رحمت اله روان

 

ګاونډیو تل هځه کړی ده چی افغانستان کی سیاسی سیالی تر سره کړې

مخکی  په رسنیو کی دا سی معلومات  خپاره شوی وو چی دکورنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر او ملي امنیت پخوانیو رئیس امر اله صالح ،چې د روان لمریز کال په منځ کې له خپلو دندو ځخه ګوښه شوې وو په افغانستان کی دیوه سیاسی ګوند پرجوړه ولو بوخت دې ولی دوی دواړه  یوه موده چوپ وو. اوس دراپورونو ځخه داسی معلومیږی چی ددی دواړو له لوري یو لړ حرکتونه پیل شوي وې او غواړي ،چې یو ځل بیاهم سیاسي ډګر ته راننوځي او  کېدای شي چی دی دواړه( اتمر او صالح) دنوي حرکت په پیل سره یو ځل بیا دافغانستان دسیاسي ډګر لوبغاړي شي. دوی  دواړو دا حرکت په رسمي توګه نه دی منلی ، خودروانی مارچ دمیاشتی په ۴ نیټه  دجمعې په ورځ اتمر دیوې ناستې په ترڅ کې ، چې دامریکا  ددایمي اډو په اړه جوړه شوې وه ځینې خبریالانو ته په خپلو ځرکندونو کی ومنله چې: هو موږ یو جریان لرو او زموږ  پروګرامونه هم تر یوه بریده مخکې هم تللې دي.

 بالاخره له ډیر اوږده انتظار وروسته د کورنيو چارو پخوانى وزير ښاغلی محمد حنيف اتمر او د ملي امنيت پخوانى رييس ښاغلی امرالله صالح د کب پر ١٣مه،چی( دمارچ  ۴ نیټه) په کابل کې په يوې خبري غونډې کې يوځاى راښکاره شول او په مشروط ډول یی په هیواد کی دامریکا ددائمی اډو له جوړیدو سره موافقه وښو دله.

اتمر د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د هېواد سياستوال بايد هغه مهال د دايمي پوځي اډو له جوړېدو سره موافق شي، چې د هېواد ملي ګټې په کې په پام کې نيول شوي وي،ښاغلی اتمر په دی نظر دې چی دامریکا ددائمی فو ځی ادو په جوړ یدو سره به دګاونډیو هیوادونو لاسوهنی کمی شی، په هیواد کی به روانه جګړه دافغان ولس په ګټه ختمه شی او سیاسی نظام به جوړ شې.هغه زیاتوی چی دافغانستان ګاونډیو تل هځه کړی ده چیپه افغانستان کی سیاسی سیالی تر سره کړې ..

اتمر وويل، چې دا هر څه هغه مهال شوني دي، چې دولت له امريکا سره کېني او صادقانه ورته ووايي، چې د دايمي پوځي اډو د جوړېدو پرمهال بايد د افغانستان ملي ګټو ته تر هر څه ډېره پاملرنه وشي نوموړی ویلی دې چی یو شمیر ګاونډی هیوادونه په افغانستان کی دامریکا ددائمی فوځی اډو له جوړیدو ځخه خوښ نه دی، خوهغوی باید په دی وپوهول شي چی تر هرځه وړاندی افغانستان ته ملی ګټی مهمی دې.

 دولتي چارواکي بايد مسوولانه په هره برخه کې د هېواد لپاره تصميم ونيسي او له بيړي څخه کار وانخلی

نوموړي زياته کړه، چې تر اوسمهاله کره معلومه هم نه ده، چې امريکا به په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي او که نه؟ ځکه په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو د جوړېدو په اړه هلته دوه نظرونه  موجودی دی اتمر څرګنده کړه، چې د امريکا پوځيان په دې باور دي، چې په افغانستان کې بايد دايمي پوځي اډې جوړې شي، خو يو شمېر نور دولتي مُلکي کارکوونکي يې بيا د دې کار مخالفت کوي هغه ویلی دې که داسی وشول چی دلته دامریکا فوځی اډی جوړي شي،باید دهیواد ملی ګټو ته په کی ډیره پاملرنه وشې.

همداراز د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح په دغه ناسته کی وويل، چې د لوېديځې نړۍ له مستقيمې مرستې پرته هېواد د دې وړتيا نه لري، چې خپل اقتصاد او سياسي نظام پياوړى کړي،دنوموړی دوینا پر اساس که دافغانستان اقتصادی نظام پیاوړی نه شې،بیوزلی به ډیر خلک تر لمن ونیسی دا ځکه چی بیوزلی دنا امنی تر څنګ دټولو ستونزو مور ده، په دی لحاظ په افغانستان کی داقتصادی انکشاف پخاطر دامریکا ودائمی فو ځی اډو ته اړتیا شته،دبهرنیو ځواکونو په وتلو سره به اوسنی نظام دړیوړی شی څکه دافغانستان اوسنی نظام دهغوی په مرستو ولاړ دی،ښاغلی صالح په دی باور دی چی دبهرنیانو شتون به دافغانستان لپاره یو ښه فرصت دئ تر ځو دهغوی له موجودیته دهیواد په ګټه اعظمی استفاده وشي،هغوی نه زمونږ په خولی راغلی دی او نه هم زمونږ په خولی بیرته ځې خو مونږ افغانان باید تری ګټه پورته کړو

صالح دا هم وويل، سره له دې، چې دقيقه معلومه نه ده، چې امريکا دلته دايمي پوځي اډې جوړوي او که نه؟ خو هغوى غواړي، وړاندې تر دې چې دغه ګام پورته کړي، دلته يو قوي متحد ولري،افغان دولت هم باید خپل دریځ دبهرنیانو او مخالفینو پروړاندی روښانه کړي ،ځکه بهرنیان دی ته انتظار دی تر ځو دلته یو قوی ملګری ولری.

هغه وويل: ((دولت يوه ورځ ناټو او يوه ورځ طالبان محکوموي، داسې بايد نه وي، خپله لاره بايد معلومه کړي))

صالح وايي، چې بې پرې پاتې کېدل د هېواد په ګټه نه دى، په هر ډول چې وي، دولت بايد خپل لورى معلوم کی

نوموړي زياته کړه، چې دغه خبره د دې لپاره کوي، چې افغان دولت فعلا د دې توان نه لري، چې خپل هر څه په خپله سمبال کړي

هغه وويل: په نړۍ کې ډېر کم داسی هیوادونه شته دي، چې د غربيانو له مرستې پرته يې پرمختګ کړى دی

بايد وويل شي، چې د سلواغې پر ١٩مه، ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي و، چېحکومت يې له امريکايي چارواکيو سره د دايمي پوځي اډو د جوړولو د قانوني کېدو او د ستراتيژيکو جزئياتو په تړاو خبرې کوي، خو په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د هېواد ملي شورا او لويه جرګه کوي

کرزى زياته کړې دغه ستراتيژيکې خبرې د افغانانو له خوا د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ ترسره کېږي او دغه موضوع د افغانستان د ملي پرېکړو د ملي مراجعو (ملي شورا او لويې جرګې) له لارې ترسره کېداى شي

 دحنیف اتمر او امر اله صالح له ځرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت ښودلى او ويلي يې دي، چې ددې اډو جوړل د افغانستان لپاره بې ګټې ده،تردی وړاندی دافغانستان دکابینی یوه غړی (اسماعیل خان) هم دی ته ورته نظر ځرګند کړی وو

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا غړو دغه څرګندونې پرون له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې کړي دي

د عالمانو سراسري شورا غړو له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې ويلي دي، چې د سيمې حساسيتونو ته په پام سره په افغانستان کې د امريکا دايمي پوځي اډو جوړول بې ګټې دي او په دې اړه تصميم نيول د افغانانو حق دى

ولسمشر کرزي موده وړاندې په يوه خبري کانفرانس کې څرګنده کړې وه، چې امريکا ورڅخه په افغانستان کې دايمي پوځي اډې غوښتي دي.

  پای

رحمت اله روان



 


بالا
 
بازگشت