ایمل عشرتی امرخیل

 

د بشر حقوق یعنی څه ؟

 

لیکوال : ایمل عشرتی امرخیل

 

انسانان هغه اجتماعی مخلوقات دی چی په ټولنه کی د خپل ځان د هوسایی او ښیګنی لپاره څینی قوانین او لوایح وضع کړی دی ځو په خپل مینځ کی هغه تطبیق او یوه هوسا ټولنه منیځ ته راولی په اسلامی نړی کی همدا ډول قوانین د شرعی احکامو په رڼا کی چی لار ښود  پاک قرآن آسمانی کتاب ده اوامر او نواهیو سره سم تدوین شوی تطبیق یی په مونوږ او تاسو فرض ګنل کیږی  همدا شان څینی قوانین  هم دی چی موخه یی  د ټولنی د سو کالی او ښو اړیکو سمبالول دی.

په تاریخی  لحاظ داسی ډیر حقوقی قوانین د ټولنی د نظم او سبات او ورځینی چارو پرمخ تللو لپاره  رامینځته شویدی چی په دوو برخو ویشل شوی لمړی یی کامن لا او دوهم یی  روم جرمن حقوقی سیستمونو وشل شویدیو، په افغانستان کی د روم جرمن  د سیستم د شرعی اسلامی اصولو او احکامو پر بڼسټ  په قضایی سیستم  او محاکمو کی  ورڅخه کار اخیستل ګیږی.

سربیره پردی په نړی کی څینی نور حقوقی او ټولنیز نړیوال تړونونه ، سازمانونه او کانونسونونه لکه  د چاپیریال ساتنی سازمان، د ماشومانو سازمان، دکار سازمان ، د خوراکی توکو سازمان ، د صحت سازمان ، د زدګړی او په سلونو نور موجود ه دی چی ډیری یی پکی د بشر دحقونو سازمانون دی چی له بشری حقونو څخه ملاټر او دفاع کوی چی دخپلو کرڼلارو لپاره ورته په او زرونو لکونو ډالره دشتمنو هیواد والو له خوا د کلنی بودجه په توګه  تخصیص ورکول کیږی څو به خپله سیمه او هیواد می د بشر د حقوق تر ځیړنی لاندی راولی څو به هغه هیوادونو کی د بشر حقونو پر ضد عمل سرته ورسږی او له اصولو سره سم چلن و نشی نو دغه سازمان به د هغه  هیواد د بشر د حقونو د موازینو پرضد عمل په کلکه وغندی.

سوال پیدا کیږی چی آیا دغه حقوق یواځی په افغانستان کی په ځینو تطبیق او غندل کیزی او که په نورو هیوادونو کی ؟ د روان لمریز کال۱۳۸۹ په ۱۸ د اسد میاشتی د بی بی سی رادیو او انټرنټی ویب پانه له خوا خبر خپورشو چی د افغانستان په شمال لوېديځ بادغيس ولايت کې وسله والو طالبانو يوه ۴۸ کلنه ښځه په عام محضر کې د ناروا جنسي اړيکو په تور اعدام کړه. ځايي چارواکي وايي طالبانو لومړی دغه ښځه د خلکو پر وړاندې ۲۰۰ درې ووهله او وروسته يې په ډزو ووژله.دوی وايي د ښځې مېړه څو کاله وړاندې مړ شوی وو چی  دغه پیښه د  افغانستان د بشري حقونو کمېسيون پرته له قانوني محکمې د طالبانو له لوري د دغې ښځې اعدامول غندلي او دا يې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

 زموږ په هیواد کی د زورواکونو له خوا د بشر حقوق  په ښکاره او یا په پټه توګه  تل نقض کیږی خو په افغانستان کی يوازی په څینو صرف په رسنیو کی خپریږی او بس، که  چیرته  تاریخ ته مخ کړو په تیرو دری لسیزو کی زمونز په هیواد کی له حد څخه  ډیر د بشر د حقونو ضد  داسی کارونه سرته رسیدلی چه قلم یی له لیکلو عاجز او لوستلو حوصله یی ختمه شوی . مګر چا لا پام هم ورته ونه کړ دغه عمل چی له افغانی میرمنی سره شویده د غندلو وړ ده خو موږ ګیله داده هغه بشری ضد کارونه چی  زمونز د بیوزله ملت سره په تیرو دریو لسیزو کی شوی څوک به یی پوښتنه وکړی او  څوک به هغو یتیمانو ته انصاف او د هغو کونډو او زړه ماتو میندو په زخم مرهم کیږدی چی د زړونو ټوټی یی له لاسه ورکړی او د کورنی غړی لکه پلورنه، زامن، څوانان  په دغه او هغه نوم  د شپی په تیارو کی له کور څخه  وویستل شول او تر اوسه پوری تری تم دی .

ځینی په خپل مال او دولت  ووژل شول،  پیغلو د خپل عزت او عفت د خوندی ساتلو لپاره ځانونه له جیګو بامونو را وغورڅول او ځینو یی څانونه د کابل د سپرلی د ډکو ابو لرونکی سیند تل ته  دژغورنی او خپل عزت خوندی کیدلو لپار وغورځول.

افغانی با عزته او شهامته پیغلی او د ملت ناموسونه په بربنډ ه  ټوګه په کلا ګانو کی د وینزو په ټوګه وساتل شوی، زلمی تنکی ځوانان په دولتی ادارو او پوهنتونونو کی ژوندی په الماریو کی کولپ او وچ  کړل شول، د هیواد بیوسه وګړی په ډول ډول نومونو به کانتینرونو کی  ژوندی وسوزول شول، په سرونو کی میخونه وټکول شول،  د مړیو د بازی ننداری جوړی شوی ، په سرونو  کی سره کړی غوړی واچول شول او له مینځه یوړل شوه، انسانان د ترکاڼی اری په واسط ژوندی اره شول ، په داشونو کی ژوندی وسوڅول شول .

هلته د بشر حقوق چیرته وو ؟

او اوس یی ولی له دغو نا خوالو خپله خوله پټه نیولی او د جنایت کارو په کړووړی یی پرده  غوړولی ده

دا خو لا پریږدی چی اوس خو لا په نورو ګاونډویو هیوادونو کی هم د خوار افغان ملت د بچو په وړاندی په بشری حقوقو ضد ملندی سرته رسرته رسیږی او به دار ځړول کیږی .د بشر حقوق د  افغانی کارګرانو  په حق کی څه وکړل  کوم چی د  متحده اماراتو د عرب د شیخ له ورور شیخ عیسی ابن زاید آل نهیان څخه په ډیره بیرحمی سره شکنجه شوی ؤ چی د نړی په ټولو رسنیو او انترنټی پاڼو کی یی ویدیوی خپرونه خپاره شول.

د بشر حقوق ولی د افغانی زندانیانو  احوال نه اخلی چی د ایران  د حکومت له  خوا په ځینو پلمو بندیان او بیا یی د اعدام حکم پرته له مدافع وکیل څخه چی د متهم مسلم حق ده  صادر او په دار یی زړولی او دا لړی دوام لری ، او بله غیر اسلامی اړ انسانی چلند  چی وروسته له وژنی هر مړی د ۱۵۰ امریکا ډالرو په بدل کی د هغوی کورنیو باندی پرورل کیږی ، چی دغه کار یو ضد اسلامی او د بشر د حقونو پر ضد عمل باید د بشر د حقونو مسولین په کلکه په ټوله نړی وغندی.

د بشر دحقونو اداره ولی د دغه خوار ملت  چیغو او نارو ته غوږ نه ایښود او د دغه ناورین پر ضد یی غږ نه پورته کاوه څینی  هیوادونه پر مختللی هیوادونه چی خپل ځا ن د دیموکراسی او د بشر د حقونو مراعات کونکی او ممثل بولی په خپله  د بشر د حقونو اود دیموکراسی پر ضد ولاړدی. اوپه ځینو لویدیزځو هیواونو کی لکه فرانسه اوبلجیم د ښځینه  پوړنی یا په حجاب ټکری اغوستلو باندی بندیز او جریمه ایښودل کیږی چی دغه کار په خپله د دیموکراسی او د مذهب د آزادی د بشر د حقوقو په ضد یو عمل دی کوم چه دوی یی پلویان دی پر خلاف  یوعمل نه دی ځه !

ایمل عشرتی امرخیل

ځالی کابل : ۱۹/۰۵/۱۳۸۹ – ۲۰۱۰/۰۸/۱۰

 

 


بالا
 
بازگشت