هلمند شيرزاد  

 

 

دافغانستان  ولسمشر ښاغلی حامد کرزي  ته يو سر خلاصی ليک

 

محترم ولسمشره!

لکه څنګه چی تاسی ته او ټولی نړۍ ته ښکاره ده چی تاسی د نړيوالو ( غيری افغاني قوتونو)  په مرسته د طالبانو ځای ناستی شولې  او همدا شان  دافغانستان د خلکو لخوا په لويه جرګه  کې تاسو ته ددی خوار ولس  د مشرتوب دنده دروسپارل شوه.  په دوام يي  دوه ځلی څه  د خلکو لخوا  او څه په زوردیو منتخب جمهور ريس په توګه  انتخاب شوی . زموږ ولس دامني چې تاسی ته دنورو  څخه  درپاتی زياتی ستونزی  بی شميره وی  اود هغو ستونزو حلول هم اسان نه وه،  تر يوحده ستا په کارونو کې نړيوالو  هم مرسته کوله.

 له دی هيڅوک سترګی نشي پټوالای چې ستا په دورو کې کار نه دی شوی،  ولی ددی لوړوامکاناتو او بی ساری مرستی  چې ستا د تیم سره  د نړيوالو لخوا  وشوی  ډير کم کار شوی،  ځکه ولس او نړيوال   ندي قانع .  زما له نظره کومی وعدی چې تا له خپل  زوريدلي ولس سره کړی    وی سرته ندي رسیدلي اوتاسو په دی لوی وطني ملي دنده کې پاته راغلي ياستی ستا د وعدو نه عملي کيدلو  لاملونه خورا زيات او د لمر په شان روښانه  دي خو زه يي يو څو د ګوتو په شمیرپه لاندې توګه یادونه کوم  .

 اول  : ته اوستا ټول  اداره د پخوانيو جنګسالارانو  په منګلو کې پريوتی ده او ته يي ګيروګان نيولی يي  .

 دوهم:  د فساد اصلي ځالې او ناولې  څيری هم ددوی په ليکو کې دي .

دريم :  نړيوالو هم  د ملې وطنپالو شخصيتونو پر ځای پر پخوانيو بدماشانو، ټوپکيانو چی لاسونه یی د مظلوم ولس په وینو سره دی او د همدغو دظلم د لاسه له خپل خواږه وطنه کډی کړي وی باور وکړو .

څلورم : نړيوالو هم دافغان ولس سره څرنګه  چی یی ويل هغسی  رښتیني مرستی ونه کړی .

پينځم  :دا بايد وويل شي چې تاسو هم د ټولو ناخوالو او فاسدو عناصرو  له مينځه وړلو کې اوچت ګامونه پورته نه کړل .

شپږم : ستاجوړه شوی اداره هم د ملي ښيګڼو پر ځای شخصي، تنظمي ښېګڼؤ ته لمړيتوب ورکوي .

اوم :  دری ګونی قواوی هم هيڅکله د ملت د خلکو پر وړاندی ملي دين ادا نشو کړای او خپله هم غږي یی ونه ساتله .

اتم  : ستا پر شاوخوا راټول شوي مشاورين هم د کفايت او لياقت له مخی ندي په کار ګمارل شوي ټول لټان او پر ځان مينان دي .

زما مشخصی غوښتنی او نظر ټکي:

اتلس کاله وړاندی مجاهدينو ته واک رسيدلې وو، په ذکر شوی موده کې نوموړو ډلو هميشه د ملي ولسي ښيګڼو پر ځای خپلو شخصي، تنظمي  ښيګڼو ته پاملرنه کوله  ، ددوی په دوران کې په ميلونونو خلک جبري کډوالې ته مجبور شول، شهيدان شول، کورونه يي په کنډوالو بدل شول،  ملي اوردو او نور ملي ځواکونه پوه پناه شول ، د ملت عامه شتمني   چوراو غلا شوله.  ددوی په وجود کې همداوس هم د وطن امنيتي حالات  دخرابيدو خواته روان دي.  نړيوال هم کوښښ کوي چې له افغانستان څخه خپلی پښی سپکې کړي . د عام ولس وژل دوام لري  تروريزم ، اداري فساد، رشوت او واسطی  کول خپلی اخريني مرحلی ته رسيدلي،  او په دی لاره کې ستا ادراه هم څه نشي کولای  يانی د کنټرول څخه عاجزه ده.   ځکه په دی کې بهرني او کورنی مافيا لاس  بری  لري .

دولس باور او اعتماد هم له دولت سره کمرنګې  او ناهلی شوی   دی..

تاسو هم د  موجوده ستونزو حلول د موجوده جهادي رهبرانو په وجود کې خلاصه کوی،  لاکين ددی ټولو ستونزو اصلي لاملين همدوي دي  تاسو په ناروغانود  ناروغانو درملنه کوی.  دمثال په توګه  په روان کال کې ستا د غوښتني له مخی د سولې عالي لويه غونډه پلازمینی کابل ته راوبلل شوه.  په دی ناسته کې  بهرنيو ميلمنو ته هم بلنه ورکول شوی وه،  لاکين تاسو دکوم مصلحت له مخی  بيا ددی باعزمته غونډی مشري و هغه  چاته وسپارله  چې اصلا دوی ددی پروګرام سره مخالف وه او دي.  دوی په ښکاره ددی غونډی  د مخالفت غږ پورته کړو ، همدا تيره ورځ  په ښکاره ډول د داکټر عبدالله عبدالله  له خوا دسولی دعالي شورا پر جوړيدو خپله بی باوري او ملنډی ووهلې. د نوموړي او پخواني جمهورريس برهان الدين  رباني ترمينځ کوم توپير شته ؟ تاسو اوس هم کوښښ کوی چې دسولی د عالي شوراد مسوليت دنده د همغو جنګسالارو رهبرانو څخه  جوړه کړی . دا ټولی ستونزی د چا لخوا را ولاړی شوي دي؟

  زما له نظره تر څو چې تاسو د تنظيمونو د رهبرانو له منګلو ځان خلاص نکړی  او واک ملي وطنپرستو پاکو شخصيتونو ته ونه سپاری په اداره کې  بنيادي بدلون رانه ولی نه به  تل پاته سوله راشي نه به فساد ورک شي اونه به ولس ارام شی او نه به ولس ته  هغه څه ورکړل شي چې تا ورسره وعدی کړی وی  .

 

هلمند شيرزاد  

مالمو سويډن

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت