معلم عبدالقيوم

 

تاریخ او شننه یې

د چنګاښ ۲۶ د بد مرغیو پیل وو.

څورلسمه برخه:

 د تاریخ او شني د لیکني نتیجه کاشکي داسي نوای سوي.

الف:

    د خپلو لیکنو له لوستونکو څخه بخښنه غواړم که چېري زما د دغي لنډي او معلوماتي"تاریخ او شننه"  د لیکني په اساس را څه زهېر او خفه سوي وي. ډېرو دوستانو  اجازه نه را کول چي زه پر ښاغلي سردار محمد داود خان انتقادي لیکنه وکړم، دوی سردار محمد داود خان مقدس باله. یا ورته مقدس ښکارېدئ. البته له دوی سره به د سردار محمد داود خان  د مقدس والي څه پټ ثبوتونه وه، خو ماته داسي څه پلاس را نه غلل چي د هغه پر مقدس توب ما قانع کړي. زما سره دا ثبوتونه وه چي ووایم سر دار محمد داود خان په افغانستان کي د ورستیو ټولو بد مرغیو اصلي(زڼۍ) وو.

     دا ځکه چي افغانستان له هره بابته یو نیستمند هیواد وو، ځوان نسل تازه د یوې نیم بندي د موکراسۍ بوی احساس کاوه، ځوانسل کوښښ کاوه ځانونه د دموکراسۍ په فضأ کی خپلو خلګو ته ځانونه ښکاره کړي. د هیواد په ښارونو کي میشتو منورینو( مشرانو او ځوانانو) له سیاست سره علاقه پیدا کړې وه، جمعیتونه، ګوندونه او سازمانو چي په هیواد کي یوه نوې خبره وه یو په بل پسي صحنې ته را وتل. دوی د حکومت پر نیمګر تیاو باندي د نیوکو روحیه په ولسونو کي  را ژوندئ کول، د پوهنتون، مکتبونو، مدرسو شاکردانو او کارخانو کاریګرانو به کله نا کله د خپلو صنفي غوښتنو د لاسته را وړلو له پاره، بیله جنګ او جګړو څخه یوه نیمه میټنګونه او مظاهرې کولې. چي دا شان کړني د شلمي پېړي په دوهمه نیماي کښي یو نړیوال عرف ګرځېدلۍ وو.

    تر هغه وخته چي سردار محمد داود خان د خپلي شخصي تکبر او عقدې د تر سره کولو په خاطر په نظامي عمل(د ۱۳۵۲کال د چنګاښ ۲۶کودتا) لاس نه وو پوري کړئ، د شاهي نظام په وړاندي کوم بل جمعیت، ګوند او سازمان سلاح ته لاس نه وو اچولۍ. دغه رنګ بهرنيو هیوادونو زموږ په هیواد کي لڅه لاس وهنه نه کول. دا ځکه چي بهرني لاس پوڅي لږ او د دولت په وړاندي د مقابلې جرأت یې نه لاره. په ژور خفګان سره سردار محمد داود خان په هیواد کي د فکر کوونکو ځوانانو بېړۍ پر مخته ته پرې نښول او چپه  یې کړه څه یوشمیر ځوانان یې ونیول، ویې وژل او څه د ده له ډاره  بهر ته وتښتېده د پردویو په دام کی و لوېده، له هغه تاریخه په هیواد کي د اور بڅرکي شندل کېده را شروع سوه. په هیواد کي پاته نور جمعیتونه، ګوندونه، سازمانونه، چي د سردار محمد داود خان د جزأ د قانون په اساس باید له فعالیته لوېدلي وای،  هغسي و نسول بلکي ټولو نیم لڅ نیم ښکاره فعالیتونه کول، نه داچي هغوی کمزوري نسول بلکي تر پخوا یې و ګوندونو ته د جلب او جذب پروسه کړندی سوه.

   په هیواد کي د هیواد د ساتني او کنترول ټول اختیار او امکانات د سردار محمد داود خان په واک کي وه. دفاعي، امنیتي او کشفي اورګانونه لکه: د کورنیو چارو وزارت، ریاست جنايې،کشف، ضبط حوالات اوفوځي کشفي ادارې. پوښتنه داده چي دغو امنیتي او کشفي ادارو وه سردار محمد داود خان ته د هیواد له وضعیته څخه څه شان معلومات ورکاوه؟  سردار محمد داود خان د کومو معلوماتو په اساس تصامیم نیول؟ تر اوسه دې پوښتنو ته د سردار محمد داود خان پلويانو جواب نه دئ ویلئ.

    دا ښکاره خبره وه چي سر دار محمد داود یو له هغو کسانو څخه وو چي په دوهم درجه مقام لرلو کي نه قانع کېدئ دا یې ښه ګڼل په یوه کلي کي وي خو مشر دي وينه د هیواد دوهم کس. ( دا تکلیف عبدالرحمن خان او تر هغه را ورسته ټولو پاچهانو لاره). دا سي ډېر علایم او شواهد سته چي سر دار داود له ځوانۍ څخه د پادشاهۍ د نیول هوا په سر کي لرل.  د فراه د لوی حاکم محمد کریم خان د کورنۍ په وینا، څه وخت چي محمد داود خان د صدراعظم محمد هاشم خان له لوري د کندهار نایب الحکومهء وټاکل سو،  سردار داود خان د فراه حاکم عالی محمد کریم ته سپارښتنه کوي چي په فراه او منطقه کي د سردار داود په ګټه داسي تبلغات وکړي چي سردار داود د پاچهي کولو وړتیا لري. د فراه  لوی حاکم یې غوښتنه و نه منل، نو لوی حاکم محمد کریم خان په څو ورځو کي له وظیفې څخه لېري کړل سو، بې د لیله ډېرو کلونو له پاره زنداني هم سو.    

      د سردارمحمد داود خان د پټو تلاښونو نتیجه د چنګاښ ۲۶  د ۱۳۵۲ کال را ووتل  د خپل زړه ارمان پوره کولو ته ورسېدئ،  جمهوریت یې له پورته څخه پر ولس حاکم کړ، په افغانستان کي یې دموکراسي بدنامه کړه، د تیر په شان یې یو  سخت استبدادي رژیم بیا خلګو ته ور یاد کړ. رئیس جمهور  سردار محمد داود خان او صدر اعظم سردار محمد داود خان یو له بله مځکه تر آسمانه توپېر لاره.  د ولس په ذهنیت کي چي کوم سر دار محمد داود خان د خپل صدارت د چوکۍ پر وخت د ځان په ګټه ډېر تبلغات کړی وو، دغه رنګه یې د هیواد په اقتصادي پر مختیا کي څو قدمونه اوچت کړي وه. خو د ریاست جمهورۍ له چوکۍ نیولو سره یې ټول هغه څه چي  ګټلي یې وه  هغه له لاس ورکړه، د خپلي لومړۍ وینا(خطاب به مردم) مطابق عمل یې نه کاوه،  سردار محمد داود خان سخت عقده مند او کسات اخیستونکی وو او سو. په هیواد کي تبلغاتي وسیلې (اخبار او راډیو) کمزوري د دولت په واک او سانسور کي وه، له بیچاره ولس سره هیڅ هم نه وه. 

 

 

++++++

دېرلسمه برخه:

    سر دار محمد داود خانتر څلور کلني مارشا الله( دکتاتورۍ) چلولو وروسته لویه(چرګه) جرگه را وبلل،  جرګه د دوو مقاصدو ( د اساسي قانون تصویب او د ريئس جمهور انتخاب) له پاره را غښتل سوې وه. موږ تاسو ته معلومه ده په داسي جرگو کي چي دولتونه یې جوړوي دولس نقش او رول نه وي. هغه وخت هم ټولي معاملې د اوس په شان په دروغو پر مخ وړل کېدې ". د دولت لخوا د خلګو د خبر تیا له پاره یوه ورځ ترغرمي ورسته په کم تېراژ اخبار بازار ته را ووت چي په هغه کي د اساسي قانون مسوده چاپ سوې وه. شمارې یې هم محدودي وي. باورنه لرم چي ولس دي هغه لوستۍ وي حتی د لوې جرگي پوره اکثزیت غړو قانون ساسي نه وو لوستۍ،  د جرگي شل فیصدغړي نه پوهیده چي د څه له پاره را غونډ سوي دي.  ۳۰٪ غړو سواد نه لاره.

   کله چي سردارداودخان د یوې فرمایشي جرگې ته حاضر سو، د یوې جوړي سناریو له مخکي یې وویل: زه دغه ریاست( جمهوري) نه کوم، تاسو یو بل کس وټاکی. د جرگې غړو ټنگار وکړه د جمهوري ریاست مسؤلیت قبول کړي، بیا نو سردار محمد داود خان وویل زه دا مسؤلیت هغه وخت قبلوم چي تاسي زما شرطونه تاسو منی.. .. .. . د لته په مجلس کي یو شمېر ناستو.. . ډوډۍ خورو خلگو سردار محمد داود خان خبرو ته پرې نښود، چي څه به یې ویل؟ ډوډۍ خورو نارې کړې ستا هر شرط منو صاحبه. خبره خلاصه سول، دا معلومه نه سول چي سردار داود خان څه غوښتل ووایې. سردار محمد ادود خان رئیس جمهور وو او رئیس جمهور سو. بل د جرگې ناوړه فیصله داوه چي په قانون کي د مطبوعاتو آزادي مطلق نفي کړل سوې وه. د دروگونو قواو تفکيک پکښي سم نسوای کیدای. یو حزبې سیستم چي هغه هم د سردار محمد داودخان حزب به وي سیاست او سياسي فعالیت کولاې سي. څو نه دغه پریکړي د بشري او الهي قوانینو سره برابري وې ؟ د هیڅ گډونوال وجدان د دي مادې پر تائید و نه لړزېدئ، ولي؟ بل دریاست چوکۍ له پاره  یو کا ندید وو بله مورنه وه لنگه سوې، یوازي سردارمحمد داود خان وو او بس. څنګه چي داود خان له جرگې څخه  راووت د جزأ قانون نافذ کړی ټول سياسي فعالیتونه یې غیري قانوني وبلل.

هرڅه یې د خپلۍ شاهي کورنۍ او پلارميراث بلی. سره ددي ټولوکمبودیو اونيمگړتیاوو، بیاهم د افغانستان دخلق دموکراتیک گوند د داودخان حکومت نسبت د ظاهرخان پاچهۍ ته یومترقي حکومت بلی، دا ځکه په اقتصادي برخه کي یې څه قدمونه پورته کول، پدې اساس خلقیانو د سردار محمد  داود خان دحکومت مخالف عمل نه کاوه. د افغانستان د خلق دموکراتیک گوند(خلق او پرچم ) د واړو په خاص ډول خلقیانو چي له داود خان سره په حاکميت کي شریک نه وه، خو بیا یې هم د سردارمحمد داود خان جمهوري سلطنت، ترشاهي نظام مترقي او ښه بلی. خلقي بخش د سردارمحمد داود خان د حکومت د پالیسی مخالف نه وه. حتی همدغه خلقیان یوازنی قوت وو چي د جمهوریت څخه یې ساتنه کول د خلقیانو مشر تابه پوهېدل په دې چي د لیوني سردارمحمد داود سره باید په احتیاط ژوند وسي او سردار محمد داود خان پرېښول سي چي کومه برنامه (خطاب به مردم) په سمه توگه عملي کړي. اما کله چي خلقي رهبرۍ ته  دا ثابت سول سردار محمد داود خان پلان لري ټول مترقي شخصیتونه او مترقي سازمانونه یو په بل پسي د منځه وړي او غواړي وطن د مړو خالي کړي، نو دوی د سردار محمد داود خان د حملو څخه د خپل ګوند د ساتني په غرض په پوځ (اردو)کي د نظامي سازمان جوړېدل را پیل کړه.  تر هغو چي  سردار محمد داود خان سور شهزاده او د شورویانو په حلقه کي وو، د چپو سازمانو شوروي طرفدار  سازمانوسره یې غرض نه کاوه، یا د هغوی نوبت لانه وو را رسیدلۍ. لیوني سردارمحمد داودخان چي  د خپلو اجدادو څخه زده کړي وه هغوی پر خپل وخت څنگه دا وطن له مړوخالي کاوه؟. تیرو اجدادو یې لکه: دوست محمد خان ،  مستبد وطن فروش امیرعبدالرحمن خان، زنگبازحبیب الله خان، غدار نادرخان او عیاش محمدظاهرخان ته انگریزانو ور زده کړي وو،  چي په څو کلونو کي یوځل باید خانه ټکاني و کړي. دی هم باید  د خپلونيکونو په شان د هغوی پرپلونو قدمونه کښیږدي، باید دغه ناروا لاره تعقیب کړي.

