حقیق

              د ۱۳۹۳ کال دمرغومي دمېاشتې ۱۴

د سنګین د پېښې د تکرار مخه دې ونیول شي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د میان رودي په سیمه کې د جګړې له امله دیوه واده په مراسمو پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې  خواشیني څرګنده کړې او په دې اړوند یې یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې ددغې پیښې په اړه دې جدي څیړنې وشي او ډېر ژر دې په دې اړه د جمهوري ریاست عالي مقام ته رپوټ ورکړل شي.

له بلې خوا یو شمېر رسنیو دهغو په ډله کې دروهې ویپاڼې  د سنګین دپېښې عیني شاهدانو له خولې ویلي:  ملي اردو ددوی د واده  په مراسمو د هاوان  ډزې کړې دي.

دغه راز په رپوټونو کې د 215 میوند قول اردو  مرستیال جنرال محمود له خولې ویل شوي :   چې لومړنۍ څیړنې څرګندوي ،چې دغه راکټونه د افغان سرتیرو لخوا توغول شوي دي ،چې تر شلو زیات  کسان یې شهیدان کړي او 45 نور ټپیان دي .

که چیرې حقیقت هم همداسې وي دا خبر دافغانستان دولت او په تيره بیا ملي اردوته یو ډېر ناوړه خبر دی او دا په خپله دهغوی له خوا دوسله والو مخالفینو په ژرنده کې داوبو اچول دي، ځکه په دې سره به داسې تبلیغات پیل شي چې ګواکې دافغان دولت سرتیري په ولس ګولی اوروي او ملکي کسان وژني.

که چیرې دافغان دولت وسله والو مخالفینو په خپله دغه  کار نه وي کړی نو کیدای شي دا شک راپیدا شي چې ددوی نفوذي افرادو دملي اردو دبدنامولو او له هغوی څخه دخلکو دنفرت درامېنځته کولو لپاره دغه ناوړه عمل سرته رسولی .

او که چیرې موندنې دا جوته کړي چې په حقیقت کې هم ملی اردو دغه ناسم عمل سرته رسولی چې په ترڅ کې یې زموږ اویا تنو هیوادوالو ته چې مخکې له دې یې هم ښې ډیرې ستونزې ګاللی او په تیره بیا دسنګین ولسوالی اودهلمند دولایت خلکو چې کله دبهرنیو ځواکونو له لوري او کله هم ددولت دمخالفینو له لوري زورول شوي داځل که چېرې دملي اردو سرتیرو داکړنه سرته رسولی وي نو ډېر دخواشینی او افسوس ځای دی.

خدای دې وکړي چې په دې پېښه کې د ملي اردوپوستې چې هلته مسؤلیت لري ګرمې نه وي او دحقیقت موندنې پلاوی په دې وتوانیږي چې مسأله رابرسېره کړي اودولت یې باید عاملینوته سخته سزا ورکړي.

پخوا تردې دبهرنیو ځواکونو له لوري داډول عملونه سرته رسېدلی وو چې د حامد کرزی په مشری حکومت یې په وړاندې کلک غبرګون ښودلی وو او ډېر تود بحث یې له بهرنیانو په تېره بیا له امریکا ییانو سره په لاره اچولی وو تردې بریده چې ان ددواړو لورو په مینځ کې اړیکې ډیرې ترینګلې شوې هم وې.

اوس چې دافغانستان امنیتی ځواکونه په مستقلانه دفاع بوخت دي او ټول امنیتی مسولیتونه یی په خپله غاړه اخستی دي نوددې مستقلانه دفاع په لومړیو ورځو کې  د ملکي کسانو نښه کول که هغه دهرلوری له خوا وي دتوجیه وړ نه دي .

دیادولو ده چې دافغان دولت مخالفین هم له دا ډول کړنو مخنیوی نه دي کړي دهغو تروریستي بریدونو په ترڅ کې چې په دا وروستیو کې دپکتیکا دیحیی خیلواو اورګون ولسوالیوکې ، دننګرهار دحصارک  اویو شمېر نورو سیمو کې رامینځته شوي نیغ په نیغ ددولت مخالفین ګرم بلل شوي چې دغو کړونو دافغان ولس کلکه غوسه هم راپارولې او ټول یې غمجن کړي ، پخوا به کله چې بهرنی ځواکونو ملکي تلفات رامینځته کول نو له هغوی سره مو کلک بحث کولای شوای او دمخنیوي هڅې مو کولای شوای. او دا هم باید ومنو چې بهرنیو ځواکونو کوم ځای کې به چې پړ شول نو بیا ډیری وخت به یی بښنه هم غوښتله ، اوس که دسنیګین پېښه په ریښتیا هم دافغان ملی اردو له لوري رامینځته شوي وي نو ډیر دافسوس ځای دی او افغان دولت باید هرومرو دهغو عاملینو ته جزا ورکړی او په راتلونکي کې دورته پیښو په کلکه مخنیوی وکړي .

افغان ملی اردو دافغانستان دخلکودستاتنې لپاره رامېنځته شوې او دهیواد ددفاع او ملي حاکمیت دتأمین دنده په غاړه لري او کله یې هم په منشور کې دعامو او ملکي افغانانو وژل او کړول ځای نه لری که چېرې په خطاسره هم داپېښه  دافغان ملي اردو له لوري رامینځته شوي وی نو باید په کلکه یی په راتلونکې کې مخنیوی وشی او مصیبت ځپلو ته باید مرستې وشي . سره له دې چې لاهم شواهد کره نه دي او په دې اړوند تحقیقات او څېړنې  روانې دي، نو که چیري دغه پيښه دوسله والو  مخالفینو له لوري رامینځته شوي وی بیاهم باید افغان دولت د پیښې دعاملینو لټون وکړي او هغوی په کلکه سزا ورسوي.

دسنګین او په ټوله کې دهلمند ولایت دردیدلي خلک دلاس نیوي حق لري او نور باید پریښنودل شي چې وزوریږي او دستونزو داساسی حل لپاره په تیره بیا دجګړو دبندیدو او بین الافغانی تفاهم درامینځته کیدو او دجګړو دعواملو دختمیدو لپاره ټول امکانات دټولو لورو له خوا په کار واچول شي .

په داسې حال کې چې هم په افغانستان او هم په نورو سیمو کې تروریستی بریدونه اوملکي وژنې دغندلو وړدي خلک داسې هیله لري چې نور ددغو ستونزو لمن نه یواځې زموږ په هیواد کې بلکې په ټوله سیمه او نړۍ کې ټوله شي.

----------------------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت