حبيب اله غمخور

د۲۰۱۲ م کال اگست ۲۱ مه

سويډن    دمالمو ښار

 

په سويډن کي دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکزاودوستۍ فرهنگی ټولنودمشرتابه جرگو پيغام

 

دمغز اوقلم دلوي څښتن  په نامه  !

دافغان ادبي ناستې جرګګۍ،اوددې پرتمينی اوادبي يادغونډې درنو برخه والو!

په زياته خوښۍ موخبر تر لاسه کړ ،چي ستاسو فرهنگی شخصيتونواوادبی ناستي جرگگۍپه زيار او ابتکار دروان ۲۰۱۲ زکال داگست پر ۲۵  دافغانستان دادبي اوسياسی څېرې اولوړ شخصيت مرحوم دڅېړنمل محمد دين  ژواک  د۱۵ تلين په مناسبت  موديوې درنې اوشاندار يادغونډي دجوړېدو بند وبست کړی .

دپښتو ژبي دوتلي  ليکوال ،شاعر ،اديب اوسياستوال  څېړنمل محمددين ژواک  دتلين غونډي  درنو برخه والو!

اجازه راکړئ  ددې پيغام  په مټ  تاسو اوستاسو له لارې ټول افغان ولس دعلم ،فرهنګ او ادب پالندویانو او مينه والو، په ځانګړې توګه ددې درنې غونډي کوربه اوپدې  پر تمينه غونډه کي راټول شويودرنواودقدر وړفرهنگيانو اوفرهنگپالو ته دځان اودلته په سويډن کې دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز اودوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه جرگوتاوده سلامو نه اونېکي هيلي تر تاسوپوري درورسوم .

زموږ دټولنو مشر تابه جرگې ستاسو پدغه فرهنگي لويه تلين غونډکي ځانونه ستاسواغلو او ښاغلوسره  شريک بولي اوددې پرتمينې ادبی يادغونډې کوربانه ووته ددې لوي وطنی کاراوفرهنگی تکل له امله په وطني او افغاني مينه  دمبارکۍ په ويلو سره دلوي خداي له دربارنه ددې غونډي دبريالي پاي ته رسيدواوتاسو ته دلازياتو فرهنگی برياو غوښتنه کوي .

د دې ټکي په پام کې نیولوسره چې دهرعلمي اوفرهنګي شخصیت دکار اوژونددټولواړخونو راسپړل اوڅېړل دداسي غونډوپه کچه یوڅه ستونزمن کاردي . دغې موخې ته رسېدل پراخ  څېړنيزکاراومختلفوسمينارونو اوڅېړن غونډوته اړتيا لري  . موږ په دې باورلرو چې پدې درنه روانه  علمي او ادبی غونډه کي به  تاسود استاد محمد دين ژواک دعلمی اوادبي هڅواوسياسي چوپړدکار او ژوندیوشمېرنوي اړخونه روښانه اوراوسپړۍ . ځکه ارواښا د څېړنمل محمددين ژواک  دیوبشپړ علمي  اوفرهنگی مکتب دهستونکی په څيردخپل ژوندپه ((۸۱ ))کلنه موده کې دپښتوژبې اوادب دپراختيااودغه راز  دملي سیاست دروښانتياپه لارکې  ډېرزيار ايستۍ ،په خپلو ليکنو اوقلمی هستونوکښي ئي دژبې اوافغان ولس سره مينه انځورکړېده .هغه نه يوازي پښتوژبې بلکئ دری ژبې ته هم دخپل توان تربريده خدمت کړی اوپدې ژبه ئي هم اثارليکلي چې دبېلگې په توگه ئې په دری ژبه دده دشعرونه يوه ټولگه د((شمع فروزان)) په نامه  يادولاي سو.

مرحوم ژواک د پښتو ژبې د ودې لپاره ډیري  لاسته راوړنې لري ، او په ډیرو علمي سیمینارونو ، ادبي او فرهنګي غونډو اوکنفرانسونوکښي ئې د هیواد په د ننه اوله هيوادنه  بهرفعاله ونډه اخیستې .

مرحوم ژواک په هکله زموږ دهيوادډيروليکوالودی دخپل هیواد د طبیعي او ټولنیز چاپیریال محصول بللۍ  اودده زیاتره لیکنې ئې دهیوادپیښواوټولنیزو نا خوالوانعکاس اودهغوي سره مبارزې ته وقف گڼلي اوڅرگنده کړې ئې ده چي  ښاغلی ژواک یومهربان ،متواضع ، زړه سواندې اودپراخې حوصلی خاوند انسان و. ده له خپلو دوستانواویارانوسره ډیره مینه لرله،اوپه ځانګړي توګه ده د ځوانانوداستعدادونو د روزنې او پالنې لپاره ئې زیاته پاملرنه کوله . دده دهمدې علمی زيار اوزحمت په پايله کښي  دته د(څیړنمل) علمي او اکادیمیک لقب ورکړه سو.

دعالی انسانی احساس اوغښتلي  قلم خاوند ارواښادڅېړنمل  محمد دین ژواک په خپلو ټولوليکنو،ويناوو،مقالواو څېړنيزواثاروکښي دیو نامتوادیب ، شاعر، ژورنالیست ، څیړونکی اوسیاست پوه اوددرناوی وړ شخصیت په توګه ځلیدلی .هغه دوېښ زلميانودخواخوږاوپر وطن مينوملي مبارزينوله جملې نه دافغانستان دملي سياسي مبارزينوپه ليکه کښي خپل ځاي لري  .

مرحوم ژواک دادب اوشعرپه برخه کي  دقلم چلولو تر څنگ يومبارز اووتلې څېره وه .  هغه د ژوند په اوږدوكې د افغانانو دروا حقوقو په خاطر مبارزه كړې او په دغه لاره كې يې ډېركړاوونه لوړې ،ژورې اوزحمتونه زغملي اوگاللي دي ،خوژواک صاحب پدې لارکښي په ټول متانت اومېړانه پر مخ روان وو،هيڅکله نه ستړی شوې اونه ئي هم دملت په وړاندي خپل ملي مسولتونه له نظره غورځولي.دژوندتروروستيوشېبوپوري یې خپله پوه ،فزيکي اومعنوي توان اودقلم له څوکيک نه دخپل ولس په وړاندي ديوپرې او صادقانه  چوپړپه خاطر پراخه اونه هېرېدونکې استفاده کړې. داهغه ځانگړتياده چي له بده مرغه په ډيرونوروليکوالواوسياستوالوکښه نه ليدل کيږي ؛همدا داليل دی چي څېړنمل محمددين ژواک دخپل ولس وزړونوته ئي داسي لارپيداکړئ چې هيڅکله به ئې هير نشي، يادې ابدي وي .

مرحوم محمد دین ژواک د ارواښاد غلام محی الدین خان زوی په ((۱۲۹۵)) لمریز کال کې ډنډ ولسوالۍ  د روربات په کلي کې زیږیدلی، لومړنۍ زدکړې یې په خصوصي ډول ترسره کړې، د ځوانۍ په لومړیوکلونو کښي په کندهار کې د دکندهار دښوونې اوروزنې  مستعجل کورس تر لوستو وروسته په(( ۱۳۱۶))ل کال کې د ډنډ ولسوالۍ په ښوونځۍ کې دښوونکی په توگه دنده پيل کړه .ژواک صاحب په (۱۳۱۸) ل کال کې کابل ته ولاړ او هلته په نجات چي اوس داماني لیسې په نوم يادېږي د ادبیاتو دښوونکي په توگه په دنده وګمارل شو. په ((۱۳۲۰)) لمريزکال  پښتو ټولني ته راغی چي اوس دافغانستان دعلومواکاډمی په نوم شهرت لري ،په پښتو ټولنه کي د زيري ادبي جريدې مرستيال سو. بيا يي دپښتو ټولنې  په بېلابېلو څانګوکي دغړي  اومديرپه توګه کار کړی  . مرحوم ژواک په ((۱۳۲۶)) کال کې دوخت د ملي دفاع وزارت د پښتو سرمفتش وټاکل شو.په ((۱۳۳۱)) لمریز کال کې د پښتواوقواعد ود صرف و نحوي د څانګي مدیر شو او په ((۱۳۳))کال کې د ادبیاتو دمد یریت دمدير دنده ور په غاړې شوه. په ( (۱۳۳۴))کال کې د کابل مجلې مسؤل و ټاکل شو ، په (( ۱۳۵۲ ))ل کال کي د زيري دجريدې مدير وچي په خپله خوښه ئې ددولتی رمی ماموريت نه تقاعدواخيست  .

ده په پښتو ټولنه کي د کار تر څنګ له راډيو افغانستان سره هم همکاري درلوده او د راډيو په تعليمي پروګرامونو کي يې برخه اخيسته  د سردار محمد داود د جمهوريت په دوران کي سره له دې چي دی متقاعد و، خو له مطبوعاتو سره يې روابط وو ، او آثار يې چاپېدل .

په کورکښي تريوې لنډې مودې ناستی وروسته دوخت ددولتی چارواکوپه تکرارغوښتنه او وړانديزد ۱۳۵۶ لمريز کال په جريان  کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو پراختيا او پرمختيا په څانګه کي د اجير همکار په حيث مقرر سو .

د ۱۳۵۷ لمريز کال په جوزا کي په رتسمی توگه دپښتو ټولني د تدريساتوعمومي مديرسوخو کله چي دتدريساتو مديريت  لغوه سو دی بيا د مطبوعاتو په کلوپ کي په کار وګومارل سو . څه موده يې دا کار وکړ، بيا وزګار و .

په ۱۳۵۹ لمريز کال د افغانستان د ليکوالو اتحاديې مرستيال وټاکل سو خو هغه مرستيالي تش په نامه وه او تر پايه يې هلته کار ونه کړ او د ۱۳۵۹ له اوايلو نه يې د افغانستان د علومواکاډمي د ژبو اوادبياتو په مرکز کي د اجير علمي همکار په توګه کار کاوه او د شپېتمو کلونو په وروستيو کي يې دا وظيفه هم پرېښوده .د شپېتمو کلونو په جريان کي د کابل له مرکزي اخبارونو(ورځپاڼو او نيزو)،راډيو افغانستان دځوانانوله خپروني، د افغانستان دعلومواکاډمۍ له خپرونو، دهنرمندانو د اتحاديې او دقومونو او قبايلو وزارت له خپرونو سره جوخته همکاري کوله .

ارواښاد ژواک صاحب  په ۱۳۷۲ لمريز کال لکه نورټول پوهان اوعالمان دتورتم په غوړېدوسره جبرأ خپل هغه هيوادچي پرده ترهرچاسگران وودبهرنيودنوکرانوله شامته پرېښوداوپېښورژته ئي کډه وکړه .ژواک هلته هم ارام نه کېناست ،دلته يې هم له ادبيانو، شاعرانو، ادبي جرګو، ټولنو پښتو اکاډمۍ او نورو علمي فرهنګي موسسو سره تګ راتګ درلود، د خپلي خوښي ادبی  پارچې ئې  ليکلې د ځينو ادبي آثارو په باب يې خپلي نظريې او برداشتونه او هم ځينو علمي غونډو ته مقالې ليکلې چي په پېښور کي په افغاني او پېښوري مطبوعاتوکي چاپ سوې.

ژواک صاحب  په پېښور کي تر کال دوه اوسيدو وروسته جرمني ته کډه سو،هغه له جرمنی څخه هم  له ځينو افغاني خپرونوسره قلمی همکاری جاري وساتل اوخپلې ليکنې اوڅېړنيزمطالب ئي هغوي ته دنشرلپاره لېږل .ژواک  د ژوند تر وروستيو شېبو پوري  له قلم او ليکلو سره خپله اړيکه  نه وه شلولې .خدای بخښلی محمدين ژواک  د (۱۹۹۷ )ز کال داګست پر اوولسمه په آلمان کې د زړه د ناروغۍ دورپېښېدوله کبله سترګې له دې پانی دنيانه دابدلپاره  پټي کړې .

د دغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل  اودهغو دآثاروخپرول او ورسره جوخت د هغوي له علمي فیض اوبرکت نه ځانونه اوځوان نسل  برخمن کول زموږ د ټولوفرهنګپالو افغانانو اوفرهنگی ټولنو ملي او انساني دنده بولم .

دپښتوژبي لوي آدب  پوه،پرهيوادمين سياستوال محمددين ژواک دخپل عمرله (( ۸۱ ))کلونوڅخه((  ۶۰ )) کاله گران هيواداودهيوادځوان نسل پوهاوی اوملي چوپړته دهڅونوپه لارکښي مصرف کړی اوخپل شيرين ژوندئي دې لاري ته ته وقف کړی وو . هغه علاقه لرل اوددي لپارئي تلاښ کاوه  چي ځوان نسل پداسی روحيه  وروزل  سی ترڅودده په وينا بايد عالم اوله وطن سره ليونۍ مينه ولري اوهم ديوتل پاتی افغان په توگه دنړی وال پرمختگ له کاروان څخه شاته پاته نشي .

هغۀ په خپلوليکلو اثاروکښي ترموږ  پوري دارارسولې چې يو افغان زلمی بايدپه آدب،کلتور، فرهنگ، ټولنيزو اړيکو، له وطن سره ميني انسان  ته په درناوي اوچوپړکې دسالمې سيالی جوگه وي؛بشري عاطفه ،انسان دوستی اونوع پرستي هيره نکړي .دهغه له نظر يوه هوښياره مور بايدخپل ماشوم  له وړکتوب نه  دوطن اوانسانيت سره دميني په روحيه وروزی.

دگران استادملي،اسلامی اووطنی چوپړ ارزونه اودرناوی زما په دغو نيمگړويادونواوڅوکرښوسره نشي کيداي . متاسفانه دهغه ژوندعلمی اوفرهنگی چوپړډيراړخونه لاتراوسه ندي راسپړل سوی دهغه په ملي هڅواوعلمی زيار په رمزونوباندي  پوهېدل لويو تبصيرو اودکتابونو په کچه ليکنو اوڅېړنوته اړتيا لري .

مرحوم ژواک په خپل لنډ ژوندکې ډير علمی اوڅېړنيزادبی  اثارليکلې اوزموږ دجگړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونوته ئې ديوې علمي اوفرهنگی پانگې په توگه پرې اېښيدي .

ژواک صاحب يوله هغو سياست والوڅخه ووچي نه يوازي ئې په سياسي ليکنو اومقالوکښي ددولتی فساد، ظلم ، ستم اورشوت سره نه پخلاکېدونکې مبارزه کول بلکي دشعرپه پېيلو جملو اوالفاظوکښې ئي هم دولتي کچه  پدې فسادککړرسواکړي اوغندلی دي .

ژواک  صاحب يوله هغوعلمي،فرهنگی اوسياسي  شخصيتونوڅخه وچي دقومي،ژبني،مذهبی اومنطقوي توپيراو اختلاف ته ئې دکرکې په سترگه کتل .هغه ملي يووالي اوملي تفاهم ته دافغان ولس دنجات دوسيلې په توگه عقيده درلوده اوخپل ولس ئي ملي يووالي ،ملي گټواوملي غرورساتلوته هڅاوه .ځکه خو هغه نه يوازي دمنلی اديب ،غښتلی شاعر اوليکوال بلکې ديو تل پاتي اوافغان ولس ددرناوي وړ سياسي  شخصيت په توگه پاته وي .

مرحوم ژواک  دهیواد پرخپلواکۍ مین انسان په توگه پردې  بشپړه عقیده لرله، چې افغانستان د افغانانو ګډ کوردی اوخپله افغانان  ئې جوړولای شي اودا حق باید هیڅ پردي او باندني ځواک ته ورنکړل شي .

اغلواوښاغلو!

هيله موداده چي پدغه علمي اودرنه يادغونډه کي دښاغلي ژواک صاحب  دفرهنگي او آدبي چوپړ  پر ارزوني  اوددې لوي اديب او شاعر پردرناوۍ سر بېره  دهغوله چاپه پاته اثاروپه هکله دلارو چارو وسنجولو په اړوند گټوري خبری اولازم گامونه اوچت کړۍ  . دابه دټول افغان ولس په ځانگړې توگه دپښتنولپاره دلوي افتخار ځاي وي چي دژواک صاحب  ټول  ناچاپه  اثاراوليکنې راټولي اوچاپ  شي .

ستاسوددې درنې تلين غونډې له تريبون  څخه په استفادي سره په افغانستان کي دولتی  مشرتابه او اړونده چارواکوته ددوي پر ټوله کوڼ تيا اوړوندوالی داوړانديزکووچي :

۱ دکابل ياکندهارپه ښارکی دي يوله علمی يا فرهنگي مرکزونونه اوياکوم واټ دڅېړنمل محمددين ژواک په نامه ونومول شي .

۲ دافغانستان دهمدې نومول سويواړونده چارواکونه په کلکه  غوښتنه کوو چي دپښو ژبې ددې تکړه عالم اولوړ سياسی شخصيت ټول ناچاپه اثار اولېکنې راټولې اودافغانستان دعلومواکاډمی له لاري چاپ شي . ترڅوله يوې خوادمرحوم ژواک دليکنواوڅېړنوعلمی اثارودورکېدو مخه ونيول شي اوله بلې خوادهيوادځوان نسل دعلمی اوادبی څېړونولپاره دغواثاروته  لاس  رسۍ پيدا کړي . ومن الله التوفيق

دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزاودوستۍ فرهنگی ټولنودمشرتابه جرگو په استازيتوب

حبيب اله غمخور

 


بالا
 
بازگشت