پوهاند محمد بشیر دودیال

 

د خلکو له فوکلور څخه:

د زابلستان او سیستان یو خوږ نکل

(د کمال خان د بند د جوړیدو په مناسبت ځوانانو او نویو ځوانانو ته یوه لنډه فوکلوریکه کیسه)

نوی کال پیل شو. نن نوروز و. اڅک په ټول کلی کې هوښار او د ټولګی اول نمره و، کوچنی ورور یې هم څه ناڅه لوستونه زده کول، خو اول نمره نه و. اڅک سږکال اتم  ټولګی ته تللی و . نن د بزګر د ورځې رخصتی وه، خو سبا به لوستونه پیل شی.  اڅک نور کتابونه له ښوونځی څخه اخیستی وو، یواځې د تاریخ کتاب  یی ندرلود، نو پلار ته یې خپل ټول کتابونه وښودل. پلار په خط نه پوهید، خو ډیرې کیسې یې زده وې، ډیر ځایونه یې لیدلی  وو، د ژمی په شپو کې به یی زامنو ته خواږه خواږه نکلونه ویل. نن چې په نویو کتابو کی د اڅک د تاریخ کتاب نه و، نو اڅک ورته خپه و. پلار ورته وویل:

اڅک جانه خپه کیږه مه، سبا چې ښار ته ولاړم دتواریخ کتاب درته رانیسم. پلار به تاریخ ته تواریخ، فزیک ته فزیکات، هندسې ته یې اندزه اونجومیات او بیولوژی ته یې بایوولوجی ویل. د ښوونځی مدیریت ته یې دایره ویله او د ښوونځي ملازم ته یې څپړاسی ویل. اڅک په دې ټولو پوهید چې پلار مکتب سره ډیر بلد ندی، نو ځکه د کتابونو نوم سم نشی ویلای.  د اڅک کوچنی ورور له پلار څخه پوښتنه وکړه:

ابا، تاریخ کی څه لوستل کیږي؟

پلار ورته وویل :  زویه، تواریخ کی زبردسته پخوانۍ کیسې دي، د غټو غټو پاچایانو سرګذشتونه دی اود نیل او پیرعون نکلونه پکې راغلی، د کوی کاپ کیسې هم پکې شته.

دواړو هلکانو له پلار څخه هیله وکړه چی د تاریخ یوه کیسه ورته وکړی. پلار زامنو ته په ډیره مهربانی وویل:

 ښه ده، زه به د زابلستان او سیستان نکل درته وکړم:  دا دوه آباد ملکونه زموږد نیکونوټاټوبي وو. په دې ملکونو کې زمونږ باتور نیکونه اوسیدل. هغوی ډیر هوښیار او عادل پاچایان او عقلمند وزیران لرل. د زابلستان باچا میرانشاه نومید او د سیستان باچا صابر شاه نومید. میرانشاه یو ډیر دینداره مسلمان سړی و، صابر شاه هم ډیر نیک سړی و، هغه اووه ځله حج ته تللی و او د ډیرو لرې ملکونو خوارانو او غریبانو ته یی هم خیراتونه او زکاتونه ورلیږل.  میرانشاه یوه ډیره ښایسته لور درلوده چی له اشرقه تر مغربه یې د ښایست نوم لګید او د هوښیارۍ ساری یې د دنیا په شازادګیو کې نه و. او صابر شاه بیا یو زوړور او هوښیار زوی درلود. شازاده د آس ځغلولو کې ساری ندرلود، هغه په غشي او نښه ویشتلو کې دومره تکړه و چې ستن ورڅخه نه ختا کیده. دښکار څو تازیان یې لرل او دغشي او لیندۍ جوړول یې خپله زده و، دکسب او کمال سړی و. شازاده د لویو حکیمانو کتابونه لوستي وواو په حکمت اوحکومت دواړو باندې پوهید.

دا وخت اڅک دصابرشاه د زوی زړورتیا ته حیران و او د آس ځغلولو او نښې ویشتو ته یې خوله وازه پاتې وه، پلار ته خندا ورغله، خو نکل ته یې دوام ورکړ:

د سیستان پاچا خبر شو چې د زابلستان دپاچا یوه ډیره ښایسته لور ده، نو غوښتل یې چې خپل هوښیار او زړور زوی ته یې کوژده او بیا یې راواده کړي او په دې ډول له میرانشاه پاچا سره خپلوی وکړي، نو صابر شاه له سیستان څخه زابلستان ته مرکه ولیږله چی خپل زوی ته د میرانشاه پاچا لور وغواړي. لوی کاروان جوړ شو، په کاروان کې د صابرشا یو عقلمند وزیر، یو میرزا او یوشاغاسی او څو اردلان وو، دوی ځان سره ډیر قیمتی سوغاتونه هم اخیستی وو.

اڅک و پوښتل : دا سوغاتونه یې چا ته وړل؟

پلار ورته وویل ، دا یې دزابلستان پاچا ته ورلیږل. دا یې یو اوږد کاروان کی په آسونو بارکړل.

کله چې پلار د اردلانو او کاروان تمثیل کاو، نو لاسونه یې یوځل یو بل څخه دا سې لرې کړل لکه کوم لوی شی ته چې غیږ ورکوي او بل ځل یې دومره پورته کړل چی د ده له لونګۍ څخه اوچت شول او په دې ډول یې د سوغاتونو اندازه زامنو ته ښودله.

اڅک په حیرانتیا دې کیسې ته غوږ و،  پلار نکل ته دوام ورکړ:

مرکه او دغه ریباران څلورو ورځو کې زابلستان ته ورسیدل. کله چې هلته ورسیدل د زابلستان دپاچا د دربار مخی ته ستړي- ستومانه له آسونو راکوز شول. او د زابلستان د پاچا دربار ته د ورتګ په تمه شول، استول شوي میرزا سره د اجازې غوښتو اولیدنې په خاطر یوه  ورقه وه چې د ورقې اخر کې د میرانشاباچا مُهر لګول شوی و، میرزا دغه کاغذ د صابرشا د دربار اردلیانوته ورکړ . هغوی دخپل باچا دربار ته ورغلل او ورته ویې ویل:

-         باداره، زموږ سردې له تا قربان شي، له سیستان څخه یو کاروان راغلی او غواړي چې ستاسې حضور ته راشي،

 او له دې سره سم یې د سیستان د پاچا را استول شوی لیک ورکړ. موږ ته فرمان راکړه چې څه وکړو؟

میرانشا کاغذ ور وغوښت او هغه یې ولوست، کله یې چې د صابرشاه مُهر ولید، نو د دربار غلامانو ته یې وویل چی راغلی کاروان ته میلمستیا جوړه کړئ. یو سات وروسته میرانشاه د مرکی خلک وروغوښتل. دوی پاچا ته ورغلل او د هغه درناوی ته په کتار ودریدل. وزیر مخکې و، شاغاسی او میرزا ورپسې او دا نور په اخره کی ودریدل او ټولو تعظیم وکړ. پاچا دوی ته ستړی مشی وویله د دوی قدر یې وکړ. دوی ورته وویل چی مونږ له سیستان څخه راغلی یو. زموږ سترټولواک صابرشاه تا ته سلامونه ویل او موږ یې د مرکی په خاطر  رالیږلی یاستو. له دې خبرې سره سم وزیر د سوغاتونو هغه پیټۍ ورته مخې ته کیښودې چې صابرشاپاچا میرانشاپاچا ته رالیږلی وو. په هغو کې وړین کوټونه، دسمالونه، د آسونو زین، قیضه اوموزې وې.

میرانشاه دوی ته وویل:

-         اوس به خبرې پریږدو، تاسې ډیر ستړی ستومانه یاست. نن شپه زما میلمانه یاست، دمه جوړه کړئ او تر سبا پورې ارام وکړئ. د زابلستان باغونه وګورئ، د دربار غلامان به ستاسې میلمه پالنه کوي.سبا به زه ستاسې خبرو ته غوږ ونیسم چی زما درانه ورور اعلیحضرت صابر شاه څه غوښتي دي.

د مرکې خلک د پاچا په ماڼۍ کې میلمانه شول. آسونه یې بهر د میرانشاه چمبر کې وتړل شول او وربشې ورته واچول شوې. د شپی یی میلمنوته چرګان، کبابونه او غوړی وریجې پخې کړې وې، د ماسخوتن لمانځه کې امامت په خپله میرانشاه پاچا وکړ. دشپې میلمانه ویده شول، شپه تیره شوه، سبا شو. دسهار لمونځونه وشول، لمرخاته سره سم میرانشا په ماڼۍ کی میلمنو ته شات، کوچ، خیدک او هګۍ راولیږلې. د میلمنو یی ښه قدر وکړ. څاښت مهال چې پاچا د خپل رعیت نورټول کارونه خلاص کړل، نود عریضو او شکایتونو د اوریدو وخت را ورسید، کله چې د عریضواوشکایتو وار تیرشو، د سیستان کاروانیانو ته یی اجازه ورکړه چی د ده دربار ته ورشی. د مرکی خلک دربار ته حاضرشول. وروسته تر تعظیم څخه کیناستل. صابرشاه دوی ته غوږ ونیو. له زابلستان څخه راغلو میلمنو یوځل بیا د میرانشاپاچا سلامونه ورته وړاندې کړل، وروسته یې هغه نور سوغاتونو د ده حضور ته وړاندې کړل چې ډیر قیمتي وو او په پیټیو کې نه و کیښودل شوي، دا قیمتی سوغاتونه په زربفتو کې نغاړل شوی وو چې بیه یې کروړونه روپۍ کیدې او صابرشا پاچا، میرانشاپاچا ته را استولي وو. په دې کې قیمتي غمي، جواهرات او الماس وو. دوی میرانشاه پاچا ته د خپل وطن د حالاتو، برکتونو، د اوبو د بندونو، باغونو، پریماني او د رعیت دهوساینی ډیرې کیسې او صفتونه  وکړل او ویې ویل چې د زابلستان او سیستان ولسونه سره وروڼه او یود بل خواخوږي دوستان دي. دوی ګډ دوستان او ګډ دښمنان لري، خو د دې لپاره چې دغه دوستی لا ټینګه شي، نو موږ د خپلوي وړاندیز کوواو په دې توګه یې د صابر شاه زوی ته د ده لور وغوښته او د صابر شاه د زوی د زړورتوب او پوهې کیسې یې ورته وکړی.

 میرانشاه چُرت کې ولاړ چې اوس څه وکي اوڅه ورته ووایي، نو دوی ته یې وویل:

-         تاسې به یوه شپه نور هم زما میلمانه یاست. زه به خپلو وزیرانو او نجومیانو سره سلا وکړم، بیا به ګورم چې خدای څه راپيښوي.

د مرکې خلک بیرته د ماڼۍ میلمستون ته ولاړل. په هغه شپه میرانشاه پاچا وروسته د ماسخوتن له لمانځه څخه خپل عقلمند وزیر سره مشوره وکړه. عقلمند وزیر ورته وویل:

-         زموږستره واکمنه! عالی جنابه: الله دې عمر اوږد لره، بویه چې ښایسته شهزادګۍ له هوښیار او زړړورشازاده سره واده وکړي. زمونږ درسره مصلحت دی. کله یې چی وزیر رخصت کړ، د دربار نجومي یې راوغوښت، نجومی لومړی دپاچا مخې ته په ګونډو شو، د باچا د روغتیا او اوږد عمر لپاره  یی دعُا وکړه او د پاچا حُکم ته تیار شو.

پاچا نجومي ته وویل:

-         د سیستان پاچا زما لورته ریباران او مرکه رالیږلې ده، ته د نجوم کتابونه وګوره او بیا ماته مشوره راکړه.

هغه خپل کتاب کی وکتل، وروسته یی کتاب وتاړه په تعظیم او درناوی سره د میرانشاه تر مخې په ګونډو شو، سر یې ښکته کړ، لږ شیبه وروسته پاڅید، په درناوي سره د پاچا مخې ته ودرید او ویی ویل:

-         زموږ ستره ټولواکه ! تر تا کوربان شم، عمر دې ډیر شه، زما یقین راغی چی د شازادګۍ او شهزاده طالع بیداره او ژوند یی په شریکه بختور ښکاري. د شازاده د اقبال ستوری مې ولید او کتابونوکې مې دهغه دزړورتیا، نښې ویشتو او کسبونو ټکي وموندل.

نجومی بیا تعظیم وکړ او په شا ولاړ. ورپسې پاچا هغه سوداګر راوغوښت چې له زابلستان څخه به یې مالونه سیستان ته او له سیستان څخه یې مالونه زابلستان ته وړل. دا سوداګر له زابلستانه تر سیستانه پورې ټولو خلکو پیژاند، ډیر مالداره او په سوداګرۍ پوه سړی و. سوداګر راغی پاچا ته یی تعظیم وکړ او په ګونډو شوویې ویل:

-         اعلیحضرتا! ای زموږ ستره ټولواکه زما شتمني دې تر تا قُربان شي، ماته امر وکه، تیار یم.

 پاچا یې تعظیم ومانه اوهغه یې ځانته نژدې وروغوښت، سوداګر د پاچا مخی ته کیناست. پاچا د زابلستان د حالاتو، آبادي، هوا، اوبواو د هغه ملک دپاچا او د هغه د زوی او رعیت په هکله ورڅخه پوښتنه وکړه او ورته ویی ویل چې د زابلستان خلک او ولس له خپل پاچا او خپل شازاده څخه خوښ دی که نه؟

سوداګر وویل:

-         پاچا عمر دې ډیر شه، زابلستان لکه زموږ د سیستان په شان یو پُراومعمور ملک دی، ما ډیر ملکونه لیدلي دي، خو له اشرقه ترمغربه او له عجمه تر عربه پورې مې لکه د سیستان او زابلستان په شان اباد ملکونه ونه لیدل. دنړۍ ترټولو خوږې اوبه او تازه میوې په سیستان اوزابلستان کې دي. دسیستان د اوبو بندونه او باغونه زښت زیات ښایست لري، د سیستان په ډنډونو کې مرغاوی او زاڼې ګرځي، د ویالو ترغاړو یې د میوو دونه ونې دي چې میوه یې څوک راټولولای نشي... دا وخت اڅک دومره میوو ته حیران و چې چا لاټولولای نشوی !

پلار هلکانو ته وخندل ، هلکانو غوږ نیولی و او پلار دوام ورکړ: سوداګر د سیستان د آبادی او د سیستان د پاچا همدا صفتونه کول او هغه یې ستایه:

-         ...د سیستان پاچا عادل او په رعیت ډیر ګران دی، ولسونه یې ایمانداره اوسخاوت لرونکي دي.  ما خو چی څومره دسیستان له خلکو اوریدلي دي، د هغوی پاچا ډیر عادل او مسلمان سړی دی او زوی یې ډیر زړور او هوښیار دی، داسې شهزاده د دنیا په هیڅ ملک کې نشته. په غیبو الله پاک ښه پوهیږي، خو دغو تیرو پنځو کلونو کې چې زه هلته ځم او راځم له هیچا مې د صابر شاه بد نه دي اوریدلي، لارې یې امنیت دي، کسبونه پکې ډیر دي، باغونه او کروندې شنې او هره خوا دتازه  او خوږو اوبو رودونه  روان دي...عدالت پکې چلیږي، او ولس او رعیت خپل پاچا ته دُعا کوي.

