عزيزاحمد خوارمل

   

 

 

هرالد تریبیون :امریکا د پاکستان دتجزیه کولوپه سوچ کې دی !

(۱)

     دانټرنيټ دفارسی سرچینو څخه

    ژباړونکی :عــزیــزاحـمد خـوارمل

 

په دی نږدی ورځوکښې دمنځني اسیادسویلی برخویوه نوي نقشه دپاکستان د امنیتی جګپوړو

چارواکولاس ته وررسیدلای دی اودغه نقشه ددی ښکارندوی  دی چې امریکا ددی هیواد  (پاکستان ) په تجزیه کولوپسی دی .

 

 


 

پخوانی نقشه بیله بدلون څخه

 

 

دهرالد تریبیون ورځپاڼی ددی بیان پربنسټ چې  په دی ورځوکښې دمنځني اسیا دسویلی برخو یوه نوي نقشه دپاکستان دسیاسی اونظامی چارواکوپه منځ کۍ لاس پرلاس کیږی  اود دی نقشی په هکله یې ډول ،ډول لړلیدونه یې راپارولي دي  اوهمدارنګه په تلویحی توګه سره یې اشوا کړ  چې ګواکی امریکا دپاکستان دتجزیه کولوپه سوچ کې دی .

راتلوونکی نوي نقشه دبدلون سره

 


 

نوي نقشه وروسته له بدلون څخه

ددی ورځپاڼی دراپورپربنسټ  په دی نقشه کې دپاکستان دهیواد دخاوری  په مساحت  کې په ښکاره توګه لږوالی  رامنځته سوی دی  اودافغانستان اودهندوستان  دهیوادونوپه مساحت کې زیاتوالی او پراختیا رامنځته سویدی . دغه نقشه لمړی ځل دامریکايي نوي بنسټپالو(نوي محافظه کارانو) په منځ کې خپورسوی وو اوهمدا اوس دغه باوراوعقیده یې دپاکستانی چارواکواوخصوصآ ددی هیواد دجګپوړونظامی چارواکو په منځ کې راوستی دی  چې امریکا په دی پسی دی چې پاکستان  دیوی یوازنی  اسلامی هیواد په توګه چې داټومی وسلیوخاوند دی   تجزیه یې کړی .

پردی  سربیره ددی ټولو سره هم دغه ورځپاڼی   په دی هکله  په پوره ډول سره  توضیحی کړی یې نه دی اونه دې ویلی ،چې دغه نقشه کله اوپه کوم وخت  کې اودکوم ارګان دخواڅخه  په امریکا کې جوړ سوی دی ،ایا دامریکا دپخوانی پروژی سره دمنځنی ختیځ  دنقشی دبدلون  سره کومه اړیکه  لری  اویا بله پروژه  ده چې دمنځني اسیا دنقشی  بدلون دی .

په داهسی  حال کې یوکس دپاکستان د دولت دجګپوړوچارواکو څخه چې  دپاکستان  دپلان شووکړنلارو  په طرحه کولوکښې  مهم رول لری  په ټينګار سره وویل :  کولای سو چې ووایو ، یودډېرومهموبلالقوه ګواښونو څخه دپاکستان دپاره دهند اوافغانستان نظامی مرستی  دي کیدی سی چې  دپاکستان دله منځه وړلو دپاره  به وی  اوممکن امریکا هم  په دغه  کړنلیک کې ددوي سره ملګرې ولري . دبله خواڅخه  اصف علی زرداری دپاکستان ټاکل سوی جمهور رئیس  دهغه وخته څخه چې واک ته رسیدلی دی  با وجود ددی هم دوه ځلی  دامریکا څخه یې لیدنه کړی  اودبوش ددولت په ښه ویلواوتحسین کولویې لاس پوری کړی دی  چې د زرداری دغه  ډول کړنه هغه یې په پاکستان دننه کې  دډېروګوتنیونوسره مخامخ کړی  اودامریکا ضد پاکستانیانواوډلوټپلوپه منځ کې  یې خپل محبوبیت دلاسه ورکړی دی  .   

د دی محاسبی اوحساب کولوله مخی اوس دغه سوال رامنځته کیږی چې دنوي عصردپیل وعدی دامریکا اوپاکستان په اړیکوکې  دباراک اوباما په وسیله  دهغه په بیانیوکښې راڅرګنده  اوبیان سویدی چې ترکومی اندازی پوری به دعمل جامی ځانته واغوندي .یوامکان به دغه وي  چې  دامریکالخوابه کوښښونه رامنځته سی چې دپاکستان سیمیزی څارنه به لږوالی پیداکړی  اوپه سیمه کښې داوسنی مشکلاتودلیری کولودپاره په  پریکړنده توګه سره دواړه هیوادونه به دګډی ګټي خاونداووسی .

مخته تردی دامریکانظامی قوماندانان  دهغه جملی څخه جنرال پترائوس  په دی اړه یې  په اشاری سره يوڅه ویلی وو چې  دافغانستان دمناقشی دپای ته رسولو دپاره یوه مطمینه دحل لاری باید دګاونډیوهیوادونو په ګډون سره مرستی رامنځته سي اودامریکا نوي جمهور رئیس بارک اوباما هم په دی اړه دغه شانته یولړلید لری  اودبله خوا څخه  په نظرکې لری  چې دهندوستان  اوپاکستان ترمنځ وډېروپخوانېو ګواښونوته دپای ټکې کښیږدې اوتیر کال دفارین افیزپه خپرونی کې په یوه مقاله کې ودی موضوع ته هم اشاره کړی وو.

اما داهسی  رامخته سوی چاري د ټینګ خنډونو سره مخامخ دی دهغه جملی نه باید دکشمیر ومسئلـــی ته اود دوو هیوادونــو تــرمنځ دهمالیا دسیمی پر ســـر اودپـــولـــی اوسرحــــداتوپرسر

واختلافونوته اشاره کیدی سی  چې ددوي دغه اختلافونه  (۴۰) څلویښت کلنه سابقه لری .اوپه همدی دول سره  دغه رامخته کړشوی چاری ددی سبب ګرځیدلی دی چې په وروستیولسیزو کښې دپاکستان نظامی اواطلاعاتې ځواکونه دسیمیزووسلوالوخلکوپه ملاتړسره یې په دغوسیموکښې وحشت،ناامنی  اوناارامی یې رامنځته کړی . دبله خوا څخه په پاکستان کې یوشمیر خلک دامریکا پر رول اونقش باندی  دیوه بی طرفه منځ غړی په توګه سره ناباوره دي .

زبیرخان دکشمیر په مسائلو کښې دیوسیاسی څیړونکی په توګه په دی باور دی چې امریکا دفلسطین په مسئله کښې څه ناڅه بریالی کړنلیک نه لري اوتراوسه پوری چې څوځلی فلسطینیان اواسرائلیان  وخبراتروته رابلل سویدی  ،اوهیڅ ډول نتیجه یې لاهم نه دی ترلاسه کړی  چې همدغسی قضیه به دکشمیر پرسر په مناقشه کې دهند اوپاکستان ترمنځ هم رامنځته سی  .

زبیرخان دکشمیردمسلمانانوداعتراضاتو دمسئلی په هکله دهندوستان وواکداروته اشاره کوی او وایی : « که دغسی یو ه کړنه په یوه بله سیمه کښې رامنځته سی امریکایان به ډېرژر  هغه یې دمنځنی اسیا درنګین انقلاب په توګه  منلی وای،مګر یوداهسی کړنه  نه سوه رامنځته .

طلات مسعود دپاکستان دمتقاعیدواوپرکورناست جنرالانودجملی څخه  یو نظامی جنرال دی اوپه دی  هکله په اشاری سره وایي  :که امریکا په دا وروستیو څوکالنوکښې وهند اوچین ته یې ډېرامتیازونه ورکړي دي ،په همدی ډول سره پاکستان هم په افغانستان کې  دهند دنفو‌ذدزیاتوالی څخه چې په دا وروستیو څومیاشتوکې رامنځته سوی دی په ټینګه سره دغه وضعه څاری اوترخپل څارنی لاندي لري  دهغه جملی څخه کولای سو چې په اقتصادی برخه کې دهندوستان پانګه اچونه ، په نظامی برخه کې،دافغانستان دملی اردو  وځواکونوته دزدکړی وبهیرته دهندوستان ومرستوته اشاره وکړو.په هر حال نړیوال سیاسی څیړونکی اوکار پوهان  په دی باور دي  چې په افغانستان کې دامریکایي ځواکونوقوماندان جنرال  دیوید مک کیرنان په راتلوونکی میاشت کې واسلام آباد ته ځې اودهغه لیدنه اوکتنه  کیدی سی  چې نورډېر پيچلي مسائل دامریکا اوپاکستان داړیکوپه اړه به مشخص کـړی  اوپه افغانستان کې د(۱۰۰۰) زروتنو هـندوستانی سربازانودشتون په هکله  وپاکستانی چارواکوته قناعت  ورکوونکی ځواب به دځانه سره ولري  .

 (۱)دژباړونکی يادداښت :

 همدارنګه  دغه مطلب ما په یو کردی انټرنیټی سايټ  کې هم په بل متن ولوستل چې دمنځني ختیځ دنوي نقشی په هکله په(۲۰۰۶-۷-۲۲)م کال کې خپورسوی وو .

اودنوي منځني ختیځ  ترسرلیک  لاند ی جورج بوش  به تل په خپلو خبرواوشعارونوکښې  ویل چې هغه ددغه لاندی متن اودپورتنی نقشی څخه مفهوم  اوعبارت دی  .لینک یې  لاندی لیکلی سویدی  .

دکردستان هیواد دمنځني ختیځ  په نوي نقشه کې!

(۲)

دامریکا دوسلوالوځواکونوخپرونه په یوه مقاله کې  دمنځني ختیځ  په نقشی کې دبدلون غوښتونکی سواودغه موضوع یې خپورکړ چې دمنځني ختیځ نوي نقشه دی  دسیمی دلګه کیو دقومی جوړښتونو پربنسټ دی  رامنځته سی .

دترکیی دزمان  ورځپاڼی  دامریکا دیولوړرتبه متقاعید افسر«رالف پیترز» چې ددی مقالی لیکوونکی  دی ،ددی مقالی پربنسټ  لیکی دمنځني ختیځ  دنقشی تصحیح کول  په سیمه کښې وبی عدالتیو ته به دپای ټکی کښیږدي .

په دی نقشه کې دکردستان هیواد دیو جلا هیواد په توګه دایران ،دعراق ،دترکیي اودسوري  دخاوری برخی  یې  وځان ځانګړی کړی  دی  اودکردستان هیوادبه دترکیي دبکردسیمی اودځای څخه بیا دایران تر تبریز پوری  واټن ولري .

پیترز په دی  معتقد دي  چې داهسی یو هیوادبه ،یو امریکایی پلوی  هیوادوی اوله دغه  ځایه څخه بیا دبلغاري  اوجاپان ترمنڅ به وي .

پیترزهمدارنګه  وړاندیز یې کړی دی  چې په مکه اویا مدینی کې یو ځواکمن  اسلامی واتیکان  دی جوړاورامنځته سی .

پیترز په منځنی ختیځ کې دبی عدالتیو مهم عامل  یې دیوی کردی هیوادنشته والی سرلیک کـــــړی  دی  ا و ویلــــی یې دی چـــې  دترکيـي دختیځی برخی  یو پرپنځمه برخه یې  بایدد ترکیي ددولت لخوادښکیلاک سیمی وبلل سی .

پيترزوایي :«دایران اودسوري کردکان  به هم دیوی ځانله کردستان هیواد دجوړیدودپاره به  زیار وباسی اوددی مسئلی  سره یوځای سی  اوهمداسی دنړی  ځواکمن هیوادونه  دیوجلا کردستان هیواد درامنخته کیدوپه هکله زیار نه ترسره کوي چې ددي هیوادونودغه کړنی  دبشری  حقونو نقضیدل دی .»

دی وایی :« امریکا پرعراق باندی  دیرغل وروسته  ډېر ښه فرصت یې دجلاکردستان دهیوادجوړیدلی یې  دلاسه ورکړ.»

په دی  نوي نقشه کې دعراق هیوادپردرونویوهیوادونو لکه کردستان یوبل عربی اهل تشیع هیواد اویوبل اهل تسنن عربی هیوادباندی تجزیه سوی دی .

په دی نوي  نقشه کې داردون هیواد لږ بدلون کړی  دی اویولږڅه دسعودي عربستان دهیواد وخواته یې پراختیا پیداکړی ده  اوخاوره یې ډېره سوی ده .

همدارنګه ایران دخپلی خاوری ډېره برخه به  دکردستان ونوي هیوادته ،متحداذربایجان ته ،په عراق کې ونوي اهل تشیع هیواد اوآزادبلوچستان ته دلاسه ورکړي اودافغانستان دخاوری یو څه سیمه دهرات دولایت  دشااوخواڅخه  ترلاسه کوی .او ایران ددی بدلونونو وروسته په یوپارس هیوادباندی  اوړي .

(۲)دژباړونکی يادداښت  :

 افغانستان ددی نوي نقشی پربنسټ ترکشمیره پوری پراختیا پیدا کوی  اوخپله دلاسه وتلی خاوره ترلاسه کوي .   

 اودافغانستان دهلمنددولایت  دخانشین دولسوالی یوڅه خاوره دنوي آزاد بلوچستان په هیواد پوری تړل کیږی چې په دی ولسوالی کې دیورانیوم  یو لوی کان (معدن)سته دی  چې دتړون پربنسټ  به نه افغانستان اونه به آزاد بلوچستان ورنه ګټه ترلاسه کې  دابه هغه زبرځواک ګټه ترلاسه کړی  اوددی کان خاوند وګرځې چې  دا اوس دغه ستر نړیوال کړکیچ  یې  په سیمه کښې  رامنځته کړی  دی اودراپورنواوانټرنيټی  خبری  رسنیو دخپرونوپربنسټ د هلمند په ولایت کې دانګلیس اودامریکا دهیوادونوترمنځ  اختلافونه هم پردغه  کان باندی رامنځته سویدی ځکه دهلمند پخوانی والی انجینر داودچې دشیرمحمد آخونزاده پرځای  څه موده یې  په هلمند کې دولایت  چاری ترسره کول دانګلیسی ځواکونو لخوا دهلمند دولایت څخه  پردغه موضوع  باندی چې انګلیسان دیورانیوم  دکان  څخه یورانیوم یې  رایستل  ،وایی  ده مخالفت یې کول اوبیا تبدیل سو. اوهمدا اوس  سربیره  پر(۸۰۰۰) اته زره انګلیسی ځواکونوباندی  (۲۵۰۰) دوزره پنځه سوه تنه  امریکایي  سربازان دناټودانګلیسی  ځواکونودایساف دځواکونو بیله موافقی نه  دهلمند په دی سیمه کښې ځای پرځای سول  اودامریکائیانو دغه کړنه دانګلیس پردولت اوپه سیمه کښې دانګلیسی ځواکونو پرقوماندانانو باندی هم څه منفی اغیزه یې رامنځته کړی  اوددوي ترمنځ  دغه اختلافونه  دانګلیسانوسره ددوی پر یو لړ کړنوباندی هم ،همداسی  جریان لري  اودسیمی بی ګناه خلک دټولوبهرنی ځواکونولخوا په دومداره توګه باند ی ټکهول کیږی  اوپه سیمه کښې  دغرونواودغونډیوپه شان  غمونه اومصیبتونه  رامنځته کوي ،نوزما په هاند داټوله  بهرنی یرغلګر اوښکیلاکګر ځواکونه دي  چې دخپلوجیواستراتیژیکو او جیوپولیټیکوموخواوګټو دپاره  اخ اوډب ،کړکیچ اوډول ډول ګواښونه یې زما په ګران هیوادکې رامنځته  کړي دي  . /

 

اخیځلیک ؛

-       دخبر اون لین دسایټ څخه

-       لطفا په دی سایټ کې هم دغه نقشه  په انګلیسی   ژبه په یوبل متن کې  یې مطالعه کړی  .

-       http://www.nytimes.com/2008/11/23/world/asia/23pstan.html?_r=1&partner=permalink&exprod=permalink

-       http://zamdar.kurdblogger.com/1326

-        

 


بالا
 
بازگشت