معلم عبدالقيوم

 

تاریخ او شننه یې

د چنګاښ ۲۶ د بد مرغیو پیل وو.

اتمه برخه

سينه مي ستړې له ډېره غمه ده

پسخاک مي ډېر دئ ښادي مي کمه ده

د او ومي بر خي په دوام یې لیکم: سردار محمد داود خان اول میوندوال او ملگري دوهم اسلامي نهضت وال په وروسته کي چپ سیاسي گوندونه یې دمنځه وړل. نوهغه وو چي د خپل پلان مطابق یې دمیوندوال تر وژلو و روسته، د شریعاتو د پوهنځی رئیس غلام محمد نیازی د ملگرو سره ونيوئ او ژر یې اعدام کړه. یوه میاشت لا تیره نه وه یو بل نوی ځوان چي په پو هنتون کي یې د اسلامي نهضت مشري کول حبیب الرحمن د یو ډېر شمېر نورو ځوانانو سره نیسي او اعدامه وي ئې. ډېر ځوانان زندان ته د شکنجې او عذابه سره د داود خان ميلمانه سوه. سره لدي چي د اسلامي نهضت غړو د حکومت په خلاف مسلحانه اقداماتو پر وخت ونیول سول خو حکومت باید د محکمي دپریکړي له مخي ورسره عمل کړی واي.

اصلي خبري ته را ځو د سردار محمد داود خان د دې سرټمبه گیو او وژنو نتیجه همدا سول څو د پاکستان شېطاني ادارې. ( اې، ايس، اې) چي د خپلي زوکړي څخه د افغانانو یوه اساسي د ښمنه اداره وه او لاده، هغی ادارې د سردار محمد داود خان د بیکار ادارې په شتون کي په اساني سره و کولای سوای په افغانستان کي د اسلامي نهضت فکري خط السیروال ځوانان چي سردار داود خان ټکولي وه، د اصلي لاري منحرف او د اسلامي سخت درېځي، بنیاد گرې د یوسازمان د جوړیدو پر خوا یې ورټیل وهي چي د لته هم د داود خان غلط سیاست او نامناسب بر خورد وو، د ځوانو، افغانانو سره. هغه وو چي په افغانستان کي قاضي حسین احمد پر لاس ددې بنیاد گرې جنگي له اسلامه منحرف سازمان تاداب په پغمان ولسوالۍ کي کښیښودل سوئ وو. د پاکستان د(اې، ايس، اې) حلقه د اسلا مي نهضت غاړي ته ولویده، پاکستانۍ (اې، ايس، اې) قاضي حسین احمد په تقلبي تجارتې پاسپورت کابل ته را واستاوه. قاضي حسین احمد ته د (اې، ايس، اې) بل مخکني جاسوس په کابل کي د یمارستورانت مینجر غلام حضرت وو. چي قاضي حسین ته د هغه ادرس ورکول سوی وو، قاضي حسین احمد کابل ته راغلۍ د غلاحضرت پرلاس یې په کوټه سنگي کي د ذالفقار کور په کرایه ونيوئ او هلته او سېدئ. پاکستاني(اې، ايس، اې) وقاضي حسین احمد ته د کابل په پوهنتون کي دالاحضر د پوهنتون څخه د فارغ سو شاگردانو لیست ور کړ سوی وو، لکه : منهاج الدین گهیځ، استاد غلام محمد نیازی، استاد برهان الدین رباني، استاد عبدالرب رسول سیاف، د کابل د پوهنتون د محصلیو نو څخه: عبدالرحیم نیازي، گلبدین حکمتیار، حبیب الرحمن، سیف الدین او ډاکتر عمر. قاضي حسین احمد لومړی له استاد برهان الدین رباني سره ولېدل، بیا ئې په پغمان کي دغلام ربانې عطیش(آتش) په کور کي د قاضي حسین احمد تر مشري لاندي خپله اوله غونډه جوړه کړه، په غونډ کي احمد شاه احمدزي، یو بل سړی چي په ترجمان مشهور وو او خپله عطیش هم برخه لرل. هم د لته وو چي د بنیاد گرۍ پخه خښته قاضي حسین احمد کښیښو وله او خپله بیرته پاکستان ته ولاړئ. د قاضي حسین احمد تر تگ وروسته عبدالرب رسول سیاف د حکومت له لوري بندي سوو، برهان الدین رباني وتښتېدئ په پېښاور کي یې ځان قاضي حسین احمد ته ورسوئ. د سردار محمد داود خان د بې ترتیبه کړونو په نتیجه کي یو شمير نورو کسانو هم د ځان د خونديتوب په اُميد پاکستان ته وتښتیده.پاکستانې نصرالله بابرد بنیاد گرو لومړی مسؤل شخص وو، نصرالله بابر له افغانستانه خپل یو بل پوخ مخکنی جاسوس مولانا فضل هادی شنواري هم ځان ته ور وغوښت چي د بنیاد گرو په تنظیم کي ورسره مرسته وکړې. مولاناشنواري هم د یوه نوکر په حیث نه د یوه افغان په حیث نصرالله بابر ته ورحاضرسو. هلته د افغان د ښمنو ذوالفقار او ضیاالحق پر د سترخان دوی کښينول سوه. د ذوالفقار او ضیاالحق ميلمانه، برهان الدین، احمد شاه مسعود، مولانا فضل هادي شينواري، پیر سید احمد کیلانې، صبغت الله مجد دي، مولوی محمد نبې محمدی، یونس خالص، گلبدېن، وروسته سیاف هم او څه نور وه.

دا خلگ سردار محمد داود خان په لوی لاس و پاکستان ته په لاس کي ورکړه، د دې عظیمي گناه بارد سردار محمد داود خان د اوږو څخه نسي لیري کېدای. د دې اوسني جنگ، جگړو او فساد زمینه ساز سردار محمد داود خان وو. له خارجه څخه د (اي،اس،ای)،قاضي حسین احمد په کار او زیار سره دا د اور سپرغي بل سو، او پر کابل نابکاره دولتي اداره او خپله سردار محمدداود خان دا زمینه مساعده کړل. د پښتومتل دئ چي وايي :شرمښان د خدایه څه غواړې؟ جواب: باد او باران. خداي نا ترسو افغان د ښمنو ذوالفقار، ضیاالحق او نصرالله بابر نو نورڅه غوښتل، هغه چي پکاریې وه هغه داودخان ورکړل. دا وه د سردارمحمد داود خان دغلط او ځان غوښتونکي سیاست نتیجه چي پاکستان تر نن ورځي د هغو او د هغوی له او لادونو څخه د وسیلو او افزارو په شان دځان په گټه او د افغان بیچاره ولس د گټو ضد یې استعمالوي. پردی ډوډۍ هیڅ وخت، بیا دهميشه دپاره مفته نه ده.

پاکستان دغه نا بللي ميلمانه لومړی د افغانستان د هغه وخت د نا به کاره حکومت داودخان پرضد تبلیغاتی جنگ ته، ډېر ژر ټرين او مسلحانه جگړې ته اماده (تیار) کړه. هغه وچي په امتحاني توگه یې په پنجشيرکي حمله وکړه. بیا احمدجان پهلوان او احمد شاه مسعود په شریکه سره یوه بله حمله وکړل، په ۱۳۵۴ هجري کال کي بهرام الدین باعث د خپلو پلویانو سره د بدخشان ولایت مربوط درواز ولسوالۍ باندي حمله وکړل. په همدغه ۱۳۵۴ هجري کال کي اخوان لمسلمین په ډیرو ولسوالیو کي د حکومت ضد حملی وکړې. د بهرام الدین باعث د ملگرو څخه د بدخشان په راغ کي شپاړس نفره حکومت د حمله کونکو په توربندي او څه يې ووژل. د دې ټولو پیښو ډېر مسؤلیئت د داود خان پرغاړه دی. په هیواد کي دولس په خاص ډول ښونځیو لوستونکو ځوانانو څخه د سیاست د خبرو، انتقاد کولو، مظاهرو، غونډو او دنظر دور کړي حق، چا او ولي واخیستل سو؟( سردار محمد داود خان واخیستل).

هر وخت چي یو ملت د ناچاری له مخي و یوه زور ته تسلیم سوي دئ، او د مستبدو ظالمو اطاعت ته یې غاړه ایښې ده هغه ملت ملامت نه دئ. که چيري موقع ورته برابره سي چي کولای سي د جابرو څخه ځان خلاص او ځان په امن کړي. نو هر وخت یې دا ډول اقدام د ستایني وړ دې. ځکه هغه زور چي د انسان آزادی د منځه وړلای سي، د هغه زور پواسطه د ځان خلاصون او آزادی په لاس راوړل نو بیا ولې گناه وبلل سي؟.که چيري دا خبره قبوله کړو چي دولسونو آزادی حکومتونو په زور سره پایماله ولاې سي، نو بیا دا خبره ولي را ته د تعجب وړ او بده و بریښي چي ولسونه خپل حق په زور واخلي.

پس پردې هم باید اقرار وکړو چي دوی حق غوښتونکي هم پرحق دي. ځکه زورهغه زور دی چي ډېر جابرانو او لږ خوارانو کار ځیني اخستۍ دئ. او دا کم قانون دی چي ته ما وژلای سې او زه تا نه سم وژلای. په هرصورت داودخان دځوانانو نیول، بندي کول او وژل شروع کړل، بل اړخته یې دپښتونستان مسئله گرمه کړه. البته د پښتونستان د قضیي د یادولو څخه د داود خان هدف زړسوي او مینه له پښتونستان او پښتنو یا د سرحد د هغي غاړي یا دې غاړي له پښتنو او پښتو سره نه وه بلکي یوه سیاسي غولونکي لوبه یې کوله. دا ځکه کم وخت چي د پښتونستان د مسئلې پر سر د خبرو د پاره د سردارمحمد نعیم خان په مشرۍ یوهئیت پاکستان ته ولاړئ.په لومړي رسمي مجلس کي چي د پاکستان لخوا د خبرو مشري غلام اسحاق خان کول. هغه غلام اسحق خان چي په ورو ستيو کلونو کي بيا د پاکستان رٸيس جمهور سو هغه په پښتو ژبه خبري شروع او ختم کړې، کله چي د افغانستان دهئيت مشر سردار محمدنعیم ته د خبرو نوبت ورسېده سردارنعیم چي پښتو زده نه وه، په فارسي یې خبري شروع کړې، آیوب خان په فارسي ژبه نه پوهیدئ. نو د پاکستان رئیس جمهور آیوب خان د سردارنعیم خان خبري ورقطعه کړي، او ورته وئې ویل خبره پر پښتونستان ده. په پښتو خبري وکړه، په مقابل کي دي هم یو پښتون ناست دئ.مجلس خراب سو آیوب خان خپله خبره اضافه کړه هر وخت چي مو پښتو زده کړه بیا به خبري کوو.

د افغانستان حکومت دا خبره پټه کړل. ما ته دا خبره د هغه وخت په خارجه وزارت کي یوه لوړ پوړي دیپلومات او مامور ښاغلې محمد نادر ایوبي کندهاري کړېده. نو رښتیا که د نوموړي یا شاهي کورنۍ د پښتو او پښتنو سره مینه وای لومړی به یې خپله ژبه نه هیرولای ځکه مینه د هیریدونه ده، هغه څه چي هېرېږي هغه مینه نه ده.هغه شی چي نه هېرېږي هغه مینه ده.بلکي د افغان ولس پام راگرځول ځان ته یې مقصد وچي دوی هم په یوڅه لگیادي. پاکستان یې تحریک کړی، افزار یې هم په لاس ورکړل. وئې نه سوای کولای یا نه یې غوښتل چي ددې هیواد د ځوانانو غوښتنو او احساساتو ته په احترام وگوري او یاهغوی ته د خبرو او سياست کولو دروازه خلاصه پرېږدي. دې د يکتاتوري کورنۍ مسؤلیت نه منۍ دملت د کار او زحمت شته یې د ځان، کورنۍ او خپلوانو ملکيت باله. نور بیا...

 

+++++++++

او ومه برخه:

             سردارمحمد داودخان په ورستیوکي بلکُل د پخواني روم د لیوني امپراطور"کائوس کالي گول" کارو ته لاس واچاوه. خو دی په دې نه پوهیدئ چي هغه بله دا بله زمانه ده دی به د کائوس کالي گول په شان تر ډېره برېده بریالی نسي. او نه داسي لیوني سو لکه په ورستیو چي کاؤس وو.

     سيد مسعود پوهنیار د خپل اثر((ظهورمشروطیت وقربانیان استبداد درافغانستان)) په ۲۴۲ص کي لیکي"یوه ورځ محمد حسن ولسمل د داود خان د پېش خدمت سره په لاره کي تصادف وکړی. پېش خدمت محمد کریم وولسمل ته وويل: چي پر رئیس صاحب داود خان خو تاسي گران یاست. ولسمل ورته جواب کي وويل، بلۍ هو! ریس صاحب دولت خو ډېر مهربان شخصیت دئ ". دا امکان لري چي دا زما یو کارت ورته ورسوي؟. کریم وويل هو، نو ولسمل داود خان ته پر خپل کارت باندي داسي ولیکل" زه افسوس کوم چي تاسي د قدرت په وخت کي څوک نه پېژنی".

  کریم خان د ولسمل کارت یا خط سردارداود خان ته ورسوی. ولسمل وائې:"دوې ورځي وروسته مي حسن شرق غواړي، او راته وائی چي یو ځل رئیس صاحب داود خان ته ورسه". پوهيږی چي څه وسول؟.

  دا دئ خپل پخواني اشنای، اوسني رئیس جمهور ته ورسېدم. په دې اُميد چي نورنو د خواری څخه خلاص سوم. کله چي د فتر ته داخل سوم، سلام مي وکړی، ډېر سوړ جواب مي واورېدی. ومي غوښتل چي کښینم سردار راته سردارسو، سترگې یې راباندي را وایستې، په لوړ اواز او قهر جنه لهجه یې راته وويل: ترجمه "هغه بل احمق دي د کندُز په چوک کي زما پرضد بیانیه ورکړه او تا د پست شفیق سره ماموریت قبول کړئ او اوس پر خپل کارت ماته داسي لیکي په کوم حق ؟" البته د شفیق څخه د سردارمحمد داود خان مقصد پخوانۍ صدراعظم ډاکترموسی شفیق وو" خیر تر ډېر توهئین او خبرو اورېدو ورو سته یې زه ولسمل د کوهدامن د ولسوال پرمقام مقررکړم. په دوام یې ولسمل  لیکي: څنگه چي د داود خان له د فتره راووتم مستقیم د محمدهاشم ميوندوال کور ته ولاړم. ميوندوال ته مي د داود سره د خبرو ټول جریان ووایه. زما ولسمل ترخبرو اورېدو وروسته ميوندوال داسي وويل:"داود خان ښه سړی دئ خو د شلو کالو دوست د مخبر د یوې خبري سره هم نه برابروي. "  

   په دا بله شپه سردار محمد داود خان داسي لویه ناروا لوبه پیل کړه، ښاغلې محمدهاشم ميوندوال، جنرال خان محمد، جنرال گلبهارخان، جنرال محمدرحیم خان، دگروال زرغونشاه، دگروال سيداميرخان، جنرال عبدالسلام خان، جگړن محمدهاشم خان کامه وال، دگروال محمداکرم خان، حاجي الله نظرخان هزاربز، مولوی سيف الرحمن شنواری، سعدالله کمال وکيل، جنت خان غروال، حاجي الله گل هودخیل، مولاگل هودخیل، حاجي حنان، محمدعارف شينواری او يو ډېرشمير نور هیواد وال ونيول، څه یې ووژل او څه یې بندیان کړل. د وژل سوو اشخاصو نومونه د حضرت علامه عبدالحق مجددي او داکترفضل الله مجددي په لیکلي کتاب "ازامیرکبیر تارهبرکبیر" کي راغلي دي :"خان محمدخان مرستیال، ډگروال سیدامیر، ډگروال زرغون شاه، مولوي سیف الرحمن، عارف ریکشه او څونور. دڅلرمي زغروالې لوا د تطبیقاتو په میدان کي په داسي حال کي چي لاسونه يې ترشاه تړلې وه، توري کڅوړي يې په سرونو وراغوستي وې، د یوې عسکري ټولې لخوا چي د پنځلس څخه ترشل مترو په فاصله یې قرار لاره یو ځای فیرکړل.. .. .. "۵۶۸ص.

 پاته نورو یې دعذاب او توهینه ډک ژوند په زندانو کي تیره ولۍ. تر شمار ډېري کورنۍ د سردارمحمد داود خان او ملگرو له لاسه دغم پر ټغرکښينول سوي دي. یوه ورځ حتی یوځل هم د سردارمحمد داود خان کورنۍ دا فکرونه کړ، پرهغو چي دوی حکومت پر کوی هغوی هم انسانان وبولي. ښه د پوځ مسلکې جنرالان، ملي تجاران او د فکرخاوندان ووژل سول او یا داردو له لیکو، او دولتي وظیفو څخه لیري، بندیان یا ووژل. سردارداود خان او ورسره یارانو یې محمدهاشم خان ميوندوال چي یووخت صدراعظم، سیاسي شخصیت او ملي شخصیت وو، تر ښاغلي سردار محمد داود خان په پوهه او لیاقت او وطن پرستۍ یې لوړ شخصیت لاره. په یوه توطیه سره چي  ټولو  شاهانو له دهغي توطې ځیني د ځان په گټه استفاده کول سردارمحمد داود خان هم وکړه خلگ یې تهمتي او ووژل، او په ډېره سپین سترگي، بې شرمي، د درواغو سره مل داسي اعلانوي چي نوموړی خپله ځان ووژی.

      دهمدغه پورته ذکرسوي کتاب په۲۸۲ص کي بیالیکي دي: " ترجمه : په۱۹۷۴م یا۱۳۵۳ هجري کال کي کله چي زه سيد مسعود پوهنیار په روم کي د افغانستان د لوی سفیر په حیث مقررسوم. یوه ورځ د پخواني پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه لېدو ته ورغلم. هغه د داود خان د قهره ډک اعمال انتقاد کړل وئې ويل:

" داسي اعمال ښه اینده نه لري، او علاوه پرهغه یې وويل چي د ميوندوال، خان محمدخان او نور چي سردار داود خان ونيول او بندیان یې کړه. بیا محمد ظاهرشاه و ښاغلي نوراحمد اعتمادي ته چي هلته په روم کي تر ما مخکي سفیروو، وويل، چي داودخان یو لیونتوب لري نه چي دا خلگ اعدام کړي". نور احمد اعتمادي وويل چي دونه لیوني هم نه دی چي مرگ ته لاس واچوي او خپل لاسونه د هغوی په وينو سره کړي. او په دې کي شک نسته چي د ډېر وخت دپاربه یې په زندان کي وساتي. " په دوام یې سید مسعود پوهنیار لیکي "له هغي ورځي څخه درې ورځي تیري نه وې چي وامي وریدل سردارداود خان ټول هغه خلگ اعدام کړل. "

  همدغه د سیدمسعود پوهنیارد خپل اثر "ظهورمشروطیت وقربانیان ستبداد درافغانستان" د کتاب ۲۵۹ص کي لیکل سوي دي: ترجمه"دغه رنگه د زمانخان قلعه او د هغه څلورخواڅاه گانو د اسلام د پیرو ځوانانو د مړو اجسادو ډک سوې وه. ډېر بوی شاو خوا ټوله منطقه ونيول او پرلاره د تلونکو به له ډېره بد بوی څخه خوا گرځيدل، که څه هم چي د دې موضوع د برسی د پاره یوهیئت د پاک نفسه، عالم د هغه وخت دعدلي د وزیر عبدالمجیدخان ترمشرې لاندي وټاکل سو. څو ورځي هيئت منطقي ته د پلټنو د پاره ولاړی خو د سردار محمد داود خان په حکومت کي د پرچم د ډلي د نفوذ له وجهي د هيئت د کار نتیجه په نامعلومو د لیلونو ورکه سوه".

  دهمدې موضوع په باب علامه عبدالحق مجد دي او ډاکترفضل الله مجد دي د حقیت التواریخ په ۵۸۱ ص کي داسي لیکې: پښتومتن "یو له واقعاتو څخه په۱۳۵۵ هجري کال کي د قلعه زمانخان په ساحه کي تقریباً په تعداد د(۵۰۰) پنځوسو انسانانو د مړو یوځايې قبر (جسدو نه) وموندل سوه. خلگو فکر کاوه چي دا مړي د جمهوریت په لمړۍ ورځ او یاهم وروسته د جمهوریت سره د نیول سوو مخالیفینو مړي وي چي اعدام سوي دي. عدلې طب نظر ورکړی چي دا خلگ وهل سوي، لاس او پښې یې ماتي، ملا وي یې ماتي او نور د وهلو علایم موجود وه. د دې مسئلې جدی پوښتنه ونه سوه".

  داوه د سردار محمد داود خان دعلاقه مندانو سپینه کودتا. د(۵۰۰) پنځوسوو انسانانو قتل، وژنه او قبرهم نسي کولای چي د کود تا مخ تورکړي؟ که رښتیا ردار داود خان د وژنو او ترورونو کيسې څه کمی نه لري. نور بیا.....

 

 

000000000

شپږمه برخه:

          خبره خو له هغه وخته را خرابه سوه چي محمد ظاهر شاه و ښاغلي سردارمحمد داود خان ته  د صدارت چوکۍ وسپارل. مخکي هم داسي گونگوسې وي چي سردار محمد داود خان یو(سور شهزاده دئ). عمل و ښول چي سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان شورويانو ته نژدې سوي وه. د ده د صدارت پر وخت د شوروي مرستي او قرارداونه  ددې خبري تصدیق کوي. بیا د ۱۳۵۲ هجري کال دچنگاښ( ۲۶) نیټې کودتا یې بل ثبوت دئ. چي له هغه وروسته و افغانستان ته ډېرو پردو هیوادونو لاسونه را وغزول او لاس وهني پیل سوې.

       د چنگاښ د (۲۶) نېټې د کودتا په باره کي ښاغلې سلطان علي کشتمند په خپل" یاداشت هاي سیاسی رویدادهاي تاریخي، خاطرات شخصي".. .. کي لیکي: ترجمه: "سهار وختي د سرطان د میاشتي پر۲۶ نیټه زه خبر سوم چي زه باید نن د سهار پر پنځو( ۵) بجو د میراکبر خیبر په کور کي چي د کابل په مکرویانو کي واقع وو هلته د مرکزي کمیټي د اجرائیه هیأت په غونډه کي برخه واخلم.تر پنځو بجو څو د قیقي مخکي چي زه د خیبر کورته ننوتم، هلته ببرک کارمل، نوراحمد نور او میراکبر خیبر ناست وه. وروسته له څو د قیقو نور غړي هم راغلل. خیبر گذارش ورکړ چي ترنیمي شپې وروسته په کابل کي د سردارمحمد داود خان ترمشرۍ لاندي نظامي کودتايې عمل سرته رسیدلۍ دئ. هغه وویل چي زموږ یوه ملگري کوم چي ډاکتر محمد حسن شرق يې پر زهري پوش سپور لېدلۍ وو، هغه ملگری چي یوساعت مخکي د حسن شرق له خولې له موضوع څخه خبر سوی وو، ملگري بیله ځنډه ببرک کارمل خبر کړ، نو فیصله پردې سول چي د اجرائیه هیائت غونډه جوړه کړو". . په ۲۷۰ ص

  گرانو لوستونکو دا خبره ډېره دغور وړ مسئله ده.  

اول: تر نیمي شپې وروسته د ډاکتر حسن شرق لېدنه چي  پر ټانک  سپور وو؟ بیا یو بل پرچمی په دغه شپه حسن شرق ویني، بیا حسن شرق وخت لري چي پرچمي ته کیسه کوي ،سردار محمد داود خان کودتا کوي؟ هغه پرچمي بیا په دغه شپه د ببرک کارمل کورته ځان رسوي او ببرک کارمل  له جریانه خبر وي، حال دا چي د بیرک کار مل کور په سرای غزني کي وو، ببرک کار مل بیا مکروریانو ته د خیبر کور ته راځي، بیا تصمیم نسي چي د مرکزي کمیټې غونډه باید جوړه سي، هغه هم د سهار وختي پر پنځو(۵) بجو؟  ولي څه ور پېښه وه؟ بیا ټول غړي خبروي ټول ځانونه د خیبر کور ته را رسوي تعجب. عجبه یوه ډرامه ده. ولي؟ سلطان علي کشتمند د محمد داود خان د چنگاښ د۲۶ مي نېڼې د کوتاه جریان بل لور ته بیائې ولي په کودتا کي د پرچم له لاس لرلو څخه ځان تېروي؟. د ښاغلې کشتمند کور د کابل ښار په چندول سیمه کي وو شپه ده کودتا یې فعالیتونه شروع دي، نیول، نیول روان دي د ښارټول سړکونه بند دي، بیله د شپې له نامه لرلو څخه تگ او راتگ په ښارکي هغه هم تر یوي بجي وروسته څه اسانه خبره نه وه. دا ځکه کودتا د شپې پر دولس(۱۲) بجو شروع سوېده. بیا هم د اجرائیه بیرو ټول غړي په دغه شپه او تیاره کي و مکرویانو ته ځانونه را رسوي، تعجب؟

        نبي عظیمي په خپل اردو او سياست نومي کتاب کي لیکي:" په شپه کي حسن شرق او غوث الدین فائق ماته راغله ما مسلح کړه. " مگر ښاغلې کشتمندصاحب لیکي چي خیبر موږ ته راپور راکړ چي حسن شرق په زهري پوښ کي سپور وو، بیا بل ځای ښاغلې نبي عظمي لیکي :"د کودتا په شروع کي کله چي ما وزیر دفاع ونيوی او محمد داود خان ته مي ورساوه حسن شرق له داودخان سره ولاړ وو. او د کودتا له شروع څخه یوساعت تیرسوی وو. " رښتیا خو داده چي سردارمحمد داودخان، حسن شرق، ببرک کارمل او د شوروي سره په رابطه کي دا کودتا تا بیا کړې وه

  د پرچم رهبری ته په دغه شپه کي  ملایکو ټوله اسانتیاوي برابري او موانع ددوی دراجمعه کیدو په وخت کي لیري کولې او دوی په دغه شپه بیله دې چي خطراحساس کړي خپله غوڼده کوي. ایا د پرچم د مشرتابه  ټولو  غړو په کورنو کي تلیفونونه لرل؟ که یې لرل هم د کودتا په شپه مخابرات قطعه وه، په دغه شپه تر۱۲بجووروسته يې کارنه کاوه، څوک وه او یاڅوک وو هغه شخص او اشخاص چي داجرائیه غړو تر کورونو ولاړل او ټول يې خبره کړل، دغه اشخاصو ته چي د خبرتیا وظیفه يې اجرأکړل دوی ته څنگه او چاه خبر ورکړ؟ او خورا ډیر نورسوالونه. ښه داوه چي کشتمند دا مسئله هیڅ لیکلې نه وای یا یې درسته لېکلې وای. "هغه څه چي هوښیارخلگ يې په زړونو لېدلای سي ساده خلگ یې په خدای (ج) ورکړو، جوړو دوو سترگو نسي لېدلای.

