معلم عبدالقيوم

بیا هم له "استبداد" کتاب څخه.

زما درېیم ځل بندي کېده. یا لویه میلمستیا

“۱۳۶۵د حوت د میاشتی وروستی ماښام وو”.

له خپلي کورنۍ سره په څه شان مخامخ سوم؟

اتلسمه برخه:

دغه شپه چي زه کورته ورسېدم نژدي د شپې درې (۳) بجې وي د خُسر او ښځي سره په خبرو خبرو کي راباندي سهار سو. د ښځي څخه مي د نورو دوستانو په هکله و پوښتله: ښځي مي را ته وويل شکر دئ چي ته ژوندی را ووتې. ټول جوړ اوشکر ښه دي خو دا خبره يې ماته څه بل ډول معلومه سوه.

 وروسته مي بيا  هغه پوښتنه ځیني وکړه ښځي مي په کښته اواز را ته وويل چي بابا(پلار) مي نه دئ خبرکړئ او نه يې خبروو، شل شپې مخکي ولي جان په کندهار کي شهېد سوی دئ. ولي جان افسر وو زما د ښځي کشر ورور وو او درې  مياشتي يې د واده تېري سوي وې شهېد سوی وو. ولي جان له ماشوم توبه څخه زما سره ژوند کاوه.

  تر دغه خبري وروسته ښځي زما د پلار، اکاگانو، وروڼو، د عمه د څلورو ځوانانو زامنو، د ماما د زوی لنډه يې دا چي  د کورنۍ د د وولسو نفرو له وژني، ترور او شهادته څخه هم خبرکړم.

   بیا یې راته وويل نوري کيسې او خبري به بيا کوو هغه دي د کوردروازه ټکول کېږي لکه چي څوک له د باندي څخه راغله ځکه بری جان زوی مي ډېر وختي له کوره وتلی وو، چي په کابل کي اوسیدونکی دوستان مي زما په را خوشي کیدوخبرکړي. په هر ډول چي وومحمدنعيم دوی را ورسیدل،نوري خبري پاته سوې. زما د کورنۍ ټول هغه شهيدان کړل سوي وه چي په عمر تر ما مشران او لږ یې کشران  وه.خولاصه د کلام په کورنۍ کي مي ترما مشر څوک ژوندی پاته نه وو. اته ښځي کونډي سوي وې دهري گوندي اولادونه سر او نيم سر سره پاته وه. ټول په غمونو کي غرق او د ډوډۍ په پيدا کولو پسې سرگردان وه. داځکه چي زما کورنۍ نه د روس تنخا خواره وه، نه د (ای،اس،ای) چي ورسره یې مرسته کړې وای.

کله چي دوستان مي د محبس څخه دراوتلو او خلاصولو خبر سول او ليدو ته مي راتلل. ما به يې يوازي  دهغوی میندي پیژندې اولاد ونه به يې ما نه پیژندل ځکه ډېر وخت تېر سوی وو طبيعي خبره ده چي ځوانانو به زه  نه پیژندم.

 زه د محبس څخه دراوتلو په خوشحالۍ هيڅ نه يم پوه سوی. دا دي هم له تاسو پټه نه وي د زما له زندانه په را وتلو چي مي دوستان او یاران خبرېده  دوي به مي لیدو ته تشریف را وړ، زه به نورم هم زورېدم پدې چي د میلمنو د ناستي له پاره مي ځای نه لاره، د کور د مالکي یې کور اباد خپله  یوه خونه یې د ورځي زما ښځینه میلمنوته را فرغه کول. د پرچم د فاسدی حلقی او شوروي څخه مي نفرت وسو پر هغو مي لعنت ووايه چي ورسره ملگرتوب يې کاوه. ښځي مي څه کيسې د دغه اووکلونو چي په کابل کي یې زما د بندي گیری پر وخت تېري کړي وې را ته وکړې زما ښځه هم زما په شان ښوونځی لوستی مسلکي معلمه وه. معاش او کوپون يې لاره. خُسر مي دغه اووه کاله د برېښنا په رياست کي د اجير په توگه کار کوی البته پر تقاعد اخیستلوسربیره.

 مگر د کور نه لرل يوه لويه معضله وه. تر د ېرش ځله مي ښځي له یوه کوره بل ځای ته  کډي کړي وې. ښځي مي د ښووني او روزني ټولو د وخت وزيرانو ته د کور لپاره عرضونه کړي وه. د کار سابقه يې هم تر هر چا زياته وه مگر ټولو وزيرانو و هغو ته کورونه توزيع کول چي د دوی په اداره کي به يې د خاد سره اړيکي درلودې چي ما هغه نه لرلي او نه می غوښتل و یې لرم. گیله له چا کوې؟ خلقي گوند خو لا وختي وژل سوی وو. وگوری چي د پرچم  د واکداری لوی مامور د (خاد) افسر(جنرال عثمان نجیب) هغه په خپلو خاطراتو کي لیکي: رفیق نور احمد نور اگر جوالی مندوی را هم می شناختند تعرفه ی عضویت ا صلی با قدامت ده سال زیاده از عمر حزب  برایش می دادند، نود در صد رفیق من ‌و رفیق تو و رفیق او همآن گونه بودند. در عوض کادر های بی خبر ‌و ساده  لوحی هم‌‌چو من را با تنزیل بی خبرعضویت حزب به سازمان جوانان معرفی می کردند. دیگ ها را ما صفوف می پختیم و لاف ها را بی بی ها و بابه های ما می زدندو خو‌دشان با ارجمندی های شان صاحبان، ما از رهبری کسی را نه می شناختیم، اما خبر می شدیم و می شنیدیم که رفیق نور احمد نور آقایی را تعرفه ی عضویت اصلی داده اند و‌ یا خواهر زاده ی شان در جای گاهی قرار گرفته اند که بسیار کسان دیگر مستحق تر از او بودند، یا رفیق اسد کشتمند را باید کرسی می دادند، چون برادر رفیق کشتمند بزرگ بودند، یا پسر رفیق بارق شفیعی را در جایی می بردند تا راحت می بود و رفیق کاویانی یا رفیق جمیله ی پلوشه به وابسته های شان جایی و جای گاهی دست و پا می‌کردند و یا رفیق مزدک برادر شان را در منصب بلندی می گماشتند‌...‌و‌ ..‌. و...‌و.... اکثر آنان کسانی را تعرفه های عضویت اصلی حزب را دادند که اصلن گامی هم در راه حزب نه برداشته بودند، خیانت چی بود و جنایت کدام بود و‌ عدالت و مساوات کدام ها بودند که برای آن مبارزه کردیم؟ بهترین آپارتمان ها، لوکس ترین موقعیت های دولتی و حزبی و‌ سیاسی ‌و وابسته گی های دیپلوماتیک افغانستان در خارج را یا ارجمندی ها در بست گرفته بودند و یا نزدیکان مقامات........

 

 

++++++

 

  او ولسمه برخه:

د څرخي پله په لوی محبس کي د خپلي  کورنۍ  له لیدو څخه  اووه(۷) کاله بې برخي او د وژلو (اعدام) لپاره ظالمو واکدارو ساتلۍ وم. په دغه ټولو کلونو کي ظالمانو واکدارو(پرچمیانو) ماته یوځل هم خپل او لادونه او دوستان را پرې نه ښول چي دوی ما او زه دوي وونیم. نه پوهېږم څه پیښ سول او څوک مهربان سول؟ (الله ج) چي ما غوندي یو بیگناه په اعدام محکوم او مظلوم  انسان له زندانه ژوندی را وځم. په سبب یې تر اوسه هم نه پوهیږم. عجبه نه وه ؟ کله چي  له سپین ژېري خُسر سره مخامخ سوم. څونه چي مي کوښښ وکړه خپل لاس یې را نه کړچي ور مچ یې کړم.

 زما په لیدو سره مي د نژدې (۷۰) کلن سپیږیري خُسر تر سترگو اوښکي پرسپینه ږیره را رواني وې، سمي خبري یې له خوښی نسوای را سره کولای. لکه څنگه چي ما د ده په وجود کي لوی تغیر لیدی، ده به هم په ماکي همدمره توپیر لیدئ، خُسر مي مامورصاحب عبدالرزاق ډېر سپین ږېری او کمزوری سوی وو.

 د سرای په غولي کي د خونو پر خوا ولاړو کله چي يوې برنډې ته پورته سوم ښځه مي مخته راغله، خواریوو، بې کورۍ  ډېره  زورولې وه، یو بل ته مو داسي سره وکتل چي هیڅ باور مو نه کېدئ موږ دي بیا سره وگورو،سلام مو سره وکړ. يوه بله انجلۍ  مخته راغله لاسونه يې را مچ کړه ومي نه پیژنده. تر هغې وروسته  دوه له خوبه  را پا څیدلي هلکانو چي يو د د ېرلسو(13) کلونو او بل د اووه (7)کلو په عمر راغلل  دوی (هلکانو) په تعجب  تعجب راته کتل مور یې ورته واي پلار مو دئ بیا یې لاسونه را مچ کړه. د کور څښتنه یوه کونډه وه چي واړه او لادونه یې لرل،هغوی هم له خوبه را ویښ او زموږ سیل یې له نږدې کاوه.

 څه فکر کوئ؟ دا به څنگه یوه صحنه وو،ما خپل اولادونه د همسایه هلکانو په منځ کي نه پیژندل، ځکه په  یوه بل حالت کي وم، ژړا او خندان سر اخښل سوې وه. انسان نسي کولای خپل حواس را ټول کړي. نه ما باورکاوه اونه مي د کورنۍ غړو هیله لرل چي زه  دی بیا له دې جابروله خوني منگولو څخه را  خلاص سم. او یا دي بیا موږ سره  یوځای سوو یو خوب غوندي وو چي خلاف د توقع دادئ دخُسر، ښځي، یوې خوښیني او خپلو د وو زامنو سره وروسته له اوو(۷) کلونو گورم.

 ما يوازي خپله ښځه او دهغي پلار پیژندل نورمي څوک نه پیژندل. خپل زامن مي نه پیژندل پدې چي په دغه کور کي د کور د څښتني کونډي  ماشوم اولادونه هم اوسېده او ټول را ټول

 زما لادونه( دوه زامن ) مي هم په خپل ماشومانه  فکر کي داسي ډوب تللي وه. د کور د مالکي دکوچنيانو سره په خبرو نه پوهیده. په واقعیت هرڅه یوخوب غوندي وه، وروسته مي ښځي ښوونکي زرينه جاني خپلو اولادوته  ور ږغ کړل هغوی د نورو هلکانو را بیل سوه بیا هم را سره بیگانه گي یې کول.کله چي زه بندي کیدم مشر زوی “بری جان” د شپږو کلونو ښوونځی ته لا نه وو شامل سوی مگر اوس بری جان د اووم صنف شاگرد دئ.

 دوهم زوی مي “مؤفق جان” هغه وخت چي زه بندي کیدم  دی د درو مياشتو وو. اوس د ښوونځی په اول صنف کي دئ. دوی پلار او د پلار مينه چي د یوماشوم په ژوند کی څونه مهمه ده وه نه ليده. د پلار مهرباني يې نه پیژندل، دا هرڅه  (مینه، محبت) دوخت پرچمي واکدارو په خاصه  د هغوی استازي عبدالمجید  سربلند (نامرده) ځني غلا کړی وه. زه هم هغه سي چي بايد يو پلار وي د اولاد و سره په محبت بلد نه وم، په داسي بدو حالاتو کي راگيروم چي هرڅه یې راڅخه هیر کړي وه.  نور بیا..........

 

+++++++

شپاړه سمه برخه: د خلاصون د ورځي جریان

ما، دوی او موږ ټولو داسي فکر کاوه چي ما گورته وړي

“۱۳۶۵د حوت د میاشتی وروستی ماښام وو”.

دشپې څه کم (9) بجې وي چي مؤظف ډرېور د ښاغلې عبدالرشید ارین کورته  ورسولم.  تر سلام او ستړې مشي کولو وروسته پوهه سوم چي زما د کور ادرس وآرين ته معلوم نه وو. د نوراحمدنور د دې کړو څخه داسي معلومه سول چي پرچم ټول په دې عقيده او باور وو، چي قيوم دارين صاحب سره ډېر نژدې  دی حتمي به يې کور هم ور ته معلوم وي، د قیوم پرکورنۍ به یې دده د بند په کلونو کي حتمی پوښتنه کړی وي.

     په خوشحالۍ سره چي داسي یې  نه وه کړي. زما پر کورنۍ په دغه اوو کلونو کي څه بې هیمتي او بهانه د پرچم له ډاره چا پوښتنه  نه وه کړې، او نه مي کورنۍ د چا څخه مرسته غوښتې وه نو کور مي هم  ځکه چا ته معلوم نه وو.

 عبدالرشيد ارين  صاحب معلومات نه درلود چي زما کور چيري دئ. و يو بل نفر (فدا محمد ازر) یا اضهر ته يې ټليفون وکړی د هغه کور د ارین کورته نژدې وو  ازر د ارين کور ته راغلی هغه هم  زما د کورنۍ معلومات نه درلودئ چي چیري اوسي

 څو موږ  درې واړه په  هغه موټر کي سره سپاره سوو د مکروريانو څخه د کابل د سیلو څنگ ته يې د يوه کور  دروازه وټکول يو نفر را ووتی چي ما مخکي  تردي نه  پېژندئ دهغه څخه يې زما د کور پوښتنه وکړه هغه هم خبر نه وو، چي زماکورنۍ چيري اوسي. دغه نفر شیرولي نومېدئ، خیر دی هم راسره موټر ته پورته سو او حرکت مو وکړی د کارته مامورينو ساحې ته راغلو.

هلته شېرولي د يوه کور د وازه ووهل څو له هغه کوره  د محمد حنيف خټگر په نوم  یو څوک چي ما مخکي  پېژندئ را ووتی. محمد حنیف خټگر هم نه پوهیدئ چي زما او لادونه چېري اوسي، خټگر وویل دلته نژدې د يوه بل نفر کوردئ زه به هغه پيدا کړم شاید هغه ته معلومات وي ما  محمد حنیف خټگر وپوښتۍ چي د لته د چا کوردئ، خټگرصاحب راته وويل د ښوونکی عبدالباقي خان کليوال صاحب کوردئ. ما ور ته وويل چي بلی ښه پته ده کليوال صاحب زما شخصي ملگری  دی حتمي معلومات لري چي زما کورنۍ چيري اوسي.

 دوی ورغله کليوال صاحب يې خبر کئ، کليوال په ډېره خوشحالي راغلی او موټر ته راسره وختی. زما په خلاصیدو ډېر خوشحاله سو. پر حزبي ملگرتوب علاوه زما شخصي ملگری هم وو. موټر بیرته د کابل پوهنتون خواته را وگرځا وه  د پوهنتون څنگ ته دادئ په جمال مینه کي د يوه کور مخته  کلیوال صاحب د موټر څخه کښته سوو هلته يوې دروازې ته ورغلی. وې ډبول، وې ډبول ډېر وخت وروسته چي د شپې  د وې بجې وې څو دروازې ته يو څوک راغلی او دروازه  یې ور خلاصه کړل.

   گورم چي هغه زما سپين ږيری خسرمامورصاحب عبدالرزاق خان وو. عبدالرزاق خان ټول عمر يې د کندهار د برېښنا په برخه کي تر تقاعد پوري کار کړی وو.

 نور نو آرين، کليوال او ټول په هغه موټر کي د خپلو کورنو پر لور رخصت سول زه د اولاد و سره پسله اوو کلو يوځای کیږم چي د کورنۍ سره د يوځای کیدو پر ډول او ترتيب به څو خبري وروسته وکړم. نور بیا....

 

 

 

پنځلسمه برخه:

ما، دوی او موږ ټولو داسي فکر کاوه چي ما گورته وړي

“۱۳۶۵د حوت د میاشتی وروستی ماښام وو”.

 د څورلسمي برخي په دوام:

 تر سلام او ستړي مشي وروسته  بيا د نور احمدنورد ناستی په د فتر کي د يو لوی میز پر شاوخوا سره کښینستو.

د محبس آمر سياسي او قوماندان، د باندي د نوراحمد نور د د فتر و مخته په انتظار ولاړ وه. لومړی نوراحمدنور خبري پیل کړې موږ  ټولو ته يې  د زندان څخه د خلاصون مبارکي وويل چي تاسي نور بند یان نه ياست.

بیا یې خبري په دې ډول شروع کړې :"انقلاب  دی هر انقلاب لوړي او ژوري لري، خو د شکر ځای  دی چي تاسي غوندي ملگري بيا وينم، تاسي خو زموږ ملگري حتا  ډېرله ستاسو څخه د دې حزب بنسټ ايښوونکي ياست. نن ماپښين ملگري نجيب الله وغوښتم خپل د میز څخه يې يو کاغذ راکړی چي همدغه ستاسو نومان پکښي ليکل سوي وه. را ته وې ويل چي دغه ملگري به همدغه نن آزاد کړې. ته او ملگری زيری به زما په نمايند گي ور ته مبارکي وواياست. دادئ زه د ځان او ملگري نجيب لخوا تاسي ته د خلاصون مبارکي وايم"د نور احمد نور تر خبرو وروسته په لږ تفاوت سر زيري هم څه خبري وکړې. د ډاکټرنجيب د صلحي پر پلان او آشتي ملي وږغېدئ.

 د ډاکتر صالح محمد زېري تر خبرو  وروسته ډاکټر شاولي، ډاکټر عبدالمحمد درمانگر، دریم ما او بیا محمد جمعه بارکزي هم څه وويل. کله چي ما ته د خبرو موقع پلاس راغله او خبري مي شروع کړې نوراحمدنور له خپله  ځايه را ولاړ سو او دوهم ځل يې زما سره روغبړ وکړی. نور احمدنور را ته وويل چي هيڅ مي اول و نه پیژندلې. دا چي ولي يې و نه پیژند لم او څومره تغير به مي کړی وو، زه نه پوهیږم. په هر صورت ما نور او زيري ته وويل چي تاسو خو د ډاکټر نجيب الله په نمايند گۍ موږ دغو 12 تنو ته د خلاصیدو مبارکي وويل کور مو آباد. مگر هغه نور ملگري چي په محبس کي پاته دي. هغو ته به څوک او څه وخت د خلاصیدو مبارکي وويل سي؟

بل دا چي تاسو په خپلو خبرو کي موږ ته د ملگرو په نوم خطاب کوی او حتا  ځيني د دې گوند مؤسیسن بولی. لاکن بعضي نور کسان مو  سته چي د غسي خبري نه کوي هغوی نور څه وايي.

 د مثال په ډول څو ورځي مخکي ستاسو د محبس آمرسياسي و عبدالقدوس غور بندی صاحب ته داسي وويل: "تاسي خائنان ياست د خبرو حق نه لری اوس به دي د آس په لکۍ پوري وتړم او خُشايي به په خوله کي درکړم". نو ستاسي خبري او د آمرسياسي خبري خو ډېر توپېرلري. نوراحمدنور  مي  په خبرو کي مداخله وکړه او را ته وې ويل ملگرې قيومه د دغه آمرسياسي چاره خو به همدا اوس وکړم.

له خپله ځایه ولاړ سوو په داسي حال کي چي موږ ټوله يې ناست پرې ښوولو. د فترډېر غټ، د کار میز ته ورغلی او ټليفون يې پورته کړي، داسي وايي" ملگرې يعقوبي دغه د محبس آمرسياسي څوک دئ" دا چي واقعاً به  په تلیفون کي يعقوبي وو که خالي گوشي ته يې خبري کولې او يا هغه څه جواب ورکړه موږ نه اورېدلي.

نور احمد نور بيا ورته وويل ته چي کله د فتر ته راغلې زه بيا په دې هکله خبري درسره لرم گوشي يې کښیښوول او بيرته موږ ته راغلۍ. د نورو پاته بندیانو په هکله يې وعده وکړل چي ډېر ژر به ټول خلاصوو.  وروسته تر خبرو يې خپل سکرټر را وغوښت او هدايت يې ورکړی چي د غو ملگرو ته به موټرونه ورکړې چي خپلو کورو ته ولاړ سي تر څو دوی خپله موټر نه وي رخصت کړی ورسره دي وي.

 سکرټر خپل کار کوي له د فتره بل کارکوونکی راغی نور احمد نور ته یې وویل چي د محبس قوماندان او آمرسياسي سره د محافظينو ولاړ دي څه وکړي دوی کوم سند غواړي نور ورته وويل :کاغذ وليکی چي دغه ملگري د ملگري نجيب الله په امر او هدايت ازاد سول، کاغذ را وړه چي امضا يې کړم او بيا يې هغوی ته ورکړه. د دې خبري څخه داسي ښکاريده چي د محبس قوماندني په دې خبره نه وو، چي موږ یې  د خلاصون  د پاره  راوړلو. موږ ته خوشحالي داسي راغلې وه چي د غم کالي يې اغوستي وه.

د خلاصون په دغه شپه یوازي ما مشکل درلو دی، نور ټولو رخصت اخیستۍ  او خپلو کورو ته تلل او ولاړ سول. زه کرار  پر خپل ځای ناست يم نور احمد نور  او ډاکتر زيري را ته وويل چي ته ولي داسي کرار ناست يې ما ور ته وويل زه چيري ولاړ سم؟

 دوی چي ولاړسول خو خپلو کورو ته ځي، زما د پاره  به  ښه داوی چي شپه بيرته په محبس کي تېره کړم او سهار په رڼا به  په  کابل کي  په خپل کور پسې وگرځم خجالت خو چا نه پیژندی.ما ته واقعاً هيڅ ډول معلومات نه وو چي کور(ښځه او اولاد ونه) مي چيري او د چا سره  به ژوند کوي. ځکه کور ما نه درلود، په دغه ټولوکلو نوکی ما خپله کورنۍ نه وه لیدلی چي له حاله یې خبر سوی وای. پيسې ما نه درلود ې، پس ښځه او اولاد ونه مي سرگردانه په کرايي کورو کي ژوند کوی. ښه ډاکتر صاحب شاولي راته وویل چي زما سره ولاړه سه ما ونه منل.

 بيا نور احمدنور خپل د کار میز ته ورغلی او ټليفون يې وکړی چي ما ته زما د کور اد رس را پيدا کړي. ټليفون يې و عبدالرشيدارين ته کړی دئ.  د نور احمد نورخبري اورم هغه ته وايي چي  دی به د موټر سره ستاسي کور ته درسي. داچي ارین به څه ورته ویل هغه مي نه اوریدل.په هر صورت زه په موټر کي د عبدالرشيد آرين کور ته ورغلم  نور بیا

 

 

++++++++++++++

 

 “۱۳۶۵د حوت د میاشتی وروستی ماښام وو”.

څورلسمه برخه:

 

   دا هغه وخت دی چي "باریس کارلویچ" له واکه غور ځیدلی وو اوساد "او" خپل کورته تلی وه.  په افغانستان کي د ملي مصالحې اعلان سوی وو. تر هغه وروسته د څرخي پله له زندانه زما خلاصون کټ مټ و اعدام ته د وړلو په ډول وه. رښتیا همداسي وه د ۱۳٦۵هـ  کال د حوت د مياشتي وروستۍ ورځ وه د ماپښین کزا(څلور بجو) په شاوخوا کي وو چي د راسره ناستو انډیوالانو( محمود سوما، فقیرمحمد فقیر، بشیر بشریار،حسن گل وفا کارگر، امرصاحب شهزاده، محمد اقبال وزیري، محمد حکیم ملیار، محمد ظاهرچوپان او  پیرمحمد) له مجلسه را ولاړ سوم. پدې وخت کي د څرخی پله د زندان په دوهم بلاک دوهم پوړ لویه کوټه کي وم.

    پدغه لویه کوټه کي راسره د نورو اسلامي تنظیمونو، ماؤیستي گروپونو د افرادوبرسیره، د خلق د دمکراتیک گوند یو شمیر علاقمند سربازان، کدرونه او د گوند درهبری غړي هم بندیان وه دهرات، کندهار، باد غيس د ولايتو څخه هغه زما ملگري چي زما په شان يې کلونه د مرگ او اعدام په انتظار کي شپې تېرولې څو تنه راسره وه. ځای یې دئ دا یوه خبره ولیکم هغه چي مشهور تاریخ پوهه حسن کاکړ، صدراعظم محمدحسن شرق او شمیر نورو په خپلو اثارو کي غلط معلومات نشر کړېدي، هغه دلته  جواب کړم .

   داچي دوی په خپلو کتابونوکي خلاف د واقعیت څخه ادعا کړیده چي "د سردار محمد داود خان د جمهوریت د پلان وزیر علي احمد(خورم) خلقیانو ترو کړۍ دئ. ددوی خبره موږ پدې دلیل وایو چي  د خرم قاتل معلم مرجان په ۱۳۵۷- کال کي د ثور پر (۷) نیټه  له زندان څخه په ډېر عزت سره خلقیانو خوشي کړئ، نو د خورم د قاتل دخوشي کیدو څخه داسي ښکاري چي خورم دوی(خلقیانو) وژلی وو". زه لیکونکی او ټول بدندیان شاهد دي چي معلم مرجان بیچاره په هیڅ بخښنه کي هم خوشي سوی نه دئ، په ۱۳۶۵هـ کال تر وروستۍ ورځي چي لا زه د څرخي پله په زندان کي وم، معلم مرجان  زنداني او زما د کوټې انډیوال وو. د دوی د لیکنو ماهیت ښکاره دئ،دلوی خلگو لوی لوی تېروتني دي."

 په دغه ماځيگر کي په داسي حال کي چي ما د خپل یوه ملگري آمرصاحب شهزاده خان پرځای استراحت کړی وو. او هلته خوب وړی وم، کله چي  زموږ د غټي کوټې د دروازې  غټ قلفونه په کلي خلاص سول چرک او کړک یې زه له خوبه  را ويښ کړم.همداسی ویښ پر ځای پروت وم، گورم چي کوټې ته مو د څرخی پله د زندان سياسي امر عارف، د بلاک قوماندان درمحمد او د خاد نور چوربکیان داسي په لیکه په دغه لويه کوټه کي زما پر لوري را روان دي، د عارف یو کاغذ پلاس کي دی، دادئ ما ته داسي جگ  ودریده.

   سره له  هغه چي دوی ټول مي ښه پیژني بيا يې هم کاغذ ته په کتو سره زما څخه وپوښتل چي عبدالقيوم د عبدالحليم زوی د کندهار د ښار حزبي منشي ته يې؟ ما ور ته وويل چي ښه وايه صاحبه زه خپله يم. بس بله پوښتنه یې و نه کړل سياسي آمر او قوماندان د بلاک يوه مؤظف عسکر ته وظيفه ورکړه چي عبدالقیوم ته  لس د قيقې وخت ورکړه، څو خپل شخصي کالي را واخلي او رایې وله. دا نو کټ مټ و اعدام ته  د وړلو طریقه وه. ما په دغه اوو کلونو کي دهر اعدام ته وړونکي سره د دوی چلند په دغه ډول ليد لی وو.

 خير د د غي لوی کوټې ټول بند یان راباندي راټول سول د خدای په اماني مو سره  وکړه.  د نور بندیانو په منځ کي معلم مرجان را سره د خدای په اماني وکړه. واقعاً زما ملگري تر ما هم ډېر خپه وه او ټول په دې باور وه چي قيوم د مرگ پر لوري روان سو.

 زه هم په سلو کي سل په دغه فکر کي وم، له ټولو سره تر خدای په امانۍ وروسته مي عسکر ته وويل چي ځو به، مگر عسکر ټينگار کوی چي کالي دي را واخله ما ور ته وويل کالي نه لرم.

 دا خبره مي ځکه عسکر ته وکړه چي د ځان سره مي فکر کړي وو وژني خو دي، نو دغه کالي، بکس، ترموز او نور سامان بیا ولی خاد ستانو ته پلاس ورکړم پرېږده چي همد غه  راسره بند یان ملگري مي استفاده ځني وکړي.

 په هرصورت بیله کالو د سرباز(عسکر) سره د کوټې را ووتم او ملگري مي خپه پرېښوول. دغه ملگري په کوټه کي راسره بند یان وه.

لکه. آمرصاحب شهزاده خان، ښاغلی محمد ظاهرچوپان، سرباز عبدالباري، سرباز نقيب الله، سرباز علي محمد، سرباز غلام محمد، قلاخان د باد غيس ښاروال، محمود سوما، عبدالحکيم مليار، حسن گل وفاکارگر، پير محمد، بشيربشريار، فقير محمد فقير، اقبال وزيري، نور آقاروهين، ښايسته خان، حبيب الله چکړ، حبيب جان، احمد جان، حبيب الرحمْن، عبدالستار، عبدالغياث، محمد سالم مسعودي او هم څه نور دهرات او کندهار چي  د ټولو نومونه مې  اوس هیر دي ما دي و بخښي.

بل ښوونکی صاحب مرجان چي د داود خان د حکومت د پلان د وزير پر قتل بندي وو  دی هم راسره په کوټه کي وو.  

راځم خپلي خبري ته زه پوهیدم او باور مي لاره چي مرگ سته ځان مي سپارلی وو د آخرت څخه هم نه بیرېدم ځکه څوک چي پر خدای(ج) عقیده ولري باوریې وي چی الله(ج) عادل دئ، نوبیا ولي هغه له الله پاکه و بیریږي؟ ځان او خپل اعمال  را ته معلوم وو. کله چي تر کوټې را و ايستل سوم په لوی دهلیز کي یوه له ډاره ډکه چپه چپتیا خوره ده څوک نسته يوازي عسکر ولاړ دي دادئ له دوهم منزل څخه يې اول منزل ته راکښته کړم. و يوې کوټې ته يې ور وستم چي د تلاښۍ په نوم سره وه. هلته په هغه کوټه کي زما څخه مخکي يې يو بل بندي د عبدالقدوس غوربندي په نامه هم له  ډېر شخصي سامان سره  راکښته کړی وو. د نوموړي مخ د د ېوال خوا ته او شاه ته يې د سامان دوې لوی غوټي پرتې وې.

 زه يې هم د ده په شان و درولم. پوهه سوم  چي زما څخه وروسته یې ډاکټر صاحب شاولي راوستۍ، همداسي یې ډاکټرصاحب عبدالمحمد درمانگر، عبدالحکيم شرعي، محمد جمعه بارکزی، امين جان، سيد گل او جليل را وستل.

د بلاک قوماندان او نور خاد ستان راغلل ټول يې سخت تلاښي کړو. د بلاک دروازې ته يې را و ايستو. په کومه کوټه کي چي زه اوسیدم يوازي زه را ايستل سوی وم نور په نورو کوټو کي وه چي راسره يو ځای يې کړل.

 دوی ټول د محکمې لخوا د بند په بیلو بیلو مودو قيد سوي او د محکمي د حکم د بلاغ پارچي یې لریې. ددوی په منځ  يو زه وم چي تر دغه لحظې هم درئیس جمهورله طرفه د مرگ د حکم منتظر وم. د محبس په اصطلاح تعين د سرنويشت سوی نه وم.

 د څرخي پله د دوهم بلاک په دروازه کي بيا يو خاديست زموږ نومونه لوستل او تر دروازه تېرېدو موټر ته يې پورته  کولو چي زما نوم په ليست کي دوهم ليکل سوی وو.

 موږ اول څو نفره يې ويوه روسي جيپ موټر ته پورته کړو او پاته يې په بل موټر کي واچول.  موترونو حرکت وکړ زموږ د موټر مخته دوه موټرموترونه روان سول چي په یوه موټر کي د څرخي پله د زندان د خاد اړوند د آمر سياسي او بل موټر کي امنيتي ساتونکي سپاره وه، نور موټرونه  وروسته راپسې را تلل.

 څود څرخی پله زندان  له محوطې څخه موټرونه را ووتل، نور موږ يوازي د خپل موټر مخکي روان موټرونه ليدای سول هغه هم د موټر د څراغونو په مرسته د يوې خوا باران اورې دی له بله طرفه  شپه او هوا گرځنه او خوپ وو.

  دونه وپوهیدو چي د ښار پرلوري ځو، دلته مي باور راغی چي د مرگ خبره نه ده بيا هم په اصلي پلان نه پوهیږو او راسره امنيتي پرسونل هم له پلان څخه خبر نه وه. کله چي د کابل د گمرگ رياست کابل بای د کلي سر ته را ورسید و د ښار له لوري يو بل موټر راغلی او د امنيتي موټر مخ  د امر سیاسي موتر ته و درېدی څه خبري يې سره وکړې. چي موږ نه پوهیدو څوک او څه یې وویل؟

 هغه موټر هم بيرته د ښار پر لور و گرځیدئ. دادئ  موترونه د حزب د مرکزي کمیټې د موټرونو په پارک کي و درېرل موږ یې  د موټرونو څخه راکښته کړو. آمر سياسي او څو نور مخته روان سول موږ ټول شاته ورپسې د مرکزي کمیټې د د فتر پرخوا ورځو.

 کله چي تعمير ته ورسید و د تعمیر د دوهم پوړ په دروازه کي نور احمد نور او ډاکټر صالح محمد زيری ولاړ وه او زموږ سره يې ستړې مسې وکړل. نور بیا...... 

 

 

 

++++++++++++

د څرخي پله زندان اول بلاک:

دېرلسمه برخه

 په د غه شپو او ورځو کي  چي زه د څرخي پله د زندان په اول بلاک په درېیم منزل کي  کوټه قلف وم د دوهم بلاک څخه  یې اول بلاک ته هغه شمیر متهمين راوستل، کوم چي د حفظ الله امين د ملگرو په نوم يې  متهم کړي وه.  دوی یې ټول د اول  بلاک شرقي لوري  ته په دوهم او درېيم منزل کوټو کي واچول د ټولو شمیر نژدې سلو نفرو ته رسیدئ په د غه وخت کي چي دوی يې اول بلاک ته راوستل زه د اول بلاک په دریم منزل کي په يوه کوټه کي کوټه قلف وم.

 د غه شمیر بندیان چي د حفظ الله امين په نامه پوري تړلي وه  دوی ته د د ما ځیگر له طرفه  چي د کابل د تلوېزيوني نشرات به شروع کیدل. د دوی د کوټو دروازې يې خلاصولې په دهليز کي يې تلوېزيون ورته ايښی وو، دوی هغه لیدئ. د تلوېزيون د پروگرام تر ختم پوري دوی کولای سوای چي په هغه دهليز کي کښیني تلوېزيون وگوري  یو له بل سره خبري وکړي، په هره کوټه کي څلور، څلور يا پنځه نفره اوسیدل. البته په ځینو کوټو کي له دوی سره به غیر له دوی څخه د نورو تنظیمونو بندیان هم ساتل کیده. زما سره د د غو خلکو له جملې څخه د لومړی ځل لپاره د فراه د ولايت  یوه ملگري چي الله داد یې نوم وو  هغه یو وطني سړی وو تماس ونيوی.

    یوه شپه کله چي تلوېزون شروع وو الله داد په دهلېز کي گرځیدئ او را گرځېدئ زما د کوټې هغه آهني چادر یې پورته کړ او سلام یې را سره وکړ. که څه هم ما مخکي الله داد نه وو ليدلۍ، پېژندنه مي ورسره نه وه. خیر  دادئ  یوه شپه چي بندیانو تلویزون ته را وتي وه، د کوټو دروازي یې خلاصي وې، بندیان څوک د ننه په کوټو کي ،څوک تلویزون ته ناست وه یو څو تنه له دوی څخه په دهلیز کي گرځیده. مؤظف پیره دار چي زما د کوټې در وازه را خلاصه کړه. را ته ویې ویل: "بستره دي را واخله را وو زه، هري کوټې ته چي ځي هلته ولاړ سه".

ما عسکر ته وویل صاحب هري کوټې ته چي مي تاسي استوی زه هلته ځم،الله داد بيا په دهليز کي گرځی دی زما او عسکر خبري یې واریدې، نور یې ما او عسکر خبرو ته پرې نه ښولو، الله داد زما بستره  پورته کړه او خپلي کوټې ته يې يووړه.

 زه هم ورسره ولاړم په هغه کوټه کي زما تر اورتگ مخکی دوی  پنځه نفره اوسیدل.  هر یو لکه: خيال محمد کټوازی، محمد حکيم مليار، سيد رحيم سرباز، قادر جان او پنځم نفر خپله الله داد وو. په کوټه کي دوه  دوه نفري کټونه  چي يو نفر لاندي او بل لوړ ور باندي د پاسه  بيد ېدل يعني څلور نفره پر کټو الله داد او زه هم پر مځکه بيدېد و.

ما په د غه کوټه کي  اوسېدونکي  بنديان مخکي نه پیژندل. ما احساسوله چي بيله الله داد څخه چي حزبي سړی نه وو زه یې را وستلم د کوټې د نورو اوسېدونکو زما له ورتگ سره خوښ نه وه.

 وخت  دی تیرېږي کرار کرار مو یو بل سره و پیژندل ژوند مو سره وکړی الله داد او قاد ر جان دواړه له زندانه خوشي سول. زه، خیال کټوازی، محمد حکیم مليار، او سید رحیم  سرباز په کوټه کي سره پاته سوو څو مياشتي وروسته دخاد ادارې موږ ټول له دغه د اول بلاک متهمين چي دامين د حکومت کارکوونکي او خلقيان وه زما په شمول چي دامين ټاپه په کاغذو کي نه وه راباندي لگول سوې او زما بل ملگری شهزاده خان چي په دوهم منزل کي وو شپږم بلاک ته ور سره  يووړو. هلته يې په دريم پوړ کي په يوه لويه کوټه کي ټول  واچولو او څه نور خاد ستان چي پر څه مسائلو بندي وه هغوی د دغې کوټي د منځ د سیخانو هغي خوته  راسره واچول.

  په هغه  لویه کوټه کي هم زه، خیال محمد کټوازی،محمد حکیم مليار او عبدالرحیم  سرباز د يوې کاسې انډيوالان پاته سوو تر اوسه هم سره ښه انډيوالان يو. د لته به يوه خبره چي ډېره یې ضروري بولم  یاده کړم، کله چي زه د اول بلاک څخه د نورو بندیانو سره شپږم بلاک ته واستول سوم.  د شپږم بلاک کوټه ډېره لويه کړکیو یې هنداري نه لرلې  سهار د شرق او ماپښین د غرب له لوري هوا پکښي چلیده، ما چي تقريباً نژدې درې  کاله آزاده هوا نه وه ليدلې او لمر ته نه وم وتلی. هوا  را باندي بد تاثير وکړ د بندو په سخت  درد(روماتیزم)  را باندي حمله وکړه. دواړو لاسو او پښو مي  راسره  همکاري نه کول، د تفريح پر وخت تر کوټې د باندي وتلای نه سوای. ټول نور بندیان  او زه خپله هم په دې عقيده او باور سوو چي نور نو فلج سوم. تشناب ته به د نورو ملگرو په مرسته تلم. د چا سره مي د لاس په واسطه روغبړ نه سوای کولای ځکه لاسونه مي نسوای پورته کولای.

     په دې مریضی کي زياتو ملگرو راسره مرسته کول په خاص ډول آمرصاحب شهزاده خان چي هر وخت يې تر لاس او اوږو نيولم، ولاړولم او تشناب ته يې بیولم. د دوا او دارو مرسته راسره ډاکټر صاحب عبدالمحمد درمانگر ډېر زحمت ايستلۍ دئ چي کور ودانی ور ته وايم او هم ډاکټر صاحب شاولي هر وخت زما پوښتنه کوله او لارښوونه يې راته کول.

  د دغو دو ډاکتر صاحبانو په لار ښوونه مي  دونه  ډېر اسپرين بایر(۶۰۰) دانې پنځه سوه ملي گرامه  وخوړل چي فکر کوم چا به نه وي خوړلي. هغو اسپرين بايرو زه بيرته پر پښو ولاړ کړم دا د د غو ډاکټر صاحبانو نظر او مشهورې وې.  نور به دا خبره پرېږم یوازي به د خلاصون دورځي جریان ستاسو سره شریک کړم. نوربیا

څه کم يو کال مو په شپږم بلاک کي تیر او دادی بيرته يې اول بلاک ته راوستو دا ځل حکومت پر کوټو تقسيم کړو. زه يې شرقي لوري دوهم منزل ته په يوه کوټه کي واچولم چي زلمی کاشفي شيرمحمد د کندوز د ولايت مدير دترافيک، حيات الله دهلمند او د تخنیکوم شاگرد دا مي د کوټې انډيوالان سول.

تر هغو چي سره يو ځای وو ښه انډيوالان وو. دادی زما ملگری آمر صاحب شهزاده خان هم اول بلاک ته راوسته او زما سره په کوټه کي يو ځای سو. په د غه کوټه کي وم چي روستاتره کي او حسن کاکړ يې راوستل، روستاتره کي هم د کوټې او د کاسې انډيوال سو.

 څه وخت وروسته يو بل سړی چي په مائويستي تور نيول سوی وو کبيرتوخی هم راسره په کوټه کي زيات وخت پاته سو خدای دي یې د چا پرکور د یوې شپې لپاره هم نه میلمه کوي بیچاره هيڅ له اجتماعي ژوند سره بلد نه وو. ډېر بند یان راغله ولاړه قيد سول مړه سول او خلاص سول. لاکن ما او ملگري مي د مرگ په انتظار شپې او ورځي تیرولې.

 په هر صورت دهغو خلقيانو چي دامين سره په ملگرۍ حکومت بندي کړي وه د دوی څخه د تحقيق پروسه شروع سول چي ټول وخت يې دوې مياشتي به بر کي ونيوی دوی د محکمې لخوا په مختلفو مود و د قيد محکوم سول.

دوی یې ټول دوهم بلاک ته وړل چي زه، شهزاده او شير محمد يې هم ورسره يو وړلو. په دوهم بلاک کي يې په درو لویو کوټو کي واچولو. هغه چي دامين په ملگرۍ تورن وه قيد سول. هغه چي وروسته تر شپږم د جدي د پرچم او روسانو لخوا دروس او پرچم ضد او مخالف په نوم ونيول سول ووهل سول، وزورېده هر ډول شکنجې يې وليد لې تر لسو کلو پوري بیله تعين د سرنوشته و اعدام ته منتظر وساتل سوه.

 د کورنيو د ليدو(ملاقاتی) څخه محروم وه. يوه يې هم  مخکي په حکومت کي لوړه چوکۍ هیڅ وخت  نه لرل. هيچا ورته کوم امتياز هم نه وو ورکړی يوازي د وطن پرستۍ په روحيه دهر ډول فسادو ضد یې مبارزه کول.

په هيڅ گروپ پوري تړلي نه وه.

چي هغه د غه لاندي خلک وه په ډېر افسوس سره د ټولو نومونه مي اوس ياد نه دي. خو چي د چا نوم مي په ياد  دی و به يې ليکم.

د کندهار څخه  د خلقیانو بندی کول.

اول گروپ:

۱- عبدالقيوم د کندهار د ښاري کمیټې منشي.

۲- شهزاده خان د کندهارد ښووني او روزني درياست د بد ني روزني آمر.

۳-شير محمد خان په کندهار کي د مشرقي لیسې مدير.

 

د وهم گروپ:

۱- محمد موسْی د سنځري د کلي سرښوونکی.

۲- فدا محمد دنساجي د فابريکې مامور.

۳- د موسْی خان ورور سرباز نوم مې هیر دئ.

۴- عبدالغفور سرباز.

۵- صاحب جان سرباز.

٦- د عبدالغفور ورور سرباز نوم مې هیر دئ.

ياد ونه:- په ۱۳۵۹هـ ش کال کي څه وخت چي زه بندي وم. د څرخی پله زندان په لومړي بلاک کي وم. يوه ورځ مي يو کندهاری ځوان و تشناب ته د ورتگ پر وخت وليدی ښه روغبړ يې راسره وکړی او ځان يې راته پیژندنه، زه صاحب جان نومیږم د سنځري د کلي او زه سرباز وم.  ما هم وپیژندی، ده ژر ژر خپله کیسه را ته کول،هغه د سنځري خلک چي مړه سول هغه ما مړه کړه، ما ته سربلند  وظيفه راکړه ما عملي کړل اوس دا دی دې ناځوانه بندي کړم.

سربلند دومخه سیاستوال وو، د سنځري د خلکو د وژلو په تور یې سر بیره پر صاحب جان سر باز، د غه دوهم گروپ ټول متهم کړي او بند یان وه. عبدالغفور يې هم ووژی او د عبدالغفور ورور د ډېرو وهلو څخه په محبس کي مړ سو. د غه خلک بیله کومي گناه اضافه تر اوو کالو د اعداميانو په شکل وساتل سول وروسته په شلو، شلو کلو قيد محکوم سول.

د رېيم گروپ:

۱- سيد محمد سیلابي د ارغنداب ولسوال.

۲- عبدالباري               سرباز.

۳- عبدالکريم سرباز.

۴- غلام محمد سرباز.

۵- نجيب الله                سرباز.

٦- علي محمد سرباز.

۷- نانی سرباز.

۸-عبدالشکور سرباز.

د غه گروپ هم د سربلند  د خاينانه پلان هد ف و گرځیدل بیله دې چي د کوم جرم دي مرتکب سوي وي. ونيول سول، ووهل سول په مياشتو مياشتو. تر هر چا ډېرسیلابي  صاحب د پوښتنو پر محال وزورېد ی.

 دا گروپ هم اضافه تر اوو کلود مرگ په حال کي منتظربند یان وه. وروستۍ د محکمې فيصله ورباندي  نه تطبيق کیدل د مرگ په انتظار یې څو کاله اوگلونو تیرکړل، څو په شلو، شلو کلو حبس محکوم سول.

په همد ې توگه د افغانستان په ډېرو ولايتو کي زموږ په شان دناروا ضد حرکتونه موجود وو. موږ د شوروي تیری او د پرچم بې غيرتۍ ته په سپکه کتل او په داخلي چارو کي مو د دوی بې ځايه مداخلې نه منلې.

موږ ته دا خبره نه وه مهمه چي د خلقي حکومت  دی که د پرچمي، موږ ته د وطن گټي، اصول، کار او صداقت د قدر وړ وو. دا خبره يوازي په کندهار کي نه وه بلکي په نورو ولايتو کي هم حزبيانو مقاومت او مبارزه کول روس او پرچم دواړو هغوی ترورول، بندي کول او اعدامول د مثال په ډول په هرات کي.

دهرات څخه بند یان سوی او زورول سوی خلقیان :

۱- محمد ظاهرچوپان چي دامين په واکدارۍ کي هم په اعدام محکوم  د څرخی پل په زندان کي وو که د جدي د شپږمي ناورين نه وای راغلی چوپان حتمي دامین په امر اعدام کیدی. څو تر شپږم د جدي وروسته  دهمد غه څرخی پله څخه خوشي سو. دا چي د خيانت ضد وو، ډېر ژر يې بيا د پرچم او روس پر ضد مبارزه شروع کړل.

 پرچم  بندی کي بيا په اعدام محکوم یې وساتی او ډېر وهل يې ورکړل.

۲- عبدالرحيم پيکار جو.

۳- عبدالرحيم وثوق.

۴- عبدالفتاح همرزم.

۵- غلام نبي تلاش.

٦- فضل احمد کارگر.

۷- عبدالقديرياسير.

۸- غلام محمد فدايي.

۹- اختر محمد خيرخواه.

۱۰- حبيب الله دهيار.

۱۱- سلطان احمد فياض.

۱۲- غلام سرورکارگر.

۱۳- غلام سرورفروغ.

۱۴- محمود نالان.

۱۵- حاجي نصيراحمد.

۱٦- حاجي بصير احمد.

او دنورو نومان مي هیر دي.

د باد غيس د ولایت څخه خلقی بند یان:

۱- ښاغلی کلاخان د قلعه نو ښاروال.

۲-عبدالملک د باد غيس د څارند وی قوماندان.

له بلخ ولایت څخه:

۱ – حفیظ پنجشری. اعدام یې کړي.

۲ – امتیاز. اعدام یې کړی.

 ۳ – حضرت ولی. اعدام یې کړی.

 ۴ – سباح الدین.

 ۵ – حیات الله.

۶ – انجینر عبدالقدوس. اعدام یې کړی.

۷ – عبدالرحمن. اعدام یې کړی.

او داسي نور زيات له ډېرو ولايتو څخه بند یان کړل او اعدام  یې کړل خو د پرچم يو بل لوی خيانت لا دا وو چي ډېر خلقيان يې په کورنو، کوڅو بازار، ښار او ولسواليو کي د خپلو بازاري او فاسد و اشخاصو پر لاس چي په فاسده اداره خاد کي يې زېږولي وه بې گناه ترور او له منځه يې يو وړل.

د ټولو روح دي ښاد وي پر وژونکو دې لعنت وي. خود به د پرچم په اداره کي سم او پاک خلک وه ولي نه. مگر قدرت د يوې فاسدي خايني، تروريستي او وطن خرڅوونکي حلقې په لاس کي لوېد لی وو.  دا به یو کم شمیر وي چي ما یې ذکر کړی دئ، بلکي په هیواد کي په زر هاو خلقیان، سر بازان  د پرچم له تروریستانو پلاس سره ترور او تری تم سویدي.نوربیا

 

 

 

++++++++

 

دوولسمه برخه:

مخکني برخي مو باید لوستي وي.