پاچا دسوداګردخبرو له اوریدو وروسته هغه هم رخصت کړ. په سبا یې بیا هم کله چې ترغرمې پورې درعیت کارونه ترسره کړل او عریضې او شکایتونه یې واوریدل، نوغرمه یې له سیستان څخه د راغلې مرکې خلک ځانته وروغوښتل او دوی سره یی ومنله چی خپله لور به د صابر شاه پاچا زوی ته واده کړي. کله چې میرانشاه پاچا د صابرشا پاچا ریباران رخصتول، هغوی ته یې ډیر قیمتی سوغاتونه ورکړل او د دوی د آسونو خورجینی یې له راز راز هغو اسبابونو ورډک کړل، چې دلته د زابلستان صنعتکارانو جوړ کړي وو. دوی ته یې د زابلستان وچې میوې، د زرګرانو په لاس جوړ شوی ملاوستنی او د آسونو خورجینی اوطبراقونه ورکړل.

کله چې  مرکی ته استول شوي وزیر او  ریباران سیستان ته بیرته ستانه شول، لومړی د صابر شاه دپاچاهي ماڼۍ ته دهغه د درناوي او هغه ته د تعظیم لپاره ورغلل، بیا یې هغه ته  مبارکی وویله، هغه سوغاتونه چې میرانشاه پاچا د سیستان پاچا ته رااستولي وو هغه یې ورته مخې ته کیښودل. پاچا رالیږل شوي سوغاتونه یو یو وکتل او بیا یې هغه خزانې ته واستول. دا خبر په ټول سیستان کې خپور شو، نغارې و غږیدې او جارچیانو خلکو ته د دې پېښې خبر ورکړ.

په هغه سبا دښار په لوی ډګر کې د ساندې او نښې ویشتو لوبه جوړه شوه، دغې لوبې ته ډیر خلک راغونډ شول.څو میاشتې وروسته په سیستان کې د شازاده واده ته تیاري ونیول شوه. بیا نغارې وډنګیدې اود سیستان واړه او زاړه خوشحاله وو. د شازاده او شهزادګۍ واده اووه ورځې و، په دغو ټولو اوو ورځو کې دښار خلکو ته ډوډۍ ورکول کیده، نښې ویشتل کیدې اوډولونه ډنګول کیدل. دا وخت پلار دواړه لاسوونه داسې ښورول لکه چې ډول وهي، هلکانو ته دکلی  ډم وریاد شو چې څنګه یې د واده په ورا کی ډول غاړې ته اچولی و او په یوه سا یې غرباوه او څو تنو کلیوالو ورته اتڼ کاو.

پلار بالښت لږ څه نور هم اړخ ته ورلنډ کړ څادر یې په زنګون را سم کړ او کیسه یې داسې وغځوله:

په ټول سیستان کې لویه خوشحالي وه، خلکو نوې جامې اغوستې، بازارونو باندې جنډۍ ځړول شوې وې او ډولونه ډنګول کیدل. اووه ورځې وروسته د زابلستان د پاچا لور د ګاڼو، سرو او سپینو زرو له یو کاروان سره په ښایسته ډولۍ کې سیستان ته راورسیدله. ختمونه وشول او یو بل ته مبارکی وویل شوه. کله چی د میرانشاه ښایسته لور د صابر شاه نږور شوه، نو ډیر ښه ښه کارونه یی شرو کړل. نجونو ته یی مدرسه جوړه کړه او د سیستان غریبو خلکو سره یی مرسته وکړه.  د هغی ګاڼی او سرو او سپینو زرو په پيسو یې له سیند څخه ویالی او کانالونه هغو وچو دښتو ته وکښل چی کښت پکی نه کید، یوه ویاله دهغې دپلار په نوم او بله دهغې د خُسر په نوم شوه،اوس هم یوې لویې ویالې ته د صابری ویاله او یوې بلې ته شاه جوی وایی. سیستان د دُنیا پرمځ یو اباد او له غلو- دانواو میوو ډک وطن شو، له هرګوټ څخه سوداګر په دې خوا رامات وو، د هیڅ شي کمی نه و. د سیستان نجونو، ښځو او ټولو خلکو شازادګۍ ته دُعاوې کولې اودهغې په هوښیارۍ یې ویاړ کاو.خو د خدای کړه و او د بنده ورته کاته و، دا وخت کوپارو یو لوی لښکر له غراغرومه په سیستان را روان کړ چی دغه آباد او ښیراز ملک ونیسی. دښمن غوښتل دسیستان د ابو بندونه، چې سیستان ورباندی آباد و، ونړوي. دا وخت یوناڅاپه اڅک وپوښتل ولی یې د اوبو بندونه نړول؟

پلار ورته وویل دښمن دسیستان آبادی  او دسیستانیانو خوشحالی نشوه زغملای.

د اڅک ورور چې د کیسې د نورې برخې اوریدو ته بیړه وه دستی یی وویل، ښه ابا بیا څه وشوه، دښمن یی له کومه لوری راغی او دسیستان خلکو څه وکړل؟

پلار ورته په مهربانی وخندل، ځواب یې ورکړ:

زویه؛ د دښمن لښکر له پاردریا څخه راغی. د سیستان ځوانانو تورې ته لاس کړ او د وطن د ساتنې لپاره د پردیو د لښکر مخی ته ورووتل.  د صابر شاه زړور زوی د لښکر په سر کې و. دوی پنځه کاله له دښمن سره په میړانه جګړه وکړه، سیستان یې تسلیمیدو ته ورنکړ، دښمن یې په شا تمبولو ته اړ کړ، خو د دښمن لښکر یو ګوډاګی په پټه سیستان ته راواستاو. هغه تورې جامې اغوستې وې او مول یې وهلی و چې څوک يې ونه پیژنی، هغه د دښمن له ملکه دوه توبرې زهر په آس باندی سیستان ته راوړل، هغه یې د هغو ویالو په اوبو کې واچول چی د سیستان خلکو  او دسیستانیانو پوځ دهغو اوبه څښلې.  کله یی چی وروستۍ توبره اوبو کې تشه کړه خدای دغه ګوډاګي څخه توره تیږه جوړه او دغه ګوډاګی ځای پرځای توره شرمیدلی تیږه شوه. زهر په ویالو کې خواره شول او د صابر شاه پاچا د لښکر سپاهیان د زهرجنو اوبو په څښلو شهیدان شول. ښار دښمن ونیو خو لږ وخت کی شازاده د سیستان پاتی ځوانان راټول او دښمن یې له سیستان څخه ورک کړ. له هغه وروسته خلک تیږه شوی ګوډاګی په تورو تیږو ولي او لانت ورباندې وایي. اوس د تور ګوډاګي په سر دومره تیږې ویشتل شوي دي چې لویه غونډۍ ورڅخه جوړه شوی ده. په تواریخو کی نیک او ښه  خلک په ښه نوم یاد شوی او بد خلک په بد نوم.

اڅک چې د کیسو او نکلونو ډېر لیوال و، د دې نکل په اوریدو سره یې وویل:

تاریخ کی څومره ښې ښې کیسې شته !!

د اڅک په ذهن کې د سیستان شهزاده یو اتل شو او توره تیږه شوی ګوډاګی ورته یو لوی غدار او ګنهکار وبریښېد. ده د تاریخ یولوی لوست له خپل پلار څخه زده کړ. سبا به پلار ورته د تاریخ نوی کتاب هم راوړي.

 

 


بالا
 
بازگشت