پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)  

 

 

د سپینی ماڼی د ستراژیستانو له نظره 

 دافغانستان  د جیوستراتیژیک اهمیت

   

The  Afghanistan Geostrategic  signification  from the views  of  the  white  house  strategy 

       دجیوستراتیژیک تعریف:

جیوستراتیژیک  دجیوپالیتک یوه  برخه تشکیلوی کوم  چی دیوځواکمن دولت  له یو ډول خارجی سیاست څخه د منطقی  یا د یوی  جغرافیوی  وچی  د اهمیت دلرلو له نظره او دهغه  ځواک د  مخکینی   پریکړی  شوی پلان اود طرحی د تطبیق   اود هدف دترلاسه کولو دپاره خپل  جیو پولیتیکی او نظامی ستراتیژی په کار وړی .  .      دجیوستراتیژیک مفهوم اواصطلاح  دلمړی ځل د پاره د المان دیو  نامتو لیکوال(Frederick l . Schuman) له خوا په کال  (۱۹۴۲)  په یو مقاله کی د ( مونږ پریږده چی خپل  جیوستراتیژیک وپیژنو )  ترعنوان لاندی   په  نشر  ورسید  کوم  چی  د  دی  اصطلاح   المانی  وریانت (wehrgeopolitik)دی  اود  Karl Haushofor))  له  خوا  زیات کاره ول شوی اوځنی نور بیا دغه  اصطلاح په نورو نومونو یادی کړی دی لکه ، دفاعی جیوپولیتیک ، جنګی جیو پولیتیک او داسی نور کوم چی دهغو ټول تفسیر اوتفصیل ددی مقالی له حوصیلی څخه  پورته  او ناشونی ښکاری . 

دامریکی پخوانی تکړه جیوستراتیژست هنری کیسنجر :                                                                                                                  *  هنری کیسنجردامریکی دمتحده ایالاتو  پخوانی خارجه وزیر دنړی د زیارکښانو دنیمی لاری روسی دولتی سوسالیستی رژیم  اود (وارسا ) د غړو هیوادو دنظامی ځواک پرضد دخپل امپریالیستی دولت  دوکتورین دجیوستراتیژیک  د اصطلاح اود مفهوم تر عنوان لاندی په ډیر ماهرانه  بڼی سره په یو ناسته کی راغلو لوړپوړو  امریکایی  دولتمدارانو  ته  د جیوپولیتیک د پیچیلتیا سره  سره داسی څرګندونه وکړ  چی زه دهغه دوینا د انګلیسی  د متن  پښتو  ژباړه  په لنډیز  بڼه  سره دځنو اضا فی جملاتو د متن  دښه افادی اود پوهاوی په منظور تاسی ګرانو لوستونکو ته  وړاندی کوم :

 ګرانو ورونو اوخویندو :                                                           

     نړیوال زړی نقشی او طرحی  له یوسره  ونړیدل ،  مخکینی   زاړه شعارونه نور جوړونکی نه بریښی ، د شخړو د حل مخکینی  لاری نور ګټی نه تر لاسه کوی .... بلکه  ننی نړی  پر اقتصادی  مناسباتو ، ټینګ نژدی اړیکو  اودبشر دغوښتنو اود هیلو په لاسته راوړنو سره تړل شوی دی .  له هغه ځایه څخه کوم چی هغه خپل اند یښنی اونظر دراغلو میلمنو  سره  شریکه کړ ، چندان دتعجب  خبره نه وه ،مګر هغه څه چی دلته د یادونی وړ بریښیی هغه دادی  چی  نوموړی   خپل  دغه نظر  نه تازه  اوهم نه مخکی  وړاندی کړی وه ، بلکه هغه په (۱۹۷۵) کی  کله چی د امریکی  دخارجه وزیر دنده پر غاړه لرل اود خپل بین المللی  دوستانو  او پلویانو د میند لو په نظر کی نیولو سره خپل دغه نظر وړاند کړ او په مید یا کی په نشر وسپارل . هغه پخپل څرګندونو کی داسی وویل :دنړی په موجوده  حالاتو اوشرایطو کی جیوستر اتیژیک سره دخپل پیچیلتیا نه تم کیدونکی تلپاتی  د پرمختګ پړاونه  یو  بل پسی  وهی ،  ځا ن  نوی  سمبا لوی ، د ګډی همکاری ، سیالی  اود شخړو اود مخالفتونو  نوی نقشی او نمونی را زیږوی . 

هغه د خپل نژدی  جیوستراتیژیک  بین المللی   ملګرو   د لټون   په اړه څرګند کړ  اوداسی وویل چی د همدغی زړی اوله  کاره ولویدلی طرحی  او نمونی  له  مینځه وړل  او  پر هغه  باندی  د بطلان  کرښه ا یستل په واقیعت کی مونږ سمی لاری ته سیخوی  او پوره  لارښونه  کوی ، چی خپل لمړیتوبونه څرنګه وپیژنو اود هغو  د پلی کولواو د انطباق  د  پاره څرنګه پریکړی وکړو،  هغه  دی مسلی  ته ا شاره وکړ  او  هغه داچی  دجیوستراتیژیک  دننه (داخلی)  خپل  منځی با فت   او نسج  کومه نوی  اوبلکل تازه اصطلاح نه دی مګرهغه څه چی مونږ  ورسره  مخامخ یو هغه زمونږنا بلدتیا او  یا زمونږنا آشنا  یی دهغه سره دی . البته مونږ  باید ددی  ستونزی  د له مینځه وړلو اویا دهغه سره  دپیژندنی اود بلدتیا په اړین . دخپل دښمنانو  د ګواښ اود تهدید په نقشو ، پلانونو ، طرحو اود ګواښونو په ماهیت  اودهغو د قوتونو  د لاپیاوړی کیدو  او د  خپل قدرت اود توان په انډول باندی  باید ځان وپوهوو ،  او د چاپیریال  په عملیاتی توفوګرافی  او د لازمو نقشو (خریطو) دتر لاسه کولو د پاره  نه ستړی کیدونکی هلی ځلی  وکړو.اوهر ډول شرایطو ته ځان حاضر اوچمتو کړو . دبلی خوا څخه د یادونی وړ مطلب دا دی چی داحتمالی راتلونکی  ستونزی  په  زیږیدو او په  را ولاړیدو  سره   او  ځمونږ دڅوتریلیون دالر کسری بودجی  اود پورونو په ورکړی سره  اود خپل نظامی قوتونو د لا پیاوړی کیدو اود نوی نظامی تجهیزاتو په  برابرولو باندی کوم چی زمونږ د دفاع د وزارت بودجی به خامخا لوړویسی باید هم ژور اندیښنه وکړو او پخپل لګښتونو کی حتماً له سپما څخه باید کار واخلو .اودخپل لری اونژدی جیوستراتیژیک د پلی کولو دپاره  باید  له زغم او پوره حوصیلی څخه کار واخلو اوګام په ګام د زمان اود وخت په نظرکی نیووسره کوم چی مومخکی وړاند وینه کړی ځان هدف ته ورسو

دامریکی پخوانی خارجه وزیر هنری کیسنجر  پخپل پرانیستی وینا کی دخپل هیواد دهوای قوت په لوړیدو باندی دامریکی د جیوستراتیژیک د پلی کولو دپاره خپل دریځ په غوڅه توګه څرګند کړ . 

 

   هنری کیسنجردامریکی پخوانی خارجه وزیر

دامریکی بل ماهر جیوستراتیژست برژنسکی :

دامریکی بل ډیر تکړه ماهر جیوستراتیژیست برژنسکی دی چی دخپل ماموریت په دوران کی اولاتر اوسه دنړی  دزحمتکشانو دځپلو د پاره  سپین ماڼی ته  مشوری ورکوی ،  بی ځایه  به  نه وی  چی   دهغه دجیوستراتیژیک اوپرموضوع پوری  دهغه ځنی نظریات په لنډه توګه

ونه څپړو: هغه خپل  ډیر دروند اومهم ونډه  دسړی جګړی نه وروسته 

 

برژنسکی دافغانستان اود پاکستان دنه منل شوی سرحد  په یوه برخه کی دخپل پاکستانی مریانو اونوکر جنرالونه سره .اودافغانستان په لور په ماشیندار سره دهغه  ګذار

د امریکی دجیوستراتیژیک  دپالیسی په پلی کولو کی خپل نظریات  په کال (۱۹۷۷) پخپل یومشهور کتاب د (شطرنج  لوی تخته )  تر عنوان لاندی وړاندی کړ ، اود سپینی ماڼی سرد مدارانو او حاکمانو ته  داسی لارښونه وکړ چی که چیری تاسی  غواړی  چی په نړی  کی  د   پوره  ځواک او دلوړتیا څښتن او خپل اقتصادی لوړتیا تر لاسه کړی ، نو سر داوسه د نړی په څلورو(د مکندردسیاست انعکاس  یعنی د سیاست اود جیوګرافی ، دیموګرافی  اقتصاد  تر مینځ داړیکو مطالعه او د تر نظر لاندی  هیواد  خارجی پالیسی ته درناوی کول )لاندنی برخو کی دخپل سیاسی طرحی اود پلان  په جوړولوکار او فعالیت پیل کړی ، چی دغه څلور منطقی عبارت دی له :  

  * یورواسیا (  ددموکراتیک پُل له شاتنی برخی څخه ساتنه اودفاع). 

 *روسیه ( سیاه چاه یعنی په تورتم کی ساتل ). 

  *منځنی ختیځ ( بالکان کول يعنی په برخو ویشل).  

*آسیا ( په لری ختیځ کی لنګر اچونه ). 

  برژنسکی  په کال (۱۹۷۶) کی دامریکی دجمهوری ریاست په انتخاباتو کی د  جمیی کارتر  پلوی اوله  سختو طرفدارانو څخه وه ، د کارتر  په دولت کی له هغه ځایه چی خپله کارتر  په  نړیوالو مسایلو  باندی  پوره وارد سړی  نه  وه  نو په  دی بنیاد  برژنسکی یی  د ملی  امنیت د ستر مشاور په مقام وټاکل  کوم چی برژنسکی د خپل ماموریت  په  موده کی لاندنی ستر کارونه د سپینی ماڼی د حاکمانو  په ګټه   تر سره کړ  چی عبارت دی له : 

 * د مصر لری کول له شوروی اتحاد څخه د کمدوید د قرارد په ترتیبولو اود اسرایل سره د مصر دسولی  په  ټړون  او قرار داد سره.                          *دچین مناسبات له امریکی سره  په عادی  بڼه اړول .اوچین ته د جمیی کارترد سفر  اودتګ زمینی برابرول .

  *له هغه نه پخلاکیدونکی دښمنی چی دخپل ناسیونالیست پلار له وخته له شورویانو سره درلود دسعودی  عربستان  اود پاکستان  په  کمک  سره مجاهد مسلمانان دشوروی پرضد  په  افغانستان  کی  په وسلو او مالی کمکونو سره سمبال کړ چی دهغه پایلی په افغانستان کی  دامریکی  ننی چوپړ دولت دی . 

*هغه یعنی برژنسکی دامریکی د امپریالیزم دلوړتیا غوښتنی دسیاست په پلی کولو کی داسی یادونه کوی او وایی:  دافغانستان دامنیت دبرقراری  ستراتیژیک نقش (په همدی شان د اوکراین ، اذربایجان او په تعجب سره د پولیند ) دامریکی دامپراتوری په اړین  دشوروی اتحاد  اویا دهر نور سیال اود رقیب دشمن کلابندی په اروپا اسیا کی داسی زمینه په لاس راکوی چی دشطرنج لویه تخته  ترکنترول   لاندی راشی.   لکه چی نن مونږ دبرژنسکی دوکتورین په منطقه کی په رڼوسترګو ګورو .                                

     ددی لیکنی پایلی :

  مونږ په رڼو سترګو اوس ګورو  چی دامریکی د جیوستراتیژیک   یا د سپین ماڼی خارجی سیاست څنګه دمخکینیو پلان  کړ شوی طرحی سره په منطقه اویا زمونږ په ګران هیواد کی دیو افزاری ، غیرطبقاتی ، بی خصلت ، کمپرادوری مزدور اوله خلکو څخه لری یا دخلکو دیو دښمن دولت په بڼه کوم چی دامریکی اود امریکی د شریکو غلو اواستعمارګرو دولتونو د مټ په زور د افغانستان په بیوزلو ، مسکینو  خلکو  حکومت کوی  نظاره کوو ،دا چی وایو غیرطبقاتی ، غیر ملی ،بی ماهیت اوبی سرشت دا په دی معنی دی چی په دی حاکم چوپړ دولت کی  دتولید شیوه ګنګ اویا اصلاً وجود نه لری چی په هغه کی اقتصادی برخه یا عنصر وپیژندل شی یا سر راښکاره کړی لکه چی مونږ ټول په دی اصل باندی پوهیږواوهغه داچی دتولید شیوه دیوی ټولنی دزیربنا اصلی بنسټ اوتیګه دی   اود ټولنی د طبقاتی  ماهیت  د پیژندینی عمده  اصل  ګڼل  کیږی ، اوطبقاتی مبارزه خپله په ټولو ټولنو کی چی په  متخاصمو طبقو  باندی ویشل شوی وی دیو اساسی محرک نقش تر سره کوی ، نو اوس  تاسی ګران لوستونکی له ځانه  پوښتنی وکړی  چی په افغانیستان کی  دتولید کومه شیوه ، کومه طبقه اوکومه ملی دولت وجود لری  ؟؟  دغه  چوپړ دولت هیڅ نه شرمیږی چی پخپل ځان او تر  خپل نظارت لاندی  ځنی نهادونو ته ملی وایی ،  کومه ملی ؟، همغه ملی دولت چی دهغه بڼست دبیګانګانو اواجنبیانو اواستعمارګرو  دولتونو  په مټ  سره په  بن  کی کیښودل شو لږ خو وشرمیږی هلته په بن کی دافغانستان د خلکو  کوم استاذی ګډون کړی وه ؟، دبی وزلو خلکو کوم انتخابی  نماینده  برخه اخیستی وه ؟، هلته خو ټول تاسی ټوپک سالاران او دافغانستان اوپه تیره بیاد کابل دخلکو دوژلوقاتلان  اود کابل د ښکلی خار مخربین ګډون کړی وه اوپخپل خوښه  پخپل  مینځ کی سره  مو مقامونه  ویشل  حتی  تر دی پوری چی دایران اخوندی حکومت هم خپل چوپړټه مقام تر لاسه   کړ ، هوکی تاسی په ریښتیا سره چی یو خو ناپوه اوسیاسی بیسواد یاستی اوله بلی خوا دحقارت بدی ورځی مو په پاکستان کی تیر کړی اوهملته ډیر په بی عزتی  سره مو  شپی  سبا کړی  دی ، اوس  که  پوهیږی  اوکه  نه پوهیږی تاسی له یوسره هغه  پالان کړشویابوګانو ته پاتی کیږی چی د امریکی مالتجاره منډی اومارکیټ ته دخرڅلاو دپاره وړی .  دامریکی لوی اوعمده  چلن د تاسو د خدمت په بد ل کی  به دا وی  چی تاسی ته دخوراک اوربشی چمتو کړی ،  تاسی به دژوند تر اخره سلګی پوری په همدغه بی عزتی  به ژوند وکړی اوبس .   

                 په درناوی  ۲۷-۱-۲۰۱۱                               

 

 

 


بالا
 
بازگشت