اوبو عمیر

 

ایا ریښتیا به هم اوباما دامریکی ګورباچوف شی؟

 

میخایل ګورباچف دشوروی اتحاد پخوانی مشر ؤچې دافغان دجګړی په وخت کې  له برژنف، اندروپوف اوچرننکو نه وروسته دکمونست ګوند دمرکزی کمیټی مشر اودشوروی ولسمشر شو اوس هم ژوند ی دی او  د نړۍ په تاریخ کی یی ستر نوم ګټلی اوداهم له دې کبله چې نوموړی دشوروی عسکر له افغانستان نه وویستل اوپه پای کې دپروسترایکا یا بیارغولو تر شعارلاندی دشوروی دړنګیدو لامل شو. دنوموړی اودامریکی دنوی ولمسشر ښاغلی اوباما ترمېنځ یو شمیر شباهتونه شته دی: لومړی داچې د ګورباچوف شعارهم پروسترایکا یا له سره رغول وو اوداوباما شعارهم چینج یا بدلون دی چې دادواړه شعارونه دیوې اړتیا له کبله ویل شوی .ددوی ترمېنځ بل شباهت دادی چې دواړه په داسې وخت کې دخپل هیواد مشران شول چې هیوادونه یی له افغانستان سره په جګړه بوخت ول ، بل شباهت یی دادی چی اوباماهم دامریکی دولسمشرانو له ډلې نه دځوانو څخه دی اوګورباچوف هم ځوان وو اوپه خپلو هیوادونو کې دځوانانو له پلوی نه برخمن و.په همدی  توګه یو شمېر نور شباهتونه چې دهغو له ډلې نه یو هم په دواړه هیوادونو کې داقتصادی کړکیچ وجود دی .

په دی وروستیو کې د روسیی حکومت دستر مخالف ګوند مشر وویل چې اوباما به په امریکا کې ددغه هیواد لپاره لکه دشوروی لپاره ګورباچوف شی.

لاتراوسه اوباما په کرسی ناست هم نه دی خوداسی ښکاری چی داشباهتونه لاهم زیاتیږی اوداسی ښکاری چی اوباما به لکه ګورباچوف غوندی دامریکی دټوټه کیدو لامل شی . رسنییو رپوټ ورکړی چی داوباما له ټاکل کیدو وروسته دامریکی ملت پاله سپین پوستی ډیر په غصه دی اوپه دغه هیواد کی دجرمونو کچه په تیره بیا دتوکمیزو تاوتریخوالو کچه ډیره لوړه شوی، امریکایی مطبوعات ددغه هیواد دامنیتی شبکو درپوټونو پربنسټ لیکی چی په دغه هیواد کې  له ټاکنو وروسته یو شمیر ملت پاله سپین پوستی چی نور دخپلی اوږدی واکداری پای په دغه هیواد کی وینی داشعارځان ته ټاکلی چې( اوباما ووژنی). داخولا دپټی سردی چی سپین پوستی داشعارونه ورکوی ، له دی سره جوخت به تورپوستی هم کرارنه کینی اودخپلی دفاع په هکله به یو څه کوی . له بلی خوا دامریکی اقتصادی حالت له داسی رکود سره مخامخ دی چی ساری یی نه دی لیدل شوی . دغه راز په دوو سترو جبهوکی ددغه هیواد عسکر په توده جګړه بوخت دی چی اوس یی دوتو لارهم نشته ځکه که په یوځل واوځی ټول حیثیت یی تر پښو لاندی کیږی او دښمنان به یی بیاهم امریکی اوددغه هیواد دګټو ځایو ته پسی ورشی، اوکه جګړو ته دوام ورکوی نو نه یواځې اقتصادی حالت یی لا مخ په ځوړکېږی بلکی له انسانی پلوه اوروانی پلوه هم دجګړې داوږده دوام توان کې پاتی نه دی اوکه دوام مومی بیابه هم ددغه هیواد د هرایالت اوتورپوستو اوسپین پوستو ، افریقایی الاصله ، اوهسپانوی الاصله او مسلمانانو اوداورال دسیمی د راغلو خلکو اودمکسیکویانو ، هندی الاصله اونورو توکمونوترمنځ به واټن اومخالفت لازیاتیږی اوهره ایالت به ځانته دخپلو ګټو دساتلو اوله مرکزی حکومت نه دخپل حق دغوښتلو په تکل کی شی.

همدارنګه به اوباما ترداسی فشارونو لاندی راشی چی یا به دفاشیستانو له خوا وژل کیږی یا هم دخپلو پلویانو په څنګ کې په دریدو سره به دامریکی له نورو برخو ځان بیلو ی اوپه دی توګه امریکه دټوټه کیدو سره مخ کیږی .

دغیب ویل خو دالله کاردی ولی شواهد او پیښې سړی داسی څیړلی شی چې نورو نو دامریکی دستر ځواکې او یوالی وخت پای ته رسیدلی ځکه ددغه هیواد نړیوال سیالان لکه روسیه ،چین، اروپا ، دجنوبی امریکی يوشمېرهیوادونه لکه ګواتمالا، کیوبا اووینزویلا په ختیز کی اسلامی هیوادونه لکه  ایران ، سودان، سوریه، لیبیا ،دفلسطین حماس او دلبنان حزب الله ګوندونه  اوغیر اسلامی هیوادونه لکه شمالی کوریا هم کلک زیار باسی چی نورنوله  امریکی نه په هره  ذریعه چی وی خپل کسات واخلی او له شره یی ځان خلاص کړی.

څیړونکی په دی باور دی چې په امریکی کی داوباما په بری سره په دغه هیواد کی په ريښتیاهم یو ژور بدلون په مخ کې دی ،ځکه امریکاییانو داوباما دبدلون شعارته مثبت ځواب ووایه اوله اوسنی حالت څخه سخت ستومانه شوی دی. نوځکه هم د روسی سیاست پوه دغه خبره چی اوباما به دامریکی ګورباچوف شی له حقیقته لری نه ښکاری.

 

 


بالا
 
بازگشت