عبدالقیوم

 

زموږغښتلي 

دوهم فصل
لوستي غښتي

 

سرښوونکی(جان محمد خان)

 زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛
دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي ديم

 

    زه  هم سر ښوونکی  جان محمد خان دریادوم . الله بخښلۍ جان محمد د سنګیسهار د کلي  د حاجی محمد ابراهیم خان د څلور زامنو له جملې څخه دوهم زوی وو. جان محمد خان په کندهار کي د احمدشابابا لېسه و لوستل تر هغه  وروسته له عالي دارالمعین څخه فارغ ښوونکی سوو. زموږ دوطن په ښوونځی لوستو ځوانانو کي جان محمد خان یو پښتون میلمه پال غښتلې وو.

   دا هغه غښتلی وو چي ظاهري بڼه، کړه وړه یې داسي نه معلومېده چي څوک دي فکر و کړي د دی سړي په سر کي به دونه غیرتمن، غښتلي ماغزه او په سینه کي دي یې دونه لوی زړه ټوپونه وهي، ځکه جان محمد خان  په ظاهره بې پروا او بې میني سړی ښکارېدئ. اما په خپله ساده ورځ کي هوښیار او د غیرته ډک سړی وو. دا غښتلی(سرښوونکي جان محمد) ښوونځی لو ستی وو کورنۍ اقتصادي وضعه یې برابره وه، په هغه وختونو کي د ښوونځیو ډېرو مدیرانو نه ټولو د داسي زده کونکو څخه لکه جان محمد چي څه شته یې لرل  له هغوی څخه د څه ورکړی تمه حتمي کوله، چي د امیرینو دغه ناوړي عمل د شتمنو د او لادونو بده اغیزه کول، ځکه امیرینو د امتحان پر وخت حل سوي سوالو کورته ور وړل، دوی هم د زکړو سره بې میني کېدل. دغه نوی ځوان (جان محمد) به هم په احمد شا بابا لیسه کي د ښوونځی مدیر ته وخت ناوخته لاس نیوئ او څه به یې ورکول.

   په دغه شان به د ښوونځی مدیر، معاون او سرمعلم ورسره جوړ وه. په هغو کلونو کي چي د غه غښتلي د یولسم ټولګی شاګرد وو په ټول هیواد او په خاصه د کندهار په ټولو تعلمی مؤسیسوکي د سیاسي نهضتو نو د فعالیت بازار خورا ګرم وو، ډېره برخه زده کوونکي د ملی د یمکراتو نهضتو فعال غړي وه، لږ شمېرښوونکي هم د دې نهضتونو سره مل او ملګري وه. خو په ښوونځیو کي لویه برخه کار خپله زده کوونکو کاوه.

     د ملي، مترقي او دیموکرات فکر کونکو زده کوونکو په وړاندي د حکومت په خوښه د ښونځیو د ادارو مشرانو په خاصه هغو چي ځانونه یې د(اسلامی نهضت یا اخوان المسلیمین) پیرو یا خواخوږي بلل هر یوه خپل حامیان لرل له ښوونځیو د باندي یو شمیر(ملایانو او تبلیغانو) چي حکومتی مسئونیت یې لاره مستقیمه مرسته کول، پس په هغه ښوونځی کي چي جان محمد زده کړي کولي د هغې ښوونځی مدیر او اداره د حکومت په ایشاره د اخوانیانو ملاتړي وه، جان محمد د هغوی تر احسان لاندی وو، نو ځکه ټولو به دی هم د اسلامی نهضت د طرفدارنو په قطار کي شماره. جان محمد خان هم په ښکاره ځان له اخوانیانو څخه لیري نه ښاوه، خو هیڅکله یې د ملي او مترقي عناصرو سره مشکلات نه جوړول.

    مګر د ښوونځی تر فراغت وروسته یې خپله مستقل او ازاد فکر کاوه د افراطی اسلام ګرایانو سره جوړ نه وو، د هیڅ ګوم سیاسي ګوند  او تنظم سره یې رسمی اړیکي نه لرلې، لږ وخت ښوونکی پاته سوی نور تر مرګ پوري سرښونکي او د ښوونځی امر پاته سوو. خپله وظیفه یې مخته وړل رشوت او ناوړو دپردو مرستو ته اړ نه وو، په کلی او وطن کي د یوه ښه انسان په حیث پیژندل کېدئ.

   چي ډېر مو په انتظار کي پری نږدم ما د خدای بخښلی جان محمد خان سره له هغه ځوانی څخه پیژند ګلوي او سلام لاره زما او جان محمد خان تر منځ په فکری لحاظ د مځکي تر اسمانه توپیر وو، خو هیڅ کله مو د نظر او فکر تفاوت ته دا چانس ور نه کړي چي زما او د ده تر منځ انساني اړیکي دي را خرابي کړي.

   زه ښوونکي ووم په ۱۳۵۴هـ کال کي دوخت د ښووني او روزني د لوی مدیریت لخوا د میرویس نیکه د لیسي څخه و شاه حسین هوتک ښوونځی ته د ښوونکي په حیث راتبدیل سووم د لته ښاغلی جان محمد خان د ښوونځی سر ښونکي وو.

خبره د جان محمد خان پر مړانه وه په هیواد کي بادونه را والوتل بیده یې را ویښ کړه، ناست خلګ یې ولاړ کړه، و لاړ یې ټول و ځغلول هر څوک په منډه سوو، مور پلار او اولادونه لا هم یو بل سره ورک کړه. غم چي ټول عمر زما پر کور درانه اړولي وه، دا ځکه چي زه د هر زورور، ظالم او ستمګر سره په جنګ وو نو په دې سبب زما ډېر نژدې دوستان د خپلو ځانو د خونديتوب له امله را څخه لیري ګرځیده.

   ماته په افغانستان کي د ډېر نورو ترخو اوسختو پیښو په لړل کي دا ځل د څو تنو لخوا چي په ځانو کي یې د طالبانو کالي وه داسي را پیښه کړه. د غو سړو زه په کابل کي و نیولم او بندي یې کړم. له کابله یې کندهارته یو وړم، نژدې یوکال بیله تحقیق او پوښتني له دوی سره کوټه قلف بندي پاته ووم، نه یې د جرم اسناد راباندي لرل او نه څوک راباندی عریض وو، او نه دوی خوشي کولم، نه پوهېږم چي دا کوم شکل اسلامي قانون وو. 

   خیر په هر صورت دا خبري ما په خپل اول کتاب"استبداد" کي لیکلي دي، دوستان دغه بیان هلته په تفصیل سره لوستلای سي، خبره د خدای بځښلی جان محمد خان پر مړانه او غښتل توب ده. په هغه شپه چي ما د څوتنو په ملګر تیا د طالبانو زندان سوری کی زه د زندانه و تلم نو د وخت د پیره دارانو او نورو طلبانو لخوا زندان ته څېرمه محاصره سوم د دوی لخوا دوه ځایه د کلاشنکوف په مرمیو و ویشتل سوم(زخمي) سوم.

   د محاصرې تر حلقې همداسي زخمي په وینو،خولو او خټو لړلۍ و وتم او بریالی سوم ځان له غیري اسلامي  زندانه ازاد کړم. په دغه شپه د یوه دوست کورته ولاړم کالي مي بدل کړه زخمونه مي سطحی و تړل چي وینه بنده سي، له هغه کوره بیرته را ووتم د جان محمد خان تر کوره مي ځان ورسا وه. دلته نو ملایانو د سهار ازانونه پیل کړل. کله چي مي د کور دروازه و ټکوله د معمول خلاف مي د یوې پښتني مېرمني اواز وا ورېدئ. څوک یې چي پدې سهار وختي دروازه ټکوې؟ د مېرمني د اواز په اورېدو مي تعجب وکړ، چي ولي نارینه دروازې ته را نه غلل، پدې کور کي خو درې وروڼه جان محمد خان، لعلمحمد خان او محمد عسی خان ټول اوسېده، هر یو د خدای مال ښه ډېر او لادونه لري. خیر زما فکر له ما سره پرېږدئ، خور ته مي په کراره ویل قیوم یم بس. ښځي را ته وویل" پوهه سوم یوه دقیقه صبر وکړه"

   د دې درني کورنۍ پر افغانیت او پښتونولی باندي ما په "استبداد" نومي کتاب کي څه لیکلي دي ځکه یې د لته ډېر تفصیل ته نه ځم، دا هغه غښتلي او میړنۍ کورنۍ وو چي زما په هغه شان لیدو سره بیله دې چي وارخطا سي یا زما ورتلل د دوی کور ته خطر و ګڼي، دا ټول یې د هغه پښتنی اصل او دود سره سم په مړانه و منل زه یې له هغه ځایه یوه بې خطره کور ته بوتلم د لته د احمد عسي جان د نوم یادول لازم ګڼم چي په ډېره مړانه او بیله ډاره د واوی راوړی زخمونه یې را و منځل او را وتړل.

   دا وخت د ملاصاحب محمد عمر پاچهی وه، زندان مي مات کړي وو د حکومت تور وم، دوه ځایه زخمي په وینو او خټو لړلۍ  خو سرښونکي جان محمد خان، وروڼو، وریرونو او د کورنۍ ښوځو یې زما روزنه او پالنه د یوه دروند میلمه په حیث  تر هغو وکړه. څو زه پر پښو باندي د تللو سوم بیا جان محمد خان خپل موټر را وستۍ دوه وریرونه هر یو (علی احمد او میر احمد) چي د هریوه څخه کلانشکوفونه وه راغللل، ماته یې هم سلاح پلاس راکړه له کوره را ووتلو په شخصي موټر کي د کندهار په ښار کي تیر سوو، له ښاره ووتلو د عمومي لاري و وتلو د درو ساعتو لاره مو په دوې ورځي ووهل څو له افغانستان څخه و چمن ښار چي دپاکستان تر قبضې لاندي ښار ګوټی دئ هلته ته ورغلو.

   څوک چي د یاره سره او یا د یار دپاره په پښتني دود، مینه او ښه روحیه پر ځان او کورنۍ د هر ډول خطر منلو ته تیار سي نو د داسي نیکبختي میړنۍ کورنۍ مشر خدای بخښلی جان محمد خان وو. پاک رب دي د جان محمد خان جنتونه په نصیب کړي کورنۍ یې له غمونو بیغمه غواړم او شک نه لرم چي الله پاک یې ساتي.

 

++++++++++++++++++++++

 

دوهم فصل
لوستي غښتي

 

 ( 59)برخه


  شهید سناتورمحمد اسمعیل

 ممکن عکس د ۱۳۵۲ کال وي

زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛
دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي

      ښاغلو سلام، نه پوهېږم د شهید سناتور محمد اسمعیل پېژندنه څنګه را شروع کړم،  د هر ماشوم په روزنه کي محیط (ټولنه) اساسي نقش لري. محمد اسمعیل په لسم ټولګی کي زما سره اشنا سو. محمد اسمعیل د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ د ارغنداب د څپانده رود پر شمالي غاړه د ګل کلاچې او سرکاري باغ په مقابل کي  پروت کلي کي زېږدلۍ، ابتدایي ښوونځي یې په تابین کلي کي، متوسطه یې درود پر دابله جنوبي غاړه د مولوی عبدالواسع په ښوونځی کي ولوستل. لسم ټولګی ته د کندهار ښار په دارالمعمین کی شامل سوو. دا وخت ۱۳۴۵ هـ ش کال محمد اسمعیل یو سر شاره ځوان وو. د کندهار خلګو ته پته سته چي په دغو کلونو کي په کندهار ښار او نژدې  پرتو  درو ولسوالیو لکه ارغنداب، ډنډ او پنجوایې کي یوه پنځه نفري ډله ځوانان  را پیدا سوه د هغوی کړني او کیسې د هر مجلس د منځ ټکی سوی وو.

      دا ځوانان د نه زده کړو، بیکارۍ، پر هیواد باندي د لټ، عیاش، مسلط  مطلق استدادي نظام او په کلیو کي د خانخانۍ ظالم واک ټولنه داسي ساتلې وه چي ځوانانو د ځان او ټولني د خیر، ښېګڼي  فکر کولای نه سوای او نه پوهیدل. واک لرونکو او د هغوی سره په ګټو شریکو همدا غوښته. دلته دئ چي زه  او هر افغان د خپل هیواد  له هغو ځوانانو څخه  مننه باید و کړو چي په خپلو تلاښو او زحمتونو سره  یې  پر وخت سیاسي، متشکل  او هدف لرونکي حرکتونه (حزبونه ) جوړ او ډېر ځوانان یې خپلو زده کړو او را تلونکي مسئولیتو نو ته متوجې کړه. دا د هغوی د مبارزو برکت وو، چي د شهید محمد اسمعیل په شان په لکونو انسان له بې ګټي او خطر ناکو لارو څخه را وګرځول. که څه چي حکومتونو او پر کلیو مسلطو خانانو خو نه غوښتل چي  خلګ پوهه سي. ډېر د غسي په ځان ټینګ او دلاور ځوانان به خانانو په خپلو سراچو کي د ځان د ساتني، سیالانو سره د سیالۍ او بیچاره ولسونو ته د ازار او ازیت رسول په غرض ساتل. هغوی ته یې د حالاتو مطابق سلاح وي، ډوډۍ او پنا  ځایونه ورکول پر د غوخانانو باندي د حکومت لاس پروت وو. دغسي ځوانانو د خلګو مالونه وړل، قمارونه، د هلکانو روزنه او ساتنه یې هم کول. نو په دغه کلونو کي هغه ځوانان چي ډېر مشهور وه (د جمعه ګل او پستکی) په نوم یا دېده.

     دوخت ځوانانو او هر چا علاقه لرله چي له دغو ځوانانو سره و پېژني، په لږ تلاښ هر ځوان کولای سوای دغه ځوانان له نژدې و ویني، ځکه دوی د کندهار ښار  په شابازار، کوکران، پیر پایمال، د با سه باط( باسوباط) څخه لوړباغ شاه کي ډېر کښېناستل ښاري  لږ شوخ ځوانان پر راټول وه. شهېد محمد اسمعیل هم له دوی سره ناسته پاسته لرله. محمد اسمعیل لا په یولسم ټولګي وو، چي له دغې ډلي سره ملګرۍ د شپې په یوه غلا کي پداسي حالت کي چي سخت زخمي دواړه لاسونه او ملا  یې مات  سوي وه و نیول سو. محمد اسمعیل چي د وخت حکومت هر څونه وپوښتۍ  او جزاګاني یې ورکړې خو ده دا ونه منل چي ګواکي  ده غلا کول او یا بل څوک ور سره ملګری وو. بلکي ده به ویل چي زه میله ووم  دوي ووهلم. مانا  دا چي اعتراف یې ونه کړه، په محبسونو کي بندیان  دا خبره  نه پوښتي چي پر څه بندي سویدئ، بلکي  هغوی ته مهم داده چي اعتراف یې کړیدئ که نه؟  هغه بندي چي اعتراف نه وي کړي هغه ته نور بندیان په درنه( ښه )سترګه ګوري.محمد اسمعیل د خپل نه اعتراف کولو په وجه لږ قید او دوه کاله وروسته له زندانه را ازده سو.

       له محبسه څخه تر را وتلو وروسته  د محمد اسمعیل په ژوند کي یو بدلون راغۍ، محمد اسمعیل د باندي تر محبس و لیده چي د ده نور د ښوونځی د دورې ملګري له دولسم ټولګی څخه فارغ سوي وه، څوک ښوونکی څوک په لوړو زده کړو بخت دي، او هغه تر ښوونځی د باندي د ده  نالوستي د ناستي ولاړي ملګر (جمعه ګل او پستکی) هغه ځوانان وژل سوي وه. نو دی یوازي د خپلو هغو همزولو سره پاته سوو چي ښوونځي لوستي وه. د لته دئ د محیط تاثېر او ټولني زور چي انسان روزي. د محمد اسمعیل  تر زندان را وتلو وروسته بل تهول چي په ښونځی لوستو کي راغلي وو، هغه داچي ټول په سیاست کولو باندي مصروف سوي وه.  هغوی محمد اسمعیل هم و هڅاوه چي د ښوونځی امتحانو ته تیار او په سیاست کي برخه واخلي بیا محمد اسمعیل  په هغه مړانه چي لرله یې زده کړو او سیاست ته ملا وتړل.په خپله مړانه او پوهه سره زده کړي تکمیلې  په سیاست کي هو ښیار او فعال سوو. په ولس کي یې اړیکي غښتلي د ولس لخوا د خپل کلي رسمي ملک(قریه دار) و ټاکل سو.

     نور محمد اسمعیل یو ولسي شخصیت په سیاست کي لایق او فعال سو، په دولت کي یې رسمي ماموریت شروع کړه. بیا نو  تر ولسوال، مدیر، رئیس او په وروسته کي یې په سنا مجلس کي د کندهار سناتورۍ  دنده لرله. محمد اسمعیل د هر چا په ژبه پوهیدئ، مجلس یې خوږ و، د اشعارو ویلو سره یې مینه وه، د یارانو مجلسونه یې په یوه نیمه سندره ویلو ګرم ساتل.

     بد بختانه بیا هم  وایم بد بختانه چي افغانستان په خپل څنګ(همسایه کي) کي داسي خبیث او کمار دښمن لري لکه پاکستان. پاکستان  له هغي ورځي  څخه چي انګرېز د هند له  خاوري څخه د خپلو نظامي قواو د وتلو اراده وکړه، په منطقه کي یې د نورو اجنټو سربېره داسي یو شیطانه اداره جوړ کړه چي ټول عمر یې افغان ولس بیله زورني نه دئ پرې اېښۍ. دا بحث  اوږدئ، لنډ یې  دا چي پاکستان په افغانستان کي ټول هغه شخصیتونه له منخه وړي او له منځه یوړل چي سرونه یې په تنه ارزېدل. هر پردې هیواد به له افغانانو سره ظلم کړئ وي، خو دپاکستان په اندازه نه.

     کله چي پاکستاني ماشیني سړو( طالبانو) کابل تر خپلي قبضه لاندي را وسته نو (17) تنه کندهاریان یې له کورونو څخه را و استل بیله تحقیق، پوښتنو او محکمې څخه ټول یو ځاي په دشت چمتله کي ووژل تر خاورو یې لاندي کړه، الله پاک بخښلی غښتلی مېړنی مبارز سناتور محمد اسمعیل، معلم صاحب حبیب الله هم په هغو (17) نفرو کي شامل وه. مبارز سناتور محمد اسمعیل زوی نه لاره، ښځه او زړه مور یې پاته سوه، د محمد اسمعل مور خپل اعصاب له لاسه ورکړه، هر څوک چي به یې لیدئ دې به هغه کس پوښتۍ  دا یوه  پوښتنه  یې ځیني کوله" زویه محمد اسمعیل جانه ماښام کورته نه دئ راغلي تا به نه وي لیدلۍ؟"  پس راځی ووایو: هرکس،  هر دولت او هر تنظم چي بیله پوښتني او بیله قانوني مراحلو تېرولو د محکمي له حکم صادرولو څخه انسان و ژلۍ وي هغو خانت کړئ دئ.  په درنښت    

 

 

++++++++++++++++++++++++++

وهم فصل

58برخه:
لوستي غښتلي

 

د لعل پادشاه عالمي لنډه پیژندنه


زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛
دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي

     مخکي له دې چي  دشهید لعل پادشاه عالمي ژوند لیک یا  پېژندنه  وسي، لازمه ده چي یوې مسئلې ته ستاسو دوستانو پام را واړم، هغه پدې زه چي کوم ژوندي، وفات سوي یا وژل سوي غښتلي یادوم هیڅوک باید را څخه خف نسي، ځکه زما د لیکني اساسي غایه دا ده چي د دغو غښتلو یاد وساتم، معمولاً د شهید سوو غښتلو او میړو د شهادت پرغواملو او سببونه نه ږغېږم، که ږغېږم د هغو اوصولو او قوانینو په چوکاټ کي بحث کوم چي هغه منل سوي حقوقي او جزایي قوانین دي. دا چی پرشهید سوي غښتلي اتهام مستند وو یا نه دا هم نه څېړم. بلکي  پرنصیب له مخي مهمه داده چي د متهم یا مجرم په وړاندي ستا کړني له هغه سره قانوني وي؟ که ستا کړني قانوني وې نو " پړ مي کړه مړ مي کړه" راځی ووایو وژنه بیله پوښتني، دوسې، صورت دعوې او محکمي څخه دا که شخص، حکومت ، ډلي او تنظیم کړئ وي  هغوی ټول د قانون په وړاندي مسئول او مجرم دئ.

    لعل پادشاه د عالم شاه خان ځوی چې په (۱۳۲۰) لمریز کال کې د پکتیکا ولایت د ورژانه په کلي کې زیږیدلی دئ. د دیني علومو مدرسه (لمړنی ښوونځی)ئی د خپل اوسیدو په ځای کې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله. متوسطه او د لیسې دوره ئی د کابل ښار د رحمان بابا په لیسه کې د یو ممتاز شاگرد په توگه په عالي درجه پای ته ورساوه. عالمي د خپلې تقوا او دیني پوهې له امله د رحمان بابا د لیسې په شاگردانو کې په ملا مشهور وو. د لیسې څخه وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل شو. هغه د لیکوالی او سخنوری په برخه کې نسبت نورو محصلانو ته ډیر ښه وځلیده، چې د تحصیل په دوران کې د ده ډیرې مقالې چاپ او نشر شوې. لعل پادشاه عالمي په سیاسي اعتراضاتو کې د پوهنتون د محصلینو په سازماندهی کې ډیره فعاله ونډه درلوده، چې څو ځلې د مسئولو مقاماتو لخوا تر تهدید لاندې راغی.د عالمي ویناوې د متعلمینو او محصلینو په غونډو کې د دوی د ذهني ویښتیا او هوښیاری او د فقر او طبقاتي ظلم پر خلاف د دوی په تشکل کې ډیر قوی رول درلود. عالمی په ۱۳۴۳ کال د ا خ د گ غړی شو. ډیره موده تیره نه وه چې د ده سیاسي شخصیت نورو گوندیانو ته د منلو او احترام وړ وگرځید.

     عالمي د عالي تحصیلاتو څخه وروسته د اطلاعات او کلتور په وزارت کې د یوې شعبې د آمر په حیث، او بیا د هرات د تاریخي عابداتو د ساتلو د رئیس په توگه،د طبع او نشر د رئیس په توگه، د دولتي مطابعو د رئیس په توگه، او د تجارت وزارت د مالي او اداري رئیس په توگه، دولتي دندې ترسره کړي دي. د چین، هانکانگ، شوروي اتحاد او بلغاریا رسمي سفرونه ئی درلودلي دي.

      د ۱۳۵۸ لمریز کال د تلې د میاشتې د ۲۲ نیټې. د ۱۳۵۸ کال د لیندی د میاشتې په لسمه نیټه په ډله ایزه توگه د پلچرخي له زندان څخه پرته د محاکمې له حکمه، لعل پادشاه عالمی، استاذ سلام، آقاگل بائیس، غلام رسول کهسان، استاذ ذکریا، عبدالعزیز بسام، ډاکتر صدری او ډاکتر عوض د وژلو ځای ته وړه او ویې وژل، په دې وخت کې عالمی خپلو انقلابي ملگرو ته چې د هغه په شاوخوا کې ولاړ وه، مخ راواړاوه او په خلقي انقلابي او افغاني متانت د لوړې هیواد پالنې په روحیی سره داسې وویل: ملگرو د انقلابي مبارزې بیرغ د تل لپاره اوچت وساتی! د ټولو دي روحونه ښاد وي.

 

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

دوهم فصل

55برخه:
لوستي غښتلي
دیپلوم انجینر عبدالسلام شهید
زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛
دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي

د خپل گران ملگري جنرال صاحب محمد حسین "انډیوال" صاحب څخه مننه کوم چي د الله (ج) بخښلي دیپلوم انجینر عبدالسلام لنډه پېژندنه یې را ولېږل.
د هر سړي د فضیلت او شخصیت په باره کي باید د نورو انسانانو قضاوت د ډاډ وړو بلل سي.ځکه د خپلو ستایل او قضاوت کول د طرفدارۍ جنبه لري. دا هم یوه منلې خبره ده چي فعال او باکفایته شخصیت په هر ځای کي د هم مسلکانو د سترگو خاروي او کوښښ کوي په یوه زریعه د زیعو سره یې بد نام حتی له منځه یوسي. دادي تاسو ته معلومه وي چي دیپلوم انجینر عبدالسلام یو له هغو کسانو څخه وو، چي د وطن سر دمیني هوډ یې ډېر وو.زه د ده پاکي، راستي، مېړانه دلته په پوره ډول نسم بیانولای. زموږ د هیواد په پاکه غېږه کي داسي مېړني، غښتلي(نر اوښځه) د لوړ شهامت انسانان هم ډېر زېږېدلي دي چي یو یې همدا انجینر عبدالسلام خان وو. د ده مجلس، دده عالمانه خبري او خوندور بانډارونه مي یاد دي، تل یې علمي بحث کاوه، په ښو د لیلونو یې پیچلي مسائیل اسانه تشریح کول.د مبارزې د میدان مړني شخصیت یې لاره، په ژور خفگان سره په ناځوان مردانه ډول د قدرت دلیونو په لاس ووژل سو، الله دې وبخښي.

 

 

++++++++++++++++++++++++++++++++

دوهم فصل
 54
برخه:
لوستي غښتلي
زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛
دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي

شهید عبدالغفورکندهاری

 د زیږیدو نیټه ٢٢ / ٦ / ١٣٣٢

 د شهادت نیټه یې ٢٧ / ١ / ١٣٦۵)

خدای بخښلی عبدالغفور"کندهاری"

    عبدالغفور د اختر محمد زوی وو، د شمس الدین کاکړ ښوونځی(لېسه) یې تر(۱۲) ټولگۍ پوري و لوستل. بیا یې عالي دارالمعین ولوست او د شمس الدین کاکړ د لیسې ښوونکی سو. پلار شهید اختر محمد کاکو د هوټل لرلو او دهوټل کولو په کار لگیاه وو، نو هر اولاد چي به یې را لویه دئ هغه به د ښوونځی لو ستلو تر څنگ د خپل پلار څخه د هوټل کار زده کاوه او هلته به یې د پلاره سره مرسته کوله. تر هغو چي زما یاد دي دوه هوټله او یو د بقالۍ دوکان یې لاره، ټول کاریې د اخترمحمد کاکو او لادونو او وراره په شریکه سره کاوه، خپله کورنۍ یې د پردو له اړتیاوو څخه را کر ځولې وه.

 عبدالغفورکندهاری د خپل پلار دوهم زوی وو، عبدالغفور په داسي وخت کي را ځوان سوو، چي ده وکولای سول د پلار، ورڼو او د کاکا د زوی په مټ سره زړو قدمونه واخلي.

   زموږ په ټولنه کي د ټینگ عزم او مېړاني په قوت سمبالي کورنۍ لږ نه وي، په خفگان سره چي د نړۍ یرغلگرو د تاریخ په اوږدو کي ډېر ځله د خپلو مخکنیو جاسوسو افغان دښمنو په مرسته د هیواد په هر برخه کي  دغه د غیرت او مړاني سمبول کورنۍ او د هغو مېړني مړونه له منځه وړي دي. د عبدالغفور کندهاري د ژوند په وروستیو پر مختگونو او مرگ نه وم خبر چي د خدای بخښلي عبدالغفور کندهاري وراره د خپلي کورنۍ او اکا د ژوند داستان داسي راته لیکي. زه یې هم بیله لاس وهني ستاسو سره شریکوم. له وراره څخه یې مننه.

   د شهید عبدالغفور کندهاري په هکله چي فقط زه یو څه معلومات لرم ـ څو مره چي مي یاد دي یا د کورنیو ځینو غړو راته ویلي دي، هغه دا چي کندهاری د ښو خصوصیاتو تر څنگ یو داسي اجتماعي شخص وو چي دده په شتون کښي به هر دوست او همکار د خوندیتوب او خوښۍ احساس کاوه. نوموړي دومره وطن دوسته او زړه سوانده و چي د خپل واده نوي جامې به یې هغو غریبو ته ډالۍ کولې چي هغوی بیچارو به همدا د ژوند د لومړنيو ضروریاتو څخه هم محروم وه. کندهاري به همیشه د خپلو زده کړو د جریان تر څنگ د پنجوایي ولسوالی په مرکز او بازار کي د خپلو کورنیو د غړو سره یو ځای د یوه هوټل، دوو قصابیو، او ولسوالی ته په دولتي رسمي جواز د تمباکو په واریدولو او پروسسولو او د ولسوالی څخه د کندهار ښار ته په صادرولو هم بوخت وو، چي ددغه بوختیاو په نتیجه کي ده او کورنۍ یې یو متوسط او خوشحاله ژوند درلود. کله چي کندهاری د کندهار د عالي دارالمعلمین څخه په ۱۳۵۶ هـ ش کال کي فارغ سو په همدغه کال یې د پنجوایي ولسوالی په شمس الدین کاکړ لیسه کښي د یوه رسمي ښوونکی په صفت خپله مقدسه وظیفه را پیل کړه.    کله چي د افغانستان د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور انقلاب د هیواد په سطحه بریالی سو، نو په هیواد کي د وطن او خاوری دوښمنانو په وطن خراب کارانه فعالیتو پیل وکړ، چي د دغو شومو فعالیتو په سر کي یې اول د ښوونځیو په سوځلو او د ښوونکو د منځه وړلو پلان په کار واچاوه. چي ددغو پلانونو په نتجه کي په سپینه ورځ د پنجوایي اولسوالی د ښوونکو پر کورونو او پر دولتي تاسیساتو د وطن ضدو عناصرو حملې وکړې،  چي د همدغو حملو په نتجه کي د معلم کندهاري کور په مکمل ډول ور وسوځئ، سپین ږیري(۷۲) کلن پلار یې ژوندي د کوره و ایستل سو  په څو متري کي دکور یې په صحرایي محکمه  کي په دې نامه چي زوی دي یو ښوونکي دئ شهید کړ. کندهاري معلم د همدغه پیښي په لیدو سره د شپږو ورځو لپاره د ځان د خوندیتوب په خاطر د ولسوالۍ غره ته پنا یو وړه، د همدغو شپږو ورځو په جریان کي د وطن ضد عناصر د عبدالغفور کندهاري دوه ځوان وراره گان د مشر ورور زامن چي  ودونه یې لرل د سردار محمد، او عبدالشکور په نومونو باندي هغوی د شپې د کوره راباسي چي شغل یې فقط قصابي وه  دا لته نژدې د معصوم په خرابو کي یې په شهادت رسوي. پاته کورنۍ یې په همدغه شپږو ورځو کي کندهار ښار ته بیله معلم کندهاري څخه پناه یوړه.

    دا چي ټوله ولسوالی د وطن ضدو عناصر په ولکه کي وه، کندهاری د خپلي کورنۍ څخه نا خبر وو، په دوهمه شپه چي هم وږي وو او هم تږي د خپلي کورنۍ د حال معلومولو په خاطر په د ښتو او باغو کي سفر کوي او په پټه خپل یوه داسي سوځلي او وران کورته دا خلیږی چي نه یې د کور غړي په کښي شتون لري او نه هغه د برم او د خوښیو ډک د کور انگړونه چي همیشه به ماشومانو او د کور میرمنو به په خندا او د خوښیو په ږغونو لړزاوه .کندهاري په همدا شپه په خپل کور کی فقط څو د ډوډۍ سوځلي اطعامونه راټلوي او بیرته په هغه شپه هم هغه غر ته پناه وړي، په دریم ماښام یې بیا د خپلی کورنۍ د حال او معلومولو په خاطر کورته ځي بیا به هم کور تر هغه نور ورځو ویجاړو معلومیدۍ چي د وطن عناصرو به هغه فلزی سوځلي د کالو د جوړولو ماشینان او نور فلزی وسایل چي په کور کی  وروته له سوځلو پاته وه د ځان سره  د (غنیمت) په نوم وړي وه.

     معلم کندهاری شپږ ورځی او شپې په غره کي یوازي بیله خوراکه د باران د ډمو اوبو اوبه څښلې، اخیر اوومه ورځ ورسته د کندهار د ښار څخه یوه دولتي او نظامي قوه راځي او ولسوالۍ د بلوا گرو څخه پاکوي، معلم کندهاري په هغه ورځ د خپلي کورنۍ د پاته وروڼو، وراره گانو، د اکا د زامنو او ملگرو سره یو ځای کیږي ـ لکه څنگه چي معلم کندهاري د وظیفي په لحاظ په دولت کي یو ملکي شخص(ښوونکی) وو.

     خو هغه ناخوالي چي ده په خپل ملکي وظیفه کښي د وطن ضدو عناصرو لخوا ولیدلې، نور یې د ملکي څخه چي پر خپل ځای یوه مقدسه وظیفه وه، د وطن د فاع په خاطر یې و څارندوي ته تبدلي وکړه او د یوه ځانگړي اکاډمۍ په ویلو سره په وزارت داخله کي افسرسو. د وظیفي ځای یې هم هغه پنجوایي ولسوالي وه. دا چي په هیواد کي جگړه ورځ تر بلي د نړۍ په سطحه یو خاصي نظامي نقشې ته ولویدله، خو د پنجوایي ولسوالۍ جگړه او د جگړې طرز هم د وطن د مخالفینو لخوا داسي طراحي کیده چي کله به د ولسوالۍ او د ولسوالي اړوندو قریه جاتو خپل موسمي زراعتي محصولات واخیستل او هغه به یې خوندي کړه د ژمی مخ به سوو نو د څلورو میاشتو لپاره به د وخت مخالفینو د همدې ولسوالۍ په بازار او کوڅو کي د شپې خطونه خبرتیا ځوړندي کړې او ټولو کلیوالو خلگو ته به یې خبر ورکړ چي تاسو د څلورو میاشتو لپاره د خپلو کورونو څخه ووځۍ او ساحې خالي کړي تر څو موږ پر ولسوالۍ حملې را پیل کړو.

        د وطن هغه غریب خلگ چي فقط به یې شغل مزدوري وه او یا څو محدودي کورنۍ چي به په بازار کي به یې دوکانداری کوله همدغه بیچاره گانو به د ولسوالۍ د دولتي مرکز څخه پر خرو او حیواناتو خپل کډي، او خپل اولادونه د وطن د پای کلیوالو او سیموته انتقالول، مخالفینو به خپل تخریب کاره جبهات سره منظم کړه او بیا به یې د پنحوایي دولتي ولسوالۍ د څلورو میاشتو لپاره محاصره کړه.  په ولسوالۍ کښی به فقط یو د وخت اولسوال شل فامیله څارندوی سربازان، لس کسه د ملي اردو سرتیري د یوه افسر سره چي دروو ټانگانو مسولیت به ور د غاړي وو څلور کسه د وخت د ملي امنیت کارمندان پاته وه.

        دا جگړه او محاصره به د قوس د میاشتي څخه شروع سوه او بیا د حمل د میاشتي تر لسو او پنځلسو پوري د وام کاوه. د حمل پر لس یا پنځلس به د مخالفینو په غوښتنه د وطنونو سپین ږیری او مشران راغونډ سوه د سولي د جرگې په شکل به جرگه وال د همدغه ولسوالی دولتي مرکزو ته راغلل، او جگړه به یې د اتو میاشتو لپاره توقف کول او د دولت استازو به د خپلو غریبو او عامو هیوادولو د همیشني ښه ژوند او ارام وضعیت په خاطر ورسره و منل. چي د د غه جگړې او د جگړې د د غه طرز دوام اووه کاله په پنجوایي اولسوالي کي په همداسي شکل وو.

    خو یو کال په پنجوایي ولسوالۍ کی همداسي جگړه وه سخت باراني او طوفاني ژمي وو، د هغه کال په سخته جگړه او محاصره کی خوشبختانه په هغه جگړه کی د دولت منصوبینو په کمه اندازه تلفات لرل چي د جگړې وخت او محاصره په خلاصیدو وه فقط څو ورځی پاته وو چي د شیخ قلندر د غره په لمن کي د سپینو جامو سوله ایز جرگه وال را څرگند سي. یوه ورځ چي د پسرلې د ښکلو ورځو څخه وه ټول دښتي او غرونه گلانو په خپلو طبعي او ښکلو رنگونو سینگار کړي وه، معلم کندهاري د خپل کور د څلور میاشتو دیغ او د جگړې سه ستړي ماشومان چي د کور په زیر خانو او په کور کي د ماشومانو د خوندیتوب لپاره په  پټو او ژورو  خزو کي کښېنولي وه هغوی  یې د یوه ښکاري بادي توپک سره  تر کور دباندي را واېستل. څنگه چي یې  د خپلي کورنۍ خسته سوي ماشومان د تفریح لپاره د همدغو زیر خانو څخه را ویستل د ښکار او د تفریح په نامه مخ د مار د غره په لوري چي په خپل وخت کي یې خورا موسمي، تفریحي، ښکلي او رنگیني دولتي دښتي درلودلې روان سوو د ماشومانو په گام سره د پنځو دقیقو په مزله سره یوه مرغه ته متوجه کیږي چي د همدغه مرغه ډیر شوخ  طبعیت چي یو ځای او بل ځای په خپل شوخی  سره ناسته او پرواز کوي معلم  صاحب کندهاري هڅه کول چي د خپلو دیغو ماشومانو د خوښۍ لپاره همدا مرغه ښکار کړي همدا مرغه یې په یوازي ډول تعقیبوی مرغه دیوې زړې خرابې پر دیوال کښیني کله چي  کندهاری همدې مرغه ته نژدې کیږي پر یوه ځای پر ځاي سوي ماین خیږي او چاودنه رامنځته کیږي، کندهارۍ د خپلو ماشومانو مخته د خپل کور په پنځه سوو مترو کي خپله یوه راسته پښه دلاسه ورکوي او درانه زخمونه اخلي، لکه څنگه چي د ولسوالی جگړې توقف کړی وو خو د محاصرې په حال کي وه معلم کندهاری ډیر عاجل او پر وخت د دو ورځو په جریان کي د کندهار ښار روغتون ته ونه رسید په خپل کور کی یې د هغو دیغو او خواشینو ماشومانو څخه مخه ښه وکړه او شهید سو.

      د کندهاري د شهادت په دریمه ورځ هغه د وطن د مشرانو سولیز جرگه وال ولسوالۍ ته را ورسیدله اول یې د معلم کندهاري پوښتنه وکړه او ودرېدل چي کندهاری چیري دی د کندهاری ملگرو ورته وویل چي هغه اوس راځي تاسو راځي تاسو ستړي یاست په پښو مو سفر کړۍ دئ جرگه والو ټولو ویل نه موږ د کندهاری تر رارسیدو انتظار کوو تر څو هغه مو په خپلو خوږو ټوکو او خندا  سره تر خپله ځایه بدرگه کړي، کله چي د وطنه راغلي  جرگه وال د معلم کندهاري په شهادت خبر سوه ټولو وژړل او سخت خفگان یې څرگند کړ. دا چي جرگه وال باید د سولي پیغام وړاندي کړی وای ټول همداسي ولاړ وه تر سترگو یې اوښکي راتلې او لوی لوی د ژړا ږغونه یې تر خوله را وتل، بیله کومه سوله ایزه پیغامه یې بیرته پر شا حرکت وکړ، که مبالغه نه وي د معلم کندهاري د مرگ څخه ورسته بیا هیڅکله نه دې ولسوالۍ ته سوله ایزه جرگه راغلې ده او نه بیا کوم سوله ایز د سولي پیغام په دې ولسوالۍ کي خپور سوئ دئ.

    معلم کندهاری د خپل وخت یو با شهامته، وطن پرسته، او په ټولنیزو ملي چارو کي د زمانې او سیمي یو اتل وو ـ روح دې ښاد وي او یادونه دي یې تلپاته وي .

 

 

 

-------------------

 

اوستي غښتلي
زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم
( 52) برخه

ښاغلی ډاکټر صالح محمد “ زیری”

زموږ په ټولنه کي د ماشوم او کورنۍ ژوند له هره بابته لکه روزئ(نفقې) او روزنه مستقیماً د پلار پراوږه وي. په دې چي زموږ په ټولنه کي لا مور(ښځه)تر اوسه هم د زده کړو او کار اسانتیاوي نه لري. ښاغلي ډاکټر صالح محمد " زېری" لا ماشوم وو چي پلار یې وفات سو. دی، ورور او خوندي مور ته پاته سول. کله چي غریب وایو دا معنی چي باغ، پټی او بله کوم څه نه لري. یو یتیم د کونډي زوی چي ټول ژوند یې د پردیو په مزدوریو او خواریو کي تېر سوئ دئ هغه ښاغلی ډاکتر صاح محمد زېری وو.
صالح محمد زېری د گل محمد زوی په
۱۳۱۴هـ ش کال کي د کندهار ښار د برو بازار د صبر په کوڅه کي زېږېدلی دئ. خپلي لومړنۍ زده کړي یې د میرویس نیکه او احمدشاه بابا په لېسو تر سره کړي او په ۱۳۳۶هـ ش کال کي له دولسم ټولگۍ څخه فارغ سوئ دئ. و پوهنتون ته تر امتحان ور کولو بریالی او په ۱۳۳۷هـ ش کال کي د کابل و پوهنتون ته شامل سو. په دغه شان په ۱۳۴۳هـ ش کال کي د همدغه پوهنتون د (طب پوهنځی) څخه په لوړه نمره یې فراغت حاصل کی. ډاکتر صالح محمد زېري د نادرشاه روغتون( علي اباد شفاخانه) او د کوي(چیچک) د له منځه وړلو سره د مجادلې په ریاست کي یې وظیفې تر سره کړې دي.
ډاکتر زېری له ځوانۍ څخه د کتاب لوستلو شوقي او د سیاست سره یې مینوال وه. په پوهنتون کي له هغو ځوانانو سره کښېنستۍ چي تر ده مخکي یې سیاست کولو ته مخه کړې وه، د هغو ځوانانو په مرسته په خاصه د( ډاکتر عبدالمحمد در مانګر) ډاکتر صالح محمد زېری له ښاغلي نورمحمد تره کي سره و پېژند ګلوي پیدا کړه. تر هغه وروسته یې نو د نورمحمد تره کي په لارښونه منظمه مبارزه پیل کړه. ډېر ځوانان یې یوه منظم سیاسي کار او مبازې ته تیار کړه. کله چي په
۱۳۴۳هـ ش کال د جدي د میاشتي پر یولسمه نیټه د یوه گوند د جوړیدو له پاره انتخابي استازي را و بلل سول، ډاکتر صالح محمد زېری هم یوې کاري کمیټې د خپل استازی په توګه و ټاکه. په هغه اول کنگره کي چي (۷) تنه د مرکزي کمېټې د غړو په حیث انتخاب سول د هغو په ډ له کي ډاکټر صالح محمد زېری و.
د محمد ظاهر شاه په حکومت کي څه وخت چي گوند د ولسي جرگې په (
۱۳) دوره کي د خپلو ملگرو د کاندید کېدو فیصله وکړه، نو ډاکتر صالح محمد زېري د خپل گوند د فیصلې له مخي د ملي شورا د (۱۳) دورې لپاره په کندهار کي ځان نوماند(کاندید) کړه، خو حکومت پرې نښود هغه و چي حکومت ډاکتر صالح محمد زېری ونیوئ شپږنیم کاله یې سیاسي زندان په(دهمزنگ او کندهار لوی محبس) کي تېرکړه. څه وخت چي سردار محمد داود خان د محمد ظاهر شاه پاچهي ړنګه کړه او جمهوریت یې اعلان کړه، د ډاکتر صالح محمد زېري کورنۍ د ګوند د مشرتابه په مرسته و دولت ته د څو څو ځله عریضو پیشکولو وروسته له زندان څخه را خوشي سو، د گوند د مرکزي کمیټي د فیصلې له مخکي یې نور په دولت کي وظیفه نه لرل، د خپل گوند او گوندي چارو او گوندي فعالیت کي بخت وو.
د
۱۳۵۷هـش کال د ثور د اوومي نیټې تر بریالي پا څون وروسته د وزارت زراعت او د مځکو د اصلاحاتو د وزیر په حیث وټاکل سو. هغه وو چي د سود، سلم او ګروۍ د لغوه کولو سند یې جوړ او د حکومت لخوا یې د یوه فرمان په نوم نافذ او ټول هیواد کي تطبیق کړه. بیا یې په ټول هیواد کي د مځکو د عادلانه وېش یا تر ټاکلي نصاب ډېري مځکي د یوه حکومتي فرمان تر امر لاندي پر غریبو بزگرو کورنیو باندي و وېشلې. د بزگرو د مرستي لپاره زراعتي کوپراتیفونه جوړ کړه......څو په ۱۳۵۸ هـ ش کي د عامي روغتیا و زېر و ټاکل سو ده او د فتر لا سره پېژندلي نه و چي روسانو مو پر وطن تېری وکړ.
دروس تېری
۶جدی د ۱۳۵۸ هـ، ش کال باندی د څو میاشتو له پاره زنداني سو، بیر ته را خوشي په گوندي چارو کي تش په نوم د سیاسي بېرو غړۍ او د ببرک مرستیال و ټاکل سو. د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر وخت له هغه مقامه لېري د ملي شوارا غړي او د ملي شورا مرستیال و. د همدې وظیفې د اجرا پر وخت دریم ځل د ډاکترنجیب الله په حکم بندې په اعدام محکوم بیا یې اعدام په شل کاله حبس بدل سو. د ډاکتر نجیب الله د حکومت تر نړېدو پوري په څرخي پله زندان کي بندي و.
کله چي له پاکستانه بل تیری د مجاهدو(اشرارو) حکومت را ولېږل سوو زندانیان ازاد سول، ډاکتر صالح محمد زېری هم د نورو خلګو په شان کورته راغی. په هیواد کي ګډوډی او په کابل کي سختو جګړو ډاکتر صالح محمد زېری اړ کړه چي پېښاور ته و لاړ سي. ډاکټر زېری لا په پېښاور کي د ژوند کولو ځای نه وو پیداکړئ چي، د برهان الدین رباني د حکومت وختي دي په داسي حال کي چي خپله ډاکټر“ زیری” پرکور نه وو، د حکومت سره په تړاو کي اشرار یې کورته ورغله مېرمن، لور او زوی یې په خپل کورکي ور حلال کړه. تر د غي غیر انساني غمجني درني پېښي وروسته انگستان ته مهاجر سو. سره ددې ټولو دردونو غمونو چي لرل یې ارام کښې نه نستۍ خپل حوصله او اراده یې له لاسه ورنه کړه، علمي او تحقیقاتي کار ته یې لاس وا چاوه، د ولس د خبرتیا، پوهولو اوبیدارۍ لپاره یې کار کړی دئ. هغه کارونه یې و کړل چي ډیرو د لوړ نوم لرونکو تر دا اوسه نه وه کړي.
دغه لیکلي او ژباړلي یې چاپ سوي دي او نور اثار هم لري چي تر اوسه چاپ سوي نه دي، د افغان دموکراسۍ په نوم یې خپل کمپیوټر پانه هم لرله.

شمېره د لیکنه د لیکنی نــوم
۱ پنځوس کلن ژوندی تاریخ د نیمي پېړي خاطرات
۲ سیاسي اوعلمي کتاب افغانستان او د ډموکراسی سیاسي نظام
۳ د افغاني ټولني پېژندنه ټولنپوهنه په افغاني مثالو کي
۴ ( دلنډو کیسو مجموعه) د زمانې جفا
۵ (دلنډو کیسو مجموعه) د سنگر وروستۍ ننداره
۶ (شعری ټولگه) گل خاوره
۷ (شعري ټولگه) د کابل، رود
۸ (زموږ لاره ژباړه) راه ما
۹ د کابل د کیسو مجموعه کابل - دکیسو ټولگه
۱۰ په اتفاق کي سوله د میرافغان سوه ( د لنډو کیسو مجموعه)
۱۱ کلیله او دمنه (ژباړه) کلیله او دمنه: دا هغه زر گونه کاله زوړ کتاب دئ، چي تر سلو (۱۰۰) ژبو ډېرو ته ژباړه سوېدئ. پښتانه یې له لوستلو محروم ځکه وه چي و پښتو ته را ژباړه سوئ نه وو، له فارسي متن یې استفاده و دري ژبو ته هم مشکله وه. ډاکټرصالح محمد"زېری" لومړی افغان پښتون لیکوال سو، چي دا مهم کتاب(کلیله او دمنه) یې په روا نه پښتو ژبه و ژباړه. په خپل لگښت یې چاپ او وړیا یې پرخلگو و وېشئ.
۱۲ د فردوسي د شاهنامي د فردوسي شاهنامي: له نوم سره ډېر خلگ اشنا وه، دا لوی او د پام وړ کتاب په خورا لوړه دري ژبه لیکل سوی و. ددې کتاب لوستل هم پښتنو ته څه چي دري ژبو ته یې لوستل مشکله وه. د ډاکټر صالح محمد " زېری" هغه لومړنی افغان پښتون لیکوال و، چي(فردسي شاهنامه )
له دري ژبي څخه و پښتو ژبي ته را و ژباړ له. دا لوی افتخار هم د"زېري" په نصیب سو، په خپل لگښت یې چاپ، وړیا یې وویشئ.یې
نه چاپ سوي اثار یې
۱ په افغانستان کي د فیوډالېزم بهېر درې سوه لیکل سوي مخونه په کابل له کوره، مېرمني او اولادونو سره ټول له منځه ولاړه.
۲ لوی افغانستان څرنگه کوچنی سو د افغانستان د تاریخ په اړه.
۳ لنډه کېسه څرنگه لیکل کېږي؟
۴ همدا شان په لسگونه مقالې دوستان کولای سي په کمپیوټر کي( افغان د یموکراسي) پاڼه خلاصه هلته یې و لولي.
دښاغلي «زېري» په سلگونه لیکني د وخت په اخبارونو، مجلو، هفته نامو او کمپیوټر پاڼو کي موندلای سئئ په کمپوتر کي د(افغان دموکراسۍ ) په نوم خپل پاڼه هم لري. الله پاک دي ورته روغتیا او ډېر عمر ورکړي.

 

 

 

++++++++++++++++++++++++

 

 (۵۰ ) برخه

د عبدالشکور بزگر لنډه پيژندنه :         

 

"عبدالشکور یزگر ولد عبدالاحد ولدیت نظرمحمد، بیله دې چي کومه  گناه مي کړې وي  يوولس کاله د محبس دوره، دری مياشتی د کندهار محبس کوټه قلفی او شکنجی او بيا وروسته پلچرخی ته انتقال سو ، دوخت فرمایشی حکومت محکمه را سره وکړه او د قصاص په حکم محکوم  موږ ټول سو، اووه کاله مو د مرگ په انتظار شپی او ورځی سبا کړي د داکتر نجيب الله په راتگ سره د اعدام څخه معاف او په شل کاله بند محکوم سو .

نور نو تاسو ښه په جريان خبر ياست . په درنښت ! عبدالشکور « بزگر ».

    بلې؛ دوستانو عبدالشکور بزگر یو رښتونی بزگر وو، کله چي په کلیو کي جنگ او جگړې شروع سوې عبدالشکور بزگر په غښتلې روحیه دا ښه وگڼل چي و پاکستان له تلو او د ای،اس، ای په لمن کي د ځان اچولو په نسبت له حکومت سره درېدل او مرسته کول شرافتمندانه کاردئ. تر دغه وخته لا افغانستان شوروي نه وو اشغال کړی. د روسانو تر اشغال وروسته کله چي عبدالمجید سربلند پر کندهار واکمن سوو، سربلند د یوشمېر جهادي کړیو سره اړیکي ټینگي کړې، هغوی ته یې پیسې او وسلې ور کړې، چي د خاد اداري سره په همکاري کي خلقیان او خلقي سربازان ترور او له منځه یوسې، دا د عبدالمجید سربلند د لسگونو ظلمونو او خیانتونو یوه  وړه نمونه ده چي دا ځوان یې هم نژدې یولس نیم کاله بیله دي چي کوم جرم یې کړۍ وي په زندان کي اچولۍ وو.

   څنگه چي خپله عبدالشکور بزگر لیکلي دي،  زه د بزگر د بندي کولو په جریان خبر یم. عبدالشکور بزگر او ملگرو یې په مړانه سره د وهلو او شکنجو کېدو پروخت خپله کلکه اراده او عزم  نه داچي بای نه لوی  بلکي  نوره یې هم د ظلم او ظالم په وړاندي  د مبارزې هوډ غښتلۍ سو. د وخت د پوشالي محکمې لخوا  د ښاغلي سید محمد سېلابي په گډون  ټول په اعدام محکوم سوه.

  په دغه د غم او خفگانه څخه ډکه وضعه کي بیا هم ښاغلي سید محمد سیلابي خپلو ملگرو سربازانو ته د لیک او لوسته د زده کړو توصیه کول، او خپله یې دوی ته لیک او لوست ور زده کاوه. د هغو سر بازانو له جملي څخه یو همدغه عبدالشکور بزکر وو، چي نوی (۱۸- ۱۹) کلن ځوان وو اوس د پوره پوهي څښتن په خپل لیاقت سره  په دولت کي رسمي دنده  مخته وړي.

      دې  د ځوان  د هر بل ځوان په شان مینه لرل خپل هیواد اباد وویني. د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور د میاشتي نظامي پاڅون بریالی سوو، په هغه وخت کي عبدالشکور لیکل او لوستل نسوای کولای مگر د یوه روښانه ځوان افغان په حیث یې د ثور د میاشتي پاڅون د ځان او افغان ولس په خیر کار باله. د پاکستان د تبلیغیانو، ترورېستانو او وطن پرپلورونکو له وهشت او دهشت سره سره یې د ثور د پاڅون په ملاتړ سلاح واخېستل د وطن د دښمنانو په وړاندي یې مبارزه پېل کړه.

     کله چي د ۱۳۵۸هـ ش کال د جدي د میاشتي پر شپږمه نیټه روس په افغانستان باندي تېری و کړه، نه یوازي بزگر بلکي ډېر خلقیانو د روس تېری او د ببرک کارمل له پر واک کولو سره خپل مخالفت نه پټاوه. اما هيڅ چاره او بله لار د ژوندي پاته کېدو یې نه وه، د دولت مخالفینو او د هغو ملاتړو نه غوښتل چي جگړه ژر ختمه سي او نه یې غوښتل د بزگر په شان پاگ انسانان دي د دوی په لیکو کي لاره پیداکړي، د داسي و طن پرستو انسنانو تورتلل  مخالفینو ته تر څو په سلوکي سل مجبوریت نه وي راغلی له هغوی سره ملگر تیا  یو احماقت وو. ځکه د هغوی ماهیت خو بزگر غوندي اگاه خلگوته ښه معلوم وو.

   نو بزگر په خپله ولسوالۍ کي د خپل ولسوال ښاغلي سیلابي صاحب سره پاته سوو، لکه څنگه چي  پاکستان د خلقیانو او سر بازانو مخالف وو، پرچم او واکمن مشران یې  تر پاکستان او د هغو تر نوکرانو هم ډېر او ژور مخالفین وو. عبدالمجید سر بلند د خلقیانو و ژلو، ترور او دسیسو جوړولو کي لوی لاس لاره. د چا پر ترور چي به  بریالی نسو هغو ته یې د سیسې جوړي او زنداني کول یې. نور بیا.

 

 

++++++++++++++++++++++++++++++++

دوهم فصل
(۴۶) برخه:

زموږ ښځینه "غښتلي"

 

دتاریخ بله غښتلې، مېړنۍ"الماسه ادې" وه.

 موږ په خپل هیواد کي ډېري مېړنۍ، غښتلي مېر مني لرلې او لرو، چي د هغوی د کار نامو یادونه د راتلونکي نسلونو دپار خورا ډېر با اهمیته دي، هم د قلم په برخه کي او هم د غلیمو یرغلګرو سره  دجنګونو په میدانو له ځانه کارنامي پراې اېښې دي. چي د هغو له جملې څخه یوه دا الماسه وه.

  ـ الماسه د کټواز سلیمانخیله وه. مشرانو به له نازه الماسي بلله، میړه یې حبیب و چي د کلی خلګو حبیب اکا باله، دالماسي او حبیب اکا یو زوی و، چي ښایسته خان نومیده، ځکه نو الماسه ادې په کلي کي کشرانو د ښایسته خان موربلله.

انګریزانو چي په ۱۲۹۴هـق کال پر پیواړ برید وکړ الماسي د نور غازیانو سره په دغه جنګ کي داسي برخه اخیستې ده، لکه یو نر مېړه، د خپل تور پوړنی پلوونه بی تر ملا راتاو کړي وو چاړه بې په ملا کي ټومبلی وه اوبه بې په ژیوکي د غازیانو سنګرونوته رسولې او کله به یې په ګوډو کي نینی ور وړلې، کله به داسي پېښه سوه چي په کوم سنګر کي به د غازیانو جبه خانه لږ سوه  دا الماسي وه چي پر خپلو اوږو به یې دوی ته ګولی او باروت رسول.

  د پیواړ په جنګ کي د دی میړه حبیب اکا او ځوان زوی ښایسته دواړه شهیدان سول، پسله دغي ورځي څخه دې مړنۍ الماسي د خپل ځوانیمرګ زوی ښایسته خان کتاروزنه تر ملا وتړل،دهغه نامراده توپک یې غاړي ته واچاوه او د غازیانو په صف کي دیوه سپاهي په توګه و درېدله.

   له دغي ورځي څخه د الماسي وسلواله مبارزه پیل سوله، دې ښه نښان ویشتت او دغلیم وتلي سپاره یې په وینو رنګول، د چار اسیاب او سنګ نویشتی په جنګونو کي یې په ډېره مېړانه برخه واخیستله او ددې مېړانی او له ننګه ډکو خبرو ډېر ځوانان خونړیو جنګونو ته لمسول، دا نوره په غازی ادې مشهوره سوې وه او د ټول لښکر غازي ادې سوله. . . په ډیرو جنګونو کي یې برخه وا خیستله، وایې جرنیل محمد جان خان غازی چي د غازی ادې دا توره او جهاد ولید، دا یې حضورته ورو غوښتله یو آس یې ور وباخښه او ورته و یې ویل :ته پلي جهاد کوي له پیواړه تر دې ځایه دي ټول مزلونه پلي وهلي دي او په ټولو جنګو کي دي پر پښو غزا کړي ده دا آس واخله لږ څه به هو سا سې، پروړ او وربشی به یې زما د کمند سپاهیان در رسوي.

   غازي ادې د جرنیل له پیرزویني څخه کور ودانی و وایه خو آس یې ونه مانه او ویې ویل:"زه به مېړه او زوی ته په کوم مخ ورځم، دوی به وا یې تا تر موږ پوري مزل پر پښو نه سو وهلای، پر آس سپره راغلې، زه دا پیغورنه منم"،  بیرته پر خپلو پښو له غازیانوسره د جنګ میدان ته پلې روانه سوه.

   په قلعه قاضي کي چي پرنګیان مات سول، غازی ادې چي د جرنیل محمد جان خان غازی له پوځونو سره د کروغ د غره له خوا مخ پر کابل را روانه وه. دا لنډی  یې به ویل:

توره کوئ بری به خپل کړئ

که بری نه و ځوانان تل په تورو مرینه

توری په خرچ وهئ ځوانانو!

وطن موخپل دی په سرو وینو یې ساتونه

چوني په توپونه ړنګیږي

جنګ دکابل جَوَس ته راغی

ځوانان څنګلی لګوی کابل ګټینه.

   د غازي محمد جان خان پوځونه چي واصل آباد ته را ورسیدل په دغه وخت کي د غازي محمد عثمان خان ساپي لښکرې پر اسما یې غره را ښکاره سولې پرنګیانو د هغو خواته مخه و ګرزوله چي ځانونه شېرپور ته ورسوي. غازي محمد جان خان خپل پوځونه پر دوو برخو وویشل، یو پوځ یې د تخت شاه د غره نیولو ته و ګماره او بل پوځ یې و ګماره چي د اسما یې د غره پرکلا برېد وکړي.

    غازي ادې په دغه دوهم پوځ کي وه. د الله اکبر ږغ یې د غلیمانو زړونه لړزول او دغازیانو ویني يي پر جوش را وستلې، کپتان قیام الدین خان تره کي وایې موږ پر کلا په ډېر جوش برید وکړ غازي ادې د مخ په صفونو کي وه. درې سوه ګامه به ګلا ته پاته وه چي غازي ادې ولګیدله، موږ چي پر راغلو دا پرته وه تر ټټر او خولې یې ویني بهیدلي او په دغه حال یې هم د الله اکبر ږغ په خوله کي و او غالباً له دغه ږغ سره یې سا وخته.

نوموړی قیام الدین خان وایی: موږ چي پر کلا وروختلو، د شیرپور لورته مو هڅه وکړله اونور نه سوم خبر چي د شهیدی غازي ادې مړی چا چیري ښخ کړ؟. ، د خدای بخښلی علامه اکاډ میسن عبدالشکور "رشاد" له لیکني څخه.

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 

دوهم فصل
(۴۵) برخه:

خط لرونکي "غښتلي"

 

ښاغلی سید محمد " سیلابي”

   سید محمد سیلابي د پیرمحمد زوی د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی په دلااورخان کلاچه (قلعچه) په خپل پلرنی کور کي یې زوکړه سوېده، ما یې پلار، پلرنی کور او باغچه لیدلي وه.  ښاغلي سید محمد سیلابي خپلي اولی زده کړي هلته کړي وې، وروسته یې د کندهاردارالمعلمین و لوست، دا چي د نیکو اخلاقو څښتن وو، سمدستي په دارالمعلمین کښي د لیلې ښوونکی مقرر سوو. په څنګه د خپلې وظیفې یې عالي دارالمعلمین هم ولوستۍ.

   ښاغلی سیدمحمد سیلابي له هغي نوی ځوانۍ څخه د نیکو اخلاقو څښتن، مجلس یې خوږ پرخپل نفس حاکم، غښتلۍ او میړنی ځوان وو، په دارالمعین کي چي لا شاګرد و د وخت او زمان وغوښتونو ته یې مثبت جواب ووایه د خپلو همزولو سره دوست او سیاست ته یې مخه کړه، د ظلم او ظالم په وړاندي د نورو همزولو ملګروسره یې لاس یو کړه، له هغې اولي ورځي څخه په رښتیا، مړانه او صادیقانه توګه یې د ظلم، خیانت او خرافاتو په برابر خپله مبارزه را پیل کړه، نور همزولي، کشران حتا مشران یې دغي لاري ته رابلل چي  هغوي هم په ټولنه کي د مروجو ناوړ کړونو څخه بې زار او لاس پرسر سي. خپله مړانه، غښتلتوب، ټینګ توب او کلکه اراده د مظلومو خلګو د رابیدارۍ، د خپلو ګټو د خوندي توب او خپل ژوند د سمون په لاره ترې ګټه واخلي.

  رښتیا خبره خو دا ده چي ښاغلي سیدمحمد سیلابي ډېر ځوانان وروزل، د خپلو همزولو په منځ کي د اخلاقو یوه نمونه ځوان وو. کله چي ښوونکي هم سوو د خپلي وظیفې پر وخت یې د خپلو زده کونکو زړونه دونه خپل کړي وه، چي هر زده کونکي ورسره د یوه دوست په شان ژوند کا وه. کورنۍ (مور، پلار او مېرمن) یې هلته په کلي کي اوسېده، څه  وخت چي په افغانستان کي د ۱۳۵۷هـ ق کال د ثور د میاشتي کي پوځي پا څون بریالی سوو، ښاغلی سید محمد سیلابي د خپلو نیکو اخلاقو په درلو دلو سره وو چي په یوه ولسوالي کي ولسوال (حاکم) وټاکل سوو.

  د ولسوالۍ چوکۍ غټ چوکي نه وه. په تیرو وختو نو او یا راورسته و ختونو کي د ولس د زوروني او رشوت خوړني ښه بیله ګه وه.په تیرو وختونو او اوس وخت کي چي کوم کس د یوه کال له پاره د ولسوال پر مقام کار کړئ وي، هغه کس (ولسوال) بیا د ژوند تر پایه پوري په پېسه لرونکو کي شمېرل کېدی په لنډ وخت کي به یې د بیچاره ولس په وینو ځان موړکئ.

  مګرټینګ، غښتلي او سپېڅلي سید محمد "سیلابی” نژدې دوه کاله ولسوال پاته سوو، خو ده ته د مړاني، غیرت او پاک نفسي وینه چي د ده په مغزو او رګو کي ځای نیولی وو، په ډېر صداقت او مړانه یې د خپل ولس چوپړ واهه، د ملت او دولت له ماله یې د ځان اوخپلي کورنۍ په ګټه ناوړه او ناروا استفاده وه نه کړه. ښاغلي سید محمد سیلابي په دولت او ګوند کي هم هیڅ ډول منفي ګرایشونو ته ځان تسلیم نه کی. دروس د تېري او تجاوز لږ وروسته کله چي د ببرک کامل فرکسیون پر دولت او ګوند باندي د اشغالګرو په مټ حاکم سول، د دې فرکسیون فعال غړو په ډېره بې شرمي سره په ټول هیواد کي په خاصه کندهار او هرات ولایت کي په سپین سترګي سره پاک او سپېڅلي ګوندیان، ترور کړه یا یې دسیسې او دوسې ورته جوړي کړې. په کندهار کي د دې شیطانت او دسیسه کاری حلقه د عبدالمجید سربلند تر مشری لاندي جوړه وه.

      د ببرک کارمل او روس ملاتړئ واکمن عبدالمجید ( سربلند خان) ښاغلي سید محمد سیلابي صاحب او یو شمېر وطن پرستانو ته دوسیه (دسیسه) جوړه کړه، سید محمد سیلابي او بی ګناه بزګران یې زنځیر او زولانه د خاد فاسدي ادارې ته د تحقیق لپاره ور وسپارل، په خادکي یو شمېر ګمار سوي د سیسه ګرکار کونکي یې لاوبالي او فاسد سړي وه، هیڅ ګوندي سابقه یې نه لرل، د چوکۍ، موټر لپاره په شخصي اړیکو راوستل سوي وه په کندهار کي د سربلند په امر یې هره ناروا کوله. په کندهار کي د خاد ادارې ښاغلی سید محمد سیلابي او بزګران ته څو میاشتي هره ورځ وهل او ټکول څه چي يو مخ تر انساني عقل وتلی جزاګانی یې ورکړې.

   د ساری په توګه : دغه ټینګ او غښتلي په کندهار محبس کي ټول وختونه زولانه وو، په لښتو او کیبلونو خورا ډېر ووهل سوو، برقونه ور کړه سول، په شپو شپو په ولاړي ودرول سول، خوب ته پرې نښول سوه، بیا هم د خاد اداره پر دې بریالئ نه سوه چي په دې غښتلي باندي هغه څه و لیکي چي د سر بلند خوښه وه، سربلند د خاد اداره تر فشار لاندي نیولې وه چي پر سیلابي نور فشار را وړي، هغه وو یوه ورځ یې ښاغلئ سیلابي له کوټې و ایست په تنابونو یې په موټر پوري داسي و تړۍ، چي تناب یې په دوو تخر ګونو کي ور واچول. او پر سینه یې خادستان کښېنستل په هغو تیږو او شګوکي موټر کشاوه، چېري چي د ډبرو جوړونکو، تراشونکو(سنګ تراشان) څخه وړې تېږي پر مځکه پاته وي. د دغه ټینګ او غښتلي د ملا پوستکي ډبرو له ځان سره یوړی، خو بیا هم د ده تر خوله اواز را ونه وتئ ، او نه یې تسلم نه کړه. 

   بیا یې له کندهار څخه د کابل څرخی پله زندان ته  یې یو وړئ او په اعدام یې محکوم کړه. دې ټیڼګ اوغښتلي افغان نه رشوت خوړلی وو، نه یې له چا پیسي غوښتي وي، نه مځکه غضب کړې وه او نه یې څوک وژلي وه. په هغه کمه تنخا یې ژوند او ګزاره کوله، کله چي ظالمانو زنځیر پیچ د کندهار محبس او بیا د څرخی پله زندان ته یو وړ، نو تر شاه یې میرمن، وړی لوڼی او سپین سرې مور پاته وه. د زندان په ټولو کلونو کي یې مور بیچاره، په هغو شرایطو کي چي اشرارو سړونه له منځه وړي وه په خورا مشکل سره په کال کي یو او کله دو ځله تر کابله بیا څرخی پله ته په دې هیله راتلل که یو ځل دا خپل زوي وویني، ځکه موږ یې دغه یو زوی لاره. باور وکړئ هغي ظالمي ادارې اته (۸) کاله دغي مور ته یو ځل هم د خپل زوی د لیدلو اجازه ورنه کړه.

 دا سپین سرې ادې به نا امیده بیا تر کندهاره په کراي موټرو کي په څو شپو ځان رساوه، په یوه ټولنه کي چي د یوې کورنۍ سره نه اقتصاد وي، نه کور وي، نه مړونه، عدالت هم د لیوانو پلاس کي ګیر سي، مسلماني دخرو پلاس کي قبضه، نو هلته د انصاف غوښتل لیونتوب دی.

 د ښاغلي سید محمد سیلابي د مړاني، پاکئ او غښتلتوب کیسې لږ نه دي باید د نوموړي پر ژوند، مبارزه، مړانه، پاکۍ د ده له کورنۍ  سر پر سوي ظلم  یو کتاب څه چي کتابونه باید ولیکل سي. خپله له ښاغلي سیلابي صاحب څخه هیله لرم خپل خاطرات و لیکي. ښه روغتیا ورته غواړم. نور بیا

 

´´´´´´´´´´´´´´

 

غښتلۍ زمریالی(پکتا)

 

د لوړ شهامت او غیرت بیلګه زمریالی (پکتا)

   غښتلی زړه ور پر هیواد او خلګو مین د سپېڅلي شخصین  ځښتن چي زه په ټوله صداقت د هغه سپیڅلتوب او رښتینولۍ ته درناوی کوم دغه د متانت او د غیرت ستر سمبول زمریالی نومیږي چي د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کي په ۱۳۲۵ لمریز په یوه روښانه او علم پروره کورنۍ کي زېږېدلي، پلار یې مرحوم جان محمد(پکتا) چي په  معارف او ټولنه کي په پلار جان محمد خان مشهور وو( دی )  پلار د افغانستان د لومړنیو هغو ځوانانو له جملې څخه وو چي ( دغازی اما الله خان د پاچهۍ په دوره کي ) ترکیې ته د زده کړو لپار تللی( د زده کړو تر حاصلولو وروسته ) په ډېر بریالیتوب بیر ته خپل هیواد ته راستون او د ښوونکي سپیڅلې دنده یې در لوده.

    زمریالی پکتا د دغسي پلار تر روزني لاندي لوی سوو چي په خرقه کي یې درویشي او په څیره کي یې کامراني له ورایه ښکارېده، مرحوم زمریالی (پکتا) د کندهار له میرویس نیکه لیسي څخه فارغ او بیا د کندهار عالی دارالمعلمین ته شامل سوو چي تر فراغت وروسته د خپل پلار په څیر یې د ( یوه مسلکي) ښوونکي دنده پر غاړه واخیسته.  په سلګونه ښاګردان یې وروزل.

   د ۱۳۵۷ل کال څخه وروسته یې په مختلیفو اداروکي دولتي دندي درلودلي چي ریاستونه او ولسوالی هم پکښي شاملي وي د ۱۳۷۱ل کال د اړو دوړ په ترڅ کي بیکاره سوو څرنګه چي ده خپل ټول ژوند د ماموریت په یوه وچ معاش مخته وړی او هیڅ ډول شتنمي حتا یو د ځان کور یې نه درلود. د مجاهدو واک ته  روسولو وروسته نو بیاحکومت تر لعلو مدارسنګ ډېر خوشول، له بله اړخه زمریالي ته  د خپلي کورنۍ لپاره د یوې کولې ډوډۍ د پیداکولو مسئولیت پر غاړه درلود نو مجبور و چي د هغه لپاره لاره ولټوی هره در وازه یې و ټکوله او هری اداری ته یې سر ورښکاره کړ خو څرنګه چي په دغه وخت کي نه اداره موجوده وه او نه هم د هغه وخت حاکمان او واکداران لیکونکی( د جهاد له ادرسه د پاکستان له لوری تش په نوم افغانان مقرر وه) د چا په غم کي وه. ده ولیدل چي د توپکسالارانو په پوچ حکومت کي چي انسانیت نسته نو اسلامیت هم نسته. زمریالي په ډېره مړانه رسي (پړی) پر اوږه واچوله او دکابل منډی بازار کي یې د حمال(جوالي) په شان ودرېدی  د خلګو پلنډي  یې چلولې.

  هیڅ کله یې د دی پروا نه درلوده چي د افغانستان په سطحه د لوړو زده کړو درلوونکي څرنګه حمال (جوالي) سو.

زمریالي د خپلي دوری ستر د مناعت او متانت څښتن و چي هیڅکله په دغه کارکي و ده ته ځان وړوکي نه ښکارېدئ اونه یې په ځان کي دحقارت احساس کاوه بلکي همیشه یې له دوستانو او آشنایانو سره په خندأ او خوښۍ شپې ورځي تیرولې برعلاوه د پراخو اړیکو چي ده په ټولنه کي له مختلیفو خلګو سره درلودې هیڅکله یې هم و نژدې ترین دوست یا ملګري ته دخپلي بې وسئ او غریبۍ شکایت نه دئ کړئ اونه یې دچا ومرستي ته سر ټیټ کړئ.

   که به کوم چا پوښتنه ځیني وکړه چي ژوند څرنګه تېرېږي ده به په ډېره خندا او غرو ورته وویل چي داسي خوشحاله یم چي اندازه نه لري په داسي حال کي چي کله به دی د مازدیګر پر مهال د کور پر لور روانېدئ نو به یې په هغو پیسو چي د پلنډو له وړلو څخه به یې لاس ته راوړي وې د پل خشتي د مسجد تر شا یوه اندازه وچه ډوډۍ (سبوس) رانیوله او په کور کي به یې پر هغه اوبه وشیندلي په ټوکرانو کي به یې وپیچله چي د سبا لپاره پسته او دخوړلو وړ وګرځي ځکه چي ده په لږ عاید د تازه ډوډۍ د رانیولو توان نه در لود.

    دغه حال تر ډیره وخته چاته نه وو معلوم، کله چي په کابل کي حالات نور هم خراب سول او هره ورځ په سلګونو بیګناه انسانان د رقیبو ډلو تر منځ په جکړه کي له منځه تلل نو دغه اتل زمریالی وچ کلک مجبوره سو چي کابل پرېږدي او کندهارته ستون سي په کندهار کي هم دوضعي د خرابی له امله مجبور سو چي د پاکستان(ډیورنډ دپولي هغه غاړي) کوټې ښارته مهاجر شي.

مرحوم زمریالي د کوټې په ښار کي د کابل په څیر څو ورځی پلنډي و چلولې خو څه موده وروسته بیا د یوه مارکیټ د چوکیدار(څارونکي) په صفت په کار بوخت سوو او درحمان بابا د شعر دیو بیت په څیر یې ژوند ته ادامه ورکوله هغه شعر دادئ:

                 قناعت مي تر خرقې لاندي اطلس دئ       

پټ د درست جهان پاچا ظاهر ګدایم

   هو؛ خدای بخښلي زمریالي د هغو شیر بریتو له ډلي څخه وو چي خپله پښتني استغنا او متانت یې له هیڅ شی سره نه پر تله کا وه. اما افسوس چي دغه میړه انسان د خپل ژوند د ټولو ناخوالو سره چي په مردانګی او شهامت ور سره و جنګیدئ د ځوانیمرګی له هیولا سره مقابله ونه کولای سوای او دزړه د دریدو له امله یې خپل نصیب او تقدیر ته ښه راغلاست ووایه اوحق ته یې ځان تسلیم کړ.

دا سپیڅلی یو انسان وو د مړاننو یو لوی څلی

د تقوأ یو نمونه وه په ازل کي وو ښاغلی

   روح دي ښاد، جنت دي د ده کور او خاطرې دي د تل لپاره د ملګرو او دوستانو سره ژوندی وي. (باوري)

 د لیکونکي وضاحت:ٍزمریالی پکتا د ښوونځی په دوران کي د سیاست او سیاسي مبارزی لاره نیولې وه، دا پدې چي د ښاغلي زمریالی پلار خدای بخښلۍ (پلار جان محمد خان پکتا) په کندهارکي د سیاسي نهضت له هغو اوله درجه مبارزیونو څخه وو، پلار جان محمد خان دخپل وخت په استادانو کي یو وتلې نومیالي استاد وو. کله چي زمریالی پکتا د عالی دارالمعلیمن څخه فارغ سوو د وخت حکومت دی نسوای هضم کولای، حکومت ددې لپاره چي د زمریالی پکتا د سیاسي فعالیت مخه و نسي نوموړی ته یې په ښار او یا ښار ته نژدې ولسوالیو کي وظیفه ور نه کړه. سره لدې چي په ښارکي مسلکي ښوونکو ته تر حد زیاته اړتیا وه.

    زمریالی پکتا به د ولایت څخه لیرو لسوالیو ته د ښوونکي په حیث استول کیدئ ډېر وختونه یې په معرف، ارغستان، نیش او غورک ولسوالیو کي معلمي کړیده. په هغو ولسوالیو او علاقداریو کي چي د ښوونکو لپاره  نه اوسیدو ځای نه د ښونځی لپاره تعمیرونه، کتابو نه او نه درسي مواد پیداکیدل. ښوونځی د هاتي او یا ابتدایي تر شپږم ټولګیو پوري وي. د شاګردانو د زده کړي کچه ډېره تیټه وه. ولسوالیو ته د موتر د تللو را تلولاري نه وي پر کچه لارو به  ښوونکو له ځان سره بستره، دیک، کاسه، پیاله اونور د اړتیا وړ سامان پر بوده ګانو(خرو او اسانو) باندي په کرایه رسول. څو ولسوالیو ته په (۱۵) ورځو کي یو موتر تلۍ موټر هم پر لاره یوه دوې شپې کولې. مګر میړنی او غښتلۍ زمریالی پکتا بیا هم په کلیو کي د خپل ولس په منځ کي خوشحاله وو ځکه ښاغلي پکتا  دولسونو په منځ کي  سیاسي کار او فعالیت کاوه. په کال کي دونیمی میاشتی د رخصیتو تیرولو لپاره چي به کورته(کندهارښارته) راغلئ،  د خپلي کورنۍ د غړو سر بېره به  ټول یارانو او ملګري د ده په لیدو د ده په خندا د ده په ټوکو او میلو نه مړیدل.

   په ژور خفګان سره چي ۱۳۵۷ هجری کال د ثور له پاڅون وروسته هم پر دولت او ګوند باندي د مسلط فاسد فرکسیون غړو د ده د لیاقت پاکي او سابقې ته په درنه سترګه ونه کتل یو ځل یې بندي کړه و یې وهئ بیکاره یې کئ بیا هم زمریالي د دوی (غیری اصولی کړنو او افکارو) ته تسلم نسوو د خلق د د موکراتیک ګوند د حاکمیت په ټوله دوره دغسي لیری یوازي و خپلي کورنۍ ته د یوې و چي ډوډۍ د پیداکیدو لپاره پر غیر فعالو ماموریتونو پاته سوو، زما له نژدې نژدې بانډاري ملګروو څخه وو. لکه څنګه باوری صاحب په خپل کتاب کي معرفی کړیدئ تر هغه یې هم ډېر ښه او نیک د مړاني ټیګوالی او غښتلوالي صفات لرل الله (ج) دي یې و بخښي. د پیرمحمد"باوري" صاحب له کتاب څخه

د لندن طوطی صفحه (۹۷-۹۸-۹۹)

   نوټ: ښاغلۍ زمریالی (پکتا) د ۱۳۵۷- هـ ش کال کي د څو میاشتو لپاره ولسوال مقر سوو، خو په حکومت کي خود غرض کړیو نه داچي له کار کوښه کړئ بلکي وهل یې ورکړه، بندي یې هم کړه. زمریالی(پکتا) د ژوند تر پایه هغسي زمری، پاک، میړني او غښتلۍ پاته سوو، الله (ج) دې وبخښي.  ښاغلی غلاحضرت خان د (پکتا) په هکله داسي لیکي"با ابراز سپاس وامتنان از بزرگوارانیکه در باره زنده یاد زمریالی پکتا چندی به رشته تخریر درآورده اند اما باید اذعان نمود که شخصیت این مرد بزرک با آن اوصاف مردانه اش را نمیتوان در قالب کلمات ، جملات وسطوری چندی خلاصه کرد . مرحوم جنت مکان از اوصاف وسجایای نیک انسانی اخلاقی وبالاترین خصوصیات افغانی اصیل ، مهمان نواز غریب نواز مدافع راستین مظلومان شکسته اما سربلند ، پر غرور وبا وقار اما متواضع با عزم ،متین شجاع وازجمله بنیان گذاران جنبش روشنفکری که مبارزه را از پدر بزرگوار ومرحومش که نه تنها لقب بابا بلکه در عمل نیز حیثیت بابا را دارا بود، به ارث گرفته بود.
    طوریکه جناب اجتماعی از مرحوم جنت مکان ظاهر اجتناعی یاد آورشدند شایان تذکر است که نویسنده گرانقدر را درخصوصیات این شهید گمنام واولین تروروحمله ایکه بالای معارف واستادان در آن وقت صورت گرفت استاد نصیر احمد که عمرس در غربت آغاز ودر غربت جام شهادت نوشید را یاد آوری باید کرد.
یاد ، خاطرات وافتخارات این بزرگمردان تاریخ با سایر شهدا ورفتگان جاویداباد!!!
" زمریالی خان تر 1352ه ش د کندهار د کاروان په کوڅه کي زموږ در په دروازه همسایه ‌ؤ،په میرویس نیکه لېسه کي مي د دري ژبې ښونکی او په ګوندي ژوند کي د حوزې منشي ‌ؤ...
    د 1358ه ش کال په لمړۍ نیمایي کي د وخت والي انجینر ظریف بندي کړ...
یوه شپه په ولایتي کمېټه کي نوکري وم چي، خپله انجنېر ظریف د زمریالي خان څخه د ولایتي کمېټې د غړو په حضور کي تحقیق کاوه، د شپې د نهو بجو څخه تر یوې بجې دشپې یې واهه...
ددغه زړه دردونکي او غملړلي شپې مکمل متن مې څو کاله مخکي پير محمد باوري ته ور ولېږه، نه پوهېږم چي پخپل کتاب کې چاپ کړیدی که نه؟
زمریالی پکتا د نامیانو نامي ‌ؤ،ماته یې نامیتوب هغه وخت ثابت سو چي،د مرګ پر پوله ناست ‌ؤ خو د خلګو او وطن پخاطر یې د وخت والي ته وویل چي،ته خاین يې...
روح دې ښاد وي.
انجنېر صابر ارمان

سلسله دوام لري نور بیا

 

+++++++++++++++++++

دوهم فصل

 ( ۴۳) برخه:

لوستي غښتلي

زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛

دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي:

 

    عقل او مړانه خو د انسان پانګه ده، بیله ادم او هوا څخه بل څوک له جنت نه دئ را وتلي، نو  کله چي مي د ښوونځی لوستو غښتلو د یا دونو په لیکلو پیل کاوه باور مو وسه چي ډېر ځله مي و ژړل. ځکه د هغو ځوانیمرګ سوو غښتلو او میړنیو یاد چي مي لیکئ په رښتیا سره د خپلو هیواد والو یارانو د بیلتون غم دومره زور راباندي وکړئ  چي دهیڅ شي په خوند نه پوهېدم. داچي زموږ غښتلو څه مفکوره لرل، دا دهغوی حق وو، ژوند کول هم د دوی حق وو، هر چا چي په هر نوم له هر انسان څخه ژوند اخیستۍ وي یا یې اوس اخلي ماته ټول یو شان د نفرت وړ دي. ځکه د غښتلو په دنیا کي  انسان وژنه بې غیرتي ده. دوستان زه دلته په خپله خوښه نه یم راغلئ بلکي له خپله وطنه شړل سوئ یم. هیڅوک باید را څخه ګیله و نه کړي که مي د کوم ميړني او غښتلي نوم هیر سوئ وي، که څوک غواړي د خپل دوست یا ملګري یاد تازه  کړي عکس او لنډه پېژندنه دي  یې را واستوي، که له پورته لیکل سوو معیارونو سره جوړ وي ضرور به یې د نور سره یوځاي او نشر کړم.

    د کلک عظم او ارادې لرونکي سړي موږ د خپلي ټولني په ښوونځی لوستو کي هم ډېرلرله.  ښوونځی لوستو غښتلو د ښوونځی نالوستو غښتلو سره په جامو (کالو)، څپلیوکي تو پېر لاره، په پاکي، وطندوستي، صداقت، ملګرتیا کي کلک هغسي غښتلي وه، که په حکومت کي وه یا د حکومت دباندي هغسي پاک لاس یې لاره، رشوت یې نه خوړ، چور یې نه کاوه. په خپل کاری ژوند کي د هغو څو تنو صداقت او پاک نفسي، بیا په زندانو کي د هغوی ټنګوالۍ او غښتل توب کوم چي ما په خپلو سترګو لیدلۍ دئ  د هغوی د لنډو سوانح او عکسونو سره  ستاسو سره شرېکه وم.

 

دوهم فصل
زموږغښتلي
( ۴۴ ) برخه:

خط لرونکي "غښتلي"

غازي صاحب خان تره کی

زه به غازې صاحب خان "تره کی"   تر دې ډېر څنګه در وپیژنم پداسي حال  کي چي ټولو تاریخونو دهغه پیژند ګلوی نویشته کړې وي پدې توګه سره:

۱- د بلخ مجله یوولسمه او د ولسمه ګڼه د دلوی او حوت مياشت ۱۳۶۰ هجرې کال، هلته داسي نویشته سویدی:" څرنګه چي زموږ په ګران هیواد افغانستان کي هر هر چیرې نوميالي زړور، وطنپال د توري او قلم خاوندان شته نو د غزنې د مقر د اوبند افغان غازې صاحب خان تره کي د زیږدني ټاټوبې دی. چي د یوې خوا وکټواز پکتیا او د بلي خوا د ولاړواوبو، اب استادې و مقرته پروت دی، چي لوی د ښتي او د نګ د نګ غرونه لري.

   هلته د مير باش کورنۍ چي د غازي صاحب خان تره کي نیکه او هم پلار ميراحمد خان تره کي"میرباش"ډېر شهرت اوميړنۍ کار نامي درلودلې چي د کام "قوم"مشري يې هم لرل اود دوی پرد ستر خوان به تل کونډو، خوا رو او غریبو ډوډۍ خوړل".

  ۲ - سراج التواریخ دوهم ټوک۳۵۴صفحه کښی تردې عنوان لاندي( ذکر متحد ومتعهد شدن سردارشیرعلیخان با انګلیس)"کله چي انګریزي پوځونه کندهار ته ننوتي وه او ترشاجوی پوري را ورسیده، د هغه سیمي افغانان ور سره په جګړه سول، ډیر ود خپل تن ویني توی کړې .  

  چي په نتیجه کي صاحب خان تره کي د پنځو زروغښتلو افغانانو په ملګر تیا د خپلو تورو په زور دا نګریزانو د پوځونو په زړه ور ننوتل،ا نګریزان بیر ته د کندهار پر خواو لاړل او وه يې نسوای کولای چي غزني ته ولاړسي".

  ۳ - مير غلام محمدغبار د غازي صاحب خان تره کي ذکر په خپل اثر" افغانستان در مسیر تا ر یخ "په ۶۵۱ صفحه کي داسي کړی دئ " انګریزي قواو و د کندهارڅخه د کابل پر خوا مارش وکړئ،لاکین د لاري په اوږدو کي د یوشمېر غلجو له مقاو مت سره مخامخ سول ، څو په شاه جوی کي د پنځوزرو تره کو سره په جنګ اخته سول. په دغه مخامخ اولاس په لا س خونړۍ جګړه کي ؤ.

 چي د مجاهد ینو لوی مشر مېړنی صاحب خان تره کي د خپلو دوسوو مبارزو ملګرو سره  شهیدان سوه. پیرمحمد یو له د غو مبا رزینو چي (۱۳) ځایه زخمي وو او یولاس يې هم قطعه سوې وو.دغلجو دغه قربانې وي چي دا نګریزا نو قواؤ ته يې ملا ماتونکې ماته ورکړل،  هغوی یې مجبور کړل چي سر ټیټی بیرته د کندها ر پر لور ولاړل".

۴-ښاغلې محمد نا درایوبې کندها رې په خپل ناچاپ ا ثر "پاچها نو څه کول"  چي اوس چاپ سوی دئ  هلته  د غازي صاحب خان تره کي او پیر محمد  خان غازي بیان په ډ ېر تفصیل سره لیکل سوۍ دئ .

 ۵ -  مشهور لیکوال ښاغلئ محمد ولي زلمی صاحب  داسي لیکي :

"  صاحب خان تره کي پرافغانستان باندې د انګريز ددوهم ېرغل په وخت کې د غزني، کلات په سيمو کې د لوېو ملي مجاهد ینو څخه ګڼل کیږي. صاحب خان د ميراحمدخان زوې د ميرباش خان بدين خیل تره کي لمسی و چې د غزني د مقر په اب بند کې چې د غزني څخه څلور کروه ليرې دی زېږېدلی و. صاحب خان دپلار او نیکه څخه آزادي دوست او دانګریزي استعمار دښمن و.  دی د غزني په سیمه کې هر کله د حکومت دارا کینود مطلق لعنانۍ مانع ګرزیدلو،چنانچه شاپسند د مقر حاکم چې دهغې سیمې دخلکو دآزارولو او لڅولو ته ملاتړلې وه په مخامخ مقابله کې د صاحب خان دلاسه ووژل سو او دهمدغه جرم له اثره دی دهېواد په لوېدیزو اوشمالي سیمو کې کله په پټه او کله په ښکاره ګرځېدلو او ځان ېې دحکومت په لاس نه ورکولو.

   حکومت دده خپلوان او دوستان تر سختې څار لاندې وه نیول څو صاحب خان مجبور سو او ځان ېې حکومت ته تسلیم کړ امیر شېر عالي خان غوښته چې دی په سزاورسوي خو مشاورین ېې مانع ګرزېدل او دسیاسي نظربند په حیث ېې په کابل کې وساتلو خو ددې سره سره کله به امیر شیرعلي خپل حضور ته ورغوښت دغزني او دغزني دمربوطاتو په اداري اوولسي چارو کې به ېې پوښته.

   پر افغانستان باندې د انګرېز ددوهم ېرغل په وخت کې چې انګریزان د زیاتو لښکرو سره د جنرال ستیوارت په مشرۍ د کندهار څخه د کابل د نیولو په نیت رارهي شوي وو امیر شېرعلي خان صاحب خان تره کي خپل حضور ته ور وغوښت او ورته وه ېې وېل چې نن دې وار دی چې څرنګه د خپلو سیمو مدافعه وکړې.  یو آس،  یوه موزه او تفنګچه یې وروبخښل صاحب خان په دې صورت دغزني په خوا داس په سپرلۍ رارهي شو دی چې د اب بند و فتح کلاته راورسیدنو لیکونو او ډولونو په واسطه ېې داغوجان، جانان کلا، ګنداو، او شلان بزی، چوړی شیر، برلی، ګاومیکی، قره باغ او نورو خوا وشا سیمو خلک یې دجهاد او وطن ددفاع په عزم خبرکړل.

      دصاحبخان ېو لیک چې دافغانستان په ملي ارشیف کې دتاریخي اسنادو په څیر ساتلی شوی دی داسې رانقل کیږی:

 " علیجاه دوستی عنوان هریک دوست محمد خان ومیرجان و دلت محمدخان ومحمدخان وقاضی صاحب وعرض بیګی ومحمد صادق خان وباقی همه خورد وکلان مردم سلیمانخیل به سلامت باشید بعدها مشهود باد! مایان همه یکجا شده ایم شمایان هم مهربانی کرده وهر چند سواران وپیاده که از رخ شمایان میشود به فوری خود بر خواسته کرد.  که انګریز در قلات رسیده به تعجیل روانه نمایید که وقت غزا نیک رسیده است اګر    ادعای غزوا مسلمانی دارید به تعجیل روانه شده که خود را برسانید دراین باب تاکید دانند که خو را ضروری برسانیدوالسلام فقط مهر صاحب خان تره کی.

  د صاحب خان تره کي عکس  د خپلې اسپې سره چې رابیا نومېده او هم یې قور(زین) سره چې نوم یې باندې مرصع شوی و او اوس د کابل په موزیم  کي په دې نمره “00119”ساتله شوې ده صاحبخان بهادر.

    داندړو،  هوتکو علیخیلو او نورو قومونو دملي مبارزانو په مشرۍ په داسې حال کې چې دوه وروڼه ېې دشیرجان او بازمحمد او بل ېو ننګېالی غازي پیرمحمد خان تره کي د مخی مرتضی خان لمسی هم ورسره وو دزابل شاجوی ته راورسیدل .

 په دې وخت کې صاحبخان او ملګروېې واوریدل چي امیر شېر علي خان سلطنت پرې ایښی دی او امیر محمد یعقوبخان دانګرېزانو په بندکې لوېدلی دی.  څرنګه چې ملي مبارزه او غزا د پاچا او اول لامر داجازې پرته روانه ده نو ملي مبارزینو سمدستي صاحب خان په خپل امارت وټا کي او دانګرېزانو سره په جګړه لګیا سو.  

دغه جنګ چې وروسته په چړو،  نیزو،  سوکانو او غیږ په غیږ ورتلو ته ورسید صاحب خان چې ېو غښتلی اوماهر تورزن و ډیرغلیمان یې ترتیغ وايستل هغه وخت چې ېې غوښته ېو دښمن ته سخت ګوزار ورکړي هغه طیبه کلمه ورته وویله صاحب خان هغه پرېښود او دبل ېوه سره په جګړه اخته شو، هغه د شا له خوا حمله پروکړه او په شهادت ېې ورساو.  

ددغه جنګ دګټلو وروسته غازېانو د صاحب خان جنازه په ډېر درناوی داب بند دفتح کلاته ورسوله او هلته ېې په خپله پلرنی هدیره  کي خاورو ته وسپاره.

  ۶- سراج التواریخ دذکر متحد ومفعهد شدن سردار شیر علی خان با انګلیسهاتر عنوان لاندې د صاحبخان تره  کي ذکر داسې کوي: ". . .   څه وخت چي انګریزی قواوی کندهار ونیوی او تر شاجوی پوری را ورسیدی ،  په شاجوی  کي  افغانان  ورسره  لاس پلاس په جګړه سول ډیرو خپلي  وینی توی کړی.

  په وروسته  کي  صاحب تره  کي د میراحمد خان  تره  کي  د زوی  او یوسلو دونیوی  غښتلی افغانان دخپلو تورو سره دانګریزی قواوی په زړه ورننوتل ته تر زیاتو تلفاتو اړولو وروسته دوی هم شهیدان سول  خوانګریزانو ماته وخوړل  ویی نسوای کولای چي دغزنی لوری ته تیرسی بیرته کندهار لوری ته وتښتیدل"  دصاحب خان تره  کي دغزا او ملي شهامت په هکله دکندهار څخه تر ننګرهاره ډیر ملي او قومي روایات سته چې ځینې ېې زموږ دملي او ادبي کار نامو جز کرزېدلي دي لکه:-

سرې جامې ېې رنک کړې، برابر غزاله ځي صاحب خان

 ګل دی درېدي صاحب خان

 یادا سندره

صاحب خان وېل شېره وروره پرنګی راغی

وشاه جوی ته رانژدی شو شین لوګی راغی

په اخلاص تورې وهه داموزیګی راغی

دعقبی ګټی هلی پردیزمان راغی

۷-فیض محمد-سراج التواریخ جلد دوم صفه 254

۸-سید قاسم رشتیا- افغانستان در قرن 19 صفحه 258

۹-حضرت علامه عبدا لحق مجد دي او داکتر فضل الله مجد دی په خپل ا ثر حقیقت ا لتوا ریخ "  ا ز امير کبیر تا رهبر کبیرکي "هم د صاحب خان غا زي درهبرۍ،  جها د او دا نګریانوسره د جنګ اوغزا جریا ن په ۱۶۱صفحه کي په لږ اوډ ېر تفاوت سره لیکلی دئ.

۱۰-"په تا ج ا لتوا ریخ کي داسي راغلې د: دا نګریزا نو او افغانانود دو همې جګړې پر وخت۱۲۵۷ هجرې کا ل کي د تیرې کونکوپر ضد د پنځو زرو ۵۰۰۰ تره کو جنګیا لیو مشري صاحب خان تره کي پر غاړه لرل".

داو سنې زابل د ولا یت د شاجوئ د ولسوا لۍ مربوط داغوجا ن یا هولا ن رباط سره پر پر تي غونډي اوپر شاوخوا دا نګريزا نو سره وجنګید ل او ا نګریزی لښکرو ته يې ماته ور کړل. مګر صاحب خان غا زې په دې د قو ا ؤ او سړو د شمیرد مخي نابرابره جګړه کي د خپلو د ووسوو۲۰۰ ملګرو اوخپلوا نوسره شهید سو. هغه غونډۍ او س هم د صاحب خان غازي په نوم یا دیږي.  د کلیو پیغلې په خپلو ا تڼو کښی په لنډیو د صاحب خان غا زي یا د داسي کوي.

غا زې په لوړه غونډ ې کښیږدئ  

چي وسلام ته يې ورځي د مقرملا لی نجونې.

د غا زي صاحب خان توره:

دغا زی صاحب خان د لا س توره چي د سروزرو په لشتومطلا او جوهر يې د ورایه بریښي چي د توري شغلې پر ه پر ه کیږي.  اولا ستی يې د سپینو قیمتي هډو کوڅخه دی .د توري لا ستی يې ۱۸ په ۱۸ سا نتي  کي دی او د سپینو زرو کړی هم لري.  د تور ي د تیغ او ږد والي ۷۸ سا نتي متره، پیړوا لي اوضخامت يې ۱، ۵ یعني یو نیم سا نتې متره، د تیغ براوسور يې۸سا نتي متره دی . چي دا په ټولو تورو کي او ږده،  سوره وره او د رنه توره د ه.  د لوی چړې په څیر په زرینو کرښو سره ښکلې کړل سويده،  او هم په زرین خط داجمله پر ی لیکلې د ه:

۱۲۰۱هجرې:

 پیرو دين محمد دوستدار چار یار

این به حسن بها در شد به لطف کردګا ر.

دصاحب خان تره کي تر شهادت لږ وروسته امیر عبدالرحمن خان د انګریزانو په خوښه د افغانستان پاچا سوو. امیرعبدالرحمن خان وانګریزانوته دخدمت کولو او دولسونو سره دخیانت  کولو یوه بیلګه داو وه چي د ټولو هغو کورنیو او قومونو مشران اومخور یې و وژل کوم چي دانګریزانو په وړاندی یې دخپلی خاوری څخه دفاع کړی وه.

 د غازي صاحب په نوم ډېري سندري جوړي او محلي هنر مندانو ویلي دي، او ډېري نارې یاغاړي ویل سویدي چي تر اوسه یې ځوانان او ښځي په ښادیو او اتڼېزو محفلونو کي وایي. د مثال په توګه:

د صاحب خان ګوتی لاهوری غمی لاره د ځانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

ګوته دي یوړه انګریزوترانګلستانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

ټول افغانان به ا فتخار کړي ستا په مړانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

د مړاني نوم دي پرېښود پرجهانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

مړمه وای ته صاحب خانه

داسندره ډېره او ږده ده ما يي یوه نمونه د لته ولیکله، همدارنګه په لسهاو نوری سندري پوري جوړي د غزني څخه تر کندهاره په  پرتو سیمو کي تر اوسه هم پاته دي.

زما کورنۍ هم د وطن فروش امیرعبدالرحمن خان دخیانت ښکار سول، زما ورنیکه فقیر محمد یې زما دنورو دوستانو سره ووژل ، کورونه او مځ کي یې ضبط، ښځی اوما شومان یې پرولایاتو د دی دپاره سره وویشل چي بیا سره راټول نسی. رښتیا موږ  سره ورک سوو.

پدی تر تیب نیکه عبدالحکم می کله چي عبدالرحمن خان  ته خپل نا اهله  زوی  حبیب الله زهر ورکړل د عبدالرحمن ترمرګ وروسته  دغه نا اهله  جبیب الله پاچا سوو. نیکه می غوښتل چي له کندهار څخه یو ځل خپل اصلی ټاټوبی ته ولاړسی، هغه وخت موترونه ، لاره اوسړکونه نه وه.  د پښو لاری وی نیکه می د کندهار څخه روان سوو تر شاجوی پوری یې ځان رسولی وو په شاجو کي حکومتی خلګو را وګرځاوه کندهار ته یې راواستوی ، په کندهار  کي د امیر حبیب الله نماینده سردارعثمان خان دحکومت مشری کول هغه ته یې ور پیش کړه ،  سردار عثمان تر څه پوښتنو وروسته،  زما نیکه پدی تور او تهمت چي دپاچا د آمره دی سرغړونه کړیده. تاته اجازه نه وه چي خپل اصلی ټاټوبی ته تللۍ وای . نو یې جزا ورکړل هلته یې دونه و واهه چي مرګ ته یې نژدې کړی . نیک می دهغو وهلوڅخه یوه هفته وروسته مړ سوو.  

پدی شان پلار، اکاګان او وروڼه می  تش په نوم مجاهدو جاهلو را ووژل. اوس نو لوستلونکو ته باید دا ښکاره سوی وی چي ولی ما  خپلی  لمړۍ لیکني  ته  د "استبداد   نوم ور کړئ وو؟.

کله چي ما  خپله لیکنه پوره کړل،  نو می  د اصلاح  او کتلو دپاره  ومحترم  لوی لیکوال محمدنادر "ایوبی" کندهاری صاحب  ته وسپارل.  د"ایوبی" صاحب  محترم  زما لیکنه ډیر خوښه سوې وه خپل نظراو لارښوونی راسره شری کي کړی.  

لیکنی ته د نوم په انتیخاب کي یې دری نومه راته وویل چي اول یې همدغه "استبداد" ؤ.  زما هم دغه نوم خوښ سوو. نور نو "ایوبی" صاحب  لیکنه د ځان سره  پاکستان ته یو وړه او چاپ یې کړل. یوځل بیا ځیني مننه کوم . ژوندي اوسۍ نور بیا

 

 

 

´´´´´´´´´´´´

د خاکرېز (شاپسند) اکأ:

     شاپسند کندهارولایت اړوند د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي یوغښتلۍ او مېړنی سړی وو. تر ډېره حده پوري د کندهار ولایت په سطحه یو پېژندل سوی وتلی سړی وو، د شا پسند اکأ له غوره صفتونو څخه یو دا وو، چي د حکومت مخبر(جاسوس) نه وو، د کندهار په ولایت کي نژدې ټولو غښتلو پېژندئ او په خاکرېز ولسوالۍ کي خو د هغي ولسوالۍ ټولو خلګو په نیک نوم او غښتلي پېژندئ. زما ښه په یاد دي د ۱۳۵۷هـ ش کال دعقرب په میاشت پاکستانی (i.s.i)  ادارې وخپلو اجنټانوته وظیفه سپارل چي په کندهار ولایت کي په یوه ورځ ټولي دولتي اداري ونړوي او مامورین یې و وژني. د هر اجېر او نوکر د کار او مسئولیت ساحه یې ورته معلومه کړل، شفر داوو، چي اول به مخابرات له فعالیته اچوي. بیا به پر ټولو ولسوالیو په یوه وخت باندي حمله کېږي. سر یې چټ مال یې غنیمت، تعمیر او دفترونو ته به اور اچوي، حکومتی مامورین او عسکر به وژني، وسلې، مال اوپیسې به یې وړي

د (ای، اس، ای) د ورکړي پروګرام سره سم هر ګروپ خلګ په خوښئ خپلو خپلو ولسوالیو ته ولېږدول سول، چي هلته خپل سړي تیار کړي. هغه ګروپ خلګ چي د خاکرېز ولسوالۍ د چور او مامورینو د وژلو وظیفه یې اخیستې وه، هغوی  د مسلمانانو او ښو خدای پرستو خلګو په نوم د شا پسند اکأځای ته ورغله چي له شا پسند اکأ ورسته جلب کړي. کله چي تش په نوم افغانانو خپل مقصد له شا پسند اکأ سره شریک کړه، شا پسند اکأ سره له دې چي زده کړي یې نه لرلې اما افغاني غرور(غښتليتوب) یې دا اجازه نه ورکول، د شپې په تیاره او د حکومتي مامورینو په بې خبرۍ کي دي پرهغوی ناځوان مردانه حمله وکړي. ورغلو جاسو سو ته یې له همکاری څخه ډډه وکړه. او داشان حمله اوجکړه یې بې غیرتي و بلل.

پاته دي نه وي مولوي ذاکري په کندهار د پاکستان د ای، اس، ای نوکري له پخوا څخه کول دهغو په ګټه کار یې کاوه او د پاکستانی اداری رسمي جاسوس وو، کندهار ته د ای، اس، ای فتوا ګاني ده راوړلي. هغه وخت کندهار لس و لسوالۍ لرلې، د هري و لسوالۍ لپاره یو تنه سرګروپ ټاکل سوۍ وو، دغه لسو نفرو کندهاریانوپه یوه ګډه ناسته او فیصله کي د ای، اس، ای و اداری ته خپل ځیګرونه ډبولي وه چي موږ کولای سو، دا توانائي لرو چي په کندهار ولایت کي حکومت په یوه شپه له منځه یو سوو. د هغې غونډي له برخوالو څخه دوو تنو هر یوه (حاجی... او حاجي....) چي ما ته یې   د (ای، اس، اي) د خائینانه پلان لرلو ټوله کېسه کړېده، دواړه اوس ژوندي دي.

خبره د شا پسند اکأ پرمړانه اوغښتلتوب وه، کله چي شا پسند اکأ دلمسونکو د پا کستان i,s,i نوکروغوښتنه ونه منل، دشاه پسند اکأ له کوره نا هلي ولاړه، نور خلګ  یې دې کار ته را ولمسول، د شا پسند اکأ په بې خبري کي پر معینه شپه د خاکرېزولسوالۍ پر دفترونو حمله وکړه.

ستاسي د معلوماتو له پاره په هغو وختونو کي به د یوې و لسوالۍ په تشکیل کي(۲۰) نفره عسکر وه چي پنځه تنه به هروخت په نوبت په رخصتي کورونو ته تلل. دری تنه د ولسوال صاحب سره به وه چي د وو تنو د لسوال صاحب په دروازه کي یا پرکور په روڼ پیره کول او یوه نفربه د ولسوال د ساتني په غرض ګرځېدئ.

دوه تنه پولیس دولسوالۍ د قوماندان صاحب سره پیره وه یو به  یې د کور کار کا وه. یو نفر د کوټ احوالدار صاحب نفرخدمت به وو، دوه  تنه به د قاضي صاحب د دفتر او کور په چاورو بخت وه. له پاتو څخه یوه نفر خو د احوالداری رتبه لرل او نورو په ګډه پر نظارت خانه، خزانه او سلاح کوټ پیره کول، د یوی ولسوالی ټوله جوړه او خرابه  سلاح (۲۰) میله کربین توپک وو. پدې معنی چي یوازي به په ټوله ولسوالی کي څلور میله وسله په لاس کي وه  نوره په سلاح کوټ کي ساتلی پرته وه.

په هغه شپه چي یوې ډلي لنډغرو دولسوالۍ پردفترو نوحمله کول، د ولسوالۍ ولسوال( ښاغلئ ویس محمد) هم هلته  د خپل خوب په کوټه کي بیده وو. دا په کندهار کي اوله مسلحانه حمله وه، هیچا هیڅ  ډول تجریبه او تیاري نه لرل، د حمله کونکو شمېر معلوم نه وو، تیاره هر لوري د الله اکبر ناري او فیرونه کېدل، د ولسوالۍ له د فتر څه لېري، دوه نفره مسافرد زراعت ما مورین مجرد په یوه کوټه کي اوسېده اشرارو اول دهغو کوټې ننوتل، په خواږه خوب بیده بیچاره مامورین یې ووژل د هغوی د کوټې به څه سامان وو، هغه یې چور کړل.ولسوال ته خبر راورسېدئ چي ماموین یې ووژل، هلته له د ولسوال له خټین دفتره څخه د اورلمبي پورته سوې.

ولسوال چي له خپلو دوو نفرو ساتونکوسره له دفتره لېري په کور کي وو، طبعي وه چي د اشرارو له حاله بې خبره وو، دولسوالۍ قوماندان چي مخکنی پولیس وو، له اشرارو سره لاره لرل. ولسوال چي یوازنی ګوندي غړئ وو، ورته ګرانه په دوو نفرو او شل دېرشوو کاتوسو و جنګېږي. بیا هم د ولسوالۍ قوماندان او اشرار دونه ډارن وه، چي د ولسوال د خوب پر کوټه نه ورتلل، هغه د بل ولایت، نه ګوندیان، بې وسلې دوتنه یې شهیدان کړل.

ولسوال د خاکرېز شا پسند اکأ ته احوال ورکړه، شا پسند اکأ چي مېړني، غښتلئ ځوان وو، و ولسوال ته ځان را ورساوه، ولسوال او دهغه دوساتونکي یې د اشرارو له منځ خپل کورته بو تلل، هیڅ اشرار و نسوای کولای چي د شا پسند اکأ په مخالفت کي و درېږي. دولت بله ورځ غرمه له دې جریان څخه خبر سوو، دولسوالۍ دفاع ته یې دېرش تنه له یو زهري پوش سره ولېږل، ماښام ته ولسوالۍ ته قوه بیله خطره ورسېده اشرار و تښتیده. یوازي دوتنه هغه بې وسه او بې کسه مظلوم شهیدان پراته وه، نور څوک نه وه.

ورغلو قواوو ډېر تلاښ وکړه چي ولسوال او قوماندان پیداکړي، ویې نسوای کولای، شهیدان یې د ولایت مرکز ته را واستل د خپل ګذارش سره. تر پېښي درې ورځي وروسته شا پسند اکأ له ولسوال او دهغه له دو ساتنکو سره مرکز ته راغلل. ما په دغه ورځ شا پسند اکأ له نژدې ولیده. نوربیا

 

++++++

خدای بخښلی محمد اسمعیل:

 

    الله (ج) بخښلۍ په کندهار ولایت کي ارغنداب ولسوالي هم د هیواد دنورو سیمو په شان د میړنیو په لرلو او لویه ولو کي کمه ونډه  نه لرل.محمداسمعیل خان هم د کندهار ولایت  د ارغنداب ولسوالی په خاوره کي خاپوړي کړي دي او هلته را غټ سوۍ وو.د هیواد د ډېرو نور غښتلو په شان غریب ځوان وو، خدای ښه ځواني ورکړې وه، څه چي یې د دولاسونو په خواري او مزدوري لاسته ورتلل، هغه یې له ځوانانو سره خوړل، چاته یې لاس نه نیوئ. په ټولنه کي له مروجو بدیو څخه خلاص اخلاصمند ځوان وو. څو یو پښه یې قطعه سول تر هغه وروسته خلګو (ګوډ) محمداسمعیل باله.

  هو؛ محمد اسمعیل په کندهار او کابل ولایت کي د سربازمحمد اسمعیل یا وطن پرست محمد اسمعیل  په نوم هم پېژندئ، محمد اسمعیل د خپل سین په ځوانانو کي میړني، غښتلۍ ځوان وو.څه وخت چي د محمد اسمعیل په مرمیو سوری سوری او یوه پښه یې پرې سول خلګو د محمد اسمعیل پر ښه ځوانۍ، مړانه، ټینګوالي او د وطن پرستۍ د وظیفې پروخت دده پاکي ولیده. د نوموړي دپښې دپرېکړي کیسه داسي وه:  محمد اسمعیل  د حکومت په تغیر سره په خپله ولسوالۍ د وطن څخه د دفاع په لاره و درېدئ، سلاح یې واخیستل او سرباز سوو، یوه شپه محمد اسمعیل دخپلو درو تنو ملګروسره د پاکستان د(i,si) له لوري تمویل کیدونکو، لمسوونکو افغان توپکوالو چي دوی مجاهدین بلل د هغو په  یوه کمین کي راګیرسوو، د تويکوالوشمیرترشلو تنو ډېره وو. هغوی ته خبررسېدلۍ وه، یا خبر ورکړه سوئ وو چي نن شپه محمد اسمعیل د ملګرو سره پردغه لاره را تېریږي، نو هغه وو چي د مړاني او غښتلتوب له اصلو خلاف توپکوالو جنګیالیو  لا د مخه د کوڅې دوه اړخونه یا دیوالونه سوري سوري اودخپلوتوپکو خولې یې تراستلي وي د محمد اسمعیل او ملګرو وژني ته یې انتظار لاره، د محمد اسمعیل او ملګرو  درا تېرېدو اود هغوی په نه خبر تیا کي په ناځوانمردانه ډول پر هغوی مرګوني حمله وکړه.

     نوټ : دا روښانه خبره ده چي محمد اسمعیل د وخت له حکومت سره وطنپرست( سرباز) وو، او ورته لاره نیونکي د دولت مخالف وسلوال  وه چي ځانونه یې مجاهدین بلل هغه وه. زما په لیکنه کي پر دې خبره بحث نسته چي کوم لورۍ (حکومت یا مخالف) ښه یا بد وه. ځکه د هغوی د ښه او بد په باب افغانانو څه چي جهانیانو هم ډېر کتابونه لیکلي او( یوټوب) کي مستند فلمونه سته، ټول جهان پردې خبره اعراف کوي چي دا جنګ پردو جوړ کړي او د پردو له کټو لپاره افغانان جنګیده. سبا یا نوی نسل به طبعي تر اوسني نسل هوښیاروي هغوی به ښه او بد سر بیل کړي. زما د لیکني ټول زور پر دې دئ چي چا د غښتلوب او مړاني اصول مراعت کول او چانه دغه اصول پایمالول؟.

 د شپې په تیاره کي کله چي محمد اسمعیل اوملګري یې د ورته پټو توپکوالومنځ ته رارسېږي، هغوی د توپکو خولې پر راخلاصوي مرمۍ پر اوروي، د غښتلو په قانون کي د اریف یا مخالف په بې خبري کي پرچا پټه حمل بې غیرتي ده اوانسان وژنه  خو سپيتانه ده.

     د محمداسمعیل درې انډیوالان هلته ځان پر ځاي شهیدان کېږي، محمد اسمعیل تر لس ځایه ډېر زخمي کېږي، یوه پښه یې داسي زخمي کېږي چي هډ اوغړئ یې له منځه ځي.مګر محمد اسمعیل په دغه زخمي حالت کي د ځان په دفاع کي خپلې جګړې ته زور ور کوي، خپلې مرمي یې یې لا خلاصيږي په څکیدلو څکیدلود خپلو درو شهیدو ملګرو سلاحوي را اخلي، بیا جګړې ته زور ورکوي د خپلو وژل سوو درو ملګرو کلاشنکوفونه په خپله غاړه کي اچوي، په څکیدوځان د اوبو تر ویالې رسوي، هلته خپل ماته پښه په خپله لنګوټه تړي هغه هم په خپله غاړه کي اچوي او د توپکوالو سره جګړي ته مخه وراړوي.

      د شپې د توپکو د ډزونو ږغونه د ولسوالۍ  په مرکز کي واورېدل سول، تر څو چي له ولسوالۍ څخه د محمد اسمعیل په ملاتړ نور سر بازان ورسېږي محمد اسمعیل په مړانه  ځان، خپل شهیدان او د هغو سلاحوي ساتي، توپکوال تښته کوي.غښتلی هیڅ کله د جنګ له میدانه تیښته نه کوي.

    سره له هغه  محمد اسمعیل پدې غلچکي تحمیل سوې جګړه کي خپله یوه پښه له لاسه ورکړه، مګر مړانه یې د لاسه ورنه کړل. د یوه  میړنی غښتلي انسان په حیث یې تل خپلي خوارئ کښلې، چاته  یې د خواست لاس و نه نیوی، اولادونه یې دوطن پرستۍ په ښه ورحیه  او تر دې مهمه یې لاداچي په پاک او حلاله نفقه  وروزل، ښوونځی یې په ولوستلې، په دغه یوه پښه باندي هره خواري کښل دهر دوست او وطندار په غم او ښادي کي ولاړ وه. د ټولو بدیو څخه خلاص، زړه ور، سخی، میلمه پاله، پاک نفس، ټینګ او غښتلي انسان وو. خبر سوم چي څوکاله مخکي وفات سوی دئ. الله (ج )دي یې جنتونه په صیب کړي.

استاد  زمری نوروزداسي راته لیکي:

محمد اسماعیل کاکو دي الله ج وبخښي ـ
یو څو دا اوسنۍ خبرې زما یاد دي دا چي مرحوم په قبله یا په قوم یو کندهاری غلجی وو، نو د کندهار د ټولو میشتو قومونو د غښتلو سره یې ښې تودې اړیکي لرلې چه ښه مثال يې د کندهار د مخور غښتلي حشمت خلیل کرزي، د ارغنداب د معلم پیر محمد خان، د بولدک قاسم پهلوان، د خاکریز، د حاجی وړوکي اکا ، د شاولی کوټ داود خان، همداسي نورو نامتو غښتلو سره چي ما سم نه پیژندل ناسته ولاړه درلو دل، مرحوم دي خدای وبخښي چي د کندهار زیات او په لوړه انداره غښتلي خلګ ده وهڅول چي د هیواد په انتخاباتو کي د شهید حشمت خلیل په ګټه کمپاینونه وکړي چي د اټکل له روحیه وایم چي دده درنه او سقیله ونډه ول چي په کندهار کي د اشرف غني ملاتړ زیات وو، په کومه ورځ چي د نوموړې مرګ ته څو ورځي پاته ولې سخت مریض وو په همدا ناروغۍ کښې د خپل کور او محل سلګوني میر مني او نارینه مختلفو د رايو مرکزونو ته رهبري کول او دی پر بستر پروت خپله راوتلي وو چي خپله رایه او د درو ورځو تازه واده کړې مږور يې د کور د نورو غړو سره د رایو مرکز ته راوستل او خپله رایه یې د حشمت خلیل کرزي او محمد اشرف غنی په ګټه وکارول ـ
د دې په څنګ کي خورا میلمه دوسته او زړه سوانده انسان وو چي د خپل محل او ناحیې خلګ دده په اجتماعي خدمتونو ویاړي ـ

نوربیا

 

 

 

 

بعدی

 

 

 


بالا
 
بازگشت