حبيب اله غمخور

 

دميوندد ملالی ياد دي تل پاتی او ژوندی وي

له نن څخه  ۱۴۱ کاله وړاندي په همدې ورځ مو دانگريزانوسره په ملی جگړه کي  ۱۹ کلنه افغانه پېغله ملالۍ دميوندپه تاريخي جگړه کښي دانگرېزانو لخوا په شهادت ورسېدل اودتل لپاره موله لاسه ورکړه ،خونوم اووياړلي تاريخ یې تل پاتی او ابدي سو .

دميوند په غزا کي دملالۍکارنامه دپښتنو ښځودغيرت اوفداکاری څلي دی.

نن دجولای په ۲۷ مه نېټه له انګرېزانو سره د افغانانوددوهمې جګړې،دمیوند دتاريخي جګړې ۱۴۱ کاله کېږي چې افغانی پېغلی ملالۍ دخپل عمر په ۱۹ کلنۍ کښي دانگريزانوپر وړاندي ملي مبارزه اوتاريخي جگړکي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ،دا هغه ورځ وه چې افغانانو انګرېز ځواکونه په ميوند کې پرشا وتمبول.ياددې ژوندی اوتل پاتي وي.

که څه هم ايوب خان ددې جګړې اتل و، خو دې جګړې يوه اتله هم درلوده،د هغې اتلې نوم ملالۍ وه .

ملالۍ دکندهار په میوند ولسوالۍ کې د خيګ په نوم دیوه کلي اوسېدونکې وه ،دا کلی د ميوند د جګړې ميدان ته نېږدې پروت وو .

ملالـــــۍ اودهغي پلار او ددې دژوند ملگری چي لایې واده نه وو ورسره کړي هم دغازي ايوب خان له لښکرو سره د (١٨٨٠) کال دجولاي دمياشتي په (٢٧) نيټه يوځاي شول ملالـــــۍ دنورو کيلودښځوپه څيردخپلوغازيانو وروڼوملا ور وتړله.دملالـــــۍ کورني اوس هم وميوندپه خوگيانيوکاريزکي سته، ملالـــــۍ هم خوگياني او په دغه کاريز کي اوسېده، هغه دشهادت په وخت کي پيغله وه، په ونه دنگه او لوړه ډيره ښکلي اوقهرمانه وه . دهغي قبر (مقبره) اوس هم په ميوندکي سته.  خلگ ئي زيارت ته ورځي ،اودا قبر دمانده پرشمالي غاړه واقع دي . ځيني معلومات ښيي چې په همدې ورځ دملالۍ واده هم و، خودې دنورو افغانو ښځو غوندې دجګړې دټپيانو مرسته کوله، هغوی ته ‌يې اوبه او افغان سرتېرو ته ‌يې اضافي وسلې ور وړې .

دميوند په جگړه کي ملالـــــۍ دنورو نجونوپه شان غازيانو ته اوبه رسولي دا هغه جگړه وه چي دپرنگی (انگرېزی)ښکيلاک جرړي ئي په لندن کي ولړزولي. دجګړې پرمهال د افغان سرتېرو شمېرزیات و،خو بیا هم دوی پر شاتګ پیل کړ.

ويل کېږي چې ملالۍ خپل پوړنی په هوا کې لوړ کړ او نارې يې کړې :

که په ميوند کې شهید نه‌شوې

خدايږو لالیه بې‌ننګۍ ته دې ساتينه

له دې سره سرتېرو جګړه چټکه کړه، خو هغه کس چې د افغانانو بيرغ ‌يې په لاس کې و، د بریتانوي ځواکونو په مرمۍ وويشتل شو .ويل کېږي ملالۍ دغه بيرغ لوېدو ته پرېنه‌ ښود.په ځينو معلوماتو کې ویل شوي چې ملالۍ له خپل پوړني څخه بيرغ جوړ او پورته کړ .

 ملالۍ دا لنډۍ هم ويله :

خال به د يـــــــار د وينو کېږدم

چي شينکي باغ کې ګل ګلاب وشرموينه

وروسته ملالۍ هم وويشتل شوه، خو دې د افغان سرتېرو په مورال لوړولو کې لوی رول ولوباوه.

له دې سره بریتانوي ځواکونه د کندهار پرلورپرشا وتمبېدل او دا د افغان-انګرېز په دوهمه جګړه کې د بریتانيې لومړۍ لويه ماته بلل کېږي .

د پاچا بېرته راتګ او د افغانستان لپاره جګړه له ۱۸-۳۹ څخه تر ۴۲ میلادي کلونو پورې ليکوال او تاریخ‌پوه ويليم ډارليمپل په نیويارک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې ليکلي چې د میوند دملالۍ په اړه په افغا نستان کې د انګرېزانودجګړې په اړه دبریتانيې په تاریخ کې هېڅ هم نه‌دي لیکل شوي.

خودده په وينا، دميونددملالۍ فعالیت دبریتانيې امپراطوري دميوند په جگړه کې د ۱۹مې پيړۍ له ترټولو بدې ماتې سره مخامخ کړه .

ډارلمپل لیکي چې ملالۍ هغه مهال د افغان ځواکونو لوېدلی بيرغ راپورته کړ او په ځينو مواردو کې ويل شوي چې دې له خپل پوړني څخه بيرغ جوړ کړ چې ددې کوژدن د بریتانيې له توپچي سره مخامخ شو او بیا دې ورته لنډۍ وويله.

اشنا مې سر پر وطن کېښود

په تاردزلفو به کفن ورته ګنډمه

که څه هم ملالۍ دميوندپه جګړه کې خپل ژوندله لاسه ورکړ، خودا د افغا نستان مشهوره اتله شوه .

ددښمن په ځواکونو کي يې ماته گډه او ډيره زياته مرگه ژوبله پكي وسوه. دافغانسنان درمسير تاريخ) ليكوال دهغه وخت ديو نوميالي مورخ ميرزا يعقوب علي خوافي دكتاب په حواله ليكي چي په دغه جگړه كي له دوولس زره انگريزي پوځ عسكرو او صاحب منصبانو څخه يوازي (۲۵) تنه ژوندي دجگړي دډگر څخه په تيښته بريالي سول . د(زموزغازيان ليكوال محمدولي حلمي د نفتو لا خالفين د كتاب (شيبور هايي پيروزي ميوند) ۴۵۳ مخه په حواله ليكي: كله چي دزياتي كلكي ژوبلي په نتيجه كي ميوند فتح او افغاني غازيان دخپلو شهيدانود ښخولو په تكل كي وو ,غازي سردارمحمد ايوب خان پوښتنه وكړه چي دغه نجلۍ څوك ده چي په داسي نازك حالت كي يې پخپلو ملي لنډيو افغانى لښكرپه ننگ اوغورځنگ راوست؟ځواب وركول سو چي دا ملا له د يو چو پان لور او دميوند (كشك نخود) اوسيدو نكي ده بل ورته وويل چي دا ډيره زړه وره وه دغازيانو ترڅنگ يې بايد ښخه كړو. ايوب خان وويل ښه واياست ملايانو اوملي مجاهدينو دبخښني دعاورته وكړه او هم هلته يې خاوروته وسپارله. همدارنگه ميرغلام محمد غبار په (افغانستان درمسيرتاريخ) او لويس دوپري په خپل اثر(افغانستان )كي دملالۍ سر ښندنه او ننگياليتوب ستايې او تاييدوي .

له دي پورته څرگندونو داښكاري چي ملاله دهمدغه ميوند په تاريخي جگړه كي دشهادت مقام ته رسيدلي او تلپاتي نوم يې په برخه سوى دى ددغه ستره وياړلي كارنامه زموږدهيوادپه تاريخ كي په زرينو كرښو ليكل سوی .

مرحوم استادرشاد صاحب چي له ميوند مجلي سره مرکه کړي وه، ويلې وه چې دميوندي ملالۍ کورني تراوسه دميوند په خوګاڼيو (کار يز) کي ژوند کوي. خپله ملالۍ دخوګاڼيودقوم څخه وه، ددغي اتلي قبر تراوسه په ميوند کي موجود دي . ديادوني وړده چي دملالۍ دنيک نامه په اساس ډيری افغاني کورنی دخپلو لوڼو نومونه  ملالی ايږدي .

لنډه داچي د ملالۍ نوم د افغانې اتلې په کتار کې د هیواد په تاریخ کې تل پاتی ولېکل شو. راتلونکو نسلونه هم بايد د ملالۍ نوم په ویاړ وساتي اوديواد په مختليفو سيمو کې  ښوونځی، روغتونونه د میوندي ملالۍ په ویاړلي نوم و نومول شی   .چې متاسفانه دولتری اړوندادارو ددې غښتلی دکارنامو ياد ژوندي ساتلو په موخه کوم داسي کارندی کړي کوم چې پرې ورنه مننه وشي .تاسو یې دقبر انځور وگوری اوپرې قضاوت وکړي ؟ ايادادهغې ددرناوی بېلگه بللاي شو؟

 

 


بالا
 
بازگشت