"ویني تویول نه پټیږي او فتنه اچول په پای کي رسواکېږي " کلیله او دمنه ص ۱۰۲.

 د سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ د وژل کیدو غمجنه پېښه پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ په خپل اثر" د ثورکودتا او د هغي ژوري پایلې" چي په ۲۰۱۰م کال یا۱۳۸۹هجري کي له چاپه راوتې دئ هلته په ۷۵صفحه کې د سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ د وژولو داستان خلاف د نور ټولو ادعاگانو چي کېږي اصلي کیسه داسی لیکي:" د یوه بل راوي په حواله، چي نه غواړي نوم یې واخستل شې، ښځي او ماشومان په اصلي کوټه کې او نارېنه د ناستي په کوټه یاهال کې وو. پریکړه شوې وه، چي هیڅوک به ژوندی نه تسليمیږي. د دغې فیصلې له مخې ویس دمحمد داود زوی د سهار په مهال د ښځو کوټې ته ننوت، په کلاشنکوف سره یې اول په خپلي ښځي، بیا په خپلوماشومانو، مور او نورو ډزې وکړې او په اخر کې یې خپل ځان وواژه. شنکۍ، د محمد داود لورهم ځان په خپله وواژه "  بلې همداسي یو بل کس  ښاغلی غوث الدین فایق هم دغي تراژدی ته په لنډ ډول دغسي اشاره کړې ده لکه ډاکتر محمد حسن کاکړ چي لیکلې ده. نور بیا

 

++++

د وولسمه برخه:

    بیا به یو څه به په تاریخ کي شا ته ولاړ سو، چي دا درې د اکا زامن لږ نور هم و پېږنو هغه وخت چي محمد ظاهر خان د خپل پلار محمد نادر خان اساسي قانون فسخ کړ، په عوض یې نوی اساسي قانون ترتیب کړ، په دې اساسي قانون کي یې د سردار محمد داود خان د مهار کولو په خاطر په اساسي قانون کي دا ماده راوړل چي د سلطنتي کورنۍ غړي حکومت نه سي جوړولای،مانا صدارت به د شاهي کورنۍ د غړو به غیر د ملت د افرادو څخه یو کس دې مقام ته ټاکل کیږي. څونه ښه،په ډېر خفگان سره په دغه قانون کي بیا پاچا بې مسؤلیته(واجب الاحترام) د مملکت د ټولو قوواو څخه د زیات صلاحیت څښتن بلل سوۍ وو. حال دا چي د اسلام د قانون له نظره هر څومره چي د یوه شخص صلاحیت ډېرېږي مسؤلیت یې هم ایضافه کېږي. (یوازي وړکی او لیونی مسؤلیت نه لري). د دغه اساسي قانون د روحې په اساس د احزابو د جواز یوه اصولنامه هم ومنل سوه. د هغې اصول نامي له برکته يو شمیر سیاسي سازمانو او اخبارونو په ښکاره خپل فعالیتونه شروع کړه.....

    د خواشینۍ ځای دئ چي دغو درو ( محمد ظاهر، سردار محمد داود او سردار نعیم)  د کاکا زامنو هیڅ  کله هم قانون ته په درنه سترگه نه دي کتلي د دوی تر منځ د کورنۍ موافقې وروسته یې هغه قانون  لوی جرگي ته وړاندي کړه چي لوی جرگي و مانه، خو دوی  خپله هغه قانون ته  په درنه سترگه نه کتل خپله یې د اساسي قانون خلاف کړني سر ته رسولې د مثال په توگه:  د اساسي قانون تر تصویب او انفاذ لږ وروسته یې د صدارت چوکي د سلطنتي کورنۍ غړي سردار محمد داود خان ته ورکړه.

    سردار محمد داود خان د خپل صدارت په شروع کي یو ځل په کندهار کي په ډله اېزه توگه د ولسي خلگو په وینو لاسونه رنگ کړه. د سردار محمد داود خان د صدارت په دوره کي چي د ښځو مخ لڅی اعلان سو، نو په کندهار کي د وخت والي محمد صدیق خان وزېري د کندهار د ښار مخورو او دولتي مامورینو ته په یوه د ولتي میلمستیا کي د گډون بلنه ورکړه، په بلنلیک کي یې دا خبره ورسره ایضافه کړي وه چي هر څوک مجبور دئ میلمستیا ته د خپلي میر مني سره چي مخ یې لڅ وي راسي. دا غوښتنه پر یو شمیر مخورو او مامورینو ښه ونه لگېده، یو شمېر مخورو عام خلگ را و پارول په سبا یې په ښار کي مظاهره را ووتل. مظاهره چیانو د کندهار سینما ته اور وا چاوه  په ښار کي یوه گډوډي جوړه سوه. صدر اعظم داود خان له موضوع خبر سو، امر یې وکړه چي په کندهار کي دي حکومت عسکري سي، مظاهر چان دي سخت و ټکول سي او والي دي کابل ته راسي.

    جنرال خان محمد خان په کندهار کي د فوځ مشري کول، د مظاهرو د مخنیوي په خاطر یې یو ډېر شمیر عسکر ښارته را وایستل په نتیجه کي پر مظاهره چیانو باندي یې شلیکونه وکړه ډېر شمیر خلگ و نیول سوه، زخمي سوه او ډېر شمیر مړه سوه. ښاغلي محمد نادر ایوبي په خپل اثر" پاچهانو څه کول" په ۵۹۴ صفحه کي لیکي(( ددې پېښي څخه څو ورځي وروسته زه له کابل څخه کندهار ته ولاړم. مرحوم ډاکتر آدم خان "درمل" چي زما اشنای وو، له هغه څخه مي په خصوصي ډول پوښتنه وکړه چي د کندهار د مظاهره چیانو څخه به څو تفر په هلاکت رسېدلي وي؟ ډا کتر آدم خان چي په دغه وخت کي د کندهار د قول اردو عسکري سر طبیب وو، ما ته په جواب کي وویل چي: جنرال خان محمد خان تر مظاهرې وروسته ما ته امر وکړ، چي ورسه هغه کسان چي په هلاکت رسېدلي دي په یو ځای کي ښخ کړه او د ټپیانو معالجه دي وسي، زه  ورغلم تر اووه سوه(۷۰۰) یو څه زیات په هلاکت رسېدلي وه زما (د دې کتاب لیکونکي) محض اووه سوه په یادي او ایضافه یې را څخه هېر سویدي. آدم خان درمل وویل چي ټول مو د عسکري ټرکونو په زریعه انتقال او د ښار بهر مو ښخ کړه........... په کندهار کي د حکومت له بېري هیڅ چا د خپلو مړو بحث هم په علني ډول نسوای کولای چي څه سول.... ))  

    بل روایت، دغه درې واړه د کاکا زامن برابر وه.  یو وخت چي د کابل د آنیس ورځپاڼي مؤسیس او د (بحران نجات) د کتاب لیکونکی غلام محی الدین آنیس نا جوړه وو، ډاکتر پوښتنه ور څخه وکړه چي صحت دي څنگه دی؟  غلام محی الدین آنیس ورته په جواب کي وویل:اوس ښه یم، هغه میکروب چي زه یې ناجوړه کړی وم وژل سوی دئ( د آنیس مطلب د پاچا د پلار محمد نادر خان د وژلو څخه وو). دا خبر و محمد ظاهر شاه ته ورسېدئ.  بیله د محکمې له حکمه ظاهر شاه غلام محی الدین آنیس په کلو کلو تر هغه وخته بندي و ساتۍ چي نور یې د کار او خبرو توان نه لاره. علما واي: عقل هغه عامل دی چي د طبعیت پر ښکلا او تنظیم حاکم دئ ، که پر دې جهان باندي عقل حاکم نه وي او هغه د ټاکلي هدف پرلور بو نه زي، دا تر تیب به څرنگه امکان ولري؟  په وروستیو کي نو په رښتیا سره  سردار محمد داود خان  د خپل عقل په تیاره کي د ارگ د ننه  د خپلۍ کورنۍ مشورو ته یې هم غوږ نه نیوی. نور نو د ژوند اميد ورته پاته نه وو، د کورنۍ غړي یې ځیني بېزارسوه، نور یې وژل یوازنې ښه چاره وه او بس. نور بیا

 

 

----------

یوولسمه برخه:

سردار کبیر سراج د داود خان د کړڼو، ځان غوښتنو په باب داسي یولنډ بیان کوي. داسي لیکي:" تقریباُ څلورنیم کاله د داود خان د جمهوریت تیرسوي وه. چي د فعتاً مو د رادیو د نشراتو له لاري دعبداللیلأ د تقرر هغه هم د رېس جمهور د مرستیال په حیث وا ورېد. د دې خبر تر نشر وروسته  د ستي د نه خوښئ په اظاهر کولو سره سردارسلطان محمود غازي چي دغه وخت رئیس د توریزم او هوائې وو، له وظیفي څخه خپله استعفأ په لیکلې او رسمي ټوگه سردار محمد داود خان ته وا ستول.  دغسي د سردار محمد داود خان  ورو سردارمحمد نعیم خان د خپل کور سامانونه د طرابازخان په څلورلاري کي په یوه دوکان کي د خرڅلاو لپاره کښيښول. کله چي دا خبر و سردار محمد وداود خان ته ورسېدئ،  سر دار محمد داود خان ژر خپل ورور سردار نعیم خان او خپل زامن کور ته وغوښتل. د لته وو چي سردار محمد نعیم خان و سردار محمد  وداود خان ته وويل:

" تر اوسه ما او تا تصميمونه په گډه نیول، خو دا وروستی تصميم دي زما له مشورې به غیرنیولي دئ، یعني دعبداللیلأ مقرري. په دې منظورمي تصیم ونيوې چي له خپلو وریرو سره یوځای افغانستان ترک کړم. " وروسته تر څه گیلو، گذارو او تهدید  فیصله پردې سول چي دوی په کابل کي پاته سي. خو په دغه شپه  د پلار نازولي زوی ويس پر خپل پلار سردار محمد داود خان باندي انتقاد وکئ ورته وئې ويل:

   پلارجانه! تا ډېر عمر ژوند وکړی، نایب الحکمه، وزیر، صدراعظم او بلاخیره رئیس جمهورسوې. ليکن موږ بیچاره گانو چي تازه مکتب خلاص کړی دئ، او اولادونه هم لرو موږ غواړو ژوند وکړو، موږ ته هم اِجازه راکړه چي خارج ته ولاړسو، ستا څخه پيسې نه غواړو. خپله زحمت کاږو خپل ژوند مخته وړو. سر دار محمد داود خان  ډېر په قهر سو په هغسي قهر جنه لهجه یې  آمر وکړۍ چي د کورنۍ ټول غړي به په هفته کي یوځل د جمعې په شپه زما په کورکي راټولېږي. خو د انتقاد او پر سياسي مو ضوعاتو د بحث حق به څوک نلري ".

   د یکتاتور نو لکۍ لري په کور کي هم د یکتاتورسو. ويس د خپل پلار د دې ډول خبرو څخه ډېر خفه وو، تردې بحث یا د پلار تر خشن عکس العمل ښکاره کولو  وروسته یې ماته  وويل :"چي زه او ته (ویس او کبیرسراج ) باید ژرژر سره ووينو ځکه زما عمر ډېر لنډ دئ. ويس زما ملگري وو ماته دغه جریان ووایه.ما تعجب وکړئ او ورته ومي ويل ستا پلار د مملکت رئیس جمهوردئ، په دې قدرت چي هغه یې لري څوک به هغه او د هغه کورنۍ له منځه وړلای سي؟ پلار دي سمبال پوځ لري او يو تعداد ځوانان پر را گرځيدلي دي، حکومت پر وضعه مسلط دئ. ويس د خندا په ډول را ته وويل! د پلار ټول دوستان مي د هغه د ښمنان دي، پلارمي یو د واوري زمری دئ چي له د ننه څخه ويلې سوئ دئ. او علاوه یې کړل چي پلار مي هر ځل وائې چي زه وړونکې یم، خو که وړونکي نه سم هیڅ یو زما د فاميل دي دا ارزو نه کوي چي ژوندی به پاته سي. او که پاته سي ډېري پستۍ او خوارۍ به ويني".

    سردارمحمد داودخان ته خپل اعمال، وژني، د خپلي کورنۍ کړني له ولس سره د هغوی ټولي جفاوي ښه معلومي وې، او ځان يې د ولس په هنداره کي ډېر بدرنگ لېدی، د ولس له قهره سخت بېرېدی، چي خپلي کورنۍ ته داسي واي :"هیڅ یو زما د فامیل دي دا ارزو نه کوي چي زما د پلان تر نا کامېدو وروسته دي یو هم ژوندي پاته سي، او که پاته سي نو ډېري پستۍ او خوارۍ به ویني".

    د سردار محمد داود خان خپل پلان له کورنۍ سره شریک کړی وو. سردار محمد داود خان له ډېر وخته پلان لاره چي په هیواد کښي منور او مبارز خلگ ټول په نوبت سره بندیان او ووژني. ځکه یې خپلې کورنۍ ته  ویل چي زه په خپل پلان کي بریالی کیږم، خو زوی یې "ویس" پو هېدئ چي پلار یې ناکامه کېږي ځکه کبیر سراج ته ویل چي ژر ژر به سره وینو زما عمر لنډ دئ.  

    دې ساده مغرور ځان خو څه چي کورنۍ يې هم پدي باوري کړي وه چي د پاچهۍ ترچپه کیدو وروسته زموږ د کورنۍ د ظالمانه اعمالو په خاطرتاسي ته نور په دې هیواد او خلگو کي ځای نسته، د سردارکبیرسراج او ویس د خبرو څخه سړی پوهیدای سي چي سردارمحمد داود خان د خپلۍ شاهي کورنۍ په منځ کي پردې پلان خبري کړي وي، چي څوک او په کوم شمېر  دی نسي او په څه شمېر وژني، او د ناکامۍ په صورت کي یې د خپلۍ کورنۍ د وژلو او د منځه وړلو خبره هم په د یکتاتورانه شکل منلۍ وه. ځکه ویس ځوان او تر پلار هوښیار وو د دې خطر ناکي لوبي په انجام او حتمي ناکامې پوهیدئ، او د خپل پلار ناکامي یې احساس کول.

    خو سر دار داود خان د خپلو او لادو نظر ته هم اهمیت نه ورکاوه، ځکه ویس وسردارکبیرسراج ته وائې چي :زما ژوند ډېر لنډ دئ. ولي یو زمامدار داسي فکر کوي چي ترده وروسته به د ده د کورنۍ سره د ولس لخوا حتمن بد چلند کیږي؟که زمامدار په خپله زمامداري کي د ولس سر، مال او ناموس ته په درنه سترگه کتلي وي، او خلگو ته يې خدمت کړي وي بیا نو ولي له ولسه دونه نا امیده سي، چي تر ناکامېدو وروسته به يې د کورنۍ سره ناوړه چلند کیږي؟.

    سردار محمد داود خان دا خبره و خپلي کورنۍ ته د ثور تر نظامي پاڅون څخه څو ورځي مخکي کوي سردار کبیر سراج لیکي: "د پنجشنبې ورځ چي د کمونيستي کودتاه ورځ وه. ما د آمريکا له سفیر سره د تینس مسابقه لرل. نظام الدین غازي چي زما نژدې ملگري وو هميشه مو يوځای د تینس لوبه سره کول. هغه ما ته تلیفون وکړئ چي نن کور ته درځم دغرمي ډوډي درسره خورم د هغه ځایه به د تینس د لوبې لپاره د آمريکا سفارت ته سره ولاړ سو. ما پر ۱۲ بجو خپل کور ته ځان را ورساوه، نظام الدین غازي ته انتظار باسم. دادئ د داود خان له کوره تلیفون راغلي چي  د سردار محمد داود خان پیاده کریم خان (ملازم یا چپراسي) راته وويل رهبر( داود خان) امر کوي چي نظام الدین غازي عاجل ارگ ته راواستووه. ما په جواب کي ورته وويل چي نظام الدین غازي تر اوسه زما کورته نه دی را رسيدلۍ. ما ته یې ويلي وه چي پر پښو درځم، شاید په لاره کي وي. موتر پسي واستوه، لاکين زما انتظار ترنن ورځي بې گټي دئ. داسي معلومه سول چي د داود خان موتر نظام الدین دلاري وړې وي." نظام الدین غازي د داود خان د کاکازوی او زوم وو. په آینه افغان مجله کي دا بیان واضح راغلی دئ.  نور بیا

 

 

++++

لسمه برخه:

 دا درې واړه د کاکا زامنو په خاصه توگه( سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان) ټول تصامیم په ارگ کښي دننه (کور کي) نیول بیا یې پیاده کول. دوی وه چي په لوی لاس يې ځانونه او خپله واکداري د پاڼ او پړانگ ترمنځ و د رول. نورد دوی عقل دا حالت نه لېدئ. سردار محمد داود خان د خپل گوند(غورځنگ ملي) او مرکزي کمیټې سره هم پټ پټاني کولې څو په مرکزي کمیټه کي د دوی تر منځ اختلافات زیات سول. سردار محمد داود خان خپل د کاکا زوی له واکه لېري کړل سوي محمد ظاهر شاه ته د خپلي مرکزي کمیټې څخه په پټه (غلا) د دولت له خزانې څخه هره میاشت شل شل زره آمريکائې دالړ ایټالیا ته ور استول، دغه رنگه د ظاهرخان او کورنۍ کومي بانکي دارائی گانو گټه، د ملکيتونه او د هغوی حاصلات یې پوره روم ته وراستول دا ټول د خپل گوند له مشر تابه څخه په پټه. دا د ډاکتردحسن شرق خبره ده چي په خپل کتاب کي یې لیکلې ده.

      پر سردار محمد داود خان باندي سره د غربي هیوادونو د فشارونو، د امریکا نه علاقه، د پاکستان لخوا ورته ښکاره تهدیدونه وه، چي سر دار محمد داود خان یې له تحلیل څخه عاجز کړ. بل خوا ته د شوروي ورته په یوه لاس کي کوتک او بل لاس کي(کلچه) مرستي، لڅي او پټي لاس وهني، د پرچمیانو او حسن شرق حرکات او تحریکات، د مذهبي، ستمي، سیکتارستي ډلو تحریکات دغه رنگه د پاکستان لخوا د اخوانیانو ټرینینگ، ملاتړ او د هیواد پر یو شمیر ولسوالیو باندي د هغوی حملې، د لته  د کورد ننه په دولت کي د خپلو کودتا چيانو ملگرو خفگان، د هغوی ځیني لیری والی او مایؤسي خاصتا  بیا د پرچم لیریوالي کوم چي داودخان یې تر پاچهی رسولی وو. ورځ تر بلي داود خان نا آرامه کاوه.

 بل لورته په دولت کي د ننه د یو شمیر کړیو په لوی لاس د حکومت د بې اعتبار کولو له پاره د ولس د گټو په خلاف کړني سر ته رسولې مثلاً: په هیواد کي د شپږمو ټولگیو فاریغینو ته مشکلات( کانکور)، په ټول افغانستان کي د غریبو کورنیو د اولادونو پر مخ د اساسي دارالمعلمینونو تړل، د واړه مجلسونه پارلمان او سنأ خوئې وختي لا نړولۍ وه. د جزأ قانون نافذ ول، سياسي حزبونه ړنگول، چا ته د سياسي فعالیت اجازه نه ورکول، پر ریاست جمهوری او یو شمیر نور چوکیو یې خپله خټه واچول او په سلهاو نورمشکلات. سردار محمد داود چي لیوني وو نور ښه لیونی سوو. حسن شرق، پرچم او ډېر ملگری یې له ځانه لیری کړه. د سردار محمد داود خان دغه خپل سريو خپله کورنۍ هم ځیني ناراضه کړه.د سردارمحمد داود خان تر مرگ وروسته یوه ورځ د رورسې او امریکا د دوو جاسوسانو ترمنځ د پټو خبرو پروخت دروسي جاسوس د سوال په جواب کي امریکاي جاسوس د امریکا  د حکومت نظر د سردار محمد داود خان په باب داسي بیان کړئ:" د امر یکا حکومت د داود خان د حکومت په سقوط داسي خاص خفه نه دئ، داود خان یکه تازي کول او په ښکاره زموږ د موکراسې مخالف وو، قانون اساسي یې نافذ کړی په هغه کي یې ستاسي شوروي په شان یو حزبي سیستم تسجیل کړئ.. .. .. په تمسخر سره یې وویل: ښه سو چي داود خان خو ئې په قتل ورساوه".

    سردارمحمد داود خان کورنی او د باندنی استواره، روښانه او ثابت سیاست نه لارل، د جهاني لویو قدرتونو د اهدافو او سیاستونو ترمینځ یې ځان کله یوې خوا او بلي خواته  لیوني، لیوني کاوه، د لویو قدرتونو سره د مناسباتو په توازون ساتلو نه پوهېدئ. کله به د یوه په ښه ږغ و هغه بل ته غړمبیدئ او کله معکوس. دا ځل د شوروي د مخالف لوري په یوه  ساده مسکا سره پر بل مخ سو، هغه وو چي سردارمحمد داود خان په یوه نه ترمخه پلان سوي او جوړسوي پروگرام په عاجله توگه  هرات و لایت ته سفر وکړئ. د لته وو چي سردارمحمد داود خان سخته لویه اشباه او تیر وتنه وکړه هیواد یې له  یوه لوی بهرني بحران سره مخامخ کړه.

   داود خان او بیکاره کابینه یې باید پوهېدلای چي د امریکا  د حکومت نظر خو د شاهي کورنۍ په باب د ډېر پخوا څخه روښانه وو، دوی دا نسوای درک کولای، کیسه داسي وه: په ۱۳۳۴هـ، ش کال کي د امریکا  د جموررئیس مرستیال نیکسن افغانستان ته په رسمي سفر راغلی وو.  نیکسن تر لېدنو او ملاقاتونو وروسته کله چي بېر ته زموږ له هیواده تلی  د مطبوعاتي کنفراس پروخت د خبریال د پوښتني په جواب کي د خپل نماینده په خوله د افغانستان په هکله یوه خبره او پخه خبره  وکړه:" په افغانستان کي نورد پرمختگ استعداد نسته". په رښتیا امریکا  د"نیکسن" ترسفر وروسته د افغانستانه لاس پرسر سوی وو. آمریکا دا شاهي کورنۍ ښه وپېژنده، چي سردار محمد داود هم د دې کورنۍ د بد نې څخه یو فعال خو لیونی وه. کله چي سردارمحمد داود هرات ته ورسیدئ په هرات کي داود خان د لومړي ځل لپاره خوله خلاصه کړه په خپلو خبروکي یې لڅ داسي وویل:"هغه واریداتي عقاید چي نوي وطن ته راوړل سوي دي هغه باید لیري واچول سي.. .. .. " چي د دې خبري څخه یې واضح مطلب د وخت شوروې اتحاد او د ایران دولت  د واړو ته په نژدې سرحدي ښارهرات کي د هغوی په غوږنو کي د یوه بې وخته اذان کول وه، داود خان پدي نه پوهیدئ چي هر څه او هره خبره خپل یومعین ځای او  وخت کي کېږي بې وخته او بې ځایه اذان د سړي سرخوري. زموږ په کلیو کي به خلگو ویل :"چرگ چي بې وخت اذان وکړي باید حلال سي".

     د سردار دغه اعلان شوروي ته د گوت څنډني مانا لرل، او هم د ایران د دولت خبرول وه چي هغه وخت یې په منطقه کي د امریکا د گټو ساتنه کول،  څو د غربي نړۍ پام خپل لوری ته را وگرزوي. له بهر څخه بیر خپل هیواد ته تر راتلو ورورسته بیا په هرات وینا د کور د ننه یې خلقیانو، پرچمیانو او مذهبي بنسټ پالوته هم سیده اخطار ور کونه وه. خو پر سردارمحمد داود خان بیچاره ډېر ناوخته سوئ وو.

   کابل ته په رارسیدو سره یې سمدستي اول قدم کي چي پورته کړ هغه د پرچم څخه د ځان او خپل حکومت خلاصون وو. لومړی یې د پرچم د ډلې لوړ رتبه کسان کوم چي د سردار سره په دولت کي وه لکه: جیلانې باختري، نظرمحمد سکندر، نعمت الله پژواک، له وظیفو لیري کړل. فیض محمدئې له وزات داخله څخه د سرحداتو وزارت ته تبدیل کړئ، سعیدافغانې یې له وظیفي لیري کړئ، پاچاگل وفادارئې سفیر کړ، عبدالحميد محتاط یې سفیر کړ.

     په۱۳۵۵ هجري کال کي د د لوی د میاشتې پر ۲۵ تاریخ یعني د سردارمحمد داود خان د حاکمیت له درې نیمو کلونو وروسته یې بیا یوه ساختگې او نمایشي لویه ډرامه (لویه جرگه) د خپلوحکومتي او استیخباراتي شبکو پرلاس چو ڼولي د خپلي خوښی خلگ او یومعین شمېر باوري لوړ رتبه دولتي مامورین د کابل پولي تخنیک په لیلیه کي ترسخت امنیتي کنترول لاندي سره کښینول، د جرگي د ټولوغړو تماس او ارتباط له د باندي سره قطعه وو. د اساسي قانون مسوده فقط درې ورځي د جرگي تر پرانستلو مخکي په هغو  اخبارو کي نشرسوه کوم چي حکومت ورته د نشر اجازه ورکړې وه. عجب عدالت، عجب قضاوت، عجب حکومت د هیواد اساسي قانون دولس د خبر تیا، مطالعې او نظرورکولو د پاره درې ورځي وخت هغه هم په افغانستان غوندي هیواد کي؟. په دې چي واکدارو موځانونه پښتانه بلل خونه یې پښتوزده وه، نه یې په پښتو څه لوستلای سوای او نه یې کورنۍ له پښتو سره مینه لرل او نه یې پښتو ژبي ته کارکړی دئ ځکه  پښتو ژبه خو ددې کورنۍ پلارنۍ او مورنۍ ژبه نه  وه.

سردارمحمد داود خان بیله دې چي خپل دولت ته یې بله تکيه گاه پیداکړې وي، د وخت د شوروي ځان لیری کړه، دا منا چي سردار محمد داود خان بیله پراشوټ لرلو د طیارې څخه ځان را وغورځاوه. اصلا د داود خان عقل کار نه کاوه خارجي او داخلې دواړو سياستونو یې ناکام وه. نقیصه په سردارمحمد داود خان کي وو، نه خپله پوهیدئ او نه یې د بل خبره او رېدل او نه یې هوښیارڅوک ځانته نژدې لاره. په وطن کي د ننه هغه یوازنی قوت چي د ده حاکميت یې له چپه کیدوڅخه ساتلۍ وو همدغه د شوروي طرفدار سازمانونه يا حزبونه (خلق او پرچم )وه، د پردې شاته هغه د شوروي د کاجي بې پلانونه چا ته لڅ نه وه.

   کله چي سردارمحمد داود خان او حکومتي د ستگاه یې د سیاسیونو په نیولو او وژلو کي مصرف سوه، په هیواد کي نورو سیاسي گروپونو چي تنورگرم ولېد، هر گروپ تر ضرورت اضافه اوړه خیشته کړل خپلي ډوډۍ یې پخولې، ځانونه تقويه کول، د سردار محمد داود خان د قهره  څخه د خلا صون او نجات لاري یې لټولې. د سردار محمد داود له سپیني کودتا څخه په الهام سره ټولو  یوه لنډه لاره دا بلل چي په اُردو او امنیتي او رگانو (فوځ) کي نفوذ وکړي، د ځان او خپلو ډلو په گټه کارته لاس وا چا وه. هرحزب او سازمان خپل د جلب او جذب توجه نظامي افسرانوته ور وا ړول. نور بیا.....

 

 

+++++

نهمه برخه

د یوه پاچا یا د یوه هیواد د مشر کیڼه او شتمني څه شي ده؟ پاک خوی، صداقت، رښتیا، زړه ورتیا، زړه سوی، مهرباني، په کار پوهه او فرمان وړونکتوب دئ. په دغه پورته ذ کرسو صفتونو کي دا صفتونه لکه (پاکي، زړه ورتیا، رښتیا، زړسوی او مهرباني) د یوه مشرد شخصیت تکمیله ونکي اجزاوي دي. امیر، مشر، رئیس جمهور یا پاچا باید داسي وي چي زړه یې د نا پا یه د رېاب غوندي پراخ، د حلم او زغمه څخه ډ ک او د ماغ یې دغره په شان نه لړزېدونکی وي.

