يوه لنډه تبصيره

 

د معمول په توګه هر سهار خپل کمپيوټر   ته کښينم  خو کله چې  مې د اريايي سايټ  پرانستلو يوه مقاله مې  تر سترګو شوه  ومې غوښتل چې تر پايه دامقاله وولولم  نوموړی مقالا د ښاغلي انجينر حسن پيمان لخوا ليکل شوی وه .

ددی مقالې عنوان په سره روښانه خط  کښل شوی، عنوان  داسی دی درود ګرم بی پايان به شهدای ګلګون کفن ولايت جوزجان  بخاطر ازاديهای حق طلبانه  از سطيره جوی فاشيسم قبلوي جان دادند،

دا ليکنه میې تر پايه ولوستله د نوموړي  مقالی ما مخکې هم پر نوموړي سايټ کې لوستلې وی  ټول وخت می اراده درلوده چې د حسن پيمان سره په دې اړوند تيلفوني خبری وکړم ځکه زه   هغه له وخته پيژنم چې نوموړی د افغانستان دکرهڼې وزرارت  په چوکاټ کې لويه دنده سرته رسوله او د افغانستان د خلکق دموکراتيک ګوند د مشرانو څخه وو، ولې د نوموړي ادرس او تليفون نمبره ما پيدا نه کړای شوه نو مې وپتيله چې يوه لنډه تبصيره دده پر ليکنه وکړم ،محترم پيمان صاحب تاسو ديوه سياسي شخص په توګه  نه بايد يوازی ده جوزجان پر ګلګون کفنو شهيدانو درود ووای بلکی  تاسو بايد د ټول افغان  شهيدانو پر ګلګون کفنه شهيدانو درود ووايي کله چې زه ستا مقالې لولولم  د ټولو له محتوا څخه  د ګران هېواد د ټوټه کيدلو او ملي نفاق بوی راځي  ، تاسو بايد ديوه ريالستکي  او معقولی ليکنې وکړی  او هغه څه بايد راوسپړی چې د دی هېواد ټول وروڼو ميليتونو ديووالي او ټولو هغه ستونوزو د حل لپاره يو داسی ليکنه وي چې پرتې ستونزی څنګه او په څه ډول حل شي نه دا چې تاسو ولسونه په شمال او جنوب ويشی د افسوس ځای دی چې تاسو په شان سياسي څيری داسی ليکنی کوی ،زما له نظره هر کله  چې په افغانستان کې  يو نوی تحول راغلې  ددی وطن داخلي او بهرني دښمنان بيا ارام ندی ناست د مثال په توګه کله چې شاهي نظام د يو نظامي عمل يا پاڅون په طرځ  کې را وپرځول شو سمدستي ددی ځوان نظام پر وړاندی په پنجشير، لغمان ، ننګرهار  او نورو سيمو کې د پاکستان په مرسته بغاوتونه پيل شوه .

او کله چې د۱۳۵۷کال د ثور پر ۷ نيټه نظامي بريالی پاڅون وشولو ددی نوي او تازه نفسه رژيم پر وړاندی بيا ټول بهرني کورني دښمنانو لاسونه سره يوکړل  ترڅو نوموړي نظام   له مينځه يوسي  نوي نظامونه يو په بل پسی رامينځ ته شول ته او ټول افغانان ددی شاهيدان دي چې پر ټولو رژيمونو کې نيګړتياوی وی  .ولسونه وکړيدل شهيدان شول جبري مهاجر شول بی کوره شوی  بی عزته شول اونور....

ولې ستا په ليکنو کې يوازي هغه څه ليدل کيږي چې د يو ميليت پوری اړه لري داسمه نده نو زه لازم بولم چې دلته  څو مثالونوته اشاره وکړم  د۵۷کال ثور د ۷ نيټی نه تر ۱۳۷۲ پوری هم د خلکو سره ناحقه ناراواوی شوی او تر ۱۳۷۲وروسته بيا د خلکو سره تر بل هر وخت زور زياتي  او ظلمونه سرته رسيدلي دي ،تا يوازي د جوزجان شهيدان ياد کړي  ايا په کابل کې د همغو مجاهيدينو په جګړو کې ۶۰زره بی ګناه خلک شهيدان نه شول دادوستم نه وو چې د خپلو وحشيانه مليشو په واسطه يي په کندهار، ننګرهار لوګر، وردګو ، کابل او شمال کې  په سلګونو خلک شهيدان کړل همدا په خپل سر مارشالانو .ټوپکسالارانو  په خپل سر قهرمانانو رهبرانو ددی ملت ولسونه شهيدان  نه کړل د مزارشريف په جنګې کلا کې تسلمي شوي بنديان قتل عام نه شول د ليلي پر دښته کې په زرګونو انسانان ونه وژل شول د شمال پښتانه په زور کډوالې ته مجبور نه شوي د دجنرال مالک. دجنرال دوستم. رسول پهلوان ، معلم عطا، جمع خان همدرد مومين  او نورو په خپل مينځي جګړو کې څومره انسانان شهيدان کړل ته  د يوه سياسي شخص په توګه دا ټول ولی هير ه وی يوه سياسي شخص ته پکار ده چې واقعي ليکنی وکړی زه د هيچا او کوم شخص نه ددفاع په خاطر دا رتبصيره نه کوم  بلکی يوازی پر دی خاطر چې هر څوک چې ددی وياړلي وطن د ټوټه کيدلو اود خلکو د ويشلو قصد لري بايد مخه يي ونه ول شي  محترم پيمان صاحب زما سره شواهد شته او که ته دا ډول يو طرفه ليکنی کوی ځواب يي ډير سخت تر لاسه کړی خو زما هېله داده چې دد وطن د ټولو مليتونو د يووالي اود ستونزو د له مينځه وړلو لپاره  بايد کار او ليکنی وشي نه د وطن او ولسونو د ټوټه کولو لپاره .

په درنښت

  محمداقا شيرزاد

۲۰۱۰۰۷۱۰

 


بالا
 
بازگشت