غرزى لايق

 

«درود» به لینن: د ا د خ د ګ د تاریخ یو بل عبرت

غواړم د پلار د یاددښتونو د ارزښتناکې خزانې یوه بله برخه له لوستونکو سره شریکه کړم. هغه مهال او ډار یې لا زما په یادونو کې ځای لري او ځینې سختې شیبې یې ښایي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په دماغ کې پاتې شي. ما و نه غوښتل خپلې خاطرې له هغو ورځو څخه بیا ولیکم، ځکه د پلار د یاددښتونو په پاڼو کې مې سترګې په لاندې متن ولګیدې او تر دې موثق به زه ونشم کولای هغه پیښه انځور کړم.

پلار مې سلیمان لایق  د پرچم د جریدې د لومريو كلونو مسؤل مدیر وو. لاندې متن په ۱۳۶۸ هـ لمریز کال کې د پلار په واسطه بیا لیکل شوی دی، ځکه چې لومړنۍ لیکنې یې زما لخوا، د ۱۳۵۷ هـ لمریز کال د ثور په پنځمه نیټه، د داؤد خان د حکومت د پولیسو د برید پر مهال د ځینو نورو سندونو سره یوځای له منځه یوړل شوې. (غرزی لایق)

 

[][][]

 

 

سلیمان لایق

د ۱۳۶۸ هـ لمریز کال ځیني سیاسي یاددښتونه

نولسم جلد

له ۱۲۸ نه تر ۱۳۶ مخونه

د  ۱۳۴۹کال د ثور په یولسمه نیټه د پرچم جریده د شوربازار د حضرتانو په تحریک د ملایانو له لوري تکفیر شوه.

په پرچم کې د لینن پر نوم "درود" ویل شوی و. دغه "درود" د بارق شفیعی په شعر کې داسې راغلی و:

" وزما درود باد به آن رهبر کبیر

لینن بزرګ!"

ما د پرچم د تحریر په هیأت کې د "درود" د کلمې د نه چاپولو لپاره ډیره مبارزه وکړه، خو زه په اقلیت کې پاتی شوم او د ګوندي پرنسیپ د روحیې پر بنیاد چې وایي « اقلیت د اکثریت تابع دی» له ماتې سره مخامخ شوم. د تحریر هیات ټولو غړو یعنې کارمل، خیبر، کشتمند، نور احمد نور، دکتورس اناهیتا او بارق شفیعی د "درود" د خپرولو په طرفدارۍ رایه ورکړه. ملګري کارمل په تعجب او بار بار له مانه پوښتنه وکړه چې د "درود" د کلمې استعمال د لینن په ستاینه کې څه باک لري؟ ما ویل "درود" په فارسي او پښتو ژبو کې دیني ستاینه ده او د اسلام پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ته اختصاص شویده. "درود"  زموږ دینی عالمان د صلوات په معنی پیژنی او یوه متبرکه دینی ستاینه ده. په قران شریف کی ویل شویدي: « ان الله و ملایکه یصلون علی النبی یا ایهاالذین آمنو صلوا‌‌ علیه و سلموا تسلیما» ددې آیت معنی دا ده: «خدای او ملایکې یې پر نبي باندې "درود" وایي. ای مومنانو تاسو هم پر هغه باندې "درود" ووایاست». زموږ دیني عالمان د "درود" ویل صرف د اسلام پر پیغمبر پورې محدودوی او پر غیر مسلمان باندې د "درود" ویل حرام او له اسلام نه لرې بولي. کارمل وویل، تر اوسه پوری خو موږ د لینن په باره کې ډیر څه خپاره کړي. د هغه کړه  وړه، د هغه سیاسي او فلسفي عقاید. موږ ته خو لا تر اوسه په دې باره کې ملایانو څه تاوان نه دی را اړولی. ما وویل هغه به موږ ته څوک را ونه بخشی، لیکن د لینن د مقالو او آرأوو  په باره کې د ملا صاحبانو فهم څه قاصر دی. هغوی به ورو ورو وپوهول شي او په لرلید کې به دا مقالی او آرأ پر مترقي نهضت باندی خامخا خپل منفی اثر وغورځوی. لیکن د "درود" کلمه د هغی د ساده گۍ او عمومیت په وجه هر چا ته، حتی عوامو ته قابل د فهم ده او ملا بې له تکلیف او استدلال څخه پوهیږي چه لینن ته "درود" ویل له اسلامى جواز او شرعي رخصت سره بلکل مغایرت لري. دا به خامخا ددې سبب شي چې ملایان تحریک شي او یا د دښمن تحریک پر ځان ومني او زموږ پرضد راپاڅیږي. زه نه پوهیږم چې پر لینن باندې د "درود" ویل څه ګټه لري او زموږ مجبوریت پدې باره کې څه دی؟ موږ خو د همدې مسلمان ولس خدمتگاران  یو، نو بیا د هغوی د عقیدې او مقدساتو پر ضد اقدام ولې کوو؟ دغه "درود" موږ ته څه راکوي؟ بارق څه حق لري چې د "درود" په خپرولو اصرار کوي؟ که ډیر شوقمن وي، لینن ته دې بل شعر ولیکي. زما خبرې موثرې نه شوې. د شعر د خپرولو طرفداران ډیر شول او زه مامور شوم چې دغه شعر د لینن د سلمی کالیزې په مناسبت د پرچم په فوق العاده جریده کې خپور کړم. ما شعر چاپخانی ته یووړ، سخت تشویش راپیدا شوی وو. ما تعجب کاوه چې دغه ګوند، یعنې زموږ د خلکو دموکراتیک ګوند به څرنگه پدې هیواد کی دوام او بقا پیدا کړي او څرنگه به بري ته ورسیږي. ما فکر کاوه ښایي همدا د "درود" خپرول به زموږ د ګوند خاتمه مُهر کړي.

اخبار په مقرر وخت چاپ شو او ما کارمل صاحب ته د ورستي ځل لپاره مراجعه وکړه چی هیأت تحریر دې راوغواړي او دا اخبار دې د هغوی په رضائيت وساتي او نه یې دې خپروي. کارمل صاحب وخندل، ما ته یې وویل چې تا خپل عمر په خانقاه او جومات کې تیر کړی دی، ځکه د ملایانو څخه تشویش در پیدا کیږي. هغه وویل «د ملا باد اوس وتلی دی. څه یی د لاسه نه راځي». ده وویل د ګوند اراده او فیصله همدا ده چې اخبار دې ووزي او ودې ویشل شي.

ما اخبار د ورځې په دوو بجو بازار ته د ویشلو لپاره واستاوه او کارمل ته می په تیلیفون کی وویل، زه باور لرم چی د دغه "درود"  په وجه به ملایان زموږ د اخبار او ګوند پرضد را ټول شی او زموږ سیاسي مخالفین به له دې پیښې  نه ناوړه استفاده وکړي.

د اخبار (پرچم) د خپریدو په لومړی ورځ د ښار د خلکو یوه اوه سوه کسیزه ډله چې زیاتره یې د دیني مدرسو طالبان،  د جوماتونو ملایان او د شوربازار د حضرتانو مخلصان وو، د صبغت الله مجددی او د هغه د پلار میاجان مجددی تر مشرتابه لاندې د کابل د باغ عمومی له لوري د اطلاعات او کلتور وزارت ته راورسیدل او د هغه مخامخ یې د پرچم په اخبار کې د "درود" د خپریدو په هکله احتجاجیه میټنګ پیل کړ. د مظاهری ګډون کونکو د پرچم فوری مصادره او د هغه د خپرونکو خصوصاً د بارق شفیعی محاکمه غوښته. هغوی د لینن، شوروی اتحاد او کمونیستانو پرضد شعارونه  ورکول او دولت یې د پرچمیانو د ملاتړ په تور محکوماوه.

ددی ورځې په سبا له ولایاتو څخه د دیني عالمانو راتګ شروع شو. له هراته تر ننګرهاره پورې د ملایانو ډلګي کابل ته راورسیدل او د پل خشتی په جومات کې یې خپل منبر او مركز جوړ کړ. ملایان په نوبت منبر ته ختل، «پرچم» او بارق یې تکفیرول او له دولت نه یې د "درود" د خپرولو په مناسبت د عاملانو سزا اومحکمه غوښتله. اخوانیانو پدی اور کې خپلی پتیرې پخولې. هغوی ملایانو ته نیږدې شول او د هغوی لارښونه یې پخپل لاس کی واخیسته. هغوی د لومړي ځل لپاره پیاوړي شول او د دین د خدمتګارانو  بڼه یی پیدا کړه.

پخوا تر دې به د اخوانیانو د مظاهرې په وخت یو څوکوچني سپین بیرغونه پورته کړي وو او ورپسې یې اوه یا اته کسه له پوهنتون نه را ایستل. خو اوس د هغوی شمیر زرګونو ته رسیدلی وو. دوی ملایانو ته د پرچم پر ضد سازمان ورکاوه او د ملایانو د روان شوي نهضت سره یې د امریکی د متحده ایالاتو او پاکستان د جاسوسی  شبکو روابط ساتل. د لومړي ځل لپاره د ملایانو او د ښي لاس د مرتجعو روشنفکرانو روابط منځ ته راغلل او دیني ټولنه له دولت سره د مقابلی لپاره د مخامخ سیاست ډگر ته را ووته. د دې خبرې معنی دا ده چی مولوی صاحبان او د جوماتونو هغه امامان چې د پل خشتي په جومات کې د پرچم په جریده کې د "درود" د خپریدو په وجه راټول شوي وو، تدریجاً د صبغت الله مجددی په لارښوونه د اخواني نهضت تر تاثیر لاندې د دولت مقابلې ته  راپاڅیدل. زه باور لرم چی فقط په همدې وجه پرچمیان، چې د دولت او ملایانو له  غبرګ غضب سره مخامخ شوي وو، له حتمی سقوط او تباهۍ نه خلاص شول.

دولت په لومړي سر کې د ملایانو له مظاهرو او خصوصاً د پل خشتی له مظاهره کوونکو سره همدردي وښووله. سلطنت چې د پرچمیانو له پارلماني ګروپ نه په تنګ  وو غوښتل یې چې د ملایانو له روان تحریک نه په استفادې د پرچم او پرچمیانو له مصیبت څخه ځان خلاص کړي او د حادثې د ټولو عواقبو ملامتیا پر هغوی ور واچوي. ظاهر شاه او صدراعظم  په ګډه  د دربار مراجعینو ته دا بیان ورکاوه چې پرچمیانو له دموکراسۍ نه په ناوړه ګټه اخیستنه  دغه مصیبت ( د پل خشتی د ملایانو تجمع) رامینځ ته کړ. ملایان د اسلام دفاع ته راغلي دي او موږ هغوی ته څه نشو ویلای.

سردار شاه ولی خان او دده زوی سردار عبدالولی د پادشاه، ظاهر شاه زوم او د دوی شاوخوا کسان لګیا وو او لګیدلي اور ته یې لمن وهله. هغوی د قبایلي سیمو ګروپ ګروپ ملایان ورغوښتل  او ډاډه کول یې چې ستاسې جهاد برحق دی، زړونه قوی کړئ، خامخا بري ته رسیږئ.

د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان جاسوسان لګیا وو د سوداگرو او  د ښار د دیندارو خلکو په بڼه کې یې د پل خشتي  د جومات متحصنو ملایانو ته د افغانیو بنډلونه او پخې ډوډی ګانې راچلولې. دې بهیر ورو ورو د کابل تاجرانو  او شتمنو خلکو ته هم سرایت وکړ. هغوی هم روپۍ او خوراکه را چلوله او د پل خشتي حوصله یې د مبارزې د دوام لپاره پیاوړې کوله.

د ورځو په تیریدو ملایانو د پرچمیانو د تکفیر په اړخ کې دولت او د هغه په سرکې پادشاه هم تکفیر کړل. ملایانو ویل، د پرچم جریده په دولتي مطبعه کې چاپیږي او هغوی دغه جریده د کمونیستانو د پیاوړتیا لپاره پخپله مطبعه کې  چاپوي. ټول بدعتونه لکه د ښځو آزادي، د زنانه مکتبونو رواج او نور له همدې دولت نه سر چینه اخلي. نو د ټولو ناوړو په سر کې دا دولت او دا ظاهرشاه پخپله ولاړ دي. دی د افغانستان د سلطنت لیاقت نلري، باید خلع شي او دولت اتقیاوو،  شرعی پیشوایانو او ملایانوته وسپارل شي.

دغه تبلیغ د دې موجب شو چې د دولت تیره چاړه په پل خشتي کې د راټولو شویو ملایانو خیټې ته وربرابره شي. پادشاه امر وکړ چې پولیس دې د پل خشتي حریم ته، هلته چې ملایان متحصن شوي وو، ورننوزي او دوی دې د فهرست او اصلي ټاټوبي پر اساس خپلو ولایاتو ته ولیږدوي او د محل حاکمان دې له هغوی نه لیکلي تعهدونه او ضمانتونه واخلي چې بیا به نه راټولیږي او ضدِ دولتي تبلیغات به نه کوي. په دې باره کې د «سالار مجاهدین» رساله د صبغت الله په حواله داسې لیکي:

«در یکی از روزهای دوران یک ماهه احتجاج محمد یونس خان نایب الحکومه سابق (قندهار) به جناب فضیلت مأب میا جان آغا صاحب مجددی ذریعه ی تیلیفون پیغام پادشاه را ابلاغ نمودند و در آن وعده داده شده بود که از جمله ی فهرست مطالبات مشتمل بر پنجاه ماده محاکمه ی علنی بارق شفیعی، جلوګیری از فعالیت کمونیستها در کشور و امحای فابریکه ی شراب سازی در پلچرخی عملی خواهد گرديد و اطمینان آن همین امشب به وسیله ی رادیو اعلام خواهد شد، اما نه آنشب و نه شبهای دیگر چنین اطمینان دیده و شنیده نه شد و به تعقیب آن از طرف شاه احوال داده شد که حکومت نه تنها تطبیق آن مواد موعود را قبول نه میکند، بلکه اصرار دارد که این مجمع را باید به وسیله ی اعمال قوه متفرق ساخته و به این تحصن خاتمه داده شود. شما با نور احمد اعتمادی تماس بگيريد.

در اثر این انکشاف جدید جناب حضرت صاحب به معیت جناب پدر خویش و جناب محمد اسماعیل مجددی در قصر صدارت با نور احمد اعتمادی ملاقات نمودند.

نور احمد اعتمادی قرار تفصیلات جناب حضرت صاحب در مدت چهار ساعت مذاکره و مباحثه به هیچ اصلی از اصول تن نه دادند و چنان مینمود که اعتمادی خودش نه، بلکه تصویر وی به دیوار معلق است واینجا به آن خطاب مینمایند. نور احمد اعتمادی اصرار داشت که پادشاه در وظایف و صلاحیتهای حکومت باید مداخله نه کند و در غیر آن استعفای حکومت را بپذیرد، و در اثر اصرار لجوجانه ی این آدم مشکوک و مشهود آن مظاهره ی احتجاجی علمای سرتاسر افغانستان با کمال بی مروتی و استخفاف به اعمال قوه منحل ساخته شد. تعداد علما به سواری لاریهای سرکاری به ولایات انتقال داده شدند و جمعی از آنها توقیف گرديدند...» (سالار مجاهدین، ص ۹۴ ، چاپ پشاور، ۱۵ قوس ۱۳۶۶، تهیه و ترتیب آرشیف جبهه ملی نجات افغانستان).

 په ذکر شوې توګه د پرچم د جریدې پرضد د تحريك  شویو ملایانو مظاهره او تحصن پس له یوې میاشتې دوام نه د محمد ظاهرشاه د رژیم له لوري پای ته ورسول شو.

ویل کیږی د پل خشتي په یوه میاشتني احتجاج کی مجموعاً ۱۸۰۰۰ ملایانو، طالبانو او مشایخو ګډون کړی و. ما ته دغه شمیر زیات ښکاریږي. زه فکر کوم که اخوانیان او ځیني علاقمند امیان له شمیر څخه وایستل شي نو ښایي د پنځو زرو ملایانو په حدود کې به پدی مظاهره کې برخه اخیستې وي، هغه همداسې چې په وقفو کې ټول راغلي او تللي ملایان وشمیرل شي. یوه برخه کسان اوریدونکي وو او د ډوډی خوړلو ته هلته راتلل. په هر حال پیښه درنه او خطرناکه وه. د پیښې په موده کې د افغانستان د ښارونو جامع جوماتونه هم د پل خشتی د موضع تر اغیز لاندې راغلل او عواموته په شفاهی توګه راز راز او له مبالغو ډک تبلیغات ورسول شول.

زموږ د ګوند مشرتابه د ملگري کارمل په لارښوونه پریکړه وکړه چې ګوندي ملګري دې د ملایانو د تجمع له سیمو څخه ځان لرې وساتي. بحث او مباحثه دې نه تحریکوي، د پرچم دفتر ته تګ راتګ دې نه کوي. خو د پرچم د دفترد فعال ښوولو لپاره دې ملګری سلیمان لایق منظماً هلته ناست وي. که ملایان دفتر ته د معلوماتو او یا ورانکاری لپاره راغلل، لایق دې هغوی قانع کړي او په عین وخت کې دې د پل خشتی جریان تر مراقبت لاندی ونیسي او ګوند دې د پیښو په انکشاف وپوهوي.

پدی توګه زه تقریبا یوه میاشت د جلاد د تیغ لاندې ناست وم او د بې خبره تحریک شویو ملایانو د راتګ څار مې کاوه.  خو د هغوی تقدیر بل وړ شو او موږ مهربانه خدای (جل) ترینه خلاص کړو.

د ملایانو تر پاشیل کیدو او د پل خشتي د جامع جومات تر تخلیې وروسته د یو څه استراحت او پام غلطونې لپاره له کابل نه پلخمری ته رهي شوم. د جمعی د ورځی په ۱۲ بجو هلته ورسیدم. مخامخ جامع جومات ته لاړم او لوی نهر ته د اوداسه د تازه کولو لپاره راوګرزیدم. پلار مې د جامع جومات خطیب و. د گرمۍ لپاره یې لمونځ د جومات  ګاونډ ته رایستلی و. په زرهاوو خلک د جمعی د لمانځه  ادا کولو ته راغلي وو. پدې ورځ به پلخمری جمعه بازار جوړاوه او د هوارو کلیو کروندو او د غرونو للمکاران به ښارته را تلل. ګڼه ګوڼه به ډیره پراخه وه او د نورو ورځو د عادي نظم پرځای به یو بل نظم منځ ته راته. بازار به په چپن پوشانو باندې ډک و. سپینی ګردې پګړۍ به ډیرې تتی او په زرهاوو شمیر کې د بازار پر لیکه بهیدلې او بازار ته به یی خاص ښایست ورکاوه.

د غرونو او خوړونو نه د راوتلیو لارو پر لیکو به بار وړونکي څاروي ښار ته را روان و. په همدی لارو به د شاوخوا کلیو محصولات لکه غلې دانې، نور زراعتی محصولات او لاسی صنایع د خرڅولو لپاره ښار ته راوړل کیدل. د ښار اوسیدونکو به خپل ضروریات په همدې ورځ له بازار نه رانیول او د بازار ورځ د میلې ورځ هم وه. بزګرانو به په سماوارونو، رستورانونو، کبابیانو او دکانونو کی بنډار جوړاوه او ورځ به یې په مزه تیروله. کلیوالو به د ښار له لوري د کور احتیاجات لکه رخت، چیني او ارمونیه لوښي، ګیلاسونه، دوا درمل او نور شیان وړل. بازار به تر ماسپښین وروسته سړیده او کلیوالو به خپلو کلیو، بانډو او سیمو ته هڅه کوله. خلکو به خورجینونه په اوږو یا د آس په قنجغه او یا د خره په کته کې پسې اچولي، سپاره او پیاده به د لوړو او ژورو په تاو راتاو لارو له ښارنه بیرته تلل.

ما د جمعې لمانځه لپاره د جومات د لویو چنارونو تر سیوري لاندې د لمونځ ګذارانو په کتار کې ځان ته یو ځای پیدا کړ. خپله جیلِکه مې راویسته او لکه نور مسلمانان د جمعې وعظ ته کیناستم. ګڼه ګوڼه زیاته وه او ډیر مخلوق لمانځه ته راغلی و. له لرې نه مې د جومات په منبر باندې چې د لرګی نه جوړ او د انتقال وړ و نظر پریووت. ملا عبدالوهاب، د پنجشیر اوسیدونکی په منبر د پاسه ځان د جمعی وعظ ته برابراوه. هغه په وعظ کی د نوح علی نبینا و آله علیه السلام  قصه شروع کړه. وې ویل چې د نوح زوی د توفان په مهال د پلار خبره و نه منله او دهغه بیړۍ ته ونه خوت. له کفارو سره ملګری شو او غره ته وخوت. هغه پلار ته وویل موږ غره ته خیژو او د ځمکې نه راخوټیدونکې اوبه هلته نشي راختلای. خو اوبه زیاتې شوې، غر او غره ته ختلي کسان یې د نوح (ع) له زوی سره یو ځای غرق کړل. نوح د زوی د غرقیدو په وخت د پلار والۍ د عاطفې له کبله خدای ته په فریاد شو، وې ویل: «تا وعده کړې وه چې د تا اهل نه غرقوم». هغه دی زما زوی غرقیږي... خدای (ج) و فرمایل: «انه لیس من اهلک»، یعنی هغه ستا زوی ندی، ستا له اهل څخه ندی، ځکه چې هغه خو ستا په لار نه ځي، بلکی ستا د دښمنانو په لار ځي. ملا عبدالوهاب لګیا و او د نوح او زوى قصې تر پردې لاندې یې زما پلار زما پرضد تحریکاوه او خلک یې زما او د ده پرضد تحریکول. زما پلار د منبر خواته د لرګي په محراب کې ناست و او داسې سره ننوتی و چې تا به وې ساه ځنې ختلې ده. ملا عبدالوهاب په پای کې د پرچم هغه فوق العاده ګڼه چی د بارق "درود" او د لینن تصویرونه پکې چاپ شوي وو له جیب نه راویسته، اخبار یې خلاص کړ او د لینن پر تصویر یې لاړې تو کړې او له لمونځ ګذارانو څخه یې وغوښتل چې پر لینن لعنت ووایي او د پرچم پر چلونکو لعنت ووایي. ملا عبدالوهاب اخبار په لاس د منبر د پاسه چورلیده، کنځل یې کول، شوروی او کمونیستانو ته یې رد او بد ویل. زما نوم یې وانه خیست لیکن خو دومره کنایات او امثال یې بیان کړل چې د ښار ټول خلک پوه شول چې ماته وایي. زه ډیر ویریدلی وم، ځمکې ځای نه راکاوه، ګمان مې کاوه چې ټول خلک ماته را ګوري او رټي مې. صفونه راباندې راتنګیدل او د خدای کور لکه تیغنه زما تر پښو لاندی ګرم شوی و. ما ویل ګنې ولاړې ونې او چناران ما خوري. ما ځان د منصور حلاج په بڼه لیده چی ټولو خلکو په تیږو ویشت او هیچا د هغه مجبوریتونه او معذرتونه نه لیدل. هیچا په هغه باندې زړه نه سوځاوه. ملا وهاب ولاړ او چاړه یې اخیستې وه  او زما غوښې یې پریکولې. هیچا هغه ته نه ویل چې ملا وهابه ته خو ددې وینا حق نلرې. ته خو پخپله مشهور او معروف فاسق او بې تقوی  سړی یې، ته خو پخپله د دین د خرڅولو په تجارت اخته یې، ستا خو ایمان او اسلام پیسه ده پیسه. بیا ته څنګه دا جرأت کوې چې د ټول عالم په وړاندی په دومره سپین سترګئ د خدای ښو بندګانو ته داسې خیرنې خبرې وکړې.

د جمعی لمونځ پای ته ورسیده خو ماته لکه پیړۍ اوږد شو، له جوماته مخامخ کورته ولاړم او ګوښی شوم.

د شپې په ډوډۍ کې له پلار سره یوځای شوم، رښتیا رښتیا ډیر ځینې شرمیدم. ما هغه ته لوی سرخوږی پیدا کړی و او د ژوند دایره مې پې تنګه کړې وه. صبغت الله مجددی چې زما د پلار زوم و له دې فرصت نه استفاده کوله او زما پلاریې زما شړلو او عاق کولو ته یې لمساوه. زما له راتګ نه هغه مخکې راغلی و او خپل کاریې کړی و.

کله کله دا لویه ځمکه او دا بې پایه جهان پر سړي باندې څومره تنګ شي. د انسان درک او شعور په واقع کې د هر وګړي لپاره د ژوند میسر محیط دی. انسان فقط د همدې محیط بندي دی. نړۍ لویه ده خو د بادونو او وریځو لپاره، د بحر د څپو لپاره. جهان لوی دی خو د لمر لپاره، د کهکشانو لپاره. د انسان لپاره لوی نه دی. انسان د فکر او انګرینو بندي دی. دا انګیرنې او فکری موجود کله په دې لوی جهان کې د ډیر محدود محیط بندیوان وي او کله بیا حتی په دې لوی جهان کې نه ځاییږي.

گهى بر طارم اعلی نشینم   

گهى بر پیش پای خود نه بینم

ما پلار ته عاجزانه وویل، معذرت غواړم! پلار مې میړه سړی و، ځواب یې راکړ: دا ستا تقصیر ندی، دا زما تقصیر دی. ته خو ښه سړی یې خو دا کارونه کیږي او دا خو د خدای په میزان شوي جهان کې له توقع نه بهر پیښې ندي. ما غوښتل د ژوند وروستۍ ورځې د خدای په عبادت کې تیرې کړم او د جهان له جنجالونو ګوښی شم. البته دا به د خدای نه وه منظور او زه یې په ابتلا کې واچولم.

ما پلار ته وویل: زه تا نور نه ځوروم. سبا ته له دې ښار نه وزم. تاسو کولای شئ ما رټل شوی اعلان کړئ او ځان زما له کړو تبرئه کړئ. هغه وویل: ته لاړ شه لیکن زه تا ښه پیژنم، زه به هیڅکله ستا له پلاروالي نه ځان تبرئه نکړم. ستا زړه مومن دی، ته مومن یې، زه ستا په ایمان او خدای پیژندنه باندې شک نلرم. ښایي خدای به تاته همدا کړاوونه په نصیب کړي وي. دا متظاهر ملایان لکه عبدالوهاب چې د باطن سترګې یې ړندې دي د خدای خلقت ته په ډیر تنګ نظر ګوري. دوی د خدای کارګاه لکه خپل جومات یو ساده شی بولي. زما خوله تا پدې اخبارونو راوتړله، کني ما به چاته هیڅکله دا فرصت نه و ورکړی چې پرتا باندې دا ناروا تورونه ولګوي او تکفیر دې کړي. خدای ته رجوع وکړه او له هغه نه وغواړه چې تاته د ابتلا زغم درکړي.

زموږ ګوند په هیڅ حادثه کې دومره تاوان نه و ګاللی، لکه څومره چې د "درود" په خپرولو او د هغه په مقابل کی د ملایانو د عکس العمل له کبله یې وګاله. ښاري روښان فکران چې زموږ د ګوند په مشرتابه کې راټول شوي وو، د اسلام د دین او افغاني مناشیرو په باره کې بالکل بې خبره وو. هغوی په خپلو سیاسي تحلیلونو او بحثونو کې د ایران د تودې  د ګوند آثار له فارسي نه دري ته را اړول  او کابلی کول یې او بیایې د ګوندي ارگان  په واسطه تبلیغول. هغوی د اروپا په تاریخ کې تر افغاني تاریخه زیاد وارد وو. دوی د کابل په منور ښار کې  زموږ د کلیو او کروندو هستوګنو خلکو ته پروګرامونه جوړول او په حسرتناکه توګه ورځ تر ورځې له خلکو نه لرې کیدل.

 

 

 


بالا
 
بازگشت