عبدالقیوم

 

محبس او قفس

لسمه برخه

ابدالي ریاست

 نا روښانه، پېچلی تاریخ لرو، پدې مانا چي رښتونۍ تاریخ مو نه دئ لیکل سوئ. تر څو چي  مو دخپل  هیواد تاریخ له مبالغو څخه پاک  کړئ نه وي، اکثریت خلګو منلۍ نه وي ښه راتلونکې جوړولای نسو.هر هغه څه چي د شاهانو په خوښ شاهي کاتبانو د دوی د رضایت حاصلولو په نیت لیکلي او د دوی په نومونو یې چاپ کړي، هلته  واقعیتونه ندي منعکس سوي. د مثال په ډول دا چي د هوتکي ریاست (دولت) څېړنه کېږي یا یادېږي نو لازمه نه وه او نه ده چي په هرات کي د ابدالیانو  د لمړي ریاست څخه هم یاد سوئ وای. دا ځکه کوم وخت  چي په کندهار کي د هوتکي دولت مشری د میرويس خان د زوی په لاس کي وه. هلته هرات چي د صفوي فوځونو تر سلطې لاندي وو، صفویانو د هرات ملکي اداره ومحلی (ابدالي) خانانو ته ور وسپارل، څو دغه ابدالي پښتانه د کندهار د هوتکي پښنتو په وړاندي و جنګوي.دغه وختونه د سدوزو د لومړی ریاست د را پېدایښت کلونه دي کوم چي په هرات کي جوړکړه سو. بد بختانه په دې وختو کي په کندهار کي هم  د مېشتو ابدالي خانانو ترمنځ  هم د دقوم پر مشر تابه خپل منځي شخړي را شروع وې. دوی( ابداليان) د گرشک او فرا په د شتو کي په مالداری مصروف وه. هغه وخت د ابدالي قبیلو ترخپل منځي جگړو مشران، حیات سلطان او دولت خان وو.

     په دغه خپل منځي جگړو کي حیات سلطان د دولت خان دلاسه ماته خوري، حیات سلطان د خپلو طرفدارو سره یوځای ملتان ته تښته کوي، دولت خان چي وليده خلګ ورسره جوړه نه دي، ده له مجبوریته هغه مینه پرې ښوول د خپلوانو سره د ارغستان  او ښاري صفأ پر شاوخوا یې اوسیدنه اختیار کړه. په هرات کي د ابداليو د قبیلوي ریاست عبدالله خان ته پلاس ورغلۍ. عبدالله د زمانخان د لوري ووژل سو، درېاست چاري زمانخان په لاس کي واخيستې. دعبدالله خان د وژل کیدونه پس ددې دوو(زمانخان او عبدالله خان) د طرفدارو ترمینځ د قوم په مشر تابه( یو د بل نه منل) سختي راپیل سوې د لته خلگو وغوښتل چي  د دوی دواړو څخه مشر توب واخلي هغه ملتان ته تښتېدلۍ حیات سلطان بیرته را وغواړي او د قوم مشری یا دولت ورته ورکړي. همدغسي يې وکړل. حیات سلطان راځي د قوم مشری ورته ورکول کیږي. حیات سلطان ته چي د قدرت واګي پلاس ورغلې، د ځان او د خپل دولت ډ ټینگښت په منظور پر هرات باندي حاکم ایرانی گورنرته تر حد ډېر ځان نژدې کېدو کوښښونه وکړه، په دغه وخت کي دایرانی گورنرنوم هم زمانخان وو. ظفرکاکا خیل لیکي چي ایرانی گورنر(زمانخان) د ډېرو بدو اخلاقو خاوند  وو، خو د ابدالي قبیلو مشرحیات سلطان هم چندان د سړي زوی نه وو. حیات سلطان چي د خپل قوم له نورو مشرانو یې ډارلاره غوښتل یې د ایرني ګورنر ملاتړ له ځان سره ولري، د ایراني ګورنر د خوښئ لاسته را وړلو له پاره یې حتا د خپل زوی غزت  هم ترپښو لاندي کړ....... د حیات سلطان ځوان زوی (اسدالله ) چي د خپل پلار دا شان بېغیرتي ولیده، چي د واک ساتلو په غرض یې دی(زوی) بد اخلاق ایراني ګورنر ته وروسپاره.  سدالله چي عزت پایماله کېده ولیدل، اسدالله ځوان د قوم د مشران خبر کړه او د هغو په ملاتړ یې اول خپل پلارحیات سلطان مړ کړه  دوهم یې ایرانی ګورنر زمانخان خان وواژه، خپله یې د قوم مشري واخېستل.ظفر کاکا خیل"پښتانه د تاریخ په رڼاکي" په۸۲۷ص کي د ا سدالله وه  واک ته درسيد وکيسه. . . . . . . بیان کړېده زه يې د لته د لیکلو څخه صرف نظر کوم. ااسدالله خان هرات د ایرانی حکومت د لاسه آزاد کړ.

 د احمد خان (وروسته شاه) پنځم نیکه ملک سدوخان د کندهار ولایت اړوند ارغستان د خپل مرکز په توګه وټاکی او د ایران شاعباس صفوي دربار د هغه خاني په رسمیت و پېږندله.  خو د احمد خان نژدې نیکه دولت خان چي د ایران صفوي حاکمیت یې نه منی مرکز یې ښار صفأ وو، صفوي ګرکین  سمدستي دولت خان او د احمد خان(احمد شاه) اکا نظرمحمد دواړه ووژل. د احمد خان (احمد شاه) پلار زمان خان  صفویانو په کرمان کي د یرغمل په توګه له ځان سره ساتلی وو.  کله چي په کال( ۱۱۳۲هـ ۱۷۱۹م) کال کي د هرات د ریاست مشر د عبدالله خان ابدالي زوی اسدالله خان د میرویس خان د زوی محمود سره د دلارآم په جګړه کي ووژل سو، نو د اسدالله خان ابدالي تر وژل کېدو وروسته د احمد خان( وروسته شاه)  پلار زمانخان چي په کرمان کي د یرغمل په حیث صفویانو ساتلي وو، صفویانوهغه (زمنخان خان) را وست د هرات حمکران یې کړ.

غبار په خپل " افغانستان درمسیر تاریخ"کي په۳۴۰ص کي لیکي:

   "ابداليا نوحکومت نسبت د غیلجانو حکومت ته نوی وو. په دې چي د هرات ابداليان اکثریت چوپانان وه. د ښهری ژوند سره يې پوره بلدېت نه درلودئ، خانانو يې له مرکزی حکومت د ټنگېدو څخه تیښته کول. " په د وام يې بیا لیکي نادرافشارابداليانو په مټ د هوتکيانو حکومت چپه کړی، هوتک ئی له کندهاره څخه فرار او یا مړه کړه، د هغوی مځکي او جایدادونه يې ابداليانو ته ورکړل.

په هرات کي ابدالي پښتنو په منځ کي د جگړوعلتونه چي هر څه وو، خو د زرغوني انا دورورعبدالغني خان  منفي رول تر  ټولو  غښتلۍ اثر لاره او په اغلب گمان دایران پټ لاس  ورسره وو.

   علامه عبدالشکور رشاد په خپل یوه کتاب "ملي اتل غازی وزیرمحمداکبرخا ن" کي د پښتنو په باب د خان میرخان هلالی د "ننگیالی پښتا نه" څخه دابیان لیکلۍدي: "دا یونقصان په پښتنوکي شته، چي د ذاتی غرض او ذاتی مشری دپاره د تربگنۍ په جوش نه یوازي تربور او خپل ځانته نقصان رسوي، بلکي کله کله ټول قوم او وطن ته داسي تاوان ورکړي چي ډېره موده د هغی نیمگړ تیا نه پوره کیږي. . . ابدالي شهنشا د خپل وفات۱۷۷۳ع نه پس لوی حکومت پرېښود. . . . خودولیعهد تیموراو شهزاده سلیمان د شخړوپه پای کي، تیمورد کندهار نه پایتخت کابل ته بدل کړو له درانو خفه وو، پر تاجکو او قزلباشو يې ډېر باو رو، پرځای د پښتنو. . . . تیمورشاه نه پس وطن د شهزاده گانو ترمنځ غوبل شو، یو وبل ته په لستوڼې کي ماران روزل، درباراو پوځ په شعیه گا نواو قزلباشو ډکړ. . . په دې اخ وډب انگرېز راگډ شو. . . ". ص۹.

   بیا په ۲۸ص کي لیکي:"پښتانه د عجیبه فطرت خاوندان دي، داسي معلومېږي چي د پښتنوخټه داخ او ډب په او بو اخښلې ده، هم دا وجه ده چي پښتانه په جنگ جگړو کي بی شانه ميړني دي، دسره تیرېدل، قرباني ورکول، ويني شيندل، مرگ له په غیږه ورتلل، د پښتنو قامي ژوند دئ، ولي چي جنگ بس سي، کورنۍ جنگونه راو اخلي، خپل قومي قوت برباد کړي، هغه دښمن چي ددوی د لا سه ځپل سوي او تښتیدلی دئ، بیا ددوی پر څټ سپورسي او دوی برباد او تباه کړي".

لیکونکئ :د رشاد صاحب دا وږده شعرڅخه چي ده خپله ماته هغه دده د کورد ميلمستون د دوهم منزل په هغه وړه خونه کي چي دده د کاراو خوب خونه وه لوستۍ فقط دابیت مي په یاددئ :

“دا باز نه دی ټپوس دی =چي وهي د خپل کورچرگي"

دا ډېر او ږد شعروو، چي استاد نوی جوړکړی وو. همدغسي وه او دا اوس هم هغه لوبي روانې دي. هغه جهالت دئ هغه ناپوهي ده، ترهغه وخته مو مشران پښتانه او د پښتنو نوکران ځانونه بولي چي حاکم سوي نه وي، کله چي حاکم سي، خپل مقصد او مقام ته ورسیږي بیا دي اول خپله پښتانه چي دی یې جوړکړی  لوی کړی او مشر کړی وي هغوی یې لمړي گذار ته ځانونه ټینگ کړي.

ځکه د پښتنو ډیرو بد بختو مشرانو اول پر خپلو پښتو زده کړېده. پاچاخان خان عبدالغفار خان څه وايې:"د پېړیو په او ږدو کي افغان واکمن حاضرنه شول چي د هیواد ملي ژبي پښتو په د فتر او دزده کړي کي استعمال کړي یا لږتر لږه ددرې ژبي سره یو هومره برابرحق ورکړي او ددې ژبي د تعميم دپاره څه وکړي". عبدالغفار خان یا پاچاخان هم د واکداروددې بې غوري څخه سرټکوي. د پاچاخان اندونه او مبارزې ته لنډه کتنه د محمداقبال وزیري لیکه۴۰ صفحه.  د لسمي برخي پای.

 

++++++++++++++++++

نهمه برخه

حاجي ميرويس خان نیکه

   هیله لرم چي لوستونکي په سړه سینه زما لیکنه ولولي، رښتیا لیکم، د افغنستان د معاصر تاریخ له لیکني څخه هر لوی او واړه تاریخ پوهه ځان یوې او بلي خواته تېر کړیدئ، د سردارمحمد داود خان د جمهوریت تر پایه چا زړه نه ښه کاوه چي یو څه پر ولیکي، تر هغه را وروسته هم یوازي اکادمیسن محمد ابراهیم عطائي "د افغانستان پر معاصر تاریخ یو لنډ کتنه" کتاب لیکلۍ دئ. اوس که هر څوک پر معاصر تاریخ یوڅه لیکي هغه لیکوال له سختو غبرګونو سره مخامخ کېږي، پدې چي دوی ټول عمر د واقعیتونو خلاف څه لوستي او اورېدلي دي.

 زما په فکرد افغانستان معاصر تاریخ د حاجي میرویس خان نیکه له مشرتوب څخه را پیل کېږي.

که څه هم چي د معاصر تاریخ پر مبدأ باندي اتفاق نسته، خدای بخښلۍ محمد ابراهیم عطائي صاحب هم د خپلو څېړونو په پای کي د نورو د نظریاتو خلاف داسي لیکي: "د سدوزو شهزاده ګانو لکه د لرغوني روم ګلادیاتوران یو د بل ګيډي څېرلو ته تیار شول. دا حوادث د معاصرتاریخ مبدأ کیدای شی، خو تر اوسه دا یوازي زما نظر دئ او پوخ سوی نه دئ، نو ځکه زه د سلفوتاریخ لیکونکو تقسیم مراعاتوم او د معاصر تاریخ پیل ته به د افغاني امپراطوری تأسیس د مبدأ په حیص را وړم"  د افغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډه کتنه. زما په فکر  دا خبره عطائي صاحب ته هم شکمنه پاته وو.

   حاجي ميرويس خان نیکه په کال۱۶۷۳م - ۱۰۲۵ هجري، شمسي کال کي زیږېدلی دئ. د پلارنوم يې ښاعلم خان هوتک وو. میرویس خان درې وروڼه لرل: ميرعبدالعزیز، ميریحيې او عبدالقادر. دوه يې زامن وه: محمود او ميرحسين. د حاجي میرویس خان غوره صفتونه لرل یو له هغو صفتو څخه یې دا وو چي ميروس خان یو واده کړې وو یعني یوه ښځه يې لرل، دا د وخت په مشرانو کي یوه استثنا وه، چي کوم واکداردي پریوه واده قانع پاته سوئ وي. د میرویس خان ښځه د جعفرخان سدوزی لوروه، د مورنوم يې نازو وو، د موسي خان توخي لوروه.

   حاجي ميرويس خان په کال ۱۷۰۹م یا ۱۰۸۸هجري شمسي کي د پارس د اشغال گرو د ظالمانه چلند پرضد د کندهاراو شاوخوا پرتو سيمو د اوسېدونکو قومونو په منځ کي د یووالي، مقاومت او آزادۍ روحیه راژوندی او غښتلې کړل. د لته ميرويس خان له خپلي هغې پوهي څخه چي لرل يې د خپل ځان او پښتنو په ګټه  پر ځای گټه پورته کړل. د قومونو د مشرانو سره يې هغسي کار وکړئ چي لازم وو. د  ټولو  مینه او رضایت یې په لاس را وړ، دوی ټول يې دیووالی، پاڅون او ایراني واکمنو، صفوي لښکرو څخه دآزادۍ دپاره سره متحد کړه. د افغانستان په تاریخ کي دا لومړئ د ستایلو وړښه کار وو، چي بیله خارجي مرستي او لاس لرلو یې په خپل ابتکار او خپلو امکاناتو سره د پردو څخه د خپلي خاوري او خپل ولس آزادول په جنگ او قربانې ورکولو سره آزاده کړه. د ميرويس خان تر قیادت لاندي دا بری د خلگو په نسیب سو.

