حامد عبیدی

 

 

کابل کنفرانس کې هڅه کيږي تر څو مرستې د افغان حکومت له لوري ولګول شي

 

په  پام کې ده ،چې د کابل کنفرانس  تر راتلونکو څو ورځو پورې  په پلازمينې کابل کې په لاره واچول شي .

په افغانستان كې د امنيت ټينګښت او د نړېوالې ټولنې د مرستو د لګښت په څرنګوالي كې بدلون د دغه كنفرانس له مهمو موخو څخه  شمير ل کيږي.

د وزيرانو د شورا د وروستۍ مصوبې پر بنسټ د كابل په كنفرانس كې به د غوره حكومت داري، د امنيت ټينګښت په هېواد كې د نړېوالې ټولنې د مرستو په بهير كې بدلون، د زېرمو پياوړتيا او بېلابېل نور مسايل وڅيړل شي.

كابل كنفرانس ته د افغان حكومت يوه طرحه دا ده ،چې افغان ځواكونه دې تر راتلونكو دريو كلونو پورې د كليدې سيمو امنيت پر غاړه واخلي او په راتلونكو پنځو كلونو كې به د ټول هېواد امنيتي چارو ته اوږه وركوي.

افغان  چارواکي  هيله من دي چې دعه کنفرانس به  تر ډيره بريده د هيواد د شته ستونرو د هوارولو به  ډګر کې خورا مثپت  ګام وي.

د افغانستان  د مالي وزير حضرت عمر زاخيلوال وايي د کابل په کنفرانس کې به له نړيوالې ټولنې وغواړي چې 80 په سلو مرستې د دوى له لارې او ددوى د لومړيتوبونو پر بنسټ ولګېږي.

 چارواکي ټينګار کوي د کابل د کنفرانس اصلي موخه داده ،چې د مرستو د لګولو، بيارغاونې او نورې ټولې چارې افغاني بڼه غوره کړي او د افغانانو د لومړيتوبونو پر بنسټ مصرف شي.

په دغه کنفرا نس کې چې تر راتلونکو څو ورځو په لاره اچول کيږي د يو کم څلويښتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د ډېرو نورو هېوادونو لوړپوړي چارواکي به ګډون وکړي.

د کابل کنفرانس د جوړېدو په درشل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره يو ځاى د کنفرانس تنظيموونکو د تياريو د بشپړېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د ماليې وزير چې د کنفرانس له مهمو تنظيمونکي يو دى خبريالانو ته وويل چې اصلي موخه د افغانستان د بيارغاونې د پروژې افغاني کېدل دي.

حضرت عمر زاخېلوال تمه وښوده چې د کابل په کنفرانس کې به نړيوال ومني چې خپلې نيمايي مرستې به د افغانستان د بوديجې له لارې لګوي او 30 په سلو کې نورې مرستې به د دوى د لومړيتوبونو پر بنسټ ولګېږي.

ښاغلي زاخېلوال وويل د کابل په کنفرانس کې به نوې مرستې نه غوښتل کېږي، خو ټينګار به پردې کوي چې په پخوانيو کنفرانسونو کې ژمنه شوې مرستې د دوى پروګرامونه ته ورکړي چې ټاکل شوې په پنځو برخو کې ورته د افغان چارواکو لخوا وړاندې شي.

تر دې مهاله افغان حکومت د ١٢ ميليارد ډالرو نړيوالو مرستو يقيني ژمنې لري.

د کابل کنفرانس د لندن د نړيوالې ناستې د ژمنو د عملي کولو لپاره د مشخصو عملي پروګرامونو د وړاندې کېدو او منل کېدو ناسته ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي سټيفن ډيمسټورا په وينا په څو مهموبه پکې پرېکړې وشي:

ښاغلي ډيمسټورا د کابل کنفرانس ډېر مهم او د افغانستان په تاريخ کې د خپل ډول لومړى لويه نړيواله ناسته وبلله چې په باور يې يو ځل بيا به له افغانستان سره پراخ نړيوال ملاتړ ښکاره کړي چې په اوس وخت کې په سياسي لحاظ د افغانستان لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

د کابل له کنفرانس وروسته به د کابل د پروسې په نوم يو بهير پيلېږي چې موخه يې د ټولو چارو افغاني کېدل دي.

دغه کنفرانس د نړيوالو د مرستو د افغاني کيدو په موخه په داسې حال کې په لاره اچول کيږي ،چې له  تيرو څو کلونو راپدې خوا افغان حکومت بهرنيان او بهر نيان  افغان حکومت  په اداري فساد کې ښکيل ګني.

اوس نړيواله ټولنه هڅه کوي تر څو د کابل کنفرانس له لارې هغه بي اعتمادي ،چې د نړيوالو مرستندويو هيوادونو او افغان حکومت رامنځ ته شوې له منځه يوسي .

د هيواد ټول وګړي پوهيږي چې اداري فساد په افغانستان کې په  لوړه کچه شتون لري .هم  دولت او هم  نړيواله ټولنه  په دغه فساد کې لوى لاس لر ي.

څو اونۍ  وړاندې  د امريکا کانګرس  خبر دارى ورکړ  تر هغه پورې چې  د افغانستان حکومت د  اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه ونکړي دوى  به ددغه هيواد سره خپلې مرستې بند کړي .

د امريکا  د کانګرس غړې نيتا لواى ويلي دي  دغه پر يکړه يې له دې امله کړې ده،چې د حامد کرزي په حکومت کې ځينې  لوړ پورې چارواکي د فساد پر وړاندې  جدي مبارزه نه کوي .

دغه رپوټ کې راغلي وه،چې  يو شمير افغان  چارواکو په ملياردنو ډالره له دغه هيواده بهر ليږدولي دي.

دغه رپوټ  کې دا هم ويل شوي وه ، چې د افغانستان حکومت بايد د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او هغه چارواکي د قانون منګلو ته وسپاري ،چې په اداري فساد کې ښکيل دي.

افغان حکومت د غه رپوټ رد کړ   او ويې ويل  چې  يو شمير بهرني هيوادونه په خپله اداري فساد کې لوى لاس لري .

د مالې وزير حضرت عمر زاخيلوال وويل چې  يو شمير  هيوادونه  د قرار دادي کمپنيو له لارې پيسې بهر ته  ليږدوي.

د مالې وزير حضرت عمر زاخيلوال وويل ددوى خپلې موندنې ښيي چې په تيرو دريو کلونو کې يوازې د کابل هوايي ډګر له لارې څه دپاسه څلور ميليارده ډالر بهرنيو هيوادونو ته ليږدول شوي دي.

نوموړي دا هم وويل که چيرې نورې لارې هم په پام کې ونيول شي  نو شونې ده، چې د ايستل شويو پيسو کچه تر دې هم لوړه شي.

ښاغلي زاخيلوال زياته کړه  چې د بهرنيو مرستو يوازې يو ميليارد ډالر د افغان حکومت له لارې لګيدلي دي،نو څنګه به شونې وي چې افغان چارواکي دي تر څلورو ميلياردو ډير ډالر غلا او بهر ته وليږدوي.

د افغان حکومت د رپوټ پر بڼست په تيرو دريو کلونو کې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې نژدې شل ميليارده ډالر لګولي دي،چې يوازې يو ميليارد ډالر يې افغان حکومت لګولي دي.

او س  افغان  حکومت هڅه کوي تر څو په کابل کنفرانس کې مرستندويو هيوادونو ته قناعت ورکړي تر څو مرستې د افغان حکومت له  لوري ولګول شي .

دا مهال  70 سلو کې  مرستې د نړيوالو موسساتو او 30 په سلو کې افغان حکومت له لوري لګول کيږي او دا په خپله اداري فساد ته په  لوړه کچه لاره هواره کوي . بي له شکه چې  هم افغانان او هم بهر نيان په لوړه کچه په اداري فساد کې ښکيل دي .

د اداري فساد د له منځه وړلو يوه لاره هم دا ده ،چې مرستې يا د افغان حکومت  لخوا ولګول شي او يا د بهرنيو موسساتو لخوا ،خو د انديښنې خبره دا ده ،چې هم افغانان او هم بهر نيان  په اداري فساد کې ښکيل دي.

که چيرې افغان چکومت وکولاي شي مرستندويو هيوادونو ته د کابل په کنفرانس کې قناعت ورکړي ،چې  مرستې ا فغانستان د حکومت له لوري ولګول شي  بي له شکه چې   د اداري فساد د له منځه وړلو په موخه يو مثبت ګام دي . خو افغان حکومت ددغه ګام د پورته کولو لپاره بايد لاندې تکي په جدي توګه په پام  کې ونيسي .

١- د ټولو لوړ پوره چارواکو شتمني بايد ثبت شي .

٢- د هغو چارواکو څخه ،چې  په تيروڅو کلونو کې يې ديره شتمني لاس ته راوړې ته وپوښتل شي ،چې پيسې يې له کومې لارې لاس ته راوړي دي .

٣- د افغانستان د حکومت په چوکات کې داسې يوه اداره جوړه شي ،چې د فساد پر وړاندې  جدي مبارزه وکړي او په اداري فساد کې ښکيل چارواکي د قانون منګلو ته وسپاري .دغه ادارې ته بايد پوره واک ورکړ شي  تر څو وتوانيږي تر ديره بريده د فساد لمنه  د هيواد څخه ټوله کړي.

٤- ددغې ادارې په راس کې بايد يو پاک او رښتيني افغان وتاکل شي .

٥- د بهرنيو سلاکارانو پر ځاى چې په لسګونو زره ډالره تنخواګانې اخلي بايد افغان سلاکاران په دندو وګمارل شي.

٦- د افغانستان په بيلا بيلو ادارو کې تګړه ځوانانو ته دې ونده ورکړ شي.

٧-د بيارغاونې لوې پروژې چې دا مهال د بهرنيو موسساتو لخوا بهرنيو شرکتونو ته ورکول کيږي اود څلورم يا پنځم لاس وروسته  افغاني  شر کتونو ته  رسيږي ،بايد په لومړي لاس کې افغاني موسساتو او شرکتونو ته ورکړ شي .

اوس نړيوال او افغانان د نيوکو پر ځاى بايد جدي ګامونه پورته کړي او ددې پر ځاى چې يو بل  په فساد کې ښکيل  وګني  او پر يو بل تورونه ولګوي ، مرستې دې له يوې مرجعې له لارې ولګول تر څو د فساد اصل منشه هم  په ګوته  شي .

لیکوال: حامد عبیدی

برښنا لیک: hamid_obidiy@yahoo.com

 د اړیکې شمیره: ۰۷۹۸۰۷۰۷۰۷

 

 


بالا
 
بازگشت