصلاحيت لرونکی انسان په توگه ورته  وکتل سي .

هغه څوک چي په رښتيا دهيواد دودانولواوافغانانو دسوکالۍ ،سولي اوثبات سره علاقه لرې دبنسټپالو اډيالوژي گانو،عقيدو اوښځوپر وړاندي  په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکوکړنواونظرياتو پر ضد مبارزه يې  سپيڅلې ملي او اسلامي  دنده بلل کېږي .افغانه ښځه  بايد دمنځنيو پېړيوله تعصوبونواوخرافاتوله توروزندانونه راووزي اوديوې باشرفه، سپيڅلي، افغاني اومسلماني  په توگه دهيواد په بياودانولوکښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه  فعا له او برابره ونډو واخلي  .

موږپدې باوريو ي چي  په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلنددوام لري ،دهغوي پر انساني حقوقو تيري يوه معمولي  بڼه اختيارکړېده،په افغانستان کې دافغاني ښځودژوند زورونکی حالت خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي که دغه  دردونکی حالت ته ژوره اوجدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اونه جبرانېدونکی وي .  

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  افغان چاروکواو نړيوالو سازمانونوته په جدې بڼه  وړانديز کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت  ته په هر اړخيزې توگه  پاملرنه وکړي ترڅو زموږ خويندي اوميندی له دغه دډاراوپرېشانۍ له روانی نا ارامه حالت نه نجاتومومی .

موږ يوځل بيا دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلو مباره کیو په څرگندولوسره په افغانستان ، سيمه ا ونړی کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل ملاتړ اعلانوو،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو اونړيوالوبشري سازمانوڅخه غوښتنه کووچې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشوو نا خوالودله منځه وړلولپاره دنړيوال مرسرتندوي پلان په طرح اوپلي کولوسره لاس په کارشي .

هيله  منديوچي يوه ورځ  زموږ  غيرتي خويندي اوميندي دسوکاله ،بسيااوپتمن ژوندڅښتنی اودخپل هيوادپه جوړونه اوسالمو ماشومانوپه روزنه کي دفعالې ونډې امکانات پيداکړي .

 

ددوستۍدفرهنگی ټولني دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې  په استازيتوب

حبيب الله غمخور

 

 

 


بالا
 
بازگشت