محمدرفیع واکمن

په افغانستان کې د مرګونو او سندرو مقابله
 

 

د تېرو څو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د B-52   په مټ د دیموکراسۍ د رواجولو او پلي کولو لپاره تر څلوېښتو زیات هېوادونه هلې ځلې کوي چې د همدې هېوادونو له برکته د دیموکراسۍ په نوم ددې هېواد نه هم یو عجیب او غریب هېواد جوړ شوی دی.

په لومړي سر کې داسې ښکارېده لکه چې دغه پورتنۍ هېوادونه په رښتیا هم ددې هېواد او وګړو د هوساینې او پرمختګ لپاره راغلي دي، خو اوس د هرې ورځې په تېروېدو سره ددوی نیتونه او پلانونه افغان ملت ته دوی په خپله په ډاګه کېږي.

د همدغو هېوادونو د سرتېرو او د هغوی د عدم همغږۍ له کبله د هرې ورځې په تېرېدو سره بې ګناه افغانان وژل کېږي، ړانده بمبارۍ ور باندې کېږي، په بمونو او ښخ کړي مینونو سره له منځه وړل کېږي، کورونه یې تلاشي کېږي، د تلاشۍ پر وخت ددوی انساني کرامت او افغاني هویت ته په درنه سترګه نه کتل کېږي، په سپیو داړل کېږي او.... چې د دوی د همدغو غیر منظم او ګډودو عملیاتو او فعالیتونو څخه نور بې ګناه او بېچاره افغانان پزې ته راغلي او ددوی نفرت او کېنه نور تر ورخه تېر شوی دي.

بس داسې ښکاري لکه چې همدغه د ناټو هېوادونه د سولې، پرمختګ او د دیموکراسۍ د پلي کولو لپاره په خپلو کې سره مقابله کوي، چې ښه بېلګه یې ددوی د امنیتي کمپنیو له لارې د وسلوالو مالي او مادي تقویه او مرسته ده چې په دې تېرو څو ورځو د امریکې کانګریس ته راپور ورکړل شوی چې زیاتره بهرنۍ کمپنۍ د خپلو سرتېرو د ساتنې لپاره او ددوی  د اکمال لپاره د کال په لسګونه میلیونه ډالره وسلوالو ته جزیه او باج ورکوی تر څو ددوی اکمالاتي کتارونو او بارونو ته زیان ونه رسوي، چې دا ډېر د حیرانۍ او شرم خبره ده ځکه چې دوی خپل امنیت نشي نیولای، نو زمونږ افغانانو امنیت به څنګه ونیسي؟

بل دا چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره امنیتي وضعه مخ په خرابېدو ده، بس داسې ښکاري چې همدغه هېوادونه د مرګونو، وژلو، ټپي کولو، ورانولو او ویجاړولو مقابله په خپلو منځو کې پیل کړې ده.

له بلې خوا یو شمېر خلک، تاجران او رسنۍ بیا د ناټو سر چپه کار کوي، همدغه اشخاص، افراد، تاجران او تصویري رسنۍ بیا سندر غاړي، ډمان، ښکلي انجونې او نڅاګرې د بهرنۍ خصوصاْ له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته د کنسرتونو او پروګرامونو لپاره راوړي.

که یوه خصوصي تلویزیون له تاجکستان څخه سندرغاړي او نڅاګرې راوړي او خپل پروګرمونه پر دوی ښکلي او ښایسته کوي او ور سره سره ددې تلویزیون کتوونکې زیاتوي بل خصوصي تلویزیون بیا د پښتونخوا او پاکستان څخه سندر غاړي او ښکلي انجونې راوړي، دې سره بیا انفرادي اشخاص یا تجاران هم بیا د کابل ښار او نورو ښارونو کې همدغه سندر غاړي او نڅاګرې په تیاترونو او هوټلونو کې د نندارې لپاره خلکو ته وړاندې کوی.

دا چې ناټو او ور سره همغږي هېوادونه په افغانستان کې مرګونه او ژړاوې راولي، د خپلو غیر منظم او بې ترتیبه پروګونو له کبله ړانده بمبارۍ کوي چې زمونږ هېوادوال پکې شهیدان، ټپي، بې کوره، بې موره، بې پلاره او.... کېږي او ورځ په ورځ ځانته نفرتونه، بغض، کېنه او عداوت زیاتوي له بلې خوا بیا خصوصي تلویزیونه، تجاران او اشخاص او افراد بیا د افغانانو خصوصا د ځوان کول لپاره د بد اخلاقۍ، عیاشۍ، مستۍ او.... لپاره زمینه برابروي او ددې کار سره دوی پردۍ کلتور او دودونه رواجوي او افغان او مسلمان ملت ځوان کول غیر شرعي او ناروا کارونو ته هڅوي او ترغیبوي، چې دا کار ډېر زیات زیانونه لري، دا منم چې دوی له دې کار څخه زیاته مادي ګټه تر لاسه کوي، مګر که دوی واقعي افغانان او مسلمانان وي نو دوی هېڅکله هم داسې ناروا او غیرشرعی کارونه، نه کوي، ځکه د ځوان کول او نسل تباه او ګمراه کول د خپل هېواد راتلونکي له منځه وړل دي.

دا چې د لویې اختر لپاره څو ورځې پاتې دي، نو همدغه خلکو به خدای خبر څومره تیاری دې ناروا کارونو ته نیولې وي.

اوس نو قضاوت تاسې درانه لوستونکې وکړي چې ایا مونږ ته دا کار په کار ده؟

 

 


بالا
 
بازگشت