عمر ننګیار

 

ډاكټرصاحب

ليكوال عمرننګيار-مسكو

څوكاله مې نه وٌ ليدلى،پته يي رانه وركه وه خودومره پوهيدم چې زموږ په څيربه چيرته مهاجرشوىوى.غر په غرنه ورځى خوبنيادم په بنيادم يوورځ نه يوه ورځ ورځى،نوځكه مې يوه ورځ ناببره انورشاه خپل كوم انډيوال سره په مخه راغى سره غاړه وتو ښه تودروغبړموسره وكړبيايي خپل انډيوال راوپيژند-

ډاكټرصاحب....

اوبياهغه ته يي زه وروپيژندم:

ډاكټرصاحب....

زه حيران پاتي شوم دځانه سره مې وويل ځه هغه خوبه ډاكټروي نوماته دى خيروي،زه بياڅنګه ډاكټرشوم؟زه په همدى چرت كې تللى وم چې انورشاه دانډيوال غږبيرته ځان ته راستون كړم ډاكټر صاحب ډيرزيات خوښ شوم چې تاسى سره مې وپيژندل بيابه سره خامخاګوروخداى په امان.

بيايي په انورشاه غږوكړ:

ډاكترصاحب انورشاه!ډاكټرصاحب سره وغږيږه چې كله به سره كينو.

انورشه ځواب وركړ:

ښه ده ډاكټرصاحب بيابه احوال دركړم.

ډاكټرصاحب لاړ اومونږډاكټران سره پاتي شوديوبل احوال نه موځان خبركړپه همدى كې وٌ چې محمدګل هلته په وطن كې داستخدام دشعبي ملازم سره مووليدل همداچې سترګى يي په ماولګيدلې راستون شوپه ډيره مينه يي روغبړراسره وكړ،ظاهرې داسې ښكاريده چې ژونديي غوړاوګامونه يي درانده دي انورشاه چې مسكى مسكى كيده رانه يي تپوس وكړ:

-ډاكټرصاحب محمدګل پيژنۍ؟!

ماپه قراره وويل ډاكټرصاحب محمدګل؟!

محمدګل زما په حيرانتيا وپوهيده ژريي خبره خپله كړه اوويويلي:

صاحبه دلته دارواج دى،خيرخوښ شوم چې ومې ليدي بيابه دخيره سره وګورو،دامې ويزيت كارت دخداى په امان.

ويزيت كارت ته مې نظرواچوه ومې لوستل ډاكټرمحمد ګل.....چرت كې لاړم دانورشاه غږمې دچرت لړى راوشلوله:

څنګه چرت كې لاړې؟!

ځواب مې وركړ:

هسى،داچرت مې وهه چې دلته دډاكټرنه ښكته هم څوك شته؟!هغه راته په سړه سينه ځواب راكړ:

ګرانه پدې متمدن وطن كې څوك دډاكټرنه ښكته نه پاتي كيږي څوك په تاوان اوڅوك بياخوشې وړياډاكټركيږي.

ماورنه بياتپوس وكړ:

-نوبيايي خوشي څنګه؟!

كټ كټ په خنداشواوبيايي وويل:

نه دي دې اوريدلې چې ويل شوي ته ماته لالاووايه زه به تاته ګل لالا هغه دى دواړه به شولالا.

بيايي خپلوخبروته دوام وركړ:

-         انډيواله دلته څوك دچادډاكټرى دسندپوښتنه نه كوي ځكه داصلې اونقلې ډاكټرانوپيژندل ګران كاردي،دې خبروپسي مه ګرځه كه غواړې ډاكټرشې هرڅوك دى چې په مخه راغى ورته ډاكټرصاحب وايه هغه بياخامخاتاته ډاكټروايي،هغه دي چې چاپيريال كې نورياديږي په ډاكټر.

ورته ومې ويل:

بس وپوهيدم ډاكټرصاحب.

هغه په ځواب كې راته وويل:

-         ډيرښه ډاكټرصاحب زه درنه لاړم خامخابه سره ګورودخداى په امان.

-         خداى په امان ډاكټرصاحب.

-          

-         پاي

 


بالا
 
بازگشت