    ښاغلې عبدالقدوس غوربندی په خپل اثرنگاهی به تاریخ حزب د موکراتیک خلق افغانستان کي لیکي: ترجمه" ښاغلی حسن شرق خلاف د دغه چي نن ورځ په دوه مخې او منافقت سره انکار کوي، د نظام د تغیر(کودتا) او ضرورت په باب محمد داود خان د لومړی علاقمندی راپور چي داعتماد له مخي يې د ده سره شریک کړي وو، ده د پټي لېدنو پروخت وببرک کارمل ته راپور ورکاوه، حزب و ښاغلي حسن شرق او فیض محمد دواړو ته د دوی دوظیفو د حساس والي په نسبت چي په جلا جلا توگه يې تماس نیوی، مهمي لاښوونې وکړې چي په هراړ خیزه احتیاط او طبعي ډول يې سرته ورسوي". ص۳۵.

     په دوام یې بیاعبدالقدوس غوربندی لیکي:ترجمه"د کودتا ترکامیاب کیدو وروسته حسن شرق چي د سلمان لایق سره نژدې همسایه وو، د سلیمان لايقه یې غوښتنه وکړه چي د پرچمیانو رهبري دي یوه وینا" بیانیه خطاب به مردم" ورته ولیکي، څو سردارمحمد داود خان يې د خپل کاري پلان په نوم ولولي. دی یاحسن شرق به هغه د خپل ځان لخوا د سردارمحمد د داود خان مرکزي کمیټي ته وسپاري. دغه بیانیه د پرچم د سیاسي بېرو لخوا په ډیره محرمانه توگه ولیکل سوه، د سلیمالايق پرلاس د صدراعظم مرستیال حسن شرق ته ورکړل سول.

     دا دئ  ارگ نشینو، روسانو او د ببرک کارمل په لاس لرلو د یوې جوړي کړي سناریو له مخي لیونی سردار محمد داود خان پر افغانستان باندي دا ځل قول اختیاره  حاکم سو. سردار محمد داود خان د کاکا دزوی کورنۍ ایتالیا ته دغټو، غټو ډکوبکسو( تبصرې داسي وې چي بکسونه د ډالرو، زرو او گاڼو ډک وه) سره په خیر ایټالیا ته ور وه لیږل، محمد ظاهرشاه خان هم خپله استعفاء ورته راواستول. اوس نو د شاهي د نوم په عوض جمهوري نوم وکار ول سوو. شاهي ارگ، شاهي گارد، اوس جمهوري نوم کمائی کړ. د اصلاح ورځ پاڼه، جمهوری ورځپاڼه سول. په بېرق کي باښه یا ټپوس علاوه سو. سمدستي د کودتا تر پېروزی لږ ورځي وروسته د ببرک کامل له طرفه د پرچمیانو پر حکومتي چو کیو د مقرریو نوم لړ ورکړه سو. د کورنیو چارو په وزارت کي د حسن شرق په لارښونه، د سردارمحمد داود خان په منظوری څلور اتیا (۸۴) تنه  پرچمیان ور پېژندل سوي وه ټول ولسوالان مقرر سوه. دغه رنگه پر چمیان د والیانو او قومندانانو په صفت په حکومت کي تعین او مقرر سول " دغه شان ډېري مهمي امنیتی چوکي هم پرچم ته ورکړل سوې، مثلاً غلام فاروق یعقوبی چه د داکترنجیب الله د خاد د رېاست پروخت د خاد مرستیال او کله چی داکترنجیب الله رئیس جمهورسوغلام فاروق یعقوبې یې د خاد وزیروو. قطره، صمدازهر، محمدنبی مياخیل، عبدالله همکار، عبدالباقی اتمر، حاجي محمد څکمنی جلیل نورستانې او نور. حتی پر کورناست، تقاع د سوي د پرچميانو پلرونه یې هم پر وظیفو وگمارل. لکه د ببرک کارمل پلارجنرال محمدحسین خان د پکتیا د قول اردو قوماندان سو، د داکترنجیب الله خان پلار اخترمحمد په پیښور کي د تجارووکيل سو، دعبدالصمد ازهر پلارعبدالکریم عمر خیل د پروان والي سو. " محمود حبیبي د کابل والي او محمداصف پاس یوسفي د بغلان والي سو " دغه دوه وروستي ذکرسوي دعبدالحق مجددي او ډاکترفضل الله مجددي د لیکني" از امیر کبیر تا رهبر کبیر" په اساس سرسخت پرچمیان او د سردار محمد داود خان طرفداران وه ص۵۶۵. امکان لري نور به پر چمیان پاته نه وه چي مقر سوي دي نه وي. نو دا وو په افغانستان کي روس پلوهه جمهوریت، سر دار محمد داود خان( سور شهزاده)دا ټول کارونه یې د شوروي د مشرانو د خوشحالی د پاره وکړه.

 دا کتر گو ستاولو بون فرانسوي مورخ وائی:" هرټولنه کي سړی باید خپل مقام وساتي، لیکن نباید د هغو نفوذ ترمعین حد تیرسي. ولي چي په دې صورت سره هر ډول و ترقی او پرمختگ ته فالج پیښوي.  په" کلیله او د منه " کي لیکل سوي دي:"له ظالم پاچا څخه چي کمزوري رایه ورکونکي وزیران لري باید د ملک او خلگو د ټینگښت او سولې توقع ونه سي". نور بیا........

 

 

+++++

پنځمه برخه:

      راسئ د سردار محمد داود خان د کودتا(د چنگاښ ۲۶) کولو رېښه نوره هم لڅه کړو. د محمد ظاهر شاه برحاله د ژاندارم او پولیسو د لوي قوماندان ښاغلي تورن جنرال سیدعبدالغني خان خبرې په غور سره و لولو، چي  تورن جنرال د چنگاښ تر کودتا دوې شپې مخکي په ارگ کي له ارگ نشینو څه وا ورېده؟ او  وه یې وليده؟  د سردارمحمد داود خان ترکودتا کولو مخکي د محمد ظاهرشاه په حکومت کي د ټول افغانستان د ژاندارم او پولیسولوی قوماندان تورن جنرال سیدعبدالغني خان لیکي: " زه د سردارمحمد داود خان د کودتا کولو په ټول پلان ښه خبرسوم. پوره اسناد په لاس راغله د شاهي کورنۍ غړو ته مي خبر ورکړه، هیڅ چا توجه نه کول. دا چي ما ډېر کلونه د شهزاده احمد شاه د ظاهرشاه  د مشر زوی د خاص یاور په توگه وظیفه اجرأ کړې وه، بالاخره زه مجبور سوم چي دا خبره له محترمي ملکې حمیرا او خپله د شهزاده احمد شاه سره شریکه کړم. چي سردار محمد داود خان د کودتاه کولو ترتیبات نیولي دي. ما د دوی ملکې او شهزاده احمد شاه څخه وغوښتل چي د کودتا چيانو د گرفتارۍ آمر صادر کړي. او دا مي هم پر اضافه کړل چي که یې نه کوئ راتلونکی مسؤلیت به ستاسي پرغاړه وي، او دا خبري ټوکي نه دي. دوی خاموشي اختیار کړه. وروسته یې راته وويل چي د سردارعبدالولي سره خبري وکړه".

    له اصلي لوبي څخه بې خبره افغان خپلې وظیفې او مسلک ته وفاداره جنرال سید عبدالغني خان ته چي د کودتا کولو اسناد لاسته ورغلي وه د ملکې او د سلطنت د کفیل له لیدو څخه مأیوس سو، وروسته چي دوی ورته وویل له سردار عبدالولي خان سره خبري وکړه، دی بیچاره  په یوه منډه او صداقت د شاهي کورنۍ د ساتني په مقصد ځان سردار عبدالولي خان یا د سلطنت بل واکدار ته  رسوي، جنرال سید عبدالغني د خپل زړه غوټه  سردار عبدالولي ته خلاصوي، ټولي هغه خبري ورته کوي  کوم چي ده وملکې حمیرا او شهزاده احمد شاه ته کړي وې. تورن جنرال ولیده چي سردارعبدالولي خان هم  بې علاقي  وو، سردار عبدالولي و تورن جنرال صاحب سیدعبدالغني خان ته په قهر جنه لحجه  جواب ورکوي؟ داسي ترجمه : " اُوجنراله؛ هيڅوک د کودتا توان نه لري،  ورځه ته دي خپلي وظیفي ته متوجه اوسه، پام دي وي چي تر دې زیات زموږ په کورنیو موضوعاتو کي لاس و نه وهې". لیکوال: ( د دې خبرو مانا څه کیداسي؟)

 د هر چاه  خپل زړه چي واقعیتونه څه ډول بیانوي، لڅوي او که یې له ولس څخه د  پټ ساتني تلاښونه کوي. ډېرو  کوښښ کړی دئ چي واقعیتونه پټ کړي او یا یې ماستمالي کړي " تاریخ هغه دئ چي تیرسوی دئ، رښتیا هغه دي چي پیښ سوي او عملي کړل سوي دي ". نور نو د سړو کار دئ، خو واقعیت داسي دئ لکه د محمد ظاهر شاه د پاچهۍ پر وخت د کورنیو وزیر ډاکترعبدالقیوم خان یا هم  د هغه وخت د پولېسو او ژاندارم لوی قوماندان تورن جنرال سیدعبدالغني خان چي وايې  دوی اورېدلي نه بلکي لېدلي دي. د بل د خولې هواي بیانونه نه دي. نو مخکني محترم وزیر ډاکتر عبدالقیوم خان نه دی چي واي، د سردار محمد داود د چنگاښ(۲۶) نیټې کودتا دا د شاهي ارگ د ننه د کورنۍ ترمنځ په توافق سره جوړه سوې وه د خپلي واکدارې دوام ته نوی رنگ او ساه ورکول، د کودتا تر نوم لاندي بل څه نه وه، بلکي ټول شواهد داسي ښې. تورن جنرال صاحب عبدالغني خان هم د خلاف ويلو سړی نه وو او نه دی، جنرال صاحب دوځله دتحصيل دپاره خارج ته تللی، تورن جنرال وو. بل د ملکې، د سلطنت دوارث احمد شاه او د دفاع دوزیر سردارعبدالولي  ټولو خبري یوشان وې، نو فکر نه کوم چي ظاهرشاه دي د دې  ټولو خبرو څخه بې خبره وو بلکي دا یوه جوړه سوې توطیه وه. نور بیا......

 

+++++++++++++

څلرمه برخه:

  هوښیار ملتونه هغه دي چي ( امر، پاچا او ولس مشر) په ځان، کونۍ، قوم، قبیلې، سیمي، مذهب او ژبي پوري نه تړي. دوی پر ملت حکومتونه کونکي په ملت اړه لري، د ملت هر وگړۍ حق لري د دوی کار، رفتار، ښيگڼو، بدیو، اشتباهاتو او لاسته را وړنو باندي بحث او لیکني پر وکړي. که یې څوک یوازي په ځان، کورنۍ او قوم پوري تړي نو هغه بیا د کورنۍ مشر یا دیوه قوم مشر به نه د ولس مشر.  هغوی چي د کوم کس په لیکنو کي تېر وتني ویني هغوی ته گوته ونسي یا یې جوړي کړي. مگر هیڅوک دي تلاښ نه کوي چي(امر، پاچا او ولس مشر) " قُرغ"(۱) کړي.

   سنارېواخیردربارهء سردارداودخان:

 وزېر صاحب عبدالقیوم خان لیکنه غزوي، څلوښیت کاله پخوا کله چي به د داود خان نوم یاد سو زموږ د وطندارانو به اندامونه رېږدېدله. د ۲۵ کلني په عمرکي لانه وه چي د سېزاري.. .. په شان د هغه وخت د ننگرهار چي اوس محال درې ولایت ځیني جوړ دي ده حکمراني چلول او د لیوني(۲) سردار لقب یې وگټۍ. کورنۍ، افغان ولس، جهان او پخواني پاچاه محمد ظاهرخان  ټولو سردارمحمد داود خان د یوه لیوني په نوم سره پېژندئ

     او دا د.. . سيزار.. .. په ډول اوازه یې د پلرونو په ملک یعني انگریزوکي هم خپره شول. راغلم، ومي لېدل، او فتح مي کړل. څه له ږوږه ډک، غښتلي سرونه دصافیو د قوم د مشرانو په هغه خاوره او وينوکي لوټونه ووهل. او په زرها کورنۍ په هغه غم لړليو کلیو کي بې کوره شول. او د څونه غښتلي قوماندان نوم دې لوی قوماندان په وينو تويولو کي وگټی. د پیښي بیان یې لا نه وولیکلی چي دصافي قوم مشران یې پړي په غاړه، پروړه په خوله د حیواناتو په ډول پرڅلورو دربار ته دعجز، ملامتیا منلو، او بخښي غوښتو په هدف د کاکا زوی(محمد ظاهر) ته پېش کړه.

     هغه وخت چي سردار محمد داود خان د مرکزی قواوو قوماندان وو، عوام خلگ څه چي وزیران ځیني بېردل. د وخت وزیرانو ته یې آمرونه کول او حتی د حاضری خانې یې ورقیده ولې. د صدارت پروخت یې په تلیفوني آمرونو په سلهاو انسانان زندانو ته ولویدل. لیکونکی:( فکر کوم د وزېر صاحب مطلب د لسهاو تنو له بندي کولو څخه ویښ زلمیان وي، چي د سردار محمد داود خان په یوه تلیفون کولو بندیان کړه سوه.) د محبس لوړ پوړو مامورینو به په افتخار سره ويل چي دجزأگانو شگلونه مو د نازیانو څخه زده کړي دي.

     کشر ورور محمدنعیم خان یې هم لا(۲۵) کلنۍ عمر پوره کړئ نه وو چي په روم کي د افغانستان د لوی سفیر په حیث واستول سو. دا ارستوکرات صاحب د هغو ښه چانس والو څخه وو، چي د نهم ټولکي کاغذ ئې لا په لاس نه وو راوړئ. که چيري موسيولینی د هغه له شتون سره د سفیر په حیث مخالفت نه وائې کړئ تر کلونو به هلته سفیر پاته وای. خو موسيولیني وويل چي دا شیر خوره د سفیر په صفت نسي منلای. بیا هم ژر وزیر او د کابیني غړی سو او په کابینه کي یې د ممتهن رول لاره. نو به مي هغه د امتحان اخیستلوصحنه راپیاد سول. چي یوه ورځ خدای (ج) بخښلي استاد عزیزالرحمن خان سردار محمد نعیم پر نقل گیرکړئ. استاد په ډېر لوړ اواز ورته وويل :" او نعیم، شرمت نمي اید که با گردن لگلک مانندت از پهلوفیلت نقل ميکنی. " کله چي سردارمحمدنعیم دخارجه چارووزیر سوو، دآمريکا او نوروغربي هیوادو مرستي یې جلب نسوای کړای. نوهغه ووچي د شوروي سره یې دوستي ټینگه کړه. دغو دوو وروڼو سردارمحمد داود او سردارمحمدنعیم په مشوره سره د مسکو په لمن کي ځان او هیواد ور وا چاوه.

     بیله شکه داوسنۍ افغانستان د شاته پاتوالي اساسي عاملين دغه درې د کاکازامن محمد ظاهرشاه، سردارمحمد داود او سردار محمد نعیم وه. او دا به ډېره گناه او جفأ وي که څوک یو له دغو درو څخه یو تر هغه بل ښه یا خراب وبولي. یا د یوه په منځ ته راتلو او بل له منځه تلو خوښ و اوسي. " او د تعجب ځای دا دئ لاسته خلگ چي سرودونه ورته لولي.. .. بلې وزیرصاحب عبدالقیوم خان دا درې سردارن هر یو ظاهر خان،داود خان،او نعیم خان ترما څه چي تر موږ  ټولو  نورو ښه له نژدې پيژندل.

    د خپلي لېکني په دوام وزېر عبدالقیوم خان بیا لیکي :"یوه د کاکازوی وروسته له ۳۹ کالو پاچهې کولو ځان ستړې احساساوه له منځه وزي او ځای يې بل تازه نفسه، په وینه ور ته تږې د کاکا زوی نیسي. دغه دوهم ځل قدرت نیونکي د کاکازوی به هر وخت پاچاه په غیری د مکراتیکو روابطو دوزیرانو او صدراعظمانو سره نوماوه. څنگه چي قدرت د ده لاسته ولوېدی بیله محکمې له پرېکړي يې تیر صدراعظمان زندان ته واچول او وزیران يې په خپلو کورنو کي په نظر بندې محکوم کړه. ما چي همیشه د سلطنت په مقام کي د قدرت د تمرکز څخه شکایت کاوه. پدي وجه مي، موږ د وخت په قانون اساسي کي هم د پاچاه فصل یوغیري قانونې فصل باله او هر وخت مي انتقاد داوه.

    سردارداود خان دریاست جمهورۍ پرچوکې د ناستي سره صدراعظمې او د کابینې یو درځن مُهمي چوکې د خپلي چوکي سره وتړلې. قانون اساسي يې په دې بهانه او پلمه د منځه یوړئ چي پوره د موکراتیک نه دئ. د هغه پر ځای يې خپل سرې مرکزي کمیته او ځان د انتصابي جمهوررئیس، يادول، خود کوزه، کوزه گر، هم گل کوزه رامخته کړل. په حقیقت کي دغه چالاکه د اکازامن همدغه کوي او هم هغه کوي......په رښتیا سره زموږ د بیچاره قوم سره هغه نارواوي چي د ویلو نه دي وه سوې......قسم چي بې خیره زوی خو يې اقلاً په دغه یوه صنعت، د سیاسي شعبده بازی په صنعت کي بلاکوي.. . .

    ښاغلی محمداصف آهنگ په خپله يوه مقاله کي چي د خدای بخښلي محمدعلی «تاج» د زیږيدنی د۹۵ کلیزي په وياړ په لندن کي جوړه سوي وه د سردارمحمد داود خان په باب داسي وائی:"دا کترمحمودی، ميرغلام محمدغبار، ميرمحمد صدیق فرهنگ د کابل او چاردهي څخه ځانونه د پارلمان د اتمي دورې له پاره کاندېد کړي وه. له بل طرفه هم د نداخلق او وطن اعضأ لکه دهقان بخشي، عبدالله قریشي، مولوي خسته او محمدعالم مظلوم یار له دغو دوجمعیتوڅخه ځانونه کاندېد کړي وه.  د دفاع د وزېر سردارمحمد داود خان په هدایت په انتخاباتو کي مستقیم لاسوهني کېدې، د مطبوعاتو د قانون خلاف سردار محمد داود خان د هغوی د انتخاب د لاري خنډ سو چي ملي شورا ته لاره پیدا نکړي. "په دوام یې وائې چي زه آهنگ او عبدالحی عزیزی د انتخاباتو هیئت ته ورغلو، ورته ومو ويل چي موږ دغبار نماینده گان یو. د کميسيون مشر یو ملأ وو، موږ ته یې ويل دا دخدای کور دئ دلته نماینده، مماینده نه چلیږي لاره مو وهی چي بیا مو ونه وینم. هغه وچي سردار محمد داود خان خپل د خوښي خلگ پارلمان ته کامياب او مخالفین یې زنداني کړه.. ښه وایي.

   (۱) قُرغ: زه یې د خپل کلي کور په مانا سره کاروم، زموږ په کلیو کي به د پسرلي په شروع کي ځیني چمن نونه، د رود د غاړي ځنگلونه د یوې میاشتي له پاره قرغ سول، چا ته به اجازه نه وه چي چمن ته خپل حیوانات ورولي، البته کله چي به د چمن واښه څه غټ او پاخه سول، بیا به قرغ مات او هر چا خپل حیوانات چمن ته ور ایله کول، دغسي د (توتو) د ونو، د پیستو ځنگلونه اونور...

    ( ۲) لیونی: روایت داسي دئ کله چي سردار محمد داود خان په جلال اباد کي والي او د قول اردو قوماندان وو، مگر په واقعیت کي د عمر له مخي یو خام، نازولې شهزاده هلک وو، یوه ورځ د جلال اباد څخه د موټر په سوارلۍ د کابل پر خوا راتلۍ.په لاره کي یې یو ځوان ولېدئ چي پر خره یې واښه بار کړي او خپله هم د بار پر سرسپوردی. ځوان شهزاده سردارمحمد داود خان دلاري پر سر خپل موټر و دراوه، د موټره څخه را ووتئ، او برابر د هغه کلیوالي هلک پر خوا ورغئ کوم چي دوښو د بار په سر کي پرخپل خره سپوردئ. هغه یې د باره څخه لاندي راشوه کړ او څو چپلاخي یې ووهئ.  په دې وخت کي کلیوال خلگ یې تماشې ته راغله ځوان هلک چي نه پوهیږي ولي او پرڅه د موټروال لخوا ووهل سو، او شهزاده هم نه پیژني نور څه يې دوسه نه کیدل بد الفاظ ښکنځل يې کول، یوطرفه ته هلک په خپله گناه نه پوهیدئ او بل سردارداودخان نه پیژني، د لته د کلیوالو خلگو څخه یو سړي وه  هغه وهل سوې هلک ته وویل چي پام کوه دا سردار داود خان دئ. ځوان بد ویل بس کړل  د خپل خره او بار پر خوا روان سو، چي څه لیري سوو مخ یې راوگرځاوه داسي يې وویل " خلگ ناحق تا لیونی به بولي ته خو په رښتیا لیوني ئې". دا خبره عامه سوه او سردارمحمد داود خان پدې نوم مشهورسوو.

 لیکونکي" دغه د لیوني لقب یا افتخاري نوم و سردارمحمد داودخان ته د کندهارخلگو ورکړی دئ. او داکترهاشيميان هم په خپل واردا تصحیح کړېده کور یې اباد. "  نور بیا.....

 

+++++++++++++++++++

درېیمه برخه:

سنارېواخیردربارهء سردارداودخان:

 د سردارمحمد داود خان په باب، د واقعیتونو سره مخالف نظروالو ته ښاغلي ډاکترعبدالقیوم خان د محمد ظاهر شاه په پاچهي کي د کورنیو چارووزیر، د ښووني او روزني وزیر، د صدارت مرستیال او سنۍ سپین ږیرې په خپلو. یا داښتونو کي په ۱۳۵۲هجري کي ډېرسم جواب لیکلی دئ خدای دي وکړي دوی لوستۍ وي.

 عبدالقیوم خان لیکي: لکه چي زماعقیده او نظروو د سردارداود خان او د هغه داعمالو په هکله د نوموړي نظرهمدغسي دی. دپخواني صدراعظم ډاکترعبدالظاهرخان ورورډاکترعبدالقیوم خان یوه لیکنه په ورستیوکي داینه افغان مجلې په ۱۱۵ او ۱۱۶گڼه۱۳۸۸ هجری کال کي نشرته سپارل سوې ده.دا لیکنه داهميت وړ، باوري، د قیقه او  ټولو هغو چاپلوسانو ته غاښ ماتونکی جواب ورکوي چي پر سردار محمد داودخان د ميکراوښکي تويه وي. ټوله لیکنه چي په درې ژبه ده نه رانقلوم او نه ترجمه کوم خو مفهوم او خاص، خاص ټکي به یې ضروررانقل او ترجمه کړم تردې عنوان لادی لیکنه سوېده:

  وزېر عبدالقیوم خان لیکي "څوورځي مخکي( لیکونکی: مانا د داوخان د کودتا په شپه یا سبا) مي یوه آمريکایي دوست راته تلیفون وکړه وئې ويل :د افغانستان د (شاهي جمهوري) درته مباره کي وایم. ، ، ، ،. ما وخندل او له ځانه سره مي وويل لکه چي دې کورخرابې بیا ډېرچښلي دي او دمعمول په شان غرق او په بله دونيا کي دئ. لږ وروسته و پوهېدم چي سړی په ټینگه او رښتیا را ته وائې : څو د قیقي مخکي مي د سردارداودخان د کودتا یولنډ خبرله( بې، بی، سي ) رادیو څخه وا وریدئ. زماڅخه یې د تشریح او بیان لاره ورکه کړه او ماهم نه غوښتل چي بحث له ده سره اوږد کړم. یوازي مي وويل: کورآباد، د داسي یوه خطري خبرتیانه، په کاوه بای یانه شکل ټوکي څخه دي، مطلب دي د(جمهوري شاهي) څخه څه وو او ولې دي د شاهي کلمه دجمهورۍ سره وتړل؟ هغه په خنداراته وويل:، ، ، ، ، ډېره بخښه غواړم. ما باید نوموړې خبره په دې ډول سره نه واې درته واضح کړې. خوباېد اضافه کړم چي دغه بدعادت مي ستاسي په هیواد کي زده کړې وو. ځکه موږ په کابل کي او سیدونکو خاریجانو هر سياسي حرکت په هغه زمانه کي وشاهي کورنۍ ته منسوب کاوه، فکر مو نسوای کولاې چي یو حرکت دي هلته د شاهي مقاماتو بیله اجازې سرته ورسيږي. بعضو له موږ څخه حتی د ببرک کارمل کړني لا د افغانستان شاهي کمونیست حرکت باله. لطفاً له گناه راتيرسه.. . زه دهم هغه عادت له مخي د شاهي لفظ دجمهوريت سره پیوندوم.. . ، ،

  له نوموړي مي مننه وکړه او تلیفون مي کښیښود، په سيلاب دغمونو کي ډوب سوم. ولاحول ولا، ، ، ، مي وويل.. .. چي دا څه محشر جوړ سو؟.. داودخان.. . کودتا.. . جمهوریت.. . ؟ تر اوس مي د دې د موکراسي له کټوري څخه یو څاڅکی هم نه دئ چښلۍ، چي له مایوسئ او ترخې د يکتاتورۍ سره مخامخ سوم دا څه ظلمونه دئ، چي پردې بیچاره خاوره نازل کيږي؟.. .. . پوهان وایي عصاب خرابې، قهر او خفگان د خوب مانع گرځي، پس بیداري د چورت سبب، کشکي هم داسي وای. د هغه مقولۍ څخه یوازي خوب الوتل زما بد بخت په نصیب سو. خدای (ج) سته فکر کول حرام او خوب څوشپې نه وو. له څه وخت لپاره مي ماغزه فلج او بلکل یې کار پريښود. او کله چي یې بېرته کارهم شروع کړی ټول د گمان فشاروو نه د فکر کمال، خیال او گمان هم د مملکت پرراتلونکي کړن لاره او په هغه کي دلیوني سردارداود پر نقش!!

  څو افغانان چي زما د کور پرشا وخوا او سېدل هره ورځ یې زما کورته تشریف راوړئ. څوشپې او ورځي سره کښينستو جلا، جلا مو ارزولې. لاکين د معلوماتو د لږوالي په وجه په يوه مطلقه تیاره کي روان وو، دآمريکا په اخبارو کي هم دوې ورځې وروسته یوازي د نیويارک تایمز او واشنگتن پوست په اخبار کي څو لنډي جملې ولیکل سوې.

دا کورخرابې آمريکا زموږ دې حیاتي او تاریخي واقعې ته په هیڅ ارزښت قائل نسول. ته وا چي هغه یې د شورويانو سره د"دیتانت" له لاري یوه طبعی قرباني بلل، اگاهانه چوپتیائې غوره کړل. د سياست مدارانواو لیکونکوعلاقه یې دلېدونکو او تماشاچيانو څخه زیاته نه وه. نويوطرفه ته دآمريکابې علاقه توب بل لوري ته د کابل پرخبرو بنديز او نه لاس رسی زموږ مجلسونه، ارزوني را بې خوند کړې. د مولانا رومي دمثنوي پر بنیاد چي وائې :ړندو په مطلقه تیاره کي د پیل په تعریف او ارزونه لاس پوري کړه. د سردارمحمد داود خانه دي عمل ته یوشمېرهغه هم خوشحال وه. چي پلرونه یې کلونه سردارمحمد داود خان په زندانوکي ساتلې وه، هغوی بیا هم له مانه بختوروو. ځکه چي د ژوند ټولي چاري یې ساده گي احاطه کړي وې. پرون د پاچا سره وه او نن د داود خان سره. هغوی نن په خپلو ساده دلایلوهروخت وائې چي هرڅوک چي خرسي زه یې ځل یا پلانه یم.. . شاید سبا دبل ځل یا پالانه سم.

  کاشکي په دې شان لوړ والی بیله ښه والي ماته هم برابرسوې وائې. زه څنگه په اساني سره کولاې سم چي ووایم، ، ، ، هر تر بور چي راځي ښه دي راځي.. .. . او يا پرواک سپور تر بور ته پر له واکه لوېدلې تربور باندي ترجيح ورکړم ؟ زما په باور دغه ټول د کاکازامن واک لرونکې خدایان نعوذبالله وه. هر یوه له دوی څخه په نوبت پردې قوم حکومت کړی دئ. پاچا په خپل وار او د واکه لیري کړل سوو سردارانو په خپل وار سره !!.. .. . او مبالغه به نه وي که ووایم چي تر۸۰ فیصدو ډېر د نن ورځي زموږ نفوس حکومت نه دی لېدلې، چي د دې درو کاکا زامنو لخوا دي په شکل د شکلونو کنترول سوې نه وي. د افغانستان تاریخ وروسته له انقلابه ددې کورنۍ سقوط دئ. د هغې ورځي څخه غم انگیزه، تسلط،. . د کاکا د زامنو.. زموږ د لیکوالو او لیکونو ۲۴ ساعته مصروفیت گرځيدلۍ دئ. نور بیا

 

 

´´´´´´´´´´´´

  دوهمه برخه:

        د چنگاښ د ۲۶ نېټې (کودتا ) ته ځکه کودتا وایم چي یو د کاکا زوی خپل ځای بل د کاکا زوی ته خوشي کړ. مگر د غواي د ۷ نېټې نظامي پاڅون (انقلاب) وو.که څه د شکل له مخي نظامي عمل وو، خو په عمل کي یې و ښوول چي واک یې وه  یوه سیاسي گوند ته انتقال کړ، په واقعیت کي واک له یوې طبقې څخه بلي طبقې ته انتقال سو.

    د شامحمود خان د صدراعظمي په دوره کي د پارلمان د اووه مي دورې له پاره چي کوم انتخابات وسوه، هلته یو شمير وطن دوسته روڼ اندو افغانانو و پارلمان ته لاره پیداکړه، د کابل په ښارکي د ښاروالي لپاره انتخابات وسول، د کابل په پوهنتون کي د محصلینو اتحا دیه جوړه سوه، د آزادو اخبارونو نشرېدل پیل سوه د خلگو د ذهنیتونو په بیداره ولوکي د ځوانانو د نقش برجسته سو. دا هغه پر مختگونه وه چي په  دربار(شاهي ارگ) د ننه د روڼ اندو او د مکراسئ مخالف سرداري وروڼه( سردارمحمد داودخان او سردارمحمدنعیم خان) ور باندي خوښ نه وه.  دغو ازادیو د کور د ننه  د سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم پام دې خبري ته را وگرځاوه، چي له وضعیته داسي معلوميږي ستاسي ناسکه کاکا شاه محمود خان غواړي ټول حکومتي چاري انتخابې کړي بیا به سردارمحمد داود خان او سردارمحمدنعیم خان له راتلونکې ونډي(صدارت)څخه بې برخي پاته سي. سردار محمد داود خان او سردارمحمدنعیم خان ته دا خبره یقیني وبرېښېده، مځکه ورته سره سول او د دوی پرشپه، په دغه وخت کي لا  دوی په خارج کي وه، خو ډېر ژر دوی له خارجه څخه کابل ته راغلل.  غلام محمد غبار د خپل تاریخ په ۲۵۳ص کي لیکي ترجمه:

" محمد داود خان صدراعظم د خپل اکا نادرشاه په شان په هغه خپل ځانگړي عصبانیت سره وویل: حکومت وغیري حکومتي جریدو خپریدو او حزبوته اجازه نه ورکوي". د سردارداود خان او سردارنعیم خان کوښښ داوو چي ظاهرشاه ته ځانونه نژدې کړي، هم داسي یې وکړل، څو په نتیجه کي د شاه محمود خان صدراعظم(خپل کاکا) په کابینه کي دوی ځانونه  ورگډ کړه. څه وخت چي سردارمحمد داود خان وزېر مقرر سو لمړی منفي کار او کمال دا وو د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیه یې ړنگه کړه، دغلام محمدغبار د تښتونې کار ته یې لاس واچاوه خو پکښي ناکام سو. د پارلمان د اتمي دورې په انتخاباتو کي یې گوتي وهل پیل کړه. د پارلمان د اتمي دورې په انتخاباتو د داود خان د لاس وهنو پر ضد جميعت وطن او ندا خلق سازمانو نو په گډه یوه مظاهره وکړه. سردار محمد داود خان ډېر ژر د دې سازمانونوفعالین ونيول، بندیان یې کړه. یو شمير د دغو بندیانو څخه بیله دوسيې لرلو د سرکاري کورنۍ لخوا  دجوړي کړي محکمي د پریکړي په حکم د( ۱۴ )کلو دپاره په وحشت، زجراو عذاب کي په زندانو کي تیرکړه. د سردار محمد داود خان داعمل یې د ده د نورو اعمالو په شان د نافذه قانون، د ده د وظیفوي صلاحیت خلاف، د افغانیت، اسلامي احکامو او بشریت یو ضد عمل بلل کېدای سي. دمثال په توگه دغه کسان یې بندیان کړه:ميرغلامحمدغبار، عبدالرحمن محمودی، عبدالحی عزیز، ميرمحمد صدیق فرهنگ، براتعلي تاج، غلام سرورجويا، عبالقیوم رسول، علی محمد خروش، فتح محمدخان فرقه مشر، سلطان حمد، نصرالله یوسفي، غلام فاروق اعتمادي، امان لله محمودی، ابوبکر، عبدالحلیم عاطفی، علی احمدنعیمي، محمدرحیم محمودی.

  سر بیر پر دې سر دار محمد داود او سر دار نعیم په شریکه د پورته ذکرسوو سازمانونو ډېرپاک نفسه غړي یې بیله د لیله ونيول بندیان کړل، بل د کور یا ارگ د ننه یې د شاه محمودخان صدر اعظم یا خپل د پلار د میرې زي ورور په خلاف یې د پا د شاه محمد ظاهر خان نظر خراب کړ او بلا خره  سردار محمد داود خان ځان صدراعظمی ته ورساوه.په همدې توگه یې ډېر ترور، مسموم او لادرک کړل. دمحمدآصف آهنگ خبري وې.

 سوال دادئ ایا پورته اشخاص انسانان، افغانان او مسلمانان نه وه؟ کورنۍ، او لادونه، ښځي او دوستان يې نه لرل؟اوپه دې خاروره او هیوادکي يې د افغانانو په صفت داوسیدو، کار، خبرو او سياست حق نه لاره؟. او خپل سردارمحمدودخان او یا بل واکدار ته دوهلو، بندي کولو او وژلو حق د کوم ځایه ورکړل سوئ وو؟پورته خلگو څه کول؟ خبري یې کولې، مقالې یې خپرولې، مظاهره یې کړې وه، بس نو مرگ یې سرداري کورنۍ ته رواوو؟.

  ښاغلې د اکا ډ ميسني کاندید محمد ابراهیم عطائی په خبل اثر:" د افغانستان پرمعاصر تاریخ یوه لنده کتنه کی بل ځاي، د شاه محمودخان د صدارت د وختونو د دموکراسی د زوال په باب ترهر بل چا د سردار محمد داود خان نقش اساسي بولې داسي لیکي :

"علاوه پر دې سردار محمد داود خان چي د دېکتاتورۍ پلاروو، د سپه سالار په وړاندی یې مشکلات ایجادول او شدېد سبوتاژ ئې مخته اچولی وو، "ص۲۴۵ البته د سپه سالارڅخه مطلب سردارشامحمود خان دي. پرپورته یاد کړل سوو منورینو یو ډېر شمېر نور دویښو زلمیانو مخکني غړي د هیواد زده کړي وال دروښانه فکر لرونکي شخصیتونه، څوک په لس، شپږ، پنځه او څلورکلو دپاره د کابل او کندهار کي په زندانوکي واچول بیله دې څخه چي کوم جرم یې کړی وي، او یو شمېر نورئې تبعید هم کړل. بندیان کوم څوک چي د سردار محمد  داود خان له زندانه ژوندي راووتل ډیروله هغوی څخه خپل نورمال حالت دلاسه ورکړی وو، ما لیکونکي ډېر له دغوبندیانو څخه له نژدې لېدلې دي. لکه:فیض محمد انگار، محمدعالم بڅرکی، حاجي محمدحسین هوتکي، محمدانورخان څگزي، عبدالهادي خان توخي، غلام جیلاني خان ا لکوزی، قاضي بهرام خان، قاضي عبدالصمدخان، او نور تبعید سوي لکه: محمدرسول پښتون..... دغبار په تاریخ کي په ۲۴۱ص کي دزیاتو نومونو ذکر سوئ دئ. نور بیا

 

 

´+++

داود خانی ۱۳۵۲ - ۱۳۵۷هجري

 

    اوله برخه:

    د خفگان هیڅ خبره نسته، وبه گورو چي ښاغلی سردار محمد داود خان څوک؟ څونه زده کړي یې کړي وې؟ کومي دولتي دندي یې لرلې؟ څنگه یې پر خپله کورنۍ د ۱۳۵۲ هجري کال د چنگاښ پر(۲۶) نیټه باندي کودتا  وکړه او د چا په مټ یې کودتا وکړه؟ څنگه یې کورنۍ ووژل سوه؟ په دې لیکنه کي به دغو پښتنو جوابونه تر لاسه کړۍ، له تاسو هیله لرم چي نواقیصو ته مي متوجې کړئ څو نواقص  اصلاح یې کړم.

   زه د ۱۳۵۷ هجري کال د غواي د میاشتي د(۷) نېټي پاڅون انقلاب بولم او د ۱۳۵۲ هجري کال د چنگاښ د(۲۶) نیټې نظامي عمل کودتأ بولم. مگر په دې لیکنه کي ورباندي بحث نه کوم.

    د هیواد تاریخ پاڼو ته چي ورسوهلته لیکل سوي دي چي سردارمحمد داود خان د سردارعزیزخان زوی، د سردار یوسف لمسی، د سردار عبدالقدوس خان کړوسی، د سردار یحیی خان کوسی، د سردارسلطان احمد طلا ئی پردی  او دپاينده محمد له رېښې څخه وو. سردارمحمد داود خان په ۱۲۸۸ هجري شمسي کال کي د کابل په شاهي کورنۍ کي زېږېدلۍ دئ. په ۱۳۱۱هجري شمسي کال کي یعني کوم وخت چي ۲۲کلن وو د یوه کال د پاره فرانسې ته ولاړې، البته علاقمند  خلگ یې تبلیغ کوي چي په فرانسه کي یې درس ووایه، په یوه کال کي فرانسوی ژبه نه زده کېږي، درس ویل خو لویه خبره ده.

   په۱۳۱۳هجري، شمسي کال کي بېرته کابل ته راغلۍ دیوه کال لپاره یې د نظامي زده کړو په نوم ځان مصروف کړې، سم دستي د یوه کال په تېرېدو سره لکه محمد ظاهر خان دی هم جنرال سوو، هغه نظامي زده کړي چي نور نظامیانو یې په لسو( ۱۰) کلونو کي تکمیله وي سردارمحمد داود خان هغه زده کړي په نهو( ۹ ) میاشتو کي چي لږ حاضر او ډېربه غیرحاضر وو تکمیلي کړې د حربي پوهنتون څخه د فراغت سند ورته جوړ او د برېد جنرال په رتبه مقررسوو.

   داسي وي قانون، داسي وي انصاف.تردرېيم برېدمن، دوهم برېدمن، لومړی برېدمن، تورن، جگتورن، جگړن، ډگرمن او ډگروال، رتبو یې غټ گام واړاوه کوم چي نور نظامیان د تقاعد تر وخته په مشکل سره ترتېرېدای سي یا رسېدای سي، ځکه د هري نظامي رتبې څخه بلي رتبې ته درې کاله وخت ضروري وو. لکه څنگه چي يې دلسو تعليمي کلونو سند په (۹) میاشتو کي پلاس راوړۍ په د غه شان يې د شلو(۲۰) کالونو کار او فعالیت رتبه هم مفته خپل ځان ته ورکړه.

 پس سردارمحمد داود خان په خپل ژوند کي دېرش( ۳۰)  کاله مخته ټوپ وواهه، او یو دم برېدجنرال سوو. نه پوهیږم قانون، اصول، پرنسیب، طرزالعمل ته به د دې کورنۍ احترام، څونه وو او تاسي څنگه فکرکوی؟ چا چي قانون، اصول او پرنسیبونو ته احترام نه وي کړی، نو د هغه کس ښه والې بیا په څه کي باید ولټول سي؟ سردارمحمد داود خان د۲۴ کالو وو هم فارغ او برېدجنرال سو.  په ۱۳۱۴ هجري شمسي کال یعني یوکال یې لا په وظیفه کي پوره تیرکړی نه وه چي تورن جنرال سو، د کندهار(کندهار، هلمند، زابل، روزگان، فراه، نیمروز)نایب الحکومه او قوماندان د قول اردو له عام او تام صلاحیت سره مقررسو.

   په ۱۳۱۷ هجري کي د مشرقې ولایاتو (جلال آباد، لغمان، کنړ، نورستان) نایب الحکومه او قوماندان قول اوردو سو، په ۱۳۱۸هجري شمسي کي قوماندان قوأ یې مرکز او قوماندان د حربې ښوونځی سو، په ۱۳۲۵ هجري شمسي کي وزیر د فاع د مملکت سو، په ۱۳۲۶ هجري شمسي کي په فرانسه کي سفير سو، په ۱۳۲۸ بیا هیواد ته راغلی او د دفاع وزیرسوو، په  ۱۳۳۲هجري، شمسي کال کي صدراعظم سوو.

  د سردارمحمد داود خان دا قوت، زور، حق او صلاحیت له کمه وو؟ ټول پوهیږو. ایا هغو ټولو میندي او پلرونه کورنۍ او لادونه نه لرل چي ده د وظیفولیري کول، نیول، بندي کول او وژل ؟ایا د وژل سوو کورنیو، خپلوانو او عزیزانو به د خپلو دوستانو پروژلونه وي ژړلي؟ فکروکړې څوک دی چي دپلار په وژنه خپه نسي، کمه مورده چي داولاد پر مرک یې نه دی ژړلي ؟ او نور.. ..

  که د نورو انسنانو دوژلو خبره یوه ساده، د قسمت او د ازل برخه بولي، نوایا سردارصاحب داودخان بیا تردې خبري ازلي سرنوشته لوړوو؟. که د خپل عمل سزاحق وي، هغه چي ده کرلي وه، هغه يې باید نه وای ریبلي؟ دې سلطنتي کورنۍ زېږولي غم به همیشه دولسونو پرکورمیلمه وای؟.

  ښاغلې کاندید اکاډ ميسن محمدابراهیم عطائی په "دافغانستان پر معاصریوه لنډه کتنه" کي د سردارمحمد داود د شخصیت پېژندنه داسي کوي او لیکې چي:" داودخان د شخصیت په درو ناروغیواخته انسان وو.

اول: د" نارسیس "په مرض، یعني ځان ترهرچالوی په نظرورتلۍ.

دوهم : د"ایگوسانتریک "چي ځان یې جامع اکمالات باله یا دعلم مرکز.

درېم:"سکزوید" یادرون گرا چي لس کاله یې ژوند په جلاوالي او مایؤسي کي تېرکړی وو، سخت دعقدوډک وو".

  خدای (ج)بخښلي عطائې صاحب داودخان خوراښه پېژندلې وو، د شاه محمودخان د صدارت پروخت یوځل غبرگ سرداران سردارمحمد داودخان او ورویي سردارمحمدنعیم خان خارج ته ولاړل دلته په کابل کي د سردارشاه محمودخان د صدارت پروخت، دویښوځلميانو خوځښت، جمعیت وطن او جمعیت نداخلق سازمانونه فعال او د اخبارو نوڅښتنان سول.  نور بیا

 

 

 


بالا
 
بازگشت