حبيب اله غمخور

 

دنوی کال په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې  دمبارکی پيغام

نوی کالمومبارک شه

هرروز تان نوروز

نوروز تان پيروز

سويډن – مالمو

د۲۰۲۲ مز کال دمارچ ۱۹مه

 

درنوهيوادوالو، فرهنگيانواوفرهنگپالو!

تاسو،ستاسو درنې کورنۍ اوټولودوستانوته دنوی ۱۴۰۱ لمريزکال درارسېدو له امله  دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيلې وړاندي کوم.پدې هيله چي دانوی کال ستاسواوټولوهيوادوالو لپاره دخوښيواوبرياونه ډک کال وي .

وطنداران شرافتمند،دوستان گرامي !

به مناسبت فرارسيدن  سال نو ۱۴۰۱ هجری شمسی  صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش را به شما هموطنان گرامي وهمه کسانکه اين روزراخجسته ميدانند مبارک باد ميگويم . آرزومندم سال نو، سال پر سعادت وکامگاري براي ملت ستمديده وبلاکشيده ماباشد.

درنو هيوادوالو !

دادی زموږ کړېدلی ولس  يوبل کال  هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی  . دوي يوڅه غواړي هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،دموکراسی  اودانساني کرامت خوندی ساتل .داهغه څه دی چې دبشرد حقوقودنړيوال سامان په اعلاميه کي درج سوی اوداسلامی اصولو سره هم هيڅ ډول مخالفت نلري .

له بدمرغه په تير کال کي زموږ دولس هيلي  اوانتظار يوځل بياپه ناهيليو بدل سو. زموږ دخلکو رواغوښتنوته چې دزمان دنړيوال ټولنيز ژوندله کاروان سره برابری وې مثبت جواب ونه ويل سو .دښاغلی اشرف غني حاکميت ړنگ اودولتی واک امريکا طالبانوته وسپاره اوطالبانوتراوسه دخپل تېرحاکميت پشان ددوي دکړنوپروړاندي دافغان ولس هغه تيری زور ونکې خاطرې يوځل بيا راژوندی کړې .پدې شاوخوا ((۷))مياشتوکې طالبانوددې پرځاي چي دولس زړونه لاسته راوړی دافغان ولس دتاريخي دښمن پاکستان په هڅونه یې نوره هم داړيکواواعتبارپيداکولوواټن  له افغان ولس نه زياته سوی . متاسفانه ددوي کړنې اوتبليغات افغانانوته تراوسه لادمنلو وړځکه ندي چې دخبرو اوعمل ترمنځ  واټن ډېریې زيات دی، ځکه خو افغانان دانوی کال په کورنی اوټولنيزوپريشانيوکي پيلوي .

آميدواريو چې داولس لدې ناخوالوسره چي امريکا او پاکستان ورسره لاس اوگرېوان کړ ژر تر ژره خلاص اوديوه باعزته ،هوسا او بسيا ژوند خاوندان شي .

متاسفانه  په ټول هيوادکي په مختليفو بڼو امنيت ټکنۍ دئ،په همدې پاکستان کي دروزل شوو لخوا زموږ په خاورکي دالقاعدې اوداعيش سازمانوفعاليتونه يوځاي اوبل ځاي ليدل کيږي او نا ارامي دوام لري .

ددې پرځاي چې دوي دنوی کال په خوښيوکي  برخه اخيستې واي تراوسه  ئې لاکورنۍ دوير پرکمبله ناست  دي

که امريکا اوناټوغړي هيوادونه،روسيه اوچين  دافغان ولس دښېرازی  اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري  اوغواړي افغان ولس ديوهوسا اوبسياژوند څښتن سي  نوښه خبره داده دغه اوسنی حالت ته چې ولس پرېشانه اوله مختليفو سياسي،اقتصادي اوټولنيزوناخوالوسره لاس اوگرېوان دي خلاص شي .

دافغانستان  تاريخ دا ثابته کړې  چې دټوپک په زور هيڅ کومه ملي  ستونزه نشي حل کېداي .ددې لپاره موږدامسله  اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکی،سولی، ټولنيز عدالت  اوافغان ولس داقتصادي بسياينې په خاطر يوافغان شموله نړيوال کنفرانس دملي تفاهم اوپخلاينې په موخه ټولوښکېلو اړخونو،سيا سي اوټولنيزو سازمانو، خپلواکو شخصيتونو، قومي مشرانو،ديني عالمانو اوبهرمېشتوافغانانو داستازوپه گډون را وبلل سي اودويته دداسي  پريکړي چې د خپل هيواد دراتلونکې دنړيوال پرمختگ دبهير سره ملگرکوي واک ورکړه سی  .

دغه ټکی ډير اړين بولوچي ددغه کنفرانس پرېکړې  پلي کولوباندي دملگروملتو دسازمان دامنيت شورا اوسلامی هيوادونوکنفرانس دسازمان لخوا جدي نظارت موجودوی اوددې پرېکړودپلي کولو په اړوند دسيمي ليري اونږدې پرتوهيوادونواوپه ځانگړې توگه دافغانستان گاونډيانوباندي دمنلو ترڅنگ ددوي ښکاره اوپټئ مداخلې اولاس وهنې منع اعلان شي سرغړونکۍ هيوادته دنړيوالو نورمونوپربنياد ديوه مداخله گراوترهگرهيوادپه نوم وپېژندل شي .

هيله منديم په نوی ۱۴۰۱  کال کښې افغان   ولس دهيواد د بيا ودانولو،سولي ،اجتماعي عدالت او  بسياينې په برخه کې تاريخې برياوي له ځان سره  ولر ي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې مشر حبيب الله غمخور

 

 


بالا
 
بازگشت