رحمت اله روان

 

 

 

افغانان غیرتمن خلک دي او حکومت یې ملي حاکمیت لري

 

سره له دې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو وتل را روان اوړي ته پیلیږي، خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلې دي چې متحد ایالات به ترهغو په افغانستان کې وي چې خپل ماموریت یې بشپړ کړی وي
بارک اوباما له بي بي سي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شمیر لیږېدل هم د امریکا په ګټه ده او هم د افغانستان
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې، زموږ ماموریت دا دی چې افغانان په خپله وتوانیږي چې د خپل هیواد امنیت تامین کړي. د بارک اوباما په وینا را روان کال جولای میاشت هغه وخت دی چې په افغانستان کې به تر هغه وخته امریکایي او ایتلافي ځواکونه غښتلي شوې او ډير شوې وي، نو له دې وروسته به تدریجي د پوځیانو وتل پیل شي
د امریکا د ولسمشر په وینا د پوځیانو وتل هغه څه دي چې افغانان یې هم هیله کوي، بارک اوباما څرګنده کړه چې افغانان غیرتمن خلک دي او حکومت یې ملي حاکمیت لري
د امریکا ولسشمر بیا وویل، کله چې د افغانستان پوځیان او پولیس وروزل شول او د دې جوګه شول چې د خپل هیواد امنیتي چارې په خپله غاړه واخلي، هغه وخت به امریکایي ځواکونه له دغه هیواده د وتلو بهیر پیل کړي
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې را روان اوړی به یو دم امریکایي پوځیان افغانستان ته شا نه کړي، په امریکا کې چې کوم کسان د بارک اوباما پر تګلارې انتقاد کوي، وایي
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نیټی ټاکل طالبان هڅوي چې بس امریکایان په وتلو دي، خو د امریکا ولسمشر وویل، څومره چې امریکا افغان ځواکونه روزي همهغومره د هغوي موثریت زیاتیږي، په دې ډول توازن داسې ساتل کیږي چې ورسره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او ایتلافي قواوو شتیر کمیږي
په امریکا کې د « اوباما د جګړې» په نوم یو نوی کتاب چمتو شوی دی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکی هفته کی  خپور شي، دا کتاب د ( وډوارډ) په نوم یوه خبریال لیکلی دی او په کې یې دا مساله څیړلې ده چې بارک اوباما له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره څومره هڅې کړې دي، ځکه چې ده دا ویره لرله چې د افغانستان جګړه به کلونه کلونه دوام وکړي

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د ژورناليست باب ووډوارډ په قلم په يو تازه چاپ شوي کتاب کې ادعا شوې چې د بارک اوباما سلاکاران د افغانستان د جګړې پرسراختلاف لري.ووډ ويلي چې د امريکايي چارواکو ترمنځ د مباحثو په نهايت کې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو پلان هيڅوک خوشاله نه کړل او تر ډېره د ملي امنيت د ګټو پر ځاى د سياسي ګټو پراساس ترتيب شو

دامریکا ددفاع وزیر رابرت کیټس د پنجشنبې په ورځ په يوې خبري غونډې کې دغو تورونو ته ځواب ووايه اوخبريالانو ته يې وويل چې ده په حکومت کې د خپل کار په موده کې هېڅکله دومره غږملتيا او هماهنګي نه ده ليدلې لکه څومره همغږي چې په اوسني حکومت کې ويني.

ښاغلي ګیټس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دى د جګړې د ستراتيژۍ په باب کومه شخصي ملاحظه لري او که نه ؟ وويل: «نه» ده وويل ، که يې په دې باور نه درلود چې پلان يا ستراتيژي ګټه نه شي کولى،ده به د نورو ځواکونو د استولو پرېکړه نه وه لاسليک کړې .

د ولسمشربارک اوباما له واک ته رسیدو سره په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمیر درې برابره شوى خو عملاً د جګړې په وضعيت کې د پام وړ تغيير نه دى راغلى؛ بلکې داسې ښکاري چې وسله والو طالبانو د جګړې لپاره لا ډېره انګیزه پيدا کړې وي.د همدې لپاره ځينې افغان او لوېديځ کارپوهان د طالبانو د حملو پر وړاندې د افغاني ځواکونو(ملي اردو،ملي پوليسو او اربکيو) د پراختيا او ملاتړ غوښتنه کوي خو سیاسی کار پوهان وایی چی په دی کی شک نشته چی امریکایی چارواکی دافغانستان په اړه سره ویشلی دي.

همداراز دامریکا ولسمشر بارک اوباما وړمه ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په خپلې دوهمې کلنۍ وینا کې د راتلونکو کلونو لپاره د واشنګټن د بهرنۍ پالیسۍ کړن لاره بیان کړه. ده ویل
(
دا ساده مفکوره ده. په دې معنې چې د نړۍ ازادي، عدالت او سوله باید د هر بشر له ازادۍ، عدالت او سولې څخه پیل شي. د امریکا متحده ایالاتو لپاره دا یو اخلاقي او واقعیبینانه ضرورت دی. )
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، د سپتمبر په ۲۲ مه د ملګرو ملتونو له خوا د زرزي ( میلینیوم) پراختیایي هدفونو مشریزې غونډې کې هم ورته خبرې کړې وې او ویلي یي و، متحده ایالات په خپلو کارونو کې بدلون راولي
د امریکا ولسمشر په دې غونډې کې ویلي و، له دې وروسته به د واشنګټن پراختیایي هلې ځلې د ډالرو، خوراکي موادو او درملو په ورکولو او رسولو کې نه وي
د دې پر ځای به موږ د داسې شریکانو په لټه کې کیږو چې هغوي په خپله د خپلو خلکو لپاره د خدمت د توان پیدا کولو هڅې وکړي
ولسمشر بارک اوباما د جمهوري ریاست په لومړنیو ویناو کې بشري حقونه او ډیموکراسي، د خپلې بهرنۍ پالیسۍ اساس نه و ښودلی بلکه د متقابلو ګټو په مسلې یي ټینګار کاوه، خو د پنجشنبې د ورځې له وینا څخه یي دا سي معلومه شوه چې ولسمشر اوباما خپل پخوانی دریځ بدل کړی او په نورو هېوادونو کې د اقتصادي او سیاسي بدلونونو راوستلو په فکر کې دی. ده وویل
(
نن هم د تیر وخت اقتصادي کمزوري حالت په څیر، ځينو کسانو د موقت ثبات په پلمه ، بشري حقونه څنګ ته کړې او داسې غلط فکر کوي چې اقتصادي وده د ازادیو په قیمت راتلای شي. موږ ولیدل چې مشرانو د دورو محدودیتونه لیری کړل.
مدنې ټولنې یي وځپلې او ادارې فساد د سوداګرېو او ښو حکومتي سیستمونو مرۍ هم ورتاوې کړې. موږ ولیدل چې ډیموکراټیک بدلونونه د نامعلوم وخت لپاره بل لوري ته واړول شول.)
که څه هم چې ولسمشر اوباما په خپلې وینا کې د کوم خاص حکومت یا هېواد نوم ذکر نه کړ چې ظالم او مستبد رژیمونه لري خو د وینزویلا، مصر او ایران په څېر هېوادونو کې یي د مدني ټولنو ټکول وغندل.
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما وینا د ده همکارانو واقعبینانه بللې او وایي، د ولسمشر وینا، د خبرو او تبلیغ پر ځای، د ازادېو د ساتنې، د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د تامین اود ظرفیتونو پر لوړولو زیات ټینګار کاوه.
خو انتقاد کوونکي وایي، دا به په عمل کې ولیدل شي چې ولسمشر اوباما د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د پنجشنبې د ورځې وینا او ذکر کړې پالیسۍ څنګه عملي کوي.
د اکسفام نړېوالې خیریه موسسې د ولسمشر اوباما دا وینا ستایلې او په زړه پورې وینا یي بللي ده. دا موسسه وایي، د نړۍ په مختلفو برخو کې د دوي ملګري او کارکوونکي د ولسمشر اوباما له وینا څخه خوښ دي خو د عملي کولو مسولیت به یي هم په خپله د ده پر غاړه وي،.

 

پای

 

رحمت اله روان

 


بالا
 
بازگشت