عبدالباری عارض

 

د لیلی دښته

 

دلیلی د ښته په وینو د ا فریا د پکښی دچا دی؟

دا دویر نغمی چی وای په زړه خوږ بلبل دچا دی؟

ځمکی وکړل بخـــــــــملو نه لاری وښند ل ګلو نه

ای غا فله ژر را پا څه داسوررنګ شهید دچا دی؟

دا د ظلم نښه ګوره طا لبا ن تری قـــــربانی سو ل

دفرعون طا غوتی جال دی پکښی بند مرغه دچادی؟

د ا فغا ن ښکلی لیلی شونډی  سری بنګړی په لیچو

ستا په غیــــږ کی سورګلــــــــګون کفــــن دچا دی؟

د پرد یو غلا ما ن دی ؛سرترپا یه عیا شــــــا ن دی

ای ما لکه ته به څه کړی د قتلو ذ می د چـــــا دی؟

ویرانی بد لمنی کړی سرقتو نه فر یبکار ی کړی

د کونډ و شما ر ډیر سو دا ژړان یتیم دچــــــا دی؟

ای نا مرده پهلوا نه  بی همته او نا ځــــــوا نه  

میلمه وژنی په خپل کورکی دا خونکاراولاد دچادی؟

افغان کله نا مردی کړی یا تیری بی نا موسی کړی

ای افغا نه ورته ګوره دا نا اهله زوی دچـــــــا دی؟

د وطن ناوی مه ژا ړه لاسونه سره کړه امیل په غاړه

عارض چغی اوناری کړی ؛ داغیرتمند میړه دچا دی؟

            

وصال

 

په لیدلو دخپل یار غنچه غنچه سومَ

 سلام او په کلام  خوله خوله سوم

همیشه چی می دفراق اوښکی تویولی

اوس چی وقت دی د وصال لمبه لمبه سوم

ډیر وختونه انتظار په شپه او ورځ وم

خو چی راغی زړه لوګی ایره ایره سوم

زړه می پاک د اب په شان سمندری سوم

 په بحری طوفان زه خوار څپه څپه سوم

کوم بڅرکی چی ته وینی زما دزړه دی

په هوا کی نڅیدم شاوخواپیکه پیکه سوم

چی د خضر پیالی راکړی حیاتی دی

ژوند په نوی شکل پیل اشعه اشعه سوم

حال می تاته ښه معلوم دی حاجت نسته

خُم اود مینا څخه روان قطره قطره سوم

په زړه کی پټ لکه انار خون جګریم

چی   کارد راغی پر ګردن دانه دانه سوم

د دوو سترګو په محراب کی یی تاثیر دی

چی نظر کړی زما پر خوا زره زره سوم

د ښکلا تعریف یی نسته یار معلوم دی

چی نظر یی کړ پرما زره زره سوم

چی یی لاس د شفقت را باندی کښیښود

زه د شرمه او حیا اوبه اوبه سوم

یار می سترګی تورول رانجه چپه سول

ځان می تیر کړ تر اونګ رانجه رانجه سوم

عارض نسی هیرولای ستا یا دونه

په هریاد دی زه ناتوان پارچه پارچه سوم

 

 

 


بالا
 
بازگشت