رحمت اله روان

 

له تورلیست څخه د نومونو د لیری کولو پروسه وخت نیسې

 

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د سولې د هلوځلو په ترځ کې فشار راوړی، چې د ډیرو کسانو نومونه له تورلست څخه وایستل شي.
په کابل کې د سولې د وروستي ملي مشورتي جرګې یوه غوښتنه هم دا وه، چې د دغو کسانو نومونه دې له تور لسته وایستل شي د افغانستان دولت غواړي فعلا تنها د پنځوسو پخوانیو طالب مشرانو نومونه د ملګروملتونو له تورلسته لیري کړي، همدا راز ملګروملتونه وایی چی اوس مهال د امنیت شورا،‌ له دغه لست څخه د لسو افرادو او موسسو د نومونو په لیری کولو غور کوي. ملګروملتونه وایي، چې له تورلیست څخه د نومونو د لیری کولو پروسه روانه ده او دا کار وخت نیسي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډيمېسټورا  په کابل کې خبریالانو ته وویل له تورلست څخه د پخوانیو طالب مشرانو د نومونو د لیرې کولو په ترځ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغو لسو نومونو په اړه غور کوي، چې د افغان دولت له خوا ورته سپارل شوي.
د ملګرو ملتونو په تور لست کې د ۱۳۷ کسانو او موسسو نومونه دي چې ګمان کیږي له وسله والو طالبانو یا القاعده شبکې سره ارتباط درلوده او د دوی په سرمایو او تګ راتګ باندې بندیز لګول شوی دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د هغو کسانو نومونه وانخیستل، چی امنیت شورا پرې غور کوي خو دومره یې وویل، چې د روانې میاشتې ترپایه به امنیت شورا ته نور نومونه هم وسپارل شي.
ده وویل، چې زه د نومونه په اړه ځکه څه نه شم ویلای، چې دا موضوع امنیت شورا پورې ارتباط لري او دوی به پریکړه کوي، چې کوم نومونه په څه دلیل له تور لسته لیری کړي.
ده زیاته کړه، چې له تورلست څخه د نومونو د لیری کولو پروسه د روانی میاشتې ترپایه دوام کوي، په دې معنی چې نورنومونه به هم امنیت شورا ته وسپارل شي او د هرنوم په اړه غور کیږي او دا کار وخت نیسي.
دغه راز د ملګرو ملتونو یو چارواکي، چی په موضوع واقف دی پرته له دې چې خپل نوم واخلي د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، ملګري ملتونه به د دغو کسانو په اړه خپل معلومات برابروي خو دا لیرې برېښي چې یو دم به د ګڼو کسانو نومونه له تورلیست څخه وایستل شي

لکه ځرنګه چی پورته اشاره شوي ده چی دملګرو ملتونو په تور لیست کی ټول ۱۳۷ کسانو نومونه شامل دي چی له هغو جملی ځخه ځینی کسان ممکن دمختلفو عواملو په خاطر موجود نه وی،ځینی یی په خپل مرګ وفات شو ي دی ددغو ۱۳۷ کسانو نومونه په لاندی ډول دی.

 - مولوی عبدالباقی، جلال آباد ننګرهار، د طالبانو د خوست، پکتیا والي او د اطلاعات و کلتور وزارت معین- 1
 -
مولوي عبدالقدیر عبدالبصیر، ننګرهار په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو نظامي آتشه -2
 -
مولوي عبدالغفور، کنړ، د طالبانو د زراعت وزارت معین -3
 -
مولوي عبدالمنان په ابوظبي کې تجارتي آتشه (طالبانو حکومت) -4
 -
مولوي عبدالرزاق د کندهار ارغنداب ولسوالي، د طالباتو د تجارت وزیر -5
 -
مولوي عبدالوهاب، فاریاب، د طالبانو په حکومت کې په ریاض کې د افغانستان د سفارت سرپرست -6
 -
مولوي عبدالرحمن آغا، ارغنداب کندهار، د طالبانو د پوځي محکمې رئیس -7
 -
ملا عبدالواسع معتصم آغا، کندهار ښار، د طالبانو د مالیې وزیر -8
 -
 -ملا جانان آغا، ارزګان، د طالبانو د فاریاب والي9
  
۱۰مولوي سید محمد عظیم آغا، کندهار، د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورت او ویزې څانګې رئيس
-
مولوي سید غیاث الدین آغا، فاریاب، د طالبانو د حج او اوقافو وزیر -11
 -
ملا محمد احمدي، دامان ولسوالي کندهار، د طالبانو په وخت کې د افغانستان بانک رئیس -12
 -  
۱۳ملا محمد شفیق احمدي، د طالبانو د سمنګانو والي

 - قاري احمد الله، قره باغ غزني، د طالبانو د امنیت وزیر-14
 -
مولوي عبدالباري آخوند، هلمند، د طالبانو د هلمند والي-15
 -
مولوي احمد جان آخوند، کندهار، د طالبانو د اوبو او بریښنا وزیر -16
 -
مولوي عتیق الله آخوند، شاه ولي کوټ کندهار، د طالبانو د زراعت وزارت معین -17
 -
ملا حمید الله آخوند، کندهار، د طالبانو په وخت کې د آریانا هوایي شرکت رئیس -18
 -
ملا محمد حسن آخوند، کندهار، د طالبانو د وزیرانو شوری لومړی مرستیال -19
 -
ملا محمد عباس آخوند، کندهار، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر -20
 -
الحاج ملا محمد عیسی آخوند، سپین بولدک کندهار، د طالبانو د اوبو او بریښنا وزیر -21
 -
ملا عبیدالله آخوند، کندهار، د طالبانو د دفاع وزیر -22
 -
مولوي احمدجان آخوند زاده، ارزګان، د طالبانو د ارزګان والي -23
 -
محمد صدیق آخوند زاده، کابل، د طالبانو د شهداوو او بیرته راستنیدونکو وزارت معین -24
 -
مولوي محمد اسحاق آخوند زاده، قره باغ غزني، د طالبانو د لغمان والي -25
 -
مولوي الله داد، سپین بولدک کندهار، د طالبانو د تعمیراتو (ښار جوړولو) وزیر -26
 -
مولوي امین الله امین، د طالبانو د سرپل والي -27
 -
الحاج مولوي محمد صادق امیر محمد، غزنی، د طالبانو د وخت په پیښور کې د افغان سوداګری دفتر رئیس 28
 -
ملا محمد طاهر انوري، زرمت پکتیا، د طالبانو د مالیې وزارت د اداري چارو رئیس -29
 -
مولوي عارف الله عارف، زرمت پکتیا، د طالبانو د مالیې وزارت معین -30
 -
مولوي سید عصمت الله عاصم، ننګرهار، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت معین -31
 -
سید علام الدین اثیر، بدخشان، د طالبانو په وخت کې په پیښور کې افغان قنسلګرۍ دوهم سکرتیر -32
 -
ملا حاجی عتیق الله، د طالبانو د ټولنیزو چارو وزارت معین -33
 -
مولوي عبدالحکیم مجاهد محمد اورنګ، شرنه پکیتکا، په ملګرو ملتو کې د طالبانو استازی -34
 -
عزیز الرحمان، په ابوظبی کې د طالبانود سفارت دریم سکرتیر -35
 -
ملا عبدالغني برادر، دهراود ارزګان، د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال -36
 -
محمد داوود، کابل، په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت اداري اتشه -37
 -
 -مولوي ارسلان رحماني محمد دولت، ارګون پکتیکا، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت معین38
 -
مولوي شهاب الدین دلاور، لوګر، د طالبانو د سترې محکمې مرستیال -39
 -
ملا دوست محمد، دامان کندهار، د طالبانو د غزني والي -40
 -
مولوي محمد اعظم علمي، د طالبانود کانو او صنایع وزارت معین -41
 -
مولوي فیض، غزني، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو رئيس -42
 -
قاضي حبیب الله فوزي، اندړ غزني، په ریاض او اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت لومړی او دوهم سکرتیر 43
-
مولوی رستم حنفي حبیب الله، دو آب نورستان، د طالبانو د ټولنیزو چارو وزارت معین -44
 -
مولوي ګل احمد حکیمي، په کراچۍ کې د طالبانو د قنسلګرۍ تجارتي آتشه -45
 -
مولوي عبدالله حماد، هلمند، په کویټه کې د طالبانو قنسل -46
 -
 مولوی حمدالله، په کویټه کې د طالبانو قنسل -47
 -
ذبیح الله حمیدي، د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت معین -48
 -
قاري دین محمد حنیف، بدخشان، د طالبانو د پلان اولوړو زده کړو وزیر -49
 -
مولوي سید الرحمان حقاني، کنړ، د طالبانو د کانو او صنایع وزارت معین -50
 -
مولوي عبدالجلیل حقاني، ارغنداب کندهار، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت معین -51
 -
مولوي عزت الله حقاني، لغمان، د طالبانو د پلان وزارت معین -52
 -
مولوي جلال الدین حقاني، ځدارن خوست، د طالبانو د سرحداتو وزیر -53
 -
 -۵۴مولوي محمد مسلم حقاني، بغلان، د طالبانو د حج او اوقافو وزارت معین
 -
مولوي محمد سلیم حقاني، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت معین -55
 -
ملا سید محمد حقاني، کندهار، د طالبانو په وخت کې د کندهار ولایت د اطلاعاتو رئیس -56
 -
سراج الدین جلال الدین حقاني، ځدران خوست، -57
 -
مولوي عبدالحي عظیم، غزني، په کویټه کې د طالبانو د قنسلګرۍ لومړی سکرتیر -58
 -
هدایت الله، ارغنداب کندهار، د طالبانو د ملکي هوانوردۍ وزارت معین -59
 -
مولوی عبدالرحمان هوتک، غزني، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین -60
 -
مولوي نجیب الله حقاني هدایت الله، د طالبانو د مالیې وزارت معین -61
 -
مولوي نور جلال، کنړ، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري معین -62
 -
مولوي قدرت جمال، ګردیز پکیتا، د طالبانو د اطلاعاتو وزیز -63
 -
مولوي رحمت الله کاکا زاده، غزني، په کراچۍ کې د طالبانو قنسل -64
 -
ملا عبدالروف خادم، ارزګان، کندهار، د طالبانو د مرکزي قول اردو قومندان -65
 -  
۶۶مولوي خیرالله خیر خواه، ارغستان کندهار، د طالبانو د هرات والي
 -
ملا عبدالصمد خاکسار، کندهار، د طالبانو د داخله وزارت معین -67
 -
شمس الله کمال زاده، په دوبۍ کې د طالبانو د سفارت دوهم سکرتیر -68
 -
ملا عبدالرزاق آخوند لالا آخوند، سپین بولدک کندهار، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر -69
 -
جان محمد مدني، په ابوظبي کې د طالبانو استازی -70
 -  
۷۱مولوي ضیا الرحمان مدني، طالقان تخار، د طالبانو د لوګر والي
 -
مولوي عبداللطیف منصور، زرمت پکتیا، د طالبانو د زراعت وزیر -72
 -
مولوي محمد الله مطیع، ارغنداب کندهار، د طالبانو ټولنیزو چارو وزیر -73
 -
ملا مطیع الله،دامان کندهار، د طالبانو دکابل ګمرک رئیس -74
 -
مولوي اختر محمد مظهري، کندز، په پیښور کې د طالبانو د کنسلګرۍ تعلیمي آتشه -75
 -
۷۶ملا فضل محمد مظلوم، ارزګان، د طالبانو د لوی درستیز مرستیال
 -
مولوي نظرمحمد، د طالبانو د کندزوالي -77
 -
رحمت الله وحید یار فقیر محمد، زرمت پکتیا، د طالبانو د شهداوو او بیرته راستیندونکو چارو وزارت معین 78
 -
۷۹انجنیر محمد همایون، د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت معین
 -
مولوي محمد شفیق محمدي، ارزګان، د طالبانو د خوست والي -80
 -
محمد اسلام محمدي، روری دو آب سمنګان، د طالبانو د بامیانو والي -81
 -
مولوي عبدالکبیر، ځدران، پکتیا، د طالبانو د مشرتابه شوری دوهم مرستیال، د ننګرهار والي او -82
 -
مولوي محمد رسول، سپین بولدک کندهار، د طالبانو د نیمروز والی -83
 -
مولوي محمد ولي، کندهار، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر -84
 -
مولوي محمد یعقوب، د طالبانو د باختر اطلاعاتی آژانس رئيس -85
 -
ملا امیر خان متقي، هلمند، د طالبانو د معارف وزیر. (نوموړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر و -86
 -
مولوی عبدالحي مطمئن، زابل، د ملا عمر د مطبوعاتي دفتر مسوول -87
 -
مولوي رفیع الله مؤذن، پکتیا (وردګ)، د طالبانو د سترې محکمې مرستیال -88
 -
ملا الله داد طیب ولي محمد، کندهار، د طالبانو د مخابراتو وزارت معین -89
 -
مولوي نجیب الله جمعه، فراه، په پیښورکې د طالبانو قنسل -90
 -
ملا محمد حسین مستعید، د طالبانو د علومو اکادمۍ رئیس91
 -
ملا محمد نعیم، د طالبانو د ملکي هوانوردۍ وزارت معین -92
 -
مولوي نیک محمد، د طالبانو د تجارت وزارت معین -93
 -
مولوي حمدالله نعماني، غزني، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر -94
 -
مفتي محمد علیم نوراني، په کراچۍ کې د طالبانو د قنسکګرۍ لومړی سکرتیر -95
 -
مولوي نورالله نوري، شاه جوی زابل، د طالبانو د بلخ والی -96
 -
ملا عبدالمنان نیازی، پشتون زرغون هرات، د طالبانو د کابل والي -97
 -
ملا محمد عمر، ارزګان، د طالبانو امیر -98
 -
مولوی عبدالجبار عمري، زابل، د طالبانو د بلخ والي -99
 -
الحاج محمد ابراهیم عمري، ځدران خوست، د طالبانو د سرحداتو وزارت معین -100
 -
ډاکتر عبدالستار پکتین، پکتیا، د طالبانو د خارجه وزارت د پروتوکول رئيس -101
 -
ملا نور الدین ترابي، چورا ارزګان، د طالبانو د عدلیې وزیر -102
 -
ملا عبدالسلام حقاني، درزاب فاریاب، د طالبانو د پوهنې وزارت معین103
 -
مولوي عبدالغفار قریشی، په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت د مهاجرینو چارو آتشه -104
 -
ملا محمد رباني، کندهار، د طالبانو د مشرتابه شوری رئیس -105
 -
ملا یار محمد رحیمي، پنجوایی کندهار، د طالبانو د مخابراتو وزیر -106
 -
ملا محمد حسن رحماني، پنجوايي کندهار، د طالبانو د کندهار والي 107
 -
ملا حبیب الله رشاد، غزني، د طالبانو د پلټنو رئيس -108
 -
مولوي عبدالحي سالک، د طالبانو د ارزګان والي -109
 -
مولوي سناني، زابل، د طالبانو د دارالافتاء رئیس -110
 -
نور محمد ثاقب، بګرامي کابل، د طالبانو د سترې محکمې رئیس 111
 -
مولوی قلم الدین سر انداز، بره کی برک لوګر، د طالبانو د حج وزارت معین -112
 -
مولوی احسان سر فدا، قره باغ غزنی، د طالبانو د استخباراتو وزارت معین -113
 -
مولوی سعد الدین سید، چمن پاکستان، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین -114
 -
قاري عبدالولي صدیقي، غزني، په پیښور کې د طالبانو د قنسکګرۍ دریم سکرتیر -115
 -
مولوي عبدالواحد شفیق، ننګرهار، د طالبانو د کابل والي مرستیال -116
 -
محمد سهیل شاهین، پکتیا، په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت دوهم سکرتیر-117
 -
مولوي سید احمد شاهد خیل، غزني، د طالبانو د معارف وزارت معین -118
 -
اختر محمد منصور، کندهار، د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوانوردۍ وزیر -119
 -
مولوي شمس الدین، کشم بدخشان، د طالبانو د وردګو والي -120
 -
 -محمد شریف، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت معین121
 -
ملا شمش الرحمان شیر آلام، د طالبانو د زراعت وزارت معین -122

 - حاجي عبدالغفار شینواری، کندهار، په کراچۍ کې د طالبانو د قنسلګرۍ دریم سکرتیر -123
 -
مولوی جلال الدین شینواری، شینواري ننګرهار، د طالبانو د عدلیه وزارت معین -124
 -
محمد سرور صدیق مل، منګل پکتیا، په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت دریم سکرتیر -125
 -
شیر محمد عباس ستانکزی، لوګر، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت معین -126
 -
مولوي طه، ننګرهار، د طالبانو د پکتیا والي -127
 -
حاجی تاحیس، د طالبانو د ملکي هوانوردۍ وزارت معین -128
 -
مولوی عبدالرقیب تخاري، تخار، د طالبانو د بیرته ستنیدونکو چارو وزیر -129
 -
مولوي ولي جان، کویټه پاکستان، د طالبانو د جوزجان والي -130
-
مولوي نذیر الله حنفي ولي الله، کندهار، په اسلام آباد د طالبانو د سفارت تجارتي آتشه -131
 -
مولوي عبدالحق وثیق، غزني، د طالبانو د امنیت وزارت مرستیال132
 -
محمد جواد وزیري، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتو د څانګې مسوول -133
 -
 -ملا عبدالسلام ضعیف، کندهار، د طالبانو د کانو او صنایعو وزارت معین او په اسلام آباد کې سفیر134
 -
ملا عبدالرحمان زاهد، خروار لوګر، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت معین -135

 - ملا محمد زاهد، لوګر، په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت دریم سکرتی -136
 -
مولوي رحیم الله زرمتی، زرمت پکتیا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین -137

د یادولو وړ ده: چې پدغه لست کې ډیری غلطی هم شته، ډیر پکې شامل کسان مړه شوي، په هر حال لست کې شامل نومونه  د ملګرو ملتو له ویبپاڼې رانقل شوی دي په نوموړی لیست کی دحزب اسلامی دمشر انجینر ګلبدین حکمت یار صاحب نوم دطالبانو دمشرانو له نومونو ځخه په جلا توګه په نوموړی لیست  کی درج  شوي دی،تول لسیت ډیر اوږد دی دلته یوازی دافغانستان په باب دملګرو ملتونو په تور لیست کی دشاملو کسانو نومونه دګرانو هیوادوالو دمعلوماتو په خاطروړاندی کیږي. 

 


 

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت