لیکوال ایمل عشرتی امرخیل

ځای : کابل ۱۱،۰۸، ۱۳۸۹

 

د تعصب سر منشه څوک ده ؟

په ټولنو کی داسی وګری او توکمونه اوسیږی چی ځان اکثریت بولی چی واقعا ً شمیر یی ډیروی  او  څینی هم  عقلیت  توکمونه دی داسی وګری پیدا کیږی چی ځان کم بولی او دغه  ډله همیشه کوښښ کوی تر ځو له یو بل سره نژدی اړیکی ولری  هغه  ځکه چی خپل ځان له  عقلیتونو څخه شمیری او همیش دا اند کی دی چی خپل ځان د نور د تعرض څخه  وژغوری.

زمونږ په ټولنه کی  له کالونو را پر دیخوا د څینو له خوا د خپلو شومو اهدافو د رسیدلو لپاره همیشه کوښښ  کوی چی په ټولنه کی نفاق مینځته راوړی تر څو د خپلو بادارانو تابع او یو څه مادی امتیازات تر لاسه کړی.

دټولنی د وګرو  له احساساتو او د پوهی د ټیټی کچی څخه  په  ناوړه تو ګه ګته اخیستنی  او د دوی په سرنوشت لوبی او ملنډی وهل ده ، کله چی په ټولنی کی د علم او پوهی کچه ټیته وی نو څینی  په واک او نفوذ ولاړ اشخاص د خوار او بیوزله ملت له احساساتو څخه ناوړه  ګته اخلی.

او پایله کی خپلو شومو  موخو ته رسیږی چی د خپلو بادارانو څخه  تقدیر کیږی خو دا سوچ نه کوی چی سر پوی یو لوی زات دی چی له هری کړنی ده خبر او په عمل لیک کی لیکل کیږی.

که چیری  ټولنی په و څیړل شی نو دابه جوته شی چی دعامو  وګړو  تر مینڅ  هیځ  ژبنی ، سیمه ایز او قومی توپیرونه نشته ، له کالونو کالونو را پردیخوا په ټولنیزه  ټوګه ژوند کوی او په خپلو کی ډیری شی اړیکی لری ، د بیلګی په ټوګه د کابل  د دهمزنګ استوګن څی ته پام شی هلته به ، پښتانه، تاجک، حزاره ګی ، نورستانی حتی پشه یی او داسی نور وګړی وګوری  چی په یوی ټولنی کی ژوند کوی ، سیالی او شیریکی کی سره یو دی،  به مذهبی مراسمو ، مړی او ژوندکی سره تګ را تګ کوی داسی کو د بعیض ټکی پکی نشی لیدل کیدی.

خو کله چی څینی خرڅ شوی ګو ډاګیان ځانونه د هر قوم مشر ټاکی او د هغه  بی خبر قوم له مشرتابه  ځخه ناوړی ګتی اخلی نو دلته سبب د ضد او ضد بازی، ژبنی او توکمی توپیرون را مینڅته کوی، په خپلو ویناوو کی د وګړو له د احساسات په رقم رقم ویناوو را پاروی او د ټولنی تر مینڅه  د درز او نفاق لامل ګرزی ، د دغه ناصور مرض ریښه څه ده ؟ زما په اند دغه لاملونه  په لاندی ډول ویشلی شو:

۱.له  خپل دین او شرعی احکامو څخه نا خبره.

 د ڼړی به شپږ ملیارده نفوس کی او به ټولو هیواد ونوکی به  مختلفه قومونه ، رنګونه، رواجونه او په ډول ډول توپیرونو سر سم اوسیږی که اسلام ته مخ کړو نو  د پیغمران(ص) له جملی څخه یوم هم  حضرت بلال حبشی وو چی لمړی تورپوستی مسملان وو چی د مکی معظمی به بام باندی اوخوت او آزان یی وکړ. نو له دی جوته ده چی زمونږ په سپیڅلی دین اسلام کی د رنګ ، قوم ، نژاد او سمت توپیر نشتی او د الله (ج) لپاره هغه څوک نژدی دی چی په خپل نفس حاکم او خپل ژوندانه کړه وړه د اسلامی شریعت په رڼا کی سرته ورسوی. نو هغه  څوک چی د هیواد د وګړو له دغه ضعف ټکی څخه د خپلو موخه د سرته رسولو لپار کار اخلی په دین او دنیا به مخ توری وی.

 

۲.د زدکړی او د پوهی ټیته کچه.

دوهم آمل  د وګړو د زدکړی او پوهی  د کچی ټیت والی ده چی هر کله کوم یو  د مشر صفت  کوم تصمیم و نیسی او یا هم ولس ته غوړی غوړی وعدی ورکړی نو پکیر ملت د پوهی نه لرول له وجه هر څه چی به غوږونو وری همغه منی او وای چی ولا دی رشیا ولی ، حال دا چی هغه یوازی ټکی زدکړی او له ډیر پرکتسه یی په ذهن کی سبت شویدی. د ولس عامو وګرو ته پکار ده چی ده داشان اسخاصو پر ویناوو یقین و نه کړی . او مخکی له ده چی ملاتړی یی وکړی باید شه دقیف سوچ پری وکړی.

 

۳: څینی سنتی دودونه چی له  پیړیو پیړیو تر اوسه په ټولنه کی حاکم پاتی شویدی.

څرنګه چی زمونږ هیواد له سنتی رواجونو څخه ډک او له پیړیو را پردیخوا له یو نسل څخه بل نسل ته او له بل نه بل ته دغه دودونه تر اوسه را روان دی او عملی کیږی چی د دغو دودونو له جملی څخه یو هم د قوم مشری په غاړه اخیستل دی، هغه کورنی چی  په ټولنی او د خلکو تر مینځ ښی اړیکی او

۴. د وګرو  تر مینڅه دسیاسی شعور کمښت.

په ټولنه کی د دریو لسیزو را پردیخو ا ځینی وګری داسی شته چی په مختلفو کړیو او ګوندونو پوری  ټراو لری چی دغه وګړی د مشرانو له فیصلی پرته د دوی له ارادی او د  پرته له دی چی د عقل پر بنسټ له  خپل فکر او شعور څخه کارواخلی او له خپلو مدنی  او ټولنیزو اساسی حقونو  ګټی  واخلی ټولی فیصلی د خپل مشر له هنداری قضاوت او منی که څه هم  پایلی یی منفی یا مثبت اغیزی ولری  او یا هم  پرته له ده چی پری فکر او منطقی استدلال پری وکړی هر پیکړه چی د دوی د مشر له خوا وشی  که یی په ګټه وی او که به ضرر نو ورته د منلو وړده چی پایلی یی ډیر خطرناکه ده.

 

نو  که و غواړو چی تولنه له دا شان بد بختیو او نا خوالو څخه وژغورو لازمی ده چی په ټولنی کی د وګړو د زدکړی کچه  اوچته  شی  او    د عامه پوهاوی کړی لا پسی ګرندی شی .

 د یوه سوکاله او د تصب ناصور بیماری پرته افغانستان په هیله

 

لیکوال ایمل عشرتی امرخیل

ځای : کابل ۱۱،۰۸، ۱۳۸۹

01/11/ 2010

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت