پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)  

 

 د مصردخلکو پاڅون اودحسنی مبارک  له واکه ولویدل ولی دسپینی ماڼی واکداران په لرزه راوستی ؟

 

 دجنوری د پنځه ویشتم نیټی کال (۲۰۱۱) څخه  او یا  د تونس دخلکو له پاڅون څخه مخکی هیچا ته نه وه څرګند  چی په مصر کی د قاهری د التحریر په میدان کی به څه راپیښیږی ؟ په قاهره  کی قرار ، قراری وه ،زده کونکو ښونځیو ته تلل ، بزګرو پخپل کروندو کی یوی کولی ، کارګرانو په لویو اویا  وړو فابریکو کی په  لانجه من  کارونو مشغول وه ، دوکاندارانو پخپلو دوکانونو کی دمشتریانو لاری  څارل ، دتوریزم کارکونکو د سیلانیانو دخدمت اودمرستی دپاره لاس په  سینه ولاړ وه ، لوړ پوړی دولتی ، نظامی کارمندانو  اومسولینو  دخپلو جیبونو د ډکولو په  منظور  په فساد ،بډی  او   یو  لړ  نور ناروا کارونوباندی  مشغول  اود مصر دغریبو اوکمزورخلکو د ژوند شیبی کړاونو سره مخامخ  اود ناهیلی  څپیړی  پرمخ خوړل ،د مصر ډیری خلک په  ورځ کی له  دوه  امریکایی ډالر څخه زیات عاید نه  لری ،اوهیڅ یو روښانه سترګی نه وه چی  دمصر دخلکو دغه ناهیلی په رڼو سترګی وګوری اود مصر پر خلکوزړه وسوځوی ،حسنی مبارک دخپل جنرالانوسره په عیش اونوش مصروف  وه اود خپل امریکایی  کانترپارت  اویا  د پنتاګون د نظامی یرغلګر ستراتیژیستانو سره دعرب د  و چی د انرژی د  چپاول د  پاره ملا  تړلی  اود  فلسطین  د  خلکو دغوښتنی  اود  آزادی په مقابل  کی د  خنډونو په  جوړولو سره  خپل ستراتیژیکی اهدافو ته سره نژدی کیدل .اوهغوی ددی سوچ هم نه کول چی یوه ورځ به د مصر خلکوکوم  چی د  حسنی مبارک  اودهغه د  مستبد  رژیم له  خوا ځپل   شوی به دالتحریرپه میدان کی سره راغونډیږی اوخپل کرکه ددغه لاس پوڅی ناروا رژیم  په مقابل  کی  ښکاره کوی اودرژیم د نسکوریدو اوپرځولو د پاره سره لاسونه ورکوی خپل خلک او د نړی خلکو ته ښیی چی یو ظالم دولت څنګه نسکوریږی . 

    بی ځایه به نه وی چی ددی  پاڅون   دیالکتیکی ،   طبقاتی  ، اجتماعی جوړښت (ترکیب) فرهنګی اړخ ، دسازمان ورکولو پرلاری ، باندی یو څه تم نشوو: 

 دغه پاڅون د دیالیتیکی د قوانینو په نظر کی نیولو سره د کمیتونو دپرلپسی راټولیدو اوذخیره کیدو په نتیجه کی په کیفیت  سره بدل  شو ، یعنی د  خلکو د  دیرش کلنو ناهیلو او تر جبر و ستم  لاندی  ژوند یی ددیالتیکی قوانینو ( کمیتونه په کیفیت ) پر  بنیاد د زمان  حکم وه  چی دمصر خلک  دالتحریر په میدان کی  سره راټول شی د حسنی مبارک اودهغه د بدنام رژیم  د پرځولو حکم  صادر کړی . دغه  پاڅون  ابداْ میتا فزیکی بڼه نه درلوده چی دکوم ولی ، یا دکوم زاهد اویا دکوم امام اویا د کوم پاپ  له خوا د ستور  ورکړ شوی  وی چی  حسنی  مبارک رانسکورکړی.  

 دفلسفی له نظره کوم چی له کلیاتو څخه بحث کوی او دعلومو ډډه جوړه وی ،علوموته لاری اواروی او خپل ځان دعلوم په کمک سره لاپیاوړی کوی ، نودهمدی علمی مطلب په نظر کی نیولو سره ویلی چی هر پدیده ظاهر او باطن یاجوهر لری  کوم  چی  هر  بینا  سړی  د هغه    ظاهر ( appereance)   پخپلو  رڼو سترګی  کتلی  شی اویا  هم لیدلی  شی

    ا ما د نوموړی  پدیدی  باطن ، جوهر، ذات ، سرشت ، اوداخلی  ماهیت  د علم  اود پوهی  په مرسته سره پیژندل کیږی ، او د پدیدی  د په د ننه کی  یا   د هغه   په جوهرکی حرکتونه ، خوزښتونه اوفعل و انفعا لات موجود دی چی دهمدی راکړی اوورکړی سره په نهایت کی په یو کیفیت سره اوړی ، مثلاْ تاسی که په یوه  لوښه  یاچای جوش کی اوبو واچوی اوبیا  هغه دیومنقل د پاسه کیږدی  چی اوبو ګرم شی تاسی به په لمړی سرکی کوم  تغیر سره  به مخامخ نشی  اما   کله  چی  اوبو د سانتی ګراد سلودرجو ته ورسیږی نو هغه وخت اوبه په غلیان راځی او خپل ظاهر ته هم تغیر ورکوی یعنی یو نوی کیفیت مینځ ته راوړی . چی یو اجتماعی پدیده هم په همدغه بڼه بالاخره په یو نوی کیفیت اوړی چی دا ددیالکتیکی قوانینو ښکاره حکم دی .

  ددی پاڅون طبقاتی اړخ دادی چی په هره ټولنه کی  طبقات څه دتولیدی وسایلوپه لاس کی لرلو سره ،څه دمادی تولید دلاسته راوړنی له  مخی څه دمادی نعماتو دویش له کبله او څه هم دموقفونو او دولتی مقامونودپه لاس کی لرلو سره په متخاصمو طبقاتو ویشل  کیږی ،  اوتر هغه   چی دغه پورتنی اڼدولونه سره له مینځه لاړ نشی دغه  تضاد یعنی  طبقاتی تضاد سره به وجود لری ، په مصرکی له هغه ځایه  چی حسنی مبارک د پانوګوالی اود هغه په  سر کی د امریکی  امپریالیزم ته  پوره خد مت کړی وی ، هغه د مصر  پرخلکو هسی تنګد ستی راوست چی دفقر اود ثروت ترمینځ واټن داسی پراخ شو چی متوسطه طبقه دفیصدی له مخی سره اصلاْ له شمیره ولویدل ، نو ځکه د قاهری د التحریر په میدان کی  د  پاڅون  کونکی په  ترکیب کی  ، کسبګرو ، دهقانانو   ، کارګرانو ، روشنفکرانو ، ملی پانګوالو  ،دوکاندارانو ، ښځو ، مذهبی ،غیر مذهبی خلک ، مسلمانانو ، عیسویانو ،  وړو زړو او په یو کلیمی سره د مصر ټول رنځپلی خلک سره لاس په لاس پاڅون وکړ .  

  په دی پاڅون کی فرهنګیان اوبیا په ځانګړی ډول سره میدیااو خصوصاْ دالجزیری تلویزیون ډیر پراخ ګډون وکړ او دعرب  نړی ته دنوموړی پاڅون پرله پسی خبرونه او حالات څه په  انځوری اویا  څه دمقالو په خپرولو سره خدمت وکړ  ،یاداچی دقاهری ډاکترانو ، نرسانو  دزخمیانود وارسی او دپانسمان دپاره دالتحریر میدان ته ځانونه ورسول چی دا پخپله  بی له یو فرهنګی برخورد بل شی ورته نشو ویلی .

 ددی پاڅون سازماندهی  افقی بڼه درلود ،نه عمودی اودا ځکه چی دکوم پارټی ، دکوم پیشوا ، دکوم روحانی  اودکوم بل ځواک په مستقیم هدایت سره نه رهبری کیده ،  خلکو  پخپلو یو د  بل سره  کمک کول ، پخپله د تلاشی ګروپون جوړ کړی وه ، او پخپلو سره لاس په لاس ددی پاڅون په سازماندهی کی داوبو،  ډوډی اوحتی  دلاس   تیګی  د حسنی مبارک د پلویانو پرضد چی باید  پرهغو  باندی  ګذار وشی  ښخو پخپلو دستکولونو او څادرونو پواسطه سره پاڅون کونکو ته راوړل .

      په هرصورت هر هغه څوک چی د ټولنی  پر قوانینو  باندی يو څه پوهاوی ولری نوپه ډاګه به ووایی چی د مصردخلکوپاڅون یوریښتیا نی انقلاب او تحول  وه  چی  نړی  ورته  حیران  پاتی شو ،  د یادونی وړ مطلب دادی چی دسپینی ماڼی یرغلګرو هم له دغه تحول اوبدلون څخه د ډار په  لرلو قرار  نه دی  نا ست  اود پنتاګون  لوړ پوړی  چارواکی دحسنی مبارک  د رژیم  جنرالانو  سره  مخامخ ، تیلیفونی ، اود میدیا دلاری په خبرو اترو مصروف دی اودا په دی چی دا ناولی رژیم ټینګ وساتی یواځی د شکل له مخی تغیر ومنی اوقدرت د حسنی  مبارک  په څیر سړی ته په مسالمی آمیزه شکل سره انتقال ورکړی ، تر څو چی د کمدیوید دتړون مندرجا ت پخپل ځای ثابت پاتی  شی اواسرایل ته کوم تاوان ونه ریسیږی .                                                                                                                         

   دلته باید زیا ته شی ترهغه پوری  چی دغه منحط دامریکی تر لاس لاندی د مصر چوپړ رژیم له بیخه یعنی عام او تام د مینڅه ولاړ  نشی د مصر د خلکو (۱۸) ورځنی هلی ځلی اودهغه لاسته راوړنی ټول  به په اوبو کی لاهو کیږی ، ځکه چی پنتاګون  بی له حسنی  مبارک هلته  زیات مبارکان او لاس  پوڅی روزلی چی د سپینی ما ڼی د حاکمانو هیلی تر سره کړی . دمصر خلک باید دی نقطی ته پوره پاملرنه وکړی ، نوکه چیری مصریانو د حسنی مبارک پاتی ناوړی انډیوالان له صحنی څخه وویستل نوهغه وخت دی چی د سپیڼی ماڼی د واکدارانو په زړونو کی اور بلیږی ، اومصربیا یوځل د عرب د نړی دامیدونو په زانګو به بد ل شی اودعرب د سر د  مدارنو چلتار د هغو دغرغری  رسی اودهغو اوږد سپین کمیسونه به ورته کفن شی او دعرب داعیه به دامریکا دلوی نظامی اډی (اسرایل) په مقابل کی به سره یو موټی شی اود استبداد ځنځیرونه به وشلوی.                

                                  پای

                    په ډیر توده سلامونو سره

 


بالا
 
بازگشت