زه او  مدير صاحب (شیرمحمد) یې سره جلا کړو:

    څو شپې نوری هم په هغه کوټه کي  چي څلورتنه یې راڅخه اعدام کړه ما  او شېرمحمد خان تیري کړې دا دی يوه شپه عسکر دروازه خلاصه کړه یوازي زه یې له هغې کوټې را و استلم  د بلاک له غربي لوري څخه یې و شرقي لوري دوهم منزل  کوټو ته بوتلم او هلته یې په يوه کوټه کي يوازي واچولم دروازی خو د ټولوکوټو هر وخت قلف وې. نه پوهیدم چي ددوی به څه پلان وو، ما ته داسي فکر پيدا وو ممکن د محبس ادارې ته پوره معلومات وو چي ژر به زه  اعدام سم له خلکو يې  را ليري او يوازي یې ساتلم.

  له هغي شپې څخه  بیا زه او مدير صاحب شيرمحمد خان هیڅ وخت سره يو ځای نه سو. زیات وخت په کوټه کي يوازي وم. بله ورځ يې يو ځوان هلک کوټې ته را ته راوستۍ د غه هلک د شمالي د سرای خواجه ولسوالۍ مربوط د بابا قشقار د کلي محمد اکبر د خلیفه بابا حسن موټروان زوی وو.

 نوموړی د ۱۸ يا۱۹ کلو په عمر وو. د ښو اخلاقو خاوند ځوان وو. تقريباً څه کم يو کال راسره په کوټه کي یوازي پاته سو. اکبرهم د مائويستي گروپ"ساما" په تور تورن سوی وو. صورت دعوه چي یې ما ولوستل د دوی گروپ په کابل کي د کوم سرمايه لرونکي دوه ماشوم اولاد ونه د پيسو په خاطرتښتولي وه. په د غه جرم کي د اکبرلاس وو. تر څو چي نوموړۍ محکمې ته تلۍ زما سره يو ځای وو.

دادئ زه یو ځل بيا د محبس ادارې په ياد سوم. دا ځل حسين جان د شپې نه بلکي د ورځي راغلۍ او زه يې د شرقي لوري  اول بلاک څخه غربي خواته دوهم منزل آخرني او د سوری لوري  یوې کوټې ته د ننه کړم، گورم چي په کوټه کي دناستي ځای نسته شپاړس۱٦ نفره قيدي بندیان يې د دوهم بلاک څخه جزايي راوستي دي زه یې هم د دوی سره جزايي کړم. په دغه کوټه کي بندیان پر دوو انډيواليو وېشل سوي وه. د کوټې يوې خواته په مائويستي سازمانو متهم سوي او قيد سوي بندیان چي د څو نفرو نومونه مې اوس په ياد دي.

 لکه: استاد خليل، محمد حنيف، محمد موسْی، محمد انور، کاکاخانو يا لنډی خان محمد چي د مجيد کلکاني باډۍگارډ وو، صالح محمد، ماته هم د دوی طرف ته په کوټه کي د ناستي ځای پيدا سو او د دوی سره د کاسې او کروانې انډيوال سوم. بل لوري ته په اسلامي تنظيمو پوري تړلي لکه، استاد اورنگ، عبدالود ود، خواجه محمد موسی، عبدالرحمْن، کاکا سخي او محمد امين چي اوس فروتن تخلص کوي.
   له مائويستانو سره چي زه پرکاسه وم اکثريت تاجک او دوه تنه هزاره گان وه زه پښتون  ور سره يو ځای سوم. د اخوانيانو سره اکثريت پښتانه دوه هزاره گان، يو تاجک د کاسې ملگري وه. واقعيت د دې خبري څخه داسي څرگندېږي چي زموږ په هيواد کي تر دغه وخت پوري هم د ژبي، قوم، ملت او ولایت پر بنياد د ملگرتوب، انډيوالۍ او ناستي نه وې.

 بلکي يوازي په ځوانانو کي د مذهب او ايديالوژۍ پر اساس څه خبري وې. خو د غه د اوس بدبختۍ هلته نه احساسې دې. مطلب مي دا نه  دی چي هغه وخت نو متصعب خلک نه وه خود به وه مگر هر څه چي يې د ژبي، ملت او قوم پرستۍ پر اساس کول يو څه تر پردې لاندي.

 اوس خبره تر حساب تیره ده. تر شرم وتلې ده  حتا  هغو چي يو عمر يې و د غو نظرياتو ته چي يوه قوم، ملت يا ژبي ته پر بلي برتري نه ورکول. بد ويل او پر ضد يې مبارزه نه کول لاکن اوس خپله چپه پر خرو سواره دي.

راځم خپلي خبري ته په د غه کوټه کي د بندیانو تعداد زيات وو ټولو په يوه وخت کي نه سوای کولای چي استراحت يا خوب وکړي. حتمي بايد څلور نفره د يو نفر پرځای ويښ ناست وای. څو نوروته د پرېوتو ځای پيدا سوی وای.

  د خوب بسترې یې نه را پرښولی هوا ډېره سړه وه ژمی وو. بخارۍ او نور امکانات هم نه وه مځکه د کوټې لڅه وه فرش يې نه وو. خو زموږ بندیانو تعداد د کوټی تراندازی  ډېر وو د غه کوټی په اصل کي د څلورو بند یانو د اوسید و د پاره جوړی وی. مگرموږ یی اتلس نفره پکښی اچولی وو.

ما يو د ځان وچولو اټوال درلو د هغه مي هواره وی او بوټونه مي تر سر لاندي کول. سهار به د غه اټوال داسي لوند سوی وو تابه ويل چي په اوبو کي لوېد لی دئ. هغه په دې چي رطوبت وو د باندي هوا سړه د لته زموږ اتلسو  نفرو تنفوس ټوله بخار کې دی او خوله کیدی.

ما په د غه کوټه کي تر يوې مياشتي ډېر وخت  تیره کړه. يوه ورځ د ورځو  وه چي څو اخوانيان سره ناست دي خپل ترمنځ خبري کوي د مجلس مشر يې عبدالود ود دئ. په خپلو خبرو کي د حفیظ الله امين نوم اخلي بد او رد ورته وايي. ما يو دوه واره ځان تیر کړ خو دوی نور هم جرأت پيدا کړ. عبدالود ود تر کمپلي يا بړستني پښې اوږدې کړې. زه د مائويستانو سره ناست يم  د اخوانیانو دا نه وه خوښه چي زه دي د مائويستانو سره د کاسې انډيوال پاته سم. دوی په دې پوهیدل چي زه تر بند مخکي د خلق  د دمکراتیک گوند غړی وم. د لته امین ته ښکنځل کول دا مانا لرل چي ماته  یې ښکنځل کول.

 مگر ما تر اخوانيانو مائويستان مترقي خلک بلل په خبرو ورسره پوهیدم چوکاټ يې تر اخوانيانو پراخ وو. په هر صورت عبدالودود د خپلو ناست والو سره نور هم تیز  ولاړی. که څه چي زه د  حفظ الله امین سره جوړنه وم او د امین سړی نه وم. خو د دوی د خپلو بد وویلو هدف زه ووم او په گوټه کي را سره بندیان ټول پوهیدل چي دا هرڅه ماته وایی. زه هغه وخت ځوان او غښتلی وم د عبدالودود ددرېیم ځل بدو ويل سره سم  زما  ورباندي حمله وه.

عبدالودود که څه هم جگ غټ تر ما مشر وردک سړی وو خو ما چپه کړ. نورو کوښښ کوی چي عبدالودود راڅخه خلاص کړي اوما ور ته ټينگ کړي څو عبدالودود مي ښه وډ بوي. زه پوهیدم کله چي مي عبدالودود چپه کړی وو. زموږ د چايو خوړو کيلاسونه دالته خالي پراته وه. د غه گيلاسونه مي په يوه لاس را اخيستل په بل لاس مي  دی تر ستوني ټينگ نيولی څو گيلاسونه مي د ده پر سر ورمات کړل. د ده سر څو ځايه مات سوو ویني یې پر مخ سر او کالو راغلې.

 مائويستانو  د کوټې دروازه په ډېر شدت وټکول حکومت خبر سو عسکر راغلل عبدالودود یې را څخه خلاص  کړ.  دی يې د بلاک شفاخانې يا کلينک ته يو وړی او زه يې قوماندانۍ ته بوتلم. په قوماندانی کي یې تر څه تهديد وروسته  زه بیا د شرقي لوري کوټو ته تبديل کړم او هلته په يوه کوټه کي کوټه قلف سوم. خو په هر صورت دا کوټه قلفي تر هغي بلي کوټې  راته ښه وه يوازي وم ځای پراخ وو بستره هم مي لرل، کوټه قلف خو بیله هغه  ټول عمر وم. نور بیا

 

 

++++++++

یوولسمه برخه:

له نورو اعداميانو سره په يوه کوټه کي:

 کله چي د بندیانو د وړلو او را وړلو ډ به موټر دڅرخي پله په زندان کي د اول بلاک مخي ته و درېدی زه او مدیر صاحب شیرمحمد خان یې له موټره را کښته کړو، هغي کوټې ته یې بوتلو چي مخکي پکښي ساتل کیدو، راته هدایت وسو چي خپل شخصي سامان مو را واخلۍ موږ همداسي کول، د بلک د شرقي لوري څخه یې د بلاک غربي لوري ته بوتلو د یوې کوټې دروازه مؤظف پېره دار خلاصه کړه، موږ ور دننه سو. په کوټه کي تر موږ مخکي شپږ نفره  بند یان چي څلور یې په اعدام محکوم او دوه تنه قیدي بندیان پراته وه.  زموږ سره ټول اته نفره سوو. هغه شپږ نفره  چي له موږ څخه د مخه په کوټه کي اوسېده،عبارت وه:

۱- ښوونکی عبدالکبير د حزب اسلامي په اتهام شپاړس کاله قيد سوی وو. نوموړی د حفیظ الله امین له وخت بندي  پاته وو. په عمومي عفوه کي خوشي سوی نه وو.

۲- مولوی عبدالرحمْن چي په محبس کي په مولوي مستانه يا مولوي لنگ سره مشهور وو د جمعيت د تنظيم سره يې اړيکي درلودې په اووه کاله حبس محکوم سوی وو.

۳- څارنوال عبدالبشيربهرمند د سازا د مائويستي سازمان مشر.

۴-   استاذ عبداللطيف محمودي د سازا درهبرۍ غړۍ.

۵-  میرمسجدی د سازا درهبرۍ غړۍ.                   

۶-نجيب الله د سازا درهبرۍ غړۍ.

 دوی د خپل وطن په سطحه ټول د پوهي او علم خاوندان وه که څه هم په نظرياتي لحاظ موترمنځ ډېر واټنونه وه خو په خبرو او ژوند سره پوهیدو. د کوټې ژوند مو ښه سره تیروی يو د بل احترام مو ساتۍ. د سطرنج لوبي مو سره کولې، سياسي بحثونه خو شپه او ورځ چالانه وه، بیله ښوونکی کبير او ملا عبدالرحمْن څخه نور موږ شپږ نفره په اعدام محکوم سوي وو. د وسيې او د اعدام پرېکړۍ مو د وخت اميرالملک ببرک کارمل ته د منظورۍ لپاره استول سوي وې چي دهغه تر تائيد او امضأ کولو وروسته د محکمې حکم (اعدام) را باندي تطبيق کیدئ.

موږ او دوی درې میاشتۍ په دغه کوټه کي سره تیری کړی وی چي  دادی د مرگ شپه را ورسیده مرگ راگډ سو. په دې ډول د شپې تر لسو بجو وروسته زه قيوم او لطیف محمودي د سطرنج په لوبه مصروف يو. زما ملگری شيرمحمد مديرصاحب د سطرنج په لوبه کي د لطیف محمودي طرف نيولی وو. مگر سيد بشير بهرمند او مسجدي د واړه زما پر خوا دي. کبير او مولوي د استراحت پر خوا دي چي بيده سي نجيب الله هم په خپلو چُرتونو کي غرق پر خپل ځای پروت دئ  موږ خبر نه وو چي بې وخته د کوټې دروازې ته مو نا ځوانه مرگ ډډه لگولې وه، دادي دروازه را خلاصه سوه.

 د بلاک د قوماندان مرستیال حسين ولاړ دئ. وضعه يې خرابه معلومیږي و سيد بشير ته يې وويل چي "شما را قوماندان صاحب خواسته "موږ وپوهیدو چي د غه بده شپه ده. کله چي سيد بشير له کوټې څخه ورسره  تر کوټې ووتۍ موږ لا ځانونه خبرو ته نه دي جوړ کړی چي سيد بشير يې بيرته لنډ کوټې ته راوستۍ.

 موږ ځني وپوښتل څه خبره وه؟ سيد بشير ډېر وارخطا معلومیدئ وې ويل چي فکر کوم کوم بل څوک يې تړی هغه يې نه وتړلی چي زه يې ور وستم حالات بد دي. رشتيا هم موږ د غه خبري نه وې خلاصي کړي چي بيا حسين دروازه خلاص کړل او سيد بشير يې وغوښت  سید بشیر ولاړی خدای دې مل سي. څو د قيقې تېري نه وې بيا دروازه را خلاصه سوه حسين ولاړ دئ، لطيف محمودي ته  يې وویل ته یې هم غوښتۍ  یې لطیف محمودي هم ولاړی خدای دې مل سي. شل د قيقې وروسته بيا دروازه را خلاصه سوه حسين راغلی د مسجدي نوم يې واخستی او  دی هم ولاړی الله دې مل سي. تقريباً تر نيم ساعت هم زيات وخت تیر سو چي  بیا دروازه را خلاصه سوه بيا حسين را ورسیدی و نجيب الله ته يې ور ږغ کړل  دی مو هم پر خدای وسپاری. په اعدام محکوم نو یو زه او بل مدير صاحب شير محمد خان د مرگ ږغ ته منتظر ناست  یو.  په کوټه کي  را سره نور دوه  نفره خو قيديان دي، دادی پنځم ځل  دروازه خلاصه سوه حسین دا ځل د يونس نوم واخيستی چي زموږ سره په کوټه کي نه وو. پدې شکل نو څو ځله نور هم دروازه را  خلاصیدل او تړل کیده. دهر ځل دروازې د خلاصیدو سره زه مدير صاحب ته گورم او  دی ماته په دې فکر یو چي اوس مو مرگ ته وړي،  دشپې تر د وولسو بجو د غه حالت وو. وروسته  د شپې تر دولسو بجو تگ او راتگ ورک سو.

 زموږ د کوټې و تشناب ته د تلو روڼ را ورسېدئ. موږ ته يې اجازه را نه کړل چي تشناب ته ولاړ سو. د شپی ډېر ناوخته يې و تشناب ته د تللو اجازه راکړه چي هغه وخت حالات بيرته عادي معلومیده. بيا هم موږ انسانان وو او د غه را سره خلک هم انسانان وه. او زموږ سره ډېر دوستان سوي وو سخت په خپه سوو او تر اوسه يې هم يادوم خدای دي دوی وبخښي.

سهار وختي چي موږ لاپه بستروکی پراته وو د بلاک قوماندان شمس الدين کور کوټی ته راغلی د دوی بسترې او کالي يې يو وړل. داسي شپې نو ډېري پدې اووه  کالونو کي پرا باندي تیري سوې. نور بیا

 

+++++++++++++++++++++++++++++

 

لسمه برخه:

 موږ محکمه:

    زه او مدیر صاحب  شیرمحمد خان او هغه کوټه  وه، دا دی یوه ورځ سهار وختي عسکر دروازه راخلاصه کړه او راته ويې ويل چي راووزئ نن تاسي محکمې ته وړي. کله چي د شرقي لوري بيا دوهم منزل څخه را ووتو د بلاک په دروازه کي ډبه موټر ولاړ وو، د ډبه موټر د شاه دروازه یې خلاص کړه، زه او مدیر صاحب شېرمحمد خان موټر ته وختو  څه نور بند یان هم پکښې وه موټر حرکت وکړ، گورم  په ډبه موټر کي زموږ په د وسيه کي راسره شريک ملگری آمر صاحب شهزاده خان ناست دئ. ښه گرم روغبړ مو سره وکړی. پوښتني مو سره وکړې. ځکه د پلچرخي له محبس تر محکمي پوري ډېره لاره وه. د اتهامنامي او د فاعيې خبري سره وسوې. اتهامنامه مو يوه وه، نوموړي هم زموږ په شان لنډه د فاعيه ليکلې وه.

  څو موټر د صدارت په ماڼی  کي د یوه تعمیر په مخکی ودری دی موږ یې د موټره را تا کړو. د غه تعمیرد صدارت د ماڼۍ و شرقي لوري ته د اساسي تعمير څخه ليري  يو بل تعمير وو. کله چي د موټر څخه را ووتو برنډې ته پورته سوو او په يوه دهليز يې دننه کړو.په تعمیر کي دننه يوه د لرگو  جوړه خونه وه فکر کوم په د غه نيت يې جوړه کړې وه چي متهمين د څه وخت لپاره پکښې د د فترو نو څخه جلا و ساتي چي د چا سره و نه گوري.

 موږ يې هلته کښینولو د لرگو د خوني  دروازې ته عسکر ولاړ وو. تقريباً يو ساعت مو انتظار و ايسته چي وروسته يې يو لوی د فتر ته بوتلو. هلته درې  غټ غټ د کار میزونه او يو ووړ د کارمیز جلا پروت وو. د د وغو میزو مخته يو اوږده د لرگو چوکۍ ايښوول سوې وه چي د غه اصلاً د انقلابي اختصاصي محکمې د حکم د صاد رولو کوټه وه.

 دا دی موږ يې پر اوږده چوکۍ کښینولو لږ وخت وروسته څارنوال دروح الله امين په نوم  کوم کس راغلی او هغه کوچني میز ته کښینستۍ د څارنوال تر راتگ وروسته درې  قاضيان راغلل او پر خپلو ځایونو کښینستل. د محکمې رئيس قاضي ممنون وو.  دوی ټول ژوندي که ما خلاف څه لیکې وي، دوی او وجدان یې. خیر....

 اول يې څارنوال ته اجازه ورکړه چي هغه پر موږ باندي لگول سوي تورنه (اتهامنامه) واورول، چي پورته مي يې ذکرکړی دی. وروسته يې موږ ته حق راکړی چي د فاعيه وکړو. ملگرو مي( امرصاحب شهزاده خان او مدیر صاحب شېرمحمد خان)  زه نماينده وټاکلم څو د ټولو په استازیتوب دفاع (خبري) وکړم.

 ما خپله لنډه د فاعيه ولوستل او د قاضيانو پوښتنو ته مي جوابونه وويل. د څارنوال په مقابل کي چي ده بيا شفاهي خبري کولې ما سخته د فاع وکړه. په نتيجه کي قاضيانو بیله دې چي نور څه ووايي څارانوال ته  یې يو مياشت وخت ورکړی چي اسناد او مدارک تکمیل کړي.

 او دا يې هم وويل چي د حاجي راز محمد د عريضې په هکله چي زوی يې ورک  دی تاسي ليکلي دي چي د ولايتي کمیټې غړی د نظارت او کنترول مسئول خبر دئ. په ثبت سوي کيسټ کي د حاجي راز محمد د خولې خبري سته دا به موږ معلومات وکړو، جلسه ختمه سول.

موږ يې بيرته په هغه ډول چي وړي وو څرخی پله ته راوړو. زه او شيرمحمد يې اول بلاک او شهزاده خان يې دوهم بلاک ته يووړی. په دوهمه هفته د جمعې په ورځ چي د پایوازی ورځ ده ماته ږغ و سو، گورم چي پاک کالي او څو پېسې مي ميرمني را لیږلي دي، کله چي عسکر هغه پارچه کوم چي میرمني مي لیکلې وه ماته راکړه، زما د تیر ځل پوښتني په جواب کي مي میر مني راته لیکلي وه" نور څوک نسته هغوی ټول د ډاکتر صاحب سره دي" زه ولاړ وم  سر مي  سره و څرخید پر ځای کښینستم، مدیر صاحب شېرمحمد خان یو کیلاس اوبه راکړې، ما نور څه ونه ویل، یوازي مي میرمني ته ولیکل چي خدای دي ټول وبخښي. دې ظالمانو مي پلار، کاکا، ورور د عمه زامن ټول را شهیدان کړي وه، الله (ج) دې جنتونه په نصیب کړي.

د وهم ځل له پاره یې موږ پسله يوې مياشتي ځنډ څخه په هغه ډول هغه د فتر ته يو وړو دا ځل څارنوال نسته. قاضيانو پر اتهامنامه باندي نور ډېر ټينگار نه کوی مگر د حاجي راز محمد د زوی خبره چي د قتل اتهام  دی و مخته جگه را ته ود رېده. دا ځل چي خبري يادي سوې ما بيا هغه خبره د حاجي رازمحمد د عريضې په هکله وکړل. خو رئيس د محکمې را ته وويل. ته د عنايت الله کارگر خبره منې ما  په جرأت ورته وويل هو. بيا يې را څخه وپوښتل ته دهغه خط او امضا پیژنې ما وويل هو. راته ويې ويل میز ته نژدې راسه  ورغلم يو استعلام پاڼه يې راښکاره کړل چي د انقلابي محکمې له لوري و عنايت الله کارگر ته ليکل سوې وه او د د غي موضوع وضاحت يې غوښتی وو.

 مگر عنايت الله کارگر په ډیره مړانه موږ خرڅ کړي وو پر سربلند باندي. کارگر په خپل قلم ليکلي وه چي د د غسي موضوع څخه هيڅ نه يم خبر. او لاندي يې امضا ورته کړې وه.

 وروسته يې وويل چي عارض حاجي راز محمد  خپله هم راغلی  دی اوس به يې درته را وغواړم. دا دی نفر ته يې وويل چي حاجي صاحب راوله. موږ ناست يو حاجي راز محمد کوټې ته راغلی دراتگ سره سم په ژړا سو د قاضيانوو پښو ته ولوې دی او ما ته يې مخ راواړوی چي محبوب جان دي څه کړه؟
د خدای روی مي دروړی مړی خو يې را وښيه. ما چي حاجي راز محمد ښه پیژندی او ده زه له پخوا څځه پیژندلم و قاضيانو ته ما وويل: ماته اجازه را کوی چي زه د حاجي صاحب څخه یو دوې پوښتني وکړم؟

قاضي د پوښتنو اجازه راکړه. زه پوهیدم چي حاجي راز محمد ما پیژني مگر شير محمد او شهزاده یې هیڅ لیدلي هم نه دي او  نه یې پیژني يوازي يې نومونه د هغوی ورښوولي دي. ما حاجي رازمحمد ته وويل چي ستا زوی ماله کمه ځايه څخه بوتی ؟او څوک راسره ملگري وه؟

حاجي رازمحمد  په ژړا وويل زما له کوره شیر او شهزاده درسره وه. ما بیا ورته وويل شیرمحمد پیژنې ده وويل څنگه يې نه پیژنم. بیا مي ويل چي ښه دا دی عسکر به ورسی  شیرمحمد به راولي ته يې وگوره چي د غه هغه شیرمحمد دي که  بل څوک؟

حاجی رازمحمد وويل رادې ولي څنگه يې نه پیژنم. په داسي حال کي چي شيرمحمد د ده مخته زما سره پرڅنگ ناست وو. د لته قاضيان پوه سول چي خبره خرا بیږي، په خبرو کي را ولوېدل او د حاجي رازمحمد څخه دوی پوښتنه وکړل چي وگوره د لته شير محمد سته که نه؟

 حاجی رازمحمد وکتل وې ويل د لته  خونسته، ما غوښتل چي د شهزاده خان په هکله همد غه سوال وکړم. بيا يو قاضي مداخله وکړل حاجي راز محمد ته يې نقل ور کړ ورته ویې ويل چي ته ښه وگوره د قيوم او شهزاده تر منځ شيرمحمد نسته حاجي ساده سړی وو پوه نه سو وې ويل نسته.

 ما قاضي ته وويل چي دا دی نقل ورکوې، تاسي خو قاضيان ياست نقل ورکول خو قضا نه ده. د لته د محکمې رئيس په قهر سو چي ته اوس موږ هم توهين کوې؟ څارنوال خو ښه وايي چي ته خلک تهديد وې. خير محکمه هم تش په نامه يوه نمايشي وه ښه مو سر سپک کړل. په اعدام محکوم سوو بيرته څرخی پله ته يووړل سوو. بيا شهزاده دوهم بلاک او زه و شير محمد خان اول بلاک مگر داځل شرقي لوري ته نه بلکي غربي لوري ته يې په يوه کوټه کي  له نور په اعدام محکوم سوو سره واچولو.  نور بیا

 

 

 

´´´´´´´´´´´´

نهمه برخه:

 زموږ د فاعيه:

 لا محکمې ته نه یو وړل سوي چي د جمعې ورځ (د پایوازی په ورځ ) را ورسېده  په دهلیز کي  عسکر په لوړ اوازه سره  زمانوم یاد کړه، ما دروازه وټکول(زه دلته یم) عسکر د کوټې دروازه را خلاصه کړه، یوه وړه پرزه خط، په یوه وړه بسط کي د اغوستلو دوې جوړې کالي یې راکړه، او څه مقدار پېسې ایضافه یې کړه چي 15 د قیقې وخت لري څو پرزه جواب د کالو او پېسو د رسیدلو اطمنان ولیکې.  دا اول ځل وه پسله 18 میاشتو زندان تیریدو څخه چي زما کورنۍ ته اجازه ورکړه سوې وه څو ماته کالي را وړي او اطمنان یې حاصل سي چي زه ژوندی یم.

 په هر صورت، کله چي خط مي ولیده خط مي د میر مني دئ، راته لیکلي یې وه" سلام موږ جوړ یو دوې جوړې کالي، د ځان و چولو اټوال او 400 افغانۍ مي دروه لیږلې په احترام" سره لدې چي د میرمني خط مي وو باید خوښ سوی وای، زه خفه سوم، د کالو او پیسو د رسېدو اطمان مي ولیکۍ او یادونه مي وکړه، ولي ته راغلې یې نور چېري دي؟... له دغې ورځي څخه په فکرونو کي غرق سوم، پوهیدم چي کورنۍ ته مي دې اشراف زاده گانو (سربلند او لنډغرویې) څه مشکلات پیداکړیدي.که نه نو یو څوک خو مي لرل چي زما پایوازی ته راغلي وای په فکرو کي ډوب ووم.

   خیر را به سو خپلي خبري ته زموږ دفاعیه :  د قضایي محکمي رئیس او اعضاو ته، غواړو چي په لنډو ټکوکي  د څارنوال راکړې صورت دعوه(اتهامنامه) رد (باطله ) کړو. څارنوال صاحب په خپله ټوله پړپړه کي يوازي سپکي سپوري ليکلي وې. د الزام لپاره چي يو شخص يا متهم دي ورباندي مجرم و پیژندل سي هيڅ ډول، سند، شهود مدارک او اعتراف نسته.

 څارنوال يوازي په دې گمارل سوی وو چي د غي  سپکی سپوری اوبې مفهومه څو جملې يې سره ترتيب کړي وې، وخت ضايع کوي، بل دا چي موږ خو د څارنواليو او يا قضايي اورگانو غړي نه يو چي موږ دي د جزا قانون لوستی او ياد وي چي ده  قانون د غه ډېر مواد په هغه خپله بې مفهومه ليکنه کي ځای کړي دي.

 موږ اوس هم نه پوهیږو چي دغه د قانون مواد څه غواړي او څه پکښي ليکلي دي. موږ قانون نه  دی ليدلی اونه چا موږ ته قانون راکړی چي مطالعه یې کړو. د بل چا سره چي په قانون پوه وی د خبرو او ليد و حق هم نه  دی راکول سوی.  دا دی نږدې د وکاله مو په زندان کي بیله تعین د سرنوشته ناست يو. آيا تاسي هم په قانون کي کوم مسئوليت لری که نه؟

دهغو څلورو الزامو په هکله چي څارنوال پر موږ لگولي دي. ډېري خبري پکار نه دي څارنوال ليکلي دي.

  اول:موږ گروپ نه وو او نه مو گروپ درلودی.
 
د وهم: دهيڅ مخالفي ډلي سره مو تماس نه وو. څوک مو تهديد کړي او يا وهلي نه دي.

د ریم : خبره د حاجي راز محمد د زوی محبوب الله ده، هغه د ولايتي کمیټې د نظارت او کنترول د مسئول عنايت الله کارگر څخه پوښتنه وکړئ چي د حاجي راز محمد د خولې خبري ثبت سوي هلته د کارگر سره سته.

څلرم : پاته سول د حج موضوع. ما دا تصميم نه  دی نيولی ځکه زه و حج ته د تلو لپاره پيسې نه لرم. او بل دا چي نوموړي څارنوال ليکلي دي چي قيوم د مور سره يو ځای حج ته تلی او تښتیدی. خبره دا ده چي زه مور هم نه لرم زه د ښوونځی په پنځم صنف کي وم چي مور مي وفات سوې وه. خدای دي وبخښي.

 څارنوال ته دي د عبدالمجید سربلند  سره يو ځای خدای جزا ورکړي. دا ټوله د سربلند  د سيسې دي او بس. نور نو موږ منتظر یو چي کله مو و محکمې ته وړي.  نور بیا

 

 

 

قبلی  

 


 
بالا

صفحة دری * بازگشت