پوهاند محمد بشیر دودیال

 

شـــهید وروڼــــه

یوه لنډه تاریخی کیسه:

د کابل ښار جنوب لوري ته، کله چې د پخوانۍ  لاهورۍ دروازې څخه تېرشئ او نور هم جنوب لوري ته وړاندې ځئ، نو د تاریخې بالاحصار  ختیځې دروازې ته رسیږئ. له دې ځایه چې نور هم جنوب خواته روان شئ، دسړک خواسره یوه ویاله ستوی رابهیږي چې دغه ویاله پخوا د استقلال ترجادې پورې راغلې وه او په پای کې له پُل محمودخان سره د کابل سیند سره ګډېدله، هغو کلونو کې به دغه ویاله ډکه بهیدله.

د ښار جنوب لوري ته دغځیدلی سړک دوو خواووته د همدغې ویالې تر غاړې د ښنګو د زیږو ونو یو کتار ښکارېد، خو اوس یې شمېر ډیر لږ پاتې دی.

د ملک نور سرای څخه لږ ورتېر؛ دسړک ښي لاسته د یوه ډیر پخواني زیارت له پاسه څو جنډۍ په رپیدو ښکاري. دغه ځای کې درې قبرونه یوبل سره نږدې دي، چې اوس د ګڼې –ګوڼې له امله نه ښکاري. د قلعچې خلکو به دغه زیارت ته د درې شهیدو ورڼو زیارت ویل. دغه زیارت د ډیرو پخوا وختونو کیسه کوي، آن د سلو کالو پخوا کیسه !  دهغه وخت کیسه چې (*) پر وطن باندې پرنګی راختلی و او د ولس قبضه کول یې غوښتل، خو افغانانو د خپل وطن د ساتنې لپاره خپل ټټرونه سپر کړل، د وطن خاوره یې له پردیو وګټله. دغه زیارت هم دهغو دریو وروڼو دی چې د استقلال دبیرته ترلاسه کولولپاره د ننیګالو ولسي لښکر سره یو ځای شوی وو.  دوی یواځې یوه سپین سرې مور لرله. ته به وایی چې مور خپل دغه درېواړه زامن د وطن د لارې سترې قربانۍ ته روزلي او لوی کړي وو.

او په هغه ورځ چې دغه درې وروڼه غزا ته تلل، نو مور یې یواځې له نیمکښو دروازې تر لنډې ټوټې لارې پسې وکتل دعا یې وکړه، بېرته ستنه شوه او په کور کې کیناسته.

زیارت د سلو کالو پخوا کیسه کوي، جنډۍ د درېو وروڼو کیسه کوي، د تاریخی بالاحصار لمن د ځلمو د شهادت کیسه کوي:

***

۱۸۷۹ میلادي هغه کال و چې پرنګیانو پر افغانستان د دوهم ځل لپاره یرغل راوړی و. داسې ښکاریده چې دا ځل د هیواد د جنوبي سیموپه پرتله هغوی ته د هیواد مرکزی سیمو ډیر اهمیت درلود.  جنرال رابرټس هغه پرنګی جنرال و چې څلویښت زره لښکر سره یې آسمایی غر تصرف کړ. د رابرټس لښکر د آسمایی غره مورچې ونیوې، نیمو نورو یې شیرپور کې چاوڼۍ جوړې کړی. له بلې خوا یې خپل دبُتخاک ځواکونه او په ګندمک کې دجنرال ګلف فرقه شیرپور ته راوغوښتله. په دې کې ګورکه اجیر سوډر اوپنجابی حشری هم وو. ملی مبارزینو او ننګیالو د کابل او د کابل په شاوخوا کې دخپلواکۍ غوښتنې جنډۍ ورپولې. ملا مشک عالم او محمدجانخان وردک لومړی د جهاد اعلان وکړ او له ولسي لښکر سره مخ پر کابل را وخوځیدل. له شمالی څخه محمد عثمانخان ساپی او محمد شاه خان په کابل راننوتل. دا وخت د انګریزانو د توپونو میلونه د مبارزینو خواته اړول شوي وو او په بارتو یې ورته ګونډې وهلی وې. دوی آن د خپلو آسونو وربشې زیرمه کړی وې، په وسله ښه سمبال وو. کله چې په دې پوه شول چې د ننیګیالو ولسی لښکر مخ په کابل راغی او د کابل ښار ته ننوځي، نو له خپلو چوڼیو څخه ووتل او په ښار یې غلبله جوړه کړه، د کابل ښار ډیر وګړي یې له تیغه تېر کړل. محمدعثمانخان ساپي او ډیر نور غازیان شهیدان شول. د ښار اوسیدونکو به دشپې د جګړې لپاره تیاری نیوه او سپده داغ کې به یې د هرې کوڅې له هر سر څخه د تکبیر آوازونه اوچت وو.  په دغه وخت کې د لوګر مبارزین له غلام حیدرخان څرخي سره د کابل له جنوبی لوري مخ پر بالاحصار وړاندې راتلل. د هغوی د راتګ په لاره کې له ولسي لښکرسره له هر کلي څخه ولسي ځلمیان دهغوی مشرانو سره یوځای کیدل.

***

تود  اوړی تېر و، د مني شپې – ورځې وې، د لوګر د سیند اوبه خړې شوی وې او سیند د ژیو تر نیمایی بهېد، دوو خواوو سره یې د لوړو چنارونو پاڼې په ژیړېدو او رژېدو ښکاریدې، دکلیو د کورونو دټیټو بامونو پر سرونو ژیړ جوار د وچولو لپاره اوار وو، سنځلې په پخیدو وې، کلیوالو په کورونو کې وچ توت په انډیو کې اچولي وو. دوی په چاودلو پوندو او سپیرو خپړو دمني د غنمو د کښت لپاره دپولو کونجونه وهل او ورخونه یې تړل چې د غزا چیغه( **) شوه، هغوی ورخونه همداسې پرېښودل او یومونه یې ولاړ ودرول، له ولسي لښکرسره په چیغه ووتل. چا تبرونه، چا ملخي او دانپور ټوپکونه واخیستل او د تکبیر نارې اوچتې شوې.

د کوچنی کلی د خړو او خټینو کورونومخکې کوچنۍ دروازه چې سپیرې او غټې دړې یې درلودې، په لخک کې تاو شوه او درې  وروڼه پرله پسې سره راووتل. هغوی په غبرګه خپلې یواځینۍ مورسره خدای پاماني وکړه او د مبارزینو له لښکر سره ستوي شول.

ولسي لښکر لومړی په اتڼ او د ډولونو په غربهار او درزهار کې د کلي میدانی ته ووتل، سره راټول شول او ورپسې یې د ټوپکو شپیلۍ آسمان ته سیخې کړی، یو یو درز واوریدل شو. ورپسې د رابرټس لښکر سره برید ته وخوځیدل. دا د کابل له جنوب لوري د کلیو ولسی لښکر و چې وړاندې ته. له مستو قدمونو څخه یې یو ګرد هواته پورته کید، د دوی څه دپاسه دوه سوه تنه د بالاحصار په ټیټه لمن کې خواره وو، نور یې  له دې نه هم د ختیځ لوري ته تیت شول. له دې ځایه وروسته دوی په زغرده وړاندې نه تلل، ځکه چې په دوی باندې د پاس له خوا څخه د انګریزی لښکر د وسلو ګولۍ راوریدې. دوی غوښتل د شپې په تیاره کې ځانونه بالاحصار ته ورسوي او د بالاحصار سرپورې دشیردروازې څوکي ونیسي. د انګریزانو توپونه او ټوپک په دغه ځای کې لویې لارې ته لمبر شوي وو او هغه یې پرله پسې ویشتله. د سړک او د لارې د خوا کلاګانې ورانې شوې، ملي مبارزینو له لارې څخه ځانونه چپ کړل، په ښوره زار زمکه کې د اغزیو او لوخو شاته شول. یویو ځل به د انګریزانو د وسلو د ګولیو باران جوړ شو، ته به وایی په دغه سیمه باندې له پورته خوا څخه سره اورونه وریږي. مبارزینو د بالاحصار دغره په څوکو سترګې خښې کړې وې چې کله به هغه نیسي، خو هلته رابرټس پوخ سنګر نیولی و. د بالاحصار په ټیټو برخو کې هم دهغوی وسلې او توپونه ځای پرځای وو. د ولسي لښکرکوم ننګیالي چی وړاندې تللي وو، دهغوی پته نه معلومیده.

ورځ په تېریدو وه، لوړ مازیګر و چې ملی مبارزینو پرېکړه وکړه چې  په شپه کې به پر انګریزانو یرغل کوي. د غرونو له څوکو سره د مازیګر سُرخی ښکاره شوه، اُفق د اور رنګ ونیو. د ساپیو له غرونو څخه د لمر د وړانګو وروستۍ لمنه ټولیدله، لا هم دپرنګیانو د وسلو غږ اوریدل کید، ځای ځای به یې له زمکې ګردونه او خاورې پورته کولی. په همدې کې د ولسی لښکر څو تنه شهیدان شوي وو، ډیرو نورو د ماښام په تته رڼا کې خپل ټپونه تړل. دا وخت د آسمان په ګوټونو کې د مني نرۍ نرۍ توره وریځ  راښکاره شوه چې د ماښام له تیارې سره یې فضا نوره هم خړه- پړه کړه چې پرنګیانو باندې وېرې  وزرونه وغوړول. نور نو مبارزین او ملی ننګیالي د شپې پخېدو ته تم وو...

کله چې شپه له نیمایی اوښته، ننیګیالیو د بالاحصار له جنوبی او ختیزې لمنې څخه د انګریز لښکر مات کړ او هجوم همداسې وړاندې روان و. دوی ځانونه دپرنګي مورچو ته ورسول. دسبا ستورو دملی مبارزینو د وروستی بری زیری ورکاو، هرې خوا څخه د تکبیر آوازونه راتلل چې  آزادی غوښتونکي مبارزین اوولسی سرتېري یې نور هم زړور کړل. په بالاحصار او آسمایی غره کې پرتو پرنګیانو باندې له هرې خوا حمله پیل شوه. کله چې د شپې په رګو کې د ورځې رڼا ځغلیده، نو ملی مبارزینو د رابرټس ټول لښکر مات کړی و. ختیځ کې دسهار سره شفق د ولسی لښکر دشهیدانو د لوړ توغ په شان د ننګیالیو بری اعلان کړ.

پرنګیانو بالاحصار پریښی و، د انګریزانو او د دوی د اجیر ګورکه پنجابیانومړي  او دحشری سوډرانوجسدونه پراته وو. د مني د یخ سهار سړه هوا لګیده، توره وریځ نوره هم ګڼه او سره نږدې شوې وه  او کله چې ننګیالیو درې شهید وروڼه  د اوسني پاخه سړک لویدیځ لور ته ښخ کړل، نو د منې وریځې هم په دغه ماتم څو اوښکې توی کړې، نرۍ نرۍ سیلۍ تر مور پورې د شهادت معراج ته دهغې د زامنو د رسیدو خبر ورساو.

***

بوډۍ مور تر ډېرو کلونو هر هرچا ته خپل زامن یادول او د هغوی کیسې یې کولې. کله چې د ادې په سر کې یو ډکی تور وېښته او خوله کې یو غاښ هم نه و پاتې، په اوړي کې به یې دغنمو وږي ټولول او د هرکال د مني په شپو کې به یې د جوارو چینک کاو او کله به یې دخلکو وړۍ سنۍ کولې. او کله به چې ادې د ژمي په اوږدو شپو کې د هر خپلوان کره میمله وه، تر نیمې شپې پورې به یې ماشومانو ته کیسې او نکلونه کول.

ادې به چې دهر خپلوان کره میلمه شوه، نو د هغه کور په ماشومانو به جوړ اختر و. دژمي سړې او اوږدې شپې به د ادې په نکلونو خوږې او ژرتیریدې.

نه پوهیږم چې ماته ولې همدا اوس هم کله کله بوډۍ ادې ترسترګو شي چې د دیوال خواکې ناسته وي او په ستړو- ستومانو او زهیرو لاسونو کله څرخی څرخوي او کله هم وړۍ ریشي. دهغې په زهیرو او رنځورو سترګو کې یوه یوه رڼه اوښکه دهغې د ناپایه رنځونو او د زامنو د بیا نه لیدو د آرمان تجسم دی. ادې لا ډیر کلونه پخوا د خپلو زامنو(دیدن) پسې تللې، خو نه پوهیږم چې ماته ولی هغه همدا اوس هم هرمنی او هر ژمی رایادیږی؟

 

* د افغان- انگلیس دوهم جنگ ته اشاره ده. څرنګه چې دا کیسه له نن څخه ۴۲کاله مخکی لیکل شوی وه، نو اوس له سلو کالو هم زیاته موده کیږی، هیله ده موضوعسو تفاهم واقع نه کړی.

** چیغه هغه اعلان ته ویل کېده چې د یوې مهمی موضوع خبر به یې خلکو ته رساو، دا به معمولاً د کلی د ډم له خوا د ډول غږول و، یا به جارچی په یو لوړ ځای وخوت او خلکو ته به یی اعلان کاو.

 

 


بالا
 
بازگشت