   د کندهار په سيمو کي د پرتو قومونو په منځ کي  یې د یووالي او وحدت خبره په خه کړه. کله چي میرویس خان د گورگین پواسط ایران ته وا ستول سو، گورگین د ایران له دولته غوښتنه لرل چي میرویس خان هلته په ایران کي تر نظارت لاندي وساتي.

   دا ځکه دلته د میروس خان اعتباراو گرانښت په ولسونوکي ورځ تربلي زیاتېدۍ. مېرویس خان سره د گورگین له بد نظره چي ورته لاره یې په خپل علمیت او تدبېر سره د ایران په دولت کي د لوړپوړو  دولتي مامورینو توجه ځان ته جلب کړه. او داځل نه د گورگین په خوښه بلکي دایران د لوي واکدارو لخوا په رسمي مکتوب د کندهار د ښار کلا نتر(مشر) و ټاکل سو.

    میرویس خان مخکي له دې چي کندهار ته راسي له هغه لوري يوځل حج ته ولاړ. لته په حج کي يې د ا سلامي علماوو څخه د ایران د پوځونو په خلاف د جهاد  فتوأ په لاس راوړل او بیا  کندهارته راغی. مېرویس خان  کندهار ته د راتلو سره سم د قومي مشرانوسره لومړۍ پټه غونډه یا جرگه د کندهارد ښار په غرب کوکران یا خپل کور او کلي کي چيري چي اوس یې هلته مقبره ده جوړه ده جرګه وکړه.

   دوهمه تر لمړۍ جرګې نسبتا لویه غونډه یاجرگه یې په مانجه نومي کلي کي چي د کندهار له ښاره لېري شرق لوري ته ده هلته  جوړه کړه. چي هلته  په غونډه کي د نورزو د قوم مشرعزیزالله خان، د الکوزود قوم مشرنصرالله خان، د ناصرو د قوم مشر سیدال ناصرخان، د بابیانو د قوم مشر بابوخان، د بړیڅو د قوم مشر نورخان، ملأ پیرمحمد میانجي، نورمحمد هوتک، د بابړود قوم مشر گلخان بابړ، یوسف خان هوتک، د کاکړو د قوم مشر یونس خان کاکړ، بها درخان، میرویس خان او څه نورخلگ شامل وه.

    د لته دا خبرهم د شنلو وړ او لازمي بولم چي محقیقین او تاریخ لیکونکې يې وڅیړي د مانجي د جرگي د برخوالو په نوملړ کي د پو پلزو او بارکزود قومونو دا ستازو نومونه ما پیدانه کړل. ایا دوی ودغه جرگي ته رابلل سوي نه وه؟ ددوئ مشرانو په دې جرگه کي حضورلاره او که نه؟ او که يې حضور لاره ولې يې د نومونو ذکر نسته ؟. او که نه وه رابلل سوي علت به یې څه وو؟ او نور. . . . ميرويس خان هغه وخت د کندهار ښارکلا نتر(مشر) و.

کلا نتر( مشر): د بازاریا ښارد دوکاندارانو(پلورونکو) مشرپخوا به د هر بازار یا ښار هټۍ والو یو تن د خپل مشر په نوم نوماوه چي د حکومت او د وکاندارانو ترمنځ پُل سي، د حکومت آمرونه تردوکاندارانو او د خلگوپرابلمونه تر حکومت ورسوې. نوموړي مشر کلا نتر ته به یوه معینه اندازه پیسې د هري میاشتي په ورستیو کي له دوکاندارانو څخه د کلا نتري په نوم ټولې دې او کلا نترته سپارل کې دې. دا دود تر ورستیو کلونو پوري موجود وو، اوس هم سته یوازي یې نوم بدل سویدئ، اوس ورته وکیل، نماینده واي. کلا نتر ته د حکومت لخوا د حکومتي بودیجې څخه معاش نه ور کول کې دئ. پیرمحمد اکا دپنجوایي د بازار کلا نتروو. نوموړي شخص به حکومت او خلگوته د منلو وړشخص وو.

   د حاجي ميرويس خان نیکه اړیکي د خلگوسره نسبت هربل چاته ډېري ټېنګي او ښې وې ځکه د نوموړي کار او تماس د خلگو سره وو. د ه د خپلو روابطو څخه د ولس او وطن د آزادۍ په لاره کي پر ځای او منا سب گټه پورته کړه. د حاجي ميرويس خان د مړاني، شهامت او پوهي او تد بیر زورو چي یوخوا ته روسيه، بلۍ خواته عثماني ترکیه او ایرانې صفوي دښمنو د ولتو په شتون کي یې خپله آزادي او استقلال په لاس راوړل او ويې ساتل. دغه پېښي د افغانستان د معاصر تاریخ د چوکاټ بندی د شمزی حیثیت لري او په ځان پسي یې نوري پېښي را تعقیبولې. د افغانستان د هغې ورځي په جیوپولیتکي جوړښت د مېرویس خان نقش عمده وو، چي هیواد یې د د باندني استعمار څخه خپلواک کړه، او دا کار د مره اغېزناک وو چي تر ده وروسته د ده زوی او وراره (محمود او اشرف) د هغه مسلط استعمار د امپراطورئ ماڼۍ و نیول او دوخت امپراطور یې مجبور کړه چي خپل تاج د محمود پر سره کښېښود.البته حاجي مېرویس خان ۱۷۱۳ م خپل ورور حاجي امکو(میر یحی) د ډهلي دربارته د سفیر په حیث ولېږئ د هند ګورګاني دولت د کندهار ملي حکومت په رسمیت و پېژندئ.

   د هوتکي حکومت اقتصاد کمزورۍ وو عسکرو یې د غنمو نیني خوړلې، ژوند يې کاوه خود ملت مال يې نه چور کاوه. رشوت او خیانت يې نه کاوه. د گورگین تر وژلو وروسته او د میرویس خان تر مشرتوب وروسته ایران خپل دوه نمایندگان هریو: خسروخان او بل د میرویس خان د حج د سفر ملگرۍ محمد خان، کندهار ته راواستول څو دایران د زوراو برم خبري میرویس خان ته وکړي او که وکولای سي چي میرویس خان د آزادۍ تر ږغ تیرسي. مگر میرویس خان دایران د واړه نماینده گان لمړی شخص بندي او د وهم ترنظارت لاندي ونيوی.

    څلورځله ایران پر کندهار باندي حملې وکړې په ډیر پوځ او ډېر قوت سره به راغلل مگرد میړڼي افغان پوځونو لخوا به پر شا وتمبول سول، ډېر به يې مړه سول. د میرویس خان په پوځ کي ترغلجي پښتنو، نور پښتانه اوپه خاصه بلوڅ وروڼه ډېر وو. دا د مړاني صفت خپله په ميرويس خان کي وو چي رشوت او خیانت ته يې لاره نه وه خلاصه پري ایښې.

   که څه هم د ميرويس ترمرگ وروسته دا دقومونو ترمینځ  را جوړاتحاد ونه ساتل سو دا چي دا وحدت هغه وخت چا مات کړئ؟، ولې يې مات کړئ؟ د نه ساتلو او نه دوام مسؤلیت يې چاته تکيه کوي څیړل او لڅول غواړي. ځکه د هوتکي اقتدارد د منځه وړلو اساسي عامل،همدا د قومونو د اتحاد ماتول وو. په هرصورت ميرويس خان د قومي مشرانو د جرگې د پرېکړي د مخی د پارس د تجاوز گرو پر ضد د مقاومت او جگړې مشري ومنل. نودهغه د پلان له مخي وو چي دارغستان، معرف او ښوراوک خلگو و گورگین ته د مالې له ورکړي څخه سرغړونه وکړه. گورگین ډېر شمېر پوځونه د سرغړونکو د ځپلو له پاره  د کندهار له ښاره څخه هلته واستول کله چي پوځونه د ښاره ووتل، میرویس خان ته هم د گورگین لخو وظیفه ورکړل سول چي ارغستان( د جنګ میدان) ته ولاړسي . مېرویس خان ارغستان ته ځي،  بیا د یوه منظم پلان له مخي گورگین دارغستان و شیخانو کلۍ ته را دعوت کوي. گورگین او پوځونه  چي یې شیخانو کلي ته رسېږي، په دغه شپه میرویس خان د ولس په مرسته گورگین او پوځونه یې له منځه وړي. میرویس خان د گورگین درېشي اغوندي او دعسکرو کالي په کلیوالو سړو اغوندي، د کندهار ښارته راګرځي بله شپه  کندهار ښار ته راځي، ښارد گورگینانو له واکه خلاصوي، خپل حکومت جوړي او آزادي اعلا نوي.

   ښاغلي عبدالحی حبیبي تاریخ مختصر افغانستان ص ۲۴۴. د خلگو په مټ او خپله مړانه يې د پارس حاکم گرگین سره د  ټولو عسکرو د منځه یو وړل. وروسته تردوینم سووکلو ټوټه، ټوټه کیدو لومړنی پښتونخوأ، افغانی دولت د ميرويس خان ترمشری لاندي جوړسو. د ميرويس خان بل ښوالۍ دا وچي ځان يې خلیفه، امیراو پاچا ونه بلی د قوم د مشر نوم يې د خپل حکومت ترورستۍ ورځي وساتۍ.

بل د ستاینی وړکار يې دا وو چي ترځان وروسته يې د محمد مصطفی (ص) او د هغه داصحابو په ډول حکومت ته میراثی رنگ ورنه کړه، خپل ځای ناستۍ يې نه دئ ټاکلی، د خلگو امانت يې درسول د خدای د هدایت سره سم خلگو ته پرېښاوه. بل لوی او قیمت لرونکې کار د میرویس خان لا دا وو چي په لمړي ځل ددې هیواد په تاریخ کي وه چي پښتو ژبه یې دربار ته را وستل. او په دربارکي په پښتوخبري او لیکل شروع سول.

   مگر میرویس خان ډېر ژر ډېر ځوان د ۴۱ کالو په عمروفات سو. ښاغلي محمدابراهیم عطایي په خپل ا ثرکي لیکي : "چي حاجي میرویس خان نیکه ته د ایران په لمسون خپل ورورعبدالعزیزخان، زهر ورکړل او د هغه زهر خوړلو څخه مړ سو. "

   نوټ: دا خبره باېد څه روښانه سي،کله چي د ميرويس خان او گورگین ترمنځ د جوړی او اعتماد را پیدا کیدو دپاره، گورگین د میرويس خان ته یو شرط اېښئ وو، هغه دا چي د خپلي لورد ورکړي  په صورت کي مو اعتماد قایم کېداسي. میرويس خان  موضوع  د قوم سره شریکه کړه، د قوم په مشوره یې گورگین ته د خپلي لور په عوض بله جنی ورواده کړه. سوال دادئ چي دا انجلی څوک وه، څه نومیده؟  ویل کېږي چي د انجلی د واده يې کال پوره نه وو چي گورگین ووژل سو، دا ښځه بیاڅه سول؟ آیا دغه انجلې ووژل سول؟ ژندې پاته سوه؟ ایا دې ښځي شهامت نه وو کړئ، چي دا راز يې ساتلی وو. ؟ هو، پوهیږم مزدوره به وه، غریبه به وه، دغریب سړي لوربه وه. خو انسانه، مسلمانه او افغانه وه. په هرشکل، د هرڅه په بدل کي چي وو، لوی کار يې کړئ دئ . د دې ښځي او کورنۍ نوم باید ذکر سوئ واي. د لته دا خبره نه د ه چي هغه د میرویس خان لور نه وه، هغه یوه افغانه وه د افغانیت نوم تردي ډیر لوړدي چي څوک وایې دا خو د میرویس خان لورنه وه کله چي د ناموس خبره وي نو یوازي د پاچا کورنۍ باید د افغانانو ناموس ونه بلل سي.

   د میروس نیکه ترمرگ وروسته د دود برابر بیا مشران سره جرگه سوه. دجمعی تصميم له مخی يې د میروس نیکه ورور عبدالعزیزخان خپل مشر وټاکئ. بد بختانه عبدالعزیز و نه سوای کولای سم مشرتوب وکړي. د قومونو اتحاد مات کړل سو. بیا دکندهاری پښتنو په منځ کي دښمنانو ته دا موقع برابره سوه، چي لمړی دوی دوه ځایه، وروسته يې مات کړي. او د پښتنوترمنځ د بی اتفاقۍ اورته د ډېره پخوا څخه ایرانی صفوي حکومتو کار کاوه.

   هغه وو چي د ابدالي قوم دوه مشران عبدالله خان او زمان خان، یې د خپلو قبیلو سره هرات ته ور وبلل سوه په دغه وخت کي هرات د صفويا نو ترلاس لاندي یا قبضه کي وو. لږ وخت وروسته هرات ته ورغلي پښتانه د عبدالله خان ترمشرۍ لاندي د صفويانوقوت ماتوي اود هرات چاري په خپل لاس کي نسي، د ابدالي په نوم دولت جوړوي، عبدالله خان يې مشر کوي. د پښتنو دوه ځانگړي دولتونه، یوکندهار او بل هرات کي راپیدا کيږي. خو یو دبل مخالف درېځونه يې لرل. دا خبره باید لڅه سي چي ولۍ، چا دا اورتازه کی، څوک د خارجي دښمن تر اثرلاندي راغلل، او چا تراوسه دا قومي اورتازه ساتلی دئ؟.

   عبدالعزیزخان د قوم او خپلي کورنۍ د مشترک تصميم له مخی وژل کیږي، که څه هم د عبدالعزیزد مرگ موضوع په پټه خزانه کي لیکل سوې ده چي عبدالعزېز خان له قصرنارنج څخه را ولویدئ. اکا ډمی کاندید محمدابراهیم عطائی بیا لیکي "چي عبدالعزیزد میرویس خان زوی، د دوستانو او قومي مشرانو یو د بل په موافقه د بامه را وغورځاوه.

په یوه بل روایت وايې څه وخت چي عبدالعزیز دایران حکومت ته خط ولیکئ او وا ستوئ چي د ایران سره اړیکي ښې کړي او یا ځان ایران ته نژدې کړي، دا خط محمود ولید او ولوست، نو محمود په قهرسو اکا عبدالعزیزخان بیده وو او محمود توره را وا خیستل او  له عبدالغزېر خان څخه يې سر پري کړه او هغه خط يې د خلگو په حضور کي ولوستۍ. رښتیا خوداده چي میرمحمود د خپلي کورنۍ او قومي مشرانو سره په موا فقه کي میرعبدالعزیز ووژی. پر ځای يې د میرويس خان زوی محمود، د خلگوله لوري د شاه محمود په نوم پر تخت کښینول سوئ دئ.

    محمود۱۷۱۷م پر تخت کښنستې چي ۱۸ کاله عمريې لاره چي پاچا سو ، اوس نو محمود شاه په - ۱۷۲۲م، علاوه پرلوی کندهار،هرات او د ایران پاچهې هم ونيول. جنگو ته زور ورکوي خپله پاچهې تراصفحانه پوري وړي

   شاه محمود دوژنو او جگړو کیسې نو ډېري دي. په کندهار کي اوازه خپره سول چي شاه محمود د عبدالعزیزد زوی شاه اشرف د لا سه وژل سوئ دي. شاه اشرف د سردارعبدالله بلوڅ په لاس وژل کیږي. لمړی په اصفحان ورپسې هرات کي د پښتنوحکومت د منځه ځي. یوازي په کندهار کي شاه حسين د څه وخت دپاره قدرت په لاس کي ساتي. څو ډېرژر د ایران واکدار نادرافشارد خپلو اتیا زري ۸۰ زري لښکرو په زوراو ورسر مل ابدالي سرداران وو چي د نادرشاه صفوي په پوځ کي د مقام خاوندان وه راغله. د هغو ابدالې پښتنو په ملاتړ يې، د پښتنی حکومت اصلی مرکز قصر نارنج او ښار ونړا وه. هوتکي اقتدارپښتني مرکز ته يې د پای ټکي کيښود.

پنځلس سوه هوتکي کورنۍ يې د کندهاره وایران، ترکستان او هند وستان ته تبعید کړې. او یوشمېريې بخارا، مازندران او دایران په ارد بیل کي ميشته سول. د محقیق ډاکټرعبدالطیف یا دطالبې ا ثر"پښتني قبیلې شجرې"۲۹۵ص، مځکي او ملکیتونه يې ځينی واخیستل .

۱ - حاجي میرویس خان د ۱۷۰۹څخه تر ۱۷۱۵ م کال پوري ملي مشرتوب وکړی.

۲ - عبدالعزیزخان د میرویس خان ورورد ۱۷۱۵څخه تر ۱۷۱۷ م کال پوري مشروو.

۳ - شا محمود خان د میرویس خان زوی د ۱۷۱۷څخه تر ۱۷۲۵م کال پوري پاچا وو.

۴ - شااشرف خان د عبدالعزیزخان زوی د ۱۷۲۵څخه تر ۱۷۲۹ م کال پوري پاچاوو.

۵ - شاحسین هوتکي د میرویس خان زوی د ۱۷۲۹څخه تر۱۷۳۸م کال پوري پاچهۍ وکړل.

البته د ۱۷۳۸م کال څخه تر ۱۷۴۷م کال پوري ۹ کاله د افغانستان خاوره د ایراني امپراتورنا درافشار په قبضه کي وو، چي د نادرافشار نماینده، عبدالغني خان الکوزی د احمد شاه بابا د مور زرغونې انا، ورور وو. نا درافشاردامام قلی پوستین گنډونکي زوی وو. ۸۶۷ش کال کي زېږېدلی دی . د ملک محمود سيستانی عسکر سو، څه وخت چي محمود سيستانی خراب سو، وخان قلات ته ورغلی، د طهماسب سره ملگرئ سو. په دې ډول يې شروع وکړه امپراتورسو.

ټوله یودي که غلجي که ابدالي دي ښه هغه چي يې د زړه ښیښه صفاوي.  د نهمي برخي پای.

 

 

 

++++++++++++++++++++++

اتمه برخه

سلطان محمود غزنوي

د ۸ ۹۹ څخه تر۱۰۳۰م

سلطان محمود غزنوي دیوويشت کلو او په بل عبارت د او ویشتو کلونو په عمروو چي د پلار پر ميرا ث کښينستۍ د نیشاپور څخه يې د پاچهی اعلان وکړی. د نوموړی ورورا سمعیل په بلخ کي د پاچهې آ وا ز جگ کړه ژر دوه وروڼه  سره په جنگ سوه د قدرت پر سرجگړه ده، ځانوته د پاچهې په لاس راوړل يې هدف وو،  نه د اسلام مینه او نه د هیواد سره د میني مسئله نه وه، خو ولسونه  ددوی تر منځ په جگړو کي غرق سول. په زرهاوو کورنۍ په غم اخته سوي څوا سمعیل نیول کیږي، د سلطان محمود په آمر وژل کېږي او دی سلطان محمود پاچا کیږي. په نه حفګان سره پښتنه ستاسو مخته ږدم؟ ایا کوم قهرمان پېژنۍ چي قتلونه دي یې نه وي کړي؟

په ۳۷۶ هجري، شمسي کي پاچا سوو، خپل ورور او د هغه طرفداران يې ووژل . ۳۸۱ هجري، شمسي کي يې توس، غرجستان او سیستان ونیول. ۳۹۰ هجري، شمسي کي یې غور په ۳۹۶ه، ش کي یې خورزم، په ۴۰۲ کي يې سومنات ونیوئ او په ۴۰۳ هجري، شمسي کي تر جیحون ورتیر سو و لنډه يې دا چي هرڅه يې په جنگ پیدا کول . طبي خبره ده چي په جنگ کي خپل او پردي وژل کیدل، مگرپا چا د انسانانو دوږلو څه پروالرل . دالا دوی وايې چي زموږد ښو پاچهانو څخه وو. ددري ژبي څلورسوه شاعران يې په دربار کي لرل بلې دري ژبي ته يې خدمت کړی دئ .

   د خپل ځان لپاره يې د بغداد خلیفه څخه د لقب غوښتنه وکړل، د بغداد خلیفه ورته د( ولی امیرالمومنین) لقب ومانه. خو سلطان محمود غزنوي د بغداد د خلیفه څخه یو الف په سل زره درهمه رانیوئ او د خپل لقب سره يې اضا فه کړ لقب يې داسي جوړ کړئ (والي امیرالمومنین ). د خپل ورور او خلگو حلالول د قدرت او چوکۍ د پاره. ولې د قرآن (م) احکامو درسول د خدای کړونو او تصمیم، د اصحابو کړو ته پاملرنه ونه سول . نو دا به ملوکیت وو که خلا فت ؟.

تا سي پورته ولوستل چي خلافت څه ته وائې او ملوکیت څه ته وائې. د۵۹۵کالو په عمر مړسوو. دده تر مرگ وروسته يې او لادونو هر یوه محمد او مسعود سره وخوړل مسعو د خپل ورور محمد بندي او ړوند کړئ. مسعو د سر پر سر (۲۷) پیمانې شراب چښل. د ناستي تخت يې میلونونه، میلنونه طلا ارزښت لاره. څلور زره د طِلا کمربند وال غلام بچه گان يې لرل. ټولي قیصي يي دلیکلو نه دي .

    په دې ډول علاوالدین جهان سوز، چنگیزخان او گورگاني تیمور چي موږ ته تاریخو نو په ظالمو او       وژونکو را پیژندلي دي، د هغو کړه نې به نو څه ډول وي؟غزنويا نو، سلجوقیانو،غوریانو، خوارزمشاها نو، مغولیانو، تیموریانو، شيبانیانو، ا شترخانیان، خزرنانیان، صفويانو، بابریانو په یوه خبره یو له دوی څخه دې په مخه نه درځي. یوه امپراطور، پاچا او امیرمو د ولس او هیواد سره مینه نه لرل .

خپل ولس پرگران نه وو، ولس يې د نوکراو مرئیې په حیث خوښ وونه دبشر،انسان، مسلمان او ورور په حیث. پرچا چي وطن او ولس گران وې، گران ته باید یو خدمت وکړی، ولس او وطن ته خدمت، جوړونه، د علم او پوهي رواجونه ده، چي دا کارخو دوی نه دي کړي. سقراط څه ښه وايې:"د افرادو سعادت د ټولنې په سعادت کي پروت او نغښتې دئ ". مگر موږ او تاسي وينو چه په هیواد کي مو ټولي پیښي داسي راغلي دي، چه زورواکو خپلو ځانونوته ژوند جوړکړي، ولس يې خوار، ترټلي او ټولنه يې خرابه کړې ده.

   پر دې خاوره چي موږيې اوس د افغانستان په نوم سره پیژنو ډېرو نورو اقوامو هم حکمرانی کړي دي، د وخت حکومتونه غوښتل چي په تاریخ کي ددې خبري ذکر وسي، خلگ خبرسي او يا دي د مکتبو شاگردان خبر کړي، چي راتلونکي منورین دي د خپل وطن په تاریخ سم پوه نه سي. ددې خاوری پر زیاته برخه په خاص ډول شمالي برخو باندي څه کم۲۰۰کاله ازبکوشاهانوهم حکومتونه کړي دي. لکه شيبانیان، اشترخانیان او خزرخانیان. وگورئ د منشي محمد یوسف شبرغاني تاریخ مقیم خاني کتاب. په دې هم باېدو پوهيږو چي ولی تیرو حکومتوغوښتل دابیان او دا دوه سوه کلن تاریخ د افغانانو پټ کړي وو. د نور جهانه خو دا خبره پټه نه وه. تاریخ پوهان باید دا خبره روښانه او عوامل يې بیان او عاملین يې په خپلو لیکنو کي وترټي.

بابریان: د ظهرالدین محمد لقب بابر وو. بابر د ميرزا عمر شيخ زوی وو، ميرزا عمرشيخ د تیموریانو د حکومت پرمحال د فرغانې حاکم وو، په اصل او نسب کي ترک وو . د مور لخوا د چنگیز په کورنۍ پوري تړلۍ وو. کله چي ازبکو ظهرالدین د ماورالنهر څخه وشاړه نودی د هندوکش د لاري کابل ته راغلی . چيري چي دده اکا الغ ميرزا حکو مت کاوه.

ظهرالدین بابر د اکا الغ تر مرگ وروسته پر تخت کښینستي. په دې وخت کي کندهار د ارغون په لاس کي وو. د ارغون او بابر تر مینځ جگړه وسوه کندهارد بابر لاسته ورغلی په ۱۵۰۷ م کي بابر بیرته کابل ته راغلی په کندهار کي يې خپل ورورناصر ميرزا، پريښود. ډېر ژر ازبک شيباني بیگ پر کندهار حمله وکړل او د ناصر ميرزا څخه يې کندهار ونيوی.

    په ۱۵۲۲م کي بیا بابرکندهارنيسي. هغه قوم چي د وی يې د ارغو په نوم راپیژني هغه د کندهاره شړي. پدې ډول په هندوستان کي لویه امپراتوري جوړوي. په ۱۵۳۰ م کي د ۴۸ کالو په عمربابر مري هلته په اگره کي يې ښخوي، خو لس کاله وروسته يې خاوري سوي هډونه کابل ته راوړي.

   زوی يې همایون چي د دیرلسو - ۱۳ - کالو وو پاچا کیږي. همایون په - ۱۶۰۵م مري د هغه زوی اکبر وو اکبر پاچا کیږي. کله چي صفويانو کندهار د جلال اکبر څخه ونيوئ نوئې د پو پلزو د قوم دابدالي پښېي مشر چي د صفویانو سره يې مرسته کړې وه. د شاه عباس صفوي لخوا استخدام سو د کندهار او هرات ترمنځ د سړک د حفاظت چاري يې ورته وسپارلې.

سلجوقیان، غوریان، خوارزم شاهان، چنگیز، تیمورگوگانې،، سوریان، یپتلیان، کوهشانیان، صفویان او نور ټول ډېري پیچلي کيسې لري چي یوه يې د ولس په خیر قدم نه دئ پورته کړئ. څنگه يې قدرت او حاکميت لا سوته ورغلی یا غصب کړیدئ؟ د قدرت او حاکميت پروخت يې د ولس په گټه او ضرر څه کړي دي ؟. په جنگ، وژنو، قتلونو دسیسو د قدرت لاسته راوړل او د خوراملت زورونه بل څه پکښي نسته .

دغه چي ومي لیکلې او يايې لیکم دا ټولي غټې او مهمي خبري وي. داچي افغان یم د خبروحق ځانته خپله ورکوم. نومي لږتماس ور سره ونيوئ، دا بیان همد لته پرېږدم. او غواړم د خپل طاقت او امکاناتو سره برابر د معاصر تاریخ څوپاڼی راواړه وم. "عادلانه قدرت د هغوخلگودرضایت څخه رازېږي چي حکومت باندي کیږي" وبه گورو.  د اتمي برخي پای

 

 

 

++++++++++++++

 

اوومه برخه

دعربي( آموي او عباسي) اشغال په وړاندي

د دې خاوري د اوسېدونکو مقاومتونه

    مخکي له دې چي معاصرتاریخ ته ولاړسو ښه به وي چي  پردې خاوره مېشتو وکړو د عربو د تېریو په وړاندي ، کومي مبارزې کړي دي؟ څونه سختي ورځي یې گاللي دي؟، د هغوی لږ یادونه پکارده. رښتیا تاریخ لیکنه یوعلم او لوی پند دئ، زه به هم و نه سم کولای چي هر څه سم را وسپڼم، داځکه د پېښو شاهد نه یم او څه چي را اخلم له هغو لیکنو به یې را اخلم چي لیکل سويدي هغه به ستاسو سره شریک کړم، یوازي دونه کولای چي سم له ناسمو را بیل کړم. د تاریخ په نوم ډېري لیکني سوي دي، لیکوالان دې خیر یوسي لږ یا ډېر خپله خواري یې کړیده. زما په فکر ترکومه ځایه چي مالوستي دي راته  ښکاري چي ډېرو لیکوالو تر کوم فشار لاندي جوړي سوي افسانې دوی لیکلي دي نه واقعیتونه اوحقیقتونه لیکل.

  د مثال په توګه: ابومُسلم: ابومُسلم چي په ابومُسلم خراساني سره یې لیکوال را پېژني، د هغه په باب هم بېل بېل روایتونه شته. څوک دی د افغانستان داوسني سرپل بولي، واي چي قبريې د لوگرپه برکي برک ولسوالۍ کي د چلوزایي زیارت دئ. لیکونکۍ"سرپل ولایت او لوګر ولایت سره لېري پراته دي، بیا ابومُسلم خو د عباسي خلیفه منصور لخوا د هغه په دربار کي وژل سوی دئ، څنګه او چا یې مړۍ لوګر ته را وړئ؟ ولي یې د ابو مُسلم د تولد ځای ته یو نه وړۍ؟"

ځيني لا لېکي چي ابومُسلم اصلاًعرب وو.د مطهربن طاهر مقدسي په تاریخ کې راغلې دي،  چې خلگ دده د نژاد او وطن په باره کې چې دی څوک او د کوم ځای وو؟اختلاف نظرونه سره لري. ځينی د ده نوم ابومُسلم عبدالرحمن بن مُسلم، او ځيني وایي چې د ده نوم ابواسحق ابراهیم بن عثمان ليکي. ځیني لا دا هم وایي چې دی د مرو وو او ځینوځایوکي دی کُرد بولي. چې وروسته په ابومُسلم خراسانی مشهور سو. لیکل سويدي چي ابومُسلم په ۱۱۲هـ ش یا قمري کې زېږېدلۍ دئ. د مورنوم یي (وشیله ) وه. بیا همدغه تاریخونه وائی چې ابومُسلم خپله سخت زړه سړی وو،عفو او بخښه يې نلرل،  په څرگند جنگو کي يې تر شپږولکو ډېرانسانان ووژل. هغه وخت چي دی د خلیفه منصور لخوا ووژل سوو دا د شعبان د میاشتي ۲۵ نیټه او دچهارشنبې ورځ وو.د ابومُسلم خراساني د سیاست،  مبارزې او ژوند کولو دوره ډېره  له قهره ډکه او لنډه  وو،ځکه دی د۲۵ کالو په عمر ډیرځوان وو چي خلیفه منصور په کال ۱۳۷هجری کي ابومُسلم خراسانی وواژه. ابن خلکان هم د ابومُسلم په باب ډېري درنې کیسې لري. د ابومُسلم خراسانی ( پاڅون) د اموي خلافت په خلاف کي دعباسي اقتدارد منځته راتلو سره مرسته وکړه خو ددې پاڅون ریښې د طاهریانو تر منځته راتلو وغزېدې.

ابومُسلم هم دونه بی گناه انسانان د خپل اقتدار له پاره  ووژل چي د بخښني وړهیڅ نه دئ. تر ابومُسلم وروسته نور ولسي پاڅونونه د عربو د اشغال په خلاف د هیواد په ډېرو برخو کي راشروع سول، لکه په ۱۳۸هجري کال کي یعني یوکال د ابومُسلم تروژلو وروسته دهراتي سندباد،  په ۱۴۵ هجري کي استاد سيس،  په حکيم باد غیسي،  په ۱۴۶هجري کي د حریش سیستانې، ازرویه په هرات او سيستان کي ومرزبان زر د شتي او محمد بن شداد. په۱۵۴هجري کي حکیم بن عطا بادغیسي قیام وکړئ،  په ۱۷۳ او ۱۷۶هجري کي بزید بن جریر پرکابل حمله وکړه. د حمزه سیستانې، دسپین کاليو او اسحاق په مشرۍ د اوندیانو تر رهبرۍ لاندي پاڅونونه يې ښه مثالونه دي چي د وخت د تیري کونکو لخوا دغه پاڅون کونکي په بی رحميې سره ځپل سوي دي.

  ددې ښورښو اواغتیشاشونو اثر وو چي عباسي امپراتوری په خاصه توگه مامون الرشيد مجبور سود افغانستان دپاره  طاهرخراسانې، د والي په حیث وټاکي. طاهرحسين فوشنجی اصلا دهرات د زنده جان وو.څو په نتیجه کي طاهر خراسانی هم دعباسي خلیفه نوم د خطبه څخه لیري کړي. په ۲۰۰هجري شمسي کي طاهر فوشنجي د خوراسان د سلطنت اعلان وکړئ. د افغانستان استقلال يې په کال۸۲۰م یا۱۹۹ هجري شمسي او په بل روایت ۸۲۲ م یا۲۰۱ هجري شمسي کي اعلان کړئ. افغانستان بعدازاسلام دعلامه عبدالحی حبیبی اثر.

  "دعربو لخوا داوسني افغانستان نیول او اشغال نه دا چي یوازي يې د خلگو ابادې سوي مځکې تصرف کړي اول یې هغه مځکي د بیت المال په نوم ونومولې،  بیا يې وخپلوعربو اومحلی ددوی همکارو کورنیو ته وبخښلې. بلکي د دوی سلطې زموږ ژبه،  کلتور او ثقافت هم را زیانمن کړل."د افغانستان خلگو د خپل هیواد، دآزادۍ دپاره  د عربو ضد پوره دوسوه کاله مبارزې کړي دي. سره ددې چي پوشنجی طاهرد خراسان آزادۍ اعلان کړې وو،  بیا هم طاهری حکومت عباسي خلیفه ته د کاله ۸۳ميليونه درهمه ججه ورکول. د طاهریانو د حکومت مرکز د نېشاپور شهرو د طاهر درو اولادونو حکومت وکړی لکه طلحه۸۲۲ - ۸۲۸ م،  علی۸۲۸- ۸۲۹،  او عبدالله له   ۸۲۹ - ۸۴۴م. په اولادو کي يې عبدالله یو باکفایته او ترقي غوښتونکي شخص وو".

   لیکونکې:داسي لیکل سوي دي چي عبدالله ترقي غوښتونکې وو،  لکه په نورو پسي چي لیکل سوي دي او یالیکل کیږي. ورسته دعبدالله زوی د لوی طاهر لمسي دوهم طاهر ته واک په لاس ورغلۍ - ۸۴۴ - ۸۶۱م د لته ووچي محمد د دوهم طاهرزوی یعني دعبدالله لمسي وعربو ته کلنئ ۴۵ ميلیونه درهمه دغلامانو او حیوانانو سره مل باج ورکاوه. د مذهب تر نوم او سيوري لاندي،  زموږ د ولس د نه پوهي لرلو له وجهی تراوسه هم دښمنان گټي پورته کوي.

  هرشخص چي د خلگو د قربانیو په مټ تر واکه رسيدلي دئ. له هغه شخص څخه هم بلا جوړه سويده. طاهری،  صفاری او یعقوب لیث د سيستان یا زرنج اوسېدونکي وه. سامان خداد ساسانیانودکورنۍ مشردبلخ وو.اوساسانی کورنیو واک۱۷۷ کاله وغځېدئ.

   "که په دقت او غور سره د عباسي او اموي امیرانو او یو شمېرنوروپاجهانودهغودکورنیو، درباریانو، والیانواو مامورینو کار،  ژوند،  دولس ټر حقوقو تېري او عیاشي ګاني مطالعه سي،  نژدې ټولو په خپلو حرامسرایو کي ډېري ډېري میرمني،  معشوقې اومینځي ساتلې، چي اورېدونکو او لوستونکو ته به د دومره غټ شمېرښځو،  معشوقو او مینځیانو لرل مبالغه آمېزه اېسي. اما کله چي ډېر تاریخونه وویل سي،  دا به د یوه حقیقت په څېر ومنل سي. هندوستان،  چین،  مصر،  ایران،  یونان،  روم او بین النهرین چي ددنیا دتاریخونو دروایتو پر اساس یې لوی دولتونه تاسیس کړي وو،د هغو ځایونو د پاچهانو په دربارو کي په زرهاوو، زرهاو نارینه او ښځي تر مختلیفو عنوانو لاندي استخدام سوي دي. چي د امیرینو،  پاچهانو او د هغو د کورنیو او درباریانو د خدمتو د اجرا او هم د هغوی د ساعت تېریو سبب وگرځي. اموی او عباسي دوره تقریباً اووه پېړۍ پایښت وکړه. ددې دورو اکثرو امیرانو او پاچهانو په خپلو حرام سرایونو کي په زرو،  زرو میرمنو د مېنځو،  سریتو ترعنوان لاندي ژوند کاوه... هر څونه چي د مسلمانانو د دولت ساحه پراخه کېده نو د هري ساحې مشر به په زرگونو،  زرگونه ښځي (مېنځي) او مریان لوی ښارونو ته لکه بغداد او نورو ته د خرڅلاو له پاره استولې." پاچهانو څه کول ص(۲۲۷). تاسو فکر وکړي چي اسلام څه ویلي؟ اود اسلام په نوم پر ولس واک لرونکو امیرانو، خلیفه ګانو او شاهانو  څه کارونه کول؟. د اوومي برخي پای

 

 

 

 

+++

شپږمه برخه.

د بشري علومو څیړونکي حکومتونه څنگه راپیژني

 

   د بشري قوانینو اړوند علمأ هغه که کافر وي یا مسلمان د مشر، خلیفه وي او یا پاچا د هغو په ټاکلو کي همدغه د مشورې لاره غوره بللې ده. "مایکل راسکين، رابرت گورډ، جميز ميدیورس او والټرجوز" په خپل کتاب "پولیټیکل ساینس" کي چي د ښاغلی ډاکترمحمدصدیق ظهير پواسطه له انگليسي ژبی څخه و پښتو ژبې ته را ژباړل سویدئ. هلته حکومتونه داسي راښي:"مشروع حکومتونه چي حکمران یا واکمن يې د ټول ولس په گټه عمل کوي او غیري مشروع حکومتونه چي حکمران يې یوازي د ځان په گټه کارکوي."

په بل ځای کي بیا وايې:" پرحقیقت ويلو هیڅ مه په قهر کيږه، هرهغه څه چي حقیقت دي هغه واقعیت هم دي. "

  سقراط وائی:"د افرادو سعادت د ټولنې په سعادت کي نغښتی دئ. " نونيکي د ښو او بدو اعمالو په پیژندنه کي ده او بس."

  سقراط:"شخص چي په یوه ټولنه کي وزیږي او بیا په هغه ټولنه کي د حکومت یعني ملت په شتو تربیه سي، نو پس دغه شخص د هغې ټولني پوروړئ دی."

  افلاطون: په خپل تالیف " د قوانینو" په کتاب کښی لیکي:" که دولت د ټولني د افرادو اړتیاوي د منځه ونه باسي، نو دده په عقیده دغسي دولت پرغلط لاره روان دئ.ځکه یوازي د ژوند اړتیاوي او احتیاجونه د اقتصاد اساسي موضوع گاني دي چي د دولت د جوړېدو سبب کرځي."

  ارسطو: "که دولت د ټولني د افرادو ارامي او خوښي برابره نه کړي، داسي دولت نو ناوړه او مردود دئ. ارسطو په عیني زمان کي په غیرمستقیم ډول خلگو ته د ناوړه او مردودو حکومتو د نړولوحق او اختیار ورکوي.حکومت باید خپله کړنلاره د خلگو دغوښتنو سره سمه وټاکي."

  اپیگور: "قوانین هغه مقررات دي چي جامعې منلي وي. او د جامعي خلگ هميشه هیله لري چي د دغه مقررانو په اساس ژوندو کړي.که د جامعي خلگ قوانین او مقررات د خپل ځان په تاوان فرض کړي، نو دا ډول مقرات او قوانین باید تغیراو یا بشپړ لغو سي. ډېر مهمه خبره داده چي اپیکوریانوعقیده لرل چي  د نړۍ ټول انسانان یو د بله سره وروڼه دي. یو ملت پر بل ملت برتري نه لري. دټولوانسانانو تربیه او د بشر دوستۍ نهضت غواړي." کله چي د هر پاچاه، خلیفه، امپراطور او رئیس جمهورڅخه دعدل ترازو دلاسه ولوېدئ او یا دعوامو ناسود خیر اوښیگڼي پرځای په خپلو گټو بوخت سي، په فحاشاوو کي بند سي، دا نو یوازي ظالم انسانان وي.

  ډیوجانس: روایت دئ چي ډیوجانس د جابرو، ظالمو، حکمرانانو په وړاندي خپله کرکه او نفرت نه پټا وه. وایي: یوه ورځ مقدونې سکندرد«کورنټ» په سیمه کي د  "ډیوجانس" لېدو ته ورغلئ، مقدونې سنکدر و ډیوجانس ته وویل راته ووایه نن زما څخه څه غواړي؟ ډ یوجانس ورته داسي وویل: "زما له مخه لیري سه چي د لمرله نوره محروم نسم".په دې ډول يې خپل نفرت اظهارکړ.

سیسرول:"دولت "مشترک المنافع الملل" یوکامنولټ؛ ذکرکوي. او عقیده لري چي دولت د خلگوملکیت دئ او باید په  ټولو  خلگو اړه ولري. دولت او حکومت باید هیڅ وخت په شخص او یا یوې کورنۍ پوري تړلي نه وي. هر وخت باید د خلگو په خوښه او رضایت حکومتونه جوړسي.اوکه د دولت او حکومت قوانین د خلگو د حقونو او گټو سره سمون ونه لري د هغو اطاعت اخلاقي الزام نه لري ". او نور ټول علما، فلاسفه او قانون پوهان په دې عقیده دي چي د شخص او کورنۍ حکومتونه ناروا او باید ونړول 

جان روکي او مارک بویر په خپل اثربین المللي سیاست ته یوه کتنه دډاکترمحمدصدیق ظهیرژباړه.په۱۳۹ ص کي استبدادي حکومت داسي معرفي کوي:" استبدادي حکومتونه  هغه دي چي د حکومت دلوړ پوړو مقامانوما سوا نورو افرادو او گروپونو ته په تصمیم نیولو کي هیڅ یا ډېره لږ برخه ورکوي".

اوس به نو لږ دعباسي او اموی هجومونو تاریخ و پلټو، بیا خپل هیواد ته راځو د معاصرتاریخ څوپاڼي گورو، چي دا خپلو واکدارو مو څه گلونه کرلي دي. دا به هم ترنظر تیرکړو. ورسته به يې د ځان سره په هغه ترازو گانو وتلوو کوم چي د خدای (ج)، رسوالله(ص ) او يا ورته په بشري قوانینو کي دعلماو لخوا اېښودل سوي دي. د وزن مقیاسونه يې معین سوي دي. هلته به يې وپیژنو چي دا پر موږ شاهان څوک وه او څه يې کړي دي؟ د دوی په منځ کي ښه څوک وه که له یوه مخه ټول بد وه؟ بدۍ اوظلمونه به يې انتقاد کړو، له ښو څه به يې د ژوند په چاروکي گټه پورته کړو. وبه يې گورو!

دا هم له پامه مه غورځوئ سوونو کلونه مخکي داتن د پوهنتون نامتو استاد"ډېوجانس"به کله کله دا تن په ښارکي د ورځي دلگېدلي څراغ سره هم گرځېدئ او ويل به يې چي د انسان په لټون کي یم، د یوه رښتین او سم انسان د لیدوهیله لرم. نو ګرانو دوستانو ډېوجانس خویورښتوني انسان پېدانه کړه. راسئ موږ او تاسي به هم وگورو که مو بخت کاروکړه او څوک مو پیداکړ، یو رښتیوني انسان او بیا خصوصاً کوم پاچاه، رئیس، امپراتور یا امرالموومنین. دپدشپږمي  برخې پای.

 

پخوانی برخی

 


بالا
 
بازگشت