سقراط چي مور یې یوه دایي وه، ده به د خپلي مور سره د کوچنیانو په زېږیدو کي مرسته کوله، ویل به یې زه د نفوسو سره مرسته کوم چي و زېږي، یعنی خلگ د پوهي لاره ونیسي او شخصیتونه ور ځیني جوړ سي. بیا هم ده پر خپلي ناپوهۍ اقرار کاوه او ویل به یې (په دې و پوهېدم چي نه پوهېږم).

اول: سردار محمد داود خان یادوم، یوه کس چي په شاهي کورنۍ کي پیدا سوئ او لوی سوئ وي، د ولس د خولو په گټه را لوی سوئ وي، په خپل ژوند کي د ټولو خواریو محفوظ او مصؤن پاته سوئ وي، په ښو ښا دیو کي یې ژوند تېر کړئ وي، په سیاست، پاچهي، حکومتوالي، امرچللو کي له کوچنیوالي څخه پوره برخمن وي، هیڅ کوم تهدید ورته متوجې نه وي نو دا سي یو کس بیا د کوم مجبوریت له مخي را پا څېږي د خپلي کورنۍ(خپلي پاچهۍ) په خلاف سلاح پورته کوي او کودتا کوي؟ " که هر پټ راز حل سي د هغه شاته بل پټ راز موجود دئ ". ولي سر دار محمد داود خان یوه نوې لوبه پیل کوي؟ هیواد له بحران سره مخامخ کوي؟. حال دا چي په هیواد کي موهیواد والو له یوه اوږده سکون او تور تم وروسته تازه د دیموکراسۍ په لس کلنه دوره کي د خبرو او خپلو نظریاتو د بیان اصول تمرین کول، د چنگاښ د(۲۶) نېټي کودتا یا سردار محمد داود خان د خپلي کیني له مخي د روشنفکرو په منځ کي هغه ټولي را غوړیدلي هیلي او ارزوگاني په خپلو امرونو او فرمانو سره وچي کړې. دی یو عقده کښه انسان وو نیول، نیول، وژل، وژل او فرار کېدل را شروع سول.

دوهم: کاندید اکاډېمسن محمدابراهیم عطائی لیکې:"سردارداودخان پر نابلده لار روان سو". دا نوهغه وخت دی چي داود خان غواړي د شوروي څخه ځان ليري کړي. خدای دې بیچاره ولس او هیواد ته خیر ور په برخه کړي، شاه ظاهر جهانیا نو ته خپل د کاکا زوی او اخښئ سردار محمد داود خان له ډېر پخوا څخه په یوه( د یوانه مست) مست لیوني معرفي کړئ وو. بیله شورویانو څخه نور جهان د سردار محمد داود خان پر خبرو اعتماد نسواي کولای. سردار محمد داود خان دعربی شیخانو اوغرب پلوه(دولتونو) ته هغوی ټولو په خبرو کي داود خان ته وروفهمول چي عمل وکړه څه نورهم د شوروي څخه ځان را جلا او لیري کړه. خلگ وائې چي لېوني مه حواله کوئ هغه خدای په خپله حواله کړی دئ. سردار داود خان او د کابیني یو غړۍ یې په دې نه پوهېدل چي د افغانستان د حکومت لیری والی د هغه وخت له شوروي دولت څخه د حکومت د سقوط په معنا سره وو. سردارداود آمريکا، غرب، پاکستان او شیخانو په لوی لاس داسي کار ته ودراوه چي سر یې پکښي ولاړی.

د پښتو ژبي دا متل هم پرځای دئ چي وائې:" د لیوني څخه یې مه غواړۍ او مه یې ورکوئ". د افغانستان د فوځ ټول تخنیک، هوایي او زميني، جنگي، تخنیکي وسایل سردار محمد داود خان په خپله روسي کړي وه. د سالنگ لویه لاره، د کورجوړولو فابریکه، د جنگلک فابریکه، د بلخ د ولایت لوی فابریکې، کود و برق، تفحصات، ټولي نساجي گاني، گلبهار، په کندوز کي سپین زر شرکت ، د بگرام هوايې اډه، د شبرغان گاز، د جلال اباد فارمونه د کندهاره ترهرات او تورغونډ ې سړکونه، د دهلي بند، د کجکي بند، تورغونډې، حیرتان، شیرخان بندرونه،د هیواد اقتصاد او پوځ په شوروي پوري هم خپله سردار محمد داود او ورورئې محمد نعیم خان تړلۍ وو. ډېر پاخه ډاکتران، انجینران مو د شوروي فارغان وه. یوازي په کابل کي هغه هم داردو په برخه کي: دحربې پوهنتون ټول تعميرونه، دتخنیکي اکادمي، پولیتخنیک، تخنیکومونه او تعميروجوړونه، داردود مرکزي ترميم خانی جوړونه، چي د شوروي په اشاره د وخت چکوسلواکيا په عصري ډول او لوړ مصرف جوره کړل. څلور سوه(۴۰۰ )بسترعصري شفاخانه د اردو لپاره، د هغه وخت عصری کورونه مکروریان داسي ويل کیدل چي د دموکراسي په لسو کلونوکي اضافه ترلسوزر(۱۰ )زروميلیونه آمريکائې ډالره مرسته د وخت شوروي کړې ده، حتی آمريکایي منابع لا ددې مرستو رقم (۱۲۵۰ )ميلیون ښیې. یو پردرېمه برخه د افسرانو په شوروي کي زده کړي کړي وې. او دا هم روښانه ده چي ښه لایق شاگردان خارج ته د تحصيل له پاره استول کیدل. او دا هم طبعي ده چي د جهان لېدنه، د کتاب لوستنه، د خارجي هیوادونو د محصلینو سره تماسونه، د نظرو تبادله، پر هر انسان

 

 

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت