عبدالقیوم

 

زموږغښتلي 

دوهم فصل
لوستي غښتي

زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛
دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي

 (69)برخه:


سید نورمحمد شاه مشهور په (مرچ آغا)

احمد شاه وردک  د ارواښاد حاجي اغا له قوله خپله لیګنه  غزوي  سید نور احمد شاه چي په (مرچ اغا) سره مشهور وو؛ د سید میراحمدشاه زوی، د سید محمد عظیم لمسی او د سید رسول کړوسی وو، بولي او لیکلي چي د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کي یې زوکړه سوېده.

 نه پوهیږم چي حاجي اغا څوک؟چي ښاغلي احمد شاه وردک ته یې دغه معلومات ور کړیدي؟  خو که یې لیکنه ټوله و لوستل شي داسي معلومیږي چي مطلب یې خپله همدغه مرچ اغا وي. خدای وکړي چي همداسي وي که همداسي وي بیا یې معلومات د قیق دي. بل داسي روایتونه سته چي نیکونه یې د لوی احمدشاه بابا په وختونو کي له پښین څخه کندهار ته راغلي وي. په بل ځای بیا لیکل سوۍ چي  لمړۍ ځل د ارغنداب ولسوالی په  ناګهان کلي کي اوسېدلي  او د مرچ اغا زوکړه دي هم هلته سوې وي. حتی د مرچ اغا د پلار نوم ملک سلطان اغا لیکل سوی دئ. په هر صورت هیله لرم دوستان د خدای بخښلي مرچ اغا د کورنۍ، پیدایښت او کراماتو په باب د قیق معلومات له خلګو سره شریک کړي. داسي ویل کیږي چي سید میر احمدشا اغا همدغه یو زوی سید نور احمد شاه  (مرچ اغا) لاره. مرچ اغا لا زلمی سوی نه وو چي پلار یې وفات سوو، د پلار تر مرګ وروسته د کندهار ښارته نژدې د قصر نارنج یا د کندهار د زاړه ښار د خندق پر شمالي څنډه باندي کور جوړ او هلته اوسېدئ، زه یوځل د مرچ اغا دغه کورته ورغلۍ یم.

 له مرچ اغا څخه اته زامن هر یو: ۱ - سید مسلم، ۲ – سید ځوان، ۳ – سید تور، ۴- سید ګران، ۵ – سید سید ګلاب شاه، ۶ – سید تاجدار، ۷ – سید ابرهیم، ۸ – سید شیرشاه  پاته دي.

 مرچ اغا زیات او کم پنځوس کاله ژوند د خلګو سره په ناسته و لاړه او بانډارونو تیر کړ، ډېر وختونه به یې په خپل لاس راغلو یارانو ته خواړه (ډوډۍ) پخول په میلمه پالنه کي به ستړۍ وو. د خلګو تر منځ له هر ډول ظلم، زور زیاتي  سره مخالف وو، تر خپله وسه یې کوښښ کاوه خلګ او کورنۍ په دوستي کي ژوند سره وکړي. د نورو غښتلو په شان پر هیواد باندي د راغلو اشغالګرو مخالف شخص وو، خپل یاران او علامندان یې یې د اشغالګرو په وړاندي مبارزي ته تشویق کول، خو تر خپل منځي جګړو سر سخت مخالف وو.

  زه نه پوهیږم چي سید نور احمد شاه اغا د کومي طریقې پیرو وو. ایا د مرچ اغا دغه طریقه  چي ده پرمخ وړه له پلاره ورته په میراث پاته وه او که دی د خپلې کورنۍ لمړی کس وو چي میدان ته را ووت؟ بیله شکه چي  سید نور محمد شا (مرچ اغا) یو له غښتلو څخه وو، د مرچ اغا ټولي کړني، میلمه پال ، مجلسي، سوله دوست شخصیت ، د ډېر وخت له پار به پر خپل کور نه پاتیده، چي د افغانستان بیلو بیلو ولایاتو ته یې د یوې ډلي یارانو سره سفرونه کول، دا د غښتلو د ژوند طریقه وه. د مرچ اغا د ناستي په ځای کي مخالیفینو هم خپل مخالفتونه حیرول او په ښه نیت یې ناسته پاسته کول. تر ډېره حده په جرسو روږ خلګ د مرچ اغا په در بار کي ډېر لیدل کیده. مرچ اغا د عامو خلګو، تربرنو او قوموتر منځ د بدو پېښو د رامنځته کیدو پر وخت د هغوی په منځ کي د سولي او روغي جوړي سمبول وو. د جوړو او سولي  په کار کي یې  ځان نه  تر شاته کاوه، ولسونو هم د مرچ اغا پریکړي  منلو  ته تیار وه که د یوطرف په زیان به هم وه. مرچ اغا په خپل غښتلتوب او نیکو اخلاقو د ولس زړونه خپل کړي وه. مرچ اغا دغه صفات لرل لکه څنکه چي (حبو اخوند زاده ) واي:

ته په زهد کي درې څېزه      شرط و شماره اې عزیزه

اول فصل د دنـــــــــــــیا       ته له ځانه کړه جـــــدا

د حاجت  تر حده زیات         که وي واړه کړه خیرات

دوهم داچی د د فضول         په طلب مه شه مشغول

دریم داچي فارغ زړه شه       ودنیا ته هوس مه کړه.

 دولت وایي:

 معرفت به بې اخلاصه حاصل نه کا

که په ډېر نماز لغړ کا رنګنونه

 رحمان بابا وايي:

عبادت دریا کار څه په کار دئ

لکه خوک هسي په بحر کي مردارشي

د ریا خرقه خدای مه کړه ور په غاړه

 رحمان کوږ د ستار تړلی قلندر دئ.

 نو خدای بخښلی  سید نور احمدشا ( مرچ اغا) همداسي د خپل وخت نوم وتی او بې ریا مسلمان، زاهد ، غښتلی او میړنی وو. الله (ج) دي یې و بخښي.

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 (68) برخه

 شهید استاد ذکریا

  شهید استاد ذکریا؛ د خدای بخښلي شامحمود حصین صاحب له پاڼي (استقلال) څخه. په لمریز هجري ۱۳۲۸کال کې د کنړ ولایت د مزار درې د باړیزیو د قريي په اپریدو کلا کې زیږیدلی دی. د هغه پلار حاجي محمد رحیم او نیکه يي محمد عظیم نومیدل.دشهید استاد ذکریا پلارلږ ځمکی بزګر، خو د کلي یو وتلی مشر و.دشهید استاد ذکریا د کورنیۍ تیر مشران ټول دیني پوهان او روحانیون تیر شویدي.دشهید استاد ‌ذکریا پلار په ځوانۍ کې ددیورند له کرښې ورتیردانګریزي ښکیلاکګرو پر خلاف وسله واله مبارزه کې برخه درلوده.دنوموړي د کورنۍ له تیرو مشرانو څخه ډیرې زیاتې خطي نسخې او دلوړارزښت کتابونه پاتې وو. له بده مرغه دغه لویه  دتاریخي ارززښت درلودونکې پانګه دلمریز هجري ۱۳۵۷ کال دثور له ملي پاڅون څخه  څه موده وروسته دعلم او فرهنګ دښمنانو لوټ او وسوځوله.دنوموړي کال په مني کې چې د شهید ذکریا کورنۍ دې ته اړ شوه چې د کنړ له مزار درې څخه جلا آباد ته را شي په مزار دره کې ېې کور د پاکستان روزلو یاغیانو له خوا داور په لمبو کې وسوځید .په دغه وحشیانه کړنه کې د کور ډیر څه یا لوټ او یاهم داور خوراک شول.لوټمارویاغیانو په دې هم بسنه ونه کړه بلکې د کلې څاروي يي هم وتښتول.په دې توګه د شهید ذکریا کورنۍ ته دژوند هیڅ هم ورپاتې نه شول.

شهید ذکریا څلور ورونه درلودل چې څلور واړو ېې د هیواد په کچه لوړې زده کړې درلودلې.دښهید ذکریا یو ورور د کندهار دقول اردو دانجینرۍ آمر و د هغه نوم نظام الدین و او د جنرالۍ د رتبې ۲۵ سلنه امتیاز ېې تر لاسه کړی و خو جنرال نه شو اوپه خپله ډګروالي رتبه کې پاتې شو. نوموړی په ۱۳۶۲ کال کې د غزني د مقر په سیمه کې د چورلکې درالویدو په پیښه کې دقول اردو له یو شمیر نورولویانو سره چې شمیر ېې اوو تنو ته رسیده په شهادت ورسید.دشهید ‌ذکریا بل وروردوخت په څارندویانو کې دسمونیار (ډګرمنۍ)رتبې ته ور رسیدلی و خو په خپله خوښه ېې په کال ۱۳۶۰ کې تقاعد واخیست او مزار درې خپل پلرني ټاټوبي ته وروګرځید. هلته د نوموړې درې خلکودیو غیر گوندي شخص په توګه چې له هیڅ تنظیمي ډلې سره هم نه و تړلی د ه ته د کلي د مشرۍ پګړۍ وروتړله.هغه په خپلو خلکو کې دلوی اعتبار او درنښت څښتن شو او دا هغه څه وو چې دتنظیمي جهالت نښوېې دځغم توان نه درلود او له همدې کبله ېې په لمریز هجري ۱۳۶۵ کال کې د هغه ژوند په یوه غلچکي تروریستي برید کې ورنه واخیست او په دې توګه د شهید ‌استاد ذکریا دویم مشر ورور هم د شهادت جام په سرکړ.تر همدې پيښې وروسته د شهید استاد ‌ذکریا پلار هم د پرله پسې درنوملا ماتوونکوغمونو له لاسه دژوند هیلې له لاسه ورکړې او په مغزي سکته ېې له دې خونړۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

شهید استاد ذ‌کر یا خپلې لومړنۍ زده کړې د کنړونو د ولایت د مزار درې په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې.په ۱۳۴۲ کې له هغه ښونځي څخه فارغ شو. په ۱۳۴۹ کې ېې دننګرهار له لیسې څخه فراغت تر لاسه او په ۱۳۵۰ کې د کابل پوهنتون دادبیاتو د پوهنځي  محصل شو. له دغه پوهنځي څخه له فارغید وروسته د ګردیز دښونکو دعالي موسسې استاد شو.په ۱۳۵۵ کې د پوهنې وزارت دروزنیز پروګرام له مخې د کابل دسید جمال الدین د ښونکو په عالي موسسه کې د نورو زدکړو لپاره ومنل شو. شهید ‌ذکریا د همدې دوري په زده کړو کې له لیسانس نه پورته تحصیلي سند تر لاسه کړ. شهید استاد ‌ذکریا په ۱۳۵۶ کال په کابل پوهنتون کې داستاد په توګه ومنل شو او د پښتو ژبې دادبیاتو تر څنګ ېې په خپله هم په زده کړوبوخت شو .

شهید استاد ذ ‌کریا د۱۳۵۷ کال دثور د میاشتې له ملي پاڅون وروسته  کابل پوهنتون ته نږدې په څلورمه گوندي ناحیه کې د ناحیی غړی شو.شهید استاد ‌‌ذکریا په ۱۳۴۶ کال کې هغه وخت چې د ننګرهار دلیسې زده کوونکی و، د افغانستان د خلکو ددمو کراتیک گوند غړی شو. شهید ‌استاد ذ‌کریا د۱۳۵۸ کال د تلې د میاشتې په ۲۲ نیټه د شپې له خوا په خیر خانه مینه کې ‍‍له خپل کور څخه د امین د کام ډلې له خوا ونیول شواو ددې وخت ورنکړل شو چې خپلې د کور جامې او د پښو چپلکې بدلې کړي . دامین د کام ډله او دګوندي ناحیی غړي د شهید استاد ذ‌کریا په کور د شپې په دولسو بجو یرغل وروړي او نیول کیږي.سبا دورځې له خوا د شهید استاد ‌ذکریا وروراستاد سراج الدین چې اوس په کابل پوهنتون کې استاد دی او هغه وخت د کابل ښاروالي کارمند ودکار له دفتر څخه جیل ته لیږدول کیږي ،استاد سراج الدین د۱۳۵۸ کال د مرغومي له ښپږمې مخکې له بنده خوشي کیږي خو شهید‌ ذکریا د۱۳۵۸ کال دلیندۍ د میاشتې په یولسمه نیټه دڅرخي پله له جیل څخه له خپلو ورسره ملګرو سره پولیګون ته وړل کیږي او په وطنپالوانسانیت غوښتونکو آرمانونو يي تورې خاورې ور اړوي. شهید استاد ذکریا د شهادت په وخت کې دوه ماشومان درلودل چې یو ېې دڅو میاشتواو بل ېې څه د پاسه دوه کلن و.شهید استاد ذکریا ترنیول کیدو مخکې د ماسترۍ دوره بښپړه کړې وه او خپل دیپلوم ته سترګې په لاره وچې دا آرمان ېې هم خاورته یوړ. د هغه ځلمي شهید روح دې ښاد او دآرمانونو ډیوه دې تل روښانه وي

 

´´´´´´´´´´´´´´


67)) برخه
 

ساګزی د حاجي محمدانور زوی وو. د کندهار ولایت د پنجواي ولسوالی اوسیدونکی وو، پلار مي د ده له پلاره سره اشناي وه. زه او ساکزی سره همزولي  یا دي تر ما یو کال مشر وو، کله چي خبره له ماشوم توبه را ووتل نو زه او ساګزی سره اشنایان او ملګري سوو. ناسته ولاړه، مجلسونه او ګرزیده مو سره یو ځای وه. یوازي فرق مو داو چي زه ښوونځی ته تلم او حاجي محمد انور کاکو خپل دوه زامن ساګزی او وزیر ښوونځی ته نه ورکول. بیا هم زما او ساګزي ملګرتیا غم او ښادي یوه وه، د شپې مجلسونه، په کلی او شاو خواکي کلیو کي چي به په ښادیو کي کوم شوقونه( د موسیقۍ، ساز اواز) محفلونه جوړیدل زما او ده تلل یو ځای وه.

 کلونه مو ښه سره تیر کړه، زه له کلي څخه کندهار ښارته د زده کړو له پاره راغلم په دارالمعمین کي شامل سوم، ساګزی هلته په کلي کي پاته وو. بیا هم د دوبي په درې میاشتنیو رخصتیو کي مو په هغه شان مینه سره پالل، دواړه د غریبو کورنیو څخه وو، نور یوازي پر کور د ماشوتوب په شان ګذارنه نه کیده، په دوبي به مو د بل مزدوری کولي، ځانته به مو د جیب خوڅونه برابرول.

 له یوې خوا زه په ښار او ښوونځي کي د بیلو ولسوالیو او ولایاتو څخه د زده کړو لپاره  د راغلو شاګردانو سره بخت سوم، په زده باندي مصرف سوم پر اړخ د ښوونځی د سبق  په سیاسي او ګوندي فعالیتونو کي مي ډیر وخت تېریدئ. کله چي به کلي ته تلم نو دساکزي اړیکي  د یو شمیر نورو ځوانانو سره پراخي سوي وې، او د ژوند په خواریو به هم مصرف او پر کور به نه وو. بیا به د ده له کشر ورو څخه پوښتنه کول چي ساکزی چیري دئ؟ وزیر ته به یې د کار ځای معلوم وو، کله به یې د ساکزی د کار کولو پته راکړه او کله به دي هم را سره ولاړی، ښه مي یادي یو ځل یې را ته وویل د پاشمول کلي په پای کي د پشتکیانو سره کار کوي، دواړه روان سوو، تر درې ساعته پیاده منزل کولو وروسته هغه د انګور باغ ته ورغلو چي ساګزی هلته د پشته کیانو  سره په سره ګرمي کي کار کاوه، یوازي یې د یوه روغبړ وخت لاره، زما یې هم لیدل مطلب وه.  داوخت زه په یو لسم ټولګي کي شاګرد وم او ساکزی هم شل کلن ښایسته ځوان وو.

 بیا هم په اخترونو، د اخترونو په میلو، جشن او د جنش میلې ته مو راتلل اوسیدل، ګرځیدل را ګرځیدل یو ځای وه. په بل دوبي چي کلي ته په دري میاشنی روخصتي راغلم، ساګزي له نورو ځوانانو سره دوستي پراخه کړې وه، لکه د محمد اکبر، عبیدالله، محمد اونور، عبدالباقي، مولاداد، جمعه ګل او نظرجان سره یې ناستي پاستي ډېري سوي وې. ځکه یوشپه چي سره ولاړو د محمد اکبر خان کوټي ته چي په ژمي کي ددوی د شپې لخوا بانډار ځای وو، هلته مي ولیده چي کلیوال ځانان د چرسو په څکولو روږد سوي وه، او لوی چلم ته ورولاړیده یو د بل له قصده یې ښه په خرپ چرس څکول.

 په اوله شپه خو مي څه ونه ویل، په دې چي څوک را خفه نه سي، ساکزي ته مي  په ټینګه وویل چي چرس څکونه بس کړه، اوس مننه ځیني کوم چي زما خبره یې ومنل، پدي شان په کراره  ټولو چرس څکونه پرې ښول. ما ته د زدکړو پر وخت مشکلات پروخت مشکلات جوړ سول او ساکزي ته په کلي  زه بندي سوم، ساکزي بندي سوو البته په بیلو بیلو اتهاماتو. خبره را لنډوم، په افغانستان کي نوي تحولات راغله دادی شورویانو د افغانانو پر خاوره نظامي تیری وکړه. په دې وخت کي د هیواد په هره برخه کي پر وطن، ازادي او خلګو مین انسانان تر سخت فشار لاندي وه، هیڅوک سم نه پوهیده چي څه وکړي؟

 خبره زما او زما د انډیوال ساګزي ده، ما له یوې خوا د افغانستان د خلق ددمکراتیک ګوندي غړي متحد کول او متحد ساتل او تر ګوند دباندی مي د خپلو اشنایانو سره تماسونه و نیول چي څه باید وکړو؟ په دې جمله کي مي د یو شمیر مشرانو غښتلو، همزولو غښتلو سره ناستي کولي، څو په شریکه د ځانونو ساتنه وکړو. ځکه زموږ څخه د هیواد د ساتني چانس اخیستل سوئ وو. هغه کار په کستان، امریکا، انګیستان، ایران او عربي شیخانو  ټیکداري وه چي هلته د روشنفکرو له پاره د کار او فعالیت څه چي د ژوند کولو چانس هم نه وو.

 د لته په هیواد کي روس او د هغوی نوکر صفتو جاسوسو ګوندیانو دازاد خیالو روڼ اندو ګوندیانو سره خصمانه چلندونه، ترور، بندي کوني را شروع کړي وي. د ګوندي ملګرو یوه لویه ناسته مي جوړه کړه د زون په سطحه مو  یوه مسئوله رهبري کمیټه په د مکراتیک شکل جوړه کړه. وروسته مي غوښتل د ولسي غښتلو یوه کمیټه جوړه کړم. پدې لیست کي د ډېرو یارانو سره  ساکزي هم شامل وو، لیدنه مو  سره وکړه د هر ډول همکاری وعده یې راکړه. ډېر ژر دوخت استخباراتي  اداره خبره سوه او  زما د وژلو تصمیم یې ونیوی. د دې پلان  مخته وړونکی  او عملي کونکی ښاغلي عبدالمجید سربلند  وو، هغه وو چي د سر بلند لخوا ګمارلي ګروپ  را باندي  تروریستي حمله وکړه ، ویشتم، زخمي کړم، ما له ځانه دفاع وکړه، مقاومت مي وکړه ترورستان مي ټول د خادرئیس په شمول اته نفره وه  ونیول دا وو  د کارمل عدالت .زه بندی سوم.

 ساکزی او نور ټول ملګري مي یوازي پاته سول، له مجبوری څخه یې  د دولت مخالیفو ته پنا یو وړه.  ساکزی  د یونس خالص په تنظیم کي لاره و موندل، بد بختانه ډېر ژر په کمین کي و لویدئ او هلته ووژل سوو. الله (ج) دي یې وبخښي.

.

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 

(66)برخه
 زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛
دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي ديم

کله نا کله یو شمیر دوستان  ماته په قهر سي، را ته وواي یا ولیکي ته دا د غښتلو (پایلوچو) له پېژندلو او لیکلو څه غواړي؟  ښه داده چي  نوی نسل ته  د عمل، زده کړو، ساینس او تیکنالوژۍ  خبري و لیکې، یو یو خو لادا راته وواي چي دا پلانی کس په دې  نه ارزي چي  ته لیکنه پر وکړې. زه دا یوه خبره  کوم، هر څوک باید یو څه ولیکي، هغه څه ولیکي چي په پوهېږي. دا هر څه زموږ دتاریخ  یوه برخه څه کوې بلکي  دغه مو تاریخ دئ.  موږ باید خپله او سنۍ دنده له تیر تاریخ  او تاریخي پیښو څخه را وباسو. اول د پایلوچ  د نوم پرځای په لیکنو او خبرو کي د غښتلي  کلمه  استعمال کړو. زموږ د پس پاتوالي یو لامل دادئ چي په خپل تاریخ نه یو خبره.  تاریخ مو سم لیکل سوی هم نه دئ. تاریخ مړونه (غښتلي) جوړوي او پر غښتلو ولاړ دئ. دوستانو مه بې حوصله کیږی او مه خفه کې کیږی. د هر کس په باب چي معلومات درست نه درته ښکاره کیده راته ولیکۍ تیرو تني ته مي متوجې کی.

ښاغلی جنرال محمد حکیم (انګار)  د ښوونکي محمد رحیم خان زوی دئ.  پلار یې  د درانه شخصیت څښتن  ښوونکی وو، خپل ټول او لادونه  یې ښوونځی پر وره و روزل،  د وطن د ازادۍ او ترقۍ سره یې سخته مینه لرل، په خفګان سره  دزموږ په هیواد کي  د علم  دښمنان، د پاکستان جاسوسان ډېر وه، دغو وطني خائینو د ای،اس،ای  د خوښی له پاره  ښوونکي محمد رحیم خان  په یو داسي  دوسه طریقه د دوی  خاصه ( د ماین ) ښخه ونه  سره  شهید کړه  روح دې ښاد پر وژنکو او د هغوی پر لارښونکو دي تل د خدای لعنت وي.  دایوه خبره لڅ  لیکم  د انسان وژنه یوازي د بې غیرته انسان خاصه ده، بیا په ترور، بې خبري، دسیسه( مین ښخونه اوبله طریقه ) سره وژنه د غښتلو په  قانون کي شنه دوسي بلل کیږي. همدا شان  د تسلم سوي، اسیر سوي وژنه هم.

ښاغلي محمد حکیم انګار تر نظامي زده کړو وروسته  په هیواد کي د یوه زړور او وطن پرست افسر په توګه بیلا بیلي دندي په مړانه، غښتلوالي او له خپل ولس سره په ښو اړیکو لرلوسره  سرته رسولي دي. د نظام او پوځ تر ړنکیدو وروسته و خپلو اولادو نو ته د نفقي پیدا کیدو په خاطر یې  په خپل کلي کي د پلار څخه ورپاته مځکه او باغ باندي کار کاوه، دا چي ماشا الله دوی پنځه وروڼه وه، مځکي او باغ دونه عاید نه لاره چي د دوی ټولي کورنۍ ته خرڅ برابرکړي، نو محمد حکیم انګار سوداګري شروع کړه، اموال یې له کندهاره کابل ته را رسول او خرڅول.

 زما چي د انګار دپلار  سره  تل دوستانه او د ملګر توب اړیکي لرلي نور کله چي به انګار صاحب کابل ته راغلی کور یې اباد زما پوښته یې همیشه کوله، حتی زما مشر زوی او ښاغلي انګار صاحب په شریکه  اموال رانیول او خرڅول، کله چي امریکا پر افغانستان باندي یر غل وکړه، د مخکني فوځ هغه شمیر افسران چي په هیواد کښي یې ستړي او سرګردانه ژوند لاره هغوی و خپلو بچو ته د یوې کولي ډوډۍ پیدا کولو، خپل مسلک  او وطن سره د میني په خاطر پردو کښېنولي حکومت ته د وظیفي اخستلو په نیت مراجعه وکړه.  ځکه دښمنانو زموږ پر ولس په خاصه ښوونځی لوستو روڼ اندو باندي د ژوند کولو او ژوندي پاته کیدو ساحه داسي را تنګه کړي وه چي بیله توپک اخیستلو ورته ژوند ګران او سرګردان وو.ښاغلي محمد حکیم انګار هم دغه لاره ووهل، بیرته افسر او د فوځي درېشي یې په تن کړه.

 په وظیفه کي یې خپله پاکي او مړانه ثابته ساتل، کله پر کار او ډير ځکه بیکاره به وو،  د فرا قوماندان، د هلمند قوماندان په کابل کي د یوه زون قومانداني  یې کړي او نوري ډېري و ظیفې یې لرلې. چي د غلو او رشوت خورو سره یې د جوال خوله نه نیول. نو چي له وظیفي به لیري سوو، د خپل ولس په منځ به بیله کوم باډي ګارډ او محافظه ازاد په ښار او ولایاتو کي تګ را تګ کاوه. د ولسونو سره به د غم او ښادی ملګري وو، درې درې نیم کاله مخکي زه افغانستان ته تللۍ ووم انګار صاحب مي ډېر لیدی، وروڼه یې ماته راغلل غوښتنه یې را څخه وکړه " معلم انګار ستا خبره  مني ته ورته ووایه چي په ښار کي پر پښو یوازي و نه ګرځي، خدای مکړه کوم څه ور پېښه نه سي، زموږ وروڼو او دوستانو خبره نه مني  له علاوالدین څخه تر خوشحال میني او بیا بیرته تر کوره پیاده یوازي ځي او راځي." رښتیا هم داسي یې کول، پر خلګو ګران وو.

اوس خبر سوی یم چي د  ......   په لار  ښوږنه د  میلمستیا پر وخت په خوړو کي کوم زهري مواد ورکړه سوي دي، الله دې نه خوږوي، د شمنان دې شرمیدنه وي، له ښاغلي انګار صاحب له پاره د روغ صحت دوعا کوم. د کورنۍ ټولو وړو او زړو ته یې سلام وایم.

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

سرکاتب عطاء محمد د حاجی بازمحمد زوی د کندهارولایت دسرپوزی د سیمی د بی بی په کلاچه محله نجات دغره په کلی کښی پیدا سوی کوچنیوالی او لوی والی ئې په همدی وطن محله نجات کښی تیری کړی دی بیا ئې دزاړه ښار دخندک پرغاړه خپل کور او داوسیدو ځای وه تر شپږم صنف پوری زدکړی ئې د ډنډ چوک په فاضل قندهاری مکتب کښی وکړی بیا ئې تردولس صنف پوری په احمد شابابا لیسه کښی زدکړی پایته ورسولی دلیسی په دوران کښی دهغه وخت دحزب الله دګوند غړی سوه بیا دهمدی فاضیل قندهاری مکتب کښی دسرکاتب په حیص دنده ترسره کول کله چی روسانو بر افغانستان باندی تیری وکړی سرکاتب دمکتب دوظیفی سره په پټه چرکل عملیات کول یوار په هغه وخت کښی پر پښه باندی زخمی هم سوه بیا دیو لنډ وخت پوری زندان ته ولویدی تر ډیرو وهلو او ټکولو وروسته ئې اقرار ونکړی بیرت ئې دبنده خوشی کړی څو چی مجاهیدین قوی سو دروسانو په مقابل کښی جبهی جنګونه شروع سوه سرکاتب دحزب اسلامی په جبهو دحاجی محمود په جبهه کښی دقومندان په صفت جهاد شروع کړی حاجی محمود دجهاد په اوایلو کښی په شهادت ورسیدی سرکاتب عطا محمد دهمدی جبهی دامیر په صفت دجهاد په تاوده سنګرکښی تراخیره پوری جنګ اوجهاد وکړی کله چی روسان ووتل دډاکټر نجیب دحکومت په وخت کښی دباغ پول په سیمه کښی خپل مرکزی جبهه ونیول دډاکټر نجیب دحکومت تر سقوط وروسته دربانی دفاسدی اداری په مقابل کښی دجمعیت دتنظیم سره پخپل منځی جنګونو کښی ښکیل وه ترهغه وخت چی طالبان راتلل داحالت دوام وموندی دطالبانو دراتګ سرسم دکوټی ښارته مهاجر سوو هلته هم دځینو دښمنانو دخوا حمله پروسوو څوځایه په مرمیو ټپی سوه خو ژوندی پاته سوو بیا د عربی عمارتو په شارجه کښی په شخصی کا وبار مصروف سوو هلته یو کوچنی کار وبار لری چی داولاد نفقه په وګټی تراوسه هم په هغه کار مصروف دی دائې یو لنډه سوانح وه نور ئې پرتاسی..

   یوه ورځ مي د کاکړ صاحب د فیسبوک پر صفحه د عطامحمد سرکاتب عکس و لید، نو مي د کاکړ صاحب څخه غوښتنه وکړه د سرکاتب صاحب په باره کي لږ معلومات راکړي  له ښاغلي  فیض محمد کاګړ صاحب څخه مننه کوم چي زما غوښتني ته یې مثبت جواب ووایه. بلې زه هم ښاغلی حاجي عطامحمد سرکاتب پېژنم. زما هم د ښاغلي سرکاتب صاحب سره پېژندنه څه مخکنۍ ده. د سر کاتب صاحب د خاله زوی خدای بخښلۍ  یارمحمد کاکو او تر سرکاتب صاحب مشر ورور یې اغامحمد فقیر مي  ۱۳۴۸ کلونو راهیسي اشنایان وه. د محمد ظاهر شاه په پاهي کي بیا یارمحمد کاکو او اغامحد په شریکه د کندهار د احمد شا بابا د لېسې مخته د سلیمي صاحب اړوندو دو کانونو کي سمار کاوه. زه د دوی لیدو ته وخت ناوخته ورتلم او له دوی سره مي لیدله. حاجي عطامحمد سرکاتب صاحب په احمد شاه لیسه کي متعلم وو،  له کوره به دوکان ته راتلۍ دا لته به یې پطلون اغوست بیا به ښوونځی  ته تلئ. یو عادی شان ته سلام مو سره کاوه.

 وختونه تیر سوه، فکرونه بدل سوه، خو زموږ تر منځ ستونزه را نه له. په ۱۳۵۹ کال کي د روسانو تر یرغل وروسته یوه ورځ په داسي یو حالت کي له ښاغلي عطامحمد سرکاتب سره مخامخ سوم چي دی په زندان او زه په حزب کي د کندهار په سطحه لوی سړی بلل کیدم. ما عطا محمد سرکاتب صاحب ولید او ده هم ځان را معرفي کړه، چي ما د نوموړي سره هیڅ ډول مرسته نسوای کولای، زما خپل حالت په دولت او ګوند کي تر حد زیات خبراب وه، دا د ۱۳۵۸ کال د سنبلې میاشت وه. درې ورځي وروسته زما او سرکاتب صاحب د لیدو وروسته د وخت د حکومت په امر د خاد پرسونل راباندي حمل وکړه، مړ نسوم زخمي سوم په اعدام محکوم  اوه نیم کاله بندی پاته  سوم.

  خبره را لنډوم په ۱۳۶۸ کال وو، چي له پاکستانه کندهار ته راغلم، تر ښار د باندي چېري چي د وخت د مجاهدینو تر نفوذ او کنترولاندی ساحې وي هلته اوسېدم، اوله ورځ مي وه چي د ارغنداب ولسوالی په جیلاور کلي کي  د مجاهدو سره ددوی د مخابرې په کوټه یې ناست یم، یو ځوان راته وویل ستا په رتلو باندي حاجي عطامحمد سرکاتب  صاحب خبر سوی دئ، هغه وای چي زه غرمي ډوډۍ ته درځم.

  دادي حاجي عطامحمد سر کاتب صاحب د خپلو نفرو سره را ورسېدئ، وروسته له ډېرو کلو او ډيرو غمنو ګاللو مو سره ولیده.تر دغه وروسته مو نو وخت ناوخته سره لیدل.

 وروستی ځل مي هغه وخت ولید چي بیا نه زه ارام ووم او نه دی ارام وو،  زه د طالبانو په زندان کي ووم چي دو نفره طالبانو راوستل، د هغوی له خولي خبره سوم چي دوی د پېسو په مقابل کي حاحی عطامحمد سرکاتب واژه، نیمي پیسې یې مخکي اخیستۍ وي د پاته پیسو اخیستو ته کندهار ته راغلي وه. دې ظالمان پر سرکاتب صاحب باندي داسي حمله کړي وه چي تر لس ځایه یې زیات وشتلۍ وو، د دوی په باور یې مړ باله. د وښتلو جریان یې اوږد دئ، اوریده څه چي خپله سرکاتب هم کیسه راته کړیده. دادی ما د طالبنو له زندان فرار وکړۍ، دوه ځایه زخمي و لاړم، تر لږ دمي وروسته چي کویټي ښارته ورسېدم د سرکاتب صاحب لیدو ته پټ ورغلم او د نژدې مي ولیده. هر چیري چي وي الله دې جوړ لري.

 نو خبره مي د سرکاتب صاحب پر میړانه، غښتلتوب ، پاک لاس چي د نورو وړو جهادي قومندانانو په شان یې په چور او فساد کي لاس نه لاره. الله دي یې ژوندی لري.

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

عبدالرحمن لودین

 

عبدالرحمن لودین د کاکا سید احمد خان کندهاري زوی وو. عبدالرحمن لودین له هغي ځوانۍ څخه یولایق، ازاد خیاله روښانه سړی وو. په پښتو او درې  ژبو باندي مسلط او د ښه قلم خاوند وو، په ترکي او انګلسي ژبو یې هم خبري او لوست لوکلای سوای. پدې وجهه د خپل هیواد په سطحه یو له مخورو  روشنفکرانو انسانانو څخه بلل کیدای سي. د ده د پوهي او لیاقت په برکت ډېر کلونه  د پښتو د مرکز رئیس بیا د امیر امان الله خان د حضور سر منشي وو. په دغه شان د کابل د کمرک رئیس بیا په کندهار ښارکي د کندهار ښاروال مقر سوو.

پر دو لاسوهنو زموږ د ولس قسمت بدل کړی، د هیواد ترقي غوښتونکي شاه په انګرېزی تاپه سره کافر و بلل سو. دا ځل د اسلام له مقدس نوم څخه انګرېزانو ګټه پورته کړه. اول یې امان الله خان د داسي یوکس پلاس له واکه و غورځاوو، چی هر څوک پوهیدل دا دعلمه خلاص شخص(حبیب الله کلکانی) یا سقاو د حکومت کولو اهل نه دئ. کله چي امان الله خان له ارګ، تخت او هیواده و تښتیدئ، په کابل او ولایاتو کي چي یو څه منور فکر خپور سوی وو، قانون او مقررات وضع او تصویب سوي وه، یو نسبي نظم، دښووني او روزني خواته پام را وښتۍ وو.

 هغه ټوله ملي هستي یې د څو تنو ساده جاسوو په لاس وران او خراب  کړه، ډېر ژر د ولس ذهنیت یوه بل تغیر ته تیار سوو. څنګه چي انګیزانو غوښتل حوادث هم هغسي هغی خواته روان وه. څو ساتلې او روزلې پخه جاسوسه کورنۍ یې د هندوستان لخوا تر حمایت او څارني لاندي افغانستان ته را وستل. هغه مکاره کورنۍ چي د عربو تر تېري وروسته یې په دې هیواد کي د انګرېزانو ګټي خوندي کولې هغې کورنۍ بیا ډبل رول بازي کړه، یو ځل یې امان الله په کفر متهم او کلکانی یې د رسول خادم و باله، دا ځل یې کلکانی غله او قاتل وباله. نادرشاه یې د نجات فریشته و باله.

 خبر مو پر عبدالرحمن لودین باندي وه، محمد صالح "پرونتا" داسي حکایت کوي؛  د سقاو د زوی  تر ماتي وروسته د ۱۳۰۸ ش کال منی وو، چي د سقاوزوی د خپلو ملګرو سره د محمد نادر خان لخوا ووژل سول، محمد نادر خان خپل قول او قسم کولو ته قیمت ور نه کړه. د دې خبر په خپرېدو سره بیا په شمالي کي خلګ را و پاریده، نایب سالار عبدالوکیل او قاضي عبدالله یې ووژل.

 نوټ : قاضي عبدالله د نعمت الله پژواک پلار وو.

د لته بیا نادر خان د امیر عبدالرحمن خان له تاکتیک څخه کار واخیست، قومي او لجاري لښکرو ته یې اجازه وکړه چي د شمالي اغتشاش ګر و ترڼي. همداسي و سول، شمالی وال و ټکول سول او کورونه یې و سوځل سوه. تر دې پېښي وروسته یوه ورځ نادرخان خدای بخښلۍ عبدالرحمان خان لودین و خپل دربار ته غواړي.  سرور"ګویا" وایي  زه هلته حاضر وم؛ کله چي عبدالرحمن خان لو دین د لکشا ماڼي ته راغئ، نادرشاه او موږ ټول  پر تنګاچه تاست وو. نادر شاه په ډېره ارامه او نورماله توګه د عبدالرحمن لودین سره خبري کولې ډوډۍ راغله ټولو ډوډۍ و خوړه. تر ډوډۍ خوړلو وروسته.  نادرشاه له ځایه ولاړ سو شاهي حاضر باش ته یې وویل: "عبدالرحمن د باندی بوزی او مړ یې کړئ" کله چي عبدالرحمن خان د توقع خلاف  د نادرشاه داسي امر کول واوریده، ویې ویل اعلیحضرت! ما وژني؟  نادر شاه ورته وویل هو، تا وژنم. د دغه شان جواب په اوریدو عبدالرحمن خان غمګین سوو.  د نادر شاه جلادانو عبدالرحمن لودین د دلکشا ماڼۍ باغ ته کش کړه. نادرشاه بیا امر وکړه پرې اېږدئ چي دوه رکعته لمونځ وکړي. جلادانو عبدالرحمن خان لودین ته وخت ورکړه چي دوه رکعته لونځ ادا کړي. محمد صدیق طرزي  چي په هغه وخت کي  یې په دلکشا ماڼي کي د بې سیم ماشین د ترمیم او نصب کار کاوه  خپل په  سترګو لیدلې کیسه کوي چي عبدالرحمن خان لودین لا د اول رکعته څخه رکوع ته نه وو تلی د شا لخوا حاجي کندهاري د توپک په مرمی وویشت او شهید یې کړه، چي یوې ګلي جلادانو ته حاجت پاته نسوو.

نوټ: حاجي کندهاری، د مهردل خان کندهاری سره له کندهاره و نادرشاه ته د بیعت له پاره راغلی وو.

 د علامه عبدالحي "حبیبي" لیک( ۱۳۴۹ د میزان ۱۶ ، جمال مینه وخت ۳۰: ۸ د سهار)   

 

 

 ملنګ جان

دا زمونږ زيبا وطن

دا زمونږ ليلا وطن

دا وطن موځان دی

دا افغانستان دی

 ما ملنګ جان یوازي یو شعار پیدا نه کړه، بلکي د ولس له منځه مي د یوه میړني او غښتلي انسان په حیث و پېژندئ. د وطن د نورو غریبو کورنیو په شان یې د غربت او بې کسی په حال کي د وطن سره مینه، د خپلې ژبي سره مینه او بیا  بیدو هیوالو ته د بیداری  چغي ډېر وهلي دي. اصلي خبره داده چي اشعار یې ښه ډېر سته، د پلار نوم او د کلي پته یې معلومه ده، خو دده پر ژوند چي لیکني سوېدي ټولي یوشان نه دي، د نیټو په ښوولو توپیر سته، د پلار د وژل کیدو علت یې روښانه نه دی، یوازی په دې اکتفا سویده چي یوه محمد زایي مړه کئ. ښو لیکوالو ورباندي لیکني کړیدي، خو د هر یوه لیکنه له بل سره یو شان نه وه. د ساري په توګه د څو ښاغلو د لیکنو نموني دلته راوړم.

       ملنګ جان په١٢٩٣لمريزکال د ننګرهاردبيسودوپه چميارکلي کې وزيږيد. پلاريې ملک عبدالشکور نوميدچې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شواوپوله پټی يې هم د ناوړودودونو او تربګنيوله کبله له ﻻسه ورکړ.  

آرنوم يې محمدامين و، راوروسته امين جان اوپه پای کې هم ملنګ جان شو. په پنځلس کلنۍ کې يې د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره دکامې داربنګ ته  یې کډه وکړه، لته يې د شعر ژبه ويانده سوه او د ملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ. شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون سو. بيايې دجلال اباد په امنيه او دکونړ په لويه ولسوالۍ کې خپله  دوه نيم کلنۍ سرتيري(مؤکلفیت) عسکري سر ته ورسوله او وروسته بيا په خپل  کلي کې په مزدورۍ او خواري بوخت سو. د شلوکلونو په سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ( ننګرهار )کې خپره سوه. دا هغه مهال و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړوخولو ته رسيدلې وې او پوره دنوم خاوند سوی وو په کال ١٣٢٤کې  د سرارمحمدداوود لخوا وروبلل سو. په کال  ١٣٢٨ کې سردار محمد داود صدر اعظم د ليک لوست لپاره يو ښوونکی وګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلی او لوستلی شول له دې نه مخکې يې له قرآن پرته کومه زده کړه نه وه کړی او هر شعر به يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په ياد ورزده کاوه.

   او په ١٣٢٩ کال  کې ورته د سردارشاه محمود صدراعظم له خوا د کاله شپږسوه مستمري معاش ( تنخواه) وټاکل سوه. په ١٣٣٢ کال يې کابل ته راوغوښت او په کابل راډيو کې د پښتو موسيقۍ منتظم وټاکل سو. منلګ جان او څلور تنو زده کوونکو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړله سو او د ژوند تر پايه يې همدا دنده پرمخ بیول چې په ترڅ کې يې ورسره د پښتونستان د يو ساعته پروګرام لپاره هم سندرې جوړولې.

      د ١٣٣٤ کال په وروستۍ نيمايي کې د ځينو ستونزو له کبله وزګار کړی سو دا چې ملنګ جان د پښتو ټولنې د خپل افتخاري غړي په توګه  دی منلی وو، نو د پښتو ټولني ادارې معاش ورکاوه چي ده خپل ځان په چلاوه. له بده مرغه مرګ دغه خوږ بې وسلې شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه او د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپلې کورنۍ سره تلو، دلته بند په کږليچونو کې پرې ګاډی واوښت او له خپل يواځيني درې کلن زوی (دوا جان) سره د مرګ ګونډې ته وغورځيد. جنازه يې ننګرهار ته وليږل شوه او د چميار کلي په پلارنۍ هديره کې په ډير درناوي خاورو ته وسپارل شو. پر مړينه يې ډېرې اوښکې تويې شوې او ويرنې پرې وويل شوې. افغانستان راډيو يو ځانګړی پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردار محمد داود پيغام او پښتو او دري خواخوږۍ او ويرنۍ وړاندې شوې چې وروسته هغه د يوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو. پر افغاني ټوليزو رسنيو سربېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او د باچاخان په ګډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راواستول. کتوبر ١٩٩٤
      په ننګرهار کې به داسې کسان کم وي چې همدا اوس ملنګ جان ونه پیژني . ممکن ټولو ته به معلومه نه وي چې د ده اصلي نوم محمد امين و. د بېسودو د چميار په کلي کې پېدا شوی ، په هلک توب کې يتيم شوی و. د ځوانۍ عمر يې په خوارۍ کې تېر کړی او تر هغه وخته چې په کابل کې د سردار محمد داود خان په سپارښتنه له يوه ښوونکي نه يې ابتدايي ليک او لوست زده کړل ، بېسېواد و. دی هغه وخت له خپلې کورنۍ ، کلي ، سيمې او قام نه د باندې وپېژندل شو چې د ملنګ جان په نامه يې په شاعرۍ شروع وکړه ، او ننګرهارييو د هغه اشعار د سندرغاړو ، په تېره د هغه له شاګردانو ، طلا محمد ، اول مير ، ايوب ، فقير محمداد او نورو څخه په دېرو ، حجرو ، ودونو او د خوښيو په نورو مجلسونو کې واورېدل . ملنګ جان نور نو چمياری او بېسودوال نه ، بلکې ننګرهاری ، افغانستانی او پښتونستانی شو. خو دی تر ټولو زيات پښتون و ، نه يواځې په خټه او تش په نامه لکه ډېر نور چې دي ، بلکې په پښتو او پښتونواله .
په دغو حکمونو باندې له دوو لارو څخه پوهېدل ممکن دي :

د ملنګ جان عمر او د هغه اشعار

     څنګه چې ملنګ جان اوه دېرش ( ٣٧ ) کاله د مخه په کال ١٩٥٧/ ١٣٣٤ کې د (( لته بند )) په غاښ کې د سروېس د چپه کېدو په پېښه کې په پخه ځوانۍ کې تلف شو ، د ده همعصران تر اوسه هم ډېر ژوندي دي او په هغو کې به ، په تېره د ده په کلي کې به داسې کسان ډېروي چې د ده په باب معلومات ولري . ښايي يو څوک له هغو څخه د ده سوانح وپلټي او ټوله او تدوين يې کړي . زه دلته د هغه په باب يواځې خپل انتباهات وړاندې کوم

خو د ملنګ جان د پېژندنې اصلي منبع د ده اشعار دي . لکه چې د مخه ووېل شول دی زيات عمر بېسواد و او د ژوندانه په وروستيو کالونو کې په ليک او لوست دومره بلد شو چې خپل اشعار يې لوستلی او ليکلی شول . نو د ده جهان ليد ، نه کتابي و او نه يې اشعار د شکل له مخې په دقيقو شعري اصولو بنا وو . بلکې هغه د شکل او محتوا له مخې محلي او ولسي وو . پاخه هم نه و ، خو روان او طبيعي و ، که څه هم عشقي اشعار يې تر نورو نه پاخه او له خيال نه ډک و، لکه دا لاندې څو بېته :

ته د ناز په خوب ويده وې ما ژړل
ته بې غمه اسوده وې ما ژړل
ستا د مخ او د سپوږمۍ مقابله وه
ته په مخ ترې ازموده وې ما ژړل
ما درخواست د يوې خولې درځنې وکړ
راته ښکاري ازرده وې ما ژړل
وچ بالښت زما په اوښکو باندې لوند شو
ته په ناز کې پرورده وې ما ژړل
دا زما ملنګ جان برخه کړېدل دي
ته له نازه پرخنده وې ما ژړل

      د پښتو ژبې تکړه شاعر محمد امین ملنګ جان له نن څخه شاوخوا پنځه نوې کاله وړاندې په ١٢٩٣ لمريزکال د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د چمیار کلې د ملک عبدالشکور خان کره دی دنیا ته سترګې وغړولې. ملنګ جان د ملک عبدالشکور ځوې او چمیار خان لمسې دی، ملک عبدالشکور دښمندار سړى و او دښمنانو په ډېره بې رحمۍ وواژه. د ځینو روایاتو په وینا ملنګ جان لا دری کلن وو چې پلار یې د له دی فانې نړۍ څخه سترګې پټې او د وخت ناخوالو ېې ژوندانه ته لاره پیدا کړه، هماغه وو چې د چمیار په کلې کې یې خپل پوله او پټی د ناوړه او ناروا دودونو او تربګنیو له امله له لاسه ورکړ. خو هغه څه چې ما په خپله لیدلې، د اوریدلو او لوستلو سره بیا توپیر لري، د ملنګ جان د پلار په قبر هغه ډبر لیک چې د وخت چارواکو اییښې په کې راغلې چې نوموړې د ۱۲۸۹ هجری شمسی کال د روژي په میاشت کې د یو تن محمد زایې له لورې په داسې حال کې ووژل شو چې د مازیګر لمونځ یې اداء کاوه. چې دا په خپله د ملنګ جان د زوکړې د کال په اړه ‌یوه ستونزه راپیدا کوي. خو بنا په هر تقدیر د روایاتو لمخې د منګ جان پلار په ۱۲۹۶ لمریز کې وژل شوی دی.

     پر ۱۳۳۴ يا ۱۳۳۳ لمریز کال چې د وخت سر وزير سردار محمد داود له پاکستاني چارواکو سره يو لنډ سياسي جوړ جاړی ته ورسید، نوموړی له ملنګ جان څخه غوښتنه وکړه چې تر يوه وخته د (( پشتونستان )) له يادونې ډډه وکړي، پر ملنګ جان دغې خبري ډير بد تاثير وکړ، غوښتل ئي تر هر څه تير او بيرته خپل ټاټوبې ته ولاړ شي، ښاغلې بختانې وايي چې ما ورته وويل " ته خبر یې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغي يوازي درې ورځې صبر وکړه "، خو ده ورته پرهماغه ماښام د خپل زړه بړاس د یوه ښکلې غزل په توګه د خپل یوه زده کوونکي په زړه راکښونکې اواز سره ور ډالۍ کړ، چې وایې:

چا غوږ کــــې راتــــه ووېـــل چې جانان مه يادوه
د سرو شونډو له پـــــاســــه سور پېزوان مه يادو
زما مينه رښتيا ده، هوس نـــه دی په دې پوه شه
نور و نه وايــــې ماته چــــې جــــانــان مه يادوه
شمه پــــــــه ژړا ده، لبـــــــاســــــي پتنګان لاړل
وردانګه ملنګ جانه، خــــوف د ځـــان مه يادوه!

      ملنګ جان په خپلو شعرونو کې ناوړه دودونه، ناروا ظلمونه، بې علمي، تربګني، بډې د ټولنې او خلکو د وروسته پاتې کېدو عوامل ګڼي، او په لوړه مېړانه او جرات یې د هر ډول ډار او وېرې نه پرته، پرې په ډانګ پييلي توګه نېوکې کړي دي. د استاد ملنګ جان په اړه که هر څومره ولیکو بیا یې هغه څنګه چې لازمه ده ستاینه نه کولای او نه یې هم په درست ډول په دې لنډو ټکو کې در پیژندلای شوې د استاد د ژوندانه هره برخه جلا کتاب جوړیږې خو پدې ځاې کې د استاد یو شعر تاسې ته ډالۍ کوو هیله ده پدې شعر مو ادبې تنده ماته شي.

چــي بي ننګ او بي پښـتو وي، پښـتون نه دي
چــي د قوم په شــرميدو وي، پښـتون نه دي
پښـتون هغه دي چـي غـم د تمام قـوم خـوري
چـــي د ځــان په جګــيدو دي، پښـتون نه دي
د پښـتون نظــــر مـــدام په ننګ و نام وي
چي نظــر يي په پيســـو وي، پښـتون نه دي
پښـتون هـــر کله طالب د خپل شـــرف دي
چـــي طالب د ســپينو سرو وي، پښـتون نه دي
پښـتون تل په خــپله ژبه تينګ ولاړ وي
چه په دروغ يي ګفـتګـــو وي، پښـتون نه دي
پښـتون نه شــــي باداري د چــا مـنـلي
چــي اختيار يــي د پردو وي، پښـتون نه دي
په نصيب د ملنګ جان دغه مســـري شوي
چــي خپه په دی مســرو دی، پښـتون نه دي
 

 او ډېرو نورو.

 

 

 

+++++++++++++++++++++++++

 (61)برخه
   شهید استاد عزیز بسام

1331- 1358

زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛
دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي ديم

په تنکۍ ځواني کي چي لا د خپل عمر دېرش (۳۰) کلنۍ  ته نه وو رسېدلۍ  چي د پوهنیار علمي رتبې ته نامزاد سوو، څونه ارزوگاني به یې لرلي، افسوس په نامردي سره شهید سو. زه غښتلي عزیز بسام یادوم ؛ عزیز بسام د محمد حسن آخندزاده زوی په ۱۳۱۳ هـ ش کال د کندهار ښار په یوه له بیخه پخې روحاني  کورنۍ کي زېږدلۍ وو. دیني علوم او عربي ژبه یې له خپله پلار او  وروڼو څخه زده کړي وه. ابتدایي یا عصري زده کړي یې  په مشرقي متوسط او د لېسې دوره یې  د کندهار ښار په احمد شابابا لېسه کي وه. رښتیا خبره داده چي ما شهید عزیز بسام هغه وخت و پېژندی چي دی د احمدشابابا د لېسې شاگرد او د شاگردانو په منځ کي د مخکښ لایق خوله ور او زړه ورشاگرد په حیث را څرگند سو.

    دا  هغه وختونه وه چي خلگ یې د دموکراسۍ د لسېزي په نوم یادوي. په دغه وختونو کي د افغانستان د نور ولایتونو په شان په کندهار کي هم ځوانانو په قوت سره د خپل ولس د پوهاوي او سلطنتي استبداد د روسوا کولو له پاره مبارزه کول. په مرکز کابل کي تازه په تازه جوړو گوندو هر یوه د خپل گوند له پاره ځوانان جذبه ول. چي د نورو گوندونو په پرتله په کندهار کي د خلق دمکراتیک گوند برخه ډېره درنه یا جذب په لوړه کچه وو. د زده کړو په موسیسو( لېسو، دارالمعلمین، میخانیک، د انجونوپه لېسه او کادیستر) ښووځیو کي  د شاگردانو نه باور کونکي مینه، علاقه او فعاله ونډه په سیاسي فعالیتونو( گوندي حوزو، د ښوونځیو کنفرانسونو، اخبار او سیاسي لیکنو لوستلو، په اعتصابونو او مظاهرو کي )  گډون بې مثاله وو.

     په دغه وخت کي عزیز بسام د احمد شابابا د لېسې څراغ وو، د وخت د حکومت او د ښوونځی د مقتدري ادارې له مخالفته سره هر وخت شهید عزیز بسام دا توان لاره  د دغي لېسې (۷۰٪) شاگردان په مظاهرو کي د برخي اخیستلو یا گډون له پاره د ځان سره تر ښوونځی  د باندي را ایستل. په کندهار کي احمد شابابا لېسه یوازنۍ  لېسه وه چي  د وخت ( اسلامي ډلي) پکښي  څو تنه شاگر جذب لاره، چي مشري یې احمد جان کوله). خدای په رښتیا خوښېږي اوله ورځ مي د احمد شابابا د لیسې د شاگردانو کنفرانس لیدو ته ورغلۍ وم، هلته مي یو ځوان چي لا (شل کلن) نه وو، خو په عقل کي تر ډېرو مشر په تن ډنگر ښایسته په زړه ډگ د جرأت څښتن ځوان چي د زمری په شان د سټیج پر سره  د وینا کولو په حال کي ولاړ و لېد چي په سلگونه  ځوانان، واړه او زړه سړي یې په ننداره وه د ده خولي او رواني ژبي ته یې کتل او غوږ یې نیولی وو ده به په ښه فصاحت او بلاغت سره  د خپلي ټولني او دوخت د دولت ټولي نیمگر تیاوي بیله ریا او کوم ډاره بیانولې او ناستو ولسونو به ورته چک چکي کولۍ.

    په هغه ورځ زه هم د خپلو یارانو سره دغه کنفرانس، ډرام او کنسرت ته ورغلۍ وم، شهید عزیز بسام په خپلي پخې وینا، خدای بخښلي رفیق په خپل کومیډي هنر، نظرمحمد څپان، فاروق خوشحال، گریشک وال په خپلو سندرو او موسیقۍ سره مجلس تازه، خوښ او ښایسته کړی وو. ښه مي یاد دي چي د کنفرانس تر ختم وروسته له عزیز بسام، ملا عطائي، احمد شا اغا، یونس فکور، اخترمحمد، فضل محمد، محمد داود او یو شمېر ځوانانو سره هلته د لمړي ځل له پاره اشنا سوم. بیله شهید عزیز بسام څخه نور ټول ژوندي الله دې ژوندي لري، د دې منورو ځوانانو په منځ عزیز بسام خاص مقام او ځای لاره تر څو چي شهید بسام  په لوړه نمره (اول نمره) سره  دولسم ټولگی پاي ته ورسول، په ۱۳۵۰ هـ ش کال فارغ سوو.

    د شهید عزیز بسام  اخلاق، لیاقت، پوهه، شجاعت  له هغه اولي ورځي څخه ښکاروه، هيڅوک به پیدانکړی چي یوځل هم ورسره کښینستلۍ وي بیا دې یې هیر کړی وي. په دغه  لېسه کي شهیدعزېز بسام د سیاست د ډگر مېړني  او مخکښ مبارز سو. د احمد شابابا په لېسه کي د کنفرانس رئیس د ملي او دموکراتیکو مبارزینو سرغندو سو. او د جمعې د شپو د ناستو او میلو  ملگرۍ مي سو. د شهید عزیز بسام په هکله ډېري لیکني سوي دي او لا نور هم مستحق دی چي ورباندي و لیکل سي. ورستی ځل مي په ۱۳۵۷ کال  له یې غلط نه کړم د میزان او عقرب په میاشت په کابل کی څو څو ځله ورورسره لیدلي دي، کوټې ته به یې ورتلم یا دې یې په خیر وي د ده کوټي اندیوالان ډاکتر حلیم او غفار وه. خو یوه شپه له کوټي را سره را وتۍ د حربي ښوونځی د استادانو د کورونو مخته او د سیلو مخته سره گرځېدو، له گوندي او دولتي خرابي وضعي څخه ناراضه او سخت خفه وو، په گوند او دولت کي د افرادو بې سرحد واک یې خطر ناک باله.

    شهید عزیز بسام  پر (پښتو، دري، عربي، انگلیسي او روسي )  ژبو باندي پوره مسلط  لیک، لوست او خبري  يې په کولې. مایې سپین ږېری پلار ( مولوی محمد حسن آخند زاده) چي لوی عالم وو، مشر ورور مولوی عبدالرب اخند زاده، (فیاض) دوهم مشر ورور عبدالرحمن بسام صاحب له نژدې لیدلي او پېژنده. په واقعیت کي عزیز بسام په ټوله معنی سره د عبدالرحمن بسام په هر اړخېزه مرسته سره و کولای سولای خپلي زده کړي پوره کړي. دغه ننگیالي او غښتلي استاد شهید عزېر بسام چي په زده کړو او سیاسي مبارزه کي ډېر بوخت وو، دا وخت پیدا نه کړ چي واده وکړي. د نورو قهرمانو ملگرو سره په ځوانانۍ کي له دي نړۍ څخه د ظلمانو په لاس شهید سوو، روح دې ښاد وي.

ما د ښاغلي عبدالرحمن "بسام" صاحب څخه اجازه اخیستې ده. بسام صاحب د خپل ورور شهید عزیز بسام یادونه په خپله یوه لیکنه کي کړېده، چي د خدای بخښلي شامحمود حسین صاحب په پاڼه" استقلال" او اصالت په پاڼو کي یې علاقمندان لوستلای سي. زه یې ټوله لیکنه دلته نه راوړم. یوازي د نموني په ډول دا یو څو برخي هغه هم زما تر ډېري لاس وهني وروسته له  ستاسو سره شریکوم.

  1 -   تحصیل:

عزیز بسام دوره ابتدائیه را در مکتب متوسطه مشرقی کندهار و دوره ثا نوی (بکلوریا) را در لیسه احمدشاه بابا کندهار به پایه اتمام رسانیده، در سال ۱۳۵۰ از آن لیسه فارغ و بعد از سپری نمودن امتحان کانکور با احراز نمرات عالی به انستیتوت پولیتخنیک کابل شامل و در ماه جدی سال ۱۳۵۵ در رشته تکنالوژی کیمیاوی از آن انستیتوت دیپلوم فراغت را به دست آورد. شهید بسام از صنف اول تا صنف پنجم پولیتخنیک عالی ترین نمرات را از آن خود کرده بود. عزیز در جلســـه دفاعیه دیپلوم با اشتراک استادان داخلی و روسی به شمول وزیر تحصیلات عالی وقت (پوهاند غلام صدیق محبی) از تیزس خود موفقانه دفاع نموده و در کادر علمی انستیتوت پولیتخنیک به درجه نامزد پوهنیار بحیث استاد مقرر و تا اخیر سال ۱۳۵۷ در آن انستیتوت ایفای وظیفه نمود.

 2 - مسئوولیت های حزبی:

شهید بسام در سال ۱۳۴۷ در لیسه احمد شاه بابا کندهار اولاً در بخش جوانان حزب وبعداً به عضویت حزب دموکراتیک خلق افغانستان پذیرفته شد و بحیث مسئوول سازمان حزبی لیسه مذکور تعیین گردید، در عین زمان بحیث رئیس منتخب کنفرانس های آن لیسه از طریق تدویر کنفرانس های علمی در جلب و جذب، تنویر و تربیه شمار کثیری از جوانان کندهار نقش بسزایی ایفا نموده است.  

شهید عزیز در طول دوره تحصیل، در انستیتوت پولیتخنیک کابل، از سال ۱۳۵۰ تا ۱۳۵۶ بحیث عضـو کمیته حزبی (ح.د.خ.ا.) انستیتوت مذکور مسئوولیت بخش تیوریک کمیته را بدوش داشته و شخصاً تدریس کورس های تیوریک برای محصلان حزبی انستیتوت را پیش می برد. عزیز در سال ۱۳۵۶ همزمان با وحدت سازمانی- تشکیلاتی دو جناح حزب، بحیث منشی سازمان حزبی انستیتوت پولیتخنیک که در زمان خود نیرومند ترین سازمان حزبی (ح.د.خ.ا.) شمرده میشد، منصوب گردید،بعداً بحیث منشی ناحیه حزبی پوهنتون و عضو کمیته شهر کابل (ح.د.خ.ا.) تعیین و تا اخیر سال ۱۳۵۷درین پست حزبی فعالانه درخشید .

آن طوری که همصنفی ها و همرزمانش در خاطرات خویش نوشته اند، عزیز بسام دارای اخلاق حمیده بوده، در برخورد همیشه صمیمی و متبسم، و در میان رفقایش از اتوریته و محبوبیت خاصی برخوردار بود.

 3 - دوره فشار و سرکوب:

شهید بسام در طول دوره وظایف حزبی در انستیتوت پولیتخنیک با شیوه و برخورد جاه طلبانه و ضد وحدت حزبی ...... که منجر به مقاطعه شمار زیادی کادرها از حزب میگردید،جسورانه و پیگیرانه مبارزه میکرد. وی در دفاع از وحدت و موازین حزبی بطور مداوم مورد قهر و غضب.....قرار داشت. بعد از ۷ ثور ۱۳۵۷ روش و برخورد .......در مقابل نیروهای سالم حزب هرچه بیشتر با سبعیت و خشونت ادامه پیدا کرد. ..... در موضع قدرت و استفاده از ابزار دولتی نه تنها به انتقام جویی از رهبران و کادرهای حزبی دست یازید بلکه به اعمال فشار، تعقیب، دستگیری ها و کشتارهای هموطنان اعم از متعلمین، محصلین، استادان پوهنتون ها، معلمین و روحانیون نیز متوسل گردید. در چنین فضای وحشت، دستآوردهای نظام نوین زیر سایه قرار گرفته بود، بی باوری به فردای نظام چه در درون حزب حاکم و چه در جامعه، بطور روز افزون گسترش می یافت در کنار آن قیامهای پی در پی نیروهای مخالف دولت در این و آن گوشهء کشور سر بلند میکرد.   

فشار و تهدید های مداوم از سوی ........ نتوانست استقامت و پایداری بسام را متزلزل و خدشه دار سازد، بالاخره وی هم بسان شمار زیاد کادرهای حزبی و دولتی در اواخر سال ۱۳۵۷ از انستیتوت پولیتخنیک و عضویت کمیته حزبی شهر کابل سبکدوش، از بورس تحصیلی در اتحاد شوروی وقت محروم ساخته شد و بحیث انجنیر در فابریکه نساجی مقرر گردید.

تلاش و توطئه های متواتر ...... تضاد و بحران را در داخل حزب و دستگاه دولت هرچه بیشتر تشدید و عمیق تر ساخت، که سرانجام در ماه سنبله ۱۳۵۸ منجر به درگیری های مرگبار در درون حزب حاکم گردید....... توانست از طریق کودتا رهبری حزب و دولت را غصب و رهبر قانونی حزب و دولت را به شیوه سبعانه و وحشیانه کم نظیر در تاریخ جاه طلبی ها، به قتل برساند و سرنوشت کشور و حزب را کاملاً در پنجه های ......... و سادیست خود بگیرد.

با کودتای ....... موج تازه ای از تعقیب ها، تصفیه ها و سرکوب های خونین اعضای حزب و مردم آغاز گردید. در چنین شرایط تحمل ناپذیر، واکنش و مقاومت نیروهای سالم در حزب و قوای مسلح بخاطر نجات وطن، مردم و حزب از چنگال جنایت پیشه ها امری بود ناگزیر و اجتناب ناپذیر که با تاسف مقاومت برخاسته از فرقه ریشخور بنا بر علل و عواملی از جمله عدم هم آهنگی نیروها و نفوذ اداره (کام) به شکست مواجه گردید. در شب آنروز، عزیز بسام با برادرش عبدالرحمن بسام و بیشتر از سه صد کادر حزب و افسران قوای مسلح دستگیر و به شکنجه گاه (کام) و بعداً به زندان پلچرخی انتقال گردیدند. شماری از دستگیر شده ها در اداره بدنام (کام) زیر شکنجه برق و لت و کوب جان دادند. در شبی تار و تاریک (۲۲ میزان ۱۳۵۸)، عزیز بسام یکجا با رفقای همسنگرش – آقاگل بائیس، پوهندوی عبدالسلام هلمندی، غلام رسول کهسان، استاد عبدالحبیب وطنیار، لعل پاچا عالمی، استاد ذکریا، داکتر عوض شندندی و شمار دیگری در کشتارگاه پلیگون از سوی جلادان ........  تیر باران گردیدند. این شهیدان همسنگر و سرسپرده در راه آرمانهای والای مردم و حزب شان در یکی از آرامگاه های جمعی پلیگون به خواب ابدی خفته اند. متعاقب آن، گروپ دیگری متشکل از ۳۶ نفر کادرهای ملکی و نظامی حزب در ماه قوس در همان کشتارگاه پلیگون اعدام گردیدند و در همان گورهای جمعی مدفونند.

روانشان شاد، یاد شان گرامی و خاطرات شان جاودان باد!

 

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت