لطیف بهاند

 

دوه غزلې

يو زما بل دشاعر

 

د غوغا تصوير

 

 

گرځي  مې خيالونو کې د چا تصوير

ډېر راته اشنا،دا نا اشنا تصوير

څومره چې اوږدېږي،دغه توره شپه

هومره زړگى غواړي دسبا تصوير

ستا له دې ادا نه دې لږ پور کاندې

څوک که کله باسي د رڼا تصوير

جوړ ترې نه غزل د مينانو شي

مروړمه چې تورو کې د تا تصوير

ستا د شونډو څک مې چې تر شونډو شو

نور رانه هير شوى د مينا تصوير

شونډې د خوبانو ځکه زبيښمه

گوندې را نه هير شي د بلا تصوير

زړه کې يو باغي مې کينولى دى

غواړم چې  تصوير کړي د غوغا تصوير

 

 

+++++++++++++

 

 

او دا  هم زما د خوښې يو ښکلی غزل

د غوره شاعر سيلمان لايق يو غوره غزل

 

 

 

زه ناگار  روان وم، ناڅاپى خندا يې وويشتم

تندر د اسمان شوه، په خوني برېښنايې وويشتم

ما نه وو لوټ کړي، د ښايست د بازارونو،  زر

دا د ښکار  لېواله وه، سلا بلا يې وويشتم

زه خو ادم نه وم، چې هر څه درخو درخو ويني

تش د يو نظر په گذري خطا يې وويشتم

ما د رڼا گواښ لا نه وه کړى ترږميو ته

تور گريوان يې پرانست، د سپېدو رڼا يې وويشتم

سترگو يې  رسا زما د زړه برجونه  نښه کړل

زه يې په غلا  نه، د سپېڅلتيا په دا يې وويشتم

څو که د تقوا په جامو ځان پېچلى گرځمه

گوره لنډه غرو ته، چې څه  رسوا يې وويشتم

اوس د لايق سر، د سودايي خيالونو شهر دى

وپوښتئ بربنډيې، چې په څه گناه يې وويشتم

 

دلايق له يو ناخپور شوي جونگ نه

 


بالا
 
بازگشت