حقیق

اقتصاد او بیا رغاونه د ملي حکومت د چارو په سرکې ځای لري

له کله نه چې نوی حکومت په افغانستان کې کار پیل کړی د خلکو هیله داده چې اقتصادي بیا رغاونه ترسره شي ، له دې نه چې ښاغلی محمد اشرف غنی خپله اقتصادي برخه کې تخصص لري او په دې برخه کې یی په نړېوالو برخو کې کار کړي اوهم یی د خپل انتخاباتي کمپاین په وخت کې په دې اړوند خلکو ته ډېرې وعدې ورکړي او ژمنې یې کړي دي، اوهم خپله خلکو له همدې کبله ده او دده ټیم ته رایه ورکړې نو ځکه دخلکو هیله په دې اړوند ډیره ده.

د یادولو ده چې تراوسه پورې هم لا یوشمېر کړنې په دې برخه کې ترسره شوي ، له نېکه مرغه ښاغلي غني هره غو نډه چې له ملی او نړیوالو برخو سره یی تراوسه درلودلې  او که یی هریو بهرنی سفر کړی نو مهمه موضوع یی داقتصاد په اړه وه ، چې په دې کمه موده کې چې تراوسه پورې دملی یووالی له حکومت نه تېره شوې په دې اړوند ښې لاسته راوړنې بلل کېدای شي.

د کابل بانک د قضيی بېا راسپړل ، له چین سره په ډېرو اقتصادي مسایلو خبرې او پریکړې چې په ترڅ کې یې دغه هېواد په راتلونکو دريو کلونو کې  د څه د پاسه درې سوه میلیونو ډالرومرستې ژمنه وکړه ، کورنیو اقتصادي برخو ته په ډېرو برخو کې پاملرنه او دغه راز ولسمشر په خپل وروستنی سفرسره  چې د پاکستان هېواد ته یې ترسره کړ په اقتصادي برخو کې پراخې برنامې په لاره واچول شوې. په دغه سفر کې  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د پراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو په برخه کې د ستونزو د هوارولو، په ترانزیت کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د یو شمېر ګډو سترو سیمه ایزو پروژو په باب خبرې شوي،  دغه راز په دې اړه هم  خبرې شوي چې د کراچۍ له بندر څخه دې د افغان سوداګرو د تجارتي توکو په لېږد کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي ترڅو د یوې اوونۍ په دننه کې دغه توکې کابل ته انتقال شي.

همدا راز د پاکستان د کراچۍ، قاسم او د ګوادر په بندرونوکې د افغانستان د سوداګرو د تجارتي توکو د زیرمې لپاره د یو مشخص ځای د بیلېدو، له افغانستان څخه د پاکستان هرې سیمې ته له تخلیې او ځنډ پرته د موټرو له لارې د بېلابېلو سوداګریزو توکو د لېږد په باب خبرې شوي دي .

دغه راز ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دونیم میلیاردو ډالرو د اوسنۍ سوداګرۍ کچه باید په راتلونکو دوه کلونو کې پنځه میلیاردو ډالرو ته و رسیږي.

چې دغه او نورې یو شمېر کړنې دنوي دولت پراخه پاملرنه داقتصاد بېارغاونې ته جوتوي ،که چېرې زموږ هیواد دکرنې ، ترانسپورت، سوداګری او د معدنونو د استخراج په برخه کې خپل پرمختګونه جاری وساتي له شک پرته به چې  پرځان دمتکي کېدو او دنورو داحتیاج دخلاصېدو لوري ته لار اواره کړي.

افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ډېر ښه پوتانشیال په واک کې لري ، زموږ کانونه لاس نه خوړلي پاتې دي او دسروې ګانو له مخې درې تریلونه ډالره پانګه کې نغښتې دغه راز دجنوبي آسیا او منځنۍ آسیا ترمنځ دسوداګری پراختیا او هغه امکانات به چې له دې لارې افغانستان ته مساعدېږی ، زموږ دروانو اوبو پریمانه شتون چې له بده مرغه زیاته برخه یې بهرنیو هیوادونو ته ځي  پرته له دې چې په هیواد کې دننه ګټه ترې په لازمه کچه واخستل شي ، له ترکمنستان نه دپاکستان او هندوستان ته د غازو دنل لیکې غزېدل هغه مهمې او ارزښتناکه شتمنی او امکانات دي چې په کارولو سره به یې افغانستان له اقتصادي اړخه له پرمختللو هیوادونو څخه حسابېدلا شي . خو دغه ټول امکانات کارول په هېواد کې ښه امنیتی وضعیت ته اړدی چې په هره توګه وي باید قایم شي.

کومې مهمې پروژې چې ټاکل شوې وه تراوسه به په کار پیل وکړي او افغانستان به له اقتصادی اړخه پیاوړی کړي متاسفانه عملی شوی نه دي ، ټاکل شوې وه چې دعینکو دمسو کان چې له چینایانو سره یې قرار داد شوی او زموږ په کورنی عوایدو او صاداراتو کې مهم رول لوبولای شی  باید خپل تولیدات پیل کړي وای او افغانستان ته یې عواید پیل شوي وای خو لیدل کېږي چې دبېلابېلو عواملو له کبله دغه پروژه ځنډېدلې ، دحاجیګک داوسپنې کان هم په همدې پایلیک اخته دی . دغه راز نورې لویې پروژې هم شته چې دافغانستان داقتصادی راتلونکې په اړوندمهمې دې او دملي یووالی حکومت به هرومرودغو ټولو امکاناتو پام کوي او کومې ستونزې چې په دې اړوند شته هغو ته به په کلکه پاملرنه کوي ، چې کېدای شي دملي یووالي حکومت دغه چارې به دهیواد داقتصاد دبېارغاونې لپاره ډیرې مثبتې تمامې شي او دخلکو په ژوند کې به پراخ بدلون که خدای کول رامېنځته شي.

په دې هیله چې زموږ اقتصاد وده وکړي ، زموږ صادارات او ملی عواید ډېر شي او په هیواد کې مو دکراري او سولې ترڅنګ د خلکو دآرامښت او بسیاینې زمینې برابرې شي او په دې توګه زموږ داوږدو کلونو په ټپونو دمرهم پټۍ کېښودل شي. دهدف دلاسته راوړو لپاره نوی حکومت په ډیر زیار سره لیګادی ، له همدې کبله اقتصادي بېارغاونه دچارو په سرکې ځای لري.

 

 


بالا
 
